افغانستان وېسټ انډیز ته په ۶۳ منډو ماته ورکړه

  • 7 ساعتونه مخکې
افغان کرېکټد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionراشد ارمان د وېسټ انډيز اووه لوبغاړي وسوځول او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د دريو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ افغانستان په ۶۳ منډو وګټله.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اورونو کې ۲۱۲ منډې وکړې. وېسټ انډيز لوبډله ونشوای کړای ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړی يې د ۱۴۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.

خوست کې د کرېکټ لوبغالی پرانستل شو

“پاکستان سره کرېکټ نه کوو”

له افغان توپ وهونکو جاويد احمدي تر ټولو ډېرې ۱۰۲ منډې وکړې، پر ده سربېره ګلبدين نايب ۴۱، محمد نبي ۲۷ او سميع الله شينواري ۲۲ منډې جوړې کړې.

بله پلو له وېسټ انډيز لوبډلې څخه هوپ د ۳۵ او جوزف د ۲۷ منډو په جوړولو وتوانېدل.

په نننۍ لوبه کې افغان توپ اچوونکی راشد خان ښه وځلېد، نوموړي د وېسټ انډيز اووه مهم لوبغاړي په ۱۸ منډو وسوځول او د نننۍ سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

راشد خان د غوره لوبغاړي جايزه د کابل بريد قربانيانو ته ډالۍ کړه او له افغانانو يې د دعاوو غوښتنه وکړه.

افغان کرېکټد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionدا لومړی ځل دی چې افغانستان په يوې ورځنۍ سيالۍ کې وېسټ انډيز ته ماته ورکوي.

پر ده سربېره دولت ځدراڼ دوې او ګلبدين نايب يوه وېکټه واخيسته.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په يوې ورځنۍ سيالۍ کې وېسټ انډيز ته ماته ورکوي.

د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ راتلونکې لوبه د جون مياشتې پر ۱۱ نېټه ده.

راشد خان او نبي د هند په سياليو کې له اټکله زيات ښه وځلېدل

May 18, 2017 – 17:01

کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٦): د هندوستان د کرکټ په ای پي اېل سياليو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوو ځلانده ستورو راشد خان او محمد نبي سفر په برياليتوب سره پاى ته ورسېد او دواړه لوبغاړي په دغو سیالیو کې له اټکل څخه زيات ښه وځلېدل.

د هندوستان تجارتي کرکټ سيالۍ (اى پي اېل) هر کال ترسره کېږي او سږ کال يې د لسم پړاو سيالۍ روانې دي.

په دغو سياليو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشهور او تکړه پياوړي لوبغاړي د امتياز په بدل کې اخيستل کېـږي.

سږ کال د لومړي ځل لپاره د افغانستان دوه لوبغاړي راشد خان او محمد نبي په دې سياليو کې واخيستل شول او دوى ثابته کړه چې افغانان له نورو څخه کم نه دي.

د روان زېـږديز کال په لومړيو کې د ای پي اېل سياليو د لوبغاړو د اخيستلو داوطلبۍ ترسره شوه چې د دغو سياليو د سن رايززر حيدراباد لوبډلې راشد خان د ٤٠ ميليونه هندۍ کلدارو او محمد نبي يې د ٤ ميليونه هندۍ کلدارو په امتياز واخيستل.

په دې سياليو کې اتو لوبډلو برخه  اخيستې وه  او هرې لوبډلې ١٤ لوبې ترسره کړې چې لومړى څلور هغه يې بيا دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

د حيدر اباد لوبډلې د دې سياليو په لومړي پړاو کې درېيم مقام خپلولو سره دويم پړاو ته لاره پيدا کړه، خو تېره شپه يې په دويم پړاو کې له کلکتې څخه ماتې خوړلو سره له دې سياليو څخه ووتله.

د ای پي اېل سياليو کې افغان لوبغاړو له هيلو او اټکلونو څخه زيات ښه وځلېدل  او نړۍ د کرکټ پياوړي لوبغاړي او مبصرين يې ګوته په غاښ کړل.

راشد خان د دې سياليو په لومړۍ لوبه کې دوو پياوړو لوبغاړو سره نورو لوبغاړو او لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه.  هغه په دې سياليو کې ١٧ او محمد نبي په درېيو لوبو کې درې لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ د چارو کارپوه او د لوبه سپورتي موسسې مشر رحيم ګل څاروان وايي چې افغان لوبغاړو په نړيواله او لويه  کچه ښې لوبې کولو سره، هم د ځان او هم د افغانستان ښه استازيتوب وکړ او ځانونه يې مطرح کړل.

