پاکستان ولې له افغانستان سره پر پوله کټارې او خنډونه جوړوي

چمن دروازهد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionپاکستان پر پوله د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي په لړ کې یو شمېر نور ګامونه هم پورته کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې د امنیت د ښه کېدو په لړ کې به له افغانستان سره پر پوله ازغن تار او کټارې لګوي چې په وینا یې د اورپکو مخنیوی وکړي. خو افغان حکومت، چې د ډیورنډ کرښه لانجمنه بولي، وايي چې د پاکستان له خوا هر ډول یو اړخیز امنیتي تاسیسات او خنډونه د منلو وړ نه دي.

د پاکستان پوځ په خپله پرونۍ اعلامیه کې ویلي چې د پوځ د مشر له لارښوونو سره سم، د افغانستان او پاکستان د ” ټولې” پولې د کټارې کولو کار پیل شوی دی.

د پاکستان پوځ زیاتوي چې په لومړي پړاو کې باجوړ، مهمند او خیبر قبایلي اېجنسیو (ولسوالیو) سره پوله باندې کار روان دی او په دوهم پړاو کې به د بلوچستان په ګډون له افغانستان سره پر نوره پوله باندې ازغن تار او نور تاسیسات جوړوي.

پاکستان له افغانستان سره د پولې د کنټرولولو او انتظام په لړ کې څو ګامونه پورته کوي چې مهم یې دا دي.

  • د کلاګانو یا وړو چوڼیو جوړول چې ویل کېږي ټول شمېر به یې ۴۲۳ وي. د ډیورنډ کرښې اوږدوالی نژدې ۲۵۰۰ کیلو متره دی. په ډې توګه به پاکستان پر هر شپږ کیلومتره یوه امنیتي کلا جوړوي.
  • ازغن تار او کټارې درول- پاکستان له وړاندې څخه لا په یو شمېر سیمو تارونه او کټارې درولې دي.
  • د خندقونو کېندل- دا چاره هم ځینو سیمو کې روانه ده
  • یو شمېر نوې امنیتي پوستې جوړول او د پیرو ډېرول
  • د هوايي څارنې ترڅنګ د حرکت معلومولو حساسو کمرو او رادارونو نصبول او ډېرول

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم باجوه درې میاشتې مخکې (د مارچ په میاشت کې) مهمند اېجنسۍ ته د خپل سفر پر مهال له افغانستان سره پر پوله د کټارو او خنډونو جوړولو امر ورکړی و.

پاکستان وايي پر دغه کرښه د ۴۲۳ پوځي کوټونو جوړولو پلان لري.د انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionپاکستان وايي پر دغه کرښه د ۴۲۳ پوځي کوټونو جوړولو پلان لري.

هغه مهال د پاکستاني پوځ اعلامیې ویلي وو چې دا کار به د پولې پر ځانګړو او ټاکل شوو ځایونو کيږي، خو د پوځ اوسنۍ اعلامیه وايي چې اوس به ټوله پوله پوښل کيږي.

پاکستان پر پوله د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي په لړ کې یو شمېر نور ګامونه هم پورته کړي دي.

په تورخم کې له څو میاشتو راهیسي یې بې ویزې او بې پاسپورټه اوښتل یو مخ بند کړي دي. د دې ترڅنګ یې د قبایلي سیمو د وګړو د ازادانه تګ راتګ لپاره د راهدارۍ سیسټم هم ختم کړی دی.

” د ډېر خطر سیمي”

پاکستان تور لګوي چې د مولوي فضل الله په مشرۍ د پاکستان د طالبانو تحریک او له هغه څخه جلا شوې ډله جمعیت الاحرار، په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

افغان چارواکي وایي، د پاکستان دا ګام به له غبرګون سره مخ شي.د انځور حقوقJAVED TANVEER
Image captionافغان چارواکي وایي، د پاکستان دا ګام به له غبرګون سره مخ شي.

پاکستان په لومړي پړاو کې په خیبر، باجوړ او مهمند کې پر پوله د خنډونو جوړول پیل کړي چې د افغانستان له ننګرهار او کنړ ولایتونو سره لګيږي. پاکستاني چارواکي دا ” د ډېر خطر سیمي” بولي او وايي چې د پاکستان ضد اورپکو د ور اوښتو خطر په همدې سیمو کې تر ټولو ډېر دی.

د پاکستان پوځ په دغو سیمو کې کله نا کله راکټي بریدونه هم کړي او د افغانستان په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې یې هدفونه په نښه کړي دي.

د داود اعظمي نورې لیکنې

د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې پر پوله د څار او دفاعي وړتیاوو ډېرول، د دواړو هېوادونو د امنیت لپاره ګټور دي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم هڅه کړې وه چې له افغانستان سره پر پوله خنډونه او کټارې جوړې کړي. پاکستان دا طرحه څو کاله مخکې لومړی هغه مهال په ډاګه کړه چې کله د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له پرلپسې نیوکو سره مخامخ و چې ویل یې پاکستان افغانستان ته د اورپکو د اووښتو مخه نه نیسي.

جنرال پرویز مشرف د خپلې ولسمشرۍ پر مهال دا پلان جوړ کړی و او له سرچینو سره سم یې د هغه مهال د امریکا د ولسمشر جورج بوش حکومت تر یوه حده قانع کړی هم و چې پر پوله د ماینونو ښخولو او کټارو جوړولو لګښت دې امریکا ورکړي.

ولسمشراند انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionله کیڼ لاس: د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف، د امریکا مخکینی ولسمشر جورج ډبلیو بوش او پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

خو د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د سخت احتجاج او مخالفت له کبله دا پلان عملی نه شو.

د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې اوس پر ډیورنډ کرښه دا ډول تاسیسات او خنډونه جوړوي. پاکستان په داسې کولو سره درې هدفونه ترلاسه کوي.

  • ډیورنډ کرښې ته د یوې نړیوالې پولې په توګه رسمیت ورکول- پاکستان له لومړي سره ټینګار کړی چې دا نړیواله پوله ده او حق لري چې خپله پوله له افغانستان سره معلومه کړي.
  • له افغانستان سره خپله پوله په نښه کوي، ځکه په یو شمېر سیمو کې دغه کرښه سمه واضح نه ده او دواړه هېوادونه د نقشو بېل تعبیرونه کوي.
  • د خپلو نا خوښه کسانو د ور اوښتو مخنیوی

د دې ترڅنګ پاکستان له دې لارې پر افغانستان فشار هم اچوي.

زړه لانجه، نوي ستونزي ‍

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې پر سر لانجه که څه هم زړه ده خو په دې وروستیو کې ترینګلتیا او بې باوري نوره ډېره شوې ده. دواړه هېوادونه یو پر بل تور لګوي چې د دوی وسله والو مخالفینو ته یې پناه ځایونه ورکړي او ازاد فعالیت ته یې پرې ایښي دي.

ولسمشراند انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionله کیڼ لاس: د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف، د امریکا مخکینی ولسمشر جورج ډبلیو بوش او پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

پاکستان تر دې وړاندې هم هڅه کړې چې له افغانستان سره پر پوله تګ را تګ کنټرول کړي.

د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې هغه مهال د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ وسله واله نښته وشوه چې د ۲۰۱۷ کال په فبروري کې په پاکستان کې تر څو خونړیو بریدونو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تورخم او چمن په ګډون خپلې ټولې لارې د څه باندې یوې میاشتې لپاره وتړلې.

نژدې دوې میاشتې مخکې د مې د میاشتې په پیل کې چمن ته نژدې پر هغه کلي باندې بیا د دواړو هېوادونو تر منځ نښته پېښه شوه چې دواړو خواوو ادعا کوله د دوی په خوا کې راځي. تر دې پېښې وروسته هم د چمن او سپین بولدک لار د څو اونیو لپاره تړلې وه.

” ‌ډیورنډ نه منو”

افغان حکومت تل ویلي چې د ډیورنډ کرښه د یوې نړیوالې پولې په توګه په رسمیت نه پېژني او د دوی لپاره نړیوال قانوني مشروعیت نه لري.

د پولې په دواړو غاړو کې د تاسیساتو د جوړولو په اړه د افغان حکومت دریځ دا دی چې هر ګام باید د دواړو حکومتونو په سلا او مشورو پورته شي.

لندند انځور حقوقLEON NEAL
Image captionد پولې په دواړو غاړو کې د تاسیساتو د جوړولو په اړه د افغان حکومت دریځ دا دی چې هر ګام باید د دواړو حکومتونو په سلا او مشورو پورته شي. (له ښی لاس: افغان ولسمشر اشرف غني، د برتانیا پخوانی لومړی وزیر ډېوېډ کامرون او د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف)

افغان چارواکي ټینګار کوي چې د پاکستان له خوا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دروازو، کټارو، او پوستو جوړلو چارې یو اړخیزې دي او له دوی سره یې مشوره نه ده شوې، نو له دې کبله دا ګام په دې اړه د دواړو هېوادونو د کاري اصولو او پخوانیو توافقونو او جوړجاړیو خلاف دي.

د افغان چارواکو دریم دلیل دا دی چې د اورپکۍ ستونزه پر ډیورنډ کرښې د اوښتو له اسانتیاوو سره تړاو نه لري او نه هم دا پر کرښه د امنیتي تاسیساتو او کټارو د لږوالي له کبله ده.

دوی ټینګار کوي چې د اورپکۍ د ختمولو لپاره د پاکستان د حکومت کلکې سیاسي ارادې او د داسې امنیتي تګلارې ضرورت دی چې له مخې یې ډلې ټپلې د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ونه کارول شي.

افغان چارواکي دا غوښتنه هم لري چې پاکستان دې پخپله خاوره کې دننه د هر ډول اورپکو ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي او ځالې دې یې له مینځه یوسي.

اقتصادي او ټولنیز ژوند

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله چې په عمومي ډول د برتانوي هند د انګریز چارواکي مارټیمر ډیورنډ (Mortimer Durand) په نامه ” ډیورنډ لاین” یا د ”ډیورنډ کرښه” یاديږي، په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د ده او دهغه مهال د افغانستان د امیر عبدالرحمن خان ترمنځ د یوه جوړجاړي له مخې کش شوې وه.

خیبرد انځور حقوقGETTY IMAGES

له دې کبله یو شمېر سیمې له افغانستان څخه بېلي کړل شوې چې په ۱۹۴۷ میلادي کال کې له هندوستانه د انګریزانو تر وتلو او د پاکستان تر جوړېدو وروسته د پاکستان برخه جوړي شوې.

د دغې کرښې له کبله که څه هم یو شمېر پښتنې او یو څو بلوڅ قبیلې سره ووېشل شوې، خو بیا هم د کرښې په اوږدو کې مېشتو ولسونو دا اجازه درلوده چې په ازاده توګه یوې یا بلې خوا ته واوړي.

