دهېواد داستقلال دسلمې کلیزې په ویاړ څېړنیزه مقاله پرینت ایمیل توضیحات لیکونکی پوهاند جانس زړن د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي 6.6.2019Jans دغازي اعليحضرت امان الله خان دواکمنۍ ژورناليستيکي او مطبوعاتي لاسته راوړنې دهېواد دآزادۍ او استقلال دبېرته تر لاسه کولو داته نويېمې کالېزې په مناسبت غواړم چې دافغانستان داستقلال او آزادۍ دملي قايد غازي امان الله خان دواکمنۍ دمطبوعاتي او ژورناليستيکي لاسته راوړنو په اړه يو څه وليکم ،اعليحضرت غازي امان الله خان په خپله يو ستر فرهنګپال ،هنر دوست او ادب پروره پاچا وه ، غازي امان الله خان دهنر او ادبياتو ، ژورناليزم ، انځور ګرۍ، موسيقۍ او دفرهنګ دبېلابېلو اړخونودپياوړتيا او پراختيا دلارې يو مبارز او فرهنګي شخصيت و. ډېری څېړنې دا څرګندوي چې دغازي امان الله خان زياتره نژدې ملګري او دوستان يا شاعران وو،يا ژورناليستان ،يا ليکوالان او هنر مندان او يا هم دښکلو هنرونو لارويان ، ټول هغه ملي ، انقلابي او فرهنګي شخصيتونه لکه عبدالهادي پريشان داوی،محمود ظرزي، عبدالرحمن لودين ، سيد احمد لودين قندهاری ، ولي محمد خان دروازی، شجاع الدوله بابکرخيل، مير قاسم خان،ابراهيم خان جمشيدي،آدم خان (دګرشک حکمران ) ، مير ياربيګ خان دروازی، غلام احمد اعتمادي ، ، غلام محۍ الدين افغان ، سيد حسن خان فرقه مشر ، غلام جېلاني خان اعظمي (دکابل دادبي انجمن مشر) ، محمد سعيد خان حبيبي مشهور په (لالا) ،انور بسمل، تاج محمد خان بلوچ ، فيض محمد خان ناصري ، عبد الحسين عزيز، مشهور هنر مند استاد قاسم افغان ،پياوړي هنر مند او انځور ګر استاد فرخ افندي او يو شمير نور ...په اصل کې دهغه ستر خپلواکي غوښتونکي غورځنګ مشران او غړي وو چې دفرهنګ او فرهنګی چارو له لارې يې خپله مشروطه غوښتونکې مبارزه پر مخ وړله . (۴: ۳۹) غازي امان الله خان دخپلواکۍ او ژورناليزم دپراختيا په برخه کېس امان الله خان وايي :(( دآزادۍ يوه خوږه ثمره داده چې تاسې ، عالمان ، فاضلان ، مشايح ، وکيلان او دملت عزتمند او مخور زما په حضور حاضر او خپلې اندونه او فکرونه په آزاده توګه بيانولی شۍ. (۲:۱۶) داعليحضرت امان الله خان حاکميت په همدې اصل راپيل شو. امان الله خان دملت رايو ، افکارو او اندونو دخپلواکۍ او دبيان دآزادۍ په ستر اصل باور درلود . هغه اصل چې دده دپلار او نيکه په پاچاهېو کې نه و. امان الله خان په دې نظر و ، چې دبيان آزادي دولس او پا چا تر مينځ سمون او بشپړتيا راو لي ، نو ځکه خو امان الله خان دغه اصل دهېواد په لومړني اساسي قانون کې خوندي کړ ، او تر ټولو مهمه دا چې دمشروطه نظام په اعلانولو سره يې مطلقه پاچاهي له مېنځه يوړه . اعليحضرت امان الله خان دفرد آزادي او دشخصی حريت ساتنه دخپلو موخو په سر کې راوړې وه .