وېښ ځلمیان

 

 

Political Movements in Afghanistn

 

دقيوم معلم ليکنه

”جوانان بیدار”

( ۳۱) برخه

د هري  هغي ټولني چي اقتصاد کمزوری وي، مانا د ژوند سطحه ټیټه وي  د خلګو د پوهي کچه هم  ټیټه وي  هر څه په د اقتصاد پوري تړلي دي. د هر هغه هیواد مشرران( پاچهان)  چي د پوهي او علمه څخه بې خبره وي، هغو نه دوی  بد اخلاقه او ظالمان وي، سر بیره پر دې بدو صفاتو چي لري، د خپل واک د غزولو او ټیګولو لپاره  پردو ته د غلامي لاس وږده وي. له پخوا څخه پر افغان خاوره ډیر ځله پاچهانو د پردو په مټ حکومتونه کړې دي، زموږ د هر خوابدي  او مرور(شاهزاده ) د پټي او ارامی  ځایونه په فارس او یا د انګریز میلمستون وو.  ډیر د دوی به په (لودیانه او راولپنډی) کي د انګرانو سره پټیدل،هلته دوی ته د جاسوسی  زده کړه(تربیه ) ور کول کیدل، بیا خاریجي افغان د ښمنو  پیسې ، وسلې او سړي ور کول د خپل ورور سره بې جنګول، هغه لړی تر دا اوسه  زموږ په هیواد کي روانه ده. نو پدغسي حالاتو کي  راګیر روڼ اندو ته مبارزه،   د داسي لوی او مکار د ښمن په وړاندي  طبعي خبره ده مشکلات لري. بیرته مو خبره پر افغان  ویښو ځلمیانو ده.

د وېښو ځلمیانو لومړنۍ هڅي ښي وې چي  دهیواد له ګوټ ګوټ څخه د بیلابیلو ملي ټولنیزو، استبداد ضد بدلون غوښتونکو  اوازونه  را پورته شول. دغه اوازونه د دبینوا صاحب په نوښت د یوه کتاب په بڼه چاپ او خپاره شول .

د دغه کتاب نوم هم وېښ ځلمیان و او دڅه ناڅه ۴۳ د وخت د وتلو لیکوالو پښتو او دري مقالی ئې په کي را ټولي کړي وی. ویلای  شو چي د لومړی ځل لپاره د لیکنو په دغه درانه ټوک کي د هیواد د ښځینه لیکوالو طرحي او غوښتني هم را پورته شوی.

دا چي کابل دهیواد پایتخت او دهغه وخت د ملی ټولنیزو آګاه شخصیتون د پراخه لیدنی کتنی یو مناسب ټاټوبی و و له همدې کبله د ويښو ځلمیانو لومړۍ ناستي ولاړي او د هغوی د افکارو راڅرګندیدلو او وروسته د دغه خوځښت بنسټ ایښو دونکې کنګره هم په همدې ښار کي را جوړه شوه نه په کندهار، نه په ننګرهار او نه هم په پکتیا ،مزار او یا فاریاب کي.

ښه او منطقي خبره داده  چي ووایو دهیواد له ګوټ ګوټ څخه داستبداد ضد دوخت روڼ فکره  را پورته شوي په یوه اواز په کابل کي را غوټه شو.

دا خبره هم د یادولو وړ ده چي د وېښو ځلمیانو د خوځښت د مشرتابه ویاړ دغه یا هغه شخصیت ته ورکول ډېره لویه خبره نه ده او تاریخ ته کومه خاصه تومنه نه وربښی، بلکي د سیاسي سازمانی خوځښتونو په بهیر دغه خوځښت او ترسره شوي کړني ئې د تاریخ یو ژوندی فصل جوړوي.

باید په ټولو کي د دغه ”ملی د موکراتیک » یا «بورژوا دموکراتیک ” ډوله خوځښت آرمانونو ته وکتل شي. دغه خوځښت په ټول هیواد کي له دري یا څلورسوو څخه زیات غړي نه لرل. په هره سیمه کي دغه خوځښت ته د خپلو ذهنی لیوالتیاوو له مخي مشران او بنسټ ایښو دونکي ټاکل او د خوځښټ ټول ویاړ هغوی ته وربښل د خوځښت ټولنیزی پانګی ته سخت زیان رسوي.

دا هغه خواشینوونکي عادت دی چي موږ بتان تراشو او یا د یوبل چا د حق تر پښو لاندي کولو هڅه کوو، او نه یواځی خپله د خپلي خوښي شخص ته په ګونډو کیږو بلکی تمه لرو چي نور هم زموږ د ناروغو ذهنیتونو تراشل شوو بتانو ته په ګونډو شي.

د پیل خبره مو داده چي د ويشو ځلمیانو استبدادی ضد، بدلون غوښتونکي ملي غورځنګ څنګه او له کومه ځایه راپیل شو، مشران ئې څوک وو او تشکیلاتی جوړښت ئې څنګه بڼه نیولی وه.

د محمد علم بڅر کي د څیړنی او لیکني له مخي هم داسي بریښی چي محمد رسول پښتون څه د پردی شاته پټ پټانه هم درلوده او په دې کار ئې د وېښو ځلمیانو ځوانه برخه ورنه ناراضه هم وه. بڅر کي داهم ښيی چي داخوت په نامه څه هم تر ډېره دپښتون غوښتنه وه.

بڅر کي لیکي ”دمحمد رسول پښتون او حاجی خدای دوست کړه وړه په حزب کي د ډیرو غړو دانتقاد وړ وو، ښايی دغه وجه وه چي دوی حزبي کار و بار پټ ساته”وېښ ځلمیان، بڅر کي محمد علم ۵۷ مخ

همدغه لیکوال لیکي: محمد رسول پښتون د”اخوت دنظر يی غوښتونکي وو او د ګوند د جوړوونکو له ډلی څځه و. زه دپښتون صاحب په حرکاتو او تحریکاتومشتبه وم او دی هم را باندي پوهیده چي زه ئې څارنه کوم.

په دې لحاظ ئې حزبي مسألی له ماپټی ساتلی له ما څه چي له ډېرو کسانو څخه ئې پټي وي چي د دې پټ پټانی په وجه جمعیت کي د کیڼ لاس اړخ پیداشو که دې سلسلې د وام پیدا کړي وای نو یقیناً به جمعیت په ځوان او زاړه سره ویشل شوی وای» همغه اثر ۶۰مخ

محمد علم بڅر کي یوی عجیبی پیښی ته هم اشاره کوي هغه دا چي وايی فضل محمد خان او پروانی نائب الحکومه عبدالغنی خان ګردیزی ورغواړی او دوی ته وايی چي تاسو د واړه ووايی چي موږ ولیدل چي پرون حاجي محمد انور خان اڅکزی او مولوی بهرام دشپی په د وو یادرو بجو د پاکستان له کنسلګرۍ څخه را ووتل. بڅر کي لیکي چي دغه تهمت فضل محمد خان ډېر زورولی و او خپل وجدان ته ملامت او په خپلو کړو پښیمانه و او داخبره ئې خپله رسوا کړه. له دی کیسی څځه ښکاری چي د وېښوځلمیانو دقندهار په ډله کي دغنی خان ګردیزی قلعه بیګی تیره توره ډېره محمد انور خان او قاضی بهرام ته متوجه وه.

محمد ولي ځلمی په خپل اثر”داستبداد او مطلقیت په مقابل کي دځینو افغانانوملی مبارزي” کي لومړی لیکي چی:دغه( وېښ ځلمیان(لومړی یوه فرهنګي او په راوروسته کي یوه سیاسي ټولنه وه» ۲۶۸ مخ.
حکومت د داسي اصلاحي او ملي ټولنو دجوړولو سره علاقه مندی ښکاره کوله . د دغی ټولني مهم غړي وخت او ناوخت در بار او (پاچا( خپل حضورته منل د تقدیرولو او نازولو علاوه ئې په ځینو دولتي او ملی چارو کي مشوره او مرسته ځینی غوښته” .

دوی ”دکندهاربرخه ” په یوه د کان کي راټولیدل، رسول پښتون، حبیبي، مولوی حاجي عطامحمد، خدای دوست، محمد علی سترنجباز، دده خواجه حضرتانو رفیع الله آغا، محمد یوسف آغا، قاضی عبدالصمد خان او نور هرکله نه حاضریدل. ” ۲۶۸-۲۶۹ مخونه له دی یادوني وروسته ولي ځلمی دنړیوالو حالاتو او پر افغانستان دهغوی په اغیزو څو لنډی جملی لري او بیا لیکی: ”دهیواد یو شمیر ځلمیانو چي د وېښو ځلمیانو په نامه ئې اخبارونو او مجلو کي شهرت درلو د”.

د۱۳۲۷ هه ش کال دجوزاد میاشتی په او ومه د وېښو ځلمیانو دتدارک د کمیسیون دلارښوني له مخي د کندهار، ننګرهار او کابل یو شمیر ادبی او عرفانی ملګرو لکه عبدالروُف بینوا، فیض محمد انګار، نور محمد تره کي، قیام الدین خاد م، صدیق الله ریشتین، ګا پاچا الفت، نیک محمد پکتیانی، محمد ارسلان سلیمی، عبدالقدوس پرهیز، ابوالحسن هزاره، پاینده محمد روهیلي، عطا محمد شیر زوی، محمد طاهرتائب، او ځینو نورو ليکوالانو چي شمیر ئې د وه ویشت تنو ته رسیدی ددارالامان په افشاروکی دعبدالمجید زابلی دنوی پروژی په یوه سالون کي د ماسپښین په د وو بجو دوېښو ځلمیانو دجوړولو(تأسیس( او دبیلا بیلو ولایتونو دنمایندګانو درا ټولولو طرحه وړاندی کړه.

دغی غونډی ته لومړی دري طرحی وړاندی سوې، چي یوه ئې د عبدالرؤف بینوا او نور محمد تره کي، بله ئې دقیام الدین خادم، او دریمه دصدیق الله ریشتین په حمایه وه.

لومړۍ ئې مترقی او عصري،، د وهمه ملي او وطني، دریمی ئې مذهبی او کلتوری رنګ درلو د» ۲۶۹ مخ
د محمد ولي ځلمی له پورته څرګندونو څخه ښکاری چي د ويښو ځلمیانو د خوځښت عمده مرکز کابل او ډېر فعالین او وتلی لیکوال ئې هم په کابل کي وو. همدغه په کابل کي را ټول شوی وتلی مشران په دري ګونو طرحوکی ځان ښيی او په دې برخه کي د محمد رسول پښتون نوم نه تر سترګو کیږي. هغه به د کندهار په کړۍ کي د اوچت نقش درلو دونکي وو، خو د وېښو ځلمیانو د کنګرې په لست کي ئې نوم نه ښکاري. نوربیا

 

 

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistn

 

وېښ ځلمیان

”جوانان بیدار”

 

( ۳۲) برخه:

 

افغان خاوره پاکه ولس مو سپیڅلي دي، خو د نه پوهي یا کمزوري پوهه  به وي چي خپلي ګټي نه پیژنو همدا تشه  ده  چي استعمارګرو راباندي  خپل د خوښي حاکم(پاچا) مقرراوه، موږ ورته خوشحاله او چکچکي کوو، اوس هم  سته سړي چي د امیر عبدالرحمن خان یادونه په نیکي کوي، وایي هغه د داسي هیواد له پاره یو په خیر پاچا وو. د مستبد عبدالرحمن وژني د انسانانو له سرو څخه (کله منارونه) د خلګو د ملکیتونو اخیستنه او کورنیو تبعید او فرار هر څه ورته هیڅ ښکاري دا پدې چي د دوی کورنۍ د اوسنیو خائینو کورنیو په شان هغه وخت پکښي ابادي وي.  د امیر عبدالرحمن خان د اولادونو ښونکي انګریز وو، د کالو ګنډونکی یې انګریز وو، د غاښو ډاکتر یې ایرلنډی، چي په انګریزي فوځ کي یې وظیفه لرل، د امیر تر ټولو باوري کس (توماز سالټر پایني) انګریز وو، چي حتا په هرناسته کي عبدالرحمن خان بل ته اجازه نه ور وکول چي و د دغه انګریز د شرابو ګیلاس ور ډګ ګړي. دا وظیفه خپله امیر عبدالرحمن سرته رسول او د(توماز سالټر) د شرابو ګیلاس یې ورته ډکاوه. نو له داسی یوه  ټیټ شخصیت لرونکی پاچا څخه د ملت په خیر څه تمه کیدای سواي. دوې پیړۍ په افغانستان کي لاس وهني ص ۱۴۰

خداي (ج ) دي ښاغلی محمد ولي ”ځلمی” صاحب و بخښي، دا چي بحث پر ویښوځلمیانو دی، د ده یوه خاطره را یا د سول: (۱۳۷۳هجري)کال په کابل کي د عطائي په کور کي خبره پرویښو ځلمیانو راغلل، نوځلمي صاحب د ټولو ناستو خلګو په مخ کي   وویل” په موږ ټولو(ویښوځلمیانو) کي نور محمد تره کی هغه کس وو چي هر لوري ته یې په ښو علمي او منطقي دلایلو قناعت ور کولای سوای په سازمان جوړونه پوهیدی، میوندوال،موسی شفیق، بینوا، حبیبی،خادم هیڅ یو هم له نورمحمد تره کي سره په د لیل پوره نه وه او بل تره کي ډار نه پیژندی په دغه دوه د لیله  موږ هر ځل د ویښوځلمیانو غونډه د تره کي په کور کي جوړوله او پرده را ټول وو”.

 

را ګرځو ویښو ځلمیانوته  محمد علم بڅر کي هم په خپل کتاب”وېښ ځلمیان دافغانستان یوسیاسي تحریک” دیرشم مخ کي لیکي: هغه کسان چي دا ډله( د ويښو ځلمیانو ډله ( ئې جوړه کړه په کابل کي عبدالرؤف بینوا، ارسلان سلیمي، قیام الدین خادم، نورمحمد تره کي، فیض محمد انګار، غلام حسن صافي، رښتین، الفت، په کورونو کي سره لیدل وروسته ئې له ولایاتو سره ارتباط پیدا کړ. (دويښو ځلمیانو) تئوریسنان په کابل کي ناست وو محمد علم بڅر کي لیکي چي د وېښو ځلمیانو لومړۍ مرامنامه د کندهار له خوا کابل ته رالیږل شوی وه .

(داخبره ډېره مستنده نه بریښي( په مرامنامه کي دغلام دستګیر خان، غلام حسن، فیض محمد انګار، عبدالرحمن، غلام قاد ر دارغنداب، نورالحق، پیر محمد او نورو لاسلیکونه شته چي هغه نه لوستل کیږي او عبدالشکور رشاد دامضأ پرځای لیکلی و چي له یوې مادی پرته نوره ټوله برنامه منم.

په یادوشوو نومونو کي بیا هم د محمد رسول پښتون نوم نه لیدل کیږي خو بڅر کي وروسته په کندهار کي دهغو مشرانو نومونه اخلی کوم چي د ده په خبره هغه وخت چي د وېښو ځلمیانو خوځښت کندهار ته ورسیدی هغوی دغه خوځښت له نیست څخه او ج ته ورساوه، په دې نوم لړ کي بڅر کي پرته له دی چي محمد رسول پښتون ته د موسس یا بنسټ ایښو دونکي په بڼه وګوری په نوملړ کي ئې نوم تر ټولو مخکی راوړي.

اوبیا کله چي د کندهار د وېښو ځلمیانوپه ډله خبری کوي هغه په د وو برخو ویشي. په لویانو کي بیاهم د محمد رسول پښتون نومونو په لړکی راوړی او په ځوانانو کي لومړی نوم دعبدالشکور رشاد راوړي. داهم باید ووایو چي داستاد عبدالحی حبیبی نوم نه په مشرانو کي راوړی نه په کشرانو کي .

محمد علم بڅر کي وايی چي د کندهار ملګرو یو لیک د کابل ملګرو ته را ولیږه . د دغه لیک په لومړۍ ماده کي راغلی و چي ۱-”د حزب نوم اخوت تصویب شو” ۲ -اخوت په ټولو هغو تصمیمونو کي چي د قوم په نفع او ګټه تمامیږی جدا د حکومت ملګرتیا کوي بڅر کي زیاتوی چي داخوت د نظريی ډېر طرفدار محمد رسول پښتون و.

له دی سره سره بڅر کي د کندهار د مدیره هیات دغړو په نوملړ کي بیا هم د محمد رسول پښتون نوم نه اخلي. د بڅر کي څرګندونو ته په کتنه ښکاری چي محمد رسول پښتون په خپله پټ پټانه” دا اصطلاح دبڅر کي ده” نه وېښو ځلمیانوته بلکي د”اخوت ” په نوم یو بل خوځښت ته کار کاوه. داخوت په نوم هڅو په کندهار کي په قومی لویو مشرانو حساب کاوه او دهیواد په کچه ئې دسلطنت او حکومت ملا ور ټینګوله.

ولی ځلمی لیکي چي :”دپښتون صاحب دژوندانه د ماجرا وڅخه داسي څرګندیده چي ده د مطالعی، نوی فکر او ثلیقی سره پوره آشنايی درلو ده. خو په عمل کي یې مطلق العناني، ملي غرور او داولیت حق زیات خوښيدۍ”محمد ولي ځلمی، …ملی مبارزی ۳۱۳مخ

”پښتون صاحب دهغه کرکتر له مخي چي ئې په نصیب و په دائمي توګه د وېښو ځلمیانو د موسسانو غړو او دافغان ملت، ورور ګلوي(اخوت( دګوندونوپه غړیتوب کي پایدار نسو پاتي کیدلای او ملګرو ئې هم دهغه دعضویت مسئولیت په غاړه نسو اخیستلای…” همغه اثر۱۱۳-۱۱۴ مخونه

ولی ځلمی دپښتون صاحب دزوی(نصیر هنر پښتون ( له خولې لیکي چی:”…پښتون در برخي موارد سخت عصیانګر، تسلیم ناپذیر وسازش نا پذیر بو ده است واین عناصر اکثراً موجب از دست داد ن شانس های مهم وي شده است”.

محمد رسول پښتون ته دهرډول لوړو چوکیو چانس و او دی لویو لویو ماموریتونو ته ورغلی هم دی. خو دا چي دغه ټول ماموریتونه ئې ولي او دڅه لپاره له میاشتو وروسته پریښي دي. نه ئې ده کوم دلیل ویلی او نه نورو څیړونکو دغه برخه ژوره څیړلی ده.

که دده د دومره پریمانه لویو او وړوڅوکیو د خوشي کیدو او یا ورنه لري کیدو برخه څیړل شوی وای نو لږ تر لږه به تر هر څه د مخه د وخت دفساد او استبداد څیره تاریخ ته بربنډه شوی وای. داخبره ډېره د منلو وړنه ده چي وايی دهغه طبیعت او نصیب همداسي جوړ شوی و. او له دی خبری چي تیرشو نه محمدولی ځلمی او نه هم د وېښو ځلمیانو کوم بل غړي داخبره کوي یا ئې کړیده چي محمد رسول پښتون د وېښو ځلمیانو بنسټ ایښو د ونکي وي. نوربیا

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistn

 

وېښ ځلمیان

”جوانان بیدار”

 

( ۳۳) برخه:

زموږ په هیواد (افغانستان) کي د پیړیو پیړیو راپدې خوا چي هر افغان د ظلم، تیري، خیانت او خائین په وړاندي د اعتراض په توګه ږغ پورته کړی دئ، بیله درنګه انګریز او دهغو د پلویانو هغه (کس او یا ډله) د کًفر په تور متهم کړېده ، زورولیده حتا وژل سوېده. مګر د هغو خلګو په خاصه شاهانو په باب  چي شپه اورځ به یې د ولس په وژلو، فساد، جاسوسیو  او بد اخلاقیو(فاحشا)  تیرول هغو ته به د هیواد  په ټولو مسجد جامعو کي د ښه روغتیا اوږد ژوند لاسونه پورته کیدل، دساري په توګه ( امیر حبیب الله د خپلي پاچهی په ټوله دوره د ځان د ساتیري لپاره300ښځي ساتلې.امیرحبیب الله یو ځل انګریزانو کلکتي ور وغوښته چي بیا یې په هند کي د توپونو د ډزو په مراسیمو کي ګډون وکړ او هرکلی یې وشو. د افغانستان پاچا په دې سفر کي هم  شپې له ښځو سره په ساعت  تیري روږد سوو، په ځانکړي ډول ده له دوو انګریزو ښځو سره د یارانې تارونه و غځول….. ده به شپې په عیاشیو رڼولې، یو نوکر ورسره ووچي د  ورېښمو په کڅوړه کي یې جواهر ګرځول، امیر به له دغي کڅوړي څخه جواهر  د خپلې خوښي ښځوته ورکول).دا وه زموږ اسلامي پا چهان او هغه مو نوکر ملایان چي خطبې به یې پر ویلې.