خو د پاکستان د حکومت د اوسنیو ګامونو او پر کرښه د ازغن تار او کټارو لګولو له کبله یو شمېر ځايي اوسېدونکي اندېښمن دي.

د پاکستان د حکومت له خوا پر کرښه د تاسیساتو جوړول که له یوې خوا سیاسي عواقب لري، له بلې خوا پر کرښه د تګ را تګ محدودیت او خنډونه به د سیمي د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند منفي اغیز وکړي.

چمن دروازهد انځور حقوقGETTY IMAGES

د ډیورنډ کرښه نه یوازې قبیلې سره وېشي، بلکې په ځینو ځایونو کې یې کورنۍ هم تقسیم کړي چې ځینې غړي یې یوې خوا او نور یې بلې خوا ته اوسيږي. څو ځایونه خو داسې هم دي چې یو کلی د کرښې په دواړو خواوو کې غځېدلی او په ځینو حالتونو کې خو کرښه د یوه کور په انګړ کې تېره شوې ده.

په یو شمېر سیمو کې که کلی یوې خوا ته وي نو د کرهنې مځکه بلې خوا ته وي. یا یې کورونه یوې غاړې ته وي او مسجد یا بازار او دوکانونه بلې غاړې ته وي.

د دې ترڅنګ پړ دواړو خواوو پراته خلک خپلوۍ سره لري، او یا هم موسمي کوچ کوي او دوبی او ژمی په بېلو سیمو کې تېروي.

دوی هم د پاکستان د حکومت پر نوو بندیزونو خواشیني ښودلې وه.

له بلې خوا دا اندېښنه هم په ډاګه شوې چې دغه محدودیتونه به د ځنګلي ژوو (حیوانانو) پر ژوند او بقا هم بد تاثیر وکړي.

اشتباهات گذشته را در افغانستان تکرارنمی کنیم

میر عبدالواحد سادات :

»» وزیر دفاع پر صالحیت امریکا که طوالنی ترین جنگ تاریخ آنکشور را در کوهپایه های کشور ما » مدیریت « مینماید ، در سخنرانی امروز خود مطالب فوق را » اعتراف « نمود. در حالیکه نفس » اعتراف « ، ایرادی ندارد و در صورتیکه آغاز گذار به صراحت و اذعان به حقایق تلخ اشتباهات سکانداران امریکا در قبال افغانستان و منطقه باشد ، عملکرد بعدی مالک صداقت آن خواهد بود . بررسی اشتباهات امریکا در قبال افغانستان درین مختصر مطمح نظر نمیباشد و اظهر من الشمس است که تراژیدی خونبارکشور ما معلول و محصول مداخله خارجی است و دوزخ را در وطن ما شرارت پیشه گان شریری برپا نموده اند که طی چهار دهه یی اخیر بمثابه ابزاردر خدمت اهداف جیوپولوتیک امریکا ، قراردارند و این » اشتباهات « از همان سپتامبر ) 2001 م ( و آغاز عجوالنه حمالت نظامی و کج گذاشتن خشت اول در » بن « و تا کنون تداوم دارد و شاید بخاطر کثرت آن ، آقای وزیر بدون مشخص ساختن به افاده و صیغه جمع اکتفا نموده است. به هر حال چون موضوع صحبت ، تغیر دراستراتیژی و پالنگذاری کم و کیف جنگ افغانستان میباشد ، میتوان خطاب به آقای وزیر دفاع نوشت: پاشنه آشیل افغانستان که عامل تداوم تراژیدی خونبار مردم ما میباشد ، به ایجاز میتوان در دو بخش مطرح نمود: در بعد داخلی : فقدان دولت ملی که حاکمیت قانون را مالک عمل و بر قوای مسلح ملی و غیر تنظیمی و قومی متکی باشد . طی این هفده سال به نام بازار آزاد ، بازار فساد گسترده ، شرکت سهامی جهادی – طالبی و مافیایی را بر سرنوشت مردم به اعزا نشسته حاکم ساخته است و تاجران دین ، دکانداران قوم ، تیکه داران » جهاد « و جالبان سیاسی از مردم قربانی میگیرند . در بعد خارجی : تداوم جنگ اعالم نا شده پاکستان باعث گردیده که شرارت پیشه گان شریر بین المللی از مراکز » امن « شان در آنکشور ، افغانستان را آماج جنایات علیه بشریت قرار دهند. ایران با دسایس الحیل و درین اواخر روسیه نیز به آتش جنگ هیزم کشی مینمایند و افغانستان به مرکز تصفیه حسابات و جنگ های نیابتی قدرتهای رقیب منطقوی هند ، پاکستان ، ایران و سعودی و … مبدل گردیده است. هردو عامل فوق معلول سیاست های کجدار و مریز امریکا و انگلیس میباشند که مقدرات تاریخی افغانستان در دور جدید بازیهای بزرگ رقم میزنند. بدینرو: آقای وزیر کار کشته که تجارب جنگ در کشور ما را دارد ، باید آگاه باشد که مردم صبور و غیور افغانستان که یکی از طوالنی ترین جنگ تاریخ بر آنان تحمیل گردیده ، بخوبی میدانند که هرگاه هدف مهار کردن جنگ و دستیآبی به صلح باشد ، باید در تدوین استراتیژی و پالن به این دو عامل عطف توجه اساسی صورت گیرد و در غیر آن همچو اظهارات مصرف تبلیغاتی داشته ودوام بازی بحساب کم و زیاد ساختن عساکر ، نمک پاشی اضافی به زخم خونین و ناسور افغانستان خواهد بود و دیده شود که اکنون که قرعه فال بنام » سگ دیوانه « ) 1 ) زده شده ، سرنوشت دیونه های تاریخ ) 2 ) به کجا خواهد کشید. 1و 2 ( : این جنرال چهار ستاره امریکا در مطبوعات بین المللی به همین عنوان یاد گردیده است و استراتیژی سازان معروف امریکا و منجمله هنری کسینجر بنیادگرایان افراطی را دیوانه های تاریخ خطاب نموده اند (. با حرمت

اسلامي جمعیت د توطیو په اوج کې!

که طالبانو او داعش د ځینو امریکایي سرچینو په وینا، افغان دولتي نظام  په پوځي ډګر کې له بن بست سره مخ کړی، په ورته وخت اسلامي جمعیت په کور دننه د دولت د بدلون او سمون هڅې شندې کړي او په دې وروستیو کې يي پخپلو لنډه غریوعامه نظم او اداره له سخت بن بست سره مخ کړې ده.

که طالب او داعش له بهر لوري د هېواد نظم، امنیت او دولتي واکمني ګواښوي؛ اسلامي جمعیت لکه مضر حشرات له دننه نظام خوري، هغه ريښې ټینګولو او پیاوړتیا ته نه پریږدي او په حقیقت کې دوی درېواړه د یوې سېکې بېلابېل مخونه دي!

که په ۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶ کلونو کې د کابلښار د کنډوالې او د ۷۰ زره کابلیانو د ټولوژنې او وروسته بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په مهال د اسلامي جمعیت او د دوی د خواخوږو د ورانکاریو لیست یوخوا ته کړو؛ دې ډلې خپلو توطیو او تباهیو ته هغه مهال لا زور ورکړ چې د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو په دوهم پړاو کې یقیني شوه چې ولسمشر اشرف غني  ټاکنې وګټلې.

لومړی دې ډلې غوښتل د منتخب ولسمشر په وړاندې د لويي جرګې په خیمه کې عبدالله عبدالله ته د موازي حکومت په نوم د دوهمې سقاوۍ پګړۍ ورپرسر کړي او په عمل کې یو ځل بیا د نوې یمې لسیزې کورنیو جګړو او یا د ۱۹۲۸ کال د بچه سقاو د مهال اړودوړ او بغاوت ته هېواد ورټېل وهي، خو په هېواد او نړۍ کې نویو حالاتو هغه شېبه د دوی تګلار شنډه کړه او د موازي حکومت توطیه يي نورو وختونو او مناسبو فرصتونو ته خوندي وساتله.

دا ډله د موازی حکومت چلوټه لکه په ايرو کې پرته سرکروټه غلې او پټه ساتي او کله چې هېواد له بهر لوري د کوم کړکېچ او ستونزې سره مخیږي او یا په کور دننه د پرمختګ او سوکالۍ په لور ګام اخیستل کیږي، ډله لاس پکاریږی او د مدارې له پېټاره توطیې د موازې حکومت، موقتي حکومت او یا په بل نوم پرلپسې راباسي.

د ولسمرغني د حکومت په رامنځته کېدو سره، د دې ډلې خوب او ارام نشته. د ولسمشرهرکاري نووښت، د ولس خیر ښېګڼه او رغانیز اقدام د ځان په تاوان بولي، مرکزي حکومت چې د مختګ هر ګام اخلي، دوی کوښښ کوي چې مخه يي ډب کړي. هڅه کوي خپل پلویان د مرکزي حکومت په هر اقدام شکمن کړي او د هغه پیاوړتیا ورته یوه بلا انځور کړي.

بېځایه نه ده چې پرون، ولسمشر اشرف غني د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهلیز د پرانیستې په غونډه کې وویل:« کله چې د کابل پوهنتون مشر وم، د پوهنتون له انګړ څخه مې دېوال تاو کړ. هغه مهال ځینو ویل چې له پوهنتون څخه يي د ګوانتنامو محبس جوړ کړ. اوس د نوموړي دېوال اړتیا ټول محسوسوي، داسې به زما په نورو اقداماتو یو وخت ارمان وکړۍ!» په دې ناسته کې د بهرنیانو په تړاو هم ولسمشر غني وویل« هغه کسان چې افغانستان کې کړکېچ جوړوي، د دې دهلیز په جوړېدو دې پوه شي چې افغانان کړکېچ په فرصت بدلوي.»

اسلامي جمعیت ولسمشر غني په دې هم نه بخښي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ يي  اسلامي ګوند سره روغه جوړه وکړه. کابل ته د حکمتیار په راتګ سره ځمکه او اسمان په اسلامي جمعیت  تنور ښکاري، که په لنډ تېر مهال يی د مرکزي حکومت په ښکاره څه خیال ساته، د حکمتیار په راتګ او دولت سره د هغه په یو ځایکېدو اوس مرکزي حکومت په ډاګه غندي.

د امنیت شورا سلاکار ښاغلي حنیف اتمر او د ملي امنیت د مشر معصوم ستانکزي په وړاندې جمعیت خپله توره هغه مهال په بېلو(سوان) تېره کړه چې اتمر، حکمتیار سره د سولې تړون په پلیتوب کې رغنده ونډه واخیسته.