دجلال آباد په لويه جرګه کې يې ملت ته په خطاب کې وويل :(( مقصد له دې آزادۍ دمحمدي غرا شريعت له مقرراتو او دحکومت له هداياتو سره سمه آزادي ده ، چې يو شخص دنورو افرادو له ظلمونو او غېر مشروع تېرېو څخه آزاد وي ، دخپل شخصي حريت خاوند وي ، تر څو هغه خرابۍ تيري او تجاوزونه چې پخوا له دې درعيتی اشخاصو پرمال ، ځان ، شرف اوناموس د دولت دمامورېنو ، درسوخ دخاوندانو او دملت (اعزه و) له خوا ، هر ورځ اجرا کيدل رفع او دفع شي.(۲:۱۶). او په دې توګه امان الله خان دهر ځانګړي افغان دکرامت ، کار ، ژوند ، افکارو ،نظرياتو او اندونو دخپلواکۍ لپاره لومړني پياوړي ګامونه پورته کړل . دهمدغو ښېګڼو پر بنسټ دافغان ملت هر ځانګړي فرد دخپل هېواد او دولت په چارو کې ځان شريک باله . نور نو هر چا کولای شو آن مخامخ د دولت وزيرانو او پخبله پاچا ته مخامخ دانتقاداو نېوکو ګوته ونيسي او دچارو دسمون او سمبالښت لپاره هر فرد او يا دافرادو يوې ټولنې کولای شو دګروهو او اندونو بيان په آزاده توګه وکړي او خپرونې ولري .ددې لپاره چې دملت دغه غوښتنه په ښه توګه تر سره شي ،نو امان الله خان دمطبوعاتو او ژورناليزم وده ، لوړتيا او خپلواکه پراختيا ديو ارزښتناک عنصر په توګه ارزولې وه .پا چا په دې خبره ښه پوهيده ، چې پر افغان ملت له کلونو کلونو راپه دې خوا استبداد او مطلقيت واک چلولی او اوس نو ددې وخت رارسيدلی ، چې دخپلواکو مطبوعاتو دا لړۍ دملت په واک کې ورکړل شي. اعليحضرت امان الله خان دخپل واک په لومړي کال دمطبوعاتو او ژورناليزم خپلواکي او وده اعلان کړه او ديو ټولواکمن په توګه يې دخپلو مطبوعاتو له ودې څخه ملاتړ څرګند کړ .دهغه دواک په هماغه لومړي کال د (( امان افغان )) جرېدې د (( سراج الاخبار)) ځای ونېوه . چې ددولت رسمي خپرونه وه . ( د۱۹۱۹ داپريل مياشت ) د۱۹۲۹ هـ ــ ل په چنګاښ کې د(( افغان )) په نوم ورځپاڼه راووتله ، چې مسوليت يې محمد جعفر خان کندهاري درلود.اوس نو هغه وخت راورسيد ، چې مطبوعات د دولت له انحصار نه را ووتل او ملت ته ددې واک ورکړل شو چې خپلواکې او ملي ورځپاڼې ، جريدې ، مجلې او خپرونې ولري .د (( ارشاد النسوان )) دجريدې په خپرېدلو سره مطبوعاتو دافغانستان دښځو لپاره دبيان دخپلواکۍ پوره زمينه برابره کړه ، چې مسوليت يې دامان الله خان خواښې مېرمن اسما رسيمې او يوې بلې منورې مېرمنې آغلې روح افزا درلود . ددې دورې په روزنيزو مطبوعاتو کې د ( معرف معارف وروسته (( آيينه عرفان )) دپوهې په رواجولو او دود کې پراخه ونډه واخېسته . دغه راز (( مجموعه عسکريه )) په نوم يوه ځانګړې مجله دهېواد دوسله وال پوځ منسوبينو ته ډالۍ شوه ، چې مسول مديريت يې د ډګروال عبدالطيف خان پر غاړه و. پر افغانانو حقدار ژورناليست او ليکوال محمد ګل خان مومند هم څه موده ددغې مجلې مسول مدير و ، چې وروسته دغه مجله د (( اردو )) په نوم تر ډېرو کلونو په ښکلې بڼه چاپيدله . دمحمد حسن سليمي په مسول مديريت د (( مجموعه صحيه )) په نوم يوه بله ځانګړې خپرونه دهېواد دډاکترانو