. او لا هم په غلط سنګر کې جنګېږو! 

 

څېړندوی عبدالغفور لېوال

د بېلابېلو ولایتونو له سپین ږیرو، مخورو او ولسي مشرانو سره مې ناستې ډېرې شوې دي، له دوی څخه د زده‌کړې پوهنځی خورا ګټور دی.

کله کله په ځینو مسلو زه هم ورسره بحث کوم، کورونه یې ودان خبرې راسره مني او غوسه کېږي نه .

سپین‌ږیري ګیله لري چې هم دوی او هم د دوی زامنو د هېواد لپاره قربانۍ ورکړې دي، ټول سره په یوه سنګر کې شهیدان شوي، ټپیان شوي، مال او هستۍ یې له لاسه ورکړې دي، خو تر هرې جګړې وروسته یې حکومتونو پوښتنه نه ده کړې او بس، د دوی د قربانیو له برکته واک ته رسېدليو واکمنو یې حق ورڅخه تروړلی دی.

په هرات کې یوه شینډنډي سپین‌ږیري راته کیسه کوله چې څنګه د دوی د سیمې یوه زلمي د پردیو یرغلګرو د زغره‌وال ټانک پر وړاندې د یوولس ډزي ټوپک جګړه کوله، تر هغو چې ټانک یې پر مورچل وروخوت او زلمی یې کسکر کړ.

د سپین‌ږیرو زیږو څېرو ته ځير وم، د دوی غمځپلو او ژورو کتلو د ډېرو ربړو کیسې کولې، ټولو رښتیا ویل، ډېرې ګیلې او ډېر شکایتونه یې درلودل او ټول شکایتونه یې په حقه وو، خو له دې ربړو څخه د وتلو په راز لا هم نه وو خبر.

مشرانو ته مې په ظاهره تریخ ځواب ورکړ، خو دوی وموسل او د (هو! رښتیا وايې) سر یې راته وښوراوه، خوشاله شوم، دوی مې په تریخ ځواب خپه نه شول، نور هم راته ځیر شول، د څېرو کرښو یې دې ته اړ کړم چې نور هم ورته وغږېږم او تریخ ځواب پسې وغځوم، دسپین ږیرو اُنس او نږدیوالی راسره ډېر شو او د خپل بچي او وراره په توګه یې له رسمي خبرو د ملګرتیا تر بریده مجلس ورساوه.

زما ځواب به نو څه و؟

ما ورته وویل؛ اکا، نیکه، مشره! ستونزه دا وه چې موږ په غلط سنګر کې جنګېدو.

موږ ته دا اتلواله ښکارېده چې له زرګونه کیلو مټره لېرې سیمو له راغلي دښمن سره ایله په خپل کلي کې جنګېدو او په دې پسې نه ګرځېدو چې دښمن ولې او څنګه زموږ تر کلیو پورې ځان رارسولای شي؟

له زغره‌وال ټانک سره د یوولس ډزي توپک جګړه به احساساتي اتلواله وي، خو عقلي او منطقي ځان‌ساتنه او دفاع نه ده.

پر دښمن ځان وژل به ځان تېرېدنه او زړورتوب وي، خو له یرغل څخه تلپاتی خلاصون او هوښيار کار نه دی.

له سپین ږیرو مې وپوښتل؛ حیران دې ته یم، هغه ملت چې له زغره‌وال ټانک سره سر جنګولای شي، پر خپلو دښتو خپلې اوبه ولې نه شي را اړولی؟

د ګاونډي یرغلګر په استخباراتي چلونو ولې ځان نه شي پوهولای؟ د عقیدې په نامه راننوتلی تر ټولو ګواښمن دښمن ولې نه شي پېژندلای؟ په یوه سنګر کې جنګېدلای شي، خو په ګډه د خپل کلي ښوونځی له سوځولو څخه نه شي ژغورلای؟

دا ملت ټول عمر له بهره راغلي دښمن سره د خپل کور له بامه ټوپک ډزولای شي، خو پر دې یې سر نه دی خلاص چې د هېواد پولې څنګه وساتي او خپل ملي ځواکونه په کوم تدبیر پیاوړي کړي؟

پردي دښمن ته سره یو کېدلای شي، خو خپل روښانفکر او وطنپال بچي د سیاست په عقلاني او فکري مورچل کې نه شي پاللای او ملګرتیا یې نه شي کړلای؟

یرغلګرو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکولای شي، خو په کور دننه تولیدي کار ته یې فکر کار نه کوي؟

خپل حکومت په سمه نه شي ټاکلای، خپل پارلمان ته رښتینی خدمتګار وکیلان نه شي استولای او د حکومتونو پر کار نظارت نه شي کولای؟

هو له سپین‌ږیرو مې وپوښتل چې ستونزه چېرته ده؟ ولې په هماغه لویه ولسوالۍ کې ـ چې زلمیان یې له ټانکونو سره په یوولس ډزي جنګېدل ـ اوس یو سل او لس ښوونځي تړلي دي؟ او س د خلکو مېړانه څه شوه؟

موږ په یوویشتمه پېړۍ کې د څوارلسمې پېړۍ په سنګر کې جنګېږو، ځکه خو مو سنګر غلط کړی دی.

د نن ورځې سنګر د غنمو د کروندو، د غواګانو د سترو فارمونو، د اوبو د سترو بندونو، د انرژۍ د ژورو څاه‌ګانو، د تولیدي کارخانو له هسکو کنګرو، د ټيکنالوژي او پوهې له لابراتوارونو، د کمپیوټر او زده‌کړې له ټولګیو څخه تېرېږي.

د یوویشتمې پېړۍ یرغلګر دښمن له یوولس ډزي ټوپک څخه نه وېرېږي. د مکار ګاونډي استخباراتي دسیسې په احساساتو او ښکنځلو نه مهارېږي.

عجیب ملت یو، چې پردي راشي له سرکار سره مشوره نه کوو، بس الله اکبر!

جګړې ته ورځو، خو کله چې پر خپل پټي د غنمو د کرلو وخت راشي، نو سرکار ته ګورو چې سره، اوبه او ټراکټور راته راوړي که نه؟

دا سمه ده چې دا ټول د سرکار مسوولیت دی، خو موږ ولې هماغه شهامت چې د جګړې پر مهال یې لرو د کار او تولید پر وخت کې یې نه شو درلودلای؟

د ډوډۍ موندلو، زده‌کړې او سیاسي بصیرت په وخت کې مو هغه استعداد، نوښت او نبوغ چېرته ورک شي چې د خپل ورور د وژلو په وخت کې یې لرو؟

سرونه د موچي په تار پرې کولای شو، نوی زېږېدلی ماشوم له منځه دوه ټوټې کولای شو، قومي مشران په ماینونو کښېنولای او بیا ټوټه ټوټه کولای شو، خو د کونړ سیند پر ګمبېري نه شو را اړولی او د هلمند څپې پر بکوا نه شو ورشېوه کولای. دا کار خو باید دولت وکړي! او موږ ایله وجنګېږو.

ما سپین‌ږیرو ته وویل؛ د هېواد، دین او ناموس په لاره کې ستاسې ټولو قربانیو ته د درناوي سر ټيټوم او رښتیا ده چې ستاسې هيڅ حکومت ستاسې لپاره د خدمت او ستاسې د حق ادا کولو اهلیت نه دی درلودلی، خو پر بچو درس ویل، اقتصادي فعالیت او له خپلو سرچینو څخه کار اخیستل خو والله که له ځانوژنې او بلوژنې څخه سخت وي، دا څنګه کولای شو او هغه نه شو کولای؟

ما خپلو مشرانو ته وویل؛ د هر یرغلګر پر وړاندې د خپلې عقیدې، هېواد او ځان ساتلو لپاره د جګړې یوې نوې فتوا ته اړتیا شته، یوه نوي جهاد ته، په یوه خوله او یوه لاس یوه نوي پاڅون ته چې همدا تاسې یې باید راپیل کړئ! دا پاڅون داسې پېلېدلای شي؛

په هر قیمت چې وي، باید د سیمې ښوونځی پرانیستی وي چې ماشومان مو ټول ورشي. ځوانان باید هيڅ دښته او بېدیا بې‌کرلو پرې نه ږدي، له سیندونو څخه په بېلونو او کولنګونو اوبه ورسیخې کړئ، هماغسې چې د ټانګ پر وړاندې مو یوولس ډزی ډزاوه!

په یوه خوله او یوه لاس خپل سیاسي استازي وټاکئ چې تاسې ته خدمات ورسوي، نه چې لوټ مو کړي.

د خپلو ټوپکوالو وژونکیو شلو میلیونرانو پر وړاندې د (نه!) ویلو قرباني هم ورکړئ!

 

لـــه ” شـــرقي پاکـســتانه ” تـــر بــنــگلــه ديــش :

لـــه ” شـــرقي پاکـســتانه ” تـــر بــنــگلــه ديــش :
امـــيرګــران
په Dec,1970 کي د پاکستان په دواړو برخو کي پارلماني انتخابات ترسره شول ، انتخابات د شيخ مجيب الرحمن په مشرۍ عوامي ليگ ګوند په غوڅ اکثريت Absolut Majority وګټل او ” بنگه باندهو” ياني بنگالي وروڼو شيخ مجيب خپل نماينده او وياند وټاکه ، ټولو خلکو د عوامي ليګ له 6 مـــاده ايز دوکــتـوريــن څخه په کلکه دفاع وکړه ، ولي د پوځي او ملکي حاکم اشرافيت او مارشل لائي حکومت لخوا د خلکو اعتماد او منډيت وروسته د پايلو له څرگنديدا غلا او ونه منل سول ،
بيا په 07 د مارچ ، 1971ع کال د ډاکــي په ريس کورس ( Race Course ) ســتديوم کي د خلکو يوه ستر او عظيم الشانه لاريون ته په خپله تاريخي وينا کي شيخ مجيب وويل ، ( … اوس به موږ د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوو او جنګيږو به ) ،
بنگه باندهو او ټول خلک د پاکستاني مغرور پوځ او د دوي د مذهبي ډلــو ياني د جماعت اسلامي د البدر او الشمس ډيـــتـهـ سکواد ” د قاتيلينو ډلګۍ ” په وړاندي په ميړانه او سرښندني وجنګيدل ، د ازادۍ په جګړه کي هندي پوځي قواوي هم د مکتي بهاني ازادي غوښتونکو کومک ته داخل سول ، د پاکستاني پوځيانو قومانده د جنرال ټيکاخان ، جنرال عبدالحميدخان ، جنرال ګل حسن خان او په ډاکه کي د شرقي زون قوماندان جنرال عبدالله خان نيازي په لاس کي وه ، جګړه په شدت روانه او زيات انساني تلفات ئي لرل له هغي جملي د پاکستاني پوځيانو 9 زره مــړه او 4350 نفر زخمي ، د هندي ځواکونو تلفات ، 3843 سرتيري مړه او 9851 ئي زخمي رپوټونه نشر سوي دي ،
د چاپي رسنيو د رپوټونو له مخي د بنگال د ازادي غوښتونکو تلفات په لک هاوو ياد شوي ، په 2017ع کال د بنگله ديش د حکومت د اطلاعاتو وزير ، حسن الحق اينو وويل چي ( پاکستاني پوځيانو په بنگله ديش کي جينوسايد يا قتل عام کړي او له دي امله پاکستان له بنگله ديش څخه رسمآ عفو وغواړي ، پاکستاني پوځيان په بنگله ديش کي د ښځو سره په جنسي تجاوز او بي حرمتي هم متهم دي ،
پاکستاني بريگيډير R.A صديقي چي پخپله هم په جګړه کي وو په خپل کتاب ” ايسټ پاکستان دي اينډگيم ”کي ليکلي ( پاکستاني جنرالانو د بنگالي ښځو بي حرمتي د پوځيانو لخوا دفاع کوله او ويل به ئي چي تاسي د پوځ له يوه ځوان چي په شرقي پاکستان کي په جګړه بوخت ده ، د جنسي عمل لپاره جـــهـــلم ته لاړ سي … ) ،
د بنگله ديش د ازادۍ په جګړه کي د وخت زبرځواکونه ( امريکا او شوروي اتحاد ) هم بي برخي نه وو او جګړه ئي د سمندري ځواکونو په وسيله څـــارلــه ، هغه مهال چي جګړه د بنگالي او هندي ځواکونو په ګټه پرمخ روانه وه ، د امريکا جمهور رئيس ريچارنيکسن د کيسنجر په مشوره په بحرهند کي ميښت د سمندري ځواکونو، لوئي 7 لمبرطياره وړونکي کشتۍ ته چي انټرپرايز نوميده امر کړي وو چي د بنگال د خليج په لور په دي بهانه چي د جګړي له ساحي څخه امريکائي وګړي انتقالوي ، حرکت وکړي مگر د شوروي اتحاد بحري ځواکونو ئي مخه ونيوله ، د يادولو وړ ده ، په نوموړي کشتۍ کي د اتومي وسلو انتقال کوونکي طياري موجودي وي ،
جګړه دبنگالي او هندي ځواکونو لخواپه ډير مهارت او موفقيت پرمخ روانه وه ، پاکستاني ځواکونو د متارکي غوښتنه کوله ولي هندي قواوو د بي له قيد او شرط څخه د تسليمي غوښتونکي ول ، اگر که د هند پوځي ځواکونو ، پاکستاني قواوو ته د ديسمبر د مياشتي 4 نيټه ټاکلي وه ، ولي په پاي کي د ديسمبر د مياشتي په 16 نيټه د پاکستان له 93000 زيات پوځونه د اميرعبدالله خان نيازي په مشرۍ د هندي قواوو قوماندان جگجيت سنگهـ اروړا او د بنگال د ازادي غوښتونکو مبارزينو ته تسليم اود انګريزي امپريل استعمار د ” شرقي پاکستان ” فصل په همدي نيټه ختم او د بنگاليانو د سرښندنو او اتلوليو په نتيجه کي په جنوبي اسيا کي د بــنـــگــلـه ديـــش نوي هيواد هــســت شو ،
هغه تاريخي انځورونه چي په پورتنيو حوادثو کي دخيل ول دلته ورسره ضميمه کيږي .

