د کابل خونړې غميزه

 

کومې خونړۍ پیښې چې د ۱۳۹۶ کال د غبرگولي د ۱۰ څخه تر ۱۳ پورې زمونږ د هیواد په زخمي زړه کابل کې منځته راغلې، نه يوازې مرګونې خواشینونکې او د غندې وړ دي، بلکې داسې بریښي چې د هرې واقعې تر شا له هغې څخه بد تره سر را پورته کوي.
د پورتنیو غمیزو مالي او ځاني تاوانونه خو د نني نسل په اوږو بار دی مګر هغه ناوړه پردي موخېچې په عقبه کي پلان شوي د حوادثو سیاسي نظامي مسیر دومره بدمرغۍ ته کشوي چې که چیرې زمونږ خلک په ځانګړې توګه د هیواد ملي، اسلامي او ډیموکراټ او عمومي سیاسي پاخه کادرونه پرې روغ رمټ ملي فکر و نه کړي نو د افغانستان د خلکو ژوند او د ملک یووالی د لومړۍ درجې ګواښ سره مخامخ کيږي. زمونږ په خاوره کې د جنګې جغرافیې پراختیا او په عمومي جغرافیه د ملک الطوایفۍ په بڼه د ثروت، واکمنې، مذهب او قومیت پر تیوریو د سمبالو پردي پالو اړخونو حاکمیت د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هغه نغاره غږوي چې د عراق، سوريې، یمن او لیبیا ملتونه پکې خاورې ایرې شول.
د ژورې خواشینۍ ځای دا دي، کوم کابل چې عمرونه عمرونه د رڼو، پراخو ملي غورځنګونو زیږنتون وه د اجیرانو، زورواکانو، متعصبو قبیله پرستانو او مذهبې سوداګرو د بې واکۍ او بې باکۍ له امله د دومره ذلیلو، کوچنیو، غیري ملي، غیري ډیموکراټیکو تیوري ګانو او سیاستونو په روزنتون اوښتی چې د افغانستان د لوړې تنې څخه ډیر ټيټ دی. د افغاني ټولنې سیاسي کاروان لسیزې لسیزې پخوا د قومي، قبیلوي، مذهبي پولو څخه ملي او وطني پړاو ته رسیدلی وو. نن چې افغان د افغان سره د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، سوني او شعیه په نومونو جنګول کیږي د یو تاریخي ملت سپکاوی او په خړو اوبو کې کبان نیول دي. دغه خونړۍ ډرامې چې د هیواد په کلیو او ښارونو کې روانې دي هر افغان يې محکوموي او زه يې هم په خپل ځای او وار غندم، مګر په غندلو ستونزه نه حل کیږي. اصلي ستونزه د افغانستان په اوسني سیاست کې د خپلې ملي او ټولنیزې برخې څخه د خلکو محرومیت، د نیمه نیم کوره بې واکه حاکمیت د تیورۍ  پر اصل ټینګ دریدل او د جګړې ادامې ته زمینه برابرول دي.

د کابل خونړې غميزه خورا درنه زړه بگنونکې وه دی پېښې د نورو غملړلو پېښو په شانه افغان ولس ته معنوي او مادي زيانونه ورسول زه ددی پېښې شهيدانو ته جنت فردوس غواړم او ټپېانو ته اجله روغتېا اوويرجنو درنو کورنيو ته د زړه صبر حوصله غواړم ما دا شننه دافغان پيوستون راډيو  چی په سويډن هېواد کې خپرونې لري په نېټه 20170605 د يوی مرکې په طرز کې کړی

د افغان پيوستون خبرېال پوښتنه وکړه چی دا ترينگلي حالات به کومې خواته درومې او څه کول پکار دي چی ددا ډول پېښو مخه ونيول شي،ما د خبرېال پوښتنې ته لږ وضاحت ور کړ او زياته مې کړه چی دا ډول حالات به تر هغې دوام کوي تر څو چی موږ د يو واحد ملت په توگه د هر مداخله کونکي د مداخلو لپاره قوي هوډ و نه کړو د شخصې گټو پر ځای ملي گټو ته ړومبي والې ور کړو دا څلور لسيزې زموږ ولس د پرديو دلاس وهنو او د پرديو د تو طيو له امله قرباني ور کوي،زموږ دملت دازبون دښمن تل په کمين کې ناست اود نوو پېښو بندبس کوي ولې موږ ددی پر ځای چې د ولس گټو او يوالي او ورولی ته توجو وکړو په خواشنې سره د نفاق لپاره يو شمېر کړې کار کوي خپلې گټې په نفاق او گډوډ حال کې ويني په اوسني حال کې د هر مدني خوځښت لپاره قوانين شته د عدالت غوښتل او خپل نظر ويل د هر چا روا حق دی خود قانون نه منل اوتر قانون پورته عمل خپله جرم شمېرل کيږي اوسنيو چارواکو په کړنو او عمل کې خورا زياتې نيمگړتېاوی شته دسمونې لپاره جدي کار نه کيږي زما په اند ټول هغه کړنې چی په امنيتي برخه کې سرته رسيدلي نيمگړې دي يوه بېلگه که چارواکو د 209 شاهين قولی اوردوپېښه يا د ۴۰۰ بستريز روغتون پېښه او يا هم د کندهار او خوست پېښې په سمه توگه څېړل شوی وی او غفلت کونکو ته سخته سزا ور کړل شوی وی نو نن به په کابل کې ددی ناورين مخه نيول شوی وی وگوری دشمن د زمنبق په څلور لاری کې چاودنه سرته ورسوله بيا يي پر جنازه دری ځانمرگېو ته ځان ورسولو ولی دلته امينتي چارواکي په امنيت کې کاملا پاته را غلل که چارواکې نه پوهيږي د نړېوالو دی مرسته وغواړي دامريکا او ناټو سره امنيتي تړون د څه لپاره شوی دا تړون يوازی کاغذ دی او که بل کوم مفهوم هم لري.چارواکو ته په کار ده چی خپلې کړنې وارزوي نيمگړتېاوو ته جدي پاملرنه وکړي کادري سياست او باورمندی ته پاملرنه وشي او کنه حالت به تر دی نور هم بدتر شي.

محمداقا کوچی

لنډه غرتوب که مدني لاریون؟

 

د کابل په زنبق څلورلارې کې د چهارشنبې ورځې ترهګریز برید چې شاوخوا ۵۰۰ تنه افغانان پکې ژوبل او ووژل شول او په ټول ملت پورې اړه لري، پخپل ډول کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده. داسې ټکي او کلمې چې دغه او دې ته ورته پېښې پرې وغندل شي د ژبې په وییغونډ کې نه موندل کیږي. د حکومت د امنیتي بنسټونو دنده ده چې د داسې پېښو له پېښېدو مخکې د هغو د مخنیوي لارې چارې وسنجوي، تدابیر له مخکې ونیول شي او یوازې د پېښو پېښېدو ته منتظر پاتې نه شي!

حکومت په هیڅ شان په تېره بیا د هېواد په پلازمېنه کابل کې، د داسې ناورین او ناتار په مخنیوي کې له خپل غفلت او مسوولیت څخه ځان نه شي بچولای!

کابلیان او د قربانیانو کورنۍ حق لري چې له حکومته د خپلو شهیدانو او ژوبلو پوښتنه وکړي. کابلیان حق لري لاریون وکړي او د هغوی وړ استازي د حکومت هغه نیمګړي تدبیرونه په ګوته کړي او د هغو د سمون لار وښۍ چې د داسې پېښو د تکرار لامل ګرځي!

خو له داسې پېښو، د شهیدانو له وینو او د ژوبل شویو له ټپونو څخه د نوروسیاسي موخو لپاره او د ملت له وینو څخه د ملت پرضد ګټه اخیستنه، د حکومت له غفلت او مسوولیت څخه څو واري زیات، ملت او هېواد ته تاوان پېښولای شي.

پرون که په یوه ناورین کې د ملت څو سوه تنه ټپیان او شهیدان شول، نن له یاد ناورین څخه د لاریون په نوم نور افغانان د ځانګړو سیاسي موخو لپاره ووژل شول. دا چې وايي، وینه په وینه نه مینځل کیږي او د غمیزې ځواب په غمیزه نه ترسره کیږي، خو له بده مرغه په ننني لاریون کې وینه په وینه ومینځل شوه، یوې غميزې بله وزیږوله او د هغو کورنیو شمېر نور هم زیات شو چې د غم پر ټغر ناستې دي!

د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال مرادعلي مراد وايی چې لاریونوالو پولیسو ته مخکې له مخکې خبر نه ورکړی، بلخوا په لاریونوالو کې ځیني وسلوال وو چې په پولیسو او عامو وګړو يي ډزې کړې دي.

په ځینو رسنیو کې دا پوښتنه چې د کابل د لاریون غوښتنه ولې شوې، چا کړې اوکومې خواته درومي، یوه پرځای پوښتنه او وړاندوینه ده.

د BBC د خبریال په وینا،«د مظاهرې غوښتنه د خواله رسنیو له لارې د امنیت خوندیتوب کې د حکومت بې کفایتي تر شعار لاندې شوې وه، خو وروسته د مظاهره کوونکو غوښتنه بدله شوه او دوی د افغان حکومت د مشرتابه غوښتنه کوله»

په حقیقت کې اسلامي جمعیت او نظارشورا چې د خپل تنظیم بیرغونه يي لیږدول، د لاریونوالو له پارېدلو احساساتو څخه په ناوړې ګټې د لاریونوالو غوښتنې بدلې کړي او لاریون يی د خپلو تنظیمي او سیکټاریستي ګټو تر سیورې لاندې راوست.

په هغه کسانو کې چې د لاریونوالو غوښتنو ته يي بدله بڼه ورکړه او لاریون يی د خپلو ځانګړو موخو قرباني کړ، له نورو مخکې احمد ضیا مسعود وو. نوموړی وايي «دوی به تر هغه مظاهرې کوي چې حکومت استعفا وکړي. د نوموړي په خبره، باید لنډمهالی حکومت جوړ شي او بیا رڼې ټاکنې وشي.»

بل تن لطیف پدرام دی دي چې وايی« دا حکومت له هرې خوا پاشلی، په فساد کې ډوب دی، باید استعفا ور کړي»

په هغه شعارونو کې چې د لاریونوالو پر دړو لیکل شوي وو، دا هم لېدل کېده چې «ارګ باید سرنګون ګردد»

بلخوا د اشرف غني تر څنګ د اسلامي ګوند د مشر حکمتیار پر ضد هم کمپاین روان وو.

له ننني لاریون څخه یوه ورځ مخکې، یا د پنجشنبه په ورځ هم د اسلامي جمعیت او نظارشورا په لاړو لمدو رسنیو راتلونکي یانې ننني لاریون ته لمن وهله او د لاریون له غوښتنو وراخوا يي غوښتنې وړاندې کولې. په دې اړه افغان پيپر لیکلي«اشرف غنی رییس جمهور و حنیف اتمر مشاور ارشد شورای امنیت ملی کشور ساعتی قبل ارگ ریاست جمهوری افغانستان را ترک کردند. یک منبع از ریاست جمهوری کزارش داد که رییس جمهور در میدان هوایی بگرام دیده شده که توسط چرخبال از ارگ به بگرام منتقل شده است.

هنوز از مقصد رییس جمهوری و مشاور ارشد شورای امنیت ملی خبری در دست نیست اما گفته می شود که در میدان هوایی بگرام بسر می برند تا در صورت بدتر شدن اوضاع امنیتی کابل، به سوی پاکستان یا مقصد دیگری فرار کنند.»

همدارازد کابل  فضا د لا خړپړولو لپاره نوموړي سرچینه دا هم زیاتوي«جنرال عبدالرشید دوستم در همراه تعدادی از نیروهای خود با یک طیاره ترکیه وارد کابل شد. وی در یک سفر از قبل اعلان ناشده وارد کابل شده است و قرار است به جمع تظاهرات کنندگان بپیوندد.»

د زنبق څلور لارې له پېښې سملاسي وروسته، د ولسمشر غني د دې هوډ سره چې وايی«افغان حکومت به د کابل پروسې غونډې ته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو او د وسلوالو ډلو سره د دغه هېواد د همکارۍ اسناد او شواهد وړاندې کړي» او هم د ولسمشرله دې تیکل سره چې وايي«د بشر ضد ډلو خلاف ملي خوځښت او جدي اقداماتو وخت رسېدلی دی»هممهال، نظارشورا او اسلامي جمعیت هېواد کې د لا ګډوډۍ په موخه، په لاریون کې تاوتریخوالي او وسلې ته لاس اچوي!

د ۲۰۱۷ کال د جون دوهمه

سرلوڅ مرادزی

دسیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي:حزب ملي (کلوپ ملی ) یا سرکاري حزب

30.5.2017Klofi mili
څلویښتمه ۴۰ برخه
په ۱۳۴۳ هجري کال کي لوی جرګې تر لس ورځنیو ناستو وروسته اساسي قانون تصو یب کي. په هغه کي د مطبوعاتو د ازادی او سیاسي احزابو د جوړیدو ذکر راغلی وه.لا اساسي قانون توشیح سوی نه ؤ چي یوشمیر فعالو روڼ اندو د اخبارونو په چاپ او وېشلو شروع وکړل حتا د سیاسي احزابو په جوړولو لاس پوري کړی. د افغان روڼ اندو داسي ژوري تندي، میني، له مطبوعاتوو، نشراتو سره علاقه، په سیاست کي ونډي اخیستلو شاهي کورنۍ سخته و ډا رول. دا هغه زمانه وه چي د باندنی نړۍ په بشپړه توګه پر دو برخو تقسیم ؤ.

۱ـ سوسیالیستي، د مکراتیک او دهغوی طرفدار هیوادونه وه.