 

را ځو وېښو ځلمیانو ته ښاغلی شا محمود حصین صاحب لیکي: ” هغه وخت چي ما د خپلي ماستری تیزس لیکی نو له عبدالهادی هادی توخی، محمد ابراهیم خواخوږی او آن استاد عبدالشکور رشاد سره مي مخامخ لیدنی درلو دلی. دهاد ی صاحب کورته چي په خیر خانه مینه کي و ورتلم، خواخوږی او رشاد صاحب مي همدلته لیدل او یوځل هم په نوی ښار کي د خواخوږی صاحب کورته ورغلم او په همغی لیدنه کي خواخوږی صاحب داستاد علامه عبدالحی حبیبی ”نفثته المصدور قرن بیستم یا خلیلی نامه به جواب حبیبی نامه” چي دحبیبی صاحب په خپل خط وه په دې هیله راکړه چي یو وخت ئې چاپ کړم . په هر صورت د وېښو ځلمیانو دغو دري سره مشرانو هیڅکله هم دا نه ویل چي محمدرسول پښتون د وېښ ځلمیانو بنسټ ایښو دونکي و.

هغه وخت چي د وېښو ځلمیان رساله ” جمعیت وېښ ځلمیان ” چي زما لیکنه وه په ګسستتنری چاپ خپره شوه لومړی اعتراض د محمد دین ژواک و. دهغه اعتراض داو چي ولي دده نوم د وېښو ځلمیانو په نوم لړ کي نه دی راغلي. ما ژواک صاحب ته ډېر ژور احترام درلو د . یوه ورځ دلیکوالو په انجمن کي ور سره مخ شوم او ږدي خبری مو وکړی . هملته هم د محمد رسول پښتون په نقش خبری راغلی . ژواک صاحب داخبره چي د وېښو ځلمیانو بنسټ دی محمد رسول پښتون ایښی وي په رټه رد کړه. له دی سره سره محمد علم بڅر کي چي د وېښ ځلمیانو یو پیژندل شوی غړي و او او ږده جیلونه ئې هم وګالل په ښکاره لیکي چی: ” ښاغلی عبدالحی حبیبی، محمد رسول پښتون، محمد ابراهیم خواخوږی، عبدالرزاق فراهي، او هم نیک محمد خان پکتیانی او غلام محی الدین زرملوال په موسسینو کي نه وشامل البته دجمعیت غښتلی او دافتخار وړ ملګری وو”وېښ ځلمیان، محمد علم بڅرکی۱۳۹ مخ

داخبره هم د یادولو وړ ده چي ډېر لیکوال او څیړونکي عبدالحی حبیبی هم د وېښو ځلمیانو له مشرانو څخه ګڼی . دا خبره ډېر ثبوت نه لري. نه یواځی میر غلام محمد غبار په افغانستان درمسیر تاریخ د ویم ټوک کي عبدالحی حبیبی دپارلمان داپوزیسیون د ډلي په ویش کي عبدالحی حبیي په هغه ډله کي را ولي چي په کوم حزب پوري نه و تړلی.

اوکه  نه یم تیر وتلی بڅر کي هم حبیبی یواځی په افتخاری غړو کي را پیژني. ما په همدې هکله د خپلی رسالی دلیکنی په مهال له عبدالله بختانی سره چي د وېښو ځلمیانو یو تکړه غړي و مخامخ لیدنه او اوږدی خبري در لو دلې. هغه کیسه کوله چي د وېښو ځلمیانو کلنۍ غونډه په کابل کي جوړه شوه. دی غونډی ته حبیبی او شمس الدین مجروح هم راغلی وو. دغونډی په پیل کي د وېښو خلمیانو ډېر ځوان غړي محمد موسی شفیق پورته شو او نیوکه ئې وکړه چي حبیبی صاحب او مجروح صاحب خو د وېښو ځلمیانو مرامنامه نه ده امضأ کړي نو دوی ولي په غونډه کي برخه لري.

دا وخت حبیبی صاحب پورته شواو غونډی ته په ټول احترام ئې وویل چي زه ستاسو غونډی ته له یوی برنامی سره راغلی یم . که تاسو وخت راکړۍ هغه به تاسوته وړاندی کړم که موخوښه شوه نو لاره به مو یوه وي او که نه زه به په خپله لار لاړ شم. له هغه پس شمس الدین مجروح پورته شو او یواځی دا خبره ئې وکړه چي زه د خپلی وظیفی له مخي راغلی یم. مجروح هغه وخت دقبایلو لوی مدیرو.

ګل آغا احمدی وردک په خپل اثر ” محمد ارسلان سلیمي دافغانستان پیاوړی څیره” کي لیکي چي : د وېښو ځلمیانو منشي عبالروف بینوا و. داسي ښکاری چي دغه څه ئې د محمد ولي ځلمی له لیکنو څخه را اخیستی دي. میر غلام محمد غبار هم همدغه خبره یادوی خو د وېښو ځلمیانو تشکیلاتی جوړښت د منشی دشتون خبره نه لري .

په دې برخه کي غبار سره له دې چي د وېښو ځلمیانو، وطن او خلق دجوړښتونو او برنامو په هکله او ږدي څرګندوني لري خو بیا هم داخبره کوي چي د وېښو ځلمیانو او وطن ګوند مشران د دې واک لري چي دغه خوځښتونه ددوی غړي او مرامنامی نورو نسلونو ته وړاندي کړي.

دغبار په ورکړل شوی نوملړ کي نه ارسلان سلیمي لومړی څوک دی او نه هم محمد رسول پښتون. دغه شان غبار دګل آغا احمدی وردګ یا محمد داؤد مومند په شان دنور محمد تره کي نو م د وېښو ځلمیانو له نوملړ څخه نه باسي. تاریخ نورو نسلونو ته لیکل کیږي. لیکوال او څیړونکي ئې حق نه لري د خپلی کینی، نفرت، غرض یا مرض له مخي دتاریخ غړي ور پرې کړي . دا له تاریخ او راتلونکو نسلونو سره یوه نه بښوونکي جفاد ه.

ددی لیکني په وروستیو کرښو کي یادونه کوم چي د” جمعیت وېښ ځلمیان” رساله چي لیکونکي ئې زه (حصین ( یم . زماد ماسترۍ د دورې تیزس و چي د کابل پوهنتون او دعلومو دآکاډمۍ د ډیرو او چتو استاد انو او پوهانو په یوه لویه ناسته کي ورنه دفاع شوی. په دغه تیزس کي برسیره پرمخامخ مصاحبو، لیدنو او خصوصی یاد ادښتونوله ۲۳ چاپی منابعو څخه ګټه اخیستل شویده.

دلیکنی په بهیر کي له عبدالهاد ی هاد ی توخي، ابراهیم خواخوږی، محمد ولي ځلمی، صدیق الله رشتین، عبدالله بختانی سره زما لیدنو کتنو ډېر څه راکړل دغه شان داستاد سید سعدالدین هاشمی یاد دښتونو ماته ډېر ه مرسته را ورسوله.

زه نه وایم او داحق هم ځانته نه ورکوم چي دغه رساله دهرډول کمزوریو تشه وښيم خو باور لرم چي د وېښو ځلمیانو په هکله یوه دپام وړ رساله ده. لوستونکي او مینه وال کولی شی دغه رساله هم داستقلال د ویب پاڼی اوهم دنعیمی د ویبپاڼی په کتابتون کي وګوري. دهمدغی رسالې په ۴۸ مخ کي راځي چي:

”دیوه واحد او یوموټي سیاسي سازمان په توګه د وېښو ځلمیانو دجوړښت په هکله او دا چي بنسټ اېښونکي او طراحان ئې څوک وو او چیرته ئې لومړی بنسټ کیښو دل شو، په ډېر تأ سف ډېر د نظر اختلافات شتون لري داسي چي له ټولو هڅو سره سره مي ددغه خوځښټ د وه تنه ژوندی مشران هم په یوه خبره ونه موندل. عبدالهاد ي هاد ي او محمد ابراهیم خواخوږی ټینګار کوي چي لومړی بنسټ ئې په کندهار کي ایښودل شوې او موسسین ئې محمد رسول پښتون، کاکا محمد انور خان، قاضي بهرام، غلام جیلاني الکوزی، عبدالهاد ي هاد ي توخي عبدالصمد خان کاکړاو عبداخالق خان واسعي وو.

پوهاند محمد حسن ضمیر صافی بیا په دې باور دی چي لومړی بنسټ ئې په ننګرهار کي قیام الدین خادم، غلام حسن خان صافي، صدیق الله رشتین، محمد ګلاب ننګرهای ګل پاچا الفت او نورو ایښی دی.نوربیا

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistn

دعـطا تُـرک او امـان الله خان مقـایــسـه

لیکونکی ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار

13.5.2017Amanullah khan og Kamal Atatork
افغانستان او ترکیه د سیاسي اقـتصاد په تله کې

نـنــتــوځ
کله چې یو واکمن په یوه ارته سیمه کې برلاسی وي او په بیلابیلو ولسونو یې د خپلې واکمنۍ وزرې خپـرې کړې وي، دغه حالت امـپـراتوري ګڼل کـیـږي. عـثماني امپــراتورۍ (۱۲۹۹تر۱۹۲۲زییز) د خپل قدرت په جګ پـړاو(۱۶تر۱۷زییزه پیـړۍ) کې په درې قارو کې خپل حاکمیت خوندي کړی و: په سهیلي-ختیز یورپ، لویدیـزه اسیا، او شمالي افریقا کې؛ ۲۹ولایتونه او ګڼ شمیر رعیتونه (ریاستونه/تیولونه) یې لرل. دغې امپراتورۍ ټولـټـال څه دپــاسـه شـپـږ پـیـړیو(۱۲۹۹ تر ۱۹۲۲زیـیز) په اوږدو کې د خـتــيزې او لویدیــزې نړۍ راشه درشه پاللې وه او پلازمینه(مرکز) یې قسطنــطیـنـیــا وه چې وروسته یې نوم په اسـتامــبول واړول شو. د «سـتر سلیمان» (سلیمان دَ مګنيــفـیسنت: ۱۵۲۰تر ۱۵۶۶زییز) په مهال، دغه امپراتوري د رومن (بـیزنتین) امپراتورۍ اسلامي ناسـتـنه وه. عثــماني امپراتوري د لومړي عثمان په اراده رامینځته شوې وه. ټول ټال د عـثـماني امپراتـورۍ موخه(هدف) دا و چې د نـورو خلکو خاوره ونیـسي، اسلام خپور کړي او له غـیرمسلمان اتباعـو نه مالیات واخلي. غیر مسلمانان په خپلو دیني چارو کې خپلواک وو.
د څـو ښځـتـوب سره علاقه، میراثـي واکمني او د دنـیـوي علومو (سـایــنـس ) ســره بې تـفاوتي هــغـه عـوامـل وو چـې عــثـمانـي امـپـراتــوري یـې ټـکـنـۍ (کـمزورې ) کړې وه. عـسکـر کمال عـطا تـرک (۱۸۸۱تر ۱۹۳۸) او فکـــري ملګـرو یـې د خپل بې وســه شـوي هـیواد د بی واکۍ او څـپـرځي حالـت نـشـو زغـمـلی. ځوان شوروي نظام یې ملاتړ کاوه. خو لــویدیــز يي په ضد و.
۶۲۲کلنې عـثــماني امـپـراتورۍ ته ځـغـلـنـده کـتـنـه
پــه اروپا کې د عــیسـوي دیني اصلاحاتو له امــله د کاتــولـیکانو او پـروټيســټنـټـانو (معـترضینو) ټکرونه د عـثمانیانو په ګټه وو. عــثـماني واکمنان د دین په څنګ کې سیاسي هم وو ځکه چې په فاني نړۍ کې واکمنان وو. د دغو سلطانانو کرغیـړنتیا په دې کې وه چې څو میرمنې او ګڼ شمــیر   ځامن به یې لرل. د سلطان له مړیـنې وروستـه به یې مشر ځوی واکمـن کیده او هغه به نــور وروڼه له میـنـځه وړل. له دې امله به لږترلږه بلـقوه پټه کورنۍ غلیمي روانه وه. (په افغانستان کې د احمد شاه بابا لمسیانو هم د یو بل ککرۍ ماتې کړې وې. څو ښــځتوب په عادي اسلامي کورنیو کې هم د بدبختۍ زړي کري. سپیـڅلی اسلام باید په معنویاتو وچلـیـږي، نه په مادي او لــذتي خـوښیــو!).د ګڼ ښځـتوب سره میــنه، مـیراثـي واکمني، او د دنـیـوي علــومو سره بې تـفــاوتي هـغـه څه وو چې عـثـمانـي امـپراتــوري یې د بې کـفایـتۍ په ټــغـر کښینـولې وه!
د امریکې په کـشـف (۱۴۹۲) سره اروپا ته شـتمنۍ جاري شوې او د ټکنالوجۍ او عسکري تقویې ته یی لار هواره کړه. په اروپا کې له صنعتي انقلاب (۱۷۶۰تر ۱۸۴۰زییز)راوروسته د اروپایانو لپاره د دې زمینه برابره شوه چې خپل اموال په عثماني امپراتورۍ کې په جګه بیه خرڅ کړي. عثماني امپراتوري د سرو زرو او سپـینــو زرو په کمـښت اخته شوه. په عثماني امپراتورۍ کې په سپـیـنو زرو(نـقره) متکي پـولي نظام د امریکې په کشف سره ولړځید او د پیسو پـړ سوب (پولي تورم) په کلک مشکل واوښت. د عثماني امپراتورۍ پوځ او فني صنعتګران د مشکلاتو سره مخامخ شول. کرهـڼه هم ټکنۍ (ضعیفه) شوه. بالمقابل، په لویدیزه نړۍ کې بدلون او پرمختګ رامینځته شول: نوې ټکنالوجي، ژور سیاسي اصلاحات او روښانـفـکره ویــښتیـا هغه ارزښتمند بدلونونه وو چې د ۱۷ پیړۍ په اوږدو کې او د ۱۸ پــیـړۍ په پیل کې ورته د عثماني واکمنانو پام نه و راګرځـیدلی.
په ۱۹ زییزه پـیـړۍ کې په عثماني امپراتورۍ کې دسلطان عبدالحمید او سلطان عبدالعزیـز له خوا   د «تنظیمات»(بل شان تنظیم/ رې اورګنایزیشن) په نوم نوښتګــري پیل شوه(۱۸۳۹ تر ۱۸۷۶) . دغه اصلاحات په دې راچاپیر وو چې د زاړه(روحاني -دیني نظام) د اصولو په ځای یو نوی غیردیــني -مـدني نظام رامـیـنځـته شي چې د هـر ډول هــیوادوال(مسلمان او غیر مـسلمان) حقوق پکې خوندي شوي وي. د تنظیمت خوځښت د سیکولاریـزم په پَــل پاپۍ واخیستلې، خو زر د مسلمان او غیرمسلمان دیني عالمانو له خوا ورسره ضدیت وښودل شوـ دلیـل یې دا و چې هغـوی پکـې د خپل قـدرت په وړانـدې ټـکـر لیـده. په دې ډول عــثمانی سلـطـنت په عـسکـري، اقـتصادي، او علمي-تخنیکي لحاظ ټکنی شو. یانې د امریکې له کشفه( ۱۴۹۲م) او په انګلیستان کې له صنعتي انقلابه(چې د لاس زور د ماشین په زور واوښت: ۱۷۶۰ تر ۱۸۴۰م)، د تولید اندازه، د تولید ګړندښت، او د تولید مناسبات غښتلي شول. خو په ختـیز او لویدیز کې د قواو اڼـډول په بل مخ واوښت. په عثماني امپراتورۍ کې د ۱۶پـیــړۍ له پای راوروسته عموما داسې واکمنان رامیــنځته شول چې د عقل او لوړ شخصیت څـښتنان نه وو. په ۱۷م پیــړۍ کې عثمانیانوپه اروپا کې د هابسورګ واکمنۍ په وړاندې جګړې وبایللې او د ماتې تړونونه یې لاسلیک کړل. دغو ماتو او تړونونو د هابسبورګ د برلاستیا جڼـډه لکه کړه. د هابـسبورګ پخوانی پایتخت د ویـانـا ښـار و. وروسته د هابسـبورګ نوم په استریا -هنګري امپراتوري واوښت(۱۸۶۷تر ۱۹۱۸) او پلازمینه یې پـراګ شو. له ۱۷۶۸ تر ۱۷۷۴ د عثمانـیې او روســیې جګړې پیښې شوې. خو روسانو دجګړې ډګر وګاټه. په پایله کې یې کریـمـیا(چې په غټه کچـه مسلمانان پکې اوسیدل) خپلواکه شوه، خو وروسته د تزاري دولت په تصرف کې ورغله. سر بیره پر دې عثمانیې د تورې بحیرې انحصار هـم وبایلود، او روسیـې دا حق لاس ته راوړ چې په عثمانیه کې د عـیسویانو محافظه وي. په ۱۷۹۸زییز کې فرانـسـوي ناپلـیون بوناپارت په مصر یرغل وکړ. دغه اسان بري د عثماني امـپراتورۍ ناچله تصور میده کړ اوپه دې ډول یې یورپ لاپسې زړه ور کړ چې په راتلونکی کې فتوحات وکړي. په ۱۸۳۰م کې یونان د اروپایي مداخلې له برکته د عثماني امپراتورۍ له منګولـوراووت. دا چې اروپایي تولیــدات هم ارزان وو او هم یې کیفیت جګ و،محلي عثماني تجارت ته یې پاټک واچاوه. ټکنالوجیک پرمخـتګونو د غـرب په کرهـڼه کې بدلون راوستلی و، خو په عثماني امپراتورۍ کې کرهـڼه ابتدایي وه.عثماني بزګرانو خپل کلي پـریـښودل ، ښارونو ته لاړل او هـلته د نــوکرانـو یا پاکوونکـو په وظیفـو کې ولګیــدل.
د «سـتر سلیمان » د ۴۶ کالونوعثماني سلطنت په مهال(۱۵۲۰تر۱۵۶۶م) په یورپ کې د جرمن نژاده دیني عالم(مارتین لوتر:۱۴۸۳تر ۱۵۴۶م) له خوا دیني اصلاحات(پروټـیسـټنـټ ریفورمیشن) رامیـنځته شول. ستر سلیمان د عیسوي دین د دغـو اصلا حاتــو پلوي و. عیسویت په دوه بر خو ووېـشل شو: پخواني کاتولیکان او نوي اعــتراضـچـیان. مارتین لوتر هم غوښتل چې په اسلام وپوهـیـږي. د تاریخي الـهـیاتو ډاکتر پوهـندوی ادم فرانسیسکو کاږي چې: «وړاندې له صلیبي جګړو او د هـغوی په مــهال په ټول لویــدیـز یورپ کې د اسلام تجـسـم که په بشـپـړ ډول جعلي معرفي شوی نه و، نو کلک تحریف شوی خو و.» ولولئ:

Dr. Adam S. Francisco, Martin Luther and Islam: A Study in Sixteenth-Century Polemics and Apologetics. Leiden and Boston, 2007, p. 9.