که د زنبق د څلورلارې خونړۍ پېښه چې د هر زار غندنې وړ ده هم نه وای شوې، جمعیت له مخکې پلان درلود چې د (کابل بهیر) په نوم غونډه بریالۍ پایته ونه رسیږي. د بهرنیو چارو سرپرست، صلاح الدین رباني په دې غونډه کې پخپل نه ګډون دا وښوده چې دوی د غونډې په وړاندې، مخکې له مخکې په توطیه کې وو. په داسې مهال د افغان دولت په وړاندې د اسلامي جمعیت د دوښمنۍ چلند، پر پاکستان باندې د حکومت د نیوکو لحن پڅ او پیکه کړ او له دې لارې يي اسلام اباد ته لویه ګټه ورسوله.

د زنبق په څلورلارې کې شهیدان او ټپیان د هېواد اتباع او په ټول افغان ملت پورې اړه لري، پوښتنه دا ده چې اسلامي جمعیت ولې له دې پېښې د دولت په وړاندې د حضرت عثمان کمیس جوړوي؟ د اسلامي جمعیت پشان څه د پاسه سل ګوندونه او ډلې په افغانستان کې سیاسي فعالت کوي، خو یوازې اسلامي جمعیت او دې ډلې ته خواخوږي کسان د دولت د نوم بدۍ او په دولت کې د ټاکلو کسانو د بدلون بولاله سرکوي.

بلخوا د پدرام په خوله چې له بده مرغه، د ولسي جرګې غړی هم دی د افغانستان د درې سوه کلن نظام د بدلون شعارونه، د زنبق څلورلارې د شهیدانو او ټپيانو سره چې په بهرني ترهګریز یرغل کې قرباني شوي، څه تړاو لري او هغو سره څه مرسته کولای شي؟ همداراز ضیا مسعود چې د احمدشا مسعود ورور او د جمعیت د مرکزي کړۍ غړی دی، د شته حکومت په وړاندې د موقت حکومت  ډرامه د څه لپاره نندارې ته باسي او د حکومت او نظام ضد د هغه داسې شعارونه له پېښې سره څه اړه لري؟

د اسلامي جمعیت ټوله هڅه دا ده چې د زنبق څلورلارې پېښه او هغې سره په تړاو د لاریونوالو او پولیسو شخړه د مرکزي حکومت په وړاندې د یوه لوی بغاوت د راپاڅولو لپاره د یوې وسیلې پتوګه وکاروي.

د بلخ والي عطامحمد نور چې د اسلامي جمعیت د اجراییه جرګګۍ مشر هم دی لامخکې ویلي وو، که ولسمشر اشرف غني زما شرطونه او غوښتنې د ۱۳۹۶ کال له پیل څخه ونه مني او هغه پلې نه شی، اسلامي جمعیت به نورو چاروته لاس واچوي.

د دې غوښتنو یوه بېلګه داسې وه«د پوځي ګمارنو لپاره د پنځه کسیزې کمیټې ټاکنه چې دوه تنه به يي د جمعیت څخه وي. د سیمه یزو اورګانو د ریاست په ګډون یو شمېر مستقل ریاستونه ، سملاسي لږترلږه دیرش سفارتونه، سملاسي دیرش معینیتونه، په نړۍ کې نیمايي قونسلګرۍ، پنځلس تنه انتصابي سناتوران، لس ــ پنځلس ولایتونه او همدارنګه په ملي، نړیوالو او خارجې تذکرو کې (چې مفهوم يي مبهم څرګندیږي) جمعیت ته ونډه ورکول»

خو د داسې غوښتنو په وړاندې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا امریکا غږ سره مرکه کې ویلي وو«حکومت وحدت ملی در چهار چوب یک سلسله اصول و در راستای اصل توسعه مشارکت و استفاده از ظرفیت ها و توانمندی های افراد و جریان های سیاسی مباحثی را با آقای عطا محمد نور آغاز کرده و هنوز بحث آمار و ارقام مطرح نیست»

د زنبق څلورلارې له پېښې وروسته د دې ډلې پاروونې او لمسونونه ښۍ هغه چارې چې عطامحمد نور ورته مخکې اشاره کړې وه نورې پیل شوي دي، ولس او حکومت باید د هغو په مخنیوي کې لاس پکار شي. بلخوا اوس که دوی که څه هم په ښکاره د اتمر او ستانکزي د ګوښه توب خبره کوي خو په شا کې د دوی د غوښتنو منځپانګه همغه ده چې د ضیا مسعود، پدرام او عطا محمد نور په څرګندونو کې په ډاګه شوې دي.

پولیس وايی چې لاریونوالو وسله او لاسي بمونه درلودل، نو ځکه د پولیسو او ځینو لاریونوالو تر منځ شخړه رامنځته شوې. بلخوا پولیس دا هم وايي چې د لاریون په تګلار ، پیل او پای دوی ته خبر نه وو ورکړل شوی. بلخوا د لاریون لارښوونکو چې ضیا مسعود، لطیف پدرام او احمد سعیدي پر غاړه درلوده، د لاریون له روا غوښتنو اخوا د نظام د بدلون، د موقت حکومت او د یوه بغاوت د راپارولو هڅه درلوده.

نن شپه هم کله چې پولیسو په زنبق څلورلارې کې د تحصن په نوم خیمه ړنګوله، ځینولاریونوالو چې لاسي بمونه او وسله يي درلوده، پولیسو سره شخړه کړې. د دې شخړې مسولیت هم د هغو کسانو پر غاړه دی چې له پیله يي د لاریون لارښوونه کوله.

د عامه نظم د ګډوډۍ او په دې اړه د دولت د پرلپسې خبرتیاوو سره سره د اسلامي جمعیت  سرکشي باید وڅېړل شي او د عدليي وزارت باید د دغه ډلې فعالیت د یوه تنظیم پتوګه بند کړي. بلخوا هیڅ تنظیم باید پرېنښودل شي چې وسله ولري. همدارازد دې ډلې د مشرتوب ځیني سرکښه او باغي کسان لکه احمد ضیا مسعود اویا پدرام باید د عدلي او قضايی تعیب لاندې ونیول شي.

د ۲۰۱۷ کال د مۍ ۲۰ مه

سرلوڅ مرادزی

دسیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي: ملي غورځنګ یا حزب انقلاب ملی