Bilden kan innehålla: 4 personer, personer som ler, personer som sitter
eye-crossed-out
Bilden kan innehålla: en eller flera personer och utomhus
Bilden kan innehålla: hav, himmel, utomhus och vatten
Bilden kan innehålla: 3 personer
Bilden kan innehålla: en eller flera personer och närbild

فرانسه کې سیاسی بحران 

 

محمدالله صافی

سراسري توده اي خوځښت دولت شاتګ ته مجبورکړ

نږدې یوه میاشت کیږي چه د فرانسې ګوټ ګوټ کې د ټولنې خوار او متوسط قشرونه د څلورلارو او سرکونو مینځ کې ببندیزونه اچولي،  د مړټرو او لاریو په تیره هغه چه د لویو مغازو او شرکتونو اکمالات کوي، مخه نیسي. تیره شنبه  پاریس کې مظاهره چیانو هڅه وکړه  د جمهوري ریاست ماڼۍ ته ځان ورسوي، موټران يې وسیځل، څو مغازې او او دبانک دفتر ته يې اور واچوی اولوټ يې کړل. د پولیسو سره په ټکرکې سلګونه  تنه ټپیان شول، زیات شمیر زندان ته ولیږدول شول.

د خوځښت ګډون کونکي، چه زیړ واسکټونه يې اغوستي، زیړـ سپین بیرغونه يې جوړ کړي، په  «ژیړواسکټو» نومول شوي دي.  هیڅ سیاسی ګوند، اجتماعي ټولنې، سندیکا یا صنفی اتحادیو، دوۍ سره د اړیکو پخلی نه دی کړی.

ژیړ واسکټي، د مالیاتو او د بنزین،ـ دیزلو  د بیې د زیاتوالي په مقابله کې را پاڅیدل.  وروسته  د متقاعدینو د معاشونو دکموالي، او د هیوادوالو د خرید د قدرت د کمزورتیا او اجتماعي عدالت  د شعارونو سره،  نږدې اتیا په سلو کئ فرانسویان ورسره همغږي شول.

ژیړ واسکټي وايي چه دا پنځه دیرش کاله کیږي چه مونږ بخورنمیر ژوند کوو او بډایان لا پسې ماړه شول.  او تر هغه به کرارنه شي چه دولت  بشپړ بدلون نه وي راوستی. دوۍ وايي مکرون د بډایانو جمهور رییس دی، او  په دې پلمه چه پانګه اچونه کوي مالیه ورله کموي، خو پر ولس يې زیاته کړه.

د نویل، کرسمس د عنعنوي جشن په درشل کې د فرانسې هوسا ژوند نا آرامه او تجارت په ټپه ولاړ دی، د ژیړ واسکټو ملاتړ ورځ تر بله زیاتیږي، نو ځکه د دولت لمړي وزیر، په پارلمان کې د  پطرولو د قیمت او مالیې  د زیاتوالي پریکړه لغوه کړه. مګر ځینې ژیړواسکټي دا په شاتګ، ناوخته  او ناکافي ګڼي.

داسې ښکاري چه دولت به نور هم په شا ولاړ شي او د خوځښت زیاتې غوښتنې به ومني، کوم چه د ولس مشر مانویل مکرون دولت ته به  ۳ـ۴ ملیارد یورو په تاوان تمام شي. غوښتنې پر حق دي او د صنفي،  طبقاتي مبارزې ځانګړی بری ګڼل کیږي! په دېسربیره، دوه ورځو راهیسې د لیسې شاګردانو هم د خپلو صنفي غوښتنو دپاره  په اعتصابونو پیل کړی.

خو دوه سواله په دې پیښوکې بې ځوابه دي، چه څوک ورته ګوته نه نیسي:

۱ـ د ژیړ واسکټو د پاڅون  ګډون کونکي څو ډوله خلک دي: ـ دسیاسي ډلوڅخه بهرعام ولس؛ ـ د کیڼ او ښوی افراطي ډلو ټپلو ځینې غړي؛ ـ نامالوم رادیکال، ماتونکي (کسسور)، ویجاړونکي ، د بلک واټر په شان حرفه اي جنګي عناصر، چه وايي دراتلونکې شنبه ، د دسمبر په  اتمه د مرګ ژوبلې د خطر ګواښ کوي.، د نامالومه هویت خاوندان دي، د هرې خوا څخه پاریس ته راروان دي،  مګر څوک نه وايي چه دا څوک دي!

۲ـ دا ځوځښت، څلور ورځې وروسته تر هغه پیل شو چه پاریس کې دلمړي نړیوالې شخړې د پای د سلمې کلیزې په مراسموکې د ولسمشرانو ترامپ او مکرون تر مینځ مناسبات خړپړ شول، ترامپ وویل چه  امریکا لمړۍ ده، زه ناسیونالست یم،  مکرون وویل چه زه پاتریوت، وطنپال یم. امریکا دایکولوژي، د چاپیریال ژوند  د ژغورنې نړیوال  پروګرام کې خپل ګډون په زغرده رد کړ. مکرون د اروپايي اردو د جوړښت طرحه وکړه ، کومه چه په امریکایانو بده ولګیده! ترامپ د سولې په مجلس کې ګډون ونه کړ او په چټکه د پاریس نه ووت.  ددې ټکر وروسته  د ژیړ واسکټو ډیره غښتلې سازماندهي پداسې حال کې چه هیڅ رهبري، نماینده او آن ویاند يې مالوم نه دی، پیل شوه. دا فکر را مینځته  کیږي جه کوم نامريي لاسونه ولسمشر مکرون ته د اروپايي اردو د جوړښت د غږ په خاطر جزا ورکوي. خو د خوځښت سراسري  خصلت او د غوښتنو عادلانه بڼه دا ااټکل ترسیوري لاندې ساتلې!  نور بیا،. محمدالله صافی. ۱۵/۹/۱۳۹۷ (۶/۱۲/۲۰۱۸)

 

نظر ؛

نظر ؛

د امریکا د متحده ایالاتو ویبپاڼې ډيلې کالر کې ( د افغانستان له پاره چین او پاکستان خپل پلان برسیره کړ ) تر عنوان لاندې لاورینس سلین چې يو پې اچ ‌‌‌‌‌‌ډې لرونکی د پوځ د احتیاط ځواکونو متقاعد ‌‌‌‌‌‌ډګروال دی ، د ‌‌‌‌‌‌ډيسامبر میاشتې په ۱۲ مه لیکنه کړي چې د هغې غټ ټکې ستاسو د معلوماتو له پاره خپروم .
هغه لیکې : په چاینا ‌‌‌‌‌‌ډيلې کې چې یوه دولتي رسنۍ ده د چین د متحد پاکستان یوه لیکونکې ( پاکستان د افغانستان د سولي د بهیر کیلي ده ) تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي . هغه په کنایه او شرمونکې توګه د افغانستان د راتلونکې اړوند د چین – پاکستان د پلان په هکله څرګندونې کړي دي .
د دې څرګندونو ریښه د بیجینګ د حکومتې غیر تینک تانک څخه چې د چین او نړیوال کېدو مرکز نومیږې ، منشا اخلې . دا مرکز د یو شمیر لوړپوړو چارواکو له خوا جوړ او مخته بیول کیږي چې یو له دوي ، په نړیوال سوداګریز سازمان کې د چین د غړي کولو مشر مرکچې ‌ؤ .

د نوموړې لیکوال مقاله په تیرو ۱۷ کلونو کې د بیځایه او له هغې څخه د ډ‌‌‌‌‌‌ډې کېدونکې جګړي ملامتې د امریکا په غاړه اچوي . خو په حقیقت کې دا پاکستان دی چې طالبانو ته خوندي ځایونه برابروي ، د هغوي د لښکر ملا تړې کوي کوم چې د نورو د ګټو له پاره جګړه پر مخ بیایې او بې شمیره خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده . د لیکونکې د نظریې خلاف ، دا د افغانستان جګړه نه ده چې ټوله سیمه یې بې ثباته او په خطر کې اچولي وي ، بلکه دا د پاکستان کورنۍ پالیسې ده چې اسلامې بنسټ پالنې ته وده ورکوي ، د قومونو خود ارادیت تر پښو لاندي کوي او په بهرنۍ پالیسۍ کې د ترهګرۍ څخه د ابزارو په توګه د استفادي له وجې جګړه اوږدوي .
لیکوال د پاکستان تر څنګ ، له جنوبې اسیا څخه په چټکی د امریکا د ایستلو په چاره کې د چین ، روسیي ، ایران او ترکیي رول ته ګوته نیسې . همدارنګه د یو کمربند او یوي لاري د باالقوه نوښت ، په ځانګړي توګه د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز له پاره چې یورو اسیا ، یانې روسییه او منځنۍ اسیا د افغانستان له لاري د ګوادر بندر سره مښلوي ، د امریکا وتل اړین ګڼې . لیکوال ادامه ورکوي ، دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې د ویتنام په څير امریکا له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځې او پاکستان کولی شي د هغوي د خوندي وتلو اسانتیا برابره کړي . تر څو چې امریکا وتلو ته غاړه کینږدي ، تر هغې به طالبان په افغانستان باندي خپل بریدونه جارې ساتې . د لیکوال په نظر د کیسې په پاي کې د چین د یو کمربند او یوي لارې نوښت او د شانګهاي د تړون اهداف هغه وخت ترلاسه کیږي چې د چین – پاکستان پلوي باثباته افغانستان را منځ ته کېدل یقینې شي .

دلته د چین – پاکستان پلان داسې ‌‌‌‌‌‌ډاګیزه کیږي :

د چین متحد پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات کړي چې د هغه هېواد حکومت کمزوری شي او په امریکا به دومره زور راوړي چې هغه د وتلو معاملي ته غاړه کیږدي . د پاکستان ، ایران ، روسیي او ترکیي سره جوخت به چین هم د منځګړتوب رول خپل کړي .
د افغانستان له پاره به یو ایتلافې حکومت چې د طالبانو ، منځلارو پاکستاني – چینایي پلوه افغان سیاستوالو څخه جوړ وي ، وړاندیز شي . د دې سره جوخت به د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو مهالویش هم تیاریږي.
افغانستان ته به د چین – پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د اشتراک بلنه ورکړل شي ، د شانګهاي د سازمان اصلي غړیتوب ته به پورته شي چې د هغه هېواد د بیا جوړونې او ودي اساس برابروي .
پاکستان به د طالبانو د ملاتړ څخه لاس اخلې او د چین – پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو سره چې نور طالبان له افغانستان څخه لیري باسې یو ځاي شي ، د کوم څه له پاره چې لا له وړاندي مشترک تمرینونه تر لاس لاندي دي او له کله چې په کابل کې د چین او پاکستان پلوی حکومت تثبتیږي .
د جنوبي اسیا د اقتصادي ولکه کولو له پاره به چین په بلوچستان او عرب سمندرګې کې پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړوي او په دې توګه به د هند سمندر د شمال او د فارس خلیج د اساسي سمندري لارو کنترول په لاس کې اخلې . په جیبوتې کې چینایي سمندرې ا‌‌‌‌‌‌ډه به د جنوبي چین د سمندرې ا‌‌‌‌‌‌ډو سره وتړي او هندوستان به کنج ته کړي .
د انګیزي له مخې د خبرو اترو میز ته په طالبانو تمرکز ، ښيې چې د امریکا حکومت د چین- پاکستان د پلان په وړاندي په جنوبي اسیا د غلبې کولو کومه ستراتیژي نه لري .

یادونه :
که د لاورینس سلین لیکنې ته چې د پاکستانې لیکوال د هغې لیکنې په تړاو شوي چې سرچینه یې د بیجینګ تینک تانک ً د چین او نړیوال کېدو مرکز څخه منشا اخلې ، وګورو وینو چې پاکستان ، چین ، روسییه ، ایران او ترکییه د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه په مشترک ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان ځمکه کاروي ، جګړي ته ابعاد ورکوي او ان د سولي چاره په خپل لاس کې نیسې . د افغانستان له پاره د موقتې حکومت طرح راباسې او د افغانستان راتلونکی اقتصادي ټولنیز انکشاف پلانوي او چین ته په سیمه کې د امریکا د بدیل په توګه وړ ځاي لټوي .
د افغانستان د حکومت دننه ، په سیاسي تنظيمونو ګوندونو ، مدني ټولنو او د عامو افعانانو په منځ کې یو تعداد کړۍ او ځينې مستقل شخصیتونه هم په یو شمیر کچو کې د ورته نظر پلوي او یا مشابه طرحو ته عملي کار کوي . ځکه په ‌‌‌‌‌‌ډيرو ملي پریکړو کې د نظر تشابه او ورته والی کمزوری ښکاري . که د افغانانو اګاه کتګورۍ دغو حساسو او سرنوشت ټاکونکو مسألو ته له ملي افغاني لېدلوري پام ونه کړي ، ‌‌‌‌‌‌ډيره ستره تیروتنه به وشي چې د هغې جبران به بیا په هره بیه ناشونی وي .
له دې کبله د سولي د بهیر ، د نړیوالي ټولني سره د مشارکت ، د افغانستان د هر اړخیز انکشاف او سلامت مسألي زموږ ټولو هېوادنی چلن ایجابوي !

په درناوي

نوروهاب څپاند

(په سويډن هېواد کې دافغانانو د علمي کلتوري مرکز له خوا د سولی وړانديز

 

مالمو  سويډن

د 2018زکال  د ډيسمبر 6

هېوادوال  پوهېږي چې زموږ ولس د تپل شوی جګړو له وجې ، په مقطعې توګه د لږې مودې له پاره سوله او دموکراسې لېدلي ده . زموږ زړور خلک ډیرئ وختونه د تیرې کوونکو او یرغلګرو په بیرته تمبولو او ماتولو اخته شوي چې په هېواد کې د ابادۍ او دموکراسۍ د راوستلو چارې ورڅخه نیمګړي پاتې شوي دي . دغه فکټور افغانان وروسته پاتې او بې وزله ساتلې او په تاریخې حساسو شیبو کې یې د هېواد او خلکو د ملي لوړو ګټو د خوندیتوب دایري ته په پوره ځیرتیا ، له پاملرنې محروم کړي دي . موږ پوهېږو چیرې چې سوله وي ، هلته دموکراسې شته او کله چې دموکراسې وي هلته سوله پایښت مومې . سوله او دموکراسې خوا په خوا یو پر بل د ودي او پیاوړتیا له لحاظه اغیزه کوي .