Thomas King, “Exposing Martin Luther’s Love Affair with Islam. [Shoebat: 27/12/2013].
د امریـکې د خپلواکۍ له اعلامې نه ۱۱ کالونه وړانــدې په ۱۷۶۵ زییز کې ټامس جفرسن (۱۷۴۳تر۱۸۲۶م: په ۱۷۷۶کې د امریکې د خپلواکۍ د اعلامیې لیکونکی، او دریم ولسمشر ۱۸۰۱تر۱۸۰۹) قـرآن مجید لاسته راوړ. د روڼ آنـدي جفرسن په زیار، د امریکې نور موسس نیکونه دې پایـلې ته ورسیدل چې په امریکا کې دې پـروټـیسـټــنټ ملت رامينځته نشي. دغه قرآن مجـید د کانګرس کتابتــون د «نادرو کتابونو» په برخه کې ساتل شوی دی. قرآن مجيد په اروپا کې له دیني اصلاحاتو راوروسته، د اعتراضچیانو لپاره په اروپـا کې او د ۱۷/۱۸ پیړیو په امریکا کې مهم و. د ۲۰۰۷ په جنوری کې د امریکې د کانګرس د ولسي جرګې غړي کیت آلیسن په محرمانه   ډول د جفرسن په قرآن مجیـد قسم وخوړ. خو ځینو متعصبو امریکایانو تاوترریخوالی وښود. دا چې جفرسن به قرآن مجید څومره لوستلی وي، څه به یې ورنه زده کړي وي، معلومه نه ده. خو دا څرګنده ده چې د هـغه په کتابتون کې د قرآن مجید ساتــنـې، د ټامس جفرسـن دیني زغم، د اشتمال شـعـور، او د هــغـه مترقي دریځ په ډاګه کوي! ولولئ د امریکې او د اسلام د تاریخ پوهاندې کتاب:

Denise A. Spellberg, Thomas Jefferson’s Quran. Islam and the Founders. New York: Alfred A. Knopf, 2013
د منځنیو پـیـړیو له پای وروسته نوې سوداګره طبقه رامیـنـځته شوه. د دغه بدلون پـه محیط کې دا نظر راوټوکیده چې کلیسا باید د هـیواد په دولتی-حکومتي چارو کې لاسوهـنې ونـکړي. یانې په نوي چاپیریال کې دې غـیردینـي موضوعګانو او ګټو ته هـم پاملرنه وشي. عـثمانیانو په ۱۹ پیـړۍ کې یو شمیر افسران یورپ ته د زده کړې لپاره ولــیــږل. خو کله چې خپل هـیواد ته راستانه شول، لیـبرال (آزادي طلب،روڼـفــکره) مفکورې یې د ځان سره راوړلې. دغو نوو مفکورو په عثـمانیه کې د مفـکورو ټکر راولاړ کړ. «ځوان ترکان» د دغه شـعوري بـدلون له لارې د اغــیز لاندې راغلل او په خپل هیواد کې د یــوې داسې سیاسي ټولنې او سیاسي نظام په غوښتنه کې شول چې دیـن به پکې برلاسی نه وي. په دغه ډول مادي- دنیوي (غیردیني/سیکولر) جوړښت کې ساینـس(عِــلم) د دین په څنګ کې ځای ونیو.
سړۍ په احتیاط سره ویلی شي چې ښایي په جرمني او ورپسې په فرانسه کې د ۱۶ زییزې پیــړۍ له «دیني اصلاح»(پروټیسټــنـټـیزم: اعتراض/تجـدد) نـه به د سیکولریزم الهام لومړی د ۱۹ پـیـړۍ په انګلستـا کې راولاړ شوی وي. له دې بحث نه د یو ایراني دیـنـپوه په وینا داسې هـم پوهـیدلی شو چې :«چیزی را که مربوط به این دنیا و بی ارتباط با مسایل دینی و اخروی باشد- سـیکـولـریزم است.» د عثمانیـې څلور دېرشم سلطان عبدالحمید نږدې ۳۳کالونه واکمن (اګست ۱۸۷۶تر اپرېـل ۱۹۰۹) او له۱۸۴۲تر ۱۹۱۸ ژوندی و. هغه که له یوې خوا زورواک و، نو له بلې خوا یی «تنظیمات»/اصلاحات رامینځته کړل. د دغو لڼـډ مهاله سمونونو له ډکون نه هغه قوه راووتله چې د سلطان عبدالحمید واکمني یې رانسکوره کړه. سلطان یو داسې اساسي قانون راووېست (۱۸۷۶م) چې د افرادو حقوق پکې بې له تبعیضه خوندي شوي وو او د هیواد هرتبعه پکې «عثمانی» ګڼل شوی و. دغـه اساسي قانون د سلطان دوهم عبدالحمید د مترقي افکارو مهمه نمونه وه. هغه په اسلامي نړۍ کې تقریبا هغه رول لوباوه چې پاپ په عیسوي نړۍ کې په واتیکان کې لوباوه. سلطان دوهم عبدالــحـمید به اسلامي عزتمندان د نړۍ له هر ګوټ نه خپلې ماڼۍ ته رابلل. یو له دغـو عزتـمـندانو نــه سید جمال الدین افغاني و.

سید جمال الدین افغانی(۱۸۳۸تر۹مارچ ۱۸۹۸) په ۱۹پیـړۍ کې د اسلامی تجدد «پلار» په ۱۸۷۰کې مصر او استانبول ته لاړ. په استانبول کې د منورینو له خوا(چې د «تنظیمات» په نوم اصلاحاتو کې یې رول لوبولی و) د هغه تود هرکلی وشو. د یو مفکر او فعالګر په څیر د افغاني شغل په اسلامي نړۍ ژور اغیز لاره، او تر نن پورې د هغه نړۍ لید د ځینو مسلمانانو لپاره د الهام چینه ده خو د نورو لپاره د کړکیـچ. د اسـلامي نـوښتګــرۍ لپاره د افـغــانــي پـروژه په دې مــفکوره ولاړه وه: مسلمانان په عنعنوي اسلامي کلتور کې ښکیل شوي دي، خو د لویدیـزې نړۍ علمي او تخنیکي بریالیتوبونه مسلمانانو ته بـلــنه (چلیــنج) ورکوي چې د حل لار ولـټوي! یعنې اصلاحات او تجــدید د اسلام د بقا لپاره حتمي دي. سید جماالدین افغاني مـټـریالیزم (مادیت)غندي ځکه چې د دین او بشري ټولنې غلیم (دښمن) دی. افغاني د قرآن مجید په دې آیت اتکا کوي: الله د یو ولس په وضع کې بدلون نه راولي، خو دا چې په ځان کې بدلون راولي. سید جمال الدین افغاني د فرانسوي عالم اِرنیست رنان(۱۸۳۲تر۱۸۹۲زییز) سره موافق دی چې ټول دینونه لږ و ډېـر دعلمي او فلسفوي حقیقت په پوهه کې د «آزاد تحقیق» سره ټکر لري. افغاني غلی شان په دې پوهــیـږي چې روڼ آندتیا(تنویر) په لویدیزه نړۍ کې انسانان د کلیسا له سرټـیـټۍ نه راویستلي دي،او له دې وروسته انسانانو د پوهې په لار کې غټ ګامونه پورته کړي دي. ښایي افغانـي به هم د مسلمانانـو لپاره دغه ډول خوب وینـي؟ په مسلمانو باندې سید جمال الدین افغاني ټینګار کړی و چې له موجود کرغـیـړن حالت نه د راوتلو لپاره دې په ځان کې بدلون راولي. په ټول افغانستان کې باچاخان فخرافغان، او په برتانوي هـنــد کې مولانا ابو الکلام آزاد او جواهـر لال نـهـرو د روښانـفـکر مسلمان سید جمال الـدین افغان د ټیـنګار په قـدر پوهـیـدل!

دوه پیـښـو د عثماني سلطنت ۶۰٪ نفوس خوړلی و: د روسيې سره د عثمـانيـې جګړې، او داچې عثمانيـې مصر او ټونیس یې لویدیزو قدرتونو ته بایللي وو. په ۱۸۷۸م کې روسانو د عثمانیانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، او عثماني دولت مجبور و چې د جګړې تاوان (۲۴ بیلیون کوروش ) د سلو کالونو په اوږدو کې روسيې ته ورکړي. دغې ماتې او دغه تاوان عثمانیه ډېـره ټکنۍ کړې وه. دولتي پور(قرض) کله ناکله د ټولو عایداتو نـږدې اتیاسلنې(۸۰٪) خوړلې وې. عثماني صنایعو د لویدیزو صنایعو د غټو تولیداتو سره سیالي نـشوه کولې. عثمانیې یواځې د دې تومنه لرله چې اروپا ته خپل اومه مواد وړانـدې کړي او هلته جوړشوی سامان په خپل هـیواد کې استهلاک کړي. د ۱۸۷۷تر ۱۸۷۸م جګړې له امله په سلګونو زره کډوالان استانبول ته راغللل. عثماني سلطنت دوه نور مشکلات هم لرل: په بالکان کې د نیشنلیزم راپورته کیدل، او د عنعنوي ټولنې په وړاندې د موډرنیزم (نوښتګرۍ) راولاړېـدل. سلطان عبدالحمید په ۱۸۷۸کې پارلمان منحل کړ او قدرت یې په خپل لاس کې ونیو. د ولس سره د تماس لپاره یې «مـبـین» (د تماس خلک) مقرر کړل چې د هغه غوښتنې د دولت مامورینو ته ورسوي. مشر مباین (۱۸۷۸تر ۱۸۹۷زییز) غازي او جنرال عثمان پاشا و. سلطان په ۱۸۸۱کې د استانبول پوهنتون وتاړه. د ولس د دیـني او ساینسي تعلــیم لپاره یی خپلې شخصي پیسې هم لګولې وې.

سلطان دوهم عبدالحمید په ملکي او عسکري ساحو کې علم ته ډېر خدمت وکړ او جرمني او فرانسوي استادان یې راوغوښتل. په ۱۹۰۰م کې یې د استانبول پوهنتون بیا پرانیست او لاندې پوهنځي پـکې رامینځه شول: ریاضیات، جسمي علوم، دین، او ټولنــیز علوم. د ټیټې طبقې زوزات په علم او د دولت په اداره کې د برخې خاوند شو. دغه نوي ظرفیت سیاسي فعالیت ته لار هواره کړه او بلا خره یــې د «ځـوان ترکانـو» په انقلاب او پخپله د سلطان دوهم عبد لحـمید د سلطنت په رانسکورولو کــې (۱۹۰۹زییز) برخه واخیستله.

د پينځلسمې زییزې پیړۍ په اوږدو کې ارمینیا په عثمانیه کې جذب شوې وه. په ترکیه باندې تور لګیدلی دې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې یې( له ۱۹۱۵تر ۱۹۱۷) شپـږ سوه زره تر یونیم میلیون ارمنیان وژلي وو. د دغې دعوې حل دقیقوـ بې طرفه مطالعاتو ته اړتیا لري. په ماسیچـیوسیټ پوهنتون کې ترکی[المانی ټولنپوه او] مورخ (تنیر توکچم*) د ۲۰۱۷ په اپرېل کې د رابرت سپینسر له خوا اقتباس شوی دی چې: « د تُـرک په حیث زما په ټـینګه عــقــیده، په ترکیه کې ولــسواکي او بشري حــقوق هغه مهال خونــدي کـــیدلی شي چې تاریخ او تباهـکاریو ته مخامخ وکتل شي

*) Taner Akcam quoted in: [jihadwatch.org published 23 April 2017].

مـصطفا کـمال عــطا تُــرک:۱۸۸۱تر۱۹۳۸

د زیـږېــدنې نوم یې مصطفا و. استاد یې ورته د «کمال» نوم ورکړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال(۲۸جولای ۱۹۱۴تر ۱۱نومبر ۱۹۱۸) او د راتلونکې ترکیې لپاره د دغې جګړې د کرغیـړنو نـتـیجو په مهال د عطاتـــرک شخصیت او ابتکار مهم وو.

لومړۍ نړیواله جګړه له ۲۸ جولای ۲۰۱۴ تر ۱۱نومبر ۱۹۱۸ وغځیدله. د عثماني سلطان (پـیـنـځم محمد / پینځه دېـرشم سلطان) او د غربي متحدینو په مینځ کې ډزبند موضوع رامینځته شوه. دغه ۷۳کلن سلطان د ۱۹۱۸ د جولای په ۳ مړ شو. انګریز بحرسالار کالتورپ د عثمانیې د بحري چارو وزیـر رؤف بای د ۱۹۱۸ د اکتوبر په ۳۰نیټه د ډزبـند په تړون قانع کړ. له ۶ میاشتې سیاسي تشې وروسته، د هغه ورور شـپـږم محمد د متحدیــنـو د چترۍ لاندې اخري (۳۶)عثماني سلطان شو، په ۱۹۲۲ کې له سلطنت نه لرې شو او په دې ډول عثماني سلطنت پای ته ورسید. هغه وتښتید او په ایټالیه کې په۱۹۲۶م کې   په حق ورسید. له ډزبند وروسته، په عثماني واکمنۍ کې دیني شخړې، غلاګانې، شوکـې، او جنګ سالارۍ رامیــنځته شوې. [دغې رټــلې وضعـې ما تــه هغـه کابل – ګيرکه او اسلام -چورکه سړک الطوایفي را په زړه کړه چې د ملي ارمان وژونکې ډله(اتحاد شمال) یې په سر کې ولاړه وه(اپرل۱۹۹۲تر سپتمبر ۱۹۹۶). ولولئ: سمسور افغان، دویمه سقاوي. خپرندوی: دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه-جرمني. لومړی چاپ ۱۳۷۷ل/۱۹۹۸ز. دوهم چاپ ۱۳۷۹ل/۲۰۰۱زییز].

عربانـو د عثماني سلطنت په ضد د لومړۍ نړیوالې جګړې د متحدینو سره ملاتړ وکړ. عـثماني پوځ چې په سوریه او فلسطین کې ماتې خوړلې وه، سوکه سوکه یې ځان د عطا تـرک په کماندو کې تنظیم کړ. عطا ترک په لیبیا کې د ایټالویانو په ضد وجنګید(۱۹۱۱) او ورپسې یې د بالکان په جنګونو کې (۱۹۱۲تر ۱۹۱۳) برخه لرله. د عطا ترک عسکري شهرت هغه مهال زیات شو چې د لومـړۍ نړیوالې جګړې په مهال یی په ۱۹۱۵م کې په دردنیلیس (شمال-غربی ترکیه) کې د متحدینو قواو ته درانه تاوانونه واړول. په منوره مدینه کې د عثماني سلطنت قواو بری نه و کړی او جنرال فخري پاشا د۱۹۱۹ په فبروري کې تسلیم شو. په دغه ډول ګډوډۍ کې د ولس او عسکرو توجه عطا ترک ته راوګرځیــدله(هغه سربیره په عسکري د سیاسي موضوعګانو سره هم علاقه لرله). سلطان د عطا ترک د تکفیر حکم ورکړ. خوهغه د عثماني سلطنت له ماتــې پاتی برخې ته نجات ورکړ. عطاتـرک د خپـلې ډلې سره په اناتولیا(کوچنۍ اسیا) کې یو نوی تــرکي حکومت رامينځته کړ. د ۱۹۲۰ په اپـریل کې ملیګرانو په انقــره کې «لویه ملي غوڼـډه»(ګرینډ نیشنل اسمبلي) راوبلله او عطا تـرک یې خپل مشر وټاکه(دغه لویه ملي غوڼډه د افغانستان لویې جرګې ته ورته برېښي). په ۱۹۲۲کې عثماني سلطنت پای ته ورسید، او په ۱۹۲۳کې په ترکیه کې سیکولر(دُنـیـوي/غیردیني) جمهوریت رامینځته شو. عطا تـرک یې ولسمشر شو. هغه په سپتمبر ۱۹۲۳م کې یوګوندیـز نظام(د خلکو ګوند) جوړ کړ. ورپسې په ۱۹۲۴م کې «مترقي جمهوري ګوند» رامینځته شو. عــطا ترک څوګونـدیـز نظام غـوره ګاڼـه، او د ګاوڼـډیـو هیوادونـو سـره یې د ناپیــیـلتوب سیاست غوره کړ. په ۱۹۳۵م کې یې د «عطا ترک»(د ترکانو بابا) لقب په برخه شو.

عطا ترک (۱۸۸۱تر ۱۹۳۸م ) په بیــوزله(ښایي کوچي) کورنۍ کې زېـږیدلی و. ښایی دیني معلومات یې له خپلې بیـسیوادې مور نه لاسته راوړي وي. هغه په ۱۲کلنۍ کې عسکری لیسې ته داخل شو، هلته د نیشنلیـزم د اغیز لاندې راغی. د اصلاحاتو د منور لیکوال نمیک کمال لیکنو خوند ورکاوه. عطا ترک فکر کاوه چې د رواجي دیني عالمانو او سلطانانو له امله یی هیواد وروسته پاتی شوی دی. عطا ترک په ځوانۍ کې د خپل هیواد د روڼ اندو لیکوالانو(نمیک کمال او ضیا ګوکلپ) د مفکورو د اغيز لاندې راغلی و او په ځوانۍ کې د منورینو د انقلابي خوځښت (ځوان ترکانو) غړی شوی و. هغه په دې باور و چې اسلام د ترکیې پرمختګ ته پاټک اچولی دی. خو ښایي چې د عرب قبیلو لپاره به ښه و. عطاترک د خپل ملت وروسته والی په دوه برخــو کې لیده: په عــثماني سلطنت او اسـلام کې. عطا ترک او نږدې سیاسي او اجتماعي ملګرو یي واکمني په ولکه کې نیولی وه ،او په ترکیه کې سیکــولریزم او جمهـوریت تر دې دمه چلیـږي. شوروي اتحاد نوی ترکي جمهوري دولت په رسمیت وپیژاند. په نوي جمهوریت کې څوښځتوب او جګې رومي خولۍ (چې زوڼـډی یې لاره) منع شوې. نوي حکومت له ۱۰۰۰قبل المیلاد راهسې په ترکیه کې میشت یونانیان (تقریبا ۱،۴میلیون) یونان ته تسلیم کړل او په بدل کې یې له یونان نه ترکان ترکیې ته راوستل چې خپل ولس متجانس کړي او اقلیتي کړکیچونه حل کړي.

R. R. Palmer and Joel Colton, A History of the Western World. New York: Alfred Knopf, 1978, pp 746-750

امان الله خان او عـطا تــرک پـرتـله کـول

دواړه د لویدیز امپریالیزم سره لاس په ګرېوان وو او هریو د خپل هیواد خپلواکي او پرمختګ غوښتل. عطا ترک په ډېره بیوزله کورنۍ کې زېــږېدلی و: مـــور یی (زبــیده حـنیم : ۱۸۵۷تــر ۱۹۲۳ز) کوچـۍ یا د بزګــر لــــور وه او پلار یې علـي رضا افـنــدي (۱۸۳۹تر ۱۸۸۸ز) د ګمــرک کوچنی مامور او بیا لرګي پلورونکی و؛ خو د امان الله خان پــلار پادشاه او مـور یـــې مـلکه وه. د هر یوه هیواد د ځوان شوروي اتحاد له خوا په ګړندي ډول په رسمیت پیـژندل شوي و. عطا ترک په مبارزاتي وضعه کې د خطر له امله انقره خپله موقـته پلازمینه(پایتخت) وټاکله. د امان الله خان پـلار (حبیب الله خان) په ۱۹۱۹ز کې شهید شوی و او امان الله خان په ګړندي ډول ځان په کابل کې پاچا اعلان کړ که څه هم نایب السلطنت نه و. عــطا ترک قـــوي عسکر او ګونـد لــرل. امان الله خان نـه ګــونــد لاره او نــه قـوي عـسکر (عسکر یـې خـفـه وو ځکه چـــې معــاش یې لږ و). عـــطاتـرک د نـوښتګـرۍ یعنې (مادرنـیزیشن) لپاره خـپله څـرګـنده مـفکــوره (سـیکولـریـــزم) لـرله، امان الله خان په خـپل شـډل هـیواد کې د عــطا ترک د کړاندو او د خــپل خسر محمــود طرزي د اغـیز لانـدې و. عطا ترک پــه لـویــدیزکې پــرمختګ په خـپــلو سترګو لـیدلی و او په خــپلواک او نسبتا پـرمخ تلــلي عـثماني سلطــنت کې یې سیاسي فعالیت کولو. اماالله خان په نیم غـوڅ ، نــیم مستعـمره او ډېـر وروسته پاتی بـر افــغانستان کې خپـــلواکي او یــو څـه تــرقـــي راوستله. په ۱۹۱۹ کې د خــپلــواکۍ په جګــړه کې د وزیــرستان او پخـوانۍ پکــتیــا مړنیانـــو د انګریزانو پوځ په ګوڼـډو کړ او په پایــله کې یې باید له امــو تر اباسیـنه ټول افغانستان خپلواک شوی وای. خو د ګـټلي ډګـر د ډزبـند په تــړون کې د ټــول افـغانــستان د خـپــلواکـۍ امـید پنچـر شو. ځکـه خو جـنرال یـارمحمد خان وزیــری پـه خپـل کتاب کې لیکلي دي چې: «زمــوږ مجاهدیـــنو له نظره دا دریـم نـاولی تـــړون و.»- د افـغــانستان د خــپـلواکۍ او نـجــات تــاریـخ. خـپروونـکـی : د افغانـستان د کـــلتـــوري خـــدمتونو اداره. پیــښور ۲۰۰۰،۱۳۷۹لـمریز، مخ ۱۰۳

عطا ترک په خپل نسبتا پرمختللي هیواد کې د ښځو حقوق تامین کړل. خو په شډل افغانستان کې د ښځـو حقـــوق شـړ پاتي شول. عطا ترک زړه ور او منور عسکر و او سرتیري، مترقي او ژمن ملـګــري یې لرل. امان الله خان د دغه ډول تنظیم او ظرفیتونو نه په غټه اندازه محروم و. دعطا ترک مور او پلار غریبان وو. په دغسې ټولـنیزه ورشو(محیط) کې عطا ترک د کلي د خلکو په ژبه او ذهــن پوهـیده. امان الله خان شهزاده او د کابل ښار ۲۷کلن ځوان و. هغه په کلیوال ذهن او د کلي په ژبه (پښتو) نه پوهــیده. د کلي سړي (عبدالغـفار خان مشهـــور په بـاچاخـان او فــخـر افغان) د ښار سړي(امان الله خان) ته سپارښتنه وکړه چې د کلي ژبه   زده کــړي. د کــلي ژبـه یې نوکې زده کـړه خـو د کلي د خلکــو د ژونــد په طرز نه پــوهـیده![ په ســیاست کې د کـــلي د رول په اړه د کابـل پوهـــنتــون پخواني استاد او د ښوونې او روزنې د پوهــنځي پخواني رئیس رڼــاګل اریـــوبزی پوخ نظر لري. ودې شي چې استاد اریوبـزی د کلي د سیاست مـوضوع راوسپـړي او زر تر زره یـې خپره کړي].

عطا ترک مبارز عسکر و. امان الله خان له عرب -عثماني/ترکي استاد نه د کابل په حربي پوهنځي کې زده کړه کړې وه. خو امان الله خان دعسکـري عملیاتو تجــربه نه لرله او پاڅــون یې نه شـو تــم کولی. عطا ترک قوي عسکري نظام لاره. امان الله خان قوي قومــونه لرل، خو په ملاتړ کې یې ولاړ نه وو. عسکرو له امان الله خان نه ګیله لرله، ځکه د هغوی معاش یې ټیټ ساتلی و. عـطا ترک قوي وسلې او د جنګ تجربې لرلې. امان الله خان یـوه هم نه لرله ( هــغه ته ځـوان شـوروي اتحاد یـو څو الوتکې سوغات کړې وې). عطا ترک یو قــوي قوم لاره، افغانستان له قـبیلو ډک و. په ترکیه کې دیني تعصب کم و، په افغانستان کې دیني او مذهبي تعصب زیات و. تر کیــې ۶۲۴ کلنه پـرلپسې عثماني امپراتوري لرله (۱۲۹۹تر ۱۹۲۳ز)، افغانستان د صفویانو او مغـلیانو په مینځ کې ښکیل شوی و. عثمانیت د تُـرکیت لپاره لار هــواره کړه. صفویت او مغـلیت د افغـانیت سره په ټکـــر کې وو. ترکیه په غټه انــدازه په   خپلواکه سیمه کې پرته وه، خو افغانستان د دوه متضادو قدرتونـو(برتانوي هیند او تزاري روسیې/ورپسې شوروي اتحاد) په مینځ کې پروت و. عثماني ترکیې او جرمني په لومړۍ نړیواله جګړه کې د متحدینو په وړاندې ماتې وخوړه او عثماني سلطنـت پای ته ورسید. خو سره له دغه حالته عطاترک له یونان نه خپل قومیان خپل هیواد ته راوسـتل او په ترکـیه کې میشت یـونانیان یې یـونـان ته ولیـږدول. په ۱۹۱۹ کې د وزیرستان او پخوانۍ پکتیا سرتیرو انګریز ته په عسکري جبهو کې ماتې ورکړه، خو لرافغانستان همغـسـې «شمال مغربي سرحدي صوبه» د اسم بې مسما په ډول پاتي شوه. ګـټلی اړخ بایـد خپلې غوښتـنې په بایللي اړخ(انګریزانو)منلې وای! جنرال یارمحمد خان وزیري دغه تړون «ناولی تړون» ګڼلی   و،ځکه چې د ډزبند په موافقه کې د ګټونکو غازیانو سره مشوره ونشوه.

د ترکیې په جمهوریت کې ترکي رسمي ژبه وه. خو د بر افغانستان په درباراو دولت کې فـارسي رســمي ژبــه وه. نه یـــواځې دربارخیلـو، بلکې جمهوریت خیلوهم د صفـویت لار خپله کړې وه. یواځې د خلکیانو (نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین) په تقریبا شل میاشتنۍ واکمنۍ کې(۲۷ اپرېل ۱۹۷۸تر۲۵دسمـبر ۱۹۷۹) او د طالبانو په پـینځه کلـنه واکــمنۍ کې (سپتمبر ۱۹۹۶ تـر اکتوبر ۲۰۰۱) پښتو بلعـمل ملـي او رسمي ژبــه وه. د بـاچـا خان فخـرافـغان په ټـینګار سره امان الله خان (۱۹۱۹تر ۱۹۲۹) پــښتو زده کړې وه، خـو دربار یــې د پخــوا په شان صفــوي مــزاجــه و. دغه حکومتي فارسیتوب په پښتنو کې د پردیتوب احساس راولاړ کړی دی خاصتا په برافغانستان باندې د امریـکې لـه ۱۵ نیـم کـلن یرغـل او نیواک راهیسې(۷ اکتوبر ۲۰۰۱تر ننه). د احمد شاه مسعواو برهــان الـدین رباني د دوهمې سقاوۍ په پیل کې (۱۹۹۲/۱۳۷۱ل) ، د مسعود او په امریکا کې د هغه د ملګرو په هڅه د امریکې مرکزي استخباراتو په خپل کلني کتاب کې د ۱۹۹۲ په نیمایي کې د پښتنو او د هغوی د ژبې احصائیې ډېـرې راټیټې کړېدي.

د عـطا ترک کورنۍ په تقــریبا ټیټه میینځنۍ طبقه کې راتللی شي، په ترکي ژبه غږیدله او مسلمانه وه. عطا ترک په استانبول کې له عسکري پوهنځي نه فارغ شوی و او د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال بریګـډیر جــنرا و. هغه له لویــدیز نه زده کړه کړې وه. خو زړه یې د ترکیې سـره و. د هـغه ژمـنه د یـوې مفکورې (د خپل هیواد د پرمختګ) سره وه،نه د جغرافیایي ساحې سره. هغه د خپلو خلکـو په ژبه غـږېده او د ولس په ژبــه به یې هغـوی ته د مرستې او ملګرتیا بلنه ورکوله. د عطا تـرک ارمان کوم تـش خوب نه و، بلکې هغه خپل هـیواد اوملت په بیــن الملـلي چاپيـریـال، کلتوراو تجارت کې غـښتلی کړ او سرلـوړی یی وساتــه. شــوروي اتحاد (۱۹۱۷تر ۱۹۹۱ز) خپل په خپله ړنګ شو، خو د عطا ترک جمهوریت تر اوسه چلیــږي.

عطا ترک د پاک او شین چاپیریال ملاتړ کاوه. د امــان الله خان په هڅه د ټول افغانستان یوه برخه خــپلواکه شـوه، خو څو ځلې پکې خپلې او پرَدۍ کودتـاګانې او یرغلونه رامینځته شول(۱۹۱۹تر اوسـه). خو د ترکیــې جمهــوري نظام پـینځه عسسکري کــودتــاګانې شڼـډې کړې دي. ترکیه یو قـانـوني دنــیـوي (سـیکــولَـر) جـمهـوریت دی چـې ۹۵٪ مسلـمانــان لري. د ترکیې د جمهوریت عسکري قـواوې تل د مصطفا کمال عطا ترک د دنیوي (سیکولر) اساسي قانون او د دغه نظام د مــوسـس د ارمانونو ساتـنـدوی وې او دي. ترکان د قانوني سیکولریزم او دیـني هویت په مینځ کې ژونــد کـوي. عــطا ترک ویلــي وو چې :« زما ولس بـه د ولسواکۍ اصول، د حقیقت امرونه او د عــلـم (ساینس) تدریس زده کړي

Elliot Ackerman (July 16, 2016) in: [Newyorker.com 26 March 2017].

عطا ترک د ګاوڼډیو هـیوادونو سره د ناپیلتوب اړیکې پاللې. هغه د شلمې پیـړۍ یو هوښیار او مهم مشر او د خپل هیـواد اتل و. د هغـه د شخـصیت په اړه د نړۍ غټانو درناوې ښودلی دی لکه: لویډ جـورج (د انګلـیستان لومـړی وزیر/صدراعظم:۱۹۱۶تر۱۹۲۲)، فــرانکلین روزویلټ (د امریکې ولــسمشـر:۱۹۳۳تر۱۹۴۵)، وینسټـن چـرچـل(لیکوال اود انګلستان صدر اعظم:۱۹۴۰تر ۱۹۴۵؛۱۹۵۱تـر۱۹۵۵) ، دوګـول (فـرانـسوي جـنــرال، او ولسمـشر: ۱۹۵۹تر ۱۹۶۹)، جــان کـینـډی (د امریکې ولسمــشر:۱۹۶۱تر۱۹۶۳)، جــمال نــاصر(د مصر انـقلابـي ،او ولسمــشر:۱۹۵۶تر تر۱۹۷۰)، کـونراد ادناور(د لویدیز جرمني صدراعظم:۱۹۴۹تر۱۹۶۳)، جواهرلال نهرو(د هیند ملي لـیــډر،اود هـــیواد لــومړی ولسمـشراو د بهـرنیــو چارو وزیـر: ۱۹۴۷تر۱۹۶۴)، د ټــونیـس صدراعظم حبیب بورقـیبـه (۱۹۵۷تر ۱۹۸۷)، او نور ډېر.

په ترکیه کې له سپتمبر ۱۹۲۳راهیسې د «خلک ګوند» موجود و. ورپسې په ۱۹۲۴ کې «مترقي جمهوري ګوند» رامینځته شـو. عطا ترک څو ګوندیز نظام غوره ګاڼه. د بري لپارره عطا ترک قــوي ګوند او قوي عسکر لرل. د امان الله خان په مهال افغانستان یو هم نه لاره. د امان الله خان په ضد غـلواک «امیر» حبیب الله کلکانی راولاړ شو. خــو عطا ترک د بچه سقاو په شان خلک په سوړو ننویستلي وو. هغه مهال ماډرنیزېشن (نوښتګري) په افغانستان کې ډیره ماته ګوډه وه، ځکه چې نه یې مالـي او اقـتصادي چــینې لرلې، نه یې قـوي عسکري نظام، او نه یی مسلکي اشخاص لرل. عطا ترک د نوي دولت لپاره دنیـوي دریځ لاره، نه دیني. خو امان الله خان مجبور وو چې د انګریزانو په ضد د «غـزا» په چغه ولس راولاړ کړي. امان الله خان په غزا کې رول لاره، خو په دولــت جـوړولـو کې کمــزوری و. خـو عــطا تـرک په دواړو کې بـرلاســی و. امـان الله خـان نه د پانګـوالۍ (کپیــټلیزم) زور لاره، نه د سوشلیزم، ځکه چې غوڅ شوی افغانستان د متضادو غټو ګاوڼــډیانو په میـنځ کې پروت و. افغانستان د وړلو راوړلو وسایل (اور ګاړی) نه لاره. اقتصاد په ټیټه سویه و او د ولس د شپې سباکولو لپاره یې بسنه کوله.

د ډیـورنډ رټـلي تـړون هم بـر افغانستان له بحر نه غـــوڅ وساته اود هیواد اقتصادي پرمختګ او ستراتجیک مقام ته یې پاټک واچاوه. په دغه افغانستان کې قوي عسکري نظام او ملکي اداره نه وو موجود. د غلواک بچه سقاو لپاره اسانه وه چې تخریب پیل کړي. په عطا ترک پسې هم ځینې ډلې راپورته شوې چې د سیکولر(دنیوي) دولت په ځای خلافت رامینځته کړي، خو هغه دومره ظرفـیت لاره چې مخالـفان او ځینې مــطبوعات محکــمې ته راولــي. امان الله خان په تعلیمي او ټولنیزو اصلاحاتو کې پاتی راغی: د ژوند سویه دومره ټيټه وه چې حتی کلیوالو خلکو ته ښاري ژونـد هم بې دیـني برېـښـیدله!

Andrew Mango, “Ataturk: The Biography of the Founder of Modern Turkey”. Outlook Press, August 2002

Asyaf Hj Rahman, Wan Ibrahim Wan Ahmad, Fadzil Adam, Nooraihan Ali & Daud Ismail, The Consequences of Ataturk’s Secularization on Turkey. [Google.com 29-04-2017].

Justin Vela, “As Turkey Changes, So Does Its View of the Founding National Hero Ataturk”. The Atlantic   27 June 2012.

Don Rauf, The Rise and Fall of the Ottoman Empire. Rosen Young Adult. August 2016

Lord Kinross, Ataturk: The Rebirth of a Nation. Rustem 1985

Stephen Kinzer, Crescent & Star:Turkey between Two worlds. Farrar, Straus & Giroux. Revised ed. 2008

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

  ليکونکې معلم قيوم Political Movements in Afghanistan ((په ډیره مینه   له ستاسو ټولو څخه  دوستانه غوښتنه لرم چي د لیکني غنا د خپلو هیوادوالو سره مرسته ده، نیمګړ تیاوی راپه ګوته کړی. که اوږده لیکنه ولرې په دغه ایمل(aqayum7@gmail.com )کي یې را واستوی.))   وېښ ځلمیان ”جوانان بیدار” (۲۸ ) برخه: دوېښوځلمیانو نهضت په […]

بیا څه را روان دي؟

Istaqlal Afghans foto.

Istaqlal Afghan

ش.حصین

دلمریز هجری څور لسمي پیړۍ په څلورمه لسیزه کې دآسیا په جنوب کې یو ډیر وروسته پاتې ساتل شوی هیواد دپراخیدونکو روښانفکري خوځښتونودرا پاڅیدنې په تاوده مرکز واووښت.دغه هیواد افغانستان و هغه چې اقبال لاهوري ېې په خپل موزون آواز کې دآسیا زړه بولي.په هیواد کې له پاسه دنا پیژندل شوې او نا تعریف شوې دموکراسۍ څه ناسمه خامه او له نورو را کاپي شوې ننداره روانه وه. ددغې نندارې لومړي او تر ټولو مخکې لوبغاړي هغه روښانفکري احساسات وو کوم چې له استعمار ، کورني استبداد او ټولنیزو بیعدالتیو ېې کرکه درلودله او تر ډیره دنړۍ په کچه هغه لوري ته لیوال وو چې داستقلال ، ازادۍ ، برابرۍ او ټولنیز عدالت شعارونه ېې را اوچت کړي وو. داوخت نړۍ دخپل ایدیالوژیک او سیاسي فکري ویش لوړې کچې ته رسیدلې وه. په پرمختللې اروپا کې دغه ویش او ورنه را پاڅیدونکي ټکرونه څه ناڅه ویره وونکي بریښیدل او دوخت ډیرو وتلو متفکرینو له دې سره سره چې ایدیالوژي ګانې ېې دنوو ارزښتونو درا غوړیدو مورینې کڼله خو دایدیالوژیګانو تر نوم لاندې له یو ډول غیر واقعي او په دروغو پوښل شوو ایدیالوژیو څخه کرکه پټه نه وه .همدا و چې په اګزیستانسیالیزم تورن فرانسوي وتلي لیکوال البر کامو په خپل وخت دنړیوالو ایدیالوژیو دمحکومیت خبره را پورته کړه او دوخت امریکایی او شوروي ایدیالوژی ګانې ېې وغندلې. خو په دریمه هغه لویه او له نفوسه ډکه نړۍ کې چې دانوم هم وینستون چرچل پرې ایښی و له ټولیزو، سیاسي سازماني خوځښتونو سره دتفکر او تعقل پر ځای تر ډیره خام او داټکل له توانه وتي احساسا ت ملګري وواو په دې توګه هدفي غوښتنې تتې او شعاري ناري اوچتې او درنې وې. همدغه حالت ټولنه ډیر ژر په دننه او له بهر سره داړیکو په برخه کې له ټولنیزنه پخلا کیدونکي ویش اولیکه لیکه کیدو سره مخ کړه.کین اړخي ، ښي اړخي او منځپا لي هغه چې تر لومړیو دوو ډیر اووښتونکي اودریځ بدلیدونکي وو یو دبل مخته ودریدل. دغه ویش او تقابل دنړۍ زبر ځواکونو ته دخپل منځي سیالیو ډګر پراخه کړ او دټولنې په ځوانو پوړیو پټې او ښکاره پانګونې پیل شوې.دهمدې لسیزې دپای په کلونو کې کابل پوهنتون دمتضادو ډلواو فکري خوځښتونو په تاوده ډګر بدل شو. هلته بنسټپألې مذهبي ډلې دوخت دکیڼ اړخو هغو ډلو په وړاندې ودرول شوې چې دټولنیزو بدلونونو لاره ېې په مذهبي تفکراتو کې نه لیدله او دپراخه فکري او آن عقيدتي آزادیو تر شعارونو لاندې راغلي وو. دغه وخت دکابل پوهنتون په اډانه کې سره له دې چې « اخواني» غوښتنې او نارې سورې دوخت دشرعیاتو له پوهنځي څخه په اوریدو وې او له هغه لورې دنیازی، رباني ، سیاف یانورو نومونه اوغږونه را رسیدل خو څیرې ېې لا ډیرې بربنډې نه وې، دغه وخت لومړنۍ دمصري اخوا ن المسلمین دمشرانو حسن البنأ ، سید قطب ،محمد قطب او نوروپر پلو روان خوځښت په ښکاره او په ډیره ویروونکې توګه دکابل پوهنتون له هغو پوهنځیو څخه را پورته شو چې مخامخ دامریکا دمتحده ایالاتو په روزنیزوپلانو او یا مالي مرستو ولاړ وو. په دې برخه کې دکابل انجینري پوهنځي ته ډیر محصلین دثانوي تخنیک له لارې راتلل هغه ښونځي هم مخامخ تر امریکایی روزنې لاندې و . دکابل پوهنتون دتعلیم اوتربیی پوهنځی چې د« مسلمانو ځوانانو» دفعالیت بل دپام وړ مرکز وهم تر مخامخ امریکایی قیمومیت لاندې واو دامریکایی فرانکلین موسسې سیوری لا پرې پروت و.ددغو دوو یادو پوهنځیو اخواني خوځښت دومره ژرپراخه او وپړسول شو چې نور نو دشرعیاتو دپوهنځي غږ په لویدو شو. دهغه وخت دکیڼ اړخه خوځښتونو تر ټول لوی خوځښت ددموکراتیک خلق خوځښت و. ددغه خوځښت ډیرو وتلو کادرونو چې هغه وخت دانجینرۍ دپوهنځي محصلان وو لکه ماما رؤف ، جلال ، عمر اونورو به تل دا نارې وهلې چې امریکايي ښوونکو دګلبدین حکمتیار، عمر او حبیب الرحمن په شان ډیرې خطر ناکې څيرې ډیرو ویروونکو پیښوته روزلي او را مخته کړي ېې دي. دغه څیرې دومره په پوهنځي کې نه وي لکه چې په سفارت او ور پورې تړلو امریکایی فرهنګي مرکزونو کې .دغه شان دتعلیم اوتربيي دپو هنځي اخواني خوځښت هم دیوه بل حبیب الرحمن تر مشرۍ لاندې په پړسیدو وو.دلمریز هجری ۱۳۴۹ کال په اوږدو کې په کابل پوهنتون کې یوه جوړه شوې توطئه په لاره ولویده .دا تور لګیده چې کیڼ اړخو ځوانانو دقرآن شریف پاڼې سوځولې دي .ددې توطئي مشري دشرعیاتو دپوهنځي یوه محصل عبدالرحیم نیازی کوله ، نیازي تر دې وخته پورې د«ځوانو مسلمانو» دخوځښت مشرګڼل کیده . خو نیازي لکه چې خپلې توطئي وخوړ . ډیر ژر سخت ناروغه شو او دعلی آباد او او وزیر اکبرخان روغتونونو وښوده چې نیازي دجګر په سرطان اخته دی. هغه ېې دصبغت الله مجددي په نقدي مرستو هند ته ولیږه خوډیر ژر ېې جنازه کابل ته را وړل شوه له دې وروسته د« دځوانو مسلمانو» دخوځښت چارې دانجینرۍ پوهنځي اخواني مشرانو اوپه سرکې ګلبدین حکمتیار ته ور پاتې شوې.له دغه وخته وروسته داخواني خوځښت ویره وونکې څپې سختې درنې شوې داسې بریښیده چې دغه مهال دمصر داخوان المسلمین خوځښت هم په ټوله عربي نړۍ کې دحسن البنأ له څه نرم چلند څخه دسید قطب او محمد قطب په مشرۍ سخت دریځي او آن فردي او ډله ییز ترور ته ور اوښتی و.حالاتو همغه وخت ښودنه کوله چې امرکایي روزونکي دنیمې یا یوې پیړۍ لپاره دخپل نفوذ زړي له همدا اوسه په مهارت روزي. ډیر وخت نه وو تیر شوی چې دغو ایښودل شوو زړو خپل مرګونی زهرې رنګ وښود. دکابل پوهنتون انګړ ېې دسیدال سخندان په وینو سور کړ.حکمتیار ددغې وژنې مسؤل وپیژندل شو او له لږ بند وروسته پاکستان ته وتښتید او هلته تر نوې روزنې لاندې ونیول شو. له دې پیښې وروسته (ښايي مخکې وي) يې په لغمان کې دیوه ځلمي خلقي ژوند دحکمتیار دډیر نږدې ملګري لغماني حبیب الرحمن په لمسه په ډیره بیرحمۍ ترینه واخیست. له دغو جنایتونو وروسته پاکستان هم ولیدل چې دافغانستان دتاریځي ځپلو امریکا روزلي زړي ددوی افغان دښمنو غرضونوته ډیر مناسب وسایل دي. هغه وخت چې په افغانستان کې دشاهي کورنۍ دخپل منځي شخړو له کبله سلطنت راولوید او دسردار محمد داؤد په مشرۍ یو ډول جمهوری نظام عنوان شو.دلویدیځ او دسیمې په لویدیځ پورې تړلو هیوادونو دا وپتیله چې محمد دؤد دخپلو فکري او سیاسي آن اقتصادي تړاوونو له مخې دوخت شوروي اتحاد لوري ته لیوال دی او ښايي جمهوریت ېې هم دهغو هیوادونو په پله ګام کیږدې کوم چې دسوسیالیستي لیوالتیا لاره ېې غوره کړیده. دغه وضعیت لویدیځ او سیمه ییزې اډې ېې دې ته را وخوځولې چې له همدغو روزل شوو« اخواني» ډوله څیرو او خوځښتونو څخه ګټه پورته کړي. دسردارمحمد داود خان دجمهوریت لومړي کلونه څه آرام تیر شول خو همدا وخت امریکا په سیمه کې دیوه نوې ظاهراً اقتصادي تړون بنسټ کیښود. دغه نوی تړون« دسیمې دآبادونې دپیمان»یا (آر سي ډي) په نوم را څرګند او له افغانستان څخه وغوښتل شول چې ددغه تړون غړیتوب تر لاسه کړي . څرنګه چې دغه تړون د«سنتو »دسازمان مرستندوی ښکاریده اوډیر اختیارات ېې د پاکستان وو او تړون په ښکاره دلویدیځ دستراتیژیکو موخو په خاطر را جوړیده نو سردار محمد داؤد دافغانستان دناپیلتوب دخوندي ساتنې اړتیا غوره وګڼله او له دغه تړون سره یو ځای نه شو. همدا وچې لویدیځ دامریکا په مشرۍ داود خان تر عملي فشار لاندې را ووست او همغه په انجینري او دتعلیم او تربيي په پوهنځیو کې روزل شوي ېې دنوي جمهوریت درا پرځولو یا کمزوري کولو لپاره وسله وال بغاوت ته را ولیږل او په بدخشان، لغمان ،پنجشیراو ارګون کې ددولت خلاف وسله وال بغاوتونه دګلبدین حکمت یار ، عمر او جوړه حبیب الرحمانانو په مشرۍ را پیل شول .محمد داود دغه بغاوتونه مات او دبغاوتونو هغه مشران چې حکومت ته پلاس ورغلل له دنیا تیر کړل ، خوحکمتیار،مسعود او نورپاکستان ته په تیښته بریالي شول او دبیا او نوې روزنې تر پروګرام لاندې راغلل. تر دغه وخته امریکا او پاکستان روزلې اخواني ډلې چې وروسته ېې تنظیمي نومونه ورکړل دومره پیاوړي شوي وو چې دامریکا ، پاکستان ، سعودي ،خلیج او آن ایران په مرسته اولمسه ېې په افغانستان کې ولاړ رژیم درانسکورید له ویرې سره مخ کړی و. په هیواد کې دننه هم رژیم له خپلو لومړنیودموکراتیکوژمنو په اووښتو واو دوخت له شوروي اتحاد سره ېې هم اړیکې دشلیدو ترپولو رسیدلې ښکاریدې.همدا وچې رژیم دایران په منځګړتوب پاکستان ته ورنږدې او دامریکا دبل سیمه ییز ژاندارم یعنې مصر سره ېې پټ او ښکاره تارونه وغزول. دغه حالت امریکا او دهغه هیواد سیمه ییزو یارانو ته درژیم کمزورۍ او اړتیاوې ور په ګوته او په پاکستان کې روزل شوې بنسټپالې ډلې ېې دواک نیولو ته وهڅولې. ددې ویره را څرګنده شوه چې درژیم را پرځیدنه به له ځانه سره دټولوکیڼ اړخو اودموکراتیکو ځواګونو دپراخه وژنې پیغام هم ولري .دسردار محمد داؤد دیوې بیړنۍ لیونۍ پریکړې له مخې دافغانستان دخلکو ددموکراتیک ګوند مشران ونیول شول او ګوند دې ته اړشو چې درژیم عمر ته دپای ټکی کیږدي. په دې کار سره داخواني تنظیمي خوځښتونو هڅې ناکامې او شاته ووهل شوې خو دا ماته دامریکا ، لویدیځ او دهغوی دسیمه ییزو اډو لپا ره دځغم وړ نه وه نو ځکه دامریکا دوخت دسیا مشربرژنسکي دافغانستان پولو ته راغی او دتوپک مخه ېې افغانستان ته سیخه کړه . نړیوال سیمه ییز تضادونه سیمې اوافغانستان ته را دننه شول او افغانستان ددغو تضادونو دټکرپه مرکز واووښت. له بده مرغه دوخت شوروي اتحاد هم په نا اټکل شوې توګه پر افغانستان پوځي یرغل راوړ او خپله دخوښې واکمني يي واک ته ورسوله. دغه کار په پاکستان کې ناستو امریکا، پاکستان او لویدیځ روزلو بنسټ پالو ته نوی توان وروباښه. اوه ګوني تنظیمونه په پاکستان او اته ګونې په ایران کې دافغانستان دورانولواو را پرځولولپره وګمارل شول او له دې لارې دنړیوال کمونیزم دځپلو سیالي توده شوه. دغه بهیر دزوال په حال کې شوروي امریکایی سیال دامریکا پښوته ورټیټ او دکابل واکمني هم دې ته اړ شوه چې خپل ګوندي او دولتي دپام وړ ځواک دپاکستان روزلو تنظیمي ډلو په ګټه کمزوری ، له تونه لویدلی او دعمل له ډګره لرې وساتي .دغه بیسارې فردي واکمنۍ دشوروی، امریکایی او پاکستاني نه جوړیدنکو سیالانو ترحم ته کیناسته.دغې لویدنې ښودنه کوله چې نور نودکیڼ اړخوځواکونو عمر پای ته رسیدلی دی. همدا چې دنجیب الله درژیم دکورنیو کمزوریو څخه په ګټه اخیستو دپردو پلاس جوړو شوو توطئو دبغاوتونو په بڼه درژیم د را پر ځولوخبره یقیني کړه اوپه دغه کار نور دنړۍ دیو قطبي کیدو وروستۍ پاڼه هم واووښته نو دامریکا –انګلیس او نورو لویدیځ والو لپار نور بنسټپال تنظیمونه هم له خپل وسیله ېې اعتبار نه را ولویدل او دله منځه تللوارزانه لاره ېې تر کار لاندې ونیول شوه.دغه ارزانه اوبې لګښته لاره دتنظیمونو خپل منځي نښتو ته مخ ورکول و. په دې لوبه کې جمعیت اسلامي ، شورای نظار او دحکمتیار حزب اسلامي تر ټولو مخکښ وو.په دې تو ګه دغو خونړیوتنظیمي نښتوچې دپردو دګټو په حساب روانې وې تر هرڅه دمخه دکابل ښارداختر عبدالرحمن دغوښتنو او دحمید ګل دمخامخ لارښونو له مخې وران اوڅه ناڅه ۶۵ زرو کابلیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. داسمه ده چې په دې خونړۍ پردو جوړه کړې کربلاکې دټولو تنظیمونو لاس په وینو سور دی خوپه دې کربلا جوړولو کې دحکمتیار حزب اسلامي تر ټولو مخکې ښکاریده. هغه وخت دده دتنظیم په شان یو بل بنسټپال تنظیم (جمعیت اسلامي) دواک په دلی ناست وو، له خپل سیال حزب اسلامي سره ېې روغه جوړه هم وکړه، صدارت ېې هم دحکمتیار استازي او وروسته خپله ده ته پریښود خو دجهاد تر نوم لاندې جګړه او ورانونه دیوې شیبې لپاره هم ونه دریده او داځکه چې جګړې باید ټول هغه له کاره لویدلي وسایل سوزولي وای چې نور لویدیځ ته دارزښت وړ نه وو.دغو پیښو او ورسره دغلا، لوټ او اخلاقي فسادبې ساري خپریدنې یوې کوچنۍ دودیزې مذهبي ډلې(طالبانو) ته ددې چانس ورکړچې ددغو جګړو،لوټ اوفساد ټغر ور ټول کړي . دطالبانو دخوځښت دنیمګړې واکمنۍ تر ټینګښت پورې نړیوال حالات څه بل لوري ته واووښتل. امریکا ـانګلیس او اروپايي همغږو ېې داسې وپتیله چې دسړې جګړې بریو دوی دې توان ته رسولي دي چې دنړۍ دلاندې کولو خوبونه ېې رښتیا شي. همدې احمقانه غوښتنې په پیل کې دافغانستان له لارې دمنځنۍ آسیا دلاندې کولو تنده را پورته او پر افغانستان پوځې یر غل د۲۰۰۱ کال ددسامبر له خونړي ناتار مخکې تر لاس لاندې ونیول شي او پلمې هم په خپله را جوړې کړي. افغانستان اشغال شو او دواکمنو په نوم پر هند دواکمنو ګورنر جنرالانو په شان واکمن یو پر بل پسې واک ته راوستل شول.اشغال دافغانانو تاریخي اشغالی ضد ږلږلې بیا تاریخي آزمویښت ته را وغوښتې. داشغال ملا په ورورو خو په کلکه په ماتیدو شوه. دغې ماتي چې دلویدیځ دګډې تاریخې ماتې رنګ ېې ځانته غوره کړ، امریکا اوانګلیس دپاکستان په مرسته بیا دې ته اړ کړل چې خپل په ظاهر کې له دوی سره مخالف ځواک (دحکمتیار اسلامي حزب) بیا ډګرته را مخته کړي او دټولو تیرو جنایتونه بښنه ورکړي. اوس پوښتنه داده چې : امریکا اوانګلیس دنورو په سر کې له دې لوبي څخه څه غواړي؟ ځواب روښانه دی : دامریکا او لویدیځ هغه خیال چې دشوروي اتحاد په را پرځیدونور نړیوال سیال نه لري په اوبو لاهو شو.روسیه بیا په پښو ودریده ، چین دیوې لويي لاسبرې اقتصادي امپراطورۍ په توګه روسيي ته ورنږدې شو.ایران تر امریکایی فشارونو لاندې همدې نږدیتوب ته لیوالتیا چټکه کړه،ترکیه لویدیځو توطئو او فشارونو دې ته اړ کړه چې روسيي ته مخه کړي، هند دامریکا او ناتو په جال کې لویدلې پاتې شو خو هیڅکله ېې هم لویدیځ باور تر لاسه نه کړ، پاکستان هم دامریکا اوانګلیس له ژورو کمزوریو نه په خبرتیا دسیمې همدې همغږۍ ته ور لیوال شو. داټول څه ښيي چې نړۍ په چټکه دوه قطبي کیدوته په ور پورته کیدو ده. دغه دویم قطب په ښکاره په هغه سیمه کې بڼه اخلي چې افغانستان ېې دوصل مرکزي نقطه ده. امریکا –انګلیس او پانکواله لویدیځه نړۍ دخپلو نړیوالو او سیمه ییزو ګټو او دسیالیو دپر مخ وړلو لپار دې ته اړ شوه چې دنړۍ ددوه قطبي کیدو او دنړیوال بیلانس دبدلون دمخ نیوي لپاره دنوي سیال قطب دجوړیدومخه ډب کړي. تردې مهاله دطالبانو تر نامه لاندې دافغان اولسونو اشغالي ضد خوځښت دسیمې ګاونډې هیوادونه دې ته را مات کړل چې دغه خوځښت داستقلال غوښتنې دیوه روا واقعاً موجود خوځښت په توګه ومني او دې نظرته هم ورسي چې که سبادامریکا پاکستان او دکابل دواکمنو په مرسته راجوړ شوی «دخراسان داعشي خلافت» دوی ته په یوه خطر اوړي ددغه خطر دمخنیوي لپاره باید په یوه داخلي قوت تکیکه وکړي دغه داشغال ضد او دداعش ضد ځواک دطالبانو تر مشرۍ لاندې وسله وال خوځښت وګڼل شي.دغو حالاتو امریکا اوانګلیس دنورو په سرکې دې ته وهڅول چې په دې سیمه کې نوي وسایل تر لاسه او پر هغو خپله لوبه مخته یوسي.هغه تنظیمي او مزدورې ډلې چې دوی په واکمنۍ کې را ټولې کړې وې نورې له توانه لویدلې او په عیش او فساد کې ډوبې شوې وې . په دې خاطردحکمتیار شړیدلې او له توانه لویدلې ډلې ته دا چانس ورکړلشو چې دهیواد اشغال ته غاړه کیږدي،هغه جهاد چې ده تیر پنخلس کاله بی شمیره انسانان پکې له تیغه تیر کړل نور ناروا وګڼې او داشغال له هغه ګورنر جنرال سره همغږی شي کوم چې دوطن داشغال ددوام نا پایه حجت ېې لاسلیک کړیدی.ځینې دا څرګندونې هم کوي چې حکمتیاردجګړییزو لیکو له کتاره لویدلی و، هغه دخپل ځان او خپلو قاروني شتو دخوندي ساتنې لپاره له اشغال سره دهمغږۍ لاره غوره کړه او له امریکا سره ېې داشرف غني هغه امنیتي پلان ته زړه ښه کړچې وخت او زمان نه پیژني.ځینې نور بیا په دې باوردي چې اشرف غني او ډله ېې دډاکتر نجیب الله په برخلیک اخته ده.دغه کار هغه دې ته اړ کړی چې دنجیب الله حالات تکرار نشي او مخکې له مخکې دحکمتیاردولت ورکړو وسله والوته ددې مخه ورکړي چې دمخالفوډلو دغوړیخوځیدو په حال کې بغاوتونو په وړاندې یو څه دی هم په لاس کې ولري.له دې سره سره داهم دلید وړ ده چې امریکا انګلیس او ناتو دخپلې ماتي چټک بهیر ویني، کیدای شي چې دوخت دشوروي مشرانو په څیر ېې قصد داوي چې دافغانستان کورني حالات داسې خونړي کړي چې سباته له هیچا سره دا توان نه وي چې ددوی په جنایتونو او دجګړې په تاوان غوښتنو فکروکړي. هغه څه چې په ښکاره لیدونکي او سخت ویروونکي دي هغه دادي چې دوطن حالات دنجیب الله دواکمنۍ دورستیو شیبوپه پرتله ډیر بنګنوونکي دي. دکابل په ښار کې دومره پټ اوښکار یو دبل وینو ته تږي تنظیمي او ملیشايي وسله وال را ټول شویدي چې یوه کوچنۍ نښته کولی شي داسې اورونه خپاره کړي چې دنجیب الله له سقوط وروسته جوړه کربلا به په لسګونو ځله تر هغې خونړۍ او نه ایساریدونکې وي

د کرښې په شاوخوا نښتې د څه لپاره?

 

ويره او شک:
د افغانانو تر منځ د بيلتون له مصنوعي ښکيلاکي کرښې څخه د پاکستاني پوځ تيرېدنه, له ځاني تلفاتو سره مل نښتې او غوغا د پنجاب د سياسې موخې لپاره ترسره کيږي.
پنجاب په تېرو 166 کالو کې د ديورند د ښکيلاکي کرښې په لره غاړه کې, د نفاق, تشدد او ترهګرۍ د رامنځته کولو له برکته, پر پښتنو باندې پوځي عملياتو ته لار هواره کړه. پښتانه يې وځپل او د ديورند کرښې په اوږدو کې يې پوځ ځاي پر ځاي کړ.
په تېرو دوه ورځو کې په سپين بولدک او تورخم کې نښتې, افغانستان ته د امريکا د امنيتي سلاکار, د پاکستان د 40 کسيز پارلماني پلاوي او د آي اس آي د رئيس تر سفر وروسته پيښې شوې. همدارنګه د افغانستان د اسلامي حزب مشر ښاغلي حکمتيار هم په تورخم او سپين بولدک کې د افغانستان او پنجاب د ځواکونو له جګړې دمخه کابل ته رارسيدلی دی. د امريکا د جمهور رئيس امنيتي سلاکار تر کابل وروسته اسلام اباد او نوي ډيلي ته هم لاړ.
په دارنګه حالاتو کې سړي ته دا ويره او شک پيدا کيږي چې ( خداي مه مکړه) يادې نښتې او راپېښه هياهو, پر کابل باندې د تپل شوي توافق په نتيجه کې, سنجولی ولس غولوونکی پلان نه وي. يو داسې پلان چې د کرښې په دواړو غاړو کې ساده احساساتي پښتانه وقهروي, يو د بل پر وړاندې يې ودروي او سره ويې جنګوي. په پايله کې به داسې ذهنيت وزيږوي چې ګنې د کرښې د دواړو غاړو افغانان سره ورونه ندي, بلکې يو له بله سره په دوښمنۍ کې دي. د پاريدلو احساساتو په تياره کې به بيړنۍ لويه جرګه راوغواړي او د ديورند کرښې په اړه به نامعقوله او ناوړه پريکړه وکړي. پر لويه جرګه به د نوي حکومت جوړولو فيصله هم وکړي او د يو امريکايي سياستوال هغه وړاندوينه به رښتيا کړي چې تېرکال يې ويلي و, د کابل حکومت به سياسي سقوط وکړي. د ښاغلي حامد کرزي هغه خبرې به هم رښتيا ثابتې شي چې څو کاله مخکې يې کړې وې او ويلي يې و چې د يعقوب او عبدالرحمن د پاچهيو د وخت په شان معاهدو ته زمينه برابريږي. ښاغلي کرزي دا هم ويلي و چې پاکستان په کابل کې يو داسې لاسپوڅی حکومت غواړي چې د اسلام اباد امر او نهې ومني.
په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له جنګه ستړي دي او سوله د هر افغان هيله ده, که د تاريخي وطن د برخليک په اړه د پردو ترشا شرموونکې مامله شوې وي له ملت سره به ستره جفا وي. د اشغال په اوسنيو شرايطو کې به, د ښکيلاکي کرښې په اړه, د فرمايشي لويو جرګو فيصلې قانوني بڼه و نه لري, بلکې د تېر تحميل په دوام به نوی تحميل وي. هغوي چې دارنګه تحميل ته سر ټيټوي تاريخ ته به مختوري او رسوا وي.
ع. عليمي

نورم ها و ارزش های اجتماعی

 

 

نور محمد غفوری

 

جامعۀ انسانی در هر پلۀ رشد تاریخی تکاملِ خویش دارایِ ارزش ها، نورمها وقواعدی است که باعث تنظیم حیات اجتماعی آن میگردد. بدون موجودیت و رعایتِ چنین ارزش ها، نورم ها و قواعد انتظام معاملات و رفتار روزمرۀ مردم برهم میخورد.

هرگاه یک جامعۀ مشخص تحت نظر و مطالعه قرار داده شود، دیده میشود که افرادِ مختلف آن با وجودیکه در زندگی روز مره برخوردهای متفاوت از همدیگر را دارند، اما اکثریت مطلق شان در برخورد های عمده با هم مشابهت دارد و طرق اساسی رفتار، حالت و نوعیت تفکر شان دارای شاخص های عمدۀ مشترک می باشد. بسیاری از این ارزش ها و نورمها از تصورات و عادات اخلاقی مردم سرچشمه گرفته، در کتابی درج نیست و قانونی تعمیل آن را جبرِی نمیسازد، اما باوجود آن هر کدام در مقابل دیگران خویشتن را مکلف به رعایت آن میپندارد. هر جامعه برای خود نورم ها و ارزش های زندگی را میسازد که کم یا زیاد از جوامع دیگر متفاوت است. ارزش ها و نورمهای اخلاقیِ اجتماعی مانند سایر پدیده های طبیعت و جامعۀ انسانی بطور مسلسل و بلا انقطاع قابل تغیر و پیشرفت است. به مرور زمان در نتیجۀ تغیرات اقتصادی، مناسبات تولیدی و نیاز های عینی زندگی اجتماعی میتواند اخلاقیات جامعه حتی به سمت کاملاً مقابل تغیر نماید. اگر به ارزش و نورم اجتماعی معین حکم قاطع یگانه حقیقت موجود دائمی و عدم قابل تغیرداده شود، بوی ایدیولوژیک از آن برمی خیزد و میتواند سد راه تغیر و تکامل اجتماع قرار گیرد.

ارزش ها را میتوان بطور عمده به ارزش های مادی و معنوی (یا ارزش های ماتریالیستی و ایدیالیستی) صنف بندی نمود که هر کتگوریِ آن به گروپ های فرعی و کوچکتر دیگر نیز قابل تقسیم است. در حیات  فردی و کلکتیفیِ انسانها ارزش ها و نورم های مختلف اجتماعی اهمیت و وزن متفاوت دارد. اگر ما ارزش ها را نسبت به وزن مخصوص، مقام اثرمندی و ارجحیت آنها در اذهان جامعه در نظر گرفته و ردیف بندی نمائیم، هیرارشی ارزش ها را به وجود میاورد. توجه به هیرارشی ارزشها در فعالیت های روزمرۀ سیاسی و اقدامات برای تغیرات اجتماعی اهمیت حیاتی برای نیروهای تجدد طلب و مترقی دارد. فعالیت های سیاسی و اجتماعیِ نیروهای متعهد به تمدن و تجدد ملی، تأمین عدالت خلق و صلح و همبستگی بین المللی تابع درجۀ استحکام و مقام اثرگذاریِ ارزش های موجود در ذهن جامعه میباشد. بدون در نظر داشت هیرارشی ارزشها فعالیت های ناسنجیده، پراگنده وغیر منظم نیروها میتواند به نتایج غیر مطلوب، بی ثمر و حتی معکوسِ آمال فعالین شان منجر گردد.

اصطلاح ارزش ها از دید فلسفه مفهوم متفاوتی نسبت به شاخه های علوم دارد.  در عین زمان علوم اقتصادی، دینی، روحیات، اخلاق و غیره نیز مفاهیم متفا وت را از مقولۀ ارزش ها تعریف و در ذهن انسان تداعی مینماید. اما در همه تصاویر و تعاریف در کلیه بخش های فوق الذکر ارزشِ وضعیت، شی و حالت  برازنده، پر بها و شایسته را برای انسان افاده مینماید. افراد برای دریافت چنان ارزش هایِ کار وپیکار مینمایند که وضعیت و حالت روحی شان را بلند ببرد، کیفیت و رضایت درونی آنها را توسط اسباب مادی و یا انگیزه ها و برداشت های معنوی ارتقأ دهد. این ارزش های اجتماعی است که برای افراد جامعه نوع ظاهر شدن در جمع، حالت جسمی و روحی، طرز معاملات و کردار انسانها در جامعه را معین و مشخص میسازد.

ارزش های که از جانب همه افراد بشر در نظر گرفته و مراعات میشود، بنام ارزش های عمومی بشری یاد میگردد. اگر ارزش های ملی تولید و مالکیت ملت معین محسوب شده میتواند، ارزش های عام بشری دست آوردهای مشترکِ عموم بشر بطور کُل میباشد. بعضی از عمده ترین ارزشهای عمومی بشری در اعلامیۀ جهانی حقوق بشر ملل متحد درج گردیده و به نارمهای اجتماعی همگانی معتبر مبدل شده است که تطبیق آن در کشور های امضأ کنندۀ اعلامیه را ملزم میسازد. از جملۀ عمده ترین ارزشهایِ عمومیِ بشری میتوان از صلح، حقوق بشر، دموکراسی، آزادیِ فردی، احترام به حیات انسان، تحمل پذیری دیگر اندیشان، دولت قانونی، همبستگی، مساعدت با سایرین، مساوات، عدالتِ اجتماعی، احترام به عقایدِ دینی دیگران و کلتورهای کشور های خارجی، عزت نفس اشخاص و غیره نام برد. کاربرد ارزشهای فوق الذکر و مانند آن در هر جامعه نظم خوبی را تأمین و تضمین میکند. از همین خاطر ضرور است که برای تحقُق چنین ارزشها مبارزه صورت گیرد تا صلح، انتظام و آرامش در جامعه و کشوربوجود آید و دوام نموده بتواند.

در شرایط فعلی در کشورِ عزیزِ ما در نتیجۀ سلطۀ جنگسالاران بر سرنوشت خلق وطن آتش نفاق قومی، زبانی، مذهبی، سمتی وجنسیتی شعله ور گردیده است که روز به روز مردم و میهن مارا به صوب قهقرا می کشاند. تطبیق و بکاربُردِ ارزش های عام بشری فوق الذکر به نفع کسانی نمی باشد که در طول جنگ های خانمانسوز از طُرُق غیر مشروع و غیر اخلاقی صاحب نام و نشان، پول و دارائی گردیده، بلند منزلهای بی نقشه و بانقشه را صاحب گشته اند، هستی و مؤسسات دولتی را تحت نام خصوصی سازی (پریواتیزاسیون) به نام خود کرده، به خاطر پولهای بیگانگان و برای اهداف خارجیان خونِ مردمان ما را میریزانند، زمین های دولتی و شخصی را غصب نموده، سر تا پا در فساد اخلاقی، سیاسی، اقتصادی و اجتماعی فرو رفته، به چور و چپاول هستی مادی و معنوی کشور پرداخته و تنها و تنها در فکر پر کردن جیب ها و حساب های بانکی شخصی شان اند. برخلاف، این ها با قطع جنگ و تأمین صلح در افغانستان ثروت های باد آورده و در آمدهای جاریه را از دست خواهند داد. فلهذا چنین حلقۀ حرامخوارِ حاکمه تا آخرین توان و رمق حیات خویش بر ضد عملی شدن ارزش های اجتماعی متذکره مبارزه می نماید. امیدِ تأمین صلح و عدالت اجتماعی تحت حاکمیت و رهبری آنها خیالات واهی، آرزو های اوتوپیک و خواب های غیر عملی میباشد. از همین جا است که ایجاد، تقویت و تسریع جنبش وسیع عدالت خلق افغانستان از نیاز های درجه یک و غیر قابل تأخیر برای جامعۀ افغانستان به حساب می آید تا بتواند برای قطع جنگ، تأمین صلح دوامدار و عدالت برای خلق میهن مبارزۀ جسورانه و ثمر بخش نماید.

میلیونرهای حرامخوار، اجنتان استخبارات بیگانه، ساختار های مافیایی و سرمایداران وابسته با خارج بخاطر حفظ منافع شان به ادامۀ جنگ و موجودیت انارشی در کشور ضرورت دارند تا فرصتی برای چپاول بیشتر، تحکیم ملکیت شان بر دارایی های انباشته شده و پول شویی کمایی نمایند. برای همین مأمول تپ و تلاش مینمایند که افکار خلق زحمتکش افغانستان را از موضوع اصلیِ تطبیق ارزشهای بشری به طرف تضاد های قومی، نفرت دینی، بدبینی جنسیتی، اختلافات زبانی و غیره متوجه سازند. این ها خویشتن را از طریق استعمال سلاح، زور، پول، نیرنگ و کجروی های عوامفریبانه  به حیث مشران قومی، نمایندگان گروپ های زبانی، پیشوایان مذهبی، کلان های منطقه و غیره جازده اند و به نفاق و شقاقِ جامعه بیشتر از پیش می افزایند. دین فروشانِ دین ستیز دین مبین اسلام را در انحصار خود گرفته، به جز از خود دیگران را همه تکفیر نموده و از مذاهب آن به حیث سلاح سیاسی بر ضد یکدیگر و تحکیم موقف دولتی خویش استفاده میبرند. تجاران قومی ایکه ناپرسیده از مردم، خویشتن را به حیث کلانِ قوم تحمیل و جازده اند، قبل از مردمان سایر اقوام به خلق قوم خویش به حیث وسایل تجارتی برای منفعت شخصی شان معامله، با خون آنها تجارت و با حیات شان بازی مینمایند. به همین منوال سران نامنهاد و تحمیل شدۀ سایر گروپ های زبانی و محلی نیز منفعت خویش را در تداوم حالات کنونی می بینند و طرفدار تحول و دیگر گونی، آنهم به صوب ترقی و تعالی کشور نمیباشند. پس ضرورت اجتناب ناپذیر اجتماعی است که نیروهای ترقی خواه و تحول طلب بنیاد مبارز و فعال سیاسی خویش را ایجاد، در صحنۀ عمل آشکارا و با شهامت عرض اندام نموده، به مسابقۀ سیاسی پرداخته و از تبلیغات بی مورد برای تسامح غیر عملی و مصلحت گرایی مضر بین طبقات متضاد المنافع و نیروهای متقابل الجهت اجتماعی حذر نماید که عملا منجر به تسلیمی بی چون و چرای زحمتکشان به ثروتمندان میگردد . جنبش وسیع عدالت خلق افغانستان میتواند جواب مقنع برای حل مشکلات کشور ارائه نموده، زمینۀ اشتراک فعال فقرا و اقشار تحت ستم را در بازیهای سیاسی مهیا و به نیروی توانمند حفظ منافع خلق زحمتکش افغانستان از طریق ایجاد و استعمال کلتور جدید دموکراتیک و مدنی سیاسی مبدل گردد.

زمان انتظار نمیکشد، حوادث یکی پی دیگر به سرعت غیر قابل پیش بینی رُخ میدهد، وقت ضایع میشود و فرصت ها از دست میرود. ما افغانها و بخصوص خلق زحمتکش وطن نباید دست زیر الاشه به انتظارنیروی خارق العادۀ معجزوی بنشینیم؛ چشم براه مهربانی خارجیهای دخیل در معضلۀ افغانستان باشیم؛ ترحم را از نیروهای ظالم و خداناترس، شریر و مفسد، پول پرست و نفاق افگن التجأ نمائیم؛ زاری، نصیحت دینی و درس اخلاقی برای کسانی راه اندازیم که تجارت بالای دین، سؤاستفاده از احساسات مردم و قتل و جنایت به پیشۀ زندگی و منبع اساسی عواید شان مبدل گشته است. ما همچنان نباید به سراب آزموده شده امید بسته، زیر سقف ساختارهای نامطمئن گِلیِ قرون گذشته به لشکر ترس و ناامیدی بپویندیم. ضرورت شدید احساس میگردد که دژهای مستحکم و مدرن دفاعی و تهاجمی سیاست را بر مبنای اصالت ارزش ها بدستان معماران ماهر با وجدان و صادق نقشه کشی و با نیروی سرشار نسل جوان خلق وطن به سر رسانیم.

ما په اند داسلامی حزب نوی تګلاری‎

 

S.F. Farid <>

پداسی حال کی چی سوله دهر افغان ارمان دی او داسی څوک به نه وی چی دسولی غږ ته لبیک ونه وایی. یوازی هغه څوک له دسولی دلاری خنډ ګرځی چی ګټی او قدرت یی په سوله کی خوندی نه پاتی کیږی.
دپورتنیو ټکو پام کی نیولو سره زما په اند دحکمتیار د په اصطلاح دسولی دبهیر لاندی ټکی د مداقی وړ دی:
۱.  کله چی حکمتیار پر جلال اباد برید تیروتنه ګڼی دا ما نا لريچی دغه جنګ ناروا وو نو دجلال اباد څخه دفاع کونکې برحق وو او وژل سوی سربازان او افسران یی شهیدان وګڼل شی.  حزب باید دجلال اباد د ویر انۍ او مرګ ژوبلې غرامت ومنی.
۲. دا خو هر چاته معلومه ده چی د حزب اسلامی سره ډیر اسیرانو وو خاصتأ دجلال اباد دجگړې،  کوم دی هغه بندیان چی دکلونو راهیسی د حزب اسلامی په بند کی دی؟ دا جاده باید دوه طرفه وی. که وژل شوی وی باید تری پوښتنه وشی او که ژوندی وی نو باید خوشی شی.
۳.  د حکمتیار اخوا لدی وروسته جنګ نارواګڼل؟  له کومی نېټې دا جنګ ناروا شو؟ حال داچی له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا تر اوسه نه دجنګ په طرفینو او نه په اهدافو کی بدلون راغلی دی. ددی فتوا منبع او انګيزه څه ده؟
۴.  هیله ده چی دسولی دا نوی بهیر دکوم لوری دجاه طلبۍ ښکار نشی ځکه چی د سولی بل اړخ بیا جنګ دی چی دا وار به دهیواد په نابودۍ تمام شی او دننګ تور داغ به یی دهغه چا په ټنډه ووهل شی چی ښه شعار ورکوې خو بیا کوږ قدم اخلی.
هیله ده چی دا نوی پروسه دنوی انقطابونو سبب نشی چی بیا به دجنګ بعدونه زیاد او مهارول به یی نا ممکن وی.
دا پروسه باید دزور ښوونی نوی سريال را شروع نکړی.  داولس تشويش همدا اوس دځینو حرکتونو له کبله را منځ ته شویدی چی ژر یی باید مخنیوی وشې. لکه په ښار کی په شنو پټيو سر تړلی وسله والو کسانو ا.  اوباشانو ګرځیدل.
۵. دداعش دنوم نه یادول او حتی پر داعش باندی د لوی بم غورځول غندل او پر ځای یی پر طالبانو دبمونو غورځولو غوښتنه خلکو ته سوال پیدا کړی چی شاید حزب او داعش له یو چینی نه اوبه وڅښی او دادجنګ نوی قطب وی.
۶.  د حکمتیار دا خبره چی دشهیدانو پر قبرونو دګلانو ایښوولو لپاره به پولیګون ته لاړ شی یو ډول ګوت څنډنه او دشړۍ لاندی کوتک ښورونه ښکاری.

ايا په افغانانو قانون يو شان پلی کيږي ؟

ليکونکې محمد اقا کوچی

افغانان قابو څلور لسيزي کيږي په نيابتې جګړه کې ښکيل شوي او په ترځ کې يي هر څه له لاسه ورکړي . اوس افغاني ټولنه د بډايي او ناداره په قشرونو داسې ويشل شوي چې د منځنې قشر د شته والي په کې درک نه لګيږي . د هري ورځې په تيريدو بډايي قشر پړسيږي او د نادارو د کاروان شمير په زياتيدو دی . بهرنۍ لاسوهنه ، جګړه ، مخدره  توکې او فساد د هېوادوالو په ستونې اساسي فشار اچوي . له دې کبله قانون يو شان نه پلی کيږي ، بډايان مزي کوي او غريبان د زړه وينې خوري . ما د اسلام د سپيڅلې دين د فضيلتونو او مزاياؤ اړوند ډيري خبري اوريدلې وي او داسې مې فکر کاوه ، هغوي چې د اسلام د پاک دين په نيت راپورته شوي وه او اسلامې دولت جو ړول يي موخه وه ، د بريا په صورت کې ښايي په نادارو او نيستمنو زيات ترحم وکړي ! خو د افغانستان د اسلامي جمهوريت په چوکاټ کې وينم ، هغوي چې اسلام يي د سياسي موخې په توګه کاراوه ، اوس هغه قشر ښه کورونه ، زياته شتمنې ، په دولت کې غوښنه برخه او د ځانونو د ساتلو له پاره هر ډول وسايل لري . اسلام تجملي ژوند نه توصيه کوي ، خو زموږ په موجود نظام کې اسلامپالي زيات تجمل پسنده او ان د زياتو شتو د لاسته راوړلو له پاره هر ډول جنايت کولو ته ملا تړي . ځکه د ځمکو او مالونو غصب زيات شوی ، غلا چور او انسان تښتونو لوړ ريکارډ جوړ کړی ، د زياتو ودونو په تيره بيا تنکيو نجونو ودول کلتور ګرځيدلی ، ژبپالنې ـ سمت پالنې ـ مذهب پالنې او قوم پالنې زور لګولی ، د بهرنيانو او د هغوي د سفارتونو او موسسو سره ناوړه اړيکې جوړول موډ جوړ شوی . څوک چې په پورته ذکر شوي ناوړتياؤ کې ګډون نه لري ، هغوي د ډيرو لمړنيو حقونو څخه محروم پاتې شوي . سوال دلته دی ، هغوي چې په خپلو څرګندونو کې په غريبانو د ترحم کولو حکم د خداي او پيغمبر لار بولې ! بيا ولي په پراتيک کې له دغې سپيڅلې لاري په واټنونو تيښته کوي ؟ دا هغه پوښتنه ده چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او د هغه مذهبې مشران او چارواکې ورسره مخامخ دي . کله چې د طالبانو تحريک نوی راوټوکېدو ، هغوي هم ځانونه ملي خلک او په تقوا کې ملنګان بلل . هغوي به ويل چې کله يي شر او فساد ته د پاي ټکی کيښود ، بيا به کار اهل کار ته سپاري ! ډير ژر مالومه شوه چې طالبانو د اسلام د سپيڅلي دين د ارزښتونو په پلي کولو کې دومره افراط وکړ چې له يوي خوا يي ، ياد ارزښتونه سپک کړل او له بلې خوا يي د افغانستان د خلکو هغه غرور ته په بې عزتۍ وکتل چې د يو جوهر په توګه په سيمه کې افغانان په هغې پيژندل کيدل . ډير عزتمند افغانان د امر باالمعروف و نهي عن المنکر د پلي کوونکو له خوا د لباس اغوستلو ، ږيري پريښودلو  ، لمانځه ته تللو په بهانه ورټل شول . د کار اهل کار ته د سپارولو پر ځاي ، په پاي کې طالبان د بې ۵۲ الوتکو په زور له واک څخه ليري کړلی شول . اوس يو ځلې بيا ګلبدين حکمتيار د يوي ملي او ولسي اجنډا په وړاندي کولو سره ، ډګر ته راوتلی دی ! زه خوشاليږم چې هر څوک له جګړي لاس واخلې او د افغان حکومت سره د همکارۍ کولو په نيت اواز اوچت کړي . خو د تيرو تجربو څخه په الهام داسې وسوسه راته پيدا شي چې ايا په ويناګانو کې مطرح ټولو هغو ټکو ته به حکمتيار وفادار پاتې شي ، چې له لغمان څخه نيولي بيا تر اوسه ياد شوي  ؟ زما له نظره که پخوانې چپيان وه او يا اوسنې مجاهيدين ، بايد په ياد ولري چې د افغانستان خلک نور په هغو ايديولوژيکو چلندونو باور نه شي کولی چې د هغې له وجې ولس په اوسنۍ قابو نه کېدونکې غميزه کې پروت دی ! زه هغه ټکې چې سوله پري راتللی شي ، د افغانانو يووالی پرې ټينګيدلی شي ، يو مظبوط نظام پرې جوړيدلی شي او نور تاييدوم . خو که دا ټول مطرح شوي ټکې د هغو پاليسيو مخې ته پرده وي ، چې بيا ورڅخه ايديولوژيک بوي راشي او خلک د سياست کوونکو په نيت لا زيات انديښمن شي ، ستره تيروتنه او نه بښونکی عمل به وګڼل شي . زما په نظر دمګړۍ زياتو افغاني ګوندونو چې په تير کې يي زيات افراطې چلندونه کړي ، د ولس په نزد د هغه باور کچه نه لري چې په سياست کې ورته اړتيا ده . له دې امله د داسې چلندونو په ترځ کې قانون د کاغذ پر مخ پاتې کيږي او د هغې د عملي اجرا امکانات له منځه ځې . په روانه جګړه کې هم هغه مشرانو ته چې د دوي په لارښوونه قومانده پلې شوي او خلک وژل شوي ، چا تر اوسه د قانون پر بنسټ جزا نه ده ورکړل شوي ، بلکه سزا هغوي ليدلي چا چې قومانده يي پلي کړي ده . دا ځانګړتيا يوازي زموږ په هېواد کې نه ده ، بلکه د نړۍ په يو شمير ډيرو هېوادونو کې دا کار شوی چيري چې لوي او اوږدي جګړي پيښې شوي .  دلته يوازي سياست وال ملامت نه دي ، د هغوي تر څنګ خلک هم دنده لري ، هغوي چې د سياست په ډګر کې يو ناکام ازمون مومې ، بايد د هغوي له څنګه خلک ډډه وکړي . همدارنګه هغوي چې د خپلو اعمالو په وسيله له خلکو قانون غلا کوي او خلک د هر اړخيز محروميت او نيستۍ کندي ته ټيل وهې ، بايد د خلکو له خوا د هغوي له ملاتړه بې برخې شي . دلته د هغو وطنپالونکو ګوندونو او مدنې بيلا بيلو ټولنو او د هغوي د مشرتابه او غړو دندي لا نوري درنې او مشخصي کيږي . ګوندونه او مدنې ټولني بايد د خلکو په سياسي ، فرهنګي او ټولنيز تنوير کې برخه واخلي او هغوي د خپلو حقوقو د خوندي ساتلو په اهميت او ميکانيزم بلد کاندي چې په دې برخه کې ورته اړتيا ده . که خلک پوه کړل شي ، بيا نه غوليږي . نو ځکه د وطنپالونکو ګوندونو او مدنې ټولنو دندي پيچلي او هر اړخيزي کيږي . قانون تر هغې نه شي پلی کيدلی ، تر څو ولس د هغې په ګټه او اهميت پوه نه شي . زموږ د ټولني د بډايانو او نيستمنو تر منځ د زيات واټن شتون له حقوقو او قانون څخه د ولس د ناخبرتيا د عنصر بربنډ موجوديت په ګوته کيږي . په ناخبرتيا کې بډايان او چارواکې يو ځاي له خلکو قانون غلا کوي او په دې توګه عادي خلک د ناپوهۍ په شرايطو کې په هغه شعارونو او ايديولوژيکو چلندونو ژر باور کوي چې په عمل کې يي د پلي کېدو چانس لږ ، خو په ظاهره کې د لنډي چاري په توګه غولونکې بريښې .

ليکنه ادامه لري.

 

افغانان عدالت غواړي

 ليکونکې نور وهاب څپاند

لکه چې په نورو ویناګانو کې ورته ګوته نیغه شوي وه ، د افغانستان خلک په تیرو څه کم څلورو لسیزو کې د اوږدې جګړي د اور په لمبو کې سوځې . هغوي په دې عقیده دي چې د هېواد د اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو اډانو په ویجاړولو کې د نړۍ او سیمې یو شمیر زبرځواکونه او سیالې کښ هېوادونه شامل دي . که څه هم چې زموږ د خلکو عمومې وروسته پاتیوالې ، په سیاسي بعد کې ایدیولوژیکو چلندونو او نورو لاملونو خپلې اغیزي ښېندلې ، خو د اسلامي پاکستان دوښمنانه او یرغلیزو کړنو د افغانستان په تباهۍ کې تر هر بل لامل زیاته برخه لرلې ده . پاکستان نړۍ ته د افغانستان اړوند ځکه دوکه ورکړه چې بي له دي یي د خپل بي تاریخه او مصنوعي هېواد د پایښت او ودې ممکنې لارې چارې نه شوي لټولی . اوس پاکستان افغانستان اوسیمه په داسې ناسور ټپ اړولې چې د هرې ورځې په تیریدو یي د افغانانو کړاؤ ډیریږي او پاکستان ګټه کوي . زموږ هېوادوال حق لري د خپل هېواد د ویجاړیدو ، د ولس د پرله پسې کړیدو او د وژونکې جګړي مجرمین نړیوال عدالت ته راکش کړي . ښایي زیات هېوادونه او سازمانونه په افغان خاوره د جګړي د پیلولو او د سترو بشري جنایتونو په سرته رسولو کې لاس ولري ، خو د پاکستان رول په دي اړوند ډیر تبا کوونکی دی . څومره چې انګریزانو د افغانستان خاوره په ټوټو ټوټو ویشلې او هره ټوټه یي په تیرو څو پیړیو کې د خپلو تیرې کوونکو پالیسیو د لابراتوار په توګه کارولې ، پاکستان هم په تیره څه کم یوه پیړۍ ، په ځانګړې ټوګه وروستیو درې لسیزو کې ورته چلند سرته رسولی دی . پاکستان د خپلو جنرالانو د ارمان پوره کېدو په هېله کابل او ټول افغانستان ورو ورو سوځولی او خپل ځان یي په سیمه ایز ځواک اړولی . د افغانستان واکمنواو اړوندو دولتي ادارو د هېواد د بچ کېدو په موخه ، تر دې دمه د پاکستان د محدودیدو عملې او بریالۍ پالیسۍ نه ده لرلې . تاریخ مهم چانسونه د افغانانو په برخه کړل لکه ، د هند اوپاکستان د څو جګړو طلایي فرصتونه ، په شلمه پیړۍ کې د کابل ـ ډیلې اومسکو د ګډو ګټو د لیکې جوړیدل ، په ۲۱ مه پیړۍ کې د کابل ـ ډیلې او واشنګټن ګډې ګټې په یوه لیکه واقع کېدل او تر دې دمه د هغې ادامه او نور ، خو د هېواد مشرتابه او په ټوله کې هېوادوالو، د پورته لاسته راغلو مهمو شیبو څخه د افغانستان په ګټه اړینه استفاده ونه کړه . تاریخ شاهد دی تر څو چې د افغانستان د دروازو په وړاندې د پیښور او کوټې مورچې د پنجاب په لاس کې وي ، د هېواد د انګړ په دننه کې د افغانانو ډاډه ګرځېدل را ګرځېدل لامهال ښکاري او د نیم تنه هېواد خلک تل بي موراله ، محتاجه او د ملي مهمو مسألو په حل کې د اړین مانور کولو څخه محروم بریښې . په همدې تصور پاکستان غواړي په خپل ګاونډ کې یو شل ، محدود او تلپاتې کمزوری افغانستان ولري . پاکستان د افغانستان ، هند او سیمې په هکله د تیري د ځانګړې ستراتیژۍ د پلې کولو په دایره کې تیرې کوونکی پوځ او د اي اس اي په څیر  دوزخې استخبارات جوړ کړي چې په اټومې وسلو سمبال دي . د دې سره جوخت یي په دینې مدرسو کې د ترهګریزو بریدونو په موخه اسلامې بنسټپالې روزلې چې د بیلا بیلو  ورانکاریو له پاره یي افغانستان ، د سیمې هېوادونو او نوري نړۍ ته لیږي . چیري چې ترهګریز برید کیږي ، په یوه یا بله بڼه د پاکستان له نامه سره غوټه خوري . له دې کبله پاکستان او ترهګري یو له بل سره تړلې دي . اوس نړۍ ته هم پته لګېدلې چې پاکستان د اټومې وسلو او تیکنالوژۍ د لرلو او خوندي ساتلو فرهنګ نه لري او د امریکا د پخوانې سفیر حسین حقانې په قول ، نور پاکستانې جنرالان د تیر په څیر د ټولو اسلامې اورپکو د کنټرول واک په لاس کې نه لري . د امریکا د متحده ایالاتو د وارخطایئ څخه جوتیږي چې د ډیراوتر او هرې خوا لاس اچونکې پاکستان په واک کې د اټومې او اسلامې بمونو شتون نړۍ او سیمه یو شان ګواښې . حالات دومره ترینګلې شوي چې ، که پاکستان د افغانستان او هند د خطر خبري بس کړي اود ترهګرۍ څخه هم لاس واخلې ، هغه هېواد په خپله سقوط کوي او که خپلې افغاني ضد او هندي ضد پالیسۍ چلولو ته د تیر په څیر ادامه ورکړي ، نړیوال اغیز لرونکې ملاتړي نه شي موندلی . په دې بنسټ افغانانو ته یو ځلې بیا ښه موقه په لاس ورځې چې د ناسمو پالیسیو په ګرداب کې د راګیر شوي پاکستان د لا ګوښه کولو او په نهایت کې نړیوالي محکمې ته د هغه هېواد د راکش کولو له پاره هېوادوال ، په تیره بیا روڼ اندي سره لاسونه ورکړي . دا موضوع د خپل خصوصیت له مخې یوه سیاسي حقوقي او مسلکې موضوع ده چې مخته بیول یي پوره اړینه پوهه ، هوښیاري او ځیرکتیا غواړي . په سیالیو کې اموخته شوي افغانانو ته په کار ده چې د پاکستان څنډي کولو ته ګړندی هر اړخیز فعالیت او سالمه سیالې وکړي . په برتانیا کې د افغانانو د عدالت غوښتنې مرکز ( مدا ) چې د ۲۰۱۶ م کال په جولاي کې پرانیستل شوی ، غواړي ، د پاکستان د منزوي کېدو له پاره د افغان او بهرنیو حقوق پوهانو او کارپوهانو یوه اجماع راوغواړي ، د افغانستان اړوند د ټولو مظالمو او تیریو لاسوندونه ومومې چې د پاکستان د پوځ او اي اس اي له خوا شوي او په پاي کې هغه هېواد د جنګې جرمونو د ارتکاب له امله نړیوالي محکمي ته راکش کړي . ټاکل شوي دندی پلي کول یو هر اړخیز مسلکې کار دی چې باید د بهرمیشتو مینه والو افغانانو او د هېواد دننه هغه هېوادوالو له خوا پلی شي چې د یاد شوي کار په حساسیت پوهیږي . لکه چې محترم همایون تاچ ورته په خپله وینا کې ګوته ونیوله ، د پاکستان د ګوښه کولو او نړیوالې محکمې ته د هغه د کشولو نوښت په ټولو هغوهېوادوالو اړه نیسې چې له ډیر پخوا یي په دې اړوند د نظریو راکړه ورکړه او مشوره کوله . مدا د خپلو موخو د پلې کولو په هدف په برتانیا کې د افغاني او برتانیایي حقوق پوهانو د یوي کړۍ سره اړیکې ټینګې کړي او د یو شمیر وتلو کارپوهانو سره یي د مشورو د پیلولو تکل کړی چې څنګه د پاکستان د منزوي کېدو او نړیوال عدالت ته د هغه هېواد د وړاندي کولو لارې چارې ولتوي . مدا د افغانستان د حکومت د یو شمیر چارواکو ، په تیره بیا د امنیت شورا سره اړیکې نیولې او د هغوي په غوښتنه یي په کابل کې د استازولۍ د یوي کاري او اغیز لرونکې ډلګۍ د معرفۍ کار هم بشپړ کړی . مدا ته اوس روښانه شوي چې تر څو د پاکستان د انزوا او عدالت ته د وړاندي کولو په هکله  فکري کار غښتلی نه شي ، یو شمیر ساده زړې افغانان د هغه هېواد د ریښتینې څیري په کتلو نه شي بریالي کېدلی . همدا اوس یو شمیر هېوادوال شته چې د پاکستان د تبلیغاتو د اغیزي لاندي د خپل وطن د ورانولو په نه بښونکې عمل لګیا دي . موږ اوس د مدا په چوکاټ کې تصمیم نیولی چې د فکري کار د کرښو د واضح کولو په نیت یو سیمینار راوبولو او له هغو حقوق دانانو او کارپوهانو بلنه وکړو چې د موضوع اړوند علمي بحثونه وکړي او د عملي فعالیت یو ټاکلی چوکاټ ترسیم کاندي . څرنګه چې د پاکستان د انزوا او عدالت ته د کش کېدو کار دمدرحاله د بهرنیانو په مالي امکاناتو شونی نه دی ، له دې امله د سیمینار په څنډه کې به د مخته پرتې ملي مهمې دندې د پلې کېدو د مالي اړخ د برابرولو او پیاوړتیا اړوند هم نظر واخستل شي . همدارنګه د سیمینار په بحثونو کې به د موضوع په دې اړخ چې د پاکستان انزوا او ټیله کول یوازي یو سیاسي تبلیغاتي فعالیت نه دی ، بلکه هغه یوه ستره سرښیندنه ده خبرې اتري وشي . ځکه له دې سره برسیرن او په بي احتیاطۍ چلند کول ، بې ځایه سیالۍ هڅول او له مسلکې پولو وتل د موخې څخه د ځان د لیري کولو په مانا دي . مدا ستاسو سره د خپلو تجربو د شریکولو په برخه کې ځان ژمن بولي او له تاسو هم په درناوي هیله کوي چې د خپلوارزښتناکو تجربو د تبادلې له بهیر سره مو په اړیکه کې ساتئ . که داروپا میشت علاقمند افغاني حقوق دانان ، کارپوهان ، سیاسي ، فرهنګي ، ټولنیز او مدني شخصیتونه او د هغوي ټولني په خپلو میشت ځایونو کې یو له بله سره اړیکې ټینګې کړي او د پاکستان د منزوې کولو په اړتیا او اهمیت خبرې اترې وکړي او لاسته راغلې پایلې د یو او بل د خبرتیا په موخه سره شریکې کړي، باور شته چې په دې اړوند د اروپا په کچه د څرګندو اهدافو د تعریف او د هغې د پلې کېدو مشخص میکانیزم ټاکلو ته زمینه برابریږي . دا باید په یاد ولرو چې عدالت ته د پاکستان د مخته کولو دنده د هر افغان په اوږو لویږي او د دې ستري ملي دندي په سرته رسولو کې د بهر میشتو  حقوق پوهانو ، کارپوهانو او اګا وطنوالو رول او مانور د ډیري پاملرنې وړ دی ، ځکه په بهرکې اوسېدونکې افغانان د خوندیتوب د لرلو او اړینو سرچینو ته د لاسرسې له پلوه په نسبې مساعد موقعیت کې قرار لري . له دې امله زموږ ټولو دندي ډیر اهمیت مومې او پیچلې کیږي . د هېوادوالو یو خواخوږی وایي هغه افغان نسل به ویاړمن ژوند ولري چې په ګاونډ کې یي د پاکستان په نامه دولتي سیاسي تشکیلات له منځه تللې وي .

د جنګې جرمونو د محکمو د اصل له مخې ، راځئ چې ژر نړیوالي محکمې ته پاکستان مخامخ کړو ، تر څو د هغو وطنوالو روح ښاد شي چې د هغه هېواد د مظالمو او تیریو له امله یي خپل خوږ ژوند او ټوله هستې د لاسه ورکړي او هغه څوک په سزا ورسول شي ، چا چې دا جرم تر سره کړی دی . همدارنګه د جنګې جرمونو یوه بریالۍ محکمه کولی شي زړه بګنونکې تیر ته لاره  ورکړي چې ارام پریوځې او د هغې پر پایلو یوه سوله ایزه راتلونکې ودانه شي .  مننه

د ثور انقلاب د نړۍ د  نورو  سترو انقلابونو په هینداره کې

 

د فرانسې ۱۷۸۹ کال ستر انقلاب، د روسيې د اکتوبر ۱۹۱۷کال ستر انقلاب او  د افغانستان د ۱۹۷۸ کال د ثور «پرتمین» انقلاب ګڼ ټکي

د ثور پاڅون ته څوک کودتا وايې ، څوک پرتمین انقلاب، او څوک يې ناوړه بلوا بولي. سره ددې چه په دې باب  ډیر شمیر کتابونه او مقالې لیکلې شوي دي، خود ډول ډول  پړاوونو او د روزګار د  لوړو ژورو سره، په دې باب آن پخواني انقلابیانو په ارزونو کې سوالونه پیدادي. نو ښه به وي، که د ثور د قیام  ځای او موقعیت د نړۍ د  انقلابي پیښو په انګړ کې ولټول شي. د بل پلوه د تیروپیښو په باب به ځوانانو ته به د مالوماتو یوه ټوکرۍ شي.