19.6.2016Sewad Amozi
دری څلویښتمه ۴۳ برخه
د لومړي جمهوریت تاسیس؛ یو ګوندي نظام
سردار محمد داوود خان د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ په ۲۶ مه د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې د شاهي نظام ټغر ور ټول او په لومړي ځل یې په افغانستان کې جمهوریت یې تاسیس کړ. عجب جمهوریت؟
مترقي رئیس جمهور سردارمحمد داوود خان د خپلي واکمني په اوله ورځ، پارلمان منحل، اساسي قانون یې باطل، ازادې رسنۍ او سیاسي ګوندونه یې منع اعلان کړل. بیله دې چي خپل توان او د ولس اماده ګی ته لږ پام و کړي په خوب وړي هیواد کي یې د (کودتا) تخم وشندۍ.
دا حزب چي سردار محمد داود خان د خپلي پاچهۍ او کورنۍ د بقا او یو شمیر دولتي کسانو د احساسا تو د کنترول او ولس ته د بازي ورکولو لپاره هغه وخت ایجاد کړي چي ده د شاهي نوم د ولس په ذهنونو کي په جمهوري واړاوه. لوبه خو له وختي څخه راپیل وه، مګر په ښکاره په داسي وخت کي را پیل سول : په دغه شپه ګوره چي ښاغلې محمد ظاهر شاه به د اتیالیا په (ناپل) ښار کي په څه بوخت وو، چي د لته په کابل کي د جولای په ۶(۱۹۷۳م) کال د عراق په سفارت کې د هغه هیواد د ملي ورځي په مناسبت میلمستیا جوړه وه د حکومت وزیران او جنرالان په دې میلمستیا کي سخت نشه او مست وشنګول شول.
تر دې مراسیمو ورورسته د شپې لخوا د امریکا د سفیر په کورکي د هغه هیواد له خوا د کابل په سفارت کي د نوي نظامي اتشه د مقررۍ او معرفي میلمستیا وه چي دا مسته او شګوله ډله هلته هم ورغله او نوره هم پسي مسته شوه. په دوی کي جنرال خان محمد او سردارولي هم شامل وو.
په دغه شپه د شپې پر یوه نیمه بجه د سردار محمد داودخان په امر کودتا چي ټولي چاري یې مخکي تنظیم او وظیفې تقسم وي پیل سول. سبا ته ښاغلي سردار محمد داود خان (رئیس جمهور،صدر اعظم، د دفاع وزیر دفاع او بهرنیو چارور وزیر) سوو. دا یې یو بل بد دود پر یښود چي نو نفر پر په یوه وخت پر څلورو (۴) لوړو حکومتي چوکیو هم کار کولای سي. پاچا یوه چوکي نیولي وه؛ خو رئیس جمهور مبارک (څلور).په هیواد کي د سړو کمی وه البته.
ښاغلی خدای بځښلی ا کا ډمیسن محمد ابراهیم عطائی صاحب لیکي: ”د سردار محمد داودخان ته خپل د یکتاتورانه مزاج هیڅ اجازه نه ورکوله چي د بل چا نظر واوري او همدا وجه وه چي په اداره کي یې زیاتره هغه کسان ځانته را نژدې کول چي په پټو سترګو د ده اوامر ومني” ص۲۸۳
سردارمحمد داود خان دونه عقده پال شخص وو چي کله خپل د کاکا زوی سر دار ولي یې د هغه د پلار مارشال شاولي خان یا د سردار محمد داود خان مشر کاکا په غوښتنه له زندانه ازد کړئ، بیا یې هم سردار ولي ته داسي وویل:” تاسي به ویل زما مغز پوره دی اوس پوهیږې چي اصلاً ستاسو مغز پودهء ؤ”.
بیا هم عطائې صاحب ۲۸۲ص کي لیکي:”ملي رهبر داود خان ته درې د شخصیت ناروغی ورپیښي وي: لومړی د ((نارسیس)) په ناروغی اخته ؤ چي ځان ډیر لوی په نظر ورتلی، دوهم ((ایګوسانتریک)) ؤ چي ځان یې د عالم مرکز باله او دریم د (( سکزویدschizoid)) ناروغي ورپیښه وه چي د تیرو لسو کالو په انزوا کي درونګراه شوی ؤ اوځیني عقدې ورته پیدا وې”.
په هیواد کي د رئیس جمهور د خپل سریو له امله ورځ تر بلي وضعیت خرابیدی، سر پر سره د دسیسو او کودتا خبرونه خپریدل، که څه چي ملي فوځ ټولي د سیسې شنډولې، داود خان دا هم نه سوای درک کولای چي ټولي د سیسې څوک شنډوي؟ حال دا چي د سردار داود د نظام په خلاف ټولي کودتا ګاني په فوځ کي د ننه خلقي افسرانو شنډولي، مګر سردار محمد داود او ادارې یې د هغو د سیسو په تور خلګ زنداني کیدلو او وژل کیدل.
بیا یې د پرچم سره ډغري وهل شروع کړل، هغه پرچم چي دی یې تر دغه ځایه را رسولی وو، بیله دې چي تدابیر ولري د هغوی له حکومته لیري کول یې شروع کړل، خپلو کړو وعدو ته یې شاه کړل، له کابیني څخه د خپلو نورو ملګرو شړل هم شروع کړل : باختري، فیض محمد، پاچا ګل، حسن شرق. عبدالحمید محتاط یې له نژدې (۳۰) ملګرو سره له هوایي قواوو څخه لیري کړل، د هوای قواوو رئیس ارکان اکبرمقصودي لیري کی، تور خان د کندهار د قول اردو رئیس ارکان یې لیري کړی، پدې ډول یې (۲۵۰) تنه نور فعال افسران له وظیفو څخه لیري کړل. ډیر ولسوالان له وظیفو و شړل سول. د د بیځایه غرور(خود خواهی) له برکته هیڅ چا ده ته مشروره نسوای ورکولای. او نه ده د چا خبره اوریدل.
سر بیره پر کودتا ګانو چي کیدلې، پټ ترورونه او قتلونه ډیر سول، مسولین یې نه معلومیدل دساري په توګه: مجیدکلیاني په شمالي کي ډیر قتلونه کول، د ارایانا پیلوټ انعام الحق ګران په مکرویانو په رڼا ورځ ترور سوو، د پلان وزیر علي احمد (خورم) ترور سوو، شیر اغا د سیمنتو رئیس په خپل کورکي ترور سوو. یوازي عبدالمجید کلکانی و نیول سوو. په دې پسي په قعله زمانخان کي له یوه غاره څخه د پنځه سوو(500) مړو جسدونه پیداسول، په عدلي طب کي څرګنده سول چي دا ټول په وهلو او ډبه ولو وژل سوېدي. ص ۲۹۱
سردار محمد داود خان په خپل یوه فرمان سره پسله څلورو کالو حکومت کولو په ۱۹۷۶م ۱۳۵۵لمرېز کال کي د اساسي قانون دتسوید هیأت وټاکه، د مسودې د تصویب لپاره یې خپل د خوښي سړي را و بلل او د لوی جرګي نوم یې ورکړي، په هغو یې قانون تصویب او ځان یې له سره رئیس جمهور کی. اساسي قانون هم یو سر در ګمه قانون وو،چي نه د قواو تفکیک معلوم وو او نه هم د بیان، لیکني او عقیدې د ازادی په کښي ذکر سوی وو.
په نوي اساسي قانون کې یو ګوندي نظام لا هم تصویب شو او یوازې د (ملي غورځنګ) په نوم ګوند ته چي یو دولتي ګوند و، د فعالیت اجازه ورکړل شوه.
د اساسي قانون په ۴۰ تمه ماده کې راغلي وو:« د افغانستان د خلکو د سیاسي روزنې او اجتماعي غوښتنو د څرګندولو په منظور تر هغه وخته پورې چې دا هیلې ترسره کیږي او طبیعي ودې ته رسیږي، په هیواد کې به یوازي د ملي انقلاب د ګوند (ملي غورځنګ) په مشرۍ کوم چې د ۱۳۵۲لمرېزکال د چنګاښ د ۲۶ مې نیټې د مترقي او ولسي انقلاب بنسټ ایښودونکی او مخکښ ګوند دئ، یوازې به دغه یو ګوندي سیستم واکمن وي.
هغه وو چي د جزا قانون یې نافذ او پر ټولو سیاسي فعالیتو یې بندیز و لګاوه، خپل حزب یې د(دملي غورځنګ ) په نوم جوړ کړی. چي یو شمیرمحدودو سړو په حکومت کي شا ملو، چاپلو سو ورته لاسونه وه (وخرپول)، مګرعامو ولسونو، نهضتونو اولږ په سیاست اګاهو شخصیتو نو ورته چندان اهمیت ورنکړ. یو څومیاشتی په دولتي د ستګاه کي د ننه څه تبلیغات ورته وسول اهسته، اهسته ئې ټغر مخ پر ټولیدو ؤ. نور بیا

ايا د ناټو او امریکایانو موجودیت اړین دی که نه؟

15.6.2017USA anriber på Afghanistan
په سیاسي او ټولنیزو محافلو کې د خبرو اترو په رڼا کې ویلو شو چې په افغانستان کې د ناتواو امریکایانو د شتون او ملاتړلپاره لاندې نظرونه موجود دي:
۱ـ هغه ګروپونه چې د ګاونډې هیوادونو او نورو بهرنیانو په حمایت د افغانستان د حکومت په مقابل کې جنګیږي، دوی او د دوی سیمه ایز حامیان په دی خوشالیږي چې د ناتو او امریکایانو قوتونه چې څومره ژر دافغانستان نه ووځي او د افغانستان حکومت په سیاسي، پوځي او اقتصادي لحاظ کمزورې شي، دا د دوی په خیر دی او ژر به قدرت ونیسي.
۲ ـ دویمه ډله چې نه غواړي نظام سقوط وکړي، خو غواړي چې هر څه د دوی په کنترول کې وي. د زیاتو نا امنیو له امله د دی ډلو ژوند اوګټي اوس یوڅه اندازه په خطر کې دي. دا ډلې د لنډغرانو او اقتصادي مافیایې کړیو پورې تړلي دي چې په حقیقت کې همدوی دا حکومت فلج کړیدی. دوی په دی عقیده دي چې دنیاوال باید د دوی امنیت وساتي او هم دوی ته پریمانه پیسي ورکړي او په دی توګه به دوی خپلو مزو او چړچو ته دوام ورکوي. دوی هم د بهرنیانو په شتون اعتراض کوي چې ولي د دوی د شومو اهدافو لپاره امنیت نه ساتي او یا د دوی نه په دوامداره توګه حمایت نه کوي.
۳ ـ درېیمه ډله هغه کسان دي چې په Conspiracy Theory یا د شک په تیوریو عقیده لري. دوی د ناتو او امریکایانو شتون ته په افغانستان کې د شک په سترګه ګوري. دوی ولس نور هم په حکومت او د ناتو په شتون شکمن کوي. په دی ډله کې هغه کسان شامل دي چې په عقیدوی لحاظ د مسلحو ډلو سره تړاو لري اما په سیاسي لحاظ په ظاهره د نظام حمایت ګر ځانونه ګڼي. پخوانې چپي ډلې هم په دی ګروپ کې شاملي ډي.
۴ ـ څلورمه ډله په دی فکر دي که دوی رسمي دندې ونه لري او یا د لوبې لوبغاړي نه اوسي نو د بهرنیانو شتون او هم د نظام بقا د دوی لپاره مهمه نه ده ځکه دوی د حکومتي دندو په غیر ژوند نشي کولي. په دې ډله کې زیادتره د تیر حکومت پلویان شامل دي چې اوس رسمي دندې نه لري. دا ډله چې په هر محفل کې ګډون کوي د ولس ذهنیت د حکومت په کارونو او د ناتو په شتون باندې بې باوره کوي. کله چې د دی ډلې افرادو ته کومه چوکۍ ورسیږي، نو بیا د ماشومانو په شان غلي شي خو بیا هم د حکومت لپاره مضر دي ځکه دوی هم نه غواړي چې ښه کسان سیستم ته داخل شي.
۵ ـ پنځمه ډله عام ولس دي چې هغوي هم ګنګس دي چې دا څه لوبه روانه ده چې ولئ امنیت نه ښه کیږي او ورځ تر بلې د دوی ستونځي زیاتیږي. دوی وایې دا د بهرنیانو موجودیت نو بیا د څه لپاره دی چې امنیت نشي راوستلای؟ دوی هم د ناتو او امریکایانوپه شتون اعتراض کوي.
۶ ـ اخرې ډله په دې فکر ده چې د افغانستان حالت لکه د ICU یا عاجل واټ د مریض په توګه دی او اکسیجن ورته چالان دی که بهرني کومکونه او د بهرنیانو شتون نه وي، دا نظام ډیر ژر سقوط کوي، داخلي جګړې پیل کیږي، د سیمې هیوادونه به بیا د نوېیمې لسیزې په شان خپل ګوډاګیان حمایه کوي او د دی بدبختیواو رقابتونو تاوان به د افغانستان ولس ورکوي.
د پورته نظرونو په وضاحت سره ویلو شو چې څوک د نظام او سیستم بهبود غواړي او څوک د نظام او سیستم په تضعیفه کولو کې مهم رول لري. افغانان باید په پټو سترګو د هغه ګروپونو او ډلو ملاتړ ونه کړي چې د نظام په تضعیفه کولواو د سیستم په فلجولو کې رول لري. د نظام په تضعیفه کولو، د جنګ په دوام ، انارشي او داخلي جګړو کې د اکثریت افغانانو ګټه نشته دی. جنایي مافیایي او ترورستي کړې د خپلو شومو اهدافو لپاره هغه وخت ښه فعالیت کولې شي چې نظام ضعیفه او انارشي وي. زما په اند په لنډ او اوږدمهال کې افغانستان د نړیوالو کمکونو او سیاسي حمایت ته اړتیا لری ترڅو په خپلو پښو ودریږي او د سیمه ایزو هیوادونو د نفوذ نه ځان خلاص کړي. په اوږدمهال کې دا د افغانانو پورې اړه لري چې د نظام جوړولو روحیه په ځانونو کې پیدا کړي او د حکومت نه حمایت وکړي. حکومت ته هم پکار ده چې د خپل دوام لپاره ملت ته رجوع وکړي او د څو محدودو معامله ګرواشخاصو او ګروپونو د انحصار نه باید ځان خلاص کړي. د نظام مسوولیت زیاته برخه د حکومت په غاړه ده چې په خپلو کړونو کې تغیر راولي. که دا کار ونه کړي، که هرڅومره کمکونه راشي بیا هم افغانستان به د ستونځو سره مخامخ وي.