په تیرو ۴۰ کلونو کې جګړو افغانستان او د هغې خلک زپلې ، د سولي او دموکراسۍ د ټینګښت او خوندیتوب موسسې یې له منځه وړي . که څه هم چې نړیوالي ټولني د افغانستان په اقتصادي ، فرهنګي ، ټولنیزو او پوځي سکټورونو کې مرستې جاري ساتلې ، خو د ښې حکومتولۍ د نه شتون ، فساد ، زورواکۍ ، مافیا او د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو په تیره بیا د پاکستان او ایران د لاسوهنو د لاملونو له وجې ، ولس په بې وزلۍ کې ژوند کوي ، د خلکو په منځ کې د جګړه مارو او ترهګرو ټولنیز تکیه ځاي کمزوري او یا له منځه تللې نه دي . په کلیو او ښارونو کې د پردیو په اشاره غلچکې بریدونه کیږي ، ټولګټو موسسو ، د ښوونې روزنې او روغتیا مرکزونو او نورو فرهنګي جوړښتونو ته ستر تاوانونه اړول شوي . د حکومت او وسله والو مخالفینو په جګړو کې د انساني تلفاتو په تیره بیا د ملکې خلکو ، ښځو او کوچنیانو کچه د ملګرو ملتونو ( یونما ) د احصایو له مخې زړه بوګنونکې ده .

اوږدې جګړي وښودله چې که سوله او ارامې هېواد ته رانه شي ، د هېوادوالو بدمرغي به نوره هم زیاته شي ، د یو واحد ملت په توګه زموږ شتون به له لوی ګواښ سره مخامخ وي ، سیمه او نړۍ به هم د هغې له ناوړه عواقبو بچ پاتې نه شي .

له دې کبله  په سويډن  کې د افغانانو علمي کلتوري  ټولنه تل د جګړي په مخالفت کې ودریدلی او هر وخت یې د خپلو  خلکود روانې جګړي په غاړو او د هغوي په ملاتړو غږ کړی چې بې درنګه جګړه بنده کړي ، د هېواد ورانۍ او افغان وژنې ته د پاي ټکی کیږدي . اوس چې د جګړي خواوي د هېوادوالو د غوښتنو پولو ته نږدي شوي ، په خپلو کې د لمړنیو تماسونو د نیولو په ترځ کې هڅه کوي روانې اوږدې جګړي ته د حل یوه لار بیامومې . زموږ ټولنه چې په افغانستان کې د سولي د راوستلو له پاره په هر ډول عادلانه هڅه خوښیږي او له هغې ملاتړ کوي ددی ټولنی غړو وړاندیزونه د یوې طرحې په څیرد د ټولنی د رهبري شوراله خوا په لاندی توگه وړاندي کوي :

ــ لکه څرنګه چې په افغانستان ، اندونیزیا ، سعودي عربستان او یو شمیر نورو ځایونو کې د اسلام د سپیڅلې دین د وتلو عالمانو بحثونو او فتواګانو وښودله چې په افغانستان کې روانه جګړه یوه سپیڅلې جګړه نه ، بلکه د ورور وژنې ، افغان او مسلمان وژنې جګړه ده او د هغې هر ډول ادامه نوره حرامه بلل ګیږي او بې له ځنډه ودرول شي ، د ټولنی د له خوا پر ځاي پریکړه بلل کیږي او د هغې د پلې کېدو له پاره باید ، په هغو هېوادونو او حلقاتو کلک زور واچول شي چې نور د خپلو ګټو په پار د القاعدي ، مجاهد ، طالب ، داعش او نورو ترهګریزو پروژو له جوړولو ، روزلو ، تجهیزولو او افرازولو څخه چې ان په خپلو تاکتیکې فعالیتونو کې انسانیت او اسلامیت ته سپکاوی کوي ، د بشر حقوق تر پښو لاندي کوي ، لاس واخلې او د سرغړونې په صورت کې ترهګر پالې ملکونه او کړۍ څنډي ته ټیل وهل شي او سخت بندیزونه پرې ولګول شي .

ــ  د افغانستان له پاره سوله د یو بهیر په چوکاټ کې راوستل اړین بریښې . په دې بهیر کې باید ټولې هغه غاړي او خواوي ګډون ته وهڅول شي ، څوک چې جګړه مخته بیایې او څوک یې چې په ملاتړ کې ولاړ دي . خداي مه کړه که جګړه کوونکې ډلي وویشل شي ، یوه یا دوه خواوي د سولي د بهیر لار خپله کړي او ځینې خواوي د جګړي په مخته وړلو اصرار وکړي او د بیلا بیلو خواؤ ملاتړي هم ورته چلند وکړي ، پوره سوله نه راځې . همدا اوس د طالبانو په لیکو کې او د افغانستان دننه هغه سیاسي ډلې چې د سولي په راتلو کې خپل شرایط وړاندي کوي او یا هغه هېوادونه او کړۍ چې د افغانستان د سولي سره ځانونه په یو ډول تړاؤ کې وینې او هر یو د خپلې خوښې سولي له پاره کار کوي ، داسې چلندونه د سولي بهیر او د تازه پیل شوي دیالوګ په وړاندي یو ګواښ بلل کیږي . سوله باید د ټول افغانستان له پاره وشي ، نه د یو څو رقیبو ډلو د ګټو او موقعیتونو د خوندي کولو او یا د هغوي د نړیوالو ملاتړو د ګټو د تعین او ساتنې په موخه . ټولنه د سولي بهیر په چوکاټ کې په جګړه کې د ښکېلو خواؤ او د هغوي د ملاتړو په ګډون چې سوله په کې ونه ویشل شي ، د سولي په کېدو ټینګار کوي .

ــ د جګړي دواړو غاړو ( حکومت او طالبانو ) ښایې یو بل ته تر اوسه درانه تلفات رسولې وي ، خو کوم زیانونه چې د افغان وژونکې روانې جګړي له امله ولس ته اوښتې له تخمین وتلې دي . خلک د جګړي په ډګر کې بې دفاع پاتې شوي او ان هیڅ لوري ورباندي خیال نه دی ساتلی . له بلې خوا که د سولي په دیالوک کې د جګړي خواوي او د هغوي ملاتړي په خپلو شرایطو وړاندي کولو او منلو ټینګار وکړي او سوله رانه شي ، د عادي خلکو حقوق به نور هم تر پښو لاندي شي زموږ ټولنه د جګړي له غاړو او سیاسي کړیو څخه غواړي چې د سولي په خبرو کې ضرور د خلکو ریښتینو استازو ته د ګډون زمینه برابره کړي ، د هغوي خبرې او وړاندیزونه واوري او هغه د سولي بهیر د بریالیتوب په موخه له نظر ونه غورځوي . بری د هغه چا دی ، چې خلک یې پر خوا وي .

ــ د افغانستان په جګړو کې چې چا ټوپک چلولی او د هېواد د یوي برخې کنترول یې په لاس کې دی ، نه شي کولی سوله یوازې د خپل ځان او یا خپلې ډلې میراث وګڼې . د سولي د راوستلو له پاره د هېواد د هغه ، مدنې ټولنو ، ځوانانو ، ښځو او خپلواکو ملي شخصیتونو رول او ګډون ته زمینه برابرول اړین دی چې د جګړي په ټوله موده کې یې د هېوادنی سولي د راستنېدو او د دموکراسۍ د تامین له پاره هر اړخیز کار کړی دی . ټولنه ټینګار کوي چې د پورته یاد شوي افغاني کتګوریو وړ استازي دې د سولي په بهیر کې شامل کړل شي او د هغوي نظریو او وړاندیزونو ته دې په اهمیت وکتل شي .

ــ څرنګه چې زموږ په خلکو تپل شوي جګړه نیابتې ده ، ښایې د هغې څخه د ځان ژغورنې واک هم د هېوادوالو په لاس کې نه وي . که چیرې جګړه په نوبت وي افغان ولس نږدې نیمه پیړۍ په جګړو کې ښکیل وساتل شو . نو ځکه د دې وخت راغلی چې د ملګرو ملتونو سازمان ، نړیواله ټولنه په تیره بیا غرب او د امریکا متحده ایالات د افغانستان په خاوره د نښلول شوي جګړي د ودریدو عملي هلې ځلې وکړي . موږ پوهیږو چې د نیابتې جګړي لوبغاړي غواړي چې د سولي بهیر په جریان کې هم په افغانانو خپله خاوره تنور وګرځوي او هم د هغوي نړیوال ملاتړې له ذهنې وارخطایۍ سره مخامخ کړي چې د سولي بهیر ټکنی وښېي . خو زموږ ټولنه په دی  باوري ده چی  ، په يو وخت د وسله والو مخالفینو او نورو ترهګرو ډلو په لوژستیکې ، اوپراتیفې ، پلانګزارۍ او تبلیغاتې مرکزونو د زور راوړلو ، د هغوي بهرنې ملاتړې د مرسته کولو له ظرفیت څخه د غورځولو او د افغانستان د وسله والو ځواکونو د فعالیتونو د همغږۍ او پیاوړتیا ، وړاندیزونو پلې کولو ته د حکومت او نړیوالي ټولني پاملرنه ورګرځول ، د سولي بهیر د وړاندي تګ په موخه اړین بلل کیږي .

ــ لکه چې پاس ورته اشاره شوي ، د سولي بهیر د وړاندي تګ او بریالې کولو د څرنګوالي په اړوند ښایې د عادي افغانانو تر منځ د نظرتفاوتونه وي او ځینې به د خپلې خوښې سوله غواړي . خو په یوه عام چلند غوره ګولو هېوادوال مکلف کیږي .

د سولي بهیر په هکله د نظر په یوه ورته اجماع ، چې د سولي د راستنېدو عملي چاره په کې له ورایه څرګنده شۍ ، ګډ کار وکړي د داسې یوي اجماع د جوړولو په نوښت کې په شریکه کار وکړي ، څو د سولي بهیر په باب د خلکو د نظر د اشتراک ټکې لا ډیر او د اوسنې نظریاتې نوسان څخه د وتلو وړ لاره پېدا کړي .

ــ په مشخص ډول سوله باید د ټولو افغانانو وي ، د سولي په نامه په هېواد کې د واک نوي جزیري جوړي نه شي ، سوله باید ښاغلی او داغلی ونه لري . هغه شرطونه د سولي د راتګ له پاره ومنل شي چې د هېواد خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا ، دموکراسۍ ، د خلکو په ګټه قوانینو او رامنځته شوي ارزښتونو ته تاوان پیښ نه کړي . همدارنګه د هغو وسله والو مخالفینو عزت ، حقوقو ، امنیت او اهمیت ته جدې پاملرنه اړینه ده چې د سولي بهیر منې او په هغه کې د ځان ځایولو هڅه کوي . ټول هغه کوښښونه چې د سولي بهیر د غاړو تر منځ ناوړه سیالې زیږوي ، د امتیاز اخستو په ناوړه اندیښنه کې یې اچوي ، د باور د له منځه وړلو لامل کیږي په پوره مهارت بې اغیزي شي .

ــ په ټوله کې زموږټولنه د افغانستان د سولي د پیل شوي بهیر څخه ملاتړ کوي ، ، وړاندیز کوي چې سوله باید د افغانانو مال وي او د هغوي په وسیله وشي . نړیواله ټولنه د هېواد د سولي د بیلا بیلو خواو په اماده کولو کې لاس وکړي ، اجازه ورنه کړي چې د سیمې او نړۍ یو شمیر مغرضې کړۍ او هېوادونه د سولي بهیر په بې مانا نړیوالو غونډو او په هغې کې د خپلې خوښې غاړي ته د لابې کولو په سیاسي نندارو ، وویشي . افغانان باید هوښیار وي چې د خپل ملک د سولي بهیر د نړیوالو او سیمه ایزو ناوړه رقابتونو له کرغیړنو منګولو راوباسې ، د سولي په خاطر لمړۍ افغانان د نظر اجماع پېدا کړي ، هغوي چې د سولي بهیر سپر کوي او په اثر یې ګروپیکې ګټې خوندي کوي سولي ته په ریښتونې کار کولو کې وهڅول شي ، له دې وروسته افغانان په نړیواله ټولنه زور واچوي چې د افغانستان د سولي بهیر اړوند بین المللي اجماع داسې پیاوړي شي چې د سیمې هېوادونو ته د سولي په بدل کې د افغانستان د اوبو ، حساس جغرافیوي موقعیت ، طبیعي زیرمو ، فرهنګي ټولنیزو امکاناتو څخه د سؤ استفادي امکانات په لاس ورنه شي .

دافغانانو علمي مرکز د پورتنیو او دې ته ورته پیشنهادونو په وړاندي کولو سره غواړي یو وارې بیا د سولي د پیل شوي بهیر اړوند د موقف څرګندونه وکړي ، په داسې حال کې چې خپله هغې ته د کار کولو ډاډ وړاندي کوي ، له نورو مدني ټولنو او د هېواد د بیلابیلو کتګوریو څخه هیله کوي چې د پورتنیو او دې ته ورته نورو وړاندیزونو په بډاینه او پلې کولو کې خپل فکر څرګند او د سولي په بهیر کې د فعال ورګډیدو ، د بهیر په هر موړ کې هغه له ناسمو کګلیچونو څخه د بچولو په وطنې کار کې ګړندۍ ونډه واخلي .

 

په درناوي  د ټولنۍ د مشرتابه له خوا

که مرکزي حکومت نه وي، سوله نشته!

 

مرکزي حکومت هغه هم غښتلی او پیاوړی، د هېواد د ملي او سراسري ګټو په سر کې ځای لري. که مرکزي پیاوړي حکومت نه وي، هېواد کې د سولې او امنیت په ګډون د هیڅ پرمختګ او ولسې ښېګڼې پوښتنه نه پيداکیږي. همدغه لامل دی چې مخالفین او دښمن تر ټولو مخکې هېواد کې مرکزي حکومت په نښه کوي او د ټولو وسایلو په کارولو د هغه د پیاوړتیا مخه نیسي. په کور دننه هغه ډلې او تنظیمونه چې د واک د بېلا بېلو ټاپوګانو د لرلو او ساتلو هڅه کوي او یا هغه بهرني حکومتونه چې افغان هېواد کې د مرکزي حکومت پرځای، له دغو ډلو او تنظیمو ملاتړکوي، حقیقت کې د افغان ملت د سولې، امنیت، پرمختګ او سوکالۍ اصلي دښمنان دي.