او روغتيايی چارو کارکوونکېو ته ډالۍ شوه . چې نه يوازې دطب دبرخې علمي معلومات يې وړاندې کول ، چې دخلکو دروغتيا لارې چارې يې هم دوی ته ورښودلې . په همدغه وخت کې د (( ثروت )) په نوم بله خپرونه چې مسوليت يې علامه صلاح الدين سلجوقي درلود ، مالي خپرونو ته ځانګړې شوې وه (۱۹۲۵کال). ديادونې وړ ده ، چې امان الله خان په هېواد کې دبيان دآزادۍ او د ژورنالېزم دبنسټيز بدلون په موخه دلومړي ځل لپاره په ۱۹۲۴ کال کې دافغانستان دمطبوعاتو لومړنۍ نظامنامه يا دمطبوعاتو قانون نافذ کړ، چې په دې توګه دنادولتي او ملي خپرونو دخپرېدو لپاره يې لاره هواره کړه . په دې باب د (( استقلال افغانستان وتاثير ان بر تحولات اجتماعي کشور )) ليکوال داسې وايی : (( دښوونځېو، کتابتونونو، سينماګانو او تياتر تاسيس هر يو پرخپل ځای دذهنونو او فکرونو په تنوير او روښانولو او د ملت په وېښولو کې ډير ګټور او اغيزمن رول لوبولی دی.دمطبوعاتو دنظامنامې په نافذيدو سره ۱۳ديارلس جريدې او مجلې د دولت په مصرف لکه (( دارشاد النسوان جريده ، اتحاد مشرقي جريده ، روزنامه افغان ، مجله معارف ، جريده امان افغان ، مجله اردو ، جريده اتفاق اسلام ،جريده بېدار ، روزنامه حقيقت ، جريده انتقادي ستاره افغان او طلوع افغان نشر او چاپ شوې . چې له دې جريدو يو تعداد تر نن ورځې پورې دورځپاڼې او مجلې په شکل چاپ او نشريږي .له دې جملې په هرات کې د اتفاق اسلام ورځپاڼه ، په مزارشريف کې دپېدار ورځپاڼه ، اتحاد مشرقي په ننګرهار کې چې اوسنی شکل يې دننګرهار ورځپاڼه ، طلوع افغان په کندهار کې او داردو مجله دي. دمطبوعاتو دقانون له انفاذ نه وروسته لومړنۍ خپرونه د (( انيس)) ورځپاڼه وه چې غلام محۍ الدين انيس د ۱۹۲۷ميلادي کال دمۍ په مياشت کې په کابل کې خپره کړه . انيس ديوې ملي خپرونې په توګه آن تر ننه خپريږی . دغير دولتي مطبوعاتو بله بېلګه د (( نسيم سحر)) خپرونه وه چې مسول مدير يې احمد راتب باقي زاده و . دغه خپرونه ډېره انتقادي او کيڼ اړخې وه ، چې څه موده وروسته له چاپ نه پاتې شوه . دلوګر يو مخور شخصيت محمد نوروز خان د (( نوروز )) په نوم يوه بله ملي خپرونه چاپ کړه ، چې په دې توګه دمطبوعاتو شمير ،ورځ په ورځ زياتيده . دغه راز زياتره څېړونکي دا خبره يادوی ، چې امان الله خان دلويې جرګې د دود په راژوندي کولو سره په اصل کې د ديموکراسۍ او دبيان دآزادۍ لپاره تر ټولو لوړ ګامونه پورته کړي دي ، ځکه لويه جرګه په اصل کې دولس د آزاد بيان ډېره غوره مرجع ګڼل کيږی او دغه وياړ هم امان الله خان لري. غازي امان الله خان دلومړي ځل لپاره دپرودکاستنګ دوه وړې دستګاوې په ۱۳۰۴ هـ ش کال کابل ته راوړې او په ديارلس سوه اوم هــ ش کال يې يوه په کابل کې نصب او په کار يې پيل وکړ ، په دې وخت کې ددغو دستګاوو جوړې راډيو او سيلې راډيو ګانې په اکثرو اسيايي هېوادونو کې نه وې . ددغې دستګاه قدرت دوه سوه ولټه و او امواج (څپې) يې دکندهار تر ساحې پورې دخپريدو او اوريدو وړ وې . دراډيو ودانۍ دهغه وخت په يو ډېر ښکلي ځای کې موقعيت درلود ، چې (( کوټی لندني)) ورته ويل کيده . په هغه وخت کې دلومړي ځل لپاره پخپله د امان الله خان په هدايت لومړی ديرش او بيا زر پايې وړې بترۍ لرونکې راډيوګانې هم هېواد ته راوړل شوې او په خلکو ووېشل شوې . (۳: ۲) دغه راز په ښار کې د دولت له خوا په يو شمير ټاکلو ځايونو کې لوډسپيکرونه نصب او کيښودل شول ، چې خلک وکولای شي دراډيو خپرونې او موسيقي واوري. په همدې ډول امان الله خان دسينما له لارې دترقي غوښتونکوموخو دڅرګندولو او په هېواد کې دسينما پراختيا او رواجيدو ته ځانګړې پاملرنه درلوده .(( امان الله خان لا په اروپا کې و چې دهغه دمصر او انګليستان د سياحت دفلمونو نمايش دکابل ښار په مرکزي سينما کې شروع شو . ددې فلمونو په ليدو چې به دافغانستان خلکو دامان الله خان د ذات سره کوم محبت او جوش ښکاره کولو دهغې بيان په الفاظو کې ګران دی.( ۵:۸۴۵). دا خبره په ډاګه څرګندوي چې داروپا له سياست نه مخکې لا په کابل کې امان الله خان دسينما درواجولو او دودولو په لړ کې يو شمير سينمايي مرکزونه جوړ کړي وو. استاد حبيب الله رفيع په دې اړه وايی: (( په اماني دوره کې لومړی ځل سينما د آرګ دسلامخانې په برنډه کې دخلکو د نندارې او تماشې لپاره په کار واچول شوه .دکابل سربيره دپغمان سينما تياتر په نامه په پغمان کې هم يوه ډيره عصري ودانۍ جوړه شوه ، چې دسوونو کسانو دناستې لپاره يې چوکۍ درلودې . په دې ودانۍ کې پر فلمونو سربيره ډرامې هم ښودل کيدې او دجشن په شپو ورځو کې به يې د ډرامې او فلمونو بېلابېلې نندارې او نمايشونه درلودل ... دپغمان سينما په سقوي اړودوړ کې وسوزول شوه . په دې توګه ګورو چې امان الله خان شخصآ په هېواد کې د ژورنالېزم ، مطبوعاتو ، سينما او راډيو دپراختيا ، لوړتيا او بشپړتيا لپاره اغيزمن ګامونه پورته کړي دي . امان الله خان دمطبوعاتو دلوړتيا لپاره دمطبعو او چاپځايونو زياتيدو ته ډېر ارزښت ورکاوه . دهغه وخت مطبوعاتو دخلکو دذهنونو په روښانولو کې پراخه ونډه درلوده .دافغانستان دخپلواکۍ تر لاسه کيدو وروسته دهېواد پر مرکز سربېره په ګڼو ولايتونو کې هم مطبعې جوړې شوې. دا ددې څرګندونه کوي چې امان الله خان او دهغه ملګرو په ټينګه په هېواد کې دبيان دآزادۍ په اصل ټينګ باوردرلود. امان الله خان په دې اړه دجلال آباد دلويې جرګې په غونډه کې دخپلې وېنا په يوه برخه کې وايي: ((دخدای (ج) لپاره هڅه وکړئ ، وېښ اوسئ او يوه دقيقه هم دملت ، مملکت دحکومت دخير او نيکۍ له فکر څخه غافل مه اوسئ، چې ددنيا او اخرت بدنامي به مو په برخه وي . تاسې بايد بلې !بلې! ويونکي ونه اوسئ او نه هر څه دنی په ويلو رد کړئ، بلکې هر څه مو چې دملت او مملکت دترقۍ په برخې کې په فکر کې ګرځي ، په آزاده او حقاني توګه په لوړ او صاف آواز بيان کړۍ.... زه ! هر کار چې کوم غواړم چې دملت په مشوره وي...