ایا افغانستان به تجزیه شی؟

 

لیکونکی : شاهین باز

دافغانستان جغرافیوی موقعیت داپه ګوته کوي چې تل دقدرتونو ترمنځ دزورارموینی میدان ګرځیدلی دی اوافغانان په مختلفو مقدسو نومونو دوسیلي په توګه کارول شوي دي چې دغه لړۍ تراوسه پوري دوام لري په یوه مرحله کې برتانیه اوروسیه اوپه ادامه یې امریکا اوروسیه له یوبل سره نیغ په نیغه دډګرمیدان ته راودانګل چې تراوسه پوري دغه جریان ادامه لری البته دومره وشول چې شوری اتحاد په جنګونو مصروف شو مصارف یې زیات شول لکه ننۍ امریکا نو دامریکا په مقابل کې عقب نشیني وکړه تنه یې پریښوده اوشاخونه یې له ځان څخه جداکړل چې دجداشویو شاخونو رهبری دهماغه کمونست ګوند رهبری شورا دغړو په اوږو شوه اویوې سختي مبارزي کولو له پاره یې اوږده دمه وکړه اوخپل ځان یې په اقتصادي پلوه قوي کړ په دغه مرحله کې امریکا فکرکوه چې ګویا کې لوبه مو و ګټله  نو بیلابیل منورنه یې اجراء کړل اوپه ټولو منورونوکې بریالی نشول اودغه جګړه تراوسه پوري ادامه لري .

دامریکي اقتصادي وضعیت ته په کتوسره دې پایلی ته رسیږو چې دوی عین دشوروی اتحاد اواخرو مرحلو په لړۍ کې قرار لري  ځکه چې دټرامپ راوستل دجمهور ریس په صفت داکوم تصادفی حادثه نوه بلکې دایو جوړشوی پرګرام په دې خاطروو چې دامریکی ستراتیژي جوړونکی دې پایلی ته ورسیدل چې موږ دروسي په مقابل کې ناکام یو نو داچې ډیره بې شرمی مو ځان ته نوي راوړی اود اوړو پوزه ځان له پاره جوړه کړو نو داسي یو شخص لکه ټرامپ ته اړتیا دی چې خپل سیاست ته په افغانستان اومنطقه کې باید بدلون ورکړو اومنطقوی هیوادنه په ګټوکې شریک کړو اواقتصادي برنامی پیاوړی کړو اودیوې مرحلي له پاره خپله بستره اوږده اوغورزو اودمه وکړو اوددې خبري ثبوت له پاره چې منطقوي هیوادونه په ګټو کې شریک کوي په شانګهای سازمان کې دپاکستان شمول په حقیقت کې دچین له خوا شوی دی اودهندوستان دروسی له پلوه شوی دی چې منطقه کې هرڅوک خپل خپل منافع تامین کړی اودغه کارامنیت ته اړتیالری اوچین بیهوده سرمایه ګذاری نه کوی نو امکان دې ولري چې پاکستان دحقانی شبکه چې نوم یې شته اونوره نشته دیته مجبورکړی چې دسولی په نوم په دولت کې شامل شی اودګلبدین حکمتیار په څیر یو توافق ته ورسیږی اونوره ماباقیا طالبان چې دپاکستان له لاسه وتلی معلومیږی دروسی په ښپوکې خپړي کوي اوهغوی په خپلو لاسونو کې نیولی اوامریکا داعش په لاسوکې لوبه وی دادقضی یو بعد دی دقضی بل طرف دادی چې امریکا حکمتیار په ډیر شان اوشوکت سره دولت ته راوست او داسی تبلیغات یې ورته وکړل چې ګویا کې دافغانستان راروان جمهور ریس همدغه دی نو په دربارباندی  خلک نه ځایږی اوهره ورځ دشمشاد له تلویزون څخه یې خبري خپاریږی اودده مصنوعی محبوبیت خلکوته ښول کیږی اوداسي یو بابو للی ترینه جوړ کړی چې ګویا کې هرکاره همدغه حکمتیاردی خو روس هم ددې په مقابل کې غلی نه کینی هغه هم خپل زورښایی چې ګوره یوه خیمه هم تاسو په زورنشی لری کولی پخوانی خوبونه خیال است ومهال  نو دلوبی اصلی لوبغاړی دغه قدرتونه دی چې دخپل غلامانو په وجود کې تظاهر کوي  خو سوال دادی چې ددغه وضعیت په نظرکې نیولو سره به افغانستان تجزیه شي لکه څرنګه ځینی تحلیل ګر وایې چې ((که داځل دافغانستان لوبه له میدان نه ووتله نو افغان اوافغانستان به دواړه نوي )) نه داسي نه دی یوه لویه اشتباه دی په دې مانا چې زموږ ځیني روشنفکره چې په جرمني امریکا اوکاناډا کې اوسیږی دوی یوې خوا طالب حرکت ته په رښتونی مانا دامریکی پرضد جګړه کونکی وایی اوددوی جګړی ته یو مشروعیت اواستقلال ورباښی اوله بلې خوا دافغانستان قضیه په خطرکې بولی چې ګویا کی تجزیه به شي په داسي حال کې چې طالب ،داعش امریکا دیوې سیکی دوه مخه دی دسرمایه داری نظام بستر په بنسټ پالنه کې نغښتی دی چې ډیر بحث ته ضرورت نشته دی اونه طالب اوداعش کوم مستقل حرکت دی دپردیو به لاسو جوړ شوی مصنوعی خوځښت دی چې دوسایلو په توګه کارول کیږی دغه وسایل کله نرم اوکله سخت شي نو یوې خواکه چیری دتجزی موضوع طرحه شی نوافغانستان نه تجزیه کیږی ترهغه پوري چې کردستان ،اوبلوچستان مستقل حکومتونه جوړه نشي اوکه ترکیه ،ایران اوپاکستان تجزیه شول نو هغه مرحله دافغانستان اوافغان شتون ترسوال لاندی خو څه چې دوینو ویالی به رواني شي نو په هغه مرحله کې دافغانستان تجزیه امکانات زیاتوی خو دغه هیوادنه دومره قوی دی چې مملکت یې نه تجزیه کیږی دایوه بې ځایه ویره ده  په اوسنیو ورځو کې وضعیت بدل شوی دی داچې څه پیښیږی ؟ په دې باندی دقضی اصلی لوبغاړی ډیر ښه پوهیږی موږ یوازی تحلیل کولی شو دغه تحلیل هم دخبرې جملي حیثیت لری چې دکذب اوصدق احتمال لري نو کله چې دامریکی دفاع وزیر اقرار پردې باندی چې دروس په مقابل کې ماتي خوړلی نه دطالب په مقابل لکه ځیني اشخاص دغه نظر لري اوغواړی چې سیاست ته بدلون ورکړی نو دشانګهای دهیوادنو سره په تفاهم اودګټوشریکولو پراساس به یو تفاهم ته رسیږی چې لا اقل خپل ځان له پاره داوړو پوزه جوړه کړی اوله بلې خوا یوه اوږده ساه راکاږی اوځان په اقتصادی لحاظ قوی کړی اوحالات په سړه سینه خلاجی کړی اوپروګرام ورته جوړ کړی داسی نه دی چې امریکا به له هیواد ښپي سپکي کړی بلکې څلورزره نوره عساکر هم راولی خو سوال دادی چې دغه روانه کشاله به په یو نفري سازمان ، پنځه کسیز حزب اوپه نوم جبهه چې غړي یی مستقل افراد دي حل شي ؟ نه دایو ژور علمي ،منطقي ،مترقی  اویا شبه مترقي تحلیل ته اړتیا لري اوهمدغسی دیوې  (مترقي یا شبه مترقی )لاري  پیداکول اړین دی چې په دغسی حساس ،موقعیت ، له استحباراتی ډکو منطقه ، دزور ازموینی میدان اوسنتی لرونکي خصلتونه اوبې باوری په درشل کې اختل شوی ذهنونه

دسیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي: د پښتونستان د ازادۍ اتحادیه

17.6.2017Pashtonistan sambol
دوه څلویښتمه ۴۲ برخه
تردې نوم او عنوان لاندي د شاهي کورنۍ غړي سردار محمد داؤد خان دا ځل یوه بله لوبه پیل کړه. د خپلو نژدې یارانو څخه یې څوتنه سره اغونډ کړل. پر دې غونډه یې نوم کښیښود ”د پښتونستان د ازادۍ اتحادیه” حال داچي خپله یې پښتو ژبه هیره کړې څه چي د هغې له زده کړي سره ئې مینه هم نه وه، د لې ئې خپلو خلګو ته څه حقوق (ازادي) ور کړې وه چي پاته سول د پښتونستان و لسونه. د سردار محمد داود خان پلار (سردارعزیز خان) چي تر نادر خان مشر هم وو پر ایا پر و لسونو ډیر مهربان وو؟.
یوه ورځ سردار محمد عزیزخان چي په برلین کي سفیر وو له یوه افغان محصیل څخه پوښتنه وکړل” هلکه ته له کومي کورنۍ سره تعلق لرې؟” محصل هک پک پاته سوو، چي اوس سفیر ته څه و واي؟ بیچاره د خپل پلار نوم یاد کی، د محصل پلار چي یو غریب سړی وو شهزاده هغه څه پیژاندی. او هیڅ باور نه کاوه چي د دوی په پاچهي کي دي د یوې بې نومه او نښانه کورنۍ هلک دي د زده کړولپاره خارج ته را استول سوی وي، په قهر سره یې محصیل ته په دري ژبه وویل” خیر تو از فاملهای دولک و دمبک هستی”.