۲سرمایداري، میراثي شاهي او دیکتاتور هیوادونه او دهغوی تر نفوذ یا د هغوی تر اثرلاندي هیوادونه وه.
د نړۍ د دغو نظامونو او یا نظامي سیستمونو تر منځ وېش یوازي د حکومتونود شکلی جوړښتونو توپیر نه وه، او نه دا هیوادونه د مذهب او دین له مخي سره متحد او جلا وه، بلکي په ژوره توګه هر لوری د یوه ځانګړو اقتصادي سیستمونو لرونکي وه. هلته د ثروت (ګټو او وېش) خبره وه ،نو ځکه دوی سره ویشلي وه د دوی هرڅه یو د بل په تقابل کي قرار لاره. د دوی دغه تفاوت دوی دې ته اړ کړي وه چي هریو په وروسته پاته هیوادونو په ټولو چارو په خاصه (اقتصادي او سیاسي ) برخوکي لاس وهني وکړي.
نو په افغانستان کي هم هر نوي خوځښت چي ظهورکاوه، په طبعي توګه هغوی به له یوه د د غو پورته یاد کړل سوو سیستمونو د تجاریبو څخه ګټه اخیستل دهغو په رڼا کي به یې قدم اخیستی. چي په ټولنه کي دوی دراستي او چپي اړخو ګوندونو په نومونو مسماسول.
ټولو هغو ګوندونو چي د خپل هیواد ترقی، پرمختګ او بد لون ته لمړي توب ورکاوه،هغوی ځانونه د موکرات بلل مګر مقابل لوري دوی د چپو او کمونستانو په نوم تخریبول، یایی دهغوی د نفوذ د مخنیوي او کمزوري کیدولپاره هم شکله ګوندونه ورته را جوړول. یا یې د دین او مذهب تر پوښ لاندي داسي ګوندونه او تنظیمونه را ایستل چي د دوی د ګټو په دفاع کي و دریږي، زموږ په ټولنه کي تاسو هر څه په سترګو ولیدل.
هغو چي پاکه مبارزه کول او د یوې داسي ټولني جوړید لوته ئې لاره هوارول چي په هغه کي یوانسان وبل انسان ته د ورور په سترګه و ګوري. خود مقابل لوری لخوا به دوی په کفرتورن کیدل. سره لدې چي دغه یو اسلامي شعار وو. نو ازاد مطبوعات هغه وو چي د حکومتی مطبوعاتو په اړخ کي یې خپروني لرلې او پر ورځني، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي سر بیره یې د د ولت پرچارواکو انتقادونه کول، په واقیعیت کي دازادو مطبوعا تو هري جریدې د یوې سیاسي ډلي د ژبي حیثیت لاره.
شاهي کورنۍ د دوی نشرات نه سوای زغملای، هغه وه چي سردار محمد داودخان دا ټول نشرات یو په بل پسي بند مسؤلین او پلویان یې زندانو ته واچول.د غه حرکت محمد صدیق فرهنګ د کلوپ ملي په نوم، غلام محمد غبارد حزب ملي په نوم او محمدابراهیم عطایئ یې هم په کلوپ ملي سره معرفي کوي. د دروواړو خبره یوه ده . دري واړه لیکی: کله چي د ویښوزلمیانو د حزب مخي ته پاچا(محمد ظاهر) او صد راعظم( شامحمود) و درید ل، د سیاسي فعالیت حق ئې ورسلب کړی. د دا نورو را غوړیدلو جریدو، اخبارونه او ګوندونه او د هغوی د سیاسي فعالیتونو مخه (سردار محمد داود) خان ونیول. دا هغه کلونه دې چي په هلمند ولایت امریکایي کمپنۍ د کجګي پر بند او لشګر کاه کي کار کوي، د کابل او کندهار سړک جوړوي، روسان په بلخ ، شبرغان کي پر کود برق او تفحصاتو، او جلا اباد کي د زیتونو پر فارم باندي کار کوي او د کندهاره تر هرات او تور غنډي پر سړک په کار لګیا دي. چینایان په پروان کي د کانال او بند په جوړیدو، المانیان په پکتیا ولایت کي، فرانسویان په ټول افغانستان کندني او پلټني کوي.
پدې وخت د شاهي کورنۍ اصلي وارثینو(انګریزان) او غرب لیدلو ټنبل همکاران خپلي غلطی ته متوجې سول،چي په هیواد کي د ټولو روڼ اندو ټکول، بندي کول د اخبارونو نشتون خو دغو دلته راغلو د شرق او غرب هیوادو څخه کاګر کونکو او سیاسي نمایندګانو ته خوند نه ور کوي. د دوی په کم فکرچي خاریجان تیر باسي یوه داسي کمزوري کار ته یې لاس واچاوه. داسي چي شاهی کورنۍ خپل یو شمیرکمزي ماهرین لکه: سردارمحمد داؤد خان، سردارنعیم خان، مجید زابلی، سردارفیض محمد خان زکریا او علی محمد خان بد خشانی دوی وګمارل چي خپل ځوانان مصروف وساتی او خاریجان خطاباسي..
سردارمحمد داؤد خان چي په د غه وخت کي د ملي د فاع او داخله وزارت سر ګروپ هم ؤ د دغه حزب مشری کوله. او څو نورو په حکومت کي شا ملوغټو چوکیو لرونکو پرلاس یې د غه حزب را جوړکړی. دا چي ولس یې په جوړښت کښی برخه نه لرل ویی نه سوای کولای پرمختګ وکړی.
ښاغلی غلام د ستګیر پنجشیری په دې باب په خپل کتا ب ”ظهور و زوال حزب د موکراتیک خلق” په۱۱۹ص کي لیکی:” شمس الدین خان مجروح ازطریق صدای امریکاوپروګرام تاریخ شفاهی قرن بیستم (بی بی سی)، ۱۹۹۸ بوضاحت کامل اعتراف کرد که او رهبرکلوپ ملي بو ده است”.
څنګه چي سردارمحمد داؤد خان د صدارت چوکۍ ترلاسه کړل، نورد حزب کلوپ ملي یا حزب ملي اواز چپ سو. باورنه لرم چي د ملي کلوپ مشری دی سردارمحمد داود خان بل چا ته خوشی کړې وي. سردارمحمد داود خان داسي شخصیت نه وو چي د بل تر مشرۍ لاندي دي په کوم حزب او حرکت کي ولاړ او ملګری سوی وای. سردار محمد داود خان یو کم سواده مغرور، ځان خوښونکی شهزاده وه. نور بیا

ژوند او ټولیزې رسنۍ

عبدلغفور لېوال

د لویدیز انسان یوه بدمرغي دا ده، چې د خپلو تولیداتو په غلامۍ کې کېوتی دی. تکنولوژي د لویدیز انسان د عقلاني او فکري هڅې او بریا محصول ده، کمپیوتر د انساني پوهې داسې تولید دی، چې اوس یې د انسان ژوند په ځان پورې تړلی دی. نننی انسان په کمپیوتر روږدی ( معتاد ) دی او که یوه ورځ یې اړیکي له کمپیوتر سره غوڅ شي، نو ددغه روږدي انسان د معلوماتو، کړنو او ان خوب وخوړو سیستم به ورګډ وډ شي. ختیځ ته دغه اعتیاد د ناروغۍ په څېر راغلی دی، مانا تر اعتیاده هم په بده بڼه . موږ افغانان په تکنولوژۍ معتاد نه، بلکې د تکنولوژۍ ناروغان یو. موږ ته د تکنولوژۍ ګټه او ارزښت نه، بلکې وایروس یې رارسېدلی دی. موږ له تکنولوژۍ او کمپیوتري پوهې څخه د تولید، اقتصادي پروسس او ځان پیاوړي کولو لپاره کار نه شو اخیستلای، بلکې د غم غلطولو، ځان بوخت ساتلو، یو بل راپرځولو او د رواني عقدو د تشولو لپاره کار ورڅخه اخلو.
تکنولوژي وسیله ده ، نه هدف . د تکنولوژۍ اصلي موخه او وجودي منطق د بشریت د انساني ژوند دشرایطو له ښه والي سره مرسته ده، مانا هدف دانسانانو د ژوند د شرایطو ښه والی او هوسایینه ده، تکنولوژۍ ته د هرڅه وقف کول، وسیلې ته د ځان رسولو مانا لري. تکنولوژي باید زموږ وږې ګېډې مړې کړي، موږ ته د کور، روغتیا، له خپلو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې او سم ټولنیز ژوند شرایط رامنځته کړای شي. لویدیز انسان د تکنولوژۍ په مرسته ځان همدې موخې ته رسولی دی، خو ستونزه یې دا ده، چې د تکنولوژۍ د ډېرې کارونې له لاسه پرې معتاد شوی دی او تکنولوژي یې د ژوند په مانا او مفهوم بدله شوې ده. تکنولوژي له لویدیځ انسانه نور انساني ارزښتونه تروړلي او هېرکړي دي.
خو موږ ختیځوالو په تېره بیا افغانانو ته تر دې هم په بده بڼه راپېژندل شوې ده، ځکه پرته له دې چې د ژوند شرایط یې راجوړ کړي وي، په ولږه کې یې په ځان روږدي کړي یو.
زما دا خبرې هېڅکله د تکنولوژي د غیبت او بد یلو په مانا مه اخلئ، بلکې د تکنولوژي او کمپیوتري امکاناتو د سمې کارونې لپاره یې د یوه وړاندیز د سریزې په توګه ومنئ. تکنولوژي او کمپیوتر نه په لویدیځ کې بده پدیده ده ، نه هم په ختیځ کې . اصلي خبره له دغو سترو ښکارندو (پدیدو) سره د لویدیز او ختیز انسان مخامختیا او چلند دی.
موږ افغانان چې د نړۍ له مدنۍ پرمختګونو څخه پېړۍ پېړۍ وروسته ساتل شوي یو، د تکنولوژۍ جادويي مرستې ته اړ یو، چې ځان په دغه ځغلنده او چټک کاروان پسې ورورسوو، خو په دې منډه کې بنسټي ربړه دا پوښتنه ده، چې څنګه ؟
کمپيوتر :  داسې یو جادويي بکس دی، چې هم په کې د شاړو زمکو د کرلو لپاره د اوبو بند ډیزاینیږي، هم یې د لګښت شمېر او شونتیاوې راپه ګوته کولای شي او هم یې د جوړولو ټوله لارنقشه په ګوتو راکوي، په همدې شیطاني بکس کې لوڅ او بربنډ فلمونه هم کتل کیږي او د ماشومانو لپاره له تاوتریخوالي ډکې لوبې ( ګېمونه ) هم چلیږي، زموږ ستونزه داده، چې موږته د کمپیوتر ماهیت او د کارونې دود په دا دوهمه بڼه کې راغلی یا مو راوستلی دی.
همدې بېلګې ته په کتلو، د کمپیوتري تکنولوژۍ په مرسته د ټولیزو رسنیو مجازي نړۍ کې زموږ افغانانو حضور ارزولای شو. فیسبوک، تویتر، واټس اپ اونور داسې جالونه، چې په نړیوال کچ د انساني اړیکو د چټکوالي، د افکارو او طرحو د ژر خپراوي او د انساني پرمختګ لپاره د پوهاوي راپوهاوي د بېړنیو شونتیاوو برابرولو لپاره جوړ شوي، ایا موږ یې همداسې کاروو؟
په افغاني فیسبوکي نړۍ کې څومره ښکنځلې، تکفیرونه ، بې مانا خبرې، چټیاټ او اباطیل ګورو؟
د دوی څومره والی د ګټورو، پوهنیزو، پرمختګ راوستونکیو، ښوونیزو او روزنیزو تفریحي هستوونو، ښکلاوو، ادب او هنر په پرتله څومره دی؟
هره ورځ له څومره داسې لیکنو او پوښتنو سره مخامخیږئ، چې ستاسو په ژوند او د ژوند شرایطو سره هېڅ اړیکه نه لري؟
په افغانستان کې چې وزګاري ډېره ده، د سالمې تفریح ( موسیقي، سینما، تیاتر او نورو) امکانات نه شته، ډېر کم خلک پر ګټورتولیدي کار بوخت دي، د رواني سکون او له ناخوالو څخه د تېښتې لپاره د فیسبوک مجازي دنیا د هغه ګډوډ بازار حیثیت لري، چې هرچا او هڅه ته په کې ځای شته ان که تاسو د پلورلو لپاره کوم څه ونه لرئ، هم چکر په کې وهلای شئ، چې خپل وخت په کې وړیا وپلورئ.
ښايي، ځینې دوستان به وایي، چې فیسبوک ډېرې ګټې هم لري، دامنم، خوکله مو د ګټو او تاوانونو ترمنځ د ارزونې او سنجونې کوم فکر هم کړی دی؟
سروې وکړئ، چې د کومې نړۍ یا کوم بل هېواد په مجازي دنیا ( ټولیزو رسنیو ) کې دومره سیاست کیږي، لکه زموږ په فیسبوکي دنیا کې چې روان دی؟ هغه هم د ښکنځلو، تکفیرونو او خونړیو سیاستونو په بڼه چې د افغان انسان د ژوند شرایطو له ښه کولو سره هېڅ مرسته نه شي کولای.
د فیسبوکي روږدتیا ( اعتیاد ) یوی لوی ناورین خو دا دی، چې موږ یې د عمل له ډګره لرې کړي یو، سیاست په فیسبوک کې، د پوهې دعوې په فیسبوک کې، کرنه په فیسبوک کې، ژرنده په فیسبوک کې او تولید په فیسبوک کې، ځکه سیاست په فیسبوک کې روان دی. تردې بهر موږ ټول وزګار، نهر، ټپي، غمجن او بې سیاسته یو، بې نظامه یو او بې طرحې او بې پلانه یو.
تر فیسبوک بهر مو زمکې شاړې دي او اوبه مو بهر ته روانې، شعور مو د منځنیو تورو پېړیو دی او تر فیسبوک بهر مو تورې په لاسونو کې دي او یو د بل سرونه غوڅوو.
په ټولیزو رسنیو اعتیاد څنګه په خپله ګټه راڅرخولای شو؟
له ټولیزو رسنیو څخه معقوله ځانساتنه او په عملي ډګر کې د خپل ژوند په شرایطو کې بدلون راوستل به ناشوني یا سخت وي، ځکه همدا اوس تاسو زما دا لیکنه هم ښايي له همدې مجازي نړۍ څخه لولئ، خولږ ترلږه دومره فکر کول خو په کار دي، چې دا مجازي نړۍ او د پوهاوي راپوهاوي وسیله ، څنګه په خپله ګټه وکارولای شو او له هغه منطق سره سم ورڅخه ګټه پورته کړو، چې له مخې یې دا اسانتیا را منځته شوې ده.
حللارې :
له دې لویې ټولنیزې ستونزې څخه ـ چې له بده مرغه اوس یې موږ په زیانونو نه پوهیږوـ د راوتلو لپاره د منډې له مخې درې لارې وړاندیزوم:
۱ـ پرټولیزو رسنیو دافراطي روږدتیا ( اعتیاد ) د مخنیوي لپاره د بدیلو بوختیاوو موندل  . ترټولو وړاندې مطالعه او کتاب لوستل، چې وروسته به یې په همدې مجازي نړۍ کې ورڅخه د کار اخیستنې پر لارو چار هم خبرې وکړو. داخبره اوس پوهنې زبات کړې ده، چې پر ټولیزو رسنیو بوخت نفوس د مطالعې لپاره ډېر زیات وړ نفوس ګڼل کیدلای شي.
نور بدیلونه یې تولیدي کار، لوبې، ورزش او لیکل هم کیدلای شي.
۲۲ـ پخپله د ټولیزو رسنیو د کارونې دود بدلول، په دې مانا چې په ټولیزو رسنیو کې د خپل حضور ګټورتیا او اهمیت له سره وارزوو. دا پوښتنه وکړو، چې په فیسبوک یا بل جال کې زما حضور ماته، ټولنې ته او نورو ته څومره ګټور دی؟ څومره زه څه زده کولای شم ؟ او څومره نورو ته ګټه رسولای شم؟
پر همدې بنسټ کړای شو، په ټولنیزو رسنیو کې د هغو زده کړو په اړه جدي بحثونه راپیل کړو، چې موږ  د خپلې مطالعې پرمهال ورسره مخامخ شوي یو. هر ه ورځ که تاسو درې پاڼې مطالعه هم کوئ، نو خامخا په کې یوه نوي څه ته متوجه کیږئ، چې ښايي له نوروسره یې هم شریک کړئ، یوه نوې پوښتنه ، یوه نوې پوهه او یا هم یوه نوې زده کړه، بس پر خپله پاڼه یې لنډیز ولیکئ او نور هم پر هغه بحث ته راوبولئ، دا له یوې خوا د مجازي د نیا منځپانګه ګټوره کوي او له بلې خوا تاسو له ځانه بهر په حقیقي نړۍ کې نور څه کولو ته هڅوي.
۳ـ د فیسبوکي نړۍ او عملي ژوند ترمنځ د پول تړل.  ډېر ځله ګورو، چې په ټولیزو رسنیوکې ښې خبرې کیږي، ګټورې طرحې وړاندې کیږي، پوهه خپریږي او داسې معلومات په ګوتو درځي، چې ستاسو د چاپېریال د انساني ژوند دشرایطو د ښه والي لپاره ګټور وي، خو ګڼ نور خلک تکنولوژۍ ته د نه لاسرسي له امله له هغو څخه نا خبره پاتیږي او دا ګټوره منځپانګه تر هغوی نه رسیږي. هڅه وکړئ، د ښار، کلي او بانډې خلکو ته د دغو خبرو په اړه معومات ورسوئ او تر دې هم ورهاخوا له هغوی سره کار وکړئ، چې له دغو ګټورو معلوماتو څخه په خپل ژوند کې ګټه پورته کړي او په دې توګه یوه پراخ ټولنیز بدلون ته لاره هواره شي.
که دا ومنو چې افغانان په څلریشتو ساعتونو کې اته څلویښت ساعته ګټور او تولیدي کار ته اړتیا لري، نو په داسې شرایطو کې له معلوماتي تکنولوژۍ څخه ګټوره کاراخیستنه یوه ښه هڅه ده او که نه بېړۍ مو ډوبه بولئ.

 

دسیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي حزب خلق یا ندائي خلق”:شعلهء جاوېد”

23.5.2017sholai jawed
اته دیرشمه ۳۸ برخه
د ” شعلهء جاوېد ” خښته د ډاکترعبدالرحمن محمودی تر ریاست یا مشرتابه لاندي په۱۹۵۰م یا۱۳۲۹هجری کال کي ایښو ول سوېده. ښاغلی ډاکترعبدالرحمن محمودي چي زوکړه یې د کابل په (تنور سازي) کوڅه کي په کال ۱۲۸۸هجري کي وه.پلار یې د وخت په حکومت کي د کښتي رتبي مامور تیر سویدئ. ښاغلي محمودې په غربت کي ژوند تیر کړي د کورنۍ د خرڅ د پیداکولو لپاره یې لرګي خرڅول او درس یې لوستۍ، دو خپل وطن په سطحه بو مبارز ځوان وو، روښانه چپ نظریات یې لرل، دی هم د وېښو ځلمیانو د ګوند له اهدافو سره جوړ نه.
نو پدې سبب ښاغلي ډاکتر عبدالرحمن محمودي هم د ښاغلي غلام محمد ”غبار” په شان ځانته د یوه بیل ګوند( خلق یا ندایې خلق) په جوړیدو لاس پوري کی. دوخت یو شمیر روڼ اندي ځوانان ور سره و درېدل، د مشرتابه غړي ئې:۱ – ډاکترعبدالرحمن محمودی د حزب رئیس، ۲ – محمد نعیم شایان د حزب منشی، ۳ – مولوی خال محمد خسته، ۴ – مولوی فضل ربی، ۵ – عبدالحمید مبارز، ۶ – ډاکترعبدالله واحدی، ۷ – محمدیوسف ائینه، ۸ – نورعالم خان مظلوم یار، ۹ – غلام احمد رحمانی،۱۰ – محمد طاهرمحسنی، ۱۲ – عبدالرحیم غفوری، ۱۳ – محمدیونس مهدی زاد ه، ۱۴ – ډاکترنصرالله یوسفی، سیداحمد ها شمی، ۱۵ – محمدابراهیم، حفظ الله، ۱۶ – عبدالرحیم زائی، ۱۷ – ډاکترعبدالاحد رشیدی،۱۸ – ډاکتر عبدالله رشیدی او څونور. غبار دوهم جلد ۲۵۵ص.
نشراتی ارګان ئې ”ندا خلق” چي د امتیاز خاوند ئې خپله ډاکتر عبدالرحمن محمودی او مسول مدیر ئې د محمودی زوم ولي محمد عطائی و. په ۱۹۵۱ م ـــ ۱۳۳۰هـ ج کال کي ئې په نشراتو پیل وکی په هغه کال کي د دوی د تیزو او تندو لیکنو له سببه د حکومت لخوا د ”نداخلق” نشریه هم بنده سوله.دوخت سلطنت او سلطنتي کورنۍ نه د ازادۍ په مانا پوهیدل او نه هم د خلګو ارده دوی ته څه مهمه وه. د سلطنتي کورنۍ هر غړی سلطان وو. دوی هیڅ کله د ولس د پوهولو سره مینه نه لرل.
هغه لویه کمزوري( یو او بل نه مننه، یو بل ته تن نه ور کونه) چي د نړۍ په ټولو ملتونو کي به څه وي، خو په افغاني روڼ اندو کي د افراط تر ګچي پوري دغي کمزوری شتون لري.هغه وو چي د دې حزب ”شعله جاوید” د مشرتابه غړو د ښاغلي ډا کتر محمودي په مخکي خپل ګوند د خپلي کورنۍ تر ګچي پوري را ټیټ او پر ټو ټو باندي سره ووې شئ. دوی ډ یر وخت سره یو ځای پاته نسول پرڅو برخو تقسیم سول. که څه هم چي د شعله جاوېد د ګوند په مشر تابه ناسته کي د بیلو ولایاتو او ژبو ځوانان سره کښیناستل، په خفګان چي د ټولني د عمومي شاته پاتوالي حاکم ذهنیت څخه را ونه وتلای سوای.
زما یاد دي چي د” پیام وجدان” په اخبار کي د دوی د ملګرو لخوا یوه اعلامیه خپره سوه چي عنوان ئې وو”جریان شعله جاوېد ازهم پاشیده شد رهبران شعله جاو ید میګویند راهی که رفته بو دیم ا شتباه امیز بو د ”.
د غه لاندي یې هغه ګروپونه وه چي څه وخت ئې د سیاست لمنه ټینګه کړې وه:

۱: – ”سا زا” ــ سا زمان انقلابی زحمتکشان افغانستان .

۲: – ”سزا”ــ سا زمان زحمتکشان افغانستان

۳: – ”سفزا” ــ سا زمان فدایی زحمتکشان افغانستان

۴: – ” ګروه نجات”.

۵: – ”ساما” ــ سا زمان ازاد ۍ بخش مرد م افغانستان.

۶: – ”سارمان رهایی افغانستان” .

۷: – ” ګروه اخګر”.

۸: – ”سا زمان پیکار”.

۹: – ”ګروه مستعضفین”.

۱۰: – ”سا زمان پیش اهنګ کار ګران افغانستان”.

۱۱: – ”هو اداران پاڅون انقلابی افغانستان”.

۱۲: – ” حزب عدالت” .

په ۱۳۹۴هجری کال د میزان پر۱۳ تاریخ مي په کمپوتری پا ڼه کي د شعلهء جاوېد په نوم یو څه ولوستل چي لیکل سوېدي د غه د ”شعلهء جاوېد” په نوم انقلابي جنبش یا د ځوانانو جنبش په ۱۳۴۴هجری کال کي د اکرم ”یاري” لخوا جوړ سوو، بیا پر زیاتو ټوټو تقسیم سو، چي د هغو له جملې څخه یې یوه برخه دغه دوی دي، چي اوس ځانونه د ”حزب کمونیست «مائو یستي» افغانستان ” بولي. پته او نوم ئې نسته. ممکن یونیم نور پټي ډلي او سړي به نور هم داسي وي. دغه چي د شعله جاوېد له سازمان څخه را و وتل او جلا ګروپونه ئې جوړکړل، یوه ئې تر خپلي محلی د باندي زیات نفوذ ونه کولای سوای.
هو د شعلهء جاوېد څخه جوړو سوو ټولو ګروپونو او سازمانونو به وطن ته د کار هیله لرل، ډ یر شریف خلګ د پا کو احساسا تولرونکي خلګ به یې لرل، زیات له دوی څخه به وژل سوي هم وي. مګرافسوس هغه د سیاسي مباریزینو عام خصلتونه( بیله جنګه، بیله تروره، بیله ډار اچوني اوماجرایوي) څخه مبارزه لاد دوی په اذهانو کی پوره و ده نه وه کړه.
همدا وجهه وه چي د نورو سیاسیونو په پر تله په دوی کی د ټوټه ټوټه کیدو پیښي ډیري وي.د د غه حزب داعضا ؤ شمیر چي به ترلسو اضافه کیدی حتمي به پر دووبرخو تقسیم کید ل، یو د بله ئې نه سرمنل، یو او بل ئې زغملای نه سوای. سره د دې چي د یوی ژبی او یوی منطقی به هم وه. د دوی له یو شمیر حلقو سره یې ژبنی تعصب وو.
په دې وجه د دوی یوشمیر ګروپونه سر بیره د سیکتارستانو بلکي د سیتمیانو په نومونو د خپلو مخالیفینو لخوا بلل کیدل. که څه چي په ټولو حزبونو او سا زمانونوکی نواقص وه، خو یو د بل سره په تفاوت . دهمدی وجهی په لحاظ د غه سا زمانونه په کابل، پروان، فراه او محدو دو منطقوکی منحصر پا ته سول د هیواد په نورو ولایاتو کي یي وده و نسوای کړلای.
ما د دوی په مشهورو څیرو یعنی د مشر تابه په غړوکي کوم ازبک، ترکمن، پشه ئی، بلوڅ، هزاره او پښتون څوک نه پیژندل. البته هغه د اولني ناستي بر خوالو دغه ګوند پرې ښود. نو دا یوه بله نیمګر تیاوه چي دوی ورته توجه هم نه کول. دهمدی نیمګرتیا په وجه د دوی د فعالیت ساحه ډ یره محدو ده پا ته سوه.
ما ته هغه وخت چي زه د څرخي پله په زندان کي بندی وم، هلته په زندان کي د دغو سا زمانونو یو شمیر غړو لکه محمد حنیف، سید بشر برهمن، عبدالطیف محمودی، نجیب الله، محمداکبر، فاروق حق بین، صالح محمد، کاکا خانو، مسجدی، استاد خلیل او نورو د خپلو مبارزو، فعالیتونو اوخپل منځي مخالفتونو کیسې کړي دي. په رښتیا چي تر ډیره برېده دوی د خپل هیواد او ولس سره مینه هم لرل،مګر یو کم شمیر یې د وخت د ” خاد” ادارې ته جاسوسي کول خپل ملګري یې په حکومت و وژل. چي ما په خپل کتاب ”محبس او قفس” کي د هغوی نومونونه لیکلي دي.
په محبس کي ټولو بندیانو دوی د ما ئویستانو په نوم یادول په هیڅ صورت سره په زندان کي مائویستانو د نورو بندیانو په منځ کي ځای نه لاره، نورو بندیانو دوی په ځانو نه ګډول بیخي یې د پردو په سترګه ورته کتل. چي زما د دې خبري ملاتړ به ټول دهغه وخت بندیان وکړي. دوی ته د عام ولس په منځ کي د ژوند کولو هیڅ چل نه ورتی، همیشه به د عامو بندیانو لخوا ترټل کیدل، هیڅ کله نورو بندیانو په خاصه هغو چي د اسلامي ګوندو په تور بندي سوي وه، چي غوښنه برخه د بندیانو همدغو جوړول.هغوی له ماؤ یستانو سره پریوه د ستر خوان ډوډی نه هم خول.
دوئ خپل ترمینځو چي د مائویستی سازمانونو د مختلفو ډلو د رهبری غړي وه، ځانونه ئې هوښیار معرفي کول مګرخپل ترمنځ سخت یو د بل د ښمن وه، ا مید لرم چي د وخت په تیریدو سره اوس د دوی په ذهنیتو کی یې مثبت تغیر راغلی وي. دوی زموږ د ټولني په سطحه روڼ اندي ( ښوونځی لوستي ښاري، ځوانان) وه تر ډیره برېده په یوه ژبه کي را ګریدل ئې بله نقیصه وه. سره د دې چي په اوله کي د دوي د رهبری دري غړي پار لمان ته ورسیده .
لکه :داکترعبدالرحمن محمودي، خال محمد خسته او نورعلم خان مظلومیار. دوي درې واړه مبارز او ښاغلي خلګ وه د سالم فکر لرونکي او ښه نظریات یې لرل اما د ”نداي خلق” په مشر تابه او دوهمه کټګوري کدرونو کي افراطیون سخت پر ګوند مسلط وه. افسوس د یو شمیر د افراطيونو، تحریک امیزه حرکات وه چي د نورو ټولو هغو سیاسیونو سره چي د دوی له ایدیالوژی سره سازګاره نه وه دوی په ټکر کي ودرول، بل خواته ظالم حکومتونه وه چي د دې حزب د فعالیت ساحه یې ور تنګه کړه. د نداخلق په نوم جریده چي د دوی لخوا نشریده. تر۲۹ شمارو خپر یدو وروسته د حکومت لخوا بند او خپر ونکي ئې هم د ډ یروکلو دپاره زنداني کړل.
ضروري یادونه: ښاغلي تاج محمد مظلویار وایي” که څه چي د میر غلامحمد ”غبار” د تاریخ په دوهم جلدکي دا خبره لیکل سوېده چي زما پلار ښاغلی (نورعالم خان مظلوم یارصاحب) د محمودي صاحب د ګوند”ندای خلق” د رهبری غړی او په شورا کي د دوی نماینده (وکیل) وو. اما رښتیا خبره دا ده چي زما پلار(نورعالم مظلوم یارصاحب) د ”نداخلق” د ګوند سره نه بلکي د ”جمیعت وطن” ګوند عضویت لاره. د دواړو ګوندونو د مشرانو لکه غبار او محمودی سره یې ښه اړیکي لرلې، پر یوه وخت ورسره بندي او بیا تبعد سوو.
زه د پلار پایوازی ته ورتلم،کله چي موږ د قطغن له تبعدګاه څخه بیرته میدان ښار ته راغلو،موږ پرخپل ټا ټوبي واړول، دوی هر یو محمودی او غبار به زموږ کورته راتلل، ما د دوی مجلسونه اوریدل. زما د پلار او غبار صاحب لیدني بیا ۱۳۴۴هجري کال کي بیا شروع سوې، محمودی صاحب له د همزنګ څخه تر خوشي کیدو یوه میاشتي وروسته مړ سوو. نو په زغرده وایم چي د (افغانستان درمسیر تاریخ ) په دوهم جلد کي دغه تیر وتنه سوېده. باید لوستونکي ورته متوجې وي.”
لیکونکی: لکه څنګه چي نورو هیوادوالو هم د(افغانستان درمسیر تاریخ ) پر دوهم جلد باندی نیوکي کړیدي، چي ښاغلې (حشمت خلیل غبار) د پلار په لیکنه کي څه تصروفات کړی دي، فکر کوم یو نمونه دا هم ده.
ډاکتر عبدالرحمن محمودی چي د نوموړی حزب (حزب خلق یاندایی خلق) مشرؤ نسبت نوروته زیات بندی او وځورول سوو. نه(۹)کاله ئې د عذابه ډک زندان وګالی ۱۹۳۱څخه تر۱۹۴۰پوری یې په زندان کي وساته. ظالمو واکدارو ډاکترعبدالرحمن محمودی هغه وخت د بنده ازاد کړي چي ویی لیدل نورد ژوند او سیاسي فعالیت توان پکښي نسته،رښتیا هم د زندا نه تر راو تلو وروسته ډ یرژرپه حق ورسید ئ. روح دي یې ښاد وي.
په افغانستان کی نوموړی کورنۍ د وخت د ظالمو حکومتو پر ضد ډ یره وجنګیده او د دې کورنۍ زیات غړي ښه انقلابیون وه. ما ته د دې کورنۍ ټوله تاریخچه ښاغلی خدای (ج) بخښلۍعبدالطیف محمودی چي د پولیتخنیک استاد و د څرخی پله په زندان کي هغه وخت بیان کړل چي ما او ده د واړو د مرګ په انتظار کي په یوه کوټه کي شپې سبا کولي.
د څرخی پله د زندان او ل بلاک غربی لوری د وهم منزل کي. تقریباد ری میاشتی وروسته دی اعدام سو. خدای (ج) دی وبخښی. د عبدالرحمن محمودی له مرګ سره حزب یی(ندایی خلق) هم په مړو کي وشمیرل سو.
ځکه نورد حزب خلق ندایی خلق په نوم څوک سره یونه سوه، بلکي په دې شکل ئې تر او سه پوري ۲۸بچي وزیږولي دي اوس یې هر کورنۍ یوه ځانګړې کړي لري راسی وګورئ دافغانانو بد بختۍ:

۱(حزب جفا کشان) په ۱۳۴۹هجری.

۲(ګروه انقلابی خلق های افغانستان) په ۱۳۵۱هجری.

۳(د ستمیانو په نو م )عثمان لنډ ی په۱۳۵۰هجری.

۴(ګروه انقلابی) په ۱۳۵۰هجری.

۵(ګروه اخګر) په۱۳۵۴هجری.

۶(ساما) د عبدالمجید کلکانی ډله په۱۳۵۷هجری.

۷ – ( دګروه جاو ید) .

۸ – (خوځښت وطن پر ستان).

۹ – (سا زمان خراسان).

۱۰ – (سا زمان او لسی).

۱۱ – (سا زمان پیکار).

۱۲ – (کانون فازا).

۱۳ – ( ګوافز).

۱۴– (فد راسيون).

۱۵ – (سا زمان ملی و د موکرات).

۱۶ – (فد راسيون محصلان).

۱۷ – (چریکهای حق پر ست).

۱۸ – (سا زمان تدارک).

۱۹ – (هجا ما).

۲۰ – (فدائیان).

۲۱ – (پیروان مکتب).

۲۲ – (مجا هد) .

۲۳ – (سائو).

۲۴ – (جمیعیت اسلامی زنان).

۲۵(انجمن ازداخواهان افغانی) درامریکا.

۲۶ – (جبهه مصلح چریکهای جانبا ز).

۲۷ – (رسالت اسلامی).

۲۸(سرخا)، حزب کچالو شولګره.

نور به هم وي، ښاغلۍ داکترعبدالرحمن محمودی په دې هم یو د پام وړشخصیت وو، چي د غسی خلګ ئې سره راټول کړیوه، پر یوه کاسه ئې راجمعه کړي وه. ډاکترصاحب محمودی دهیواد د پر مختګ هیله لرل، ځوانان ئې سیاست او سیاسي مبارزی ته رابلل. د نوموړی ترمرګ ورسته چا د لږوخت د پاره هم د غه کدرونه واحد ونسوای ساتلای، سره تیت سول.
د لته معلمولای سی چي زموږ د وطن د سیاسيونو سره د یوی پاکی هیلی چي لرل ئې کمزوری ئې هم لرلی. په یوه وړه ډله کي چي څه خلګ سره راټول وه هر یو پر جلالاره ولاړل. د نوموړی حزب پر غړو د ماؤیستانوټاپه ووهل سوه. د دوی مخالفینو او حتی د وخت د حکومت سردار داؤد لخوا هم د مائویزم پر ضد سخت منفی تبلیغات وسول.
۱۳۵۷هجری کال وروسته په خاصه توګه دروس تر اشغال (۱۳۵۸ کال د جدی ترشږمی وروسته ) د غو سیاسي ګروپونو څخه یوشمیرو ئې د وخت د حکومت د سیاست او پالیسیو ضد په افراطی تبلغاتی، نشراتی، ترورونو او اختطافونو ته لاس واچوئ، او د حکومت لخوا هم په بی رحمی سره وځپل سول.
مګر د ماؤ یستانو څه کسان چي د وخت د ”خاد ” اداری ته جذب سوي وه هغوی، تر پایه د خاد ادری سره سلامت پاته سول هغوی او څه نور یې اوس دغربې استخباراتو په مټ په دولت کي لوړی چوکی لاسته راوړي دي. نوربیا

اسلامي جمعیت: سیکټاریستي او د قومي کړکېچ ډله!

 

اسلامي جمعیت په دې ورځو کې یا د حالاتو په تازه موسم کې یوه بله استحاله (metamorphose) وکړ او لکه د مارانو په څېر چې د موسم په بدلېدو سره خپل زوړ پوټکی غورځوي، خو نېښ او زهر يي نه بدلیږي، دې ډلې هم پوښ بدل کړ او خپل زوړ سیکټاریستي او د سمت او قومي کړکېچ ماهیت يی په لا زور او جوش سره ژوندی وساته!

اسلامي جمعیت خپله مشرتابه جرګګۍ له ۹ تنو څخه ۶۴ تنو ته لوړه کړه او دې سره هممهال يي دعوه وکړه چې دا ځل يی د ملیتوب په لار کې یو بل لوی ګام پورته کړی او له دې وروسته یو ملي او سراسري ګوند دی. د دوی په اند، کله چې د مشرتابه جرګګۍ د غړو شمېر زیات شي، هومره په اتومات ډول ګوند ملي او سراسري کیږي!

خو که چیري د یوه ګوند په تشکیلاتو او جوړښت کې د هېواد د ټولو سیمو مخکښ وګړي ځان ونه ویني او لامهمه دا چې د ګوند په تګلار کې ملي ګټې او ارزښتونه د سمت، ټاکلي قوم او ژبې تر سیوري لاندې وي او ورسره په ټکر کې وي، ګوند یوازې د مشرتابه د شمېر په زیاتولو سره ملي نه شي ګڼل کېدای.

د مشرتابه جرګګۍ د دغو ۶۴ تنو غړو بشپړ ډیرکی هم د ټاکلي قوم، یوه سمت اوټاکلې ژبې وګړي دي؛ د هېواد د نورو سیمو استازي پکې یا نشته او یا څو تنه پکې د تظاهر او د نورو د تېرییستلو لپاره ټومبل شوي دي.

لاندې نوملړ چې د جمعیت د ګوند نوي مشرتابه ښۍ د پورته خبرې پوخ ثبوت دي:

اسلامي جمعیت  د مشرتابه جرګګۍ له پراختیا سره هممهال، خپلې تګلار کې  دوه خبرې نورې، یو پارلماني نظام او بل په دولت کې د واک د انحصار مخنیوی د خپلو اساسي کرښو پتوګه اعلان کړي.

په هېواد کې د جګړې د ختمېدو، د سولې او امنیت بسیا، د خلکو د سوکالۍ او یا د روغې جوړې لپاره د دولت د هڅو او په اقتصادي پروژو کې د دولت د پلانونو د پلیتوب په اړه همکاري او یا په هېواد کې دا شان نورې مهمې چارې د ګوند په تګلار او دندو کې نه یادیږي!

خو که د هېواد په روانو حالاتو کې د اسلامي جمعیت یوازې یادې دغه دوه موخې هم راوسپړو، د دې ګوند سیکټاریستي او ملي ضد ماهیت په ښه توګه څرګندولای شي.

پارلماني نظام چې په ځینو هېوادو لکه پاکستان او یا نورو کې ښې پایلې نه لري او یا په ځینو نورو هېوادو لکه هند کې بریالي یادیږي، اسلامي جمعیت يي افغانستان لپاره د ښېګڼې په نیت نه وړاندې کوي، بلکې له داسې وړاندیزه د دوی موخه دا ده چې د دولتي موجوده واکمني ریښې ټینګي نه شي او هېواد چې له هغې هم د واک په بېلا بېلو ټاپو ګانو ویشلی دی، همداسې پاشلی وساتي.

پارلماني نظام تر هرڅه مخکي پیاوړو ملي او سراسري ګوندونو ته اړتیا لري، چې له بده مرغه افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د اسلامي جمعیت په ګډون دغه شان ګوندونه نه لري او زیاتره دغه ګوندونه چې د ګوند نوم هم پرې نه شو ییښودلی او ډلې ټپلې يي بللی شو محلي، سمتي او قومي موخې لري. بلخوا دغه ډلې ټپلې د اسلامي جمعیت پشان وسلوال ګروپونه لري او لکه په تېرو لسیزو کې چې د قومي ګوندونو خپلمنځي جګړو ښودلې په دغو ډلو ټپلو سره موږ د پارلماني نظام له لارې په هېواد کې دولتي واکمني نه شو رامنځته کولی او سراسري امنیت نه شو ټینګولای.

له پارلماني نظام څخه د اسلامي جمعیت موخه په هېواد کې انارشي، ګډوډي او په پای کې د دوی له پلانونو سره سم د هېواد پاشل دی چې بیا يي ټوټې شوې برخې د خراسان په نوم د ایران په نس کې ورواچوي.

اسلامي جمعیت چې د خټې او ګټې له مخې مذهبي توندلارې سیکټاریستي ډله ده په پارلماني نظام، سیکولریزم او دیموکراسۍ باور نه لري. دوی پارلماني نظام داسې بولي چې هېواد دې د واحد نظام پرځای د واک په بېلابېلو ټاپوګانو ویشلی وي. په بلخ کې دې عطا نور واکمن وي، هرات له اسماعیل خان سره اجاره وي، په ننګرهار کې دې حضرت علي او ظاهر قدیر واکمني چلوي، فاریاب او جوزجان دې د دوستم له ملیشو سره برمته وي او په غزني او بامیانو کې دې د محقق جلا واکمني ټینګه وي. که داسې وي پارلماني نظام دی او که نه، د واک د دې ټاپوګانو پرځای یوه واحده مرکزي اداره رامنځته شي، هلته د دوی په اند واک انحصارشوی او دیموکراسي له ستر خطر سره مخ شوې ده!

د خنداوړ خبره دا ده چې د پارلماني نظام خبرې اوس لومړی د صلاح الدین رباني چې د ریاستي نظام د بهرنیو چارو وزیر او یا د عطانور چې د همدې ریاستي نظام د بلخ والي دی، له خولې راوځي.

بل پلو اسلامي جمعیت خپلو پلویانو او افغانانو ته ریاستي نظام د دولتي واک د انحصار سره مترادف اویوشان تفسیروي، په داسې حال کې چې دا دواړه بېلا بېل مفاهیم دي.

دوی ارګ او ولسمشر غني د دولتي واک په انحصار تورنوي، خو اساسي قانون په ریاستي نظام کې د ولسمشر په ګډون د ټولو دولتي او نادولتي بنسټونو دندې او مسوولیتونه روښانه کړي او د قانون پلیتوب د واک له انحصار سره یوشان ګڼل، له شیطاني هڅې پرته بل څه نه شي ګڼل کېدای.

دلته باید دا خبره په ډاګه وي چې هیڅ ګوند یا ډله نه شي کولای اساسي قانون د خپلو ګوندي او ګروپي تنګو اندونو او موخو په اډانه کې تفسیر کړي.

د واک زیات انحصار یوازې په ریاستي نظامونو کې نه، بلکې په پارلماني نظامونو کې هم لېدل کېدای شي، ښه بېلګه يي د پاکستان پارلماني نظام دی چې زیات واک يي له پوځیانو او ISI سره دی.

دا چې اسلامي جمعیت ریاستي نظام د خپلو سیکټاریستي موخو په وړاندې لوی خنډ بولي، نو په وړاندې يي پارلماني نظام د خپلو موخو د پټولو او د ولسي افکارو د ګډوډۍ لپاره رامخته کړي، که نه اسلامي جمعیت نه په پارلماني نظام او نه په دیموکراسي باور لري.

که د ګوند تګلار کې ملي ګټې او ارزښتنونه وتلی ځای ونه لري، د هغو د پلیتوب ژمنتیا نه وي او د جوړښت زیات عناصر يي هم د ټاکلي سمت او قوم څخه وي، که په داسې ګوند کې څوتنه د هېواد له نورو پرګنو څخه د تظاهر او تېرییستلو په موخه وټومبو، داسې ګوند ملي نه شو بللای.

اوس د دې وخت رسېدلی د عدليی وزارت باید د اسلامي جمعیت په ګډون ټولې هغه ډلې ټپلې چې د ملي تګلار پرځای قومي، سمتي او سیکټاریستي موخې پالي او ملي بېلتون ته لمن وهي او په تېره بیا په څنګ کې وسلوال ګروپونه لري، منحل او لغوه اعلان کړي.

که داسې ونه شي دا ډلې ټپلې د ملي او سراسري ګوندونو د رامنځته کېدو مخه نیسي او په پای کې موږ نه شو کولای چې د پارلماني دیموکراسۍ او غښتلي مرکزي دولت خاوندان واوسو.

د ۲۰۱۷ کال د مۍ ۲۵ مه

سرلوڅ مرادزی

دافغان ملت ګوند :

دقويوم معلم ليکنه

 

1344/17/ حوت

 

دافغان ملت ګوند کله چي په ۱۳۴۳ هجری کال کي د اساسي قانون د تصوب لپاره پاچا لویه جرګه را و بلل، د لوی جرګي لخوا دافغانستان اساسي قانون تصویب سوو. په اساسي قانون کي دا منل سوی وه چي افغانان کولای سی د دې قانون له مخي ګوندونه جوړکړی، اخبارولری، غونډی جوړی کړي او خپل د نظر اظهار وکړي. بد بختانه شاهي کورنۍ  د اساسي قانون دغه بند(ماده) هیڅ کله نه منل.

د لوی جرګې لخواد قانون اساسي تر تصویب وروسته یوشمیر منورینو داخبارونو او مجلو د نشر اجازه تر لاسه کړل، اویو بل شمیر روڼ اندو د سیاسي ګوندونو جوړیدو ته ملاوتړل. د احزابو قانون محمد ظاهر شاه  و نه مانه،  په رسمي جریده کي خپور نسوو. رښتیا خبره خو داوه چي په افغانستان کي د اخبار، مجلو او سیاسي ګوندونو جوړونه او چلونه یوه نوی او تازه راغوړید لی پدېده وه. خط لوستکونکو ډیر هیله لرل.

هغه ؤ چي په۱۳۴۴هجری کال د کب د میاشتي په(۱۷) مه نیټه د سه شنبې په ورځ  بادي  د کابل ښار په میوند جاده کي واقع چي هلته  د ښاغلي خادم صاحب کور وو، یوشمیر افغانان سره دېره سول، ځکه یو شمیر لیکم چي د برخوالو د نومونو لیست نسم پیدا کولای؟ د دوی له خولې او د دوی د لیکنو له رویه، چي  لیکې یې دي د(۶۲) تنو په یوه ناسته کي د افغان ملت ګوند د جوړیدو پرکړه و سول؟. ښاغلی غلام محمد ”فرهاد ” کوم چي د کابل د خلګوپه منځ کي ئې نیک شهرت لاره هغه یې د خپل ګوند مشر وټاکه؟.  دا هغه سوالونه دي چي د افغان ملت ګوند د مشرتابه غړي باید ورته جواب و وایي.

په خواشینی سره د دوی په ټولو نشراتو کي ما و نسواي کولای  د (۶۲) شخصیتونو نوم لیست پیداکړم. یوازي د دغه لاندي (۱۵) شخصیتونو د نومونو ذکر مي و ولیدی، د پاته (۴۷) تنو څخه دبل کوم کس  نوم یوه هم پر خوله نه دی  راوړي.

دغه لاندي سړي را پیژني لکه:

۱ –  ښاغلی غلام محمد ”فرهاد ” یا”پاپا”

۲ –  ښاغلی قیام الدین خادم.

۳ –  ښاغلی فدامحمد فدائی.

۴ –  ښاغلی حفیظ الله عبدالرحمزی.

۵ –  ښاغلی محمد رسول پښتون.

۶ –  ښاغلی عبدالله ورد ګ.

۷ – فقیر محمد بختیار.

۸ –  ښاغلی محمدامین واکمن.

۹ –  ښاغلی محمد صفد ر سالازی.

۱۰ –  ښاغلی سردار عتیق.

۱۱ –  ښاغلی اقبال ځاځی.

۱۲ –  ښاغلی محمد عمر سلطان پور.

۱۳ –  ښاغلی عبدالوهاب.

۱۴ –  ښاغلی سید مهدی.

۱۵ –  ښاغلی حسین ګل ځاځی.

. دافغان ملت داخبار څخه.

ما ډیر کوښښ و کړي چي د افغان ملت ګوند د اساس ایښودونکي ناستي د ګډون والو نوم لړ پیدا کړم او څه ناڅه د غونډي له جریانه  هم ځان او تاسي خبر کړم. زما د نورو کوښښونو په دوام په کال  ۲۰۱۶م د مي د میاشتي پر (۲۸) نیټه د امریکا په ویرجینا ایالت د ښاغلي میر انصاري او ډاکتر ملت مل په مخکي دغه پوښتنه  ما له ښاغلي محمد امین واکمن سره  داسي شریکه کړه، واکمن صاحب! ولي تاسي په هیڅ لیکنه کي د هغو(۴۷) نفرونوم لیست نه دی نشر کړئ چي ستاسي د ګوند د جوړیدو په اوله ناسته (کنګره) کي یې برخه لرل؟

که تاسي زما سره مرسته وکړې پدې هکله څه راته ووایې اود هغو شخصیتونو نومونه راته و وایاست چي ستاسي سره په اوله ناست کي وه. په دغه وخت کي چي ماله واکمن صاحب څخه د غه غوښتنه کول، ښاغلي محمد امین واکمن د افغان ملت ګوند افتخاري مشري پر غاړه لرل، او دې د افغان ملت ګوند د اولنی ناستی غړی وو. ده زما د سوال جواب را نه کړی، د بل چا نوم یې یاید نه کړی.بیا کله چي مي د ښاغلي واکمن صاحب  ”دافغانستان ملي نهضتونه”کتاب و لوستی هلته هم  زما دغه پوښتنه دغسي لا جوابه پاته سول.

پس پوښتنه پیدا کیږي؛ ولي د هغو (۴۷ ) نفرو نومونه یې پټ ساتلي دي؟ ما چي هر څونه هڅه وکړی، د دوی له مشرانو مي وپوښتل، د دوی لیکني ګورم تر پنځلس تنه  ډیر مي څوک پیدا نه کړل. په هر صورت، ښاغلی غلام محمد ”فرهاد ”  د افغان ملت د ګوند مشر د وه مرستیالان هریو خادم او فدائی، د مشر ”فرهاد ” صاحب زوی ئې منشي ونومول سول. دا نه سول معلومه چي د فرهاد صاحب مشر توب د هغه د مرستیالانو ټاکنه څنګه تر سره سول؟ انتخابات وسول؟ په څو رایو؟ انتصاب سول څنګه؟  تر ډیره  حده  زه  داسي فکرکووم چي یا ۶۲نفرو برخه نه لرل او یا به (۴۷) تنه د غونډی څخه وتلی او د دوی مخالف به وه، ځکه ئې دوی د نومونو د لیکلو څخه عاجزدی .زه باورلرم چي ۶۲ تنو اشتراک بیا د خادم په کور کي ممکن نه وه. ترکمه چي افغانان پیژنم که (۴۷) نفرو غونډ ترک کړې وي، هغه بیا کله چپ پاتیدل. پس تر دغه (۱۵) نفرو زیات څوک نه دي کښینستلي. دوی کوښښ کوي و ښې چي په اوله ناسته کي ډیرو سړو برخه لرل.

 

دوی لیکي چي د کنګرې په اولمړی ناسته کي سمد ستي داخبار پرنوم باندي اختلاف را پیداسو یو ګروپ د ”افغان” نوم خوښاوه بل د ”ملت” نوم. تر سخت جنجال وروسته چي یو د خپلي خبری نه او ښتی د واړه سره ګډ د ” دافغان ملت” نوم ئې داخبار نوم کښیښود چي په روڼ اندو کي دوی تر او سه په د غه نوم یاد یږی.

دافغان ملت اخبارپه ۱۳۴۵ هجری کال د وری د میاشتي پر(۱۶) نیټه د د فرهاد صاحب د ورور حداد په مدیریت  له چاپه راووتی. د اخبار د چاپ په او له ورځ یوشمیر د افغان ملت غړي د خوستی میلتیار په مشری دا ګوند پرایښود. تر دی پیښي وروسته د اخبار د چاپ مسؤلیت و حبیب الله ”رفیع” ته وسپارل سوو.

 

بل ځل لنډ په ۱۳۴۶هجری کال په لمړیوکی د خادم صاحب او حفیظ الله عبدالرحمزی په مشری یوشمیرخلګو دا ګوند پریښود.

په ۱۳۴۸هجری کال کي هغه وخت چي غلام محمد فرهاد ته د وخت ولسي جرګې ته لاره پیداکړل، فرهاد د ګوندي رهبری د پریکړي خلاف د صدر اعظم نور احمد اعتمادي سره لاس ورکړئ او اعتمادي ته یې مثبته رایه ورکړه. ګوندي رهبری فرهاد ته  د خپل دې عمل جزا ورکړه،  له مشر توب څه چي ګوند غړي توب یې دیوه کال لپاره په (تعلیق) کي واچاوه.

له دې سره سمدستي د فدایی په مشری یوشمیرسړو د د غه ګوند څخه لاره جلا کړه. او د ”ملت” په نوم ئې ځانته جلا ګوند جوړکی.

تردې را وروسته د څه وخت دپاره د افغان ملت ګوند خپه مائوس پا ته سوو. خو د سردارمحمد داود خان د حکومت پر وخت بیا واکمن، میړنی او یوسفزی ۱۲۵۲هجری کال کي دافغان ملت ګوند کړنلاره ولیکل او نشرکړه. په د غه کال کي بیافرهاد د مشرپه صفت او بختیار د ګوند منشي و نومول سول او جمعاً (۹) نفره د شوراغړی سول.

د لته بیا خبره پیچلې او روښانه نه ده، د هغو(۱۵) تنو له جملې څخه خو(خادم،عبدالرحمزی، خوستی او فدائي) جلأ سول، یوسفزی، میړنی او بختیار خو د اولني ناستی یا رهبری غړي نه. پس (۶) نفره نور څخه سول؟

د هغه (۹) نفري رهبری په منځ کي ژر په ۱۳۵۳هجری کال کي د میړنی په مشری جلا او ځانکړی د مشرتابه کمیټه جوړه سوله چي شمس او زیارمل ئې غړي وه. یو د بل مقابل و درید ل.

هغه درد لا سوړ نه وو چي بله ګډوډی په افغان ملت کي را پیداسوله فقیرمحمد بختیار بله درهبری کمیټه جوړه کړل.

هلته یوه بله کمیټه د یوسف میړنی تر مشری لاندي را زرغونه سول چي محمد عثمان، زیارمل، ستا نه ګل، امان الله، محمدانور، عبدالمحمید شمس الهدا ئې غړي وه. په د غه غوڼده کي اختلاف راغی زیارمل، عبدالمحمیداو امان الله د غونډی خفه ووتل.

۱۳۵۷هجری کال کي دافغان ملت ګوند په نماینده ګي وجدی، حبیب الله رفیع، هیواد مل د شمس الهدا تر مشری لاندي سر تماسونه لرل. یوه بله پټه حلقه ئې عبدالحمید، محمد نور، جمال رحمن، او پتمن وه.

یوشمیر دافغان ملت لویان پاکستان ته وروبلل سول ویل کیږي چي هلته (i,s,i) وپیر سیداحمد ګیلانی ته وظیفه ورکړل چي د غه ډله سمبال کړي. ځکه پیر ته د غه وظیفه وسپارل سول چي د پیرسیداحمد ګیلانی لور فاتمه ګیلانی او دهغی میړه انورالحق احدی غوښتل چي دافغان ملتیانو رهبری تر لاسه کړي. کله چي افغان ملت ګوند په پیښاور کي ځای پر ځای سو عملاً د نورو جهادي ډلو پشان د(i,s,i ) په خدمت کي او د هغوی په ایشاره افغانان وژل او د هیواد شتمني یې له منځه وړلې.

نوهغه ؤ چي ای، اس، ای د پیښاورپه کباړیانو کي ورته د فترجوړکړ. په ظاهره د د غه د فترمصرف انورالحق احدی او پیرسیداحمد ګیلانی ورکاوه. افغاملیتانو د پیر سیداحمد په جبها تو کي د وطن د خرابی کارونه سرته رسول. د دوی داد عاپه اساس دوی لیکي چي په ۱۳۵۷ هجری کال کي دهرات په پاڅون کی، ۱۳۵۸هجری کال کي د ننګرهارپه اسمارغونډکی د سیسه چي سر بیره پرزیا توافسرانو، حزبیانو، عسکرو او والی پکښی و وژل سول دا دوی  خپل  د مبارزې افتخارات بولي. د بلخ په نهرین فرقه، د کابل په ریشخور په فرقه او بالاحصارد سیسی د خپل ګوند افتخارات بولي او نور.

له  دوی سره د امریکا، د اروپا د سوسیال د مکرات ګوندونو، پاکستان ( ای، اس، ای) او  پیرسیداحمد ګیلانی ماد ی او معنوی مرستو دوی  یو ځل بیا پر پښو ودرول. خو ژر د مادیاتو پرسر د دوی ترمنځ ۱۳۵۹هجری کال کي بیا اختلاف راپیدا او  محمد امین واکمن ځان د دې ګوند مشر، حداد ئې منشي او شمس د مالی چارو مشؤل سؤ.

محمد امین واکمن په خپل اثر”د افغانستان ملي نهضتونه” هلته په (۲۰۵) صفحه کي خپل افتخارات داسي بیانوي” د۱۹۷۹ کال د ثور په شپږمه زموږ ملګرو یو پلان جوړ کړ. چي په کابل، ننګرهار، د مزار شریف د دهدادي فرقې او یوشمیر نورو ځایونو کي په یوه وخت کي پاڅون( کودتا) وکړي. په دې باره کي پینځه، شپږ میاشتي کار وشوی وهر څه منظم شول. خو د بې تجربه ګی او تخنیکي وساېلو د نشتوالي له امله پلان په یوه وخت تطبیق نه شو. شمس الهدا د خپلو بې مسؤلیته کارونو له امله، چي هر چاته به یې لیستونه ښودل، چي موږ په عسکري کي دومره ملګري لرو او کودتا کوو، د دې پاڅون د ناکامۍ مسؤل ګڼل کیږي.

یوازي د جلا اباد په فرقه کي پاڅون وشو. چي د دغي فرقې قوماندان او والي بهرام الدین وردګ تخمین د پنځه دېرش تنه خلقي منصبداران او درې تنه روسي صاحب منصبان سره و وژل او فرقه و نیول شوه”.

لنډه یادونه:

د  محمد امین واکمن د پورته لیکني څخه واضح کیږي، د افغان ملت ګوند او غړو یې چي باید مدني او سیاسي مبارزه یې کړې وای، دوی هم د (ای،اس،ای) په ملاتړ کودتا ئې عمل کړېدئ، خلګ یې وژلي دي، ترور یې کړی دئ د ګوند مشر یې دغه وژني افتخار ګڼي.  چي نه باید داسي یې کړي او لیکلي وای. ځکه د جنګ او جګړو دوخت ګرم بازار مخ پر سړېدو دی، دا  شان  اعمال سرته رسول  به هر وخت افتخارات و نه ګڼل سي.

هلته په پیښاور کي یو ځل  د حداد او محمد امین واکمن ترمنځ اختلاف زیات سو، محمد امین واکمن ئې د مشرتوبه لیري کي. په ۱۳۶۱هجری کي حداد ځان داستقلال د ډلی په نوم اعلان او اخبار ئې راوایستۍ او نوریی مخریبین وبلل.

د غلام محمد فرهاد تر مرګ وروسته یوشمیرمرور، افغان میلتیان وه خان غفارخان ته د پښتنوپه نوم ورغله او دهغه څخه ئې د دوی د یوځایوالی مرسته وغوښتل. غفارخان دوی سره کښینول په ظاهره سره جوړسول، خو دوی د ځان غوښتني په مرض اخته وه. فقط دري میاشتي لاتیری نه وي چي پردروڅانګو سره تقسیم سول.

د حداد، محمد امین واکمن او شمس الهدا په نوم دري جلا ډلی جوړي سوی. یوځل بیا ۱۳۶۸هجری کال کي پیرسیداحمد ګیلانی دای، اس، ای په هدایت دغه دافغان ملت سړی د پیښاور د ښاروالی په سر کاري  سالون کي افغان ملتیان  سره کښینول چي د غی ناستۍ ته  یې د دريمي ګوندی کنګرې نوم ورکړی ؤ. هلته یو ځل بیا د شمس الهدا ډلی د دې ناستی او پریکړو مخالفت وکړي.

خو د پیښاور په سالون کي محمد امین واکمن مشر،  یوسفزی ئې مرستیال او ستا نه ګل ئې منشي ونومول سول.  یو ځل بیا د افغان ملت اخبارخپور سوو. بیا په ۱۳۷۴هجری کي د پیښاور په بل سرکاري نشترن سالون کي دوی بله ناسته وکړه  چي پد غه غونډه کي پیر سید احمد  ګیلاني ، ای، اس، ای او امریکا خپل هد ف تر لاسه کي محمد امین  واکمن  یې له مشرتوب څخه لیري  او د امریکا په بیروت کي روزلی انورالحق ”احدی ”  یې دافغان ملت د ګوند مشر یوسفزی مرستیال او شیرزاد منشي سول. د افغان ملت ګوند په منځ اختلافات پرڅه وه؟

یو څو نمونې: د لیکونه به یې درسره شریک کړم:

د محمد امین واکمن کتاب ۲۹۳صفحه دا لیک په ۱۳۵۹هـ کال کي استول سوی وو، هغه وخت د دوی تر منځ غلاوي ښي.

ګرانه وروره واکمن صاحب!

ستا د سیپټمبر د ۲۰ نیټې لیک را ورسید مخکي مي هم یو لیک در استولۍ و، چي اوس به در رسیدلی ويو د محترمي مور له مرګ نه زیات متأثیر شولو………………….

قصه دومره بسیط نه ده یو څوکسو د افغان ملت له؟؟؟نه استفاده وکړه ډېري پیسې یې ووهلې، چي اویا(۷۰)لکه روپۍ کیږي خلګو په کي قصرونه واخیستل مثلاً رفیع په شهرنو کي د نعیم ضیایي کور واخیست،( ښاغلی حبیب الله رفیع)، څرک د جنرال رؤف باتور موټر، علاوالدین موټر، مجید موټر، شمس میلونر…..

ته هغسي، یوسف زی هندوانې خرڅوي،زه د ریکشې د کرائې د نه درلودلو له امله په کور کي پاته یم…. وجدي سره له ټولو هلو ځلو د لوڼو تنخوا ته ناست دئ او په کویټه کي دئ. ړوند رفیع راغلی د استقلال په اخبار کي یې بیا د ممتاز ترانسپورت او اعتماد، خبره یاده کړه ”ګرفتن کور و زدن کر” حال دا چي اعتمادي کمونستانو شهید کړ ممتاز ترانسپورټ ګدایې ګر شو، خور رفیع د شهزاده کور ته ولاړ….

زه مجبور وم، چي د دوی صف بیل کړم او پرې نږدم چي افغان ملت د خلق او پرچم جانشین شي ستا موقف یعني اصولي موقف چي د پخوانۍ عالي شورا غړیتوب او د مؤ سسینو دی هغه شته او څو کنګره (اصولي راځي) عالي شورا هاغه دي، چي وروسته له تلفاتو پینځه تنه پاته دي(واکمن،حداد، یوسف زی، سلطانپوري، زرغونه) بیا هم اکثریت دی او دوه حزبه د افغان ټولنپال ولسواک ګوند، نشراتي اورګان افغان ملت او د افغان ملت ملي مترقي ګوند نشراتي اورګان دی. استقلال اوس که دا کار نه وای شوی زموږ ګوند تللی و، چي تللی و، فعلاً دي پر خدای (ج) سپارم وسلام.

قدرت الله حداد بریالی دې وي افغان ملت ۱۴ اکتوبر ۱۹۸۱

نوټ : دوستانو فکر وکړی، ۱۳۵۹هجري (1960) م کال کي به په افغانستان کي کوم بل ګوند وو، چي یوازي یو قلم غلا سوې سرمایه دي یې(۷۰) لکه پاکستانی کلداري وي؟په هغه وخت کي ۷۰ لکه کلداري ډیره جګه سرمایه وه، دا سرمایه له کومه سول؟ او بیا ګوند له خپلو غلو سره څه  معمله وکړل؟ روښانه نه ده.

 

دافغان ملت ګوند خد متونه چي خپل وطن او ولس ته ئې کړیدی .  په رښتیا زما سره یې هیڅ بیلګه نسته که دوستانو ته معلوم ښه دی چي په خبر موکړي.د انورالحق احدی په مشری سره نور افغان ملت ګوند دامریکاد پاره یو خد متګار ګوند سوو ،  په المان کي د بن  د ګرغیړني ناستي وروسته خو حادی او یو شمیر معلوم افغان ملتیانو ته چي حکومتي واک پلاس ور غلی له هیڅ ډول ناوړه اعمالو یې مخ وا نه ړاوه.د خپل وطن د ګټو په خلاف و دریدی د ”د بن” د کنفرانس جوړیدو پر وخت ئې ماهیت ښه تره معلوم سوو. په ۱۳۸۵ هجری داځل د کابل د پولیتخنیک د سولی خیمه او دولتی امکانات ئې په خد مت کي غونډه وکړه انورالحق احدی مشر سو، پوپل مرستیال، شیرزاد منشی. تاسي دوستان کولای سی د افغان ملت دګوند د مشر انورالحق احدی هغه بیا نیه چي ده د احمد شاه مسعود د مرګ د لمانځنی په غونډه کي کړیده د یو ټوب او فیس بوک دلاری وا وری هیڅ باور به مو رانسی چي یو افغان ځان د ونه ټیټ کړي لکه ده چي کړیدی.

 

دافغان ملت ګوند انقلابي اعلامیه

(۱۳۹۴ – ۲۰ – ۱۱)

انوارالحق احدي اوستانه ګل شيرزاد د افغان ملت ګوند له مشرتابه عزل شوي.
دوی نور د ګوند غړي نه دي. له دوی سره د چا اړيکي او پروټوکولونه د ګوندله پاره اعتبار نه لري.
افغان ملت ګوند چې د ۱۳۴۴ کال د حوت پر او ولسمه نیټه تأسيس شوی، یو ملي ولسواک ګوند دی. له خپلې اساسنامې سره سم،ګوند کي دننه او له ګونده بهر ټولې چارې او پرېکړې د ولسواکۍ له اصولو سره سمې ترسره کوي. خو له تیرې يوې نيمې لسيزې راهيسې د ډاکټر انوارالحق احدي په سيوري کي يو ډېر محدو د ګروپ،چې ستانه ګل شیرزاد، فاروق میړنی او سيد هاشم فولاد يې غړي دي، له دغه ګوند سره د خپل شخصي ملکيت غوندې چلند وکړ.

د ګوند پر سر یې له حکومتونواو ځينې نورو کورنيو او بهرنيو کړيو سره د ځانونو له پاره د څوکيو، شتمنيواو امکاناتو له پاره ډول ډول ناوړه معاملې وکړې. دوی په دې بهير کي د دولتي شتمنيو او امکاناتو لوټ او تالان باندې دومره ورګرم شول چې نور يې هر څه ته بې خي شا واړوله. يوازې هغه وخت به ګوند ور په ياد شو چې څوکۍ او شتمنۍ به يې خطره کي ولیدې. پای

نوټ: د افغان ملت د ګوند درهبری څخه باید و پوښتل سي: چي د انورالحق احدی او ملګرو کړو وړه خو د”بن” په کنفرانس کي او بیا (۱۵) کال په دولتي حاکمیت کي چوکیاني، مقامونه، اختلاصونه، د پردو سره نوکري، شریکي ګټي، شریکي غونډي، کنفرانسونه، د سولي په خیمه کي د انورالحق احدی او یارانو خبروته ستاسي ګډي خوشحالی او دلاسونو پرکهار خو دهیچا څخه پټ او هیر نه دي. پاک خلګ به ورسره وي ولي نه د یوه ګوند ټول غړي ګناه کار او خائین نه وي.

د پښتو او پښتون قوم نماینده باید پښتون وي، بلی پښتون، پښتون  رښتیا وایی، هر وخت ئې وایی، هرچیری ئې وایی او هرچا ته ئې وایی. پښتون ځان، وطن او ایمان په پیسو نه خرڅوی.

دافغان ملت په حزب کي هم د ننه د نورو احزابوپه شان ډیر مشکلات راپیداسول پر ګرپونو تقسیم سول، سره د زیا تو نواقیصو چي دافغان ملت ګوند درهبری په یوشمیرغړوکی سته شریف خلګ هم ورسره وه، متاسفا نه چي په هر حزب کي صاد ق عناصر تل ډ یر مشکلات وینی. . . . . . . .

ملت جریده:

”د ملت جریدې، چي د امتیاز خاوند یې فدامحمد فدایې و د ۱۹۷۱م کال د سپټمبر په ۱۶ مه په خپرونو پیل او د ۱۹۷۲م کال د جون په ۱۰ مه پرې بندیز و لګید. فدامحمد فدایې او دهغه ډلي چي د ملت په نوم یې وروسته فعالیت لاره دوی په اصل کي مائویستي مفکوره لرل. افغان ملت ګوند کي د افغان ملت نه دبیلتون وروسته یې په عمل کي ماویستي لاره غوره کړه او رحیم پښتونیار په قلم لیکل شوې یوه مقاله کي یې د افغان ملت لار سوسیال دیموکراسي د امپریالیزم لویه پایګاه و ګڼل”.واکمن ص۱

 

 

قدرمن معلم صاحب زه دافغانملتيانو دگوند په اړوند يو څو ټکي ستاسو د مالوما تو لپاره ليکم.

په يولسمه فرقه کې ددوی پاڅون په لاندی توگه وو ، زه دگوند دداخلي مخالفتو له امله د ننگرهار په زندان کې د خپلو ۵۱ تنو ملگور سره زنداني وم،  ددوی د پلان مهم ټکي پېشه دا ډول ترتيب کړی وه ددننگرهار د ۱۱ پلی فرقی قومندان چی په عينی حال کې د ننگرهار والي هم وو دده دانظباط د ټولي قومندان دده څوتنه سربازان گلاب سيد د محمد سيد ځوی زموږ کليوال د بهرام الدين   باډيگارد نصرالله د چپرهار اوسيدونکی دافغان  ملت د گوند ولايتي مسول او نور پلان جوړوي يو تن د کمکي خيبر غنډ ته استوی بل ۸۱ غنډ ته ، دوی مخکې د انظباط د ټولی مسول ته وايي چی بهرام الدين چیری ځي بايد وسله کوټ خلاص او وسله را واخلو هغه هم په دلگي مشر باور کوي د سلاکوټ  کلي ورکوي دوی ټول دا ټولی وسلوال کوي څوتنه د شپی کله چی افسرانو د ډوډې خوړلو سالون ته تشريف وړی هلته نفر موظف کوي دوتنه گلاب سيد او بل چی د بهرام ددفتر مخکي ولاړ دي د بهرام خونې ته داخليږي بهرام په نخشه کار کوي دوی ورته بدرد وايي بهرام دوی سره شخړه نه کوي دده دفتر تر څنگ زهرپوش ته وردانگي دوی پری د کلشينکوف باړونه چلوي هغه شهيده وي نور د ډوډئ خوړلو پر ځای يرغل کوي وتلي د گوند مخکښ افسران چی تر يو ميز ناست دی شهيدان وي د کمکي خيبر او نورو غنډونو کسان اصلي هدف ته نه رسيږي او نيول کيږي شفرونه غلطو کسانو ته ورکوي.

دا دری له فرقی وتلي جوتامونه لکه ۸۱ ۷۱ او د کمکي خيبر غنډونه د فرقی قرارگاه ته د مرستی لپار را ځيفرقه محاصره کوي او له کابل نه کماندو قطعه د الوتکو په واسطه د فرقی داخل کی ديسانت کوي فرقه ددشمن له ولکی خلاصويزيات شمير بلوا کونکي ژوندي نيسي نصرالله د موټر سيکل په واسطه له فرقی په طرف د چپرهار او پچير اگام فرار کوي او پاکستاني استخباراتو ته ځان رسوي.

يعقوب لوی درستيز او نور له کابله راځی يو شمير بی گناه نيول شوي کسان خوشی کوي او يو شمير له زندانه باسی او سزا ورکوي وژني دا نصرالله دافغان ملت ولايتي مسول دداکتر نجيب الله  د ملي روغې جوړی د سياست په درشل کې بيا ننگرهار ته رازي اود تجارتي مغازو مشر ټاکل کيږي اودا عمل چی ده سرته رسولی وو او پر چپ لاس ټپي هم وو په پوره ډاډ د ۱۱ فرقی داستان خلکو ته ويلو،بله ډله زما سره په زندان کي وو د يو څو نمونه ليکم معلم گل محمد ژوندی او فعال دافغان ملت د گوند رهبری کې دی، مدير محمد عالم وروسته د خالص خواته لاړو ژوندی دی،فاروق ميړنۍ اوس په استرليا کی ژوند کوي د تيری دوری د فارلمان غړی وو اوس ماشالله ښه مجلل ژوند لري اود گوند رهبري کې دی معلم زاکر په پښاور کی ووژل شودوی د خوګېاڼو د قوم يو مشر مجيد چی دافغان ملت غړی وو بيا محاذ ملي ته ولا ړو جبهه درلوده ۱۵ تنه ځوانان يو ځل د انقلاب پر ضد جگړی تهامده کړل د سرخرود په ولسوالی دحزب اسلامي کسانو ووژلدوی تر اخره د انقلاب د مخالفينو په قطار کي ولا ړوو مجيد بيا پارلمان او بيا دوردگو والي او اوس بهر ژوند کوي.دانورالحق احدي او گيلاني له برکته دوی ټول د ثوروت او پانگو خاوندان شول هيڅ افغان ملتی اوس نادار او ناچار نه دی دمشرانو د فساد له امله دوی اوس په وړو بروژوازيو کی راتلای شي ، مجيد، گلمحمد دوی په شيرزادو ولسوالی کې جبهی جوړی کړی وی او وسلوال کسان د حکومت پر ضد جنگيدلاو نور

وېښ ځلمیان

 

ليکونکې قيوم معلم

”جوانان بیدار”

 

 

( ۳۴ ) برخه:

دا سمه ده چي په افغانستان کي له یوه او ږده استبداد او اختناق ( سقاوي، نادر خاني چي د ۱۳۲۵هجری کال د ثور د میاشتي پر (۱۹) تاریخ باندي و وژل سوو اود سر دار محمد هاشم ظالم (۱۷) کاله د وحشت ډکه صدراعظمی دوره، چي د شاهي کورنۍ په منځ کي د اختلافاتو له مخي و استعفا ته مجبور سوو) تر هغه  وروسته یې پر ځای  ورور سردار شامحمود خان ځای ناستۍ سوو. شامحمود د خپل ورور څخه لږ نرم سړی وو، د خپل ظالم ورور د وختونو سیاسي بندیان یې خوشي کړل، په حکومتي چارو کي یې څخه روڼ اندي پکارونو و ګمارل دساري په توګه:( غلام محمد فرهاد یې د کابل ښاروال، سید قاسم خان یې د عدلې وزیر ، عبدالمجید زابلی یې د اقتصاد وزیر، عبدالهادي داوی یې د پاچا  د حضورمنشي  او څه نور).

د مطبوعاتو د قانون او د بیان د ازادۍ طرحه یې جوړه کړل، ځوانانو سیاسي فعالیتونه په ښکاره راپیل کړل. د همدغو چارور تر سرته رسولو وروسته سردارشامحمود خان د خپلي کورنۍ (شاهي کورنۍ) او د هغو بیروني حمایت ګرو  کړیو لخوا  کوم چي د شاهي کورنۍ سره یې اړیکي وي، شامحمود صدراعظم تر سخت فشار لاندي و نیول سوو، د هغه په مخالفت کي منفي تبلیغات پیل سول، په شاهي کورنۍ د سردار شامحمود سر سخت مخالیفین   خپل وریرونه د سردار عزیز خان  زامن (  سردار داود خان او سر دار نعیم خان) وه.

افغان منورو ځوانانو په منځ کي له دغه لنډو مثبتو کورني او نړیوالو حالاتو په بدلون سره دافغانستان په مهمو ښارونو لکه کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او مزار شریف کي یو ډول  د خوځښت جوړ وني خیالات  را پیدا سوي وه ، څو د دغه خوځښت زړی را وټوکیدل خو تر هغه وخته چي په کابل کي ئې ګډه موسسه کنګره نه وه جوړه شوی، هیڅ یوی برخي ئې افغانستان شموله بڼه نه درلو ده. کابل دهیواد پایتخت و او د لومړی ځل لپاره تر ډېره دعبدالروف بینوا په نوښت چي دپښتو ټولني مشر و دهیواد له ګوټ ګوټ څخه دهغو لیکوالو لیکني را ټولی او د کابل مجلی د دوو ګڼو پرځای د یوه کتاب په توګه خپری شوی.

په دغه کتاب کي څه ناڅه ۴۳ تنو چي دري یا څلور ئې ښځینه لیکوالی وي خپلي لیکني چاپ کړي. دغه لیکني یو لاس او له یوی ټاکلی سیاسي یا سازمانی موضع څخه نه وي خو په ښکاره لیدل کیده چي کابل د یوه نوی سیاسي سازمانی خوځښت ځانګو ګرځي.او دپای خبره: د وېښو ځلمیانو د کنګرې په کار کي له یوه مدیره هيأت څخه خبری کیږي او داڅه د وېښو ځلمیانو د خوځښت په اسنادو کي شتون لري . د دغه هیأت غړي دا دي:

نورمحمد تره کی

عبدالروف بینوا

قیام الدین خاد م

دکنکری دګډون کوونکو نوملړ هم چي زما په رساله کي راغلی او بشپړ نه دی، لاندي کسان د کنګرې غړي ښيي:

نورمحمد تره کی

عبدالروف بینوا

قیام الدین خادم

ګل پاچا الفت

صدیق الله رشتین

فیض محمد انګار

محمد ارسلان سلیمی

نیک محمد پکتیانی

ګل شاه صافي

پاینده محمد روهیلي

عبدالقدوس پرهیز

محمد ظاهر

نورمحمد پونده

لعل محمد احمدي

عبدالکریم نزیهی ازبیک

عبدالصمد پتک

غلام رحمن جرار

ولی ځلمی

عبدالهاد ی خوږمن

شاه مرد

او ابولحسن.

دا لست موځکه بشپړ ونه ګاڼه چي ډېرو څیړونکو د کنګرې دغړو شمیر ۲۲ تنه ښو دلی دی او د لته ۲۱ تنه راغلی دي. داهم د یادوني وړ بولو چي د محمد ولي ځلمی په ګډون څو تنولیکوالو او څیړونکو دا ښو دلی ده چي د وېښو ځلمیانو کنګره د مجید زابلی په کور یاد ده دنوی شرکت په سالون کي پرانیستل شوه.

خو دنورمحمد تره کي ورور جان محمد تره کي ویل چي دغه کنګره د نورمحمد تره کي په کرايی کور کي جوړه شوه. دغه کور د مجید زابلی نه بلکي دهغه د یوه خپلوان کاکا نعیم کور و. څرنګه چي په دې سیمه کي مجید زابلی لوی کور او شرکت درلو د ډېرو داسي فکر وکړ چي دا کور د مجید زابلی و چي نورمحمد تره کي ته ئې په کرایه ورکړی و.

په هر صورت د یادوني وړ ده چي مجید زابلی لږ تر لږه د یوه ملي پانګوال په توګه دهیواد دبدلون غوښتونکي و. د ده ژوند او د ده په قلم لیکل شوی نامتو اثر”اقتصاد ما” (هیله من یم چي دانوم مي ناسم یا نیمګړی نه وي لیکلی) په ډاګه ښيی چي هغه د مسلطو فیوډالی مناسباتو په وړاندی دپانګوالی خوځښتونو په لور سخت لیوال و او ښايی همدا خبره د دې سبب شوی وي چي د وخت له وتلو روښانفکرانو او د قلم له خاوندانو سره نږدی، دوست او مرستندوی پاتی شوی وی.  نوربیا

 

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistn

 

وېښ ځلمیان

”جوانان بیدار”

 

(۳۵ ) برخه:

د وېښو ځلمیانو په نوم نه څوک بندي سوېدي  او نه چا ته امتیاز ورکړل سوې دئ.

څنګه چي په ۱۳۲۵کال کي سردار هاشم له صدراعظمي څخه ګوښه کړل سوو، وروسره جفت افغان ځوانانو په کابل او د هیواد په ګوټ ګوټ کي سیاسې فعالیت ته زړونه ښه کړل، یو له بله یې خبره شریکول. لوی او وړې ناستي یې لرلې، څو چي د ۱۳۲۸ هجري کال په او وایلو کي  د وېښو ځلمیانو د جمیعت منظمي غونډي( کنګرې) ته ښاغلي نورمحمد تره کي وینا وکړل، په هغه کي یې د هیواد او منطقي سیاسي وضعه بیان کړل او په افغانستان کي یې د یوه سیاسي جوړښت (سازمان) پر اړتیا خبري وکړي او هم یې د کنګری مرامي اهداف چي په (شپږو) مادو کي را وړي وه  بیان کړل. خو د کنګرې د محافظ کارو غړو د غوښتني له مخي لږ تغیرات پکښي راغلل، نوره ټوله ومنل سول. دغه اسناد له ښاغلي حصین صاحب سره پراته دي. چي د خدای بخښلي محمد ولي ځلمي څخه یې پلاس راوړي دي.

وېښو ځلمیانو معلوم مشر نه لاره بلکي د یوه درې نفري کمیټي ( هئیت مدیره) لخوا یې رهبري کیدل. د مدیره هئیت غړي عبارت وه له (نورمحمد” تره کي”،عبدالروف” بینوا”او قیام الدین ”خادم”) څخه. دوېښو ځلمیانو په (کنګره) کي  د ښاغلي نورمحمد تره کي د وینا لنډیزه:

   ملګرو او دوستانو!

همدا مناسب وخت دی چي ووایم؛ وروسته له هغه چي  په دوهمه نړۍ وا له جګړه کي اميریالیزم او فاشیزم ماته  و خوړل ،د اسیا او افریقا یو شمیر هیوادونه د ظلم او استعمار څخه خلاص، خپله ازادي (استقلال) یې پلاس راوړل، خپل ملي حکومتونه یې جوړ کړه. په دې سلسله کي د افغانستان وطنپرستو مبارزینو هم د خپلو خلګو اساسي غوښتني، د جهاني روند سره سم د سردار هاشم خان استبدادی حکومت ور و نړاوه. اوس زموږ وار دئ، د یوه ملي حکومت د جوړول، چي اجتماعي او اقتصادي عدالت،  د موکراسی د اصلو برابر پکښي خوندي وي.نو په زړه ورتیا د خپلو نیکونو په شان د وېښو ځلمیانو د نظریاتو د پراخولو لپار په ګډه سیاسي مبارزه کي برخه واخلو. پدې سره د وېښوځلمیانو اوله کنګره افتتاح کوم.

          ښاغلی ”حصین” صاحب خپله لیکنه داسي اوږدوي: دا چي یو شمیر لیکوال یا څیړونکي وايی یا لیکي د بیلګی په توګه نورمحمد تره کي او بینوا د محمد داود او زابلی تر اغیزو لاندي وه، یوه د تأ مل وړخبره ده. باید دهغه وخت د زابلی او سردارمحمد داؤد سیاسي او فکری دریځونه له دی سره سره چي یو یی یو لوی پآنګه وال او بل ئې د شاهی کورنۍ مقتدر غړي دی په ژوره تو ګه له احساساتو لري او نه د نن په معیارونو بلکي دهمغه وخت په حالاتو او غوښتنو کي ولیدل شي.

تاریخ د پيښو بیا زیږونه نه، بلکي په امانت د تیرو را اخیستنه ده. هغه خام احساسات، پریشانه افکار او له حالاتو اخیستی ناروغۍ چي نن پرموږ واکمنی دی، تاریخ ته لکه څنګه چي ښايی نشی کتلی. په دې خاطر واکمن بهیر دادی چي نن ټول قاضیان او ټول متهمین یو . همدغه حالت خپلي ورانوونکي منګولی تیر تاریخ ته هم ورغزولی دی او په ډېره ناروا د تاریخ مرۍ غوڅوي.

 

د بیان ازادي دانسان یو طبعی حق دی. ځکه خدای ورته مغز او ژبه دهمدې د پاره ورکړی ده چي د خپلي عقیدې اظهارپرې وکړي. پر دې خبره هم باید قانع وه اوسوو چي د بیان دازادۍ څخه ناوړه ګټه پورته نه کړو. ناوړه، بیکاره او غلط نظرونه باید خپاره نه کړو. ازاد ۍ، دیموکراسي پیژند نه هم اسا نه نه ده . دیموکراسي یو پرله پیچلی او په ډ یرحساس شکل یو بلانس سوی سیستم دئ. چي دهیواد د سیاسي کلتور سره نیغ په نیغ را بط لري. پس خبره د وېښو ځلمو ده . له نومه ئې سړی پوهیدای سی چي  هغوی ځوانان وه، افغانان وه او دافغانستان وه.

 

”افغانستان درقرن بیستم” په۲۷۹ص کي لیکی: ” ترجمه: د سردارشاه محمود خان د د موکراسي په د وران لمړی خپرونه یا نشریه چي منځته راغله هغه دانګارپه نوم د وېښو زلمیانو نشریه وه چي فیص محمدانګار ئې دامتیاز خاونداومسؤل مدیرؤ په نشرا تو پیل وکړی، د دې جریدی اساسي اداره کونکي نور محمد تره کي وو”.

” خلیل الله خلیلی په خپلویاداښتوکی ۳۱۱صفه کي د ”وېښوزلمیانو”د خوځښت د جوړیدو په باب منفی نظر لري. او داخوځښت د پښتو او فارسی ترمینځ داختلاف عامل ګڼی. او هم د دې خوځښت د پاره د ځوانانو تشویق کونکي او تمویل کونکي دهغه وخت سرمایدار عبدالمجید زابلی بولی. د سردارمحمدداو د خان او سردار محمد نعیم خان علاقه او مینه هم ور سره ملګری بولی او د سا زمان سمبالونکي نورمحمد تره کي او عبدالروف بینوا معرفي کوي.

غبار بیا په افغانستان درمسیر تاریخ په۲۴۰ص کي لیکی: ”دوېښوځلمیانو په حزب کي یو کوم شمیر خلګ وه، چي غوښتل ئې حزب په ژبه او منطقه پوري وتړی.  ”  په۲۴۱  ص کي لیکی:”په کال۱۹۵۱م یا۱۳۳۰هجری کي د کندهار وېښوزلمیانو خپل جلاوالی، دوېښوزلمیانو د حزب څخه اعلان کړي. خپل ځانته حزب ئې جوړکړی. د حزب نوم ئې (اخوت( کیښود  د نوی برنا مي سره ئې خپل کار پر مخ وړی. مګرد کابل وېښوزلمیانو د غه جلاو الی نه منئ او د پخلاینی کوښښ ئې کاوه.

” ښاغلی محمد علم بڅر کي هم د کندهار د حلقی جلاوالی داسي لیکي:” په کندهار کي ۱۳۳۰هجری کال د سنبلی د میاشتي پر۲۸تاریخ باندي یوه لویه غونډه جوړه سول او دغه تصمیمونه ئې ونیول، او وهغو وېښوځلمیانوته چي په کابل کي وه هغوی ته یې ولیږل. غونډی د حزب نوم(اخوت(، فیض محمد خان، محمدین خان، ژواک نورمحمد خان وکیل او غلام د ستګیر ئې خپل نماینده ګان وټاکل. اواضافه ئې کړل، ترڅو چي په هیواد کي و احزابوته په قانوني ډ ول سره رسمیت او اجازه نه وي مند لی دا جمیعت به هیڅ کله ونه غواړی چي عرض اندام وکړي. ومن الله توفیق.

 

په هم دغه کال وروسته تر هغه چي د کندهار ځوانان د وېښو ځلمیانو څخه ځپل پریکوڼ اعلان کړي وو، ډیر شمیر د جلا اباد او کابل ځوانانو هم خپله لاره بیله کړې وه، بیا هم  شاهي نظام او د شاهي کورنۍ غړي د وخت صد راعظم شاه محمود خان چي نور یې دوېښوځلمیانو نشرات او فعالیت نسوای زغم لای نو په ۱۳۳۰هجری کي یوه ورځ  یې د حزب مشران لکه:ګل پاچا الف، غلام محی الدین زرموال، عبدالروف بینوا، نورمحمد تره کي او غلام د ستګیرپوپل ځانته وروغوښتل، امر یی ورته وکړی چي ”ترهمدا نن وروسته وېښ ځلمیان نور سیاسي فعالیت نسی کولای”.

نور بیا

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistn

 

وېښ ځلمیان

”جوانان بیدار”

( ۳۶ ) برخه:

په (۳۵) برخه کی تاسي ولوستل چي  صدر اعظم شامحمود خان په کابل کي د وېښو ځلمیانو پاته او فعال (پنځه ) غړي ځان ته ور وغوښتل، امر یې ورته وکړی چي نور سیاسي فعالیت نسی کولای. د صدر اعظم  تر پریکړنده امر کولو وروسته نور نو د وېښو ځلمیانو په نوم چا فعالیت نسواي کولای. دا د شاهي کورنۍ فیصله وه، بیله منلو بله چاره نه وه. دولس جریده  چي د ګل پاچا الفت په مدیریت د چاپه راو تل یوازنی د وېښوځلمیانو په حلقه کي د پاتو غړو د عقایدو د نشرولو وسیله وه، هغه بیا د شاهي کورنۍ بل غړي د وسوال فوځ وزیر( سردارمحمد داؤد خان) په مستقیم امر سره مصادره(بنده) سول.

دې ټولوعواملو لاس سره یوکړی څو دا خوځښت په خپل کار کي بریالی نه سوو. د وېښو ځلمیانو تر جوړښت وروسته  کله چي بله  غونډه د محمد صدیق فرهنګ په کور کي دائره سول، وروسته  اول فرهنګ، ورپسی غبار، بیا د کندهار ځوانان د وېښوزلمیانو له حزب څخه ووتل په کراره کراره  داحرکت کمزوری سوو.

صدراعظم شامحمود خان، نورمحمد تره کي د باخترآژانس د لوی ریاست څخه ګوښه کی بیا له سیاست او افغانستان څخه خورا لیري په متحده ایالاتو ته د مطبوعاتی اتشه په نوم واستوی، په واقیعت کي شاهي کورنۍ غوښتل چي د نورمحمد تره کي اړیکي له خپلو خلګو سره وشلوي، هغه وخت په محتده ایالاتو کي د افغانستان کلتوري او مطبوعاتي دندي  څه د پام وړ کار نه لاره.

د شاهي کورنۍ بل جابر سردار محمد داود خان چي د دفاع وزیر ؤ د خپل کاکا شامحمود خان د کمزور کولو او په عامو ذهنیتو کي د هغه د ټکولو په خاطر، د هیواد په ګوټ ګوټ کي له شرمه ډګو عملو ته لاس واچاوه، د شورا د اتمي دورې په انتخاباتو کي یې په زیاته سپین سترګي لاس وهنه کول  چي یوه نمونه یې هم ( ۱۹۵۲م یا ۱۳۳۱هجري) کال وو چي  په کندهار کي د ”اخوت” د حزب د رهبرۍ غړي کوم چي لا پخوا له ویښوځلمیانو څخه بیل سوي وه او د اخوت په نوم یې ځانګړی فعالیت لاره د هغوی و هلو ته یوه بهانه لټول، د دفاع  دوزیر (سردارمحمد داود) په شخصي امر بیله دي چي د کورنیو چارو وزارت خبروي، د کندهار د قول اوردو ته امر وکړ ( البته د کندهار والي د دې دسیسې تر شا وو)  چي  دغه شمیر ځوانان ګرفتار کړي. دوی یې د کورنیو چارو وزارت ته ونه سپارل، محبس ته یې یو نه وړل بلکي د کندهار په قول اوردو(عسکري قشله) کي  بیله پوښتنو او تحقیق څخه ساتل.

سردارمحمد داود خان له دفاع وزارته لیري کړل سوو، سردارمحمد داوخان سمدستي د څو ورځو لپاره  شوروي ته په  سفر ولاړی، ژر افغانستان ته را و ګرځیدی، بیله ځنډه دراډیو لخوا د شامحمود صدراعظم د استعفا خبر او سردار محمد خان یې د صدراعظم په نوم اعلان کړی، دا پداسي حال کي چي صدراعظم شامحمود خان هیڅ خبر نه وو.

د بندي سوو ځوانانو لخوا  چي کوم  څه لیکل سوي دي، هیڅ یوه یې هم په خپلو یا داښتونو کي د دې خبري پوره وضاحت نه دی ور کړی چي  له دوی څخه دولت څه غوښتل، یا کوم اتهام(الزامات) ورباندي لګولی وو. دا پدې چي دوی د پولیسو پلاس کي بندیانه وو.

شاهي کورنۍ هر غړي پاچا وو، هر یوه ته یې د خپلو نیکونو څخه په  میراث دا خاصه ور پاته وو، چي  په څو کالو کي یو ځل باید مخورد قلم او ژبي څښتن ځوانان را ټول او له منځ یوسي. کوم کسان چي دوی خپلي پاچهی ته خطر ګڼل،هغوی  یې نیول، بندیانه ول، فرارول او وژل. د شاهي کورنۍ په منځ کي  تر صدراعظم هاشم خان ظالم وروسته (لیونی سرادار محمد داود خان په نیولو او وژنو کي ډیر فعال وو )  د ده په امر د غلام محمد غبار صاحب د  ”حزب وطن”  د عبدالرحمن محمودی د” حزب ندای وطن” او د” اُخوت”  د حزب  ټول مشران یو په بل پسي  بندیان او فرار کړل. په هیواد کي کوم  بل سیاسي حرکت نه وو تشکیل سوی.

 

د غه ځوانان  یې کلونه په زندان کي وساتل، له محبس څخه تر خلاصیدو وروسته  له همد غو ځوانانو له منځه یو شمیر یې د د موکرات(مساوات) حزب سره چي محمد ها شم خان میوندوال لخوا رهبری کیدی یو ځای سول، چي په هیواد کي د خپل نشراتی ارګان مساوات په نوم وپیژندل کیدل، هلته هم دا ځوانان تر ډیره پاته نسول. او بل شمیریی لکه محمد رسول پښتون، غلام محمد فرهاد، خادم صاحب، فدایی صاحب او څه نورو ځانته د ”افغان ملت” په نوم ځانګړی  ګوند جوړکی.

یو شمیر عقده مندو دوېښوزلمیانو په  نامتو لیکوالو، سیاستوالو او د همدي  حزب خښته ایښودونکو مشرانو پسی د بخل له وجهی بی اساسه منفی تبلیغات کړي دي. مثلا لیکی :یو څو وېښ ځلمیان بندیان سول، مګر بینوا، تره کی، خاد م او الفت پر ځای او یا ښه ځای مقررسول.

د نور محمد تره کي په امریکا کي د کار شپږ میاشتي  تیري نه وي چي د انګلیسي ژبي د زده کړي (۳۷) نمره واخیستل، د لته په افغانستان کي سردار محمد داود خان د خپل کاکا ځای ناستۍ سوو، د افغانستان سفارت په متحده ایالاتو کي دشاهي کورنۍ د دې عاجلانه  بدلون په باب یوه مطبوعاتي کنفرانس را وباله  نور محمد تره کي د مطبوعاتي اتیشه په حیث د میډیا ګانو نماینده ته وینا وکړل. د یوې پوشتني په جواب کي نورمحمد تره کي وویل”په افغانستان کي د یوې شاهي مستبدي کورنۍ حکومت دئ، څه چي یې زړوي هغه کوي، کاکا یې لیري کړل د کاکا زوی او اخښی یې پر ځای کښینوست”.

 

کله چي د نورمحمد تره کي دغه وینا په نړۍ وال میډیا کي نشر سول، سردار محمد داود چي تازه صدراعظم سوی وو، نورمحمد تره کي له وظیفې لیري کړل، نورمحمد تره کي ته  فرانسې،انګلستان او نورو غربي هیوادونو د پناهندګي بلنه ورکړل سول، خو ده ترټولو دا ښه و ګڼل چي افغانستان ولاړسي.څه وخت چي په کابل کي له طیارې را ګوز شوو، د شهري تلیفون د لاري يې صدراعظم داودخان ته تلیفون وکړه ورته و یې ویل ” زه نورمحمد تره کي ستاسي له هدایت سره سم دادی کابل ته راغلم، تاسي ته درسم؟ زندان ته ولاړ سم؟ څه وکړم؟ صدر اعظم په بې ادبانه الفاظو ورته وویل ورک سه کورته دي ولاړ سه” دا ځکه سر دارمحمد داوخان  هغه بندي نه کړي چي نورمحمد تره کي په نړۍ واله سطحه یو پیژندل سوی  شخص وو.

ښاغلی محمدانورنومیالی ښه وایي ”ما ته د ونه رامعلومیږي چي د ژوند په مسیر کي هرهغه ایډ یالوجیکي ټوپ چي د موډ، فیشین، تقلید او یا داسي نوروعواملو تراغیزې لاندي په میکانیکي او د وګماتیکي ډول ووهل سي نو په هغه کي د سقوط امکانات او احتمالات ترپایه پاتیږي او د همدې رازحرکت پر وسه درجعت د ناوړو تهدیداتو د اغیزې څخه نه ژغورل کیږي. ” د کوډوسرنوشت – ۱۴ – ص.

وروسته نوهر چا جلا او ځانګړی کوښښ کړي د ئ چي د پاشولو پړه پر نورو ور واچوي. هغو چي نوره ئې مبارزه نه کول هم ناری وهلی، ملامت ئې نور بلل. د ژوند ترپایه همدغسی نیمه ډوډۍ او د کوټی پای ئې خوښ کړی وو. بس همدا به ئې ویل چي احمد یا محمود ملامت و، که نه مابه داسي کړي وای یا د اسي. دا چي پلانی داسي وکړل نو. . . . . زه هم کورکښینم. دا بد بختی نو زموږ افغانانو په خټه کي اخښلې خبره ده .

دوېښوځلمیانو د حزب ترړنګیدو وروسته په دې حزب کي شامل غړي هرڅوک خپل سری شول، ځینویی بیرته د سیاست لمنه ټینګه کړه، چا کتاب ویلو، لیکلو او لیکوالی ته مخه کړه، چا اد ب شعراو شاعری ته، چا حکومت او چوکی ته او ځینی د خیر پر غونډی کینستل، د خپل ژوند ترپایه ئې د کور د ننه نژدی دوستانو ته کله نا کله یوڅه ویل او بس.

هریوه د دوی څخه په بیلو، بیلوبرخوکی د خپل ژوند ترپایه دی وطن ته خد متونه کړیدی. موږ کورو داني ورته وایو خدای دي د دوی سره مرسته وکړي. پای.

په افغانستان کې سياسي گوندونه او ستونزې

 

داوسني حکومت د عدليي وزرات د راپور له مخې د ۶۳ سياسي گوندونه ددوی سره ثبت او رسمي فعاليت کوي،

سياسي ګوندونه ټولنيز سازمانونه

دسياسي گوندونواو ټولنيزو سازمانودځيړني،ثبت اوسمون (انسجام) رياست د5/8/1381نيټي د(125) گڼي فرمان په اساس دعدليي وزات په چوکات کي جوړا و رامنځ ته شو دسياسي گوندونو ټولنيزو سازمانو قانون چه دوزيرانو دعالي غونډي د 25/6/1381 نيټي د24/12 گڼي مصوبي پرښت په (4) فصلواو (25) مادوکي تصويب اود 5/8/1381 نيټي دافغانستان دانتقالي اسلامي دولت درئيس په منظوري اوتوشيح اوله مرغومي مياشتي په 22نيټه 1381کال درسمي جريدي په(804)گنه کي نشرشوي دي .

ددي رياست دفعاليدونه تر25/11/1384نيټي پوري ټول(436)ټولنيزسازمانونودفعاليت قانوني جوازونه اخستيي دي.،که پديوه امن  درلودونکي او پرمختللي هېواد اود يوه جنگ ځپلي هېواد سياسي فعاليت او سياسي گوندونه سره پر تله کړی ډېر لوی توپير لري،زموږ په شان جنگ ځپلي او کړيدلي ولس لپاره په اوسنيو بدو نظامي او جنگي حالت کې يو سياسي گوند څنگه پرمخ تگ او پېاوړې کيدای شي؟

زما له نظره زموږ هېواد چی د لويديز او ختيځ د جنگونو ډگر گرځېدلی ولسونه مو تل دوير او نادارې سره لاس په گريوان ژوند کوي .

ولسونه مو د ملت جوړونې پر ځای د قوم گيرايي خواته کشول کيږي، دزورواکو سرټبه وو دساتور لاندې ژوند کوي .

دولت د قانون حاکميت پر ټول ولس يوشان نشي عملي کولای، يو شمېرسياسي گوندونه هم د خپل ځان د امتياز په خاطر د يوه گوند په جوړولو لاس پوری کوي ټول گوندونه که اسلامي نوم ورته غوره شوی يا ملي دموکرات که ددوی تگلاری وکتل شي ټول مشابه تگلاری لري ددی پر ځای چی ددی گوندونو لارښونکې سره په گډه د يوه ځواکمن گوند په گډميکانيزم کار وکړي موجودی ستونزی رابسيره اود حل لاری چاری په گوته کړي، يوبل ته تير په هير حساب کړي د ملي گټو دخوندي کولو په خاطر د ډېرو سياسي گوندو پر ځای څو ځواکمن گوندونه د گوندي غړو د رايو په ټاکلو سره رامينځ ته شي يوه گډه تگلاره چی دولس ټولی ستونزی پکې درج وي اودا تگلاری د ټولو منل شوو اصولو پر بنا د ولسونو د تاييد وړ وي، دا ډول گوندونه په ټولنه کې پېاوړې کيږي او ډېر ژر د خلکو د تاييد وړ گرځي.يو شمېر سياسي گوندونه تيری بدی سابقې له امله دولس ملتېا نه لري.

ما چی کله د عدليي وزارت د سياسي گوندونو لست مطالعه کړو داسی گوندونه مې وليدل چی دگوندونو ريسان يا مړه شوي او يا له رهبري مقام نه ليری شوي ولی اوس هم ددوی نمونه هلته شته داسی گوندونه مې هم وليدل چی تر کابل او څو محدودو سيمو علاوه نور کومه سيمه کې گوندي دفتر يا رسمي فعاليت نه لري، داسی سياسي گوندونه هم راجستر شوي چی د قانون له مخی بايد سياسي گوند وسلوالې ډلی ونه لري ولی دا قسم گوندونه شته خو دعدليي وزارت تری انکار کوي، زيات داسي گوندونه هم شته چی دگوندي کار لپاره له دولتي واک او صلاحيت نه کار اخلي اود خپلې چوکې له امله يو شمېر خلک دی گوند ته ورغلي چی له کار ه باسل کيږي او يا چوکې ورکول کيږي،سياسي گوندونه ځکه وده نه کوي ، چی د گوند غړي په خپل راتلونکي بی باوره دي. بايد گوندي غړي دسياسي تغهد له مخې د وطن او خلکو سره د عشق او محبت له مخې په کلکه ژمنتېا او کلک هوډ سره د يوه گوند غړيتوب تر لاسه کړي ، اود تغهد ته ژمن پاته شي  اودا ژمنه وکړې چی زه به خپلې شخصې گټې له ملي گټو څخه پورته نه گڼم تل به د يوه رښتني افغان په حيث ددی وطن د ملي منافعونه دفاع کوم اود خپل وطن دهر ډول دښمنانو پر ضد کلکه غښتلې سپېڅلې مبارزه کوم داولس به له شر و فساد کورني او بهرنيو دښمنانو نه په امن کې ساتم خپلو خلکو ته تل پاته سوله  غواړم او په دی لار کې هر ډول قربانی ته حاضريم،زه خپلو خلکو پر وړاندی سوگند يادوم او تغهد سپارم چی د قوم، ژبی مذهبي تعصب او ټولو ناخوالو چی زموږ ملت د کمزوری خواته کشوي په کلکه مبارزه کوم دا يو سپېڅلې ارمان دی اوددی ارمان لپاره نه ستړې کيدونکې مبارزه کوم د يوه رښتني گوندي دا نبايد يو شعار وگڼي بلکې د يوه مبارز خبری او عمل بايد روښانه او يو شان وي .که دا ډول همفکره دسياسي مفکوری خلک په يوه گوند کې را ټول شي بريا ته حتمي رسيږي او بس.

محمد اقا کوچی

20170519

 

موږ ته نومونه او القاب څوک او څنګه غوره کوي؟مسلمان کمونسټ کول او ملحد!مسلمانول څنګه کیږي؟

18.5.2017Kabul i brand Mojaheden
په دې لیکنه کي دوې بیلي خاطري راځي،د زمان په لحاظ ډیر توپیر سره لري د شلو کلنو په واټن یې فرق دئ خو دومره سره ورته دي چي سړی فکر کوي په یوه ورځ پیښي سوي دي.
چا دی لوټلی ستاسې کور او تللی پل دی چېرته
دومره مو هم معلومه نه کړله چې غل دی چېرته
ته لګيا اوسه، د دښمن د تــُـورې څوکه څاره
که څه هم دا معلومه نه ده چې اجل دی چېرته)درویش درانی(
خاطره
د۱۳۷۱هجري لمریز کال د ثور له اتمي نیټیې وروسته د کورنۍ جګړې لمن پر پلازمینه کابل خپره سوه او یو ځل بیا د کډوالۍ بهیر پیل سو،تر لږ ځنډ وروسته زه هم لکه په سلګونو زره نور افغانان د خپلي کورنۍ سره لومړی له پایتخت کابل او بیا له هیواده ووتم.سربیره پر دې چي تر ډیره وخته مي کابل او نورو ښارونو ته کله،ناکله تګ کاوه او په دې تمه که چیري د سولي او امن څرک را پیدا سي او بیرته خپل کور ته راسو.
یوازي د کډوالۍ ستونزه نه وه، د کورنۍ او بچیانو د ژوندي پاته کیدو په خاطر اړ وم چي د یوه کار تابیا هم وکړم.د دوستانو په مرسته د یوه افغاني تجارتي شرکت سره مزدور سوم.د منځنۍ اسیا هیوادونو او روسیې نه د مالونو د رانیولو په خاطر کله د ترجمان،کله د یاد شرکت استازی او رانیونکی او کله هم د مالونو د انتقال مسول وم.
لنډه دا چي د ډوډۍ پیدا کولو یوه منبع مي په موقت ډول پیدا کړیوه.هیواد او په خاصه توګه کابل ته د بهر نه هوائي او ځمکنی تګ راتګ له ستونزو او خطرونوډک وو نو اکثرآ مجبوره وو چي له منځنۍ اسیا نه د پاکستان اسلام اباد او بیا د تورخم له لاري کابل ته ولاړ سو.له بله پوه مي پلرنۍ کورنۍ او خپلوان اکثرآ په کویټه او چمن خواته میشت وه نو به کله بیا د اسلام اباد یا کراچي له لاري کویټې ته تلم.د یوې خوا د ټولو هیوادونو ویزې درلودل ،اقتصادي لوړ مصارف او د بلي خوا کار د استقامت او کورنۍ اوسیدولو ځایونو سره لیري والی اوس یوازي سړی لکه یو خوب داسي یادولای سي.اما خاطره!
له تاشکند نه اسلام اباد او د وو ساعتونو توقف نه وروسته د کویټې ښار ته په الوتکه کي و کوچیدم.هلته هوایي ډګر ته دوستان راغلي وه او د کویټې ښار ته ولاړو.دا ځل د دوستانو غوښتنه دا وه چي د نورو سفرونو پر خلاف باید یو ډیر شمیر خپلوان او دوستان چي په کویټه کي اوسیدل او هغه شمیر دوستان او اشنایان چي له کابله را کډه سوي وه ووینم.یو له دوستانو را ته وویل چي په کویټه کي یو څوک دئ د سردار اکرم خان په نامه، دمجاهدینو په وخت کي ډیر فعاله وو او له مختلفو جبهو سره یې مرستي کولې خو ظاهرآ په هیڅ تنظیم کي نه وو.دوست مي راته وویل چي اکرم خان ازادخیاله سړی دئ ما ستا د راتګ ورته ویلي دي او هغه زما نه جدي غوښتنه کړیده چي یوه شپه بانډار ورسره وکړو.ما هم مخالفت ونه کړ دوست مي دستي سردار اکرم ته تیلفون وکړ تر خبرو وروسته معلومه سوه چي سبا شپه د نوموړي سره لیده کاته کوو.
سبا ته سردار اکرم زما دوست ته احوال ورکړ چي موږ به د ماښام ډوډۍ ته ورځو او څه نور بهرني میلمانه هم سته.په هر صورت ماښام د سردار اکرم خان کورته ولاړو سردار اکرم ډیر ګرم ښه راغلاست راته ووایه او د خبرو په ترڅ کي یې را ته وویل ”سربیره پر دې چي تاسو اوس په دولت کي نه یاست خو له سیاسته هم چاره نه کیږي د هیواد حالات داسي دي،زما دوه دوستان دي بهرنیان دي هغوی هم د افغانستان په مسایلو کي فعال دي زه فکر کوم بانډار به مو خوندور وي”.سردار اکرم ماته اصلآ د کابل اوسیدونکی معلوم سو،سربیره پر دې چي په پښتو یې رواني خبري کولې خو سړی پوهیدئ چي مورنۍ ژبه یې دري ده او لهجه یې کابلۍ وه.خوږ او د لوړ کلتور سړی وو ،ما له لږ و خت وروسته فکر کاوه چي له ډیره وخته سره پیژنو.د نورو میلمنو دراتګ نه مخکي یې راته وویل ”چي دوی ژباړن(ترجمان) نه راولي خو زه پوهیږم چي ستا دوست په انګریزي پوهیږي ستونزه نسته
نورمیلمانه هم راغلل ، او د ډوډۍ میز ته دعوت سو.د ډوډۍ له شروع سره کیسې ،پوښتني کرویږني او د افغانستان پر روانو چارو بحثونه شروع سول.داسي معلومیدل چي بهرني میلمانه د سردار اکرم له خوازموږپه اړه لږ تر لږه معلومات لري.
دوی دوه کسان وه،یو جان نومیده او ویل یې امریکائي دئ،بل نوم مي هیر دئ خو ځان یې د سویس معرفي کړ.جان مي ځکه په یاد دئ چي ده څو واره وویل ”افغانان ماته جانمحمد وایي زما نوم ډیر اسانه دئ”.دوی ویل چي د افغانستان د مهاجرینو اود پاکستان وروسته پاته سیمو کي د پوهني په چارو کي د ملګرو ملتونو مرستندویان دي .
خبري ډیري جان کولې.زما نه جان پوښتنه وکړه چي په اوسني وخت کي څه کول پکار دي چي د رواني ګډوډۍ مخه ونیول سي؟
ما په ډیر لنډ ډول د ن نګرهار نه تر کندهاره،له هراته تر مزار او خوست پوري د موجوده وسله والو ډولو او قوماندانانو کړه وړه او د قواوو توازون وړاندي کړ او نتیجه ګیري مي دا وه چي او س فعلآ خو حالات داسي دي چي خبره تر سیاسي حل تیره ده دا ډلي اوس د غلو او داړه مارانو په ګروپونو بدل سویدي او تر کنترول وتلي دي. دمثال په توګه مي ورته وویل چي دا څو ساعته مخکي یو دوست چي د فراه ولایت اوسیدونکی دئ همدلته ولیدئ هغه راته وویل چي دوه وروڼه مي چي د ۱۶ او ۱۵ کلونو دي له فراه نه تر چمن پوري د ښځو په چادریو کي را تیر کړل ځکه په هره پوسته کي د دې ګواښ وو چي را نه کښته یې کړي نور نو هر څه د مرچو له قراره حساب کړه .
زما نظر دا وو چي د ملګرو ملتونو له مرستي نه پرته به دا حالت کلونه دوام وکړي.جان زما خبري په دقت اوریدې او وروسته یې داسي را ته وویل” فکر نه کوئ چي یو شمیر داسي قوتونه سته چي یو څه وکړي؟”.
ما ویل ”مثلآ؟” جان وویل ”مثلآ که د دوستم قوت حمایه سي استقامت ورکول سي ”. ما وخندل چي مخکي له دې چي زه د دوستم پر قوت وږغیږم دوستم د خپلو پخوانیو کارنامو تر څنګ په کمونسټ! او ملحد !پیژندل کیږي ایا دا اسلامي تنظیمونه او د افغانستان خلګ به یې د فعالیت ملاتړ وکړي؟
جان وخندل او ویې ویل ”دا تشویش تقریبآ رفع سویدئ لومړني اسلامي ولسمشر حضرت صبغت الله مجد دي د ستر جنرالۍ رتبه ورکړه او هغه ته یې د خالد بن ولید لقب ورکړاو د ده ګوند د ملي اسلامي جنبش په نامه دئ کیدای شي عربستان ته هم یو سفر وکړي حاجي به سي نو د الحاد به څه پاته سي؟”.
دا میلمستیا او بحث پر دې ځای پریږدم.فکر کوم اوونۍ لا نه وي تیري سوي چي له بې،بې،سي نه مي واوریدل چي جنرال دوستم د شاوخوا سلو کسانو په ملګرتیا سعودي عربستان ته سفر وکړ او د سعودي لوړپوړو چارواکو سره له لیدونو کتنو په ترڅ کي یې حج هم وکړ”.داسي اوازي هم خپرې سوې چي د سعودي پاچا دوستم ته د کعبې یو طلايې ماکیټ هم تحفه کړیدئ.بل ځل زما له دوست سره د تاشکند نه د اسلام اباد خواته تلم ،په تاشکند میدان کي زما دوست سلام جان رحیمي یوه ناست کس ته اشاره وکړه چي دا پیژنې؟ ما ویل هو عالم رزم دئ .سلام جان را ته وویل دا سړی اوس د دوستم ټولي خارجي اړیکي تنظیموي.په طیاره کي مو د عالم رزم سره روغبړ وکړ بیا زما سره په څنګ کي کښیناست تر اسلام اباده مو کیسې سره وکړې،اسلام اباد ته په رسیدو سره سم یې ماته خپل کارت راکړ او مخکي له دې چي طیاره کاملآ و دریږي یو چا اشاره ورته وکړه او عالم رزم د طیارې د دروازې خواته ولاړئ.د طیارې له توقف نه وروسته عالم رزم له خپل ملګري سره له طیارې کښته سول دوه موټران چي د یوه یې توري ښیښې وې او بل تعقیبي یې پوځي موټر ته ورته وو پورته سول او له میدانه ووتل.باید ووایم عالم رزم د اردو افسر وو،یو وخت د هوایي پوهنتون سیاسي امر وو ما ډیر له پخوا پیژندئ.
وروسته چي بیا دوستم ،ګلبدین او مجد دي ،مزاري د همآهنګۍ شورا جوړه کړه د دوی غونډه په اسلام اباد کي وه،د غونډي په پای کي یوه ژورنالست له دوستم نه پوښتني کولې دوې پوښتي او ځوابونه یې داسي وه.:
ـ پوښتنه ” دکابل دولت مشر استاد رباني وایي دا غونډه د هیواد نه بهر او دا همآنګۍ شورا په بهر کي جوړه سویده اعتبار نلري تاسو څه وایاست؟
ـ دوستم”تاسو له رباني نه پوښتنه وکړئ چي هغه چیري او چا ولسمشر کړ؟هغه هم په پاکستان کي ولسمشر وټاکل سو”.
ـ خبریال ” استاد رباني وایې د دوستم جنبش رسمیات نلري”.
ـ دوستم” ماته د افغانستان لومړني اسلامي ولسمشر فرمان راکړ او زموږ حزب یې په رسمیت وپیژاند،د استاد رباني تنظیم ته د پاکستان استخباراتو رسمیات ورکړي دي اوس نو تاسو ووایاست چي زما حزب قانوني دئ که د رباني تنظیم؟”.
دوهمه خاطره
فکر کوم دا کیسه مي یو ځل نشر کړیده خو د پورتنۍ لیکني سره په تړاو یې اړینه بولم.
د کرزي د ادارې په لومړیو وختونو کي د ملي اردو د جوړیدو په ارتباط پنځه تنه جنرالان امریکا ته ولاړل زما یو دوست هم یو له دې پنځو کسانو نه وو.اوس هم سته دا چي رسمي دنده لري نوم یې نه اخلم هغه داسي کیسه راته وکړه:
«د نورو لیدنو کتنو تر څنګ مو د امریکا د سنا د پوځي کمیټې له مشر سره هم ملاقات درلودل.د غونډي په پیل کي یې سناتور له هر یوه نه د پخوانیو دندو پوښتنه کوله،درې کسان د شمالي ټلوالي مربوط وه او هر یوه په خپله معرفي کي ویل زه د جهاد او مقاومت جنرال یم د کمونسټانو او طالبانو پر ضد مي جنګ کړی دئ چي زما نوبت راغئ ما ورته وویل هغه د دوی په اصطلاح زه د کمونسټي دورې جنرال یم”.
دوست مي وایي تر غونډي وروسته امریکایي سناتور زما نه و غوښتل چي څو دقیقې تنها ورسره وګورم ،نور ولاړل او زه پاته سوم امریکایي سناتور داسي را ته وویل” ستا بیوګرافي ما لوستلې ده ته ډیره ښه تحصیلي او کاري سابقه لرې،کمونسټ نه یوازي په افغانستا کي نه وو،حتی په شوروي کي چي ګوند یې کمونسټ وو اصلي کمونسټان نه وه ځکه کمونیزم لا یو ایډیال وو،دا یو وخت د ساړه جنګ په وخت کي ضرورت وو چي ستاسو ګوند د کمونسټ په نامه یادیدئ،موږ اوس تاسو ته کمونسټان نه وایو تاسو هم دا اصطلاح مه استعمالوئ”.
نتیجه:
چي د دوستم د حج مي واوریدل،چي عالم رزم مي د پاکستاني مقاماتو سره ولیدئ،چي د دوستم مصاحبه مي په اسلام اباد کي اوریدل،چي د امریکایي سناتور کیسه افغان جنرال ته را یاده سي د کویټې په ښار کي د جان امریکایي خبري مي دفعتآ حافظې ته راسي چي دا نور دي چي موږ ته د کافر،ملحد،مجاهد او کمونسټ نومونه ټاکي.