(۱:۷). امان الله خان دموسيقۍ دپراختيا ،علمي کېدو او لوړتيا په برخه کې امان الله خان اصلاآ په يوه موسيقي پروره کورنۍ کې زيږيدلی دی . دهغه نيکه (امير عبدالرحمن خان ) له موسيقۍ سره ډېره مينه درلوده .او پخپله عبدالرحمن خان دموسيقۍ ځېنې آلات ډير ښه غږول .بيا دامان الله خان پلار امير حبيب الله خان هم هم دخپل پلار په شان له موسيقۍ سره خورا ډيره مينه درلوده .امير عبدالرحمن خان او امير حبيب الله خان دواړو دافغاني موسيقۍ دپراختيا لپاره ډير خدمتونه کړي دي.هغو له هندوستان څخه دکلاسيکې موسيقۍ يو شمير پوهان ، استادان او هنر مندان افغانستان ته راوغوښتل او هغوته يې افغانستان کې دموسيقۍ دسمون او پياوړتيا دندې ورکړې.امير حبيب الله خان دخپل پلار په هڅونه او د دربار دموسيقي پوهانو په مرسته دپيانو غږول زده کړل . هغه ډيره ښه پيانو غږوله . داعليحضرا غازي امان الله خان په دوره کې دلومړي ځل لپاره موسيقي دمرکز دريو سترو ښوونځېو يعنې اماني ( چې بيا دنادر خان له خوا يې نوم په نجات بدل شو ) ، حبيبيې او دارالمعلمين په درسي پروګرام کې ديو مضمون په توګه داخله شوه .استاد قربان علي داستاد نتو پلار په اماني ښوونځي کې او استاد پير بخش په دار المعلمين او پخپله استاد نتو په حبيبيې ښوونځي کې دموسيقۍ دمضمون دښوونکو په توګه مقرر شول . دغو استادانو په يادو شوېو ښوونځېو کې په هره اوونۍ کې دوه ورځې زده کوونکو ته دموسيقۍ تدريس کاوه. دامان الله خان د دربار يوه پياوړې برخه دموسيقۍ برخه وه،دا لکه يوه ټولنه او يا لکه يو هنري مرکز له ځانګړي اعتبار او ټاکلو مقرراتو څخه برخمنه وه . ددغه هنري مرکز څارنه او پالنه پخپله امان الله خان کوله . دافغاني او کلاسيکې موسيقۍ استادانو ، پوهانو او هنرمندانو ته ځانګړی درناوی او ځانګړي امتيازات موجود وو . استاد قاسم افغان يو له دغو نامتو هنرمندانو څخه و،چې دامان الله خان تر لارښوونې او څارنې لاندې يې دافغاني او کلاسيقې موسيقۍ دودې او سمون لپاره نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي .په ځېنو اسنادو او مدارکو کې راغلي ، چې امان الله خان به کله کله شوقي سندرې هم ويلې او پيا نو يې ډېره ښه غږوله لکه څنګه چې څرګنده شوه امان الله خان پخپله هم له افغاني موسيقۍ سره خورا زياته مينه درلوده او ان تر دې يې دا ظريف صنعت خوښ و ، چې کله دی ځوان او شهزاده و، له خپل پلاره پټ يې داستاد قاسم تر نظر لاندې او دهغه په لارښوونه پيانو زده کړه ، چې په ډير مهارت سره يې غږولی شوه ، ځکه نو کله چې واکمنۍ ته ورسېد، نو خپل پوه استاد او داوسنۍ افغاني موسيقۍ بنسټ ايښودونکي ته يې دافغاني موسيقۍ داصولي احيا کولو لپاره صلاحيت ورکړ. امان الله خان دځان او دخپلو انقلابي ملګرو هغه کرکه چې د ښکيلاکګرو انګريزانو په وړاندې يې لرله ، کله کله يې دموسيقۍ له لارې څرګندوله او په دې برخه کې دهغه هنرمند ملګري همدا استاد قاسم افغان او استاد فرخ افندي و. که په مطبوعاتو او ژورناليزم کې ددغه سنګر ملګری محمود طرزي ، مولوي صالح محمد خان کندهاری او نور وو او که دادبياتو له سنګر نه دعبدالهادي داوي ، غلام محۍ الدين افغان او يو شمير نور ليکوالان او شاعران دهغه ملګري وو، نو دموسيقۍ له دغه هېواد پالونکی سنګر څخه امان الله خان داستاد قاسم افغان ،استاد فرخ افندي او يو شمير نور و هنرمندانو ملګرتيا يې له ځانه سره درلوده . لنډه دا چې امان الله خان علمدوسته ، ادب پروره فرهنګي پاچا وه هغه ډيره مينه درلوده چې دژورناليزم ، مطبوعاتو ، افغاني ادب او هنر تر څنګ په ځانګړي توګه ډرام هم په افغانستان کې لاپسې وده وکړي ، په يو سند کې راغلي دي چې قاضی رحيم الله خان په ۱۹۲۸ ميلادي کال د ((نوې روشنی )) په نوم ډرامه (چې بيا امان الله خان دافغانستان پا چا هم دا ډرامه کابل ته وغوښته ).... دغازي امان الله خان دواکمنۍ په دوران کې په ځانګړي توګه په (۱۹۲۹م) کال دامان الله خان په سلطنت کې ځېنې وړې وړې تمثيلي ټوټې (پارچې) دښوونې او روزنې په چوکاټ کې دپوهنې شاګردانو له خوا نندارې ته وړاندې شوې. نو په لنډو کې ويلای شو چې امان الله خان ديوې ملي او فرهنګي څېرې په توګه هم دهېواد دفرهنګ په وياړلي تاريخ ژورناليزم ،مطبوعاتو ، ادبياتو ، هنر ،موسيقۍ ، تياتر ، دافغاني کلتور او فرهنګ د نورو برخو په پرمختګ او وده کې يې په هغو سختو اورنېو شرايطو کې خپله ونډه اخېستې ده ، او د افغاني کلتور ،فرهنګ ، ادب او نورو فرهنګي برخو کې يط نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کړي دي ، نو په همدې اساس دهغه وخت او زماني افغان ولس له خپل ځوان او هڅاند ، فرهنګپال پاچا غازي امان الله خان سره ځانګړې مينه درلوده او په خپل ولس ګران او محبوب وه ، چې دا محبوبيت اوسنېو نسلونو هم درک کړی او تقريبآ يوه پېړۍ وړاندې محبوبيت يې اوس او ښکاره او څرګند دی. ماخذونه ۱ـــ بورګی ، محمد طاهر .(لويه جرګه مقاله ) . ورځ مجله ، لومړی کال ، ۷مخ. ۲ـــ بورګی ، محمد طاهر(لويه جرګه مقاله ) .ورځ مجله ، لومړی کال ، ۶ ګڼه . ۱۶ مخ. ۳ـــ دراډيوي ستيشنونو په هکله داطلاعاتو او کلتور وزارت رساله . ۴ـــ سستاني ،محمد اعظم او مهريان عبدالله .(۱۳۶۸ش).بررسي اوضاع اقتصادي ، اجتماعي وسياسي افغانستان طی سالهای . (۱۹۰۱ـــ ۱۹۱۹م). کابل : دولتي مطبعه .۳۹ مخ ۵ـــ کاکا خيل ، ظفر . ( ) . پښتانه دتاريخ په رڼا کې .۸۴۵مخ دا لاندې تصویر دارواښاد عبدالغفور ویاند صیب دی ، ارواښاد عبدالغفور ویاندد اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په شاهي او سردار محمد داوود خان په نظامونو کې دنورو دولتي لوړو دندو ترڅنګ دراډیو افغانستان پیاوړی او برجسته نطاق ، زما لارښود او استاد هم وه. الله دې وبخښي. دهېواد ټولو ژورنالیستانو ته ددې ورځې په مناسبت مبارکي وایم.

لیکونکی پوهاند جانس زړن د ننګرهار…

امير خان متقي ته

لیکونکی دوکتور صلاح الدین سعیدی 3.6.2019 د…

اخترونه

Sayed Faridullah Farid  اخترونه اخترونه…

طالبان او د شمالټلوالې ستونزه

  په ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس کې اسلامي…

افشاگری در ارگ ، دامی برای سقوط جنبش زنان

زنان ریشه های انسانیت اند، اشتباه…

د پاکستان بقا د پښتون قوم په دریځ پورې تړلې ده!

PTM د پښتون قوم، مدنې او قومي غوښتنې…

څوک يې ؟

هنر غيرت زه اختر يم اجازه…

د انتخابي حکومت پر ځای، ولې سرپرست حکومت؟

د حنیف اتمر او نور الحق علومي په…

الترناتیف

  پوهندوی شیما غفوری به هراندازۀ…

خواخوږي او خذمت

لیکونکی اکادېمیسن ګلداد خان  13.5.2019 ما…

با درد و دریغ به شهید مینه منگل تقدیم می نمایم:

پوهندوی شیما «غفوری» شاخۀ بشکسته…

«پښتون»

سليمان لايق زه یو آواره، یو…

دافغان ولس يو لوی سالار محمديوسف خدمتگار مزدور ځوی

دافغان ولس يو لوی سالار محمديوسف…

پرافغانستان د امریکایي پوځيانو تېری او حالات

لیکونکی اکادېمیسین ګلداد خان 27.4.2019 اوومه…

رافغانستان د امریکایي پوځيانو تېری او حالات

لیکونکی اکادېمیسین ګلداد خان 5.5.2019 اتمه…

د جرګې تحریم کوونکي باید بخښنه وغواړي!

په داسې حال کې چې د مشورتې لويي جرګې…

لویه جرګه: د سولې او نوي افغانستان په لور بېساری ګام!

د سولې لویه جرګه په دې موخه پرانیستل…

مشورتی لويه جرګه او ماشوم لويان

حکيم روان ډيره هېښوونکی خبره دا…

جرګې سره مخالفت د سولې سبوتاز دی!

په هېواد کې د ټینګې او تلپاتې سولې…

د ثور يا غويي مياشت په اړوند !

د ثور مياشت ته ځغلنده نظر او اړينې…

د اندیښنې وړ څو پوښتنې

بي بي سي لیکي، دوی ته یوې باوري سرچیني…

افغان سوله او روانې ناندرۍ

حکيم روان د امريکا د متحده ايالاتو…

سیاست ایران بر فاطمیون چون کارد دولبه و عاقبت کار

                       جنگ مفهومی…

پر مدعا «هوښياران» !

حکيم روان زمونږ په ټولنه کې له اوږدو…

برخې

  • جنگ خاورمیانه را به کدام سو می‌برد ؟14 juli, 2019 - 11:52

    اصطلاح خاورمیانه در زمان امپراتوری روم باستان بکار برده شد ، آنان شرق امپراتوری خود را خاور نام‌ می‌بردند  و با تقسیم جغرافیای شرقی به سه منطقه همچون خاور نزدیک و خاورمیانه‌ و خاور دور که شامل چین می‌شد . خاورمیانه در شکل گیری تمدن بشری در طول تاریخ جایگاه حساس برای قدرتهای بزرگ دوران […]

  • ګارډین: کوچنيان دافغانستان دجګړې دتلفاتو درېيمه برخه دي15 augusti, 2019 - 03:54

    منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 8/15/2019 سټارز اېنډ سټراپيسسټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې په قطر کې دامریکا او طالب استازو ترمنځ دسولې اتم پړاو خبرو ته پام کړی دی. دورځپاڼې په لیکنه، که دواړه لوري یوه توافق ته ورسېږي، ویل کېږي دطالبانو تضمین به هم په‌کې شامل وي چې افغانستان به یو ځل بیا […]