لنډیز:

ـ د انقلابونو د ودې قوانین په نړۍ کې سره ورته دي، ځکه د بشري ټولنو د ودې قوانین سره مشترک دي.

ـ د فرانسې د ۱۷۸۹ کال انقلاب اود روسیې د ۱۹۱۷ کال انقلاب ته ځکه په تاریخ کې ستر انقلابونه ویل شویدي، چه:

۱) په خپله ټولنه کې يې د خواریکښو په ګټه ژور بدلون راوستۍ؛

۲) په سیمه او په نړۍ کې ددې انقلابونو اغیزې  دومره غښتلې وې، چه د لامله يې ګڼ شمیرنوي سیاسي رژیمونه مینځته  راغلي دي.

ـ د ثور انقلاب، د فرانسې او د روسيې د انقلابونو په شان بنیادي وو، ځکه:

۱) د خواریکښ ولس سره يې د خانانو، بډایانومناسباتو ته  ژور بدلون ورکړ. د افغانستان په تاریخ کې د لومړی ځل د پاره  په زرګونو بزګران د سود او سلم څخه خلاص شول، او د ځمکو خاوندان شول، چه آن په سترو انقلابونوکې ساری نه لري؛

۲) په ګاونډیو هیوادو کې د لویو بدلونونو سبب شو، په تیره بیا، د شوروي اتحاد  د ړنګیدو او د نوو جمهوریتونو د پیدایښت د پروسې پیل يې کیښود.

ـ د نړۍ لویو انقلابونو ته  لنډه کتنه څرګندوي چه له بده مرغه، د سور ترور، یا انقلابي دکتاتورۍ پیدایښت، چه نه یواځې په دواړو ستروانقلابونو کې بلکه په  چین، کوبا، او نورو انقلابونوکې، دباندنيو او داخلي دسیسو او شخړو دختمولو او انقلاب دژغورنې په موخه مینځته راغلې، د  بې پرې محکمې د فیصلو پرته يې وژل کړي اود  دیکتاتورانودزیږولو لامل ګرځیدلي دي، په پایله کې يې انقلاب ته د خپل لمړني هدف څخه انحراف ورکړی.

ـ د لیکنې د لوستلو سره به هرچا ته خپل خپل تصور پیداشي، چه  د ثور د انقلاب څومره پرتمین دی، او څومره ستر. خو زما په اند، په انقلاب کې حلوانه ورکول کیږي، انقلاب دخلکو قهر دی «  د خلکو قهر د خدای قهر دی»، هرومرو به پکښې جنګونه، مرګونه راځي. ښه به وي که دا انقلاب  زمونږه چارواکو، بډایانو او لوټمارانو، ته پند او عبرت شي، چه نور ظلم او بیرحمي بس کړي که نه یوځل بیا به خدای نه کا، د تودو د صبر کاسه نسکوره شي او انقلاب ته  مجبور شي.

هغو یارانو ته چه د موضوع سره لیوالتیا لري  ټوله لیکنه وړاندې کیږي:

 کودتا  که انقلاب‌

په نړۍ کې زیات انقلابونه ، قیامونه، کودتاوې،  بلواګانې او پر هیوادونو د غښتلو دولتونو یرغلونه  ترسره شوې چه د پاچایانو او ولسمشرانو د راپرزولو، سیاسي رژیمونو د نسکورولو، د مد نیتونو د ړنګولو، او بیساري مرګ ژوبلو لامل ګرځیدلي دي. يايې ټولنه د مدنیت دیوالونو شاته اچولې او یا يې د ټولنې د هوسا پرمختګ  تاداو  ایښی دی.

کودتا،  د وسله والو په مټه  او یا په چل ول د دولتي قدرت لاسته راوړل دي. کودتاوې په ډیرو هیوادو کې، په تیره بیا  په بیرته پاته افریقايي او آسیايي هیوادوکې، چیرته چه د قانون حاکمیت کمزوری وی، سر ته رسیږي. څو ډوله پایلې يې د یادونې وړدي: ـ د دولت مشر د خپل څو یارانو سره د واکه ګوښه شي، خو سیاسي رژیم او ټولنیزې اړیکې  په پخواني حالت پاته شي. داسې کودتاوو ته  قصري یا درباري کودتا وايې. په مصر او پاکستان کې د  جنرالانو پرله پسې کودتاوې يې ښه مثالونه دي. ـ په بل حالت کې ولسمشر د هغه د حکومت او رژیم  سره نسکورکړی شي، چه پایله يې  په ټولنه کې  یا  د یو دیکتاتوري ځای په ځای کیدل، د قومي او مذهبي کړکیچونو پیل او د دیموکراتیکو حقوقو محدودول شي، یا خو ولسمشراو دولت  له خوا  مترقي پروګرامونه پیل شي.

انقلاب، د زیربنايې او ژور تحول په مانا دی، چه د  کودتاوو، قیامونو، بلوا ګانو، مظاهرو، اعتصابونو او آن د مذهبي او قومي شخړو سره پیل کیدای شي. خوکله چه دا پیښې ټولنیز مناسباتو ته  ژور تغیر ورکړي، د خلکو د هرکلي او د  بشپړ ملاتړ سره مخامخ شي، نو په انقلاب واوړي. د ټولنپوهنې د تعریف له مخه، انقلاب د یوې ټولنې د غړو تر مینځ د کار د افزارو اوځمکو، فابریکو د مالکیت  بدلون او د تولیدي اړیکو تغیر دی. که انقلاب مترقي او د زیارکښ ولس  په ګټه وي نو بزګر یا کارګر چه د خان او سرمایدار په ځمکه یا فابریکه کې، د پلار او نیکه نه د یوې ګوله ډوډۍ  یا کوچني معاش د پاره کار کاوه، د انقلاب  په نتیجه کې د هماغې ځمکې خاوند وګرځی  یا فابریکه کې  د برخې خاوند شي. او بیا ورسره دده  ټولنیز مناسبات او معنوي حالات بدلون ومومي. یانې دی د خان او بای سره ځان  برابر او سیال احساس کړي.

مګر دا د ژور بدلون  تیوري، د خیالي (اوتوپيست) نظر په ډول، په کتابو کې پاته شوی ده. د نړۍ انقلابونو کې کم مثالونه شتون لري چه  ځمکې دې بزګرانو او فابریکې دې کارګرانو ته ورکړل شوې وي، نادار او بډای دې د برابر حق خاوند ګرځیدلي وي:  په عمل کې، نه د فرانسې، اونه د اکتوبر ستر انقلاب کې کارګر د فابریکې خاوند ندی شوی، نه بزګر ته چا دیوې ټوټې ځمکې قواله ورکړې ده.

ـ د فرانسې د ۱۷۸۹ کال نامتو، ستر انقلاب، چه  د یوې بلوا په ترڅ کې ، د باستیل د زندان او د پاریس شاروالۍ د نیولو سره پیل شو، لمړی ځل يې د بشریت تاریخ کې د انسانانو برابرۍ، د بشر د حقوقو اعلامیې په خپرولو اعلان کړه.  د بشر د حقوقو نامتو اعلامیه چه ټول انسانان، نارینه او که ښځینه دي د ټولنیز موقعیت، نژاد او ژبې  پرته، د برابر حق خاوندان دي، اوس هم د ملګروملتو او د زیاتو هیوادونو د  احترام او منلو وړ ده. په هاګ کې د همدې قانون پر مبنا جوړه شوې د بشر د حقوقو محکمه شته چه اروپايي هیوادونه يې کله کله پریکړې مني. ۲۱۸  کاله د مخه، د مرییتوب او د ځمکو سره تړلي د خرڅلاو وړ بزګرانو د شتون په زمانه کې ، د پاریس د کمون له خوا ددې  قانون جوړونه یو ژور بیساری نړیوال بدلون ګڼل  شوی.  یوه وجه يې  همدا ده چه د فرانسې انقلاب ته تاریخ کې ستر انقلاب ویل کیږي. د  نادارو، خواریکښو، د پیړیو پیړیو  ځوریدلو، کړیدلو طبقو  بیلا بیل قشرونه د بشر د حقوقو د اعلاميې او د جمهوریت د نامتو شعارونو ـ خپلواکۍ، برابري او ورورګلوي، سره ځانونه  د خپل هیواد کامل غړي وبلل او آن د  ملي اسامبلې د غړیتوب درجې ته ورسیدل. د فرانسې ستر انقلاب کې، د څو پړاوونو وروسته، د باندنیو مداخلو او داخلي بغاوتونو د ماتولو سره، کله چه  د یاکوبین د کلپ رادیکال انقلابیانو د روبسپیر په مشرۍ د چارو واګې په خپل لاس کې واخیستلې، د  دیکتاتورۍ دور پیل شو.  د انقلاب د نجات په نامه سور ترور سره،  نه یواځې شاه او ملکه، ارسطوکراتان، روحانیون، نویسندګان او پوهان يې د ګیلیوتین په تخته وتړل او  سرونه  يې ورپریکړل، بلکه د انقلاب موسسین او خپل نږدې انقلابي یارانو سرونه يې هم والوځول. دانتن، د فرانسې د انقلاب نامتو نطاق، د پاریس د کمون دویم شخصیت او د روبسپیر دوست، کله چه دده وار راغی او د ګیلیوتین په تخته يې څملاوه، چیغه کړه: «ځان وژغورۍ! انقلاب د وینو تږی دی». خو د ددې خونړي انقلاب  آوازې او د مارسیلیز د انقلابي ترانې زمزمې  د اروپا  د هیوادونو خلک  بیدار کړل، دپاریس د کمون د آزادي، برابري او ورورګلوۍ شعارونه دنړۍ هر ګوټ ته ورسیدل. نو ځکه ورته د سترا نقلاب لقب ورکړشو.

ـ په روسیه کې  د ۱۹۱۷ کال د فبروري د میاشتې کودتا چه د کادت او  اس ار د ډلو له خوا ترسره شوه، اود تزار سلطنت ته يې پایله  ورکړه، او په اصل کې د روسېې د بورژوازي پکښې لوی لاس وو، د اکتوبرسترانقلاب ته لاره هواره کړه.

د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر ستر انقلاب سره، د مشهورو انقلابي فرمانونو په ترڅ کې د روسيې د امپراطورۍ ټولې شتمنۍ د کارګرو او بزګرو د دولت  جمعي دارايي وګنل شوه، او ټول خلک په جمعي مالکیت کې د مساوي حقوقو خاوند وګرځیدل. خواریکشان د شخصي ملکیتونو خاوند نه شول، خو ددوي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې  لکه  کور، کالي، روغتیا، د اولادونو زده کړه او داسې نور د دولت له خوا ګرنټي وو. روسیه کې هم د ګاونډیو هیوادو په ملاتړ، د انقلاب مخالف قووتونو د پرولتاریا ځوان دولت سره کلکې شخړې پیل کړې. پایله يې د فرانسې په شان، د پرولتاریا د دکتاتورۍ په نامه  د سورترورشروع وه. د روس امپراطور د خپلې کورنۍ سره،  روحانیونو، اشراف او سیاسي ګوندونوغړيو، آن د بلشویک د ګوند مشرانو په دې خونړي طوفان کې ژوند دلاسه ورکړ. د ستالین د څه کم دیرش کلونو د مطلق العنانه واکدارۍ په دوران کې په لکونو روښان انده  انسانان د انقلاب د دښمنانو په تور پانسی شول او یا خو په تبعید ګاوو کې وراسته شول. د شوروي اتحاد امنیتي ارګان ـ ک.ج.ب. لکه دولت په دولت کې، په ټولو ګوندي او دولتي اداروباندې  مسلط شو.  ک.ج.ب. دستالین ترمړینې وروسته هم د شوروي اتحاد د ټاکونکي سیاسي قدرت په حیث پاته شوه، چه د سوسیالستي سیستم په بدنامولو اوړنګیدو کې يې نقش تر ټولو زیات وو. خو د ټولو ناخوالو اوظلمونو سره د اکتوبر انقلاب، دشوروي اتحاد سوسیالستي سیستم جوړکړ، چه د هیواد اکثریت  وګړي، کومو چه  د دولت پر سیاست نیوکې نه کولې، د تضمین شوي، آرام ژوند خاوندان وو. د شوروي سیستم ډیر ژر وده وکړه او په لنډه موده کې په یوغښتلي نړیوال قدرت بدل شو. د د ویمې نړیوالې جګړې وروسته، په کومې کې چه شوروي، د هتلر فاشیستي یرغلګرو ته ماته ورکړه، په نړۍ کې د سوسیالستې ایډیالوژۍ مینه وال ډیر شول، زیات سوسیالستې او مترقي هیوادونه مینځته راغلل، چه سوسیالستي بلوک يې تاسیس کړ. او د امریکې او انګلیس ښکیلاک ګرو ابر ځواکونو په مقابله کې ودریدل. د پورته یاد شوي ماهیت له کبله، د روسيې د اکټوبر انقلاب ستر انقلاب ونومول شو.

 

لنډه دا چه، په انقلابونو کې  د ډلو او شخصیتونو په مینځ کې ډول ډول درزونه او کړکیچونه آن د مرګ تر سرحده را پیدا کیږي، چه ځینې يې هم د انقلابونو د قانونمندۍ تابع دي. ځکه، یو ځل چه د ځوریدلي تودو انقلابي احساس وپارول شي، لکه سیلاو غوندې مخنیوی يې ناشونی ده، نو رادیکال انقلابیان قدرت په لاس کې واخلي، دډیرو چټکو بدلونونو لیوال، د غیره فکرونوخاوندانو سره دزور زیاتی چلند پیل کړي، د عدالت او برابرۍ وعدې دیاده ووځي، شکنجې او ترور شروع شي. نه یواځې روبسپیر، د پاریس د کمون د نجات د کمیټې رییس، سیاستوال او آن خپل یاران ووژل، د شوروي اتحاد دکتاتور ستالین هم د نورو ګوندونو او وروسته د بلشویک د ګوند نږدې ټول موسسین نابود کړل. په نتیجه کې مترقي، سوسیالستي انقلابونه د خپل اصلي هدف څخه چه د انسان  آزادي او هوسايي ده  منحرف کړی شول.

ـ د افغانستان د ۱۳۵۷(۱۹۷۸) کال د ثور د میاشتې د اوومې ورځې  پاڅون چه د یوې نظامي کودتا  سره پیل شو، د خلکو  دموکراتیک ګوند (ح.د.خ.ا) د مشرانو له خوا د بدلونونو د پروګرام د اعلام سره، د ټول ګوند ، د مترقي خوځښتونو او د وطنوالو د بشپړ ملاتړ په نتیجه کې د یو ملي مترقي انقلاب بڼه غوره کړه. اګر که انقلابي کودتا  د خلکي افسرانو په لاس ترسره شوه،  خو د ټولنې د مختلفواقشارو د اذهانو په روښانه کولو کې نه یواځې  خلکیانواوپرچمیانو، بلکه افغان ملیتانو، شعله یانو، صدای عوام، ستمیانواو نورو کیڼ او راست خوځښتونو ونډه اخیستې وه، او ټولنه انقلابي نوښت ته آماده شوې وه. د افغانستان انقلاب  لکه د فرانسې او د روسیې سترو انقلابونو په شان  د اشرافو، ارسطوکراتانو او بورژوازانو د انقلاب سره په ۱۳۵۳ کال کې د سردار محمد داود په مټه پیل شو، کوم چه شاهي رژیم يې ړنګ کړ. پنځه کاله وروسته د دولت له خوا د خلکو دموکراتیک ګوند ړنګول پیل شول، د ګوند رهبري زنداني شوه. حزب ته دوه لاري مخته وې، یا مو باید  د آل یحی اوږدو زندانونو ته ځان تسلیم کړی وای، یا مقاومت. په دې باب، چه ددولت د حملې په وړاندې باید ځواب ورکړ شي، د خلکو دموکراتیک ګوند مشر، نور محمد تره کي سره شفاهي توافق شوی وو. همداوو چه د ګوند د رهبري د خلاصون په موخه، د حفیظ الله امین  په ابتکار او قومانده، د خلکي افسرانو په مټو د ثور پاڅون بریالی شو.  خو مخکې تر مخه د انقلاب  جوړ شوي پلان شتون نه درلود.  خلکي دولت د خواریکښو د ژوند د بدلون په موخه عملي ګامونه واخیستل. په افغاني انقلاب کې د بزګرانو د پیړیو آرمان، د ځمکې د مالکیت د سندونو د لاسته راوړلو سره، اګر که د یوې لنډې مودې دپاره، د عمل جامه وا غوستله. د انقلابي دولت فرمان له برکته زرګونه خلک د سود خورو د ظلم څخه خلاص شول.

د ثور انقلاب د افغان ولس حافظې ته  د ژور بدلون تاریخي تجربه وسپارله، چه د خانانو او اشراف او سلطنتي کورنیو څخه د قدرت اخیستل او ددوۍ ځمکې په خلکو ویشل يې په عمل کې وښودل.  په همدې دلیل دی چه دا انقلاب زیاتره طبقاتي ـ سیاسي ماهیت لري.

د ثور د انقلاب ستره اغیزه د منځنۍ آسیا د جیو پولیتیکې  څیرې په  بدلون کې د کلکې پاملرنې وړ ده. تاریخ پوهان به دا ولیکي، چه د لوی شوروي دولت په پنځلسو برخو ویشلو کې، نه د امریکې، عربو او پاکستان په ملاتړاسلامي ګوندونه، او نه د ګرباچوف د نړیوالې سولې سیاست هومره اثر درلود، کوم چه د روسانو په لاس د خلکي دولت د راپرځولو په خاطر، د افغان ولس له خوا د غچ اخیستلو ارمان وو. د افغانستان خلک چه د روسانو د « انترناسیونالستي مرستو» په نیت وپوهیدل، اسلامي  ګوندونو ته يې غیږه پرانیستله او د مقاومت اساسي پیټی يې په اوږو کیښود. په دوۍ کې هغه بزګر هم وو، چه خلکي دولت ورته ځمکه ورکړې وه، خو اوس يې  قواله  ناچله شوې وه. نو په زغرده ویلی شو، چه د ثور انقلاب د آسیا سیاسي څیره  بدله کړه.

دا واقعیت دی چه په انقلاب کې نُقل نه ویشل کیږي. لکه مخکې چه مو یاده کړه، انقلاب د خدای غضب دی، ویجاړونکی طوفان دی، مرګونه پکښې خامخا راځي. لمړی ګناه يې د ظالمو حاکمانو په غاړه ده، چه کلونه کلونه يې په بیرحمۍ د خلکو وینې څکلي، خلک یې لوټ کړي، ظلم او ناروا يې ورسره کړې ده. هوښیار چارواک هومره زورزیاتی نه کوي، چه خلک انقلاب ته مجبورشي. د ۱۳۵۷ کال د ثور انقلاب څخه باید اوسني لوټمار او په فسادونو او توطؤککړ، د افغانستان ددښمنو ښکیلاک ګرو هیوادو سره تړلي حاکمان، څه انتباه واخلي. ۲۷/۴/۲۰۱۷