نن چې هېواد له حساسو شېبو تیریږي. هېواد کې دننه او ګاونډ کې يي یو شمېر پېښې سړي ته د ۱۹۹۲ کال پېښې وریادوي. د ۱۹۹۲ کال د پېښو انځور په دوه  لنډوجملو کې داسې ښکلای شو: د مرکزي حکومت نسکورول، د سولې سبوتاژ، د افغانانو د پرمختګ او سوکالۍ مخنیوي!

روانو پېښو کې هم اساسي ټکی د مرکزي حکومت برخلیک او دریځ او د حکومت مخالفینو سره د سولې څرنګوالی او برخلیک په ګوته کولای شو.

د سولې په اړه یوخوا د مرکزي حکومت او سوله غوښتونکو افغانانو هڅې او همدارنګه د امریکا د استازي افغان بچي، زلمي خلیلزاد مرستندویه هلې ځلې او بلخوا په کور دننه او بهر کې د سولې د سبوتاژګرو ترمنځ سیالي او شخړه هم چې د روانو پېښو بل اړخ جوړوي، له پامه نه شو غورځولای.

مخالفینو سره د سولې خبرې او د سولې بسیا که د یوې غښتلي مرجع لکه مرکزی حکومت په لاس کې نه وي، هېواد کې بېلا بېلې ډلې او ګروپونه نه شي کولای، په داسې خبرو کې د هېواد ملي او سراسري ګټې خوندي کړي. که دا ډلې د حکومت پرځای مخالفینو سره  د سولې په خبرو کې ځان له حکومته ځواکمن او واکمن بولي، ادعا يي یوازې د خپلو ګروپي او جلا ګټو لپاره ده او غواړي له دې لارې ملي ګټې تر خپلو محدودو ګروپي او سمتي ګټو قرباني کړي.

مرکزي حکومت هڅه کوي چې یوخوا د بهرنیانو پرځای، د سولې د خبرو او بسیا ملکیت او واک د افغانانو په لاس کې خوندي وي او بلخوا په کور دننه هم حکومت د افغانانو د یوازیني قانوني او واکمن استازي پتوګه د سولې خبرې مخته یوسي او که نور غواړي همکاري وکړي، کولای شي د سولې په بسیا کې د حکومت ریښتیني ملاتړي واوسي.

په ۱۹۹۲ کال، کله چې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ مرکزي حکومت، ملګري ملتونه او مجاهدین چې هغه مهال د حکومت مخالف لوری بلل کېده، په سلا او تفاهم سره د پراخ بنسټه ګډ حکومت په جوړېدو بوخت ول، په داسې مهال د اسلامي جمعیت مشر برهان الدین رباني د پاکستان په همکارۍ او ملاتړ ماسکو ته سفر وکړ او هلته يي ماسکو سره په پریکړه کې د افغان حکومت او ملګرو ملتو د سولې تګلار سبوتاژ کړه، د پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کېدو مخه يي ډب کړه او داسې څه يي هم د نورو شومو پلانونو تر څنګ، په راتلونکې کې د مرکزي حکومت د راټوکېدو او جوړېدو له ډاره، ترسره کړل.

له بده مرغه د همدغه سفر په پای، حکومت کې د پنځم ستون په مرسته د ماسکوــ پاکستان طرحه پلې شوه او هېواد کورنۍ جګړې ته ټېل وهل شو چې همغه ناورین په بېلا بېلو بڼو تر اوسه ادامه لري.

د مرکزي حکومت په وړاندې او د حکومت مخالفینو سره د سولې په تړاو چې نن څوک د دغو ډلو ورانکارۍ ویني، سړي ته همغه د ماسکوــ پاکستان زړه لوبه وریادوي، بیا بیخي ورته  سیناریو او ورته لوبغاړي، لېدل کیږي. اسلامي جمعیت، د محقق او دوستم ډلګۍ او ستمي کړۍ او په بهر کې پاکستان، روسیه او ایران د سولې هڅې په ډاګه سبوتاژوي او جګړه غځوي. دوی د دې ورانکاریو تر څنګ هڅه کوي چې افغانان سولې ته په رسېدو کې له نړیوالې همکارۍ هم بې برخې کړي.

تر پرونه پورې د دې ډلو په تېره بیا د اسلامي جمعیت هڅه دا وه چې طالبانو سره د د خبرو په اړه د حکومت طرحه او مرکچیان بد او ناوړه وځلوي او ځان د حکومت ځایناستي راوپېژني. په همدې تړاو د اسلامي جمعیت د سیاسي کیټې مشر حفیظ منصور وايی«که این حزب(اسلامي جمعیت) جدا از هیات احزاب دیگر، هیاتی را به رهبری محمد یونس قانونی ایجاد کرده‌است.»

له «احزاب دیګر» څخه هم د اسلامي جمعیت موخه هغه ډلې، ټپلې دي چې اسلامي جمعیت سره یا د اندیښنو خواخوږي او … پیوندي لري او یا د مرکزي حکومت په وړاندې هغوی هم د غیږلوبې(پهلوانۍ) اشتها لري.

اسلامي جمعیت د حکومت پرځای، دا هم وویل« پنج جناح مذاکره کننده درنظر گرفته شده است؛ جناح حکوت، طالبان، جناح جبهه مقاومت، جناح احزاب و جناح نهادهای مدنی.»

اسلامي جمعیت چې په پراخه کچه د حکومت شریک دی او د حکومت په سلو کې پنځوس سلنه برخه او ونډه جوړوي، له حکومته بهر هم د «جناح جبهه مقاومت» په نوم د «جناح احزاب» تر سرلیک لاندې او په «جناح مدني » کې هم ځان لومړی بولي، یانې میم زرما ټوله زما؛ باید د حکومت وسلوالو مخالینو او طالبانو سره خبرې هم په یوازې سر دوی وکړي!

دا ډلګۍ په خپل اند او حساب د سولې په بهیر کې «جناح حکومت!» ته په پنځه ونډه قایل دی او نورې برخې په دې او هغه پلمې، د ځان ګڼي.

سم صفا د ګېدړ اوشرمښ ویش دی!

اسلامي جمعیت چې د «جبهه جناح مقاومت» په نوم غواړي طالبانو سره خبرو ته کښیني، دا هېروي چې حقیقت کې د طالبانو مدعي ډله همدوی دي. دلته دوه بېخچنې پوښتنې او خبرې رامنځته کیږي:

یا اسلامي جمعیت په داسې طرحه غواړي حکومت او ټول ملت برمته کړي او د برمته ملت او حکومت په مهال، جګړه لا وغځوي چې د جګړې په غځېدو کې هم د دې ډلګۍ ګټې او موخې خوندي شي او هم په افغانستان او سیمه کې ایران، پاکستان او روسيه خپلو موخو ته ورسیږي. د دوی په اند په دې صورت کې به د افغانستان نړیوال ملګرې د جګړې ډګر بایللی پریږدي، افغانستان کې به د ۱۹۹۲ کال پشان د حکومت تشه رامنځته شي او هغه تشه به اسلامي جمعیت او د دوي بهرني ملګري په ارام زړه ډکه کړي او د اسلامي جمعیت واکمني به دا ځل د ۱۹۹۲ کال په توپیر، په ریښتیني ډول پلي شي.

دوهم بدیل يی هم د ۱۹۹۲ کال زړه سناریو ده چې هغې کې به د پاکستان ــ ماسکو او ایران په ملاتړ او منځګړیتوب طالبان، د اسلامي جمعیت او شمالټلوالې سره په ګډه جبهه کې د مرکزي حکومت په وړاندې بلوا وکړي او لار به د دوی ګډې واکمنۍ ته پرانیستل شي.

خو د سولې بهیر د مشورتې بورډ په اعلان، د لنډ او اوسمهال لپاره، مرکزي حکومت ټول کفچه ماران په یو پېټار کې رایسار کړل او په خولو کې يي دمکړې خاوره وروشیدنله چې زهر يي لږ کړي. په داسې نووښت، فکر کېدای شی چې حکومت د اسلامي جمعیت په ګډون د سولې بهیر د مخالفینو او دښمنانو پر سر کلک ګوزار ورحواله کړ.

په پوخ باور ویل کېدای شي، د برهان الدین رباني او مجاهدینو د ۱۹۹۲ کال د شړېدلي حکومت او د ړانده ملاعمر او طالبانو د بې سره بوله واکمنۍ په توپیر، که افغانان په تېرو ۱۷ کلونو کې ډېرې بریاوې او لاسته راوړنې ونه لری؛ بیا هم موجوده مرکزي حکومت، ریاستۍ نظام، دیموکرات اساسي قانون، ټولټاکنې او د بیان ازدي، دا مهال هېواد لپاره لږې نه شو شمېرلي.

افغانانو ته نه ښای په ازمایل شویو ناکامو لارو بیا لاړ شي!

د ۱۹۹۲ کال وروسته د مرکزي حکومت تشه نه ښای بیا تکرار شي او پکار ده چې موږ ټول افغانان په موجوده مرکزي حکومت راټول او هغه غښتلی او پیاوړی کړو!

د ۲۰۱۸ کال د ډېسمبر ۱۲ مه

سرلوڅ مردازی

طرح

 

فراخوان دارالانشای

حزب ترقی ملی افغانستان

مؤرخ:

کابل-افغانستان

 

برهمه هويدا است که  عاملين جنگ اعلام ناشده نيابتی عليه کشور ما هولناک ترين جنايات را عليه کشور ، نيروهای مسلح و مردم ملکی و بيدفاع ما مرتکب ميشوند. برگشت صلح پايدار بمثابه مبرمترين ضرورت نه تنها در دستور روز هر افغان قرار دارد، بل به سرلوحه اجندای جهانی نيز تبديل گرديده است . حل معضل جنگ وتأمين صلح مقدم بر همه اجماع ملی، وحدت ملی و بسيج افغانها را ايجاب ميکند . حزب ترقی ملی افغانستان همه احزاب سياسی ، ائتلاف ها، جوامع مدنی و شخصيت های سياسی کشور را فرا ميخواند تا متحدانه از مذاکرات حکومت افغانستان با جنگجويان طالب قاطعانه حمايت نمايند .

خوشبختانه جز دوسه کشورمغرض همه کشورها و ملت های جهان با صدای واحد در ۷۳ مين اجلاس مجمع سازمان ملل ، پشتيبانی و حمايت خويش را از مذاکرات صلح افغانها با مالکيت افغانها اعلام داشتند و تأکيد کردند که تنها مذاکرات طالبان با حکومت افغانستان نتائج مطلوب را بار ميآورد. جامعه بين المللی به مثابه عامل تسهيل کننده مذاکرات صلح به تلاشهای سازنده خود الی تحکيم و استقرار صلح پايدار و سراسری ادامه خواهد داد .

درين ميان اظهاراتی از قبيل پيشبرد مذاکرات صلح با احزاب سياسی و کنار زدن دولت افغانستان به مثابه جانب عمده مذاکرات ، جز فتنه دشمنان صلح و به بيراهه کشاندن تلاشهای صلح چيزي ديگری تلقی شده نه ميتواند . چون آفتاب روشن است که طالبان عليه مردم و دولت افغانستان جنگ نيابتی را با تبليغات نيابتی خصمانه به پيش ميبرد ، نه با احزاب سياسی که بايد طرف مذاکره با طالبان را تشکيل دهد . حزب ترقی ملی افغانستان تکرارا همه احزاب سياسی، جامعه مدنی و شخصيت های مستقل سياسی را با حفظ تفاوتهای سياسی به وحدت و همبستگی و مسؤليت پذيری فرا ميخواند تا با اتحاد و همدلی زير درفش ملی افغانستان از پروسه مذاکرات صلح فی مابين طالبان و هيأت مذاکره کننده دولت افغانستان حمايت و پشتيبانی نمايند . به باور ما تنها دولت افغانستان با داشتن مشروعيت ملی و بين المللی اتوريته و صلاحيت مذاکرات صلح با جنگجويان طالب را دارا ميباشد .

وضع فوق العاده حساس و دشوار سياسی-نظامی کشور ايجاب ميکند تا مردم ، احزاب سياسی و جوامع مدنی از نيروهای امنيتی کشور در برابر جنگجويان طالب، داعش ، القاعده و غيره دشمنان صلح و آرامش هموطنان جدا حمايت نمايند و نگذارند با بندش راهها ، براه انداختن تظاهرات و نقض نظم و نسق و تقابل با نيروهای امنيتی ، مورال جنگی و دفاعی آنرا صدمه بزنند.

نيروهای مسلح قهرمان افغانستان در خط مقدم مبارزه عليه تروريسم جهانی و جنگ افروزان منطقوی با امکانات حد اقل و تحمل قربانی های زياد ميرزمند . در پهلوی مردم افغانستان ، جهانيان نيز بايد مديون فداکاريهای بی نظير نيروهای مسلح افغانستان باشند . حزب ترقی ملی افغانستان از متحدين بين المللی افغانستان تقاضا دارد تا کمک های همه جانبه شان را در زمينه تجهيز ، آموزش و بلند بردن قابليت دفاعی نيروهای امنيتی افغان بيش از پيش ازدياد بخشند ، تا افغانستان عزيز و جهانيان از گزند تروريسم در آمان گردند .

حزب ترقی ملی افغانستان حمايت خويش را با صدای رسا ازپروسه صلح با مالکيت حکومت افغانستان اعلام ميدارد و همه نيروهای ملی و وطن دوست را فرا ميخواند تا با تأمين اجماع ملی و وحدت ملی شکست ناپذير از مذاکرات صلح دولت افغانستان با طالبان حمايت نمايند .

عبدالحی مالک

رئيس حزب ترقی ملی افغانستان

 

 

 

جمال خاشقجی که بود و چگونه بقتل رسید

بصیرهمت

از روزنامه های :

 نیویارک تایمز، گاردین و سایت ستراتژیک کلچر

مرگ جمال خاشقجي در قونسلگري عربستان سعودي در إستانبول، در دوم اكتوبر، بر اعتبار جهاني رژيم سعودي صدمه شديدي وارد نمود . حتي نزديكترين دوستان بينالمللي و ستراتژيك رژيم سعودي ، چون فرانسه ،انگليس ،جرمني و  ايالات متحده نتوانستنداز اين جنايت  چشم بوشي نمايند و  حد اقل به صفوف منتقدين جدي رژيم سعودي پيوستند و خواهان بررسي همه جانبه در اين مورد گرديدند.

خاشقجی که بود و چرا چنین بیرحمانه بقتل رسید؟
به نقل از وزير خارجه پيشين استرليا ، ألكساندرداونر ، كه در روزنامه ” مرور مالي” به نشر رسيده وي به اتكا به ”منابع استخباراتي” چنين ميگويد:
ژورنالست سعودي ’ جمال خاشقجي ’ كه در دوم اكتوبر به قتل رسيد، شخص با اندیشه های ليبرال نبود بلكه وي  باايدياي اخوانالمسلمين معتقد بود و در سابق أجنت ماهر اداره  استخباراتي سعودي  بود و در اين اواخر در جهت تغير رژيم ،در عربستان سعودي فعاليت داشت .

 داونر ، چنين ادامه ميدهد:
”اگر به موضوع دقيقتر نگاه كنيم ، اخوان المسلمين مورد حمايت رجب طيب اردوغان ، رئيس جمهور تركيه و دولت قطر قرار دارد … از اين لحاظ جمال خاشقجي ، مردي كه قبلا فرد استخباراتي سعودي  و از هواداران اخوان المسلمين بود ، در برابر اهداف و ريفورم هاي وليعهد سعودي ، محمد بن سلمان،  قرار گرفت و به كمك مالي تركيه و قطر، فعاليت هاي ضد سعودي خويشرا أغاز نمود، مگر محمد بن سلمان خواست تا فعاليت هاي خاشقجي را در تركيه متوقف سازد.سعودي ها خواستند تاباپرداخت مبلغ   9 مليون دالر به  خاشقجی ،ويرا به سعودي باز گردانند تا   وی به زنده گی عادی اش در سعودی ادامه دهد .مگر خاشقجي به اين درخواست موافقه نكرد و نتيجه اين مخالفت به مرگ وي انجاميد . و سعودي ها وي را بقتل رسانيدند” .
گرچه ”منبع استخباراتي ” كه داونر به أن استناد مي نمايد از منابع استخباراتي استراليا گرفته شده مگر اين را بايد ياد أوري نمود كه استراليا عضو متحد پنج نهاد استخباراتي بنام ”پنج چشم ”مي باشد كه اين اعضاشامل  امريكا ، كانادا ، بريتانيا، زيلاند جديد و استراليا اند . اين پنج عضو متعهد اند كه معلومات استخباراتي را در مراحل مختلف باهم تبادله نمايند.
جمال خاشقجي، ژورنالست سعودي كه براي روزنامه واشنگتن پست مضاميني مينوشت و از منتقدين محمد بن سلمان وليعهد  سعودي بود، توسط  تيم أعزامي از عربستان به إستانبول ، در قونسلگري عربستان در إستانبول بقتل رسيد و انطوريكه مسيولين تحقيق اين حادثه باورمند اند ،جسد قطعه قطعه گرديد و  در جوار منزل رهايشي جنرال قونسل سعودي در أسيد منحل و تاكنون معلوم نيست اين جسد منحل شده در كجا دفن گرديده است.
بنا به گفته رئيس جمهور تركيه ،اردوغان ،نوار  ثبت شده در مورد قتل جمال خاشقجي حاوي شواهد  هولناك از جنايتي است كه در إستانبول در قونسلگري عربستان سعودي رخ داده است . اور دوغان زماني چنين اظهارات را بيان داشت كه روزنامه نيويارك تايمز در راپوري چنین نوشت:

 مسیول تيم ضربتي عربستان( ماهر عبدالعزيز مطرب ، أفسر امنيتي كه بطور دوامدار با محمد بن سلمان همسفر بود ) كه به إستانبول اعزام شده بود تا خاشقجي را بقتل رساند ، از داخل قونسلگری،  براي يكتن از همكاران نزديك محمد بن سلمان  ، سعود القحتاني، تيليفوني اظهار ميدارد كه ” براي رئيس تان بگوييد ” كه عمليات به انجام رسيد. نيويارك تايمز ادامه ميدهد كه مسيولين استخباراتي ترك به اين بأور اند كه مطرب ، رهبر تيم  ضربه ، در تيليفون با يكتن از دستياران نزديك محمد بن سلمان چنين اطمنان را ميدهد . و مسيولين استخباراتي امريكا نيز به اين باور اند كه  منظور ازجمله ” به باس يا رئيس” بگو يعني به وليعهد اطمنان بده است. اين گفتار ميتواند اطمنانیه ای باشد به محمد بن سلمان كه وي بايد از جريان اطمنان حاصل نمايد .

 يكي از روزنامه  هاي تركي  تصاويراز ايكس- ري را به نشر رسانده كه درزمان خروج گروپ عملياتي سعودي ها از  إستانبول ، از أسباب و لوازم سفر انها ثبت شده است . در اين تصاوير وسايل شوك برقي و گاز سارين،  قيچي هاي دراز ، واكي تاكي و وسايل خنثي سازي و محدود سازي سگنال ها در ميان لوازم سفر تيم قاتل  وجود داشته است . اين لوازم از جانب مسيولين امنيتي ميدان هوايي إستانبول مورد بررسي قرار نگرفت زيرا گروپ أعزامي  با پاسپورت ها و اسناد دپلوماتيك به إستانبول امده بودند.

 رئيس جمهوري تركيه در أنقره ،  ضمن صحبت با خبر نگاران اظهار دا شت كه ،  نشر اين نوار صوتي مسيولين  استخباراتي سعودي را تكان داده است ودر اين مورد با رهبران امريكا، فرانسه و جرمني صحبت نموده است . اردو غان ادامه داد كه، ” ما اين نوار صوتي را براي كشور هاي كه از ما خواستند ارسال داشتيم و مسيولين استخباراتي ما هيچ چيزي را پنهان نگه نداشته اند . ما براي سعودي ها ،امريكا ،فرانسه، كانادا، جرمني و بريتانيا اين نوارصوتی را ارسال داشتيم .نوار ثبت شده نهايت وحشتناك و تكان دهنده است”. مسئولين استخباراتي تركي اضافه مي نمايند كه شواهد نشان ميدهد كه قتل نه تصادفي بلكه عمدي و از قبل پلان شده بوده و خاشقجي توسط اين گروپ ضربه خفه شده و  بطور دقيق اعضا بدنش  با اره از هم جدا شده است.

بر اساس نوشته واشنگتن پست ،سي أي اي بعد از ارزيابي منابع مختلف استخباراتي بشمول تيليفون برادر محمد بن سلمان، خالد بن سلمان ،سفير سعودي در امريكا كه به خاشقجي نموده است، به اين نتيجه رسيده كه محمد بن سلمان هدايت قتل خاشقجي را داده است . خالد بن سلمان،سفیر سعودی در امریکا، به خاشقجي گفته است كه وي ميتواند به قونسلگري سعودي در إستانبول برود و اسنادمربوط خويشرا  بدست اورد و هيچگونه تشويشي در مورد امنيتش نداشته باشد . سي أي اي باور مند است كه خالد بن سلمان  بر اساس راهنمايي  و هدايت برادرش ، محمد بن سلمان ، به خاشقجي تيليفون نموده است.
اردوغان ، ضمن اظهاراتش با یکی از  روزنامه های  تركي تاكيد بر اين دارد كه در اين حادثه مسيولين رده بالاي خاندان سعودي شامل اند مگر پافشاري مي نمايد  كه بايد اشكار گردد كه واقعا چه كسي اين امر را صادر نموده است. مرگ خاشقچي رياض را دچار بحران شديدي دپلوماتيك نموده است و بيانگر خشونت رهبران سعودي در بًرابرحقوق بشر  است.مگر رهبرا ن مدافع حقوق بشر غربي، در راس دونالد ترامب باوجود شواهد واضح ،عکس العمل  قاطع نشان نداده اند .

دونالد ترامپ روز يكشنبه هژدهم نوامبر اظهار داشت كه ” نوار قتل خاشقجي وحشتناكتر از أن بود كه بتوانم به أن گوش بدهم ،وي اضافه نمود كه بطور كامل در جريان محتواي نوار صوتي قتل خاشقجي قرار گرفته است ،اما خودش اين نوار را مستقيما نشنیده است . چون معتقد است گوش فرا دادن  به أن خيلي ها مدهش خواهد بود .و در اظهارات اخیرش با بی میلی اضافه می نماید که ”شاید این حادثه کار محمد بن سلمان باشد و یا شاید نباشد ”.دونالد ترامپ ، در 20 نوامبر اعلام نمود که عربستان دوست خوبی برای امریکا است و امریکا همچنان” دوست پایدار” با سعودی ها با قی خواهد ماند . وی ادامه داد که کشور عربستان، چون  دوست مفید ستراتژیک، یکجا با امریکا در برابر ایران خواهند ایستاد و بر علیه اکستریمزم اسلامی مشترکا خواهند رزمید، دولت عربستان قیمت  نفت را در بازار جهانی پایین نگه خواهد داشت و مشتری ملیارد ها دالری سلاح از امریکا است .یقینا دونالد ترامپ ، با به پیش کشیدن پالیسی ”امریکا نخست”هر گونه معیار های اخلاقی و انسانی را در پای این شعار میریزد .

اخيراً دادستان كل عربستان سعودي  از جمله 21تن از  متهمان اين ماجرا ، براي 5تن از متهمان قتل خاشقجي مجازات إعدام مطالبه نموده و دادستاني كل سعودي چنين  اعلام نمود  كه سرپرست تيم مذاكره  با قاشقجی كه به إستانبول رفته بود، دستور قتل ژورنالست  را  داده است . مگر وزير خارجه تركيه در عكسالعمل به اين اقدام عربستان اظهار داشت كه قتل خاشقجي قبلا برنامه ريزي شده و تيم ضربه اعزام شده از رياض به إستانبول،تجهيزات لازم براي قتل و قطعه  نمودن جسد خاشقجي به إستانبول اورده بود.
شيخ سلان ال سلان ، معاون دادستاني كل سعودي اظهار نمود كه قتل خاشقجي بنا به تصميم مسيول تيم أعزامي به إستانبول زماني صورت گرفت كه تيم مسيول  به ربودن خاشقجي موفق نگرديد . مگر تركيه تكرارا ادعا دارد كه نوار صوتی نشان ميدهد كه خاشقجي بعد از چند دقيقه از ورود تيم موظف بداخل قونسلگري بقتل رسيد و در جوار  تعمير رهايشي قونسل قطعه قطعه گرديد و درا سيد منحل شد . برا ساس نوشته واشنگتن پست ، سي أي اي باورمند است كه محمد بن سلمان امر قتل خاشقجي را داده است . رئيس اسبق ام أي 6 انگليس ، اين اظهارات سعودي ها در مورد عدم أگاهي و دست نداشتن محمد بن سلمان در قتل ژورنالست را بي معني و فانتزي بيرنگ نامیده  است.
گرچه ، گرفتاري ، قتل و كشتار  گسترده در عربستان سعودي چيزي جديدي نيست،  مگر قتل خاشقجي برپیشانی  رژيم دكتاتور  خاندان سعودي بخصوص محمد بن سلمان ولیعهد کنونی سعودی  لكه سياهي  بجا گذاشت .

 قصر سفید  جنین معتقد است  که سعودی ها در جنگ بر علیه تروریزم و مبارزه بر علیه گروپ های جهادی همکار صادق  غرب اند. مگررژیم سعودی هنوز هم ایدیولوژی وهابیت را با وسایل و راه های مختلف در میان کشور های اسلامی،مدارس ،اموزشگاه ها و سایت های انترنیتی وسیعا ترویج می نماید و این تعبیر افراطی از اسلام واضحا یهودی ها ، عیسوی ها و مسلمانان شیعه را کافر و مرتد میداند .

محمد بن سلمان در مدت کوتاه عربستان را به مسیری سوق داده و میدهد که بر خلاف اظهارات دونالد ترامپ ، در تضعیف ایران نه بلکه در توسعه نفوذ ایران در منطقه کمک می نماید . جنگ بیرحمانه را که محمد بن سلمان در یمن رهبری می نماید، در حالیکه برنده این جنگ سعودی ها نیستند، بر عکس، این جنگ باعث مرگ هزاران تن، شیوع امراض مهلک وبیماری های مزمن و گرسنگی مردم بیدفاع یمن گردیده و ادامه دشمنی رژیم سعودی با قطر این کشور را به ایران بیشتر  نزدیک ساخته و دوستی سعودی ها  با اسراییل نمیتواند بر اکثریت مردم مسلمان در جهان قابل توجیه باشد .

 در گذشته، خاندان حاكم سعودي قدرت را ميان شهزادگان اين خاندان تقسيم مينمود و هريك از شهزادگان و اعضا خاندان در بخش هاي مختلف ارگانهاي قدرت نفوذ داشتند و در سيستم مجموعي حاكميت شامل بودند . مگر شاه سلمان ، شاه كنوني سعودي ، اين مدل سنتي حاكميت دولت سعودي  را با  انتساب پسرش ، محمد بن سلمان ، بحيث وليعهد همه كاره در 2015 ، جاروب نمود . و اجماع رهبري خاندان سعودي، به قدرت منحصر بفرد پسر شاه سلمان محدود گردید .
در گذشته رهبري  رژيم سعودي متشكل از گروپي از شهزادگان خاندان بود و وزارت خانه هاو نهاد هاي دولتي تاثير گذار در حاكميت ،توسط شهزاده هاي خاندان اداره و رهبري ميگرديد . شاه شخصا در راس دولت و خاندان قرار داشت .زمانیکه  ميان شهزادگان اصطكاكات و ناهنجاري هاي رخ ميداد كه معمولا باعث جروبحث ها در ميان شهزاد ه ها ميگرديد، مگر شاه ميتوانست كنترول همه را در دست داشته باشدو تعادل و ثبات را دردولت و خاندان نگه دارد.مگر با انتخاب ولیعهد کنونی ، قدرت در چنگال یکتن انحصار گردیده و رژیم را بیشتر از پیش دکتاتور تر و فرد محور ساخته بی اعتمادی و بی ثباتی را در میان شهزاده گان سعودی بیشتر نموده است . پایان

ورکه دې شي وينځه چې د وينځې کالي مينځي

حکيم روان

۲۲/۱۱/۲۰۱۸

دا يو څو کرښې د داسې يو چا په ځواب کې ليکم چې په شرافت او وطنپالنه کې يې هيڅ شک نه لرم راته ګران دی او ځانګړی درناوی ورته لرم .

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې زما د هيواد «روشنفکر» د نړۍ له روشنفکرانو سره ډېر توپير لري

افغان «روشنفکر» ايديولوژيک فکر کوي ، مانا دا چې د خپلو ايديولوژيو اسيران او په پټو سترګو يې بندګی او پيروي کوي ، په نوو شرايطو کې يې ګټه او زيان نشي سنجولاي . ايديولوژيک تفکر په دې اصولو ولاړ دی چې :« زه او زما ګوند يواځينۍ وطنپالونکۍ ګوند او يواځينۍ سم تفکر لري »،  «يا زما سره يا زما د دښمن سره »، «چيرې چې مونږ نه يو ، هلته دښمن دی» . ډېرو به دا اوريدلي وي چې : «بې طرفه يانې بې شرفه ». يا دا چې : «هر څه دې زما وي ، که زما نه وي د هيچا دې هم نه وي» ، يا «هر څه ايديال يا هيڅ !» افغان «روشنفکر» د ملا نصرالدين په شان شل کاله وروسته هم هماغه شل کاله مخکې ۴۰ کلن ملا دی . د « سړي يوه خبره وي » . افغان «روشنفکر» په خپله يوه خبره کې بند دی . د افغان «روشنفکر» له پاره سياسي اصول د قرآن نه بدليدونکي آياتونه دي . پاپوليسم ، عوامفريبي ، ايګوئيسم ، ماجراجويی ، تظاهر،  لفاظي، يکډنډګی ، انجماد او دګم د افغان «روشنفکر» ځانګړنې دي .

افغان «روشنفکر» د دموکراسۍ له لسيزې ( ۱۳۴۳کال ) را په دې خوا د سياسي مخالفينو سره د دې د پاره سياسی بحثونه کوي چې مخالف توهين ، تحقير ، پړ، ملامت ، منزوي او بې اعتباره کړي او ځان «اتل» ثابت کړي . دا «اتلان» د آزادۍ ، دموکراسی او انسان د حقوقو په نوم توغونه او شعارونه ليږدوي ، خو خپله د ځان غوښتنې ، تکبر ، کرکې ، کينې او سياسی جهالت اسيران دي . ايا اسير چاته نجات ورکولای شی ؟

افغان «روشنفکران» په يوه ګوند کې سل ګوندونه جوړوي او دوه «روشنفکره» په يوه لار سره نه ځي . هغه د ولي خان خبره چې : « نفاق ته يې اتفاق دی » .

په داسې حال کې چې آی-اس-آی د ستراتژيک عمق او کشمير د پاره پر افغانستان تر ټولو خونړۍ جنګ تحميل کړی دی ، افغان «روشنفکر» دې تراژيدۍ متحد نه کړ . زما يار ليکی : « هغه لعنتی جنګ چې هره ورځ د سلهاؤ افغانانو ژوند ورڅخه آخلي » خو خپل مسؤليت (يووالی او پيوستون ) يې ددې جنګ په وړاندې د خپل اسارت له امله هېر کړی دی . لعنتی جنګ د سلهاؤ ژوند «روشنفکر» متحد نه کړ. که افغانانو د خپل وطن سره رښتيني مينه درلودلای ، د پاکستان له خوا د نيابتي جګړې په وړاندې به يې ټول اختلافات شاته کړي وای او د پاکستان او طالب په وړاندې به په يوه صف کې ولاړ وای .  بر سېره پر دې ، ددې جنګ پر عقبی جبهه په اصطلاح خاشه اچوي او پاکستان تر دې عنوان لاندې چې د پاکستان تر شا امريکا ولاړه ده ، د جګړې اصل عامل نه بولي . معمولا کله چې د قاضي پر وړاندې يو بې ګناه کس د يوې ګناه مسؤليت ومني ، قاضي د هغه ګناه په اصلي مجرم پسې نه ګرځي او د ګناه منونکي ته جزا ورکوي .د پاکستان واکدارانو په ډاګه په مختلفو فرصتونو کې د دې جګړې مسؤليت منلی دی . پاکستان طالب ته پناه ورکړيده ، د بريدونو پلانونه يې جوړوي ، انتحاريان ورته روزي ، زخميان يې معالجه کوي ، خو زمونږ د قاضی «روشنفکر» پرنسيپ د معمولو پرنسيپونو سره توپير لري .

ښه ! «ذهنی غلام » د آی-اس-آی د ملی مقاومت له پيرو څخه پوښتنه کوي چې امريکا افغانستان اشغال کړ، په افغانستان کې د نړی له څلويښتو د زياتو هيوادونو نظامی حضور د څه د پاره دی ؟ د نړۍ ټول آزاد هيوادونه له افغانستانه څه غواړي ؟ که افغانستان اشغال او حکومت يې مزدور وي ، نو بيا ولې د امريکا دښمنان او دوستان د افغانستان دولت په رسميت پيژني ؟ راواخله ، روس ، ايران ، چين او بل هر کيفی هيواد . دا ټوله نړی احمقان دي ، يواځې ته د نړۍ نوی نابغه پیدا شوی يې ؟ زما انقلابی يار خو دې د نړۍ په مخ د يوه هيواد نوم واخلي چې د افغانستان دولت مزدور وبولي او په رسميت يې و نه پيژني . نو دا ټوله نړۍ د ليونتوب باد وهلی ده يو افغان انقلابی «روشنفکر» هوښيار پاتې شوی دی ؟ زما همدا يار لاړې پورته غورځوي او پر ځان يې رالويږي .  ايا د يوه مستقل هيواد پرضد جنګ چې پاکستاني نظامي جنايتکاران يې د طالبي تالي څټو په مټ پر مخ بيايي جنايت نه دی

راځو «اشغال» ته : داسې به يې فرض کړو چې «اشغال» د آی-اس-آی ، پاکستانی ملايانو ، طالب او «روشنفکر» په فرمايش ووت . افغان امنيتی ارګانونه څو مياشتی وروسته منحل شول ، مرکزی اداره تس نس شوه . تر اوسه خو د «روشنفکر» په شان ، د «اشغال» په سوسيال هر څه چليدل ، «روشنفکر» هم تر هر بل وخت زيات ويش دی ، تر دې حده چې ځينې يې په ډاګه د افغان او افغانستان دښمني هم کوي ، پايلې به څه وي ؟ «روشنفکر» ددې انجام نه شي سنجولای.

افغانستان به بيا د طالبی-جهادي دوران په شان په هديره بدل شي او طالب به ددې هديرې ساتونکی وي . د آی-اس-آی پاکستاني غړي به زمونږ د ولايتونو واليان وي . طالبي افغانستان به درې تروريست پلوه رژيمونه پاکستان ، سعودی او امارات  په رسميت پيژني او په نړۍ کې به د شمالی کوريا په شان يو منزوي هيواد وي . ښوونځي به وتړل شي او که کوم نيم د نمايش د پاره خلاص وو افغان ماشومانو ته به د آی-اس- آی د درسي نصاب له مخې دا  ور زده کوي چې : دوه کلاشنيکوفه + درې کلاشنيکوفه = په پنځه کلاشنيکوفه .  په وياړلي او تاريخي افغانستان کې به زمونږ ماشومان د مردار او شيطان پاکستان د ناولو موخو له پاره تروريست روزل کيږي .

د نورې نړۍ روشنفکران د خپلو هيوادونو د ستونزو د حل له پاره د خپل ولس او بشريت له تجاربو د نوي تفکر او په سياست کې د غوره او دموکراتيکو دودونو د ايجاد له پاره عاقلانه استفاده کوي . ما په يوه بله ليکنه کې د څو هيوادونو نوم اخيستی وو، خو له نېکه مرغه د داسې هيوادونه نومونه ډېر دي چې روشنفکران او سياسيون يې په مسؤليت سره پر ځاني ، ګوندي او قومي ګټو ، عامو هيوادنيو او انسانی ګټو ته ترجيح ورکوي او له رنګارنګ اسارتونو نه خلاص دي . ددې هيوادو روشنفکران يو له بل سره مخالفت لري ، خو يو بل تحقير او تعجيزوي نه ، بلکې يو بل ته درناوی کوي او پر ګډو ستونزو د بري د پاره ګډ پلانونه جوړوي او ګډ کار کوي .

زما يار ليکي : « خو دا ښاغلی په حقيقت کې په ړندو سترګو غونډاري غورځوي او غوږونه هم کڼوي يانې چې نه څه ويني او نه يې آوري، ايا هره ټولنه خپل اقتصادی ، ديني ، کلتوري او ټولنيز مشخصات نه لري ؟» .

که زما يار د خپلې ټولنې «مشخصات» پيژندلای ، نو به يې ټولنه له يوه کړکېچه بل کړکېچ ته نه ليږدولای ! ها رښتيا ، «څو چې امپرياليزم موجود وي ، عدالت ، پرمختګ او انسانيت به د مځکې پر مخ نه وي» . خو ددې عبث خبرې پر خلاف د ټولنې رهبر بايد د نړۍ د ښو او بدو واقعيتونو په نظر کې نيولو سره د خپلې ټولنې د خلاصون او نېکمرغۍ لاره پيدا کړي . خو تا دا کار ونه کولای شو . د ژوند لاره قير سرک نه دی ، بلکې له  کږليچونو ، خنډونو ، غرونو ، ځنګلونو ، جبه زارو ډکه ده ، يواځې عاقل او مدبر لارښوونکي خپل ملت د ستونزو له توپانه روغ رمټ باسي . ناکام او په خپلو موخو کې پاتې رهبران بيلې توجيهاتو د سياست له صحنې نه لکه ګولۍ وځي . دا معمول هره ورځ ژوند په اثبات رسوي .

که زما يار دې «مشخصاتو» ته داسې درناوی درلودلای ، بيا به يې په کنړ او خوست … کې سره بيرغونه نه ګرځولای ! او « مشخصات» به يې په نظر کې نيولي وای .

دا «مشخصات» چې زما يار نوی پر هغه عاشق شوی دی ، آمانی نهضت يې په وينو ډوب کړی دی او دې «مشخصاتو» زما د يار د پاره د ثور انقلاب او د نورو د پاره د ثور بدمرغه کودتا هم په وينو ډوب کړ . دادی اوس بيا دا « مشخصات » غواړي د هيواد دموکراتيک اساسي قانون  او دموکراتيک نظام په وينو ډوب او ختم کړي او پر ځای يې د منځنيو پيړيو « امارتي اسلامی نظام » ټينګ کړي ، چيرې به چې ښوونځي په پاکستاني ډوله مدرسو او سپورتي ميدانونه په مسلخ بدل شي .

يار مې ډیر بې انصافه دی ، خپله په لندن کې د « اشغال » سوسيال په مزه مزه خوري ، خو خپل په وينو لړلی ملت ته د سميع الحق او ملا فضلو په شان طالبي واکمني غواړي ، نه د جاپان او آلمان په شان مزدورې واکمنۍ .

«روشنفکر» پر افغان ولس حواله ورکوي چې د «اشغال» پر ضد جنګيږي .

لومړی دا چې دا افغان ولس نه دی چې د افغان دولت او خارجيانو پر ضد جنګيږي ، بلکې د آی-اس-آی ايله جاری طالبان ( افغان طالبان ، پنجابيان ، د پاکستان د اردو او مليشې افسران ) دي چې د افغان دولت او د هغه د خارجي ملاتړو پر ضد جنګيږي . دلته د سوات څخه د يوه عادی سړي کيسه را آخلم ، د سړي نوم مې په حافظه کې نه دی پاتې (بښنه غواړم ) داسې ليکي : « له پېښوره د کور پر خوا په ګاډي کی روان وم او د خپل کلی د هديرې سره می د خپلو کليوالو ډيری کسان له ګاډي وپيژندل ، وارخطا شوم چې خدايه خير ! بيا څه پيښه شوي ده ؟ سهار د تګ په وخت خو خير ، خيرت وو . له ګاډي کوز شوم ، زمونږ د کلی دوه افسران چې ويل يې نور يې په اردو کې کار پرېښود او ږيرې يې اوږدې کړې ، ناڅاپه له کلي ورک شول ، چا به ويل چې اختطاف شوي دي ، چا به ويل چې ممکن آی-اس-آی د ځانه سره د معمول مطابق وړي وي ، خو هيڅوک دقيق نه پوهيدل چې څه پېښ شول . دا افسران افغانستان ته د جهاد د پاره تللي وو ، ځکه چې کوم افسر د افغانستان جهاد ته ولاړ شی ، پاکستان بيا فوق العاده ترفيع ګانې ورکوي . اوس يې ددې افسرانو جسدونه راوړي دي او د کلی خلک يې ښخوي . نو ولی افغانانو په افغانستان کې زمونږ وروڼه ووژل ؟ »

افغان ولس د پاکستانی مدرسو د ځانمرګو له لاسه او د طالبي تالي څټو د بريدونو د لاسه آزاده سا نه شی ايستلی او څلويښت کلن ناورين يې شمزۍ کږه کړي ده . افغان ولس د قرون وسطايي طالب واکمنی نه غواړي ، بلکې خپلو بچيانو ته نېکمرغه راتلونکي ، ښوونځی ، اوبه ، خواړه ، کور ، کالی او کار غواړي . افغان ولس د يوې منتخبې واکمنۍ وړ دي نه د خونخوارې آی –اس-آی د مزدورانو حقانی – هيبت الله د طالبی مذهبی انګيزيسيون  ! هغوی چې د انسانانو سرونه ريبي او د انسانانو په سرونو فوټبال کوي او هغوی چې ښځې سنګساروي .

د ايدئولوژيک تفکر دا خوارکۍ اسير د پيړيو ، پيړيو اپين خورو او مزدورو تروريستانو کرم ته په هيله ناست دی او د طالبانو او آی-اس-آی ګډو پلتنو ته د « ملی مقاومت » نوم ورکوي او په هغې پورې يې د خپل نجات او خلاصون هيلې تړلي دي . نااميدي تر کومه بريده ؟ د هغو خوبونو عملي کوونکي چې سلګونه کالونه وروسته يې عملي کول په شک کې دي ، په يوويشتمه پيړۍ کې، بيرته منځنيو پيړيو ته لويږي . دې ته وايي لويدل او ذلت او دې ته وايي انحطاط !  فکری انحطاط د عملی انحطاط لامل ګرځي . ځکه دا فکر دی چې عمل رهبری کوي او عمل د فکر عينی تجسم دی . د يارانو طالبي موقف او له پاکستانی وينې تويوونکي ارتجاع او آی-اس-آی څخه په څنګ تيريدل د همدې فکري انحطاط محصول دي . نه پوهيږم چې دا ياران د تروريست طالب سره د کومې مکې پر خوا ځي ؟ خو دا جوته ده چې وژونکی طالب به خپلې مطلوبې مکې ته ورسي ، خو د طالب سره د يارانو د تګ لاره په يقيني ډول ترکستان ته تللی ده .

زما د ځوانۍ يار تر اوسه د ځوانی د خامو فکرونو اسير دی . د هماغه پنځو تاريخی دورو له چوکاټه د باندې ړوند ، کوڼ او ګونګ دی . زه د خپل يار له پاره غمجن او متأسف يم . کاشکې له پنځو تاريخی دورو يې لازم درسونه زده کړي وای ، زمونږ ټولې بدمرغۍ د خپلې ناپوهۍ د لاسه دي او بيا خپله ناپوهي پر علمي نړی ليد ور تاوان کوو . زه متأسف يم د هغو پاکو او ژمنو يارانو له پاره چې د خپل هيواد له پاره ګټه او زيان نه شي سنجولاي .

طالب په يوويشتمه پيړۍ کې پر افغانستان د منځنيو پيړيو سياسی نظام تحميلوي . په کوم کې چې صحرايي محاکمې ، سنګسار ، په عام محضر کې په درو باندې د ښځو وهل د لاسونو او پښو پرې کول ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډله ايز قرون وسطايي وحشت او د عقايدو تفتيش يوه عادي چاره ده .

امريکايي « اشغال » د پرمختللی پانګوالی نظام استازيتوب کوي . همدغو طالب ډنډورچيانو او زما انتقاد کوونکو له جهادی-طالبی استبداد څخه ، د اشغالګرو امپرياليستی رژيمونو عدالت ته پناه راوړي ده . ځانونو، کورنيو او بچيانو ته امپرياليستی عدالت خوښوي ، خو خپل افغان بدمرغه ملت ته طالبی عدالت غواړي .

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي    خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې

ددې مظلوم ملت د بزګرانو له چاودو پښو ، خولو او تڼاکو له برکته په اشغالګر او امپرياليستی يوروپ کې ناست «روشنفکر» د اروپا له خلوته د مولانا سميع الحق په شان د طالبي جهاد ، مقاومت او پاڅون فتواګانې صادروي. همدارنګه غواړي په افغان غميزه کې د پاکستان او آی-اس-آی نقش دوهمې ، دريمې درجې ته راټيټ کړي او پر ځای يې امريکا له دې امله د افغان غميزې اصلی لامل وبولي چې ګويا امريکا خپل پاکستاني مرئې ته امر کوي او پاکستاني مرئې هغه اجراء کوي . فرض محال که داسې وي ، نو بيا خو تر پاکستاني اشغاله امريکايي اشغال ښه دی . وايي : « ورکه دې شی وينځه چې د وينځې کالي مينځي » . نو ولې مونږ د آی-اس-آی او د طالب تر جغ لاندې د مرئې مرئيتوب وکړو ؟ هيڅ مرئيتوب هيڅ ډول توجيه نه لري ، خو د مريې مرئيتوب بيا دوه چنده توجيه نه لري .

همدارنګه په هيواد کې د ننه پر مطبوعاتو بريد کوي . د هيواد مطبوعات چې د طالبي ناتار تر زوال وروسته د نوي نظام له غوره لاس ته راوړنو څخه بلل کيږي ، نه د طالب-مجاهد د پاره د منلو وړ دي او نه د چپ نما يارانو له پاره . ځکه دا دواړه کتګورۍ د فکری تنوع او پلوراليزم دښمنان دي او د خپلو واکمنيو په مهال يې د مطبوعاتو ، فکر او بيان آزادۍ د آزادی غوښتونکو سره يو ځای په دار خيږولي وې .

همدا تاسو اخته نه ياست ، څو خپل ملګري بيرته سره را ټول کړئ او په افغانستان کې له سره نوی سياسی ګوند جوړ کړئ ؟ ايا ستاسو نوی سياسی احتمالي ګوند به د هيواد د ننه د قوانينو په چوکاټ کې قانوني فعاليت کوي او که ستاسو په اصطلاح د « طالبانو د ملی مقاومت » ملاتړی او برخه به وي . که په رسمي ډول فعاليت کوي ، نو دا دولت او قوانين خو ستاسو په اصطلاح د «اشغال» محصول دي ، بيا نو ستاسو نوی ګوند هم ګوډاکۍ شو او ستاسو د نوي ګوند جوړونکي برخې هم رسمي ګوندونه دي ، دا نو تاسو د «اشغال له ذهنی غلامانو» سياسی ګوند جوړوئ که څنګه ؟ په هيواد کې دوه بهيره روان دي .

۱- طالبان د هغه تر شا پاکستان ، ايران ، روس ، تر يو حده ممکن چين ، داعش ، غير مسؤلې وسله والې ډلې او د هغو داخلی ملاتړي

۲- افغان دولت د هغه ملاتړي امريکا ، ناټو او د نړۍ نورلسګونه هيوادونه چې د تروريسم ، بنسټ پالنې ضد جګړه پر مخ بيايي .

په ژوره خواشينۍ سره ظاهرا داسې مالوميږي چې زما دغه ياران د لومړي بهير سره خواخوږي لري . افسوس! هزار افسوس ! تاسو ته خو د طالبانو ماهيت مالوم دی ، هيله لرم چې دريځ مو آګاهانه نه وي او د دقت او سمون چانس له لاسه وتلی نه وي .

که تاسو ته په هيواد کې ددې موکه وي چې د افغان قوانينو په چوکاټ کې قانونی مسالمت آميزه مبارزه وکړئ ، بيا خو نو له پاکستانی – طالبي اشغال نه امريکايي «اشغال» ښه دی که څه واياست ؟

ستاسو په خبره چې که انګريز او امريکا نه وي ، پاکستان به نه وي . نو چې پاکستان د امريکا غلام دی او طالب د پاکستان غلام دی او تاسو بيا د طالب غلامي کوئ له غلام په طاقت د درو نه خو عادی غلام  ښه دی . ښه يې ويلي دي چې « ورکه دې شي وينځه چې د وينخې کالي مينځي » .

زه خپل يار ته دومره وايم چې نه کورنی تربيت او نه سياسي اخلاق دا اجازه راکوي چې تاسو ته د چا د غلام نسبت وکړم ، خو ذهني غلام را ته هغه څوک ښکاري چې ذهنی استقلال نه لري خپل ګټه اوزيان نه شي سنجولای ، د ټاکلو چوکاټونو د باندې د تفکر قدرت ونه لري او لکه د قرآن حافظان يا روبات هغه څه وايي چې پر ذهن يې تحميل شوي وي . خو ستاسو د ډاډ او تسکين د پاره دومره وايم چې زه آپين خور نه يم . او هيڅکله به د هغو سره په لار ولاړ نه شم چې د جهاد په نوم يې د افغانانو ښځې غنيمت کړې او ماشومان يې مرئيان د ځانه سره بوتلل . هيڅکله به د هغو چا سره ولاړ نه شم چې آماني نهضت يې په وينو ډوب کړ او هيڅکله به د هغو چا سره ولاړ نه شم چې دا څلويښت کاله زما د ملت وينې د خدای ، پيغامبر او اسلام په نوم تويوي .  که څوک په دې پوهيږي او که نه پوهيږي ته بايد په دې پوه شې .زه نه د سميع الحق د طالبانو د پلار د شيطانی تفکر ذهنی غلام يم ، نه د عربي قاتلانو او نه د امريکا د امپرياليزم .

زه په ډاګه په منځني ختيځ کې د امريکا بی شرمه او بی حيا سياستونه چې د اسرائيلي سپين سترګي تېري تر شا ولاړ دي غندم . زه امريکا له دې امله غندم چې د خپلو اقتصادی موخو له پاره د نړی پر مخ د يوه بی ساري مذهبي فاشيستي سعودي رژيم تر څنګ ولاړه ده . زه امريکا له دې امله غندم چې د تروريست پاکستان سره تر اوسه د مدارا سياستونه تعقيبوي او زما مظلوم ملت ته وينو په قيمت تماميږي . زه د لاتيني امريکا د هيوادونو په داخلی چارو کې امريکا د بی شرمه مداخلو له امله په سختو ټکو غندم . همدارنګه د امريکا او ټولې نړي بې پروايي د يمن د مظلوم ملت په وړاندې چې سعودی ، پاکستانی او اماراتی تروريستانو د وينو حمام جوړ کړی دی په کلکه غندم . زه په نړۍ کې د ژوند د چاپيريال د ساتلو د اصولو څخه د امريکا سرغړاوي په سختو ټکو محکوموم . خو په افغانستان کې د طالب تروريستانو او نورو وحشيانو په وړاندې د امريکا دريځ ستايم او تر هغو به د امريکا د نظامي حضور تر شا ودريږم ، تر څو د آپين خورو وحشيانو غاښونه مات شوي نه وي او له داړلو عاجز شوي نه وي . ددې چارې په تر سره کيدو سره به زه که ژوندی وم  د په خپلو پښو ولاړ او په ځان بسيا  افغان ملت د ارادې سره بی چون و چرا د آخرين خارجی سرباز تر وتلو پورې ولاړ وم .

پای

 

ولسمشر غني د پنځه کلنې دورې لوړې ژورې

17.11.2018Ghani og Abdullah i 4 år
د افغانستان ولسمشر اشرف غني شاوخوا څلورنیم کاله وړاندې په هېواد کې د ناندریزو او تر ټولو جنجلالي ټولټاکنو وروسته د افغانستان واګې په لاس کې واخیستې چې له پخواني جمهور رییس حامد کرزي نه یو داسې وضعیت په میراث ورپاتې و چې ډېری افغانانو ته ۲۰۱۴ مېلادي کال لکه د قیامت ورځ ښکارېده؛
ځکه له یوې خوا د باراک اوباما ادارې پرله‌پسې داسې اوازې خپرولې چې له افغانستانه به خپل ټول ځواکونه باسي او له بلې‌خوا وسله‌والو مخالفینو هم خپلو بریدونه ته پوره زور ورکړی و؛ ځکه همدا وخت یې د خپلې بریا له‌پاره زرین چانس باله.
محمداشرف غني چې څنګه د ۲۰۱۴ مېلادي کال په سېپټمبر کې واک ته ورسېده، ډېرو افغانانو د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نورو برخو پیاوړتیا له‌پاره ترې خورا ډېره تمه لرله. که څه هم د نوموړي دغه دوره له ځینو خنډونو، ستونزو او ننګونو سره مله وه، خو بیا یې هم بې‌سارې لاس‌ته راوړنې لرلې چې د یو لوستي ځوان په توګه ترې سترګې نه‌شو پټولی.
◆ ستونزې او ننګونې
پخواني ولسمشر حامد کرزي ښاغلي غني ته یو داسې مفسد او شواړ حکومت په میراث پرېښود چې دګاونډیو هېوادونو په ګډون له غرب سره د افغانستان اړیکې بیخي تتې شوې وې. کرزي په خپله خوښهد لویې جرګې خلاف پرېکړه وکړه او له امریکا سره یې امنیتي تړون لاس‌لیک نه‌کړ چې د نوموړي دې پرېکړې له غرب، په ځانګړې توګه له امریکا سره د افغانستان مناسبات بېخي خړ کړل او ان د دې وېره وه چې امریکا به افغانستان ته بېخي شا کړي.
دا هغه وخت و چې د افغان ځواکونو نږدې ټوله تکیه د بهرنیو ځواکونو پر مرستې وه. دا مهال په افغانستان کې د ناټو پوځیانو شمېر له څه باندې ۱۲۰ زره څخه شاوخوا ۱۵ زرو ته را ښکته شو او هم‌مهاله ورسره د جګړې ټول مسوولیت له نړېوالو ځواکونو د افغان ځواکونو غاړې ته ولوېد چې په‌دې سره وسله‌والو مخالفینو، په تېره طالبانو ته پر ولسوالیو او ولایتونو د پراخو بریدونو زمینه برابره شوه او خپلو بریدونو ته یې نهايي زور ورکړ چې د ملکي او پوځي تلفاتو ډېروالي ترڅنګ، د لنډې مودې له‌پاره د کندوز، فراه او غزني ولایتونو د سقوط کېدو لامل شول.
همداراز، هغه مهال له ګاونډیو ایران او پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره هم د افغان حکومت سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې چندان هیله بښوونکې نه‌وې. د ښاغلي کرزي دغه پڅ سیاست د غني پنځه کلنه دوره له خورا ستونزو او سترو ننګونو سره مخامخ کړه.
د ښاغلي غني له ژورو او نیمګړتیاوو څخه بله دا هم وه چې ښايي د اړتیا او مجبوریت له مخې يې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ملي وحدت حکومت په رامنځ‌ته کېدو جوړجاړی وکړ چې دغه جوړجاړی یې هم په پنځه کلنه دوره کې تر یوې کچې د سمون او پرمختګ مخه ډب کړه.
◆ لاس‌ته راوړنې او پرمختګ
ولسمشر اشرف غني له نیمګړتیاوو او خنډونو سره – سره بیا هم د خپلې پنځه کلنې دورې پرمهال په کورني او بهرني سیاست، نړېوالو او سیمه‌ییزو اړیکو، سولې، اقتصاد، سوداګرۍ او نورو برخو کې خورا لاس‌ته راوړنې لرلې چې پرې سترګې پټول مناسب کار نه بولم.
د سولې په برخه کې د نوموړي بې‌سارې لاس‌ته راوړنه له حزب اسلامي سره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې اترې او د سولې هوکړه‌لیک لاس‌لیکول دي چې د افغانستان په نږدې پنځوس کلنه جګړه کې دا ډول هوکړه تر دې دمه نه‌وه شوه، څو یوه مخالفه ډله دې د جګړې له کرښې د سیاست ډګر ته راوګرځي.
همداراز، ولسمشر غني په تېر کوچني اختر کې وسله‌والو طالبانو ته داسې وړاندیز وکړ چې پخوا يې ساری نه لېدل کېده. نوموړي تر دې وړاندې د کابل پروسې په دویمه غونډه کې وسله‌والو طالبانو ته د سولې خبرو اترو د پیلېدو له‌پاره د سولې هر اړخیزه طرحه وړاندې کړه چې وسله‌وال طالبان یې ګوته پر غاښ کړل او تر دې دمه يې ورته نه د رد او نه مثبت ځواب ورکړی دی.
د سولې په برخه کې نورې هلې‌ځلې لکه په کابل کې د درې زرو علماوو اجماع رابلل، په اندونیزیا کې د نړۍ د علماوو غونډه او په سعودي کې له ټولې نړۍ څخه د جیدو علماوو ستره تاریخي اجماع چې د مکې امام په کې هم د افغانستان روانه جګړه ناروا وبلله او د افغانستان د امن دعا يې وکړه. همداراز، په‌دې وروستیو کې د امریکا په استازیتوب د زلمي خلیلزاد هلې‌ځلې هم د یادونې وړ دي چې د افغان حکومت، په ځانګړې توګه د ولسمشر غني د فعالې بهرنۍ ډېپلوماسۍ پایله یې ګڼلی شو.
◆ د جنګ‌سالارانو پر ضد مبارزه او د واک جزیرو ختمول
په افغانستان کې له بده مرغه د دولتي څوکۍ میراثي ګڼل یو بد دود ګرځېدلی؛ ډېری چارواکي یې خپل مطلق ميراث ګڼي او ترې لرې کول یې داسې انګېري لکه خپل ملکیت چې ترې په زوره اخلې، خو ولسمشر غني په خپلې پنځه کلنې دورې کې د واک ځینې وړې جزیرې ختمې کړې او د جنګسالارانو پروړاندې یې کلکه مبارزه وکړه. د نوموړي د مبارزې ښه بېلګه د کرزي په باد راوړیو پیسو د بلخ چاغ شوي امپراتور عطا محمد نور ګوښه کول او په شمال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال مهم استازي او سیمه‌ییز قومندان نظام‌الدین قیصاري نیول کېدل دي چې د ولسمشر دا ډول هڅې ښيي چې نوموړی غواړي د حکومتولۍ فرهنګ له زورواکۍ نه، خلکو ته د خدمت کولو په فرهنګ بدل کړي.
ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ له پیله ځوانانو ته ځانګړی پام کړی، تل یې د حکومت په پروګرامونو کې د ځوانانو پر محوریت ټینګار کړی او د دې له‌پاره چې په ټولنه او د حکومت په پروګرامونو کې د ځوانانو رول لا ډېر غښتلی شي؛ نو ۱۳۹۶ هـ ل کال يې د ځوانانو په نوم کړ چې وروسته بیا کابینې هم دا موضوع تصویب کړه.
ولسمشر غني دغه راز په حکومتي ګومارنو کې د پارلمان د غړیو لاسونه لنډ کړل. وکیلانو به مخکې خپل کسان په بېلابېلو موقفونو کې ګومارل او یا به یې هم د افرادو پر ګومارنه کمېشن‌کاري کوله چې اوس‌مهال یې تر ډېره بریده دا هر څه له لاسه وتلي دي.
◆ بهرنی سیاست
ولسمشر غني د افغانستان بهرنی سیاست شرایطو ته په پام داسې غوره کړ چې له یوې دقیقې سرچینې دیوې نړېوالې ډېپلوماسۍ له معیارونو برخمن شي. نوموړي په خپل بهرني سیاست کې هېوادونه او نړېوال سازمانونه په پنځو کړیو ووېشل چې لومړۍ کړۍ کې یې شپږ ګاونډي هېوادونه، دویمه کړۍ کې اسلامي نړۍ، درېیمه کې شمالي امریکا، اروپا، جاپان، اسټرالیا او د ناټو او ایساف غړي هېوادونه، څلورمه کې اسیا او پنځمه کړۍ کې یې نړېوال پراختیايي سازمانونه، د ملګرو ملتونو سازمان، څو ملتي شرکتونه، نړېوالې مدني ټولنې او اړوند غیر حکومتي سازمانونه شامل دي.
افغانستان په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې د څنډې ته کېدو یا منزوي کېدو له ګواښ سره مخ و او اندېښنې دا وې چې ملاتړي هېوادونه به یې هم په خالي میدان پرېږدي، خو ولسمشر غني د ملي وحدت حکومت د کار له پیل سره منظم پروګرامونه طرحه او تدوین کړل او د پرېمانه سیاسي هڅو په پایله کې یې د ترهګرۍ او د ترهګرو ملاتړو هېوادونو په اړه یې د سیمې هېوادونو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ذهنیت بدل کړ چې په پراخه کچه د افغانستان له دریځه ملاتړ وشو.
ښاغلي غني په وروستیو څو کلونو کې وتوانېده چې له اسلامي هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او د اسلامي همکاریو سازمان ملاتړ هم خپل کړي. د اسلامي همکاریو سازمان دیارلسمه غونډه کې چې په ترکیه کې جوړه شوې وه، افغان پلاوي په‌کې ګډون وکړ، د سولې او امنیت راوستو او د ترهګرۍ ضد مبارزې له‌پاره یې د اسلامي هېوادونو ملاتړ جلب کړ.
پخوا د پاکستان او ایران پر وړاندې د افغانستان دريځ دومره روښانه نه و، خو په تېرو څو کلونو کې ولسمشر غني وتوانېده چې د یادو هېوادونو پر وړاندې روښانه تګلاره غوره کړي. نوموړي په دې موده کې خپل امریکايي ملګري دې ته اړ کړل چې د پاکستان پرضد پرېکنده دریځ ونیسي او ورباندې سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي.
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې ایران ته په ښکاره ګوت‌څنډنه وکړه، که اوبه غواړئ، تېل به راکوئ. امریکا څو ورځې وړاندې پر ایران یو ځل بیا داسې بندیزونه ولګول چې ځینو بهرنیو هېوادونو ته به نفت نه‌شي صادرولی، خو له غرب سره د ولسمشر ښو اړیکو ثابته کړه چې په دې بندیزونو کې به د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د توکو صادرات او واردات معاف وي.
◆ د نړېوالو سازمانونو غړیتوب
نړیوال بنسټونه او سازمانونه د نړیوالې ټولنې هغه برخه ده چې د نړېوال نظم په رامنځ‌ته کېدو کې عمده رول لري. نړیوال بنسټونه د ارزښتونو او ګډو تګلارو پر بنسټ د ګډو کارونو له‌پاره د چوکاټونو رامنځ‌ته کوونکي دي. افغانستان له دغو سازمانونو سره د یوځای کېدو له‌پاره توانېدلی چې په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو په راوستو سره په یادو سازمانونو کې د ګډون معیارونه او شرایط پوره او غړیتوب یې واخلي.
په‌دې برخه کې د افغانستان د هڅو پایلې دا وې چې د ۱۳ نړېوالو بنسټونو او سازمانونو غړیتوب خپل کړي. د آسیا زېربنایي پانګونې بانک، د سوداګرۍ نړېوال سازمان، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، د لویو بندونو نړیوال کمېسیون، د نوې کېدو وړ انرژۍ نړیوال مرکز، د اوبو نړیواله ټولنه، د نړۍ ښاري حکومتولي، د مخابراتو د ګډو ګټو هېوادونو ټولنه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د پرانستې حکومتولۍ مشارکت، د برېښنایي حکومتولۍ سازمان، د کرېکټ نړیواله شورا او د سکي نړیوال فدراسیون هغه نړیوال بنسټونه او سازمانونه دي چې افغانستان یې غړیتوب اخیستی دی. دا لاس‌ته راوړنې په نړیواله ټولنه کې د یوه خپلواک هېواد په توګه د افغانستان مقام تثبیتوي.
◆ د اوبو او انرژۍ مدیریت
اوس‌مهال د ۴۲ برېښنا بندونو او اوبو ذخیرو کارونه په بېلابېلو پړاوونو کې روان دي او په‌دې برخه کې شاوخوا یو میلیارد ډالر خصوصي پانګونه جلب شوې ده. د طرحه شویو پالیسیو پر بنسټ، افغانستان هوډ لري چې په راتلونکيو څو کلونو کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي. د حکومت تر کار لاندې بندونه کولای شي له ۲ مېلیارد متر مکعب زیاتې اوبه ذخیره او له ۳۶۰ زره هېکټاره ډېره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
◆ اقتصادي او سوداګریز پرمختګ
که څه هم څومره چې په‌دې برخه کې تمه کېده، هغومره کار نه‌‌دی شوی، خو ولسمشر پر مخ کې له پرتو ستونزو سره – سره بیا هم د خپلې واکمنۍ پرمهال د هېواد له‌پاره داسې اقتصادي او سوداګریزې لاس‌ته راوړنې لرلي چې مخکې یې بېلګې نه وې. له بهرنۍ، په ځانګړې توګه پر پاکستان او اېران د افغانستان له اتکا نه نسبتاً خلاصون او د پاکستاني توکیو انحصار پای‌ته رسول چې دا موضوع د افغانانو خوږ ګوته بلل کېده او اسلام‌اباد به ډېری وخت پر کابل د فشار قوې په توګه هم کاروله.
دغه راز له ایران او هند سره د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکیو راکړه‌ورکړه او هند، اروپايي هېوادونو، په تازه توګه له چین او نورو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو پرانېستل، د افغانستان ملي ګازو شرکت او له «ILF» بهرني شرکت سره د ټاپي پروژې د لومړۍ مرحلې د عملي کولو هوکړه‌لیک لاسلیکول، د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ د لاجوردو لارې د پنځه‌اړخیزې ټرانسپورټي، سوداګریز او ټرانزیټي هوکړه‌لیک لاسلیکول چې د سوداګریزې راکړې ورکړې او ټرانسپورټي انزوا د له‌منځه تلو لامل ګرځي، د اروپا، قفقاز او مرکزي اسیا (ټراسیکا) د ټرانسپورټي دهلېز غړیتوب خپلول او د کابل ـ نوي ډیلي او کندهار ـ نوي ډیلي هوايي دهلېز جوړول، هغه سیمه‌ییزې اقتصادي لاس‌ته راوړنې دي چې د افغانستان د کورنیو تولیداتو له‌پاره يې په بهر کې ښه باراز برابر کړی چې په‌دې برخه کې د ولسمشر غني لاس‌ته راوړنې په‌دې وروستېو کې د نړېوال بانک له‌خوا هم وستایل شوې.
که څه هم د خلکو پر دسترخوان کوم څرګند تغیر نه لېدل کېږي، خو په ۱۳۹۶ هـ ل کال کې د صادراتو کچې ۷۸۴ میلیون ډالرو ته زیاتوالی موندلی؛ په داسې حال کې چې دا شمېره په ۱۳۹۳ هـ ل کال کې۵۷۰ مېلون ډالره اټکل شوې وه. په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان کلني واردات ۷٫۷۲۹ مېلیارد ډالر ښودل شوي وو او په ۱۳۹۶ کال کې دا کچه ۳٫۷۵۷ ته راښکته شوه چې سم نیمايي ټیټوالی ښيي.
د عایداتو ډېروالی هم د پخوا په پرتله څو چنده ډېر شوی دی. د ولسمشر غني ځینې د پام وړ هڅې د دې لامل شوې چې پر اقتصادي حوزه بېرته د خلکو باور پیدا شي. په ۱۳۹۴ هـ ل کال کې د افغانستان کلنۍ اقتصادي وده ٪۰٫۸ وه خو دا سلنه په ۱۳۹۶ کې ٪۲٫۶ ته لوړه شوه.
دغه راز په ۱۳۹۷ هـ ل کال کې کورني ناخالص تولیدات یا GDP ٪۳٫۰ یا ۲۱٫۸ مېلیارد ډالر وو چې په درې کلونو کې به دا فیصدي ٪۳٫۹ ته پورته شي او افغانستان به هر کال ۲۵٫۶ مېلیارد ډالرو په ارزښت کورني ناخالص تولیدات لري.
په ۱۳۹۴ کال کې د یوې کوچنۍ دورې په استثنا، د تېرې څه باندې یوې لسیزې په پرتله په وروستیو څو کلونو کې افغانستان د ملي پیسو په ارزښت او د بیو په عمومي کچه یا پړسوب کې ډېر کم نوسانات درلودل چې د پیسو نړیوال صندوق په توګه د معتبرو نړیوالو بنسټونو له لوري یې هم ستاینه شوې او ټاکل شویو موخو ته په رسېدو کې یې د حکومت د پولي چلند ستاینه کړې ده.
د نویو عایداتي سرچینو په تشخیص او په اداري او مالي برخو کې د اصلاحاتو په عملي کېدو د افغانستان عواید په بېساري ډول زیات شوي چې په وروستیو دریو کلونو کې د عوایدو راټولېدو کچې تر ټاکل شوي هدف د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.
په ډاډ سره ویلی شو چې په نورو برخو کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی، خو په پای کې غواړم ووایم چې د ولسمشر اشرف غني پنځه کلنه دوره د ګواښونو، ننګونو او نیمګرتیاوو ترڅنګ، په پورته برخو کې تر ډېره بریده بریالۍ وه؛ نو ځکه يې یو ځل بیا اراده وکړه چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي چې په وینا يې خپل نیمګړي کارونه بشپړ کړي.
————
لیکوال: ضمیر ساپی