داعش په ننگرهار کې ؟

 

دامريکا د متحدو ايالاتو نوی سترا تيژي اود داعش ، او طابانو نوي بريدونه؟

دا چې داعش په عراق او سوريه کې داسلامي خلافت د جوړېدو خوبونه په خوب لاهو او مات شول اوس يې خپل تور مخونه توری نخشې زموږ  په هېواد کې عملي کوي. دوی زموږ د هيواد ختيځه سيمه د خپل شوم پلان مو خه گرځولی ځکه ټولو ښکيلاک گرو ځواکونو چې د ختيځې دروازې نه زموږ پر گران هيواد بريد کړی تل يې ماته خوړلی په شوميدلو څېرو نيم گوډ مات په تيښته شاتگ  ته مجبر شوي ، دوی به تاريخ هير کړې وي خو افغان باتورملت هيڅ کله خپل تاريخ نه هيروي خپل دښمن که په هر ه جامه يا مو خه را غلي د خپلو شومو مو خو سره شرميدلي او تښتيدلي دي.د بر تانيا ير غلگر ځواکونود تور پنجاب  په مرسته څو ځله په ټيټو سرونو د خپلو شومو نخشو سره مات او گوډ کڼ کفر وتلي دي، درنو لوستونکو زه د يوه ننگرهاري او يوه خوگېاڼوال په توگه يو ه بېلگه وړاندی کوم چی نژدی ۳۸ کاله مخکې سرته رسيدلی ده.

د ننگر هار سيمه جوفوليتک جوړښت اود دښمن شوم پلانونه؟

ننگرهار د اوسني پاکستان سره يوه توره کرغېړنه کرښه چی رسميت نه لري د ير غلگر ښکيلاک گر انگلستان په زور  ددی باتور ملت پر سينه کښل شوی دهمدی توری کرښې په دواړو غاړو پراته ولسونه چې گډ کلتور گډه ژبه، گډ تاريخ گډه خاوره لري دوی دوسلی په زور سره ويشلي چي دا کار شونی نه دی د پښتو متل حکم کوي چې اوبه په ډانگ نه بيليږي، د وسلی په زور ولسونه سره جلا کولای شوای نو دبرلين ديوال چې د نړېوالو زبر ځواکونو په زور کښلی ووه څه شو؟ يمن ، ويتنام او نور زور ته تسليم شول؟ نه خير ټول واحد ملتونه سره دوباره يو ځای شول په ۱۳۶۸ ل کال د پاکستان د اي ايس اي مشر جنرال حميد گل د پاکستان حکومت اود ددوی نورو متحدو هيوادو پريکړه وکړه چی ننگرهار ونيسي او هلته حکومت د مجاهيدنو له پاره حکومت جوړ او رسميت ور کړي . د ننگرهار باتور و خلکو د هيواد اتل وسلوال پوځ خپله ولسونو د ا مکاردښمن مات او شرميدلي شاه تگ ته مجبور کړ، دا لوی بحث دی را ځم دداعش خوب اود ننگر هار يانو سره ډغری وهل اود خپل شوم مو خو پوره کولوله لپاره د ولسونو سره زور زياتی پېل شوی . زه د يو ه ننگر هاري په توگه داوسني دولت چار واکو ته وايم يا وړاند وينه لرم چې خپل ټول ځواک او طاقت ددی نابه کاره دشمن پر وړاندی په کار واچوي ځکه دوی د ولسونو په وژلوسره غواړي خپل شومې موخې عملي کړي، همدا تيره اونۍ ټول افغان ولس ددی شاهد او ناظر وه چې دوپر غور ولايت، د پلاز مېنی کابل کې دوه مسجدونه داور په لمبو کې سره لمبه کړه  ۶۹ تنه لمونځ کونکي شهيدان کړل دالله کلام هلته داور په لمبو کې خاوری ايری شول په لسگونو نور عبادت کونکي ټپيان کړل،په ننگرهار کې د کوټ ولسوالی ، داچين ولسوال، د بټيکوټ ولسوالی د خو گېانو پچير اگام ولسواليو کې کوم عملونه چی داعشيانو سرته ورسول په هيڅ کتاب او مذهب او دين کې نشته په بټي کوټ ولسوالی کې د يوی ورځی ماشم ووژلو د کوټ د څو کورنيو زنانه د ځانه يووړلي او تر ډيره وخته يي د ځان سره وساتلی دا کوم دين او په کوم عقيده کې روادي. اوس دوی د خوگېانو ولسوالی ته  را دمخه شوي د مالوماتو له مخې تر اوسه ۱۶زره کورنۍ د خپلو ټاټوبو نه کډوالی ته اړ شوي چار واکو که په ختيځه دروازه کې مو دا تور او سرسخت دښمن نابود نه کړه بيا مرکز او نوری سيمې نه شی کنټورل ولی يوه بېلگه کله چی طالبان له کندهار نه د کابل د نيولو په نيت را روان شول په لار کې نور ټول ولايتونه ورسره شول ولی کابل تر هغه دمه ونه شو نيولای چئ لو مړی د هيواد ختيځه سيمه نه نيولی دول په اول کې ننگرهار ونيوه بيا مخ پر کابل رارهي شول دوی لا کابل ته نووه رسيدلي چی د کابل واکمنانو مخ پر پنجشير وتښتيدل . داوسني دولت چارواکوپه خلاصو غوږونه واوری چی په ننگرهار کې دداعش پر وړاندی اجل ټينگ کوټلي گامونه پورته کړی کنه بيا به هر څه له لاسه ور کړی.

محمد اقا کوچی

20171022

سعودي عربستان دبدلونونو په درشل کي

 

( نصیراحمد څپاند)

سعودی عربستان یو پاچایی دولت دی چی د عرب په ټاپووزمی کی پروت تر ټولو لوی هېواد دی .  سعودی عربستان په جنوب کی د الیمین ، په جنوب ختیځ کی د عمان ، په ختیځ کی د قطر ، په شمال کی د عراق ، کویت او اردون سره گډې پولې لري . مساحت یی ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع او پایتخت یی الریاض دی . د سعودی عربستان د مځکې سطحه اواره ده . د سعودی عربستان په جنوب کی لوی دښته پرته ده چی د رب الخالی په نوم یادېږی . د هېواد په لویدیځ کی غرونه شته چی د المدیان او الحجاز په نوم یادېږی او په جنوب کی یي د عسیر غر موقعیت لري . په سعودی عربستان کی هیڅ سیند نشته.

په ۱۶ مه پیړۍ کی عربستان د عثمانی حکمرانانو لاس ته ور غلی ؤ . په ۱۸ مه پیړۍ کی یو عالم محمد ابن عبد الوهاب په سعودی عربستان کی یو مذهبی ډله تاسیس کړه . دغه مذهبی ډله په عربستان کی افراطی مذهبی ایدیولوژی ( عقیده ) خپروي چې د الوهابیة په نوم یادیږی . الوهابیة په اوس وخت کی د سعودی عربستان دولتی ایدیولوژی ده . په ۱۹ مه پیړی کی د سعودی کورنۍ د مصر او عثمانی دولت په خلاف جگړه وکړله . په ۱۹۰۴ کال کی سعودی کورنۍ النجد ونیولو . په ۱۹۲۴ کال کی الحجاز، المدینة او مکة د برتانیا د پوځ له خوا ونیول شول . مگر تر درې کالو وروسته دغه ښارونه خپلواک شول . سعودی عربستان په ۱۹۳۲ کال کی د برتانیا د پوځ تر وتلو وروسته تاسیس شو .  ( ويکيپېډيا )

د سعودی حکومت د سخت دریځي پالیسي ترڅنګ یو انحصاری شاهی سیستم حکومت جوړکړ چی د یوي کورنې له خوا د حکومت ټولي چاري اداره کیږی او ډيرمحدودیتونه اوبندیزونه یی په وګړو خصوصآ په ښوونځیو باندی لګیدلي وه . په ټولنیزوچاروکی هغوي ته ونډه نه ورکول کېدله ، دا او داسی نور سیاسی محدودیتونه یی ښه مثال کیدلی شي .

د سعودی د حکومت د قانون له مخې ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده . په سعودي عربستان کې ښځې همداراز د قانون له مخې باید اوږدې چپنې واغوندي او د هر قانوني اقدام له پاره یي د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتيا درلودله . همدا راز ښځوته په  کاري ساحه او د فترونو کې د ګډون حق نه ورکول کیدلو . له همدی امله سعودي عربستان د ټولې نړۍ له  تندوانتقادونو اوغبرګونونوسره مخامخ ؤ . ډیرو مدنی او سیاسی فعالانو له ۱۹۹۰مې لسيزې راهیسي د ښځو د موټر چلولو او په دولتی نهادونو کې هغوي ته د کاری فرصتونو او یو شمیرنورو ازادیو د حق ورکولو له پاره مبارزه کوله . بلاخره لاندي اصلاحات او تحولات پیل او تر سره شول .

۱۹۹۹ـ اکتوبر :  د لومړي ځل له پاره ۲۰ تنو سعودي ښځو د مشورتي شورا په غونډې کې ګډون وکړ .

۲۰۰۱ـ دسمبر :  پاچا فهد د تروریزم د له منځه وړلو غږ وکړ او ویې ویل چې اسلام کې دا پدیده ممنوع ده . حکومت د یو بیساري ګام په ترڅ کې د ښځو له پاره د هویت کارتونه جوړ کړل .

۲۰۰۳ ـ‌ سپتمبر :  د ښځو او نارینه ؤ په ګډون د ۳۰۰ نه زیاتو سعودي روڼ آندو د سیاسي اصلاحاتو له پاره یو غوښتنلیک لاسلیک کړ .

۲۰۰۳ـ اکتوبر :  پولیسو د ریاض په مرکز کې یوه بیسارې غونډه ماته کړه ، چې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه يې کوله . د ۲۷۰ تنو نه زیات کسان ونیول شول .

۲۰۱۱ ـ سپتمبر :  پاچا عبدالله د ښځو له پاره د نورو حقونو اعلان وکړ ، لکه د رایې ورکولو حق ، د ښاروالیو انتخاباتو کې ګډون او د هیواد تر ټولو بانفوذه ادارې ، مشورتي شورا ته ، د ټاکل کېدو حق .

وروسته له دې نه چې یوه ښځه د موټر چلولو په جرم ګناهکاره وموندل شوه د لسو دُرو په وهلو محکومه شوه. دا لومړی ځل و چې د ښځو د موټر چلولو د بندیز څخه د سرغړونې په خاطر یوه قانوني سزا ورکړل شوه . پاچا عبدالله دا سزا بیرته وګرځوله.

۲۰۱۲ـ‌ جون :  ولیعهد شهزاده نایف ومړ ، د هغه پرځای آزاد خیاله دفاع وزیر ۷۶ کلن شهزاده سلمان وټاکل شو .

سعودي عربستان ومنله چې ښځینه ورزشکارانې کولای شي د لومړي ځل له پاره د اولمپیک لوبو په سیالیو کې ګډون وکړي ، په داسې حال کې چې اټکل کیده ممکن د سعودي ټوله ورزشي ډله  د جنسي توپیر له امله لوبو کې د ګډون څخه محرومه شي .

۲۰۱۳ـ فبروري :  پاچا عبدالله ، په مشورتي شورا کې چې پخوا په کې ټول نارینه وه ۳۰ ښځینه غړي شامل او سوګند یي ورکړ ، دا په عامه چارو کې د ښځو د ګډون په لاره کې یو ستر ګام ؤ . دا لومړی ځل و چې ښځې پر سیاسي دولتي څوکیو وټاکل شوې .

۲۰۱۴ـ مارچ :  سعودي عربستان یو شمیر اسلامپالې ډلې د تروریستي سازمانونو په نوم یادې کړې او د هغوی تمویل او ملاتړ یې ممنوع کړ . په دې ډلو کې اخوان المسلمین ، د النصره جبهه او په عراق او شام کې اسلامي دولت ډله شامل دي.( بی بی سی)

د سلمان بن عبدالعزیز په نوي فرمان کې راغلي چې د ښځو د موټر چلولو منفي او مثبت اړخ ته په کتو او همداسي د سعودي د لویو علماو د شورا غړو اکثریت رایو ته په کتو دا جوته شوه چې د ښځو د موټر په چلولو کې اصلیت « جواز لرل » دي، کوم څوک چې ددې کار سره مخالفت لري، هغوی د احتمالي منفي اړخونو څخه د مخنیوي په خاطر دا خبره کوي، خو علماء وايي که چیري د ښځې په موټر چلونې کې نور شرعي تضمینونه وشي، نو هیڅ خبره نه ده چې ښځه لایسنس ولري او موټر وچلوي.

د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د یوه خاص فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې له دې وروسته ښځو او نارینه ؤ ته په مساوي ډول د ترافیکي قوانینو مطابق لایسنس ورکړي . د سعودی حکومت د قانون مطابق د ۱۴۳۹/۱۰/۱۰ هجري قمري څخه دغه فرمان عملي کړي .

همدارنګه د سعودی عربستان پلازمينې ریاض ته څیرمه د ساتیرۍ د یوه ښار  جوړېدل چې ۳۳۴ کیلومتره مربع پراخوالی به ولری ، دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی د ساتیرۍ ښار کېدلی شي چې د امریکا د لاس ویګاس له ښاره  به لوی وی او تر ۲۰۲۲ کال پورې به یې کار بشپړ شی.  د سعودي حکومت ، هڅه کوی د سعودی د اقتصاد تکیه د تیلو پرځای په نورو سرچینو ووېشی .

همدارنګه د سعودی د سپورت د فیدراسیون د مشري په ټوګه د ریما بنت بن سلطان السعودی لمړني ښځینه ټاکنه همدارنګه د سعودی تلویزیون له لاری د لمړی ځل له پاره د ښځینه ؤ په اواز سندریزو کنسرټونو خپرولو اجازه ورکول هم د لوی بدلون په لور یو سترګام شمیرل کیږی .

د سعودی عربستان د هغه وهابی پاچا څنګ ته کیدل چې جسمانی وضعیَت ئې دومره هم بد نه دی او د محمد بن سلمان له خوا د حکومتی چارو په لاس کی نیول .

سعودي عربستان واشنګټن ته د یوه نږدې عنعنوي متحد په سترګه کتل او خپل د اړتیا وړ زیاتره وسلې له متحده ایالاتو او همدارنګه له بریتانیې څخه پيرودل .

دونالد ترمپ د ولسمشر په توګه د خپل لومړنی بهرنې سفرپه ترځ کي ، سعودي عربستان او امریکا د یو میلیارد دالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو د خریدارۍ تړونونه لاسلیک کول .

مسکو ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان تاریخي سفر دغه دواړه هیوادونه د سوریې د شخړې په څیر مسائلو کې نږدې همکاري ته هڅول ، په لسګونو تړونونو لاسلیک کیدل . د بیلګې په توګه د ریاض له خوا د روسیې څخه د S-400 ډوله هوايي دفاعي سیستم ، د ټانګ ضد سیستم او راکټي وسلې پيرودل . د پوځي روزنې پروګرام ، د تجهیزاتو تخنیک او د تیلو د تولید په برخه کې همکاري کول.

د رویټرز خبري اژانس د روان میلادي کال ۲۰۱۷ په جنوري کې خبر ورکړی ؤ چې د سعودي د باچا ملک سلمان زوی محمد بن سلمان یو لړ اصلاحات په پام کې لري چې د دیني عالمانو د پاریدو سبب ګرځېدلی شي ، اژانس زیاته کړې وه چې محمد بن سلمان د علماوو د قابو کولو له پاره پلان ترتیب کړی دی .

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د نوي شاهي فرمان له مخې د نبوي احاديثو د څار او تفسير له پاره د يو داسې کميسيون د جوړولو امر کړی چې ټول(ناسم نصوص، افراط، ترهګرۍ او د قتلونو جواز ورکوونکي احاديث )دغه احاديث  چی د سخت دريځۍ او ترهګرۍ له پاره د کارولو له دایري بهر کړي . همدارنګه په زرګونو سخت دريځي امامان او خطیبان يې له دندو ګوښه کړي او د مشهورو علماوو په ګډون يې ګڼ شمېر خطیبان ، واعظان او دعوتګران نيولي دي .

پایله :

پورتنیو بدلونونو ته په کتلو سره ویلي شو چی د سعودی عربستان حکومت غواړی د نړیوال سیاست سره ځان عیارکړی همدارنګه د ستروهیوادونو سره د سترو اقتصادی ګټو تعدل وساتي او همدارنګه د سیمه ایز سیاسي نفو‌ذ د پیداکیدو ترڅنک غواړی چی د نړیوال تروریزم او ترهګرۍ سره په مبارزه کی د نړیوالو سره برخه واخلي او په منطقه کی د ترویزم د پالنی کوم تورچی پر دي هېواد لګیدلی ؤ هغه له ځان څخه لیزي کړی . همدا راز د خپلوسیالو ګاونډیو اسلامی هیودانو سره چی ځینو یی اتومی تکنالوژی اواتومی وسلو ته لاس رسی پیداکړی ده ،  د هغوی په مقابل کی د پوځی ځواکمنتیا له پلوه خپل هیواد د هغوی سره سیال کړی ، ځینې پوځی ټړونونه د زبرهیوادونو سره لاسلیک کړي چی روسییه او متحده ایالات یی ښه مثال کیدلی شی . همدارنګه د ملی تفریحی سترو پارکونو جوړول او دی ته ورته زیربناي سترو پروژو پیلول ، مانا دا چې دوی غواړی که مبادا د تیلو سرشاره منابعو په ختمیدوشي د نورو سرچینو څخه به د خپل هیواد په اقتصادی کی په لویه کچه ګټه پورته کړی . همدارنګه ځیني مذهبی اصلاحات شاید ورته ستونزمن وی او ورته لوي ستونزی وزیږوی . همدارنګه ښځو ته په ځینو ازادیو ورکولوکی د دوی سیاست او اصلاحات شاید د نړیوالو د ستاینې وړ وګرځی او د هغوی سره د اړیکو په جوړولو او ساتلوکی ښه رول ولوبوی .

سرچینی او ماحذونه :

بی بی سی پښتو وبیپاڼه

المان اونړی ویبپانه

پښتونیوز

نن ټکی اسیا ویبپاڼه

ویکیپیډیا

 

 

نگونه ختم کيدونکي دي که سياست انساني شي,دلته هر څه بايد له سره تعريف شي

18.10.2017Dastager Roshnpali
هره ورځ د وژلو او ترور کولو خبرونه دي. يو د دين په نوم د دين دوښمنان وژني. بل د قوم په نوم د قوم دوښمنان وژني، بل د نژاد په نوم د نژاد دوښمنان وژني… نه يوازي نن، پرون هم په ميليونونو انسانان د دين، نژاد، ايديولوژي، قوم، ملت … په نومونو نفي شوي او حذف شوي دي. په همدي ورځو کي د دين په نوم په ميانمار کي يوه لويه انساني فاجعه روانه ده. دلته په لسگونو زره انسانان په دي گناه چي مسلمانان دي له تعقيب، شکنجي، فرار او مرگ سره مخامخ دي او دلته هره ورځ د بشريت په ضد جنايت کيږي.
همدي ويشونکو عنصرونو سياست او سياسي فرهنگ د خشونت، وژلو، نفي کولو … په ميدان بدل کړي دي. په پيړيو پيړيو د افغانستان سياست او سياسي فرهنگ د ” هرڅه يا هيڅ” د مخاليفينو حذف او نفي کول او خپله اراده او خپل نظر د ټولني اراده او د ټولني نظر تعريف کول…متاثير دی. دلته هغه چا هم واک لاسه کړي چي نه د ټولني ضرورت، نه د زماني ضرورت وو او نه یي د ټولني له پاره برنامه او تگلاره درلوده او دا په ټولنه د يوه گروپ، يوه تفکر، يوې ايديولوژي او د يوه سياست تحميل کول دي. دلته د ځان د تباه کولو او له پوهي او پرمختگ د راتلونکو نسلونو د بي برخي کولو لښکري جوړي شوي دي. دا هغه څه دي چي يوازي په يوه کمزوري، په يوه بي تفاوته او په يوه نابالغه ټولنه کي په واقعيت بدليږي. دا هغه څه دي چي په يوه تر اسارت لاندي ټولنه کي پلي کيږي. جنگونه، بلواگاني، انقلابونه، ټولنيزه بي ثباتي، ټولنيزه بي باوري … هم د يوې نابالغي او کمزوري ټولني ځانگړتياوي دي. افغانستان…
دلته د اوږدي مودي له پاره له يوې ميليوني ټولني سره له يوي خوا د مطلقيت او له بلي د واقعيتونو د ساده کولو په بنياد چلند شوی او هڅه شوي همدا ميليوني ټولنه د فرمان او قوماندي په دود بدله کړي. په داسي حال کي چي ټولنه نه په فرمان او نه هم په قومانده بدليږي. د لته په سياست او سياسي فرهنگ کي د دوست، د مخالف او د دوښمن مشخص تعريفونه نشته دي او دا د سياسي پوهي بي وزلي او د سياسي فرهنگ خواري دی.
زه تر اوسه هغه سياسي گوند نه پيږنم چي انساني ارزښتونه یي د خپل سياسي تفکر په بنيادونو بدل کړي وي او يا د سياسي تفکر په مرکز کي یي انسان وي. دلته گوندونه پياوړي مذهبي، قومي، گروپي او ايديولوژيکي ځانگړتياوي لري او دا د سياسي شعور وروسته پاتي والی او د ټولني او زماني له غوښتنو د درک کمزوري دی.
د برابرو مکلفيتونو او نابرابرو حقونو ټولنه
قومي او مذهبي واکمني په ټولنه کي دواړو تبعيض او نابرابري ته قانونيت ورکوي.
د قوم سياسي کول په ټولنه کي قومي تبعيض، د نژاد سياسي کول په ټولنه کي نژادي تبعيض، د دين سياسي کول په ټولنه کي ديني تبعيض … ته قانونيت ورکوي. د بيلگو په توگه په ايران کي له سونيانو او په عربستان کي له شعيه گانو سره ښکاره تبعيضي او نابرابر چلندکيږي او په دي دو هيوادونو کي سونيان او شعيه گان برابر مکلفيتونه او نابرابر حقونه لري او نه يوازي له ښځو، بلکي له اقليتونو سره هم د دوهمي درجي انسانانو په شان چلند کيږي. په ايران کي سونيان او په عربستان کي شعيه گان عملآ دوهمه درجه انسانان دي. په اول کي شعيه ګان او په دوهم کي سونيان د واکمني کولو حقونه لري. په دي دوه هيوادونو کي د انسان په ځای مذهب د سياست او سياست کولو معيار دی.
قومي او مذهبي واکمني هڅه کوي بشري حقونه نسبي کاندي او يا هم بشري حقونه د فرهنگي نسبيتcultural relativism تابع وگرزوي. بي له شکه فرهنگونه نسبي او يوله بل سره توپيرلري. خو پوښتنه داده، چي انسان او د انسان مفهوم به څه ډول او په کوم منطق نسبي کيږي.؟ انسان او د انسان مفهوم نه نسبي دی او نه نسبي کيداي شي. انسان د دنيا په هر هيواد، د دنيا په هره برخه، د دنيا په هرفرهنگ کي، د دنيا په هرنژاد کي، د د نيا په هر قوم کي اود دنيا په هر دين کي انسان دی. کله چي د انسان مفهوم نسبي نه دی په طبعي توگه دانسان حقونو او ازاديگاني هم نسبي کيداي نشي او نه ددي او هغه فرهنگ، نه ددي او هغه قوم، نه ددي او هغه نژاد او نه ددي او هغه دين تابع گرزول کيداي شي.
پوښتنه دادی،که دانسان سرشت يو وي، ولې له انسان سره د همدي اصل په بنياد چلند نه کيږي او ولې د انسانانو ترمنځ اړيکي د همدي اصل په بنياد نه جوړيږي.؟
هر سياست د ارزښتونو په زور حرکت کوي
انساني غوښتنو ته په انساني ارزښتونو ولاړ سياست ځواب دی.
افغانستان يو سالم سياست او يوه په تفاهم ولاړ سياسي فرهنگ ته ضرورت لري. دواړه سياست او سياسي فرهنگ په ارزښتونو ولاړ دي. که دا ارزښتونه نژادي، قومي، ايديولوژيکي، مذهبي… وي سياست هم له يوي خوا ويشونکی او له بلي خوا نفي کونکي او د نور په وړاندي د زور او خشونت ځانگړتياوي غوره کوي. ويشونکي عنصرونه سياست محدود کوي، د سياست خپلواکي له منځه وړي، سياست له يو بله د نفرت کولو په ډگر بدلوي او ټولنه له سياست بيگانه کوي.
سياست هغه وخت سالم او سياسي فرهنگ هغه وحت په تفاهم مشخص کيږي چي دا دوه په يو ځای کونکو ارزښتونو تکيه وکړي. نه يوازي د افغانستان تجربه، بلکي دنيا تجربه هم دا ثابتوي چي يو ځای کونکي ارزښتونه نه يوازي د تفاهم، نه يوازي يو بل ته د نږدي کيدو، نه يوازي يو بل ته تيريدو، نه يوازي د مصالحي او سولي، بلکي له سره د سياست، د سياسي فرهنگ، د ټولني، دانسان … د تعريف کولو زمينه هم برابروي. دلته هر څه بايد له سره تعريف شي او ددي تعريف کولو تر ټولو سخته برخي د ځان او د خپل پرون تعريف کول دي، کوم چي دواړه فهم او شهامت غواړي. افغانستان د سياست د قومي کولو، د سياست د ايديولوژي کولو، د سياست د مذهبي کولو، د سياست د فاميلي کولو… نه يوازي پراخي تجربي لري، بلکي پايلي بي هم لمس او ليدلي دي چي هر يو یي په خپل وار يوه فاجعه او يوه تراژيدي وه او دی. اوس بايد د سياست انساني کولو ته چانس ورکړل شي او امکانات ورته برابر شي.
يو ځاي کونکي انساني ارزښتونه په بشپړ ډاډ او تضمين کولاي شي سياست له ويشونکو عنصرونو: قوم، نژاد، مذهب، ايديولوژي، فاميل … وژغوري، خپلواکي یي تامين او انساني شي. که دا کار وشي نه يوازي به په ټولنه کي سياسي بيګانگي ختم شي، نه يوازي به ټولنه سياسي شي، بلکي بيا به څوک دي جنايت ته زړه نه ښه کوي چي ګويا د قوم په نوم د قوم ، د دين په نوم د دين ، د نژاد په نوم د نژاد … دوښمنان وژني.
يو ځای کونکي ارزښتونه نه د چا کشف دی او نه موږ له دي ارزښتونو بيگانه يو. دا انساني ارزښتونه دي او دا د هيچ چا له خوا انسان ته په سوغات نه ورکول کيږي. انسان د خپل انسان والي په بنياد دا ارزښتونه لري. دا د ما او تا ارزښتونه دي او دا د هر چا ارزښتونه دي. نژاد، قوم، دين، ملت … دا ارزښتونه نشي مناثير کولاي او نه ددي ارزښتونو ځانگړتياوي بدلولاي شي. هر مسلمان انسان دی، هر عيسوي انسان دي، هر هندو انسان دی… هر هزاره، هر تاجيک، هر ازبيک، هر پشتون… انسان دی او انسانان هغه وخت يو بل ته نږدي کيږي چي يو بل د انسان په توگه درک کړي.
قومي سياست د قومي غوښتنو، مذهبي سياست د مذهي غوښتنو، نژادي سياست د نژادي غوښتنو او انساني سياست د انساني غوښتنو ځواب دی. دا د فهم وړ خبره ده چي سياست سبا نه انساني کيږي. لاره سخته او اوږده ده خو د سياست انساني کيدل د ارمان په ځای يو عملي او ممکين هدف دی.
نن په نړۍ کي د ټولو ستونزو، جگړي، ترور، ناسيوناليزم، پاپوليزم، د قوم په بنياد د هيواد او ملت جوړولو د تفکر پراختيا، د ملي پولو د بيا جوړولو … سره سره دا انساني ارزښتونه دي چي د بل هر تفکر او د بلي هري ايديولوژي په پرتله وده کوي، پراخيږي او جهاني کيږي. نن دا ناسيوناليزم او د دنيا په دي او هغه کنج کي د ناسيوناليزم او پاپوليزم غورځنگونه او څپي … نه دی چي د راتلونکي لوری ټاکي دا انسان او انساني ارزښتونو دي چي نړۍ او راتلونکي ته لوری ورکوي.
نړۍ هيڅ کله د نن په شان هوسا او پر مخ تللي نه وه. په نړۍ کي هيڅکله د نن په شان انساني بيداري پراخه او انساني غوښتني پياوړي نه وي. انسان هيڅکله د نن په شان د خپلواکي، دانديښني د خپلواکي د درلودلو او د خپلواک شخصيت د جوړولو هڅي نه درلودي.
د خلاصون لاره د سياست انساني کول دي

د پکتیا ــ غزنې پېښې او د ټرمپ پر ستراتیژي د اسلام اباد ګوزار

 

د اکتوبر په ۱۷ مه، پر پکتیا او غزني په تروریستي بریدونو کې، د پکتیا ولایت د امنيي قومندان ارواښاد جنرال توریالی عبدیاني په ګډون ۸۰ تنه افغانان شهیدان او تر ۳۰۰ تنو زیات ټپیان شول. بلخوا په همدې ورځ د کابل، ننګرهار او فراه ولایتونو په بيلا بېلو تروریستي پېښو کې یو شمېر نور افغانان شهید او ټپیان شول!

د پکتیا او غزني تر خونړیو پېښو وروسته، طالبانو سملاسي د دې بریدونو پړه پر خپله غاړه واخیسته او وايي چې«له دې بریده یې د امریکا او افغانستان دولتونو ته دا پیغام رسول وو، چې په رڼا ورځ دوی کولی شي د ولایت د امنیه قومندان پر دفتر برید وکړي او د امریکا د نوې تګلارې په اعلانولو سره به دوی ماتې نه خوري، BBC»

دا پیغام په حقیقت کې د طالبانو په ژبه، د اسلام اباد پیغام دی!

پر پکتیا او غزني دا بریدونه د عمان په پلازمېنه مسقط کې افغانستان کې د سولې په تړاو؛ د افغانستان، پاکستان، امریکا او د چین پلاوو ترغونډې یوازې یوه ورځ وروسته ترسره شول.

د مسقط غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان لخوا د شویو ژمنو پر عملي کېدو او رښتینو اقداماتو ټینګار شوی او ګډون کوونکو هېوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې به عملي اقدامات کوي.

خو په ورته وخت طالبانو او د هغوي پاکستاني ملاتړو د  نوموړې غونډې پریکړې ته په ځانمرګو تروریستي بریدونو ځواب ووایه او هغه يی تر پلي کېدا مخکې په بمونو والوځوله!

د طالبانو په وینا او په وروستي ګوزار کې د دوی او بلخوا د دوی د پاکساني ملاتړو نیت او پیغام بیخي څرګند دی. دوی د افغانستان د ښه نیت، سولې او پوخلایني تګلار په کاڼو او بمونو وویشته او هم يي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ پر نوې ستراتیژۍ مرګونی ګوزار وکړ!

که اسلام اباد د مسقط پرېکړې ته چې خپله يی پکې ونډه درلوده او په یوه ډول د دوی د چمتو والي او ټینګار پر بنسټ رامنځته شوه، ژمنه درلودای، په سبا به يي پر دغه پریکړې ګوزار نه کاوه. له دې څرګندیږي چې اسلام اباد د مسقط غونډه کې په ریښتینولۍ ګډون نه وو کړی، او هغه ژمنې چې په دې غونډه او تېروغونډه کې يي کړې وې، یوازې د افغانانو او نړیوالو تېرییستلو لپاره ترسره شوې دي.

د پاکستاني لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، هغه پیغام چې په ترڅ کې يي د پکتیا او غزني پروني بریدونه غندل شوي، پر پېښې د سرپوښ ییښودلو لپاره هڅه بلل کیږي او د مسلې د اصلي حل سره کوم تړاو نه لري. که داسې نه وای، هغه به د حقاني او یا بلې تروریستي ډلې نوم اخیستی وای او د هغوی د له منځه وړلو په تړاو به يي د اسلام اباد غوڅ دریځ څرګند کړی وای.

بلخوا د امریکا په ګډون د لویدیځوالو او عربستان لخوا هم یوازې د پېښې په غندلو بسیا کیږي، د پېښې اصلي عاملین نه رسوا کیږي او د هغوي پاکستاني ملاتړو ته پکې غوڅ پیغام نه لېدل کیږي! د امریکا او لویدیځ لخوا پاکستان ته په پیکه پیغام او بیا د پیغام په پلیتوب کې د عمل نشتوالی، اسلام اباد او د هغه لاسپوڅي طالبان او نورترهګر زړوروي چې که هر وخت وغواړي د پکتیا او غزني پشان پېښې رامنځته کولای شي او د افغانستان په وړاندې نااعلان شوې جګړه په ډاډه زړه مخته وړلای شي.

د مسقط غونډې سره په تړاو د پکتیا او غزني خونړي تروریستي بریدونه، کابل ته رسوي چې پاکستان سره د امریکا او لویدیځ چلند ته یو ځل بیا کتنه وکړي، د امریکا نوې ستراتیژي او په عمل کې د هغې پلیتوب وارزوي، د ښېګڼو اوګټو په اړه يي افغانانو ته څرګندونې وکړي.

په تېرو څلویښت کلونو کې، افغانان د سیمې لپاره د امریکا د ستراتېژۍ په بېلا بېلو پړاوونو کې د قربانۍ ګډوري پاتې شوي، نوره دغه وضعه د زغملو نه ده!  په نوې ستراتیژۍ کې باید امریکا افغانانو ته لا غوڅ ډاډ ورکړی چې د تېر په خلاف دا ځل د افغانانو سره د اسلام اباد په وړاندې چې سیاست او دریځ يی افغانانو سره په دوښمنۍ ولاړ دی، په ریښتیا دریږي، که څنګه؟

بلخوا د دې ټولو سره سره، د ستونزې غټه برخه خپله افغانانو پورې اړه لري. که افغانان یو موټی نه شي او په یوه خوله له امریکا ونه غواړي چې پر اسلام اباد ریښتینی فشار واچوي چې د افغانستان په وړاندې له اعلان شوې جګړې لاس په سر شي، امریکا پخپلسر داسې دریځ ته نه اړوځي. امریکا اوس هم ښای د خپلو ګټو او د اسلام اباد د ګټو په وړاندې د افغانانو ګټې بابېزه وګڼي!

باید ښکاره خبره وشي، افغانان په سیمه کې لا هم د امریکا او لویدیځ د ګټو لپاره قربانۍ ته ادامه ورکوي، خو لویدیځ د افغانانو ګټو سره لوبه کوي او په دې اړه په عمل کې لا څرګند دریځ نه خپلوي! که لوبه داسې روانه وي، افغانانو ته د بدیلو لارو په غوراوي او نیولو فکر او اقدام پکار دی.

اوس چې اسلام اباد د مسقط پریکړو سره یوځای، د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ ته هم ګوزار ورکړ، وګورو چې امریکا دا ګوزار څنګه ارزوي او په عمل کې د اسلام اباد پر وړاندې څه ترسره کوي؟

افغانان د خبرو او ژمنو پرځای، نور عمل غواړي!

د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۸ مه

سرلوڅ مرادزی

سياسي شوي روڼ اندي

پرینت

12.10.2017kastro 1
څوورځې مخکې مې دبی بی سی دخبریال دا ارزونه چې په نني افغانستان کې دوه افغانستانه شتون لري په فیسبوک کې خپره کړه. دخبریال له انده یوافغانستان په اصطلاح دموکراتیک افغانستان دی چیرې چې امنیت شتون نلري خوفساد پکې ترآسمانه رسیدلی په بل کې د دموکراسۍ اوفساد څرک نه لګیږي خوامنیت پکې واکمن دی. ما داسې انګیرله چې لوستونکي به یو د دغو دووڅخه غوره وبولي خو د یوه هیوادوال پرته نورو د (اګر،مګر، داسې ، هغسې) په ویلوسره د خپل نظرله ورکولو ډډه وکړه. هغه یو تن چې خپل انتخاب یې کړی و لدې څخه ویره څرګنده کړې چې څوک یې محکوم نکړي. د محکومیت څخه د نوموړي ویره له واکمن ذهنیت څخه ده ،ځکه چې په۲۰۰۱ کال کې په اصطلاح د ترهګرۍ سره د مبارزې د پیل په مهال بوش ویلي و :« څوک چې زموږ سره نه دي د ترهګرو سره دي.» زما له انده هغه مهال د نړیوالو له لوري د ترهګرۍ سره مبارزې ته هرکلی یوه تیروتنه وه یا په لوی لاس ځینوغوښتل متحده ایالات اومتحدین یې دافغانستان ډنډ ته ورټیل وهي یا دا چې د امریکې په وړاندې یې د دریدو ځواک نه درلود. خو د وخت په تیریدو سره ولیدل شول چې د افغانستان په اړه نړیواله اجماع له منځه ځي او هیواد مو بیا د زبرځواکونو او ګاونډیانو د سیالۍ په ډګر اوړي چې دا یو بد پیغام دی او ناوړه پایلې لري. د افغانستان په اړه د نړیوالې اجماع له منځه تلل ځینې پدې کې ویني چې د سیمې هیوادونه د ترهګرۍ سره د مبارزې روان بهیرته دشک په سترګه ګوري.
دا چې ولي دوستانو پدې اړه نظرڅرګند نکړلامل یې دا دی چې زموږ تحصیلکرده قشر سیاسي شوی دی. واقعیتونو ته، واکمنیو، ټولنیزو پدیدو، بهیرونو ،چارواکو اوسیاستوالو ته د خپلو سیاسي اوعقیدتي باورونو ، ګوندي ، ګروپي ، قومي او ژبني تړاونو له کړکۍ ، واکمن ذهنیت اوخپلو ګټو پر بنسټ ګوری. خو ولس چې د واکمن غیرنارمل حالت برمته دی او واقعیتونو ته د ایدئولوژۍ او سیاسي باورونو له دریځه نه ګوري خپل نظرڅرګندوي او خپل غوراوی لري. ولس هغه واکمنۍ اوسیاسي ځواک ته هرکلی وایي او ملاتړیې کوي چې د واکمنۍ په قلمرو کې یې امنیت واکمن وي اوخلک هلته ځان خوندي احساس کړي. ولس هغه واکمني خپله ګڼي چې د فساد څخه پاکه د چل ول او غولونې سره پردۍ وي. ولس ته د بیان د آزادۍ ، د ښځو او بشري حقوقومسئله لومړیتوب نلري، ځینې یې په هغوپوهیږي هم نه اوهغه ورته پردی پدیدې بریښي . خوافغان روڼ اندي ته بیا دا وروستۍ خورا ارزښت لري. که پاسنیو دوو متضادو حالتو ته ځیرشو سلیم عقل د هغې واکمنۍ هرکلی کوي چې په ټولنه کې امن او ټیکاو او د قانون واکمني ټینګه کړي چې دا یې اصلي مکلفیتونه شمیرل کیږي. د نړۍ متمدن ولسونه هغه حکومتونه تائیدوي چې د خپلواصلي مکلفیتونوپه تر سره کولوکې پاتې رانشي . زما دا خاطره د دې ادعا پر سموالي د تائید مهرلګوي. زه هغه مهال د مسکوپه یوه روغتون کې بستر وم چې طالبانود روسیې یوه الوتکه چې شمال ټلوالې ته یې وسلې لیږدولې په کندهارکې ناستې ته اړکړله. دټلویزیون څخه د دې خبرد خپریدو وروسته یوه ځوان روسي زماڅخه وپوښتل چې ته دشمال الیانس( ټلوالې ) طرفدار یې که د طالبانو ؟ ماپه ځواب کې وویل، زه د طالبانو ملاتړی یم. د دې خبرې په اوریدو، سره روسي ځوانان لا سره شول او ویل یې عجیبه ده چې زموږپه روغتون کې د طالب درملنه کیږي. دوی ته وویل شول باید پوښتنه وشي چې ولې د طالب ملاتړکیږي؟ دوی وویل ته یې پخپله ووایه چې ولې د طالب ملاتړی یې؟ ماورته وویل راځۍ مسکوبه افغانستان قبول کړو چې په یوه برخه یې طالب حکم چلوي او پربله برخه یې الیانس. چیرې چې الیانس حاکم دی هلته سینماوې فعالې دي ، نجونې ښوونځیوته ځي خو وسله والې ډلې په ښارکې خلک ځوروي، غلاوې کوي، په ښځو، نجونواوحتی هلکانوجنسي تیري کوي اوڅوک یې مخه نشي نیولۍ یعنې چې هلته بشپړه انارشي واکمنه ده. د طالبانو د واکمنۍ په سیمه کې سینماوې تړلې دي ، نجونې ښونځیوته نه ځي خو هلته بشپړامنیت ټینګ دی د غلاوو او خپلسریو پته نه لګیږي او خلک ځان خوندي احساسوي. پداسې یوه حالت کې تاسې د چا ملاتړ کوۍ ؟ هغوی وویل د طالبانو . دلته لیدل کیږي چې دې ځوانانو واقعیتونوته د سیاسي ملحوظاتو له دریځه نه کتل بلکې هغوی واکمنیو ته د هغوی د مکلفیتونو پربنسټ چې هغه د امنیت ټینګښت اوټولنیزنظم ساتل دي کتل . هغوی ته امنیت او د خلکود ځان، مال او پت خوندیتوب لومړیتوب درلود نه د ښځوآزادۍ او د رسنیو فعالیت . کله چې د یوې ټولنې مخکښې برخې ته لومړیتوبونه ارزښت ولري هغه ټولنه له کړکیچونو او ګواښونوسره نه مخامخ کیږي اوکه مخامخ هم شي سیاستوال او روڼ اندي یې خپل سیاسي اختلافونه هیروي او په ګډه د کړکیچ د حل او د ګواښ سره د مقابلې لپاره وردانګي .پدې مسئله ټینګار لدې امله اړین بریښي چې نه ښایي د خپل هیواد واقعیتونواو په هغوکې دحکومت او د هغه د مخالفانو د کړنو په اړه سیاسي او ایدئولوژیک چلند وشي. همدارنګه هربهیر ته دخپل سیاسي لیدلوري ، ایدیالوژۍ، ګوندي او قومي تړاوونو له کړکۍ او دریځه او یا د لویدیځ د معیارونوپربنسټ کتل ناوړه پایلې لري. دا ډول تفکراوچلند په هیواد کې د روانې جګړې دوام اوواکمنومافیايي ډلو ته د مرستې پرته بله پایله نلري. که چیرې زموږ تحصیلکرده قشر د هیواد او ټولنې دپیښوپه اړه سیاسي چلند ونکړي، د فرعي ستونزو پرځای د ټولنې د بنسټیزو اوکلیدي ستونزو په هکله فکروکړي دا شونې ده چې د دې حالت څخه د وتلو چاره پیداشي . له بده مرغه لیدل کیږي چې ګڼ شمیر افغان روڼ اندي پداسې څه لګیادي چې د شته کړکیچ پراختیا او ژوریدوته زمینه برابروي، ناباوریوته لمن وهي او د روڼ اندو او سیاسي ډلوتر منځ شته واټن لازیاتوي. پدې هکله بیلګې ډیرې دي زه به یې د ساري په توګه یوې ته ګوته ونیسم. دا بیلګه د اتلانو د جوړولوسره تړاولري چې افغان روڼ اندي د روان اوږدمهاله کړکیچ د اصلي لوبغاړو څخه د خپلوګوندي اوګروپي تړاونوله امله اتلان جوړوي. د دې اتلانوجوړونه د دې لامل ګرزي چې سیالې ډلې یا سیال ګروپونه د مقابل لوري په خیالي اتل ورودانګي ، منفي اړخونوته یې ګوته ونیسي او بالاخره له هغه څخه خاین جوړکړي. پدې توګه په مړو اویا ژوندیو اتلانو! مشغولتیا روڼ اندي په دښمنوډلو ویشي چې ګټه یې ننیو واکمنو جګړه مارانو اوپردی پالو ته رسیږي.که د غازي امان الله خان وروسته د هیواد پیښواوبهیرته وکتل شي دا هیواد پدې زماني پړاو کې هیڅ اتل نلري. ځکه چې پدې پړاو کې چې نیمایي یې سوله ئیز شرایط و، هیواد د میږي په پله حرکت کاوه اوکه وویل شي د حرکت اوخوځښت پرځای ښوئیده تیروتنه به نه وي شوې او بله نیمایي یې د کړکیچ اوجګړو زمانه ده ، چې د وخت په تیریدو سره د دې جګړو لمن پراخیږي، خطرناکه بڼه نیسي او د منفي پدیدو ګراف او دولس د بدمرغیو کچه هم لوړیږي. د کوم منطق له مخې به د دې زماني پړاو ناکامو لوبغاړو ته اتلان ووایو؟ څرنګه چې د منفي پدیدو او د ولس د بدمرغیو د لوړیدوخبره وشوله، څرګندساری یې په دوو بیلګوکې لیدلی شوچې د نني د ملي یووالي د حکومت دناکامه تګلارو اوکړنوسره مستقیم تړاو لري. یو دا چې په هیواد کې سږکال د تیرکال په پرتله د کوکنارو د کر کچه ۶۴ فیصده لوړه شویده. دویمه داچې د روان عیسوي کال د سپتمبر په میاشت کې ۷۶۱ هوایي بمونه غورزول شوي چې د اګست د میاشتې په پرتله پکې ۵۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی. دا زیاتوالی دامنیتي وضعیت د خرابیدو ښکارندوی دی. دا دواړه بیلګې د هیواد دنني مشرتابه د ناکامۍ څرګندې نښې دي. البته دا د دې معنی هم نلري چې د تاریخ پدې زماني پړاو کې د یوشمیرسیاسي اودولتي مشرانو دغوره کړنو اومثبتوځانګړتیاوو څخه سترګې پتې شي. د دې قلم له انده پداسې یوه ګواښمن حالت کې دافغان روڼ اندي دنده به دا وي چې په بنسټیزه ستونزه چې د سولې او جګړې مسئله ده فکراوبحث وکړي چې څه ډول دا لعنتي جګړه ختمه اوسوله دې هیوادته راستنه شي. په جګړه کې نه پرمختګ عملي دی نه دموکراسي پلې کیږي ،نه امنیت او نه د قانون واکمني ټینګیږي، نه د بیان آزادي ، د هغې په اصلي مفهوم سره شتون لرلی شي. کله چې په جګړه ئیز حالت کې د هیواد د پرمختګ او د ولسونو دنیکمرغۍ چانس نشته پکارده چې سولې ته د رسیدو په خاطر،د جګړې او زورزیاتۍ د سیاست په وړاندې چې پرهغې د ډونالډ ټرمپ اداره ټینګارلري اوافغان حکومت یې هرکلی کوي پراخه مبارزه پیل شي. وروستۍ داچې د افغان روڼ اندي څخه دا تمه کیږي چې د امریکائي متقاعد افسر لاورنس ویلکرسون پدې څرګندونې « په افغانستان کې د نورو (۵۰کلونو )لپاره جګړه پلان شوې ده» فکروکړي نه د اتلانو په جوړولو اویا د دې یا هغه نني چارواکي په غندنې اویا ستاینې چې دواړه یې د یوې فاسدې ادارې جګپوړي ماموران دي.

دتروریزم پرضد جګړه، د پاکستان په ضد جګړه هم ده!

د
تروریزم او پاکستان سره نه جلاکېدونکي دي. کله چې د تروریزم په اړه غږیږو، پاکستان نیغ په سترګو کې دریږي. تروریزم يانې پاکستان او پاکستان یاني تروریزم!
پر افغانستان سربېره چې تل يي ویل، د ترهګرو اډې او پټنځایونه د پاکستان په لویو ښارونو کې د ISI دفترونو او د پوځیانو اډو ته څېرمه او نږدې پرتې دي، نن نړیوال هم دا مني چې د تروریزم ځالې په پاکستان کې دي؛ د هغه هېواد ISI او پوځیان هغه پالي او د خپلو موخو لپاره يي د افغانستان او سیمې په ناارامۍ او ویجاړۍ کې کاروي!
د دې ادعا پوخ ثبوت د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې او پوځي اډې ته څېرمه په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر بن لادن مېشتون دی چې اسلام اباد تل په پاکستان کې د نوموړي له شتون څخه انکار کاوه!
البته پخوا امریکا او لویدیځ د سړې جګړې پر مهال، بې ښې بدې له پاکستانه ملاتړ کاوه او په سیمه کې يي خپل نازولي اولاد او د سرتاج ګاڼه. دوی د مرستو او یو مخیزملاتړ په لامل، بل څوک نه پرېښود چې دې هېواد ته کاږه وګوري؛ خو اوس پاکستان سره د ګټو د ټکر له مخې پر دې هېواد خپل باور له لاسه ورکوي او پر وړاندې يي د نیوکو او ګواښونو ژبه وراوږدوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په وروستیو کې د افغانستان او سهیلي اسیا لپاره د نوې ستراتېژۍ د اعلان په مهال وايی چې پاکستان یوخوا له امریکا په میلیاردو ډالر مرسته ترلاسه کوي او بلخوا يي ترهګرو ته خپله خاوره کې پټنځایونه ورکړي، خو نور به امریکا دا خوندي پناځایونه ونه زغمي.
د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ په غېګړه(غېږګړه) کې د امریکا نورو جګپوړو چارواکو لکه دفاع وزیر او لوی درستیز هم اسلام اباد تر نیوکو لاندې نیولی. دفاع وزیر جیمز مټيس وايي «داسې ښکاري چې ISI ځان ته بېله بهرنۍ پالیسي لري» او لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ څرګندوي چې «دا ښکاره خبره ده چې ISI له تروریستي ډلو سره اړیکې لري»
د ناټو سر منشي ینس ستولتنبرګ په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبري غونډې ته بیا وايی« دا د منلو نه ده چې یو هېواد (پاکستان) کې داسې ترهګره ډله ځای ولري چې بل هېواد کې بریدونه کوي.» هغه زیاتوي« ناټو له پاکستان سره په سیاسي او پوځي برخو کې په اړیکه کې ده، ناټو او نورو هېوادونو له پاکستان سره په دغه هېواد د طالبانو او حقاني شبکې د پټنځایو خبره پورته کړې ده او د دې ستونزې هوارول به افغانستان کې د روانې شخړې د حل یوه برخه وي»
څه مهال وړاندې د بریکس (BRICS) هېوادونوهم چې هند، روسیه او چین يي مهم غړي دي خپله وروستۍ غونډه کې چې د چین په څیامین(XIAMEN) ښارګوټي کې ترسره شوه، لس ډلې تروریستي وګڼلې چې ټولې يی یا په پاکستان کې میشت او یا د هغه هېواد مرسته او ملاتړ ترلاسه کوي او نږدې اړیکې ورسره لري!
په داسې مهال چې اسلام اباد د نړۍ په هېنداره کې خپله تروریستي څېره په ریښتینې بڼه ولېده، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف يی د ځان سپیناوۍ لپاره چین، ماسکو، انقرې، تهران او وروسته امریکا ته ولېږه، خو له هیڅ پلازمېنې يی داسې څه ترلاسه نه کړل چې د اسلام اباد زړه پرې تکیه وکړي.
اسلام اباد چې خپل لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان ارګ ته ولسمشر غني سره د کتنې لپاره رالیږي او يا يي لومړي وزیر خاقان عباسي د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیون سره مرکه کې وايی، اراده لري چې کابل ته لاړ شي او زیاتوي« لوی درستیز جاوید باجوه د پاکستن د حکومت له لوري د افغانستان ولسمشر ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړه، تاند» څرګندوي، دا ټول اسلام اباد له ښې ورځې او ښه نیته نه کوي، بلکې داسې هلو ځلو ته یوخوا د نړیوال زیاتېدونکي فشار او بلخوا د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان دولت د رغنده پالیسۍ له مخې اړشوی.
پاکستان په څو تېرو لسیزو کې تر بل وخت زیات، نن د سیمې او نړیوال فشار سره مخ دی، دغه ټکی باید افغان حکومت، اسلام اباد سره په خبرو او اړیکو کې د محور پتوګه په پام کې ونیسي.مرکزي ټکی بیا هم په هغه هېواد کې د ترهګرو پټنځایونه ګڼل کیږي چې له منځه وړلو لپاره يي باید د پاکستان پرارادې او ژمنې سربېره، د لویو هېوادو لکه امریکا او چین تضمین هم ترلاسه شي.
پاکستان له روان فشار څخه د خلاصون لپاره هرې چلوټې، لوبې او معاملې ته لاس اچوي؛ کابل سره راشه درشه هم پالي، د خبرو میز ته هم کښینی او د ترهګرو په مټ دننه افغانستان کې جګړه هم توده ساتي، په یوه بڼه د ډیورنډکرښې د منلو لپاره پر دې کرښه افغانستان سره د ګډو ګزمواو حتی په پاکستان کې دننه افغان حکومت سره د ګډو عملیاتو خبره هم کوي، خو مداري سره په دې ټولو لوبو کې افغان حکومت باید پوره تیاری ولري او لکه چې پکار دي هغسې ورسره ولوبیږي، د جګړې د ختم او د سولې د بسیا د افغانانو حق يي له ستوني او کومي راوباسي.
پر پاکستان باید زور او پالیسي دواړه هممهال وکاریږي او د تیښتې ټولې هغه لارې يي ونېول شي چې اسلام اباد يي د وخت او حالاتو سره سمې کاروي.
په افغانانو کې ځینې وروڼه زیات وخت په یوه لار ټینګار کوي، خو د پاکستان په اړه چې د څو سري مار ځانګړتیا لري، هممهال باید له ټولو لارو څخه ګټه واخیستل شي.
له ار ټي سره په تازه مرکه کې پخواني ولسمشر حامد کرزی د ار ټي د دې خبرې چې افغان مشرتابه پاکستان کې د وسلوالو د پټنځا یونو پرضد د امریکا ګامونه غواړي، وايی چې حامد کرزی دا د پاکستان پرضد پوځي ګام نه بولي:«نه داسې نه ده موږ کله هم نه دي ویلي چې د پاکستان پرضد دې پوځي ګام پورته شي، داسې موږ نه غواړو. موږ له پاکستان سره ملګرتیا غواړو، خو پاکستان ته هم پکار دي له افغانستان سره د باعزته او خپلواک هېواد په څېر چلند وکړي.BBC »
ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ په مهال هم ویلي وو، که د امریکا او پاکستان جګړه شي، کرزی به د پاکستان سره ودریږي. خو ښاغلی کرزي باید دا ومني چې اوس هغه مهال تېر دی چې «جهاد افغانستان، دفاع پاکستان!» وه.

دلته د پاکستان په اړه د ولسمشرغني نېول شوی دریځ کارنده تمامیږي. باید د پوځ مرکز ته یي هم سر ورښکاره کړو، که خبرې غواړی په هرځای کې ورسره خبرې هم وکړو او که د تیښتې لپاره بله پلمه لټوي د هغې مخه هم ونیسو او که امریکا يي په کور دننه د ترهګرو پټنځایونه په کاڼو او بمونو ولي، موږ يي هرکلی کوو.
که امریکا د افغانستان پر اچین ولسوالۍ د ترهګرو پر یوه څانګه د بمونو مور اچولای شی، ولي د ترهګرو پر اصلي ځالی چې اسلام اباد دی، د بمونو مور ونه کاروي!
چې بد ګرځي، بد به پرځي!
د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۹ مه
سرلوڅ مرادزی

افغانستان ته له روسي او چینایي ترکستان څخه راغلي کډوال

 

لیکوال : نورالحق ن . څلی

جګړه او کوچیدنه یا کډوالتوب ورته پدیدې نه دي . د جګړې او کډوالۍ اړیکې هم ډېرې پېچلې دي . لکه څنګه چې جګړه هر چېرې او هر وخت په خپله دولتي او غیر دولتي لوبغاړي لري ، همدا شان ډېری وخت کډوالي د جګړې زېږنده وي . دا هم یو واقعیت دی چې ډېری وخت کډوال په خپله د جګړو په سیاسي اقتصاد کې په ملي او آن سیمه ییزو لوبغاړو بدلېږي . کډوالي ترډیره له سترو انساني رنځونو ، کړاوونو او تلفاتو سره مل وي .
د روسي استعمار له خوا د منځنۍ آسیا لاندې کول که د نولسمې پېړۍ په دوهمه نیمایي کې پیل شول خو په شلمه پېړۍ کې د بخارا امارت په له منځه وړو سره بشپړ شول او دایوه اږده پروسه وه . د منځنۍ آسیا اولسونه د روسي لاسبرۍ پر ضد مقاومت د څو لمړیو لسېزو په اوږده کې پرته د یو څو محدودو بغاوتونو چې ډېرې ېې کوچنۍ کلیوالي او سیمه ییز وو، بل څه نه ښيي ، داسې ښکاریده لکه چې د منځنۍ آسیا اولسونه په مصنوعي خوب ویده شوي وو او د هیڅ استعماري ګواښ سره مخامخ نه وو . احمد ذکي ولیدي طوغان چې په خټه باشکېرستانی ( د باشکېرستان جمهوریت ــ روسیه ) دی او پنځوس کاله یې د څو معتبرو نړیوالو پوهنتونونو په شمول د تاریخ درس ورکړی دی او یوه کمه موده په خپله هم د بسمچیانو د غورځنګ غړی وه پر ځای وایي : « مخکې له دې چې دغه بانډونه ( د بسمچیانو ډلې ــژباړن ) پیدا شي ، استقلال لا د مخه د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې بایلل شوی و » . دا په کلکه سمه خبره وه تر هغو چې اشغالګر د اشغال له پیل څخه د نیول شوي اولس د تورې د شرنګ او د ټوپک له ډز سره مخامخ وي نه یواځې دا چې د بري ادعا نشي کولی بلکې دسرطان مرض په شان د اشغال شوي اولس سلامتیا او د غبرګون ښودلو توان ته زیان نشي رسولی . ناپلیون وایي : « هر څوک د هغه څه لپاره جنګېږي چې نه یې لري » . دغه خبره د روسي ترکستان خلکو ته پر ځای لګېږي او هغه داسې کله چې په کال ۱۸۹۷ کې تاشکند د روسیي له خاورې سره د اورګاډي د پتلۍ له لارې تړل کېږي او په لمړي ځل ډېر شمېر روسي وګړي د دایمي هستوګنې لپاره منځنې آسیا ته راوستل کېږي هغوی ته د استعماري چارواکو له خوا تاندوبه ( ابي ځمکې ) ورکول کېږي، حالات بدلون مومي او نسبتأ ستر بغاوتونه راټوکېږي چې ښه بېلګه یې په کال ۱۸۹۸ کې د اندیجان پاڅون ده چې د ښکېلو خواوو څخه ګڼ شمېر خلک په کې وژل کېږي .
په کال ۱۹۱۶ کې وروسته له هغه چې د روس تزار له خوا فرمان صادرېږي او د لمړي ځل لپاره د روسي ترکستان ځوانان عسکري خدمت ته رابلل کېږي نو په رښتیا پراخ اولسي پاڅون قوت نیسي او ټولو سیمو ته غځېږي . « روسي مقررات چندانې په ښه زړه ونه منل شول . که له ۱۹۰۱ څخه تر ۱۹۱۵ پورې پنځلس اولسي پاڅونونه و لېدل شول ، خو په کال ۱۹۱۶ کې [ . . . ] عسکري خدمت ته د ترکستانیانو د جلب او احضارول حتمي کېدل د یوه پراخ پاڅون سبب شول داسې چې د ۴۷۲۵ روسانو ، کم تر کمه د ( ۲۰۵۰۰۰ ) ترکستانیانو د وژل کېدو ، سایبریا ته د یوسلو اته شپیته زره ترکستانیانو د لېږلو ، د درې سوه زره کسانو کډوال کېدو او د سمرقند په حوزه کې لږترلږه د پنځوسو کلیو د سوځېدو په بیه تمام شو » . ( ۱ )
په کال ۱۹۱۸ کې د ترکستان د مستقل دولت د اعلانېدو سره سم په ټوله منځنۍ آسیا کې د آزادۍ غوښتنې روحیه پیاوړې کېږي او اولسونه د مبارزې او مقاومت ډګر ته مخه کوي . د روسانو له خوا د نوي ترکستاني دولت د ټکولو په عملیاتو کې د زرګونو ترکستانیانو قصدي وژنو حالات لا کړکیچن کړل . د مقاومت او مبارزې اولسي غورځنګ چې د بسمچیانو په نوم یادېده د لمړي ځل لپاره یې په ډېرو سیمو کې خپل وسله وال جوړښتونه پیدا کړل چې مبارزین یې نږدې ټول کلیوالي خلک وو .
په کال ۱۹۲۰ کې د بخارا امارت په له منځه تلو سره د بسمچیانو غورځنګ ډېر غښتلی کېږي او آن د ښارونو خلک هم ورسره یو ځای کیږي او د لمړې ځل لپاره د ټول روسي ترکستان اولسونه د استقلال غوښتنه کوي . د روسي ترکستان د اولسونو د آزادۍ غورځنګ پر ضد د بلشویکانو غبرګون ډېر پرېکنده او سخت و . د شوروي روسیي د چارواکو اساسي موخه یواځې د اولسي پاڅون ځپل نه و ، بلکې سیمه ییزو خلکو ته داسې زور ورښودل وه چې بیا آن د آزادۍ په اړه خوب هم ونه ویني . په دغې جګړه کې د منځنۍ آسیا خلکو درانده انساني او مالي تلفات ولیدل ، ډېرې سیمې په بشپړه توګه له خلکو خالي شوې .
اوس راځئ چې دا راوسپړو چې د منځنۍ آسیا کډوالو کوم لورې ته د وتلو لاره درلوده ؟ له ویلو پرته روښانه ده چې د دغې لویې سیمې شمال او لویدېز لورې ته د روسیي او په دغه هېواد پورې تړلې د قفقاز سیمې پرتې وې نو ځکه دغو لورو ته کډوال نه تللي دي او نه هم تللی شول . د یادې سیمې ختیز لورې ته چین او د جنوب لورې ته یې افغانستان او ایران پراته دې . له دې چې ګران لوستونکی د افغانستان د هغه وخت له سیاسي ، ټولنیز او نظامي وضعیت سره آشنا دی نو په اړه یې څه ویلو ته اړتیا نه وینم ، خو فکر کوم چې د چین او ایران د هغه وخت وضعیت باید په جلا جلا توګه وڅېړل شي تر څو مالومه کړو چې د منځنۍ آسیا کډوال هلته تللي دي او که نه ؟
چین ــ په دغه هېواد کې جمهوري نظام د لمړي ځل لپاره په کال ۱۹۱۲ کې منځ ته راځي ، خو ډېر وخت نه تېرېږي چې له کورنۍ ګډوډۍ سره مخامخ کېږي او هېواد عملأ د سیالو جنګسالارانو منګولو کې را ایسارېږي او دغه حالت آن تر کال ۱۹۲۸پورې دوام پیدا کوي . د دغه هېواد تاریخ هم دغه دوره د جنګسالارانو د دورې په نوم ثبتوي . د ۱۹۲۸