محصیل(سید کمال) چي د سردار عزیز دا خبره واورېدل په غمونو کي لاهو سوو، خپل او د خپلي کورنۍ هغو ټولو هیلو ته یې شا کړل، چي کلونه یې ورته تکلف ایستلی وو. سفیر ته یې هیڅ هم و نه ویل، بله ورځ د تفنګچي سره د سفیر (عزیزخان ) دفتر ته ورغی، خپله تفنګچه د سردارمحمد داوخان د پلار سر دار عزیز په خوله کي تشه کړه، څو مرمی ئې و وېشتی او هلته یې و واژه.
محمد اکبر پرواني بیا د پښتونستان د مسلې په هکله داسي وایي: (په ۱۹۵۲م) کال کي چي سردارمحمد داودخان صدراعظم سوو، زه په کویټه او حسن صافی په پیښاور کي د قونسلانو په توګه مقرر سوو. زه صدارت ته ولاړم چي د قونسلګری د وظیفې او هلته شخصیتو په باب څه معلومات پیداکړم. ماته پوره معلومات راکړل سول، د راپور را استولو په باب راته وویل سول، هر وخت دي راپورونه باید څو څو صفحې وي اوله او دوهمه صفحه د راپور باید په ښه الفاظو او په زړه پوري وي، نور چي هر چټیات وي فرق نه کوي، ځکه سردار داود په اوږدو را پورنو خوشحالیږي، اما د لوستلو حوصله نه لري. اوله صفحه ګوري نور یې قات کوي قلم مخصوص ته یې سپاري.
د کویټې او پیښاور په قونسګریو کي د بیلو، بیلو بازیو په نوم خورا ډیري پیسې شخصي جیبو ته به تلې. زه کندهار ته راغلم، عبدالغنی خان ګردیزی والي وو، تر څه خبرو وروسته یې د قبایلو مدیر احمدګل سلیمانخیل ته امر وکی چي (۳۰) زر کلداری قونسل ته ورکړه، ما وویل چي څلور ورځي وروسته بیا کندهار ته راځم هغه به واخلم، کله چي د والي له دفتره را ووتلم، د قبایلو مدیر را ته په قهر وویل ښه کار دي و نه کړ، چي پیسې دي وانه خیستلې، والي صاحب دي خفه کی. تا باید کلداري اخیستي وای، سمدستي دي (۱۰) زره والي ته ایښي وای، (۱۰) زره به دي خپل جیب ته اچولي وای، پاته نوری (۱۰) زره به دي در سره وړي وای هلته د پښتونستان لپاره به دي لګولي وای. هر کال په میلونونه افغانی پدې لاره کي بې ګټي لګیدي او شخصي جیبونو ته تلې. د یوه کال په پیسو یې په افغانستان کي عصري شفاخانه جوړیدل چي شاه کورنۍ نه کول) سید مسعود”پوهنیار” دوهم جلد ص ۵۴.
دا خبره مي ځکه و لیکل چي د شاهي کورنۍ غړو هیڅ کله ولس(غریبو) ته د انسانانو په سترګه نه کتل. که څه چي د دې اتحادې مشری په ښکاره سره غلام حیدرخان عدالت، ببرک کارمل او حسن شرق کوله، خو اصلي خبره د سردار محمد داود خان وه. دوی نه پښتونستان غوښتۍ او نه د بلوڅو او پښتنو لپاره ازادۍ، لکه څنګه چي مخکي دا خبره و لیکل سول، د یوه لوری په جهان او بل لوری ته په همسایه هیوادو کي د نهضتو، خوځښتو، انقلابو او کود تا ګانوبا زاردونه تود سوې وو، چي په افغانستان کي خپله په حکومت کي شا ملو او د شاهي کورنۍ غړوهم د خپلي وارخطائي څخه د هغوی کیسې کولې.

 

خپلو محدودو ورځپاڼو کي به ئې د هغو(کودتا ګانو) د کړنو خلاف څه لیکل. د دوی په دې کړنو او غبرګون به خلګ نورتشویق او متحریک کیدل کوښښ ئې کاوه چي ځانونه له اصلي مسلې خبرکړي. نو د لته سړی داسي فکر کولای سي چي هغه یو ځل تش په نوم دمکراسي چي سلطنتی کورنۍ د ځپل نماینده (صدراعظم شا محمود خان) په خوله، ځوانانو ته موقع ورکړل سول، چي غونډي وکړي، حزبونه جوړکړي، اخبارونه ولري او داسي نور. د هغوی په منځ کي به دوی خپلو جاسوسانوته وظیفې سپارلي وې، چي د دې خوځښتونو په منځ کي و اوسي.
څو ځوانان ښه وپیژندل سي، واقعي تحول غوښتونکي مبارز ین، احساساتي مبارز ین او فیشني مبارزین څوک دي؟. حکومت دغه ګومارلي ځوانان د نور ځوانانو د را پاره ولو د پاره کارول، شاه او حکومت والو د ښکار یانو په شان ورته ناست وه د دوی له منځه یې هغه ځوانان په نښه کول، چي پاک احساسات یې لرل.
هم د لته وو چي ډیر پا ک احساس لرونکي، صاد ق، وطنپر سته ځوانان په حکومتی جالونو کي بند سول. لږو به په تصادفی یا خپل هنر سره ځانونه وساتل. په دې توګه شاهي کورنۍ خپله واکمنی اوږدول په ټولنه کي ځلیدلي او پیژندلي ځوانان ئې په شکل د اشکالو له منځه وړل.
که په رښتیا شاهی کورنۍ غوښتلای چي خلګ په سیاست او حکومت کي ګډون وکړی، ولي ئې داحزابو قانون ته لاره نه ورکول. په اصل کي د مبارزو ځوانانو پیژندګلوي ځنی ورک سوی ؤ. په دی چل ئې هغوی پیژندل. اوبیا یی نابود ول. داچي وخت بد ل سوئ ؤ، هغو د سیسو، چلو او نسخو چي د دوی تیرو بابوګانو دولس د ټکولو د پاره پکار اچولې، په دې زما نه کي هغه چلونو هغسی کار ورنه کړه.
سره د دوی د ټولو وژنو، وهلو، بندونو، تهدیدونو بیا هم د مبارز ی، مقاو مت او سا زمان جوړوني روحیه غښتلی پاته سوله. هر هغه چا چي د مبارزی خیال درلو دئ، دا ځل ئې نسبت پخوا ته نورهم هو ډ کلک سوی وو. څه تجربه په لاس ورغلې وه.
داو خت وو چی۱۳۲۵هـ کال کي همسایه هند پر د وو برخوتقیسم سوې دئ، پا کستان جوړسوېدئ، د خان عبدالغفار خان، عبدالصمد خان، محمد علی جناح او نورو د مبارز ینو بیانو نه کید ل.
هر یوه ځوان د خپل ژوند هغه د ځوانۍ شیریی شپی ئې د دې ظالمی کورنۍ په زندانو کی تیری کړي. سربیره پر دی چي د ځوانانو پر مخ ئې د سیاسي روښنا ئی څراغ مړکړی، یو داسي بل تر ټلی عمل ته ئې لاس واچوئ چي زموږ د ولسو د بد بختی اساسي عامل وو، هغه دا چي تر یوی اندا زی پوري د ولسونوترمنځ د غه د قومی بی اتفاقی، د قوم او قوم با زی خبری سړی سوی وی.
د وی بیا یو دم د سیاسي حرکتو تشه په قومی رقا بتو ډکه کړله. دولسی جرګې له پاره د نماینده ګانو ټا کنی ته قومی رنګ ورکړئ، قومي اختلافات را ژوندي سول یو قوم د بل قوم پر ضد را و پاراوه، زه چي هغه وخت د ښوونځی شاګرد ووم، د سر په سترګومی لیدل چي قومی رقا بتونو څونه زور واخیستۍ، دهرقوم موټرونه، د تراکتور ټیلی، کمپونه جلا سول، د هرچا قوم معلوم (پیژندل) سوو. هغسی کورنۍ چي مخکی چا نه پیژندلی یا دوی قومیت ته ډیر مایل نه وه، هغوی هم بی يری پاته کیدای نسوای، بد نیتۍ ګانی زیاتی سوی، حتا په د ښمنی او جګړو واوښتې. په قصدي توګه دا لویه جفا سلطنتی کورنۍ را منځته کړه.
دا ؤد خان ترخپل ظالم اکا هاشم خان څه کمی نه درلو د. لس کاله په سیاسي لحاظ داترخه د وره هم تیره سوه. ۱۳۴۲ش کي محمدیوسف خان صد راعظم سو. د محمدیوسف، محمد ها شم میوندوال، نوراحمداعتماد ی، داکترظاهراو موسی شفیق د صد راعظمی وختوته داسلامی د موکراسي نوم ورکړل سو. مګر ځوانانو داساختګی(قلابي) د موکراسي یاتاج داره د موکراسي بلله. نور بیا

دسیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي:مساوات، پټ اتحاد، جمیعت خراسان او صدای عوام

9.6.2017Masawat
یو څلویښتمه ۴۱ برخه

1395هـ کال اوله لیکنه

د لته به د یو شمیر هغو ګوندونو څخه یادونه وکړو چي لنډ جوړیدل او لنډ له منځه تلل. ښاغلو ما تاسي ته په (۴۰) برخه کي لیکلي وه، چي شاهي کورنۍ له هغه وروسته چي یو ډیر شمیر افغان روڼ اندي یې له تحصیله بې برخي، بندیان او فرار کړل پدې چي هغوی له سیاست سره علاقه وه، د سیاسي فعالیتونو مخه یې ونیول، د خلګو او جهانیانو د تیر ایستو لپاره یې سر کاري ګوند (کلپ ملي) جوړ کړی.
دا نوهغه زمانه وه چي په نړۍ کی لوی لوی سیاسي، اقتصادي او نظامي بدلونه راغلي وه. افغانستان په یوازي سر د نړۍ څخه ګوښی نسوای پاته کید لای. هغه وو چي افغان دولت د ۱۹۴۶م کال په جون میاشت کی د شوروي سره د دوستۍ تړون امضاکړه، او هم یې د دغه کال د نوامبر پر(۱۹) نیټه د ملګرو میلتونو منشور و مانه او د بشري حقوقو اعلامیه څخه یې ملاتړ اعلان کی.
دغه فشارونه وه چي ښاغلي داود خان په ۱۹۵۹م کال کي د حقوقو پوهنځی شاګردانو ته وویل” اوس وخت د دې را رسیدلی دئ چي په هیواد کي د اقتصادي تحولاتو تر څنګ اجتماعي تحولات هم راوړل سي” کتاب ص۶۱. بیا د۱۹۶۰م کال د مارچ د میاشتي پر (۱۰) تاریخ سر دار محمد داود خان د سویسي ورځپاني د خبریال سره په یوه مرکه کي وویل: ”موږ(شاهي کورنۍ) غواړو، چي زموږخلګ هم په سیاسي ګوندونو کي غړیتوب ولرلای شي. دعبدالغفار فراهي کتاب( افغانستان د دمکراسۍ او جمهوریت په کلونو کي) ص ۲.
د شاهي کورنۍ له خولې د دا ډول خبري را وتل د وخت غوښتنه او نړیوال فشارو ته غاړه ایښول وو، همداسي په۱۹۴۹م کال کي د ناټو سازمان منځته راغی، په تر تیب سره په چاپان کي د امریکا نظامي پایګاه جوړه سول. سمدستي د بغداد تړون او دسیتو تړونونه وسول. په نژدې همسایه هیواد ایران کي د داکټر مصدق حکومت چي د تودې د حزب سره یې یې اړیکي ښې وي منځته راغلی، دا هغه وختونه دي چي په مختلیفو بهانو او لارورو، شرقي،غربي او عربي هیوادونو د خپلوایډیالوژیو د پراخولو لپاره پراخ تلاښونه کول، و افغانستان ته هم دوی ټول پوره متوجې وه. هرڅه هر چیري په تغیر کي وه، بد بختانه پر افغانستان باندي د واکمني کورنۍ ذهن دې ته تیار نه وو چي د خپل هیواد د ګټو پر اساس د جهاني روند سره سازګار او همکار د افغان ولس په ګټه مخته ولاړ سي.
د نړۍ ډیرو هیوادونو علاقه لرل چي په افغانستان کي ځانونه په یوڅه نه په یوڅه مصروف و ساتي. دساري په توګه؛ په ۱۳۳۴هـ کي امریکا په افغانستان کي د نورو مرستو او همکاریو په لړ کي دښونکو د ښووني او روني مؤسیسات تر خپل نفوذ لاندي راوستل. مګر د شاهي کورنۍ دغړو مغزونو پرمختګ نه مانه، د ښوونکو د روزني موسیسو (دارالمعلمینونو) ته چي د کلیوالي ښوونځیو را وتلي زده کونکي په(۷) اووم ټولګی کي منل هغه بند کړل.
تاسي خبریاست چي هغه وخت(۱۳۴۰) هـکال کي په ټول هیواد کي په فقط اوفقط (21) بابه لیسې او متوسطې افغانستان لرلې، د هیواد دټولو شاګردانو شمیره (18) زره تنه وو، چي نژدې (10) زره یې په کابل اوپاته (8) زر تنه یې د غه وخت په (27) نورو ولایاتو کي تیت وه. په ټول هیواد کی د معلینو شمیر مو(6) سوه تنو څخه ډیر نه وو.حتا دسردار محمد داود خان دحکومت پر وخت په ټول افغانستان کي د لیلیه شاګرانو شمیره(2654) تنو ته رسیدل، په ټول هیواد کي د کوچیانو لپاره یوازي په نوم یوه سیاره ښوونځی مو لرل. دهیواد د ټولو ښوونکو او شاګردانو شمیره په لمړنیو ښوونځیو او لیسو کي تر (6) سوه ډیر نه وه. دوخت د ښووني او روزني د وزیر لیکنه ص 109.
نور دا بحث به نه اوږدو داوه موږ د هیواد وضعه. پرېږده چي هوا خواهان یې و واي ښه ارامه پاشاهي وه. په داسي یوه ټولنه کي سیاست؟.
مترقی د موکراتیک حزب ”مساوات”:
دا حزب د خدای بخښلي محمد ها شم میوندوال په زیار او تلاښ په کابل کي د محمد ظاهرشاه د حکومت پر محال په ۱۹۶۷ م یعني په ۱۳۴۶هجری کي جوړسوی دی. لیکوال دا حزب په خپلو لیکنو کي یا نه دی راوړی او یا یې یوازي د نامه یاد کړی دئ. د میوندوال د کورنۍ یاد سوېدی، د تحصیل خبرې د ماموریت، صدارت او شهادت بیانونه یې سته مګر د ده د سیاسي ژوند، ګوند او اخبار”مساوات” با ډیر څه نه تر سترګو کیږي. د غه ګوند د مساوات په نوم اخبار لاره چي پوهاند اکادمیسن عبدالشکور رشاد یی مسؤل مدیر ؤ. دوی هم وطن ته د خد مت کولو اراده لرل، سره د ډیرو تلاښونو و یې ونسوای کولای په ځوانانو کي نفوذ وکړي او خپل ګوند پیاوړۍ او پر پښو ودروي. د مساوات د ګوند د نه پرمختګ لوی عامل یو دا ښوول کیږي چي سردار محمد داود خان د مساوات د حزب سره سرسخته د ښمنی کول. په رښتیا هم موږ او تاسو ټولو ولیدل چي کله سردار محمد داوخان ته د افغانستان ټول اختیارات په لاس ورغلل،یو له بدو عاداتو څخه د سردار محمد داوخان دا ؤ، چي سخت عقده پال وو،
سره له دې چي د ۱۳۵۲ هـ کال د سرطان د (۲۶) څخه وروسته اوکله چي بیا د جزا قانون اعلان سوو، پر هرډول سیاسي فعالیتونو باندي بندیز و لګیده نومساوت ګوند هم خپل فعالیت درولی وو. خو دښاغلي محمد داود خان کینه او عقده د ښاغلی میوندوال سره پر ځای پرته وه. نو یې ښاغلۍ محمد هاشم میوندوال په یوه ناروا تور تورن کړل بیا یې په زندان کي تر وهلو لاندي و واژه. الله دې وبخښي. د ده تر وژلو وروسته بیا چا د مساوات ږغ پورته نه کړ.
داتحاد حزب:یا (اتحاد سری)
د خسروشاهی د لیکني په اساس حزب ارشاد(اتحادسری) سیداسمعیل بلخی لخوا کښیښوول سو نوموړی د بلخ د ولایت په مرکزمزار شریف کي او سید ئ. نوموړئ یو روحانی شخص وو. دوخت د حکومت ضد روحیه ئې لرل. د خپلوکوښښوپه نتیجه کي د ولایت د پولیسو د مشرقوماندان خواجه محمد نعیم سره اړیکی پیداکوی. دواړه موافقی ته رسیږی چي د دې استبداد ی حکومت ضد باید لاس په کار سو.
د دوی په باو ر هیڅ ریفورم او اصلاح په هیواد کی نسی راتلای ترڅونوموړی بد بخته کورنۍد ناد ری حاکمه وي. نویی د یوه نظامی عمل پواسط د دې کورنۍ د منځه وړلوته مخه کړل.
په پټه ئې څه خلګ سره برابرکړل. غوښتل ئې چي لومړئ د ۱۳۲۹هجری کال په سهارڅه وخت چي صد راعظم شا محمود خان د بزګروپه عنعنوی میله کي د ګډون دپاره حاضرسی. هغه به وژنی، محبس به ما توی او پا چهی به نسی. د پلان تراجرا مخکی خبره صد راعظم ته رسیږی او دوی ټول بندیان کیږي. په دی ډول داحرکت هم خاموش کیږي. غبار۳۶۰ص.
مګرغلام د ستګیر پنجشیری د ظهوراو زوال په۱۳۱ص کي داسمعیل بلخی نقش د دې سا زمان او پلان په جوړه ونه کي کمزوری ښئ. داسي لیکی:ژباړه”د دی ناکام اقدام ملی، مذهبی او مسلکی مخکښواعضاو ته په کتوسره داحقیقت ثابتوی چي د دې عمل منتظیم به خواجه محمد نعیم وي
پر دی حزب او حرکت هم شاهي کورنۍ غښتلی کیږي ټول نیسی بندی کوي ئې او حزب هم نورفعالیت ونه کړي. خسروشاهی په ډ یرټنګار سره لیکي چي د د غه حزب اساس ۱۳۲۲یا۱۳۲۳هجری کي ایښو د ل سوی دی، سیداسماعیل بلخی ئې رهبر، سید علی ګوهر، غور بندی، سروراقالولنحی، خواجه نعیم، محمداسلم، عبدالطیف، ډاکتراسدالله، سکند ر، مظفر، ګاوسوار، عبدالغیا ث او خورا ډ یر نوردهمکار انو په حیث راپیژنی.
جمعیت خراسان:
د دی سا زمان ذکر ما بل ځای نه دی لید لی، یوازي د ظهوراو زوال کتاب په۱۳۱ص کي دابیان راغلی دی. چي د شمالي ولایتوڅو ځوانانو په۱۳۳۱هجری کي د کابل په بابربڼ کي غونډه وکړه. د مستبد حکومت او ځان غوښتنکو د سیاست په وړاندی ئې د مبارزی په منظورد یوه تشکیل، او هد ف لرونکي حزب خښته کیښودل.
چي د نورو حزبو په شان د غه جمیعت هم وخپل هد ف ته ونه رسیدی . د دې جمیعت اساس ایښودونکي دالاندی شخصیتونه وه:رضوان قل تمنا، وکیل کیلدی، طاهربد خشی، عبدالحکم مجا هد مزاری، غلام رسول سینایی، سلام تاشقرغانی، داکتربرنااصفی د دې سا زمان د جوړیدو مشوقین ابوالخیرخیری، نظرمحمد نوا او خال محمد خسته هم وه.
صدایی عوام:
داهم یوه جریده وه چي د عوامو د جمیعت په نوم د څو نفرو لکه عبدالکریم فرزان، معصومه عصمتی وردګ او عبدالقیوم وردګ په ګډه همکاری نشریدل. په ۱۳۴۷ هجری کي ئې په فعالیت شروع وکړل. کوم مشخص او غښتلۍ تګ لاره ئې نه لرل. تر څو شمارو خپریدو وروسته دغسي لکه په را تلو چي یې څوک خبر نسول په تلو(بندولو) یې هم څوک خبر نسول. هیله لرم څوک را څخه خفه نسي، په ورین تندي مو انتقاد راته ولیکی، په اصلاح کي یې مرسته را سره و کی. نوربیا

د کابل خونړې غميزه

 

کومې خونړۍ پیښې چې د ۱۳۹۶ کال د غبرگولي د ۱۰ څخه تر ۱۳ پورې زمونږ د هیواد په زخمي زړه کابل کې منځته راغلې، نه يوازې مرګونې خواشینونکې او د غندې وړ دي، بلکې داسې بریښي چې د هرې واقعې تر شا له هغې څخه بد تره سر را پورته کوي.
د پورتنیو غمیزو مالي او ځاني تاوانونه خو د نني نسل په اوږو بار دی مګر هغه ناوړه پردي موخېچې په عقبه کي پلان شوي د حوادثو سیاسي نظامي مسیر دومره بدمرغۍ ته کشوي چې که چیرې زمونږ خلک په ځانګړې توګه د هیواد ملي، اسلامي او ډیموکراټ او عمومي سیاسي پاخه کادرونه پرې روغ رمټ ملي فکر و نه کړي نو د افغانستان د خلکو ژوند او د ملک یووالی د لومړۍ درجې ګواښ سره مخامخ کيږي. زمونږ په خاوره کې د جنګې جغرافیې پراختیا او په عمومي جغرافیه د ملک الطوایفۍ په بڼه د ثروت، واکمنې، مذهب او قومیت پر تیوریو د سمبالو پردي پالو اړخونو حاکمیت د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هغه نغاره غږوي چې د عراق، سوريې، یمن او لیبیا ملتونه پکې خاورې ایرې شول.
د ژورې خواشینۍ ځای دا دي، کوم کابل چې عمرونه عمرونه د رڼو، پراخو ملي غورځنګونو زیږنتون وه د اجیرانو، زورواکانو، متعصبو قبیله پرستانو او مذهبې سوداګرو د بې واکۍ او بې باکۍ له امله د دومره ذلیلو، کوچنیو، غیري ملي، غیري ډیموکراټیکو تیوري ګانو او سیاستونو په روزنتون اوښتی چې د افغانستان د لوړې تنې څخه ډیر ټيټ دی. د افغاني ټولنې سیاسي کاروان لسیزې لسیزې پخوا د قومي، قبیلوي، مذهبي پولو څخه ملي او وطني پړاو ته رسیدلی وو. نن چې افغان د افغان سره د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، سوني او شعیه په نومونو جنګول کیږي د یو تاریخي ملت سپکاوی او په خړو اوبو کې کبان نیول دي. دغه خونړۍ ډرامې چې د هیواد په کلیو او ښارونو کې روانې دي هر افغان يې محکوموي او زه يې هم په خپل ځای او وار غندم، مګر په غندلو ستونزه نه حل کیږي. اصلي ستونزه د افغانستان په اوسني سیاست کې د خپلې ملي او ټولنیزې برخې څخه د خلکو محرومیت، د نیمه نیم کوره بې واکه حاکمیت د تیورۍ  پر اصل ټینګ دریدل او د جګړې ادامې ته زمینه برابرول دي.

د کابل خونړې غميزه خورا درنه زړه بگنونکې وه دی پېښې د نورو غملړلو پېښو په شانه افغان ولس ته معنوي او مادي زيانونه ورسول زه ددی پېښې شهيدانو ته جنت فردوس غواړم او ټپېانو ته اجله روغتېا اوويرجنو درنو کورنيو ته د زړه صبر حوصله غواړم ما دا شننه دافغان پيوستون راډيو  چی په سويډن هېواد کې خپرونې لري په نېټه 20170605 د يوی مرکې په طرز کې کړی

د افغان پيوستون خبرېال پوښتنه وکړه چی دا ترينگلي حالات به کومې خواته درومې او څه کول پکار دي چی ددا ډول پېښو مخه ونيول شي،ما د خبرېال پوښتنې ته لږ وضاحت ور کړ او زياته مې کړه چی دا ډول حالات به تر هغې دوام کوي تر څو چی موږ د يو واحد ملت په توگه د هر مداخله کونکي د مداخلو لپاره قوي هوډ و نه کړو د شخصې گټو پر ځای ملي گټو ته ړومبي والې ور کړو دا څلور لسيزې زموږ ولس د پرديو دلاس وهنو او د پرديو د تو طيو له امله قرباني ور کوي،زموږ دملت دازبون دښمن تل په کمين کې ناست اود نوو پېښو بندبس کوي ولې موږ ددی پر ځای چې د ولس گټو او يوالي او ورولی ته توجو وکړو په خواشنې سره د نفاق لپاره يو شمېر کړې کار کوي خپلې گټې په نفاق او گډوډ حال کې ويني په اوسني حال کې د هر مدني خوځښت لپاره قوانين شته د عدالت غوښتل او خپل نظر ويل د هر چا روا حق دی خود قانون نه منل اوتر قانون پورته عمل خپله جرم شمېرل کيږي اوسنيو چارواکو په کړنو او عمل کې خورا زياتې نيمگړتېاوی شته دسمونې لپاره جدي کار نه کيږي زما په اند ټول هغه کړنې چی په امنيتي برخه کې سرته رسيدلي نيمگړې دي يوه بېلگه که چارواکو د 209 شاهين قولی اوردوپېښه يا د ۴۰۰ بستريز روغتون پېښه او يا هم د کندهار او خوست پېښې په سمه توگه څېړل شوی وی او غفلت کونکو ته سخته سزا ور کړل شوی وی نو نن به په کابل کې ددی ناورين مخه نيول شوی وی وگوری دشمن د زمنبق په څلور لاری کې چاودنه سرته ورسوله بيا يي پر جنازه دری ځانمرگېو ته ځان ورسولو ولی دلته امينتي چارواکي په امنيت کې کاملا پاته را غلل که چارواکې نه پوهيږي د نړېوالو دی مرسته وغواړي دامريکا او ناټو سره امنيتي تړون د څه لپاره شوی دا تړون يوازی کاغذ دی او که بل کوم مفهوم هم لري.چارواکو ته په کار ده چی خپلې کړنې وارزوي نيمگړتېاوو ته جدي پاملرنه وکړي کادري سياست او باورمندی ته پاملرنه وشي او کنه حالت به تر دی نور هم بدتر شي.

محمداقا کوچی

لنډه غرتوب که مدني لاریون؟

 

د کابل په زنبق څلورلارې کې د چهارشنبې ورځې ترهګریز برید چې شاوخوا ۵۰۰ تنه افغانان پکې ژوبل او ووژل شول او په ټول ملت پورې اړه لري، پخپل ډول کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده. داسې ټکي او کلمې چې دغه او دې ته ورته پېښې پرې وغندل شي د ژبې په وییغونډ کې نه موندل کیږي. د حکومت د امنیتي بنسټونو دنده ده چې د داسې پېښو له پېښېدو مخکې د هغو د مخنیوي لارې چارې وسنجوي، تدابیر له مخکې ونیول شي او یوازې د پېښو پېښېدو ته منتظر پاتې نه شي!

حکومت په هیڅ شان په تېره بیا د هېواد په پلازمېنه کابل کې، د داسې ناورین او ناتار په مخنیوي کې له خپل غفلت او مسوولیت څخه ځان نه شي بچولای!

کابلیان او د قربانیانو کورنۍ حق لري چې له حکومته د خپلو شهیدانو او ژوبلو پوښتنه وکړي. کابلیان حق لري لاریون وکړي او د هغوی وړ استازي د حکومت هغه نیمګړي تدبیرونه په ګوته کړي او د هغو د سمون لار وښۍ چې د داسې پېښو د تکرار لامل ګرځي!

خو له داسې پېښو، د شهیدانو له وینو او د ژوبل شویو له ټپونو څخه د نوروسیاسي موخو لپاره او د ملت له وینو څخه د ملت پرضد ګټه اخیستنه، د حکومت له غفلت او مسوولیت څخه څو واري زیات، ملت او هېواد ته تاوان پېښولای شي.

پرون که په یوه ناورین کې د ملت څو سوه تنه ټپیان او شهیدان شول، نن له یاد ناورین څخه د لاریون په نوم نور افغانان د ځانګړو سیاسي موخو لپاره ووژل شول. دا چې وايي، وینه په وینه نه مینځل کیږي او د غمیزې ځواب په غمیزه نه ترسره کیږي، خو له بده مرغه په ننني لاریون کې وینه په وینه ومینځل شوه، یوې غميزې بله وزیږوله او د هغو کورنیو شمېر نور هم زیات شو چې د غم پر ټغر ناستې دي!

د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال مرادعلي مراد وايی چې لاریونوالو پولیسو ته مخکې له مخکې خبر نه ورکړی، بلخوا په لاریونوالو کې ځیني وسلوال وو چې په پولیسو او عامو وګړو يي ډزې کړې دي.

په ځینو رسنیو کې دا پوښتنه چې د کابل د لاریون غوښتنه ولې شوې، چا کړې اوکومې خواته درومي، یوه پرځای پوښتنه او وړاندوینه ده.

د BBC د خبریال په وینا،«د مظاهرې غوښتنه د خواله رسنیو له لارې د امنیت خوندیتوب کې د حکومت بې کفایتي تر شعار لاندې شوې وه، خو وروسته د مظاهره کوونکو غوښتنه بدله شوه او دوی د افغان حکومت د مشرتابه غوښتنه کوله»

په حقیقت کې اسلامي جمعیت او نظارشورا چې د خپل تنظیم بیرغونه يي لیږدول، د لاریونوالو له پارېدلو احساساتو څخه په ناوړې ګټې د لاریونوالو غوښتنې بدلې کړي او لاریون يی د خپلو تنظیمي او سیکټاریستي ګټو تر سیورې لاندې راوست.

په هغه کسانو کې چې د لاریونوالو غوښتنو ته يي بدله بڼه ورکړه او لاریون يی د خپلو ځانګړو موخو قرباني کړ، له نورو مخکې احمد ضیا مسعود وو. نوموړی وايي «دوی به تر هغه مظاهرې کوي چې حکومت استعفا وکړي. د نوموړي په خبره، باید لنډمهالی حکومت جوړ شي او بیا رڼې ټاکنې وشي.»

بل تن لطیف پدرام دی دي چې وايی« دا حکومت له هرې خوا پاشلی، په فساد کې ډوب دی، باید استعفا ور کړي»

په هغه شعارونو کې چې د لاریونوالو پر دړو لیکل شوي وو، دا هم لېدل کېده چې «ارګ باید سرنګون ګردد»

بلخوا د اشرف غني تر څنګ د اسلامي ګوند د مشر حکمتیار پر ضد هم کمپاین روان وو.

له ننني لاریون څخه یوه ورځ مخکې، یا د پنجشنبه په ورځ هم د اسلامي جمعیت او نظارشورا په لاړو لمدو رسنیو راتلونکي یانې ننني لاریون ته لمن وهله او د لاریون له غوښتنو وراخوا يي غوښتنې وړاندې کولې. په دې اړه افغان پيپر لیکلي«اشرف غنی رییس جمهور و حنیف اتمر مشاور ارشد شورای امنیت ملی کشور ساعتی قبل ارگ ریاست جمهوری افغانستان را ترک کردند. یک منبع از ریاست جمهوری کزارش داد که رییس جمهور در میدان هوایی بگرام دیده شده که توسط چرخبال از ارگ به بگرام منتقل شده است.

هنوز از مقصد رییس جمهوری و مشاور ارشد شورای امنیت ملی خبری در دست نیست اما گفته می شود که در میدان هوایی بگرام بسر می برند تا در صورت بدتر شدن اوضاع امنیتی کابل، به سوی پاکستان یا مقصد دیگری فرار کنند.»

همدارازد کابل  فضا د لا خړپړولو لپاره نوموړي سرچینه دا هم زیاتوي«جنرال عبدالرشید دوستم در همراه تعدادی از نیروهای خود با یک طیاره ترکیه وارد کابل شد. وی در یک سفر از قبل اعلان ناشده وارد کابل شده است و قرار است به جمع تظاهرات کنندگان بپیوندد.»

د زنبق څلور لارې له پېښې سملاسي وروسته، د ولسمشر غني د دې هوډ سره چې وايی«افغان حکومت به د کابل پروسې غونډې ته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو او د وسلوالو ډلو سره د دغه هېواد د همکارۍ اسناد او شواهد وړاندې کړي» او هم د ولسمشرله دې تیکل سره چې وايي«د بشر ضد ډلو خلاف ملي خوځښت او جدي اقداماتو وخت رسېدلی دی»هممهال، نظارشورا او اسلامي جمعیت هېواد کې د لا ګډوډۍ په موخه، په لاریون کې تاوتریخوالي او وسلې ته لاس اچوي!

د ۲۰۱۷ کال د جون دوهمه

سرلوڅ مرادزی