هغه پژواک اژانس ته وويل، اټکل کېده چې راشد خان ته به په کمو لوبو او نبي ته به يو يا دوه چانسه ورکړل شي، خو له پيل څخه د راشد د ښې لوبې له امله د حيدر اباد لوبډلې د دې جرئت ونه شو کړاى چې هغه له لوبـډلې وغورځوي.

ده زياته کړه: ((دواړو افغان لوبغاړو او په ځانګړې توګه راشد خان له ځانه ښه وړتيا وښوده او نړيوال يې ګوته په غاښ کړل.))

څاروان وايي چې راشد خان د حيدراباد د لوبـډلې د (توس) په څېر و او هر وخت يې کولى شواى، د لوبې بڼه بدله کړي.

د نوموړي په وينا، په ای پي اېل سياليو کې چې د نړۍ لسګونو پياوړو لوبغاړو برخه اخيستې وه، خو راشد خان وکولى شول چې ١٧ لوبغاړو په سوځولو سره پنځم مقام خپل کړي.

د کرکټ لوبې بل کارپوه زبيربابکرخېل وايي چې د راشد خان او نبي ښې لوبې سره د افغانستان نوم هم ډېر مشهور شو.

دى وايي چې د راشد خان له خوا د هر لوبغاړي له سوځولو سره د ټلوېزيون مبصرينو د افغانستان نوم اخيست او دا د هېواد لپاره لوى وياړ دى.

بابکرخېل وايي چې په دې سياليو کې د راشد خان او نبي په ښو لوبو سره نړيوالو ته وښودل شول چې افغانان په کرکټ کې ډېر لوړ استعدادونه لري.

د افغانستان د کرکټ د ميليون جام سياليو مسوول  ضراب شاه ظهير وايي چې په ای پي ايل سياليو کې د راشد او نبي ښې په لوبو سره په نورو نړيوالو خصوصي سياليو کې افغان لوبغاړو ته د لوبېدلو دروازې پرانېستل شوې.

هغه زياته کړه چې د اسـټراليا د مشهور ليګ (بېګ باش) د يوې لوبډلې لوبډلمشر هينريکس چې د راشد خان په لوبډله کې لوبېدلو ژمنه کړې چې راتلونکى کال به د خپل هېواد په ليګ کې راشد خان ته د لوبېدو چانس برابروي.

د نوموړي په وينا، په دا  ډول سياليو کې که له يوې خوا فغان لوبغاړو ته اقتصادي ګټه رسېږي، نو له نړيوالو لوبغاړو سره يو ځاى لوبېدلو سره يې تجربې زياتېږي او ګټه يې بيا د افغانستان ملي لوبډلې ته رسېږي.

هندي کرکټ مينه وال او د خواله رسنيو کاروونکي هم په ای پي اېل  IPL سياليو کې د راشد توپ اچونه جادويي بولي او د دې سيالو راتلونکو سېزنونو کې  نور افغان لوبغاړو ته د چانس ورکولو هيله کوي.

يو هندي وګړى معظم علي په خپله فيسبوک پاڼه کې راشد خان د  ای پي اېل سياليو په زړه پورې لوبغاړى بللى دى.

د ای پي ال سياليو د رسمي  فېسبوک پاڼې په تبصرو کې تر ډېره د راشد خان يادونه کېږي او په تبصرو کې د خواله رسنيو کاروونکي د هغه ډېره ستاينه کوي.

راجدېپ موکرجي د راشد په تړاو تبصره کې ليکلي: ((زمري خان رښتيا هم اغېزمن کړم، د يوې لوبې په څلورو اورنو کې يې يوازې ۱۹ منډې ورکړې او درې مهم لوبغاړي يې له مخې لرې کړل.))

دغه راز د حيدر اباد لوبډلې هم خپلو په ټولنيزو شبکو (فيسبوک او ټويټر) کې د راشد خان صفتونه کوي او هغوى ته د ( افغان ستوري) ( غټ ستوري، پياوړي ستوري، افغان زمري ) او داسې نور لقبونه ورکړي دي.

د هندوستان ای پي اېل سياليو کې له ځلېدلو سره ګڼ شمېر هندي او نړيوالو رسنيو له راشد خان سره مرکې کړې او پر هغه يې بېلابېل ډول راپورونه هم خپاره کړي دي.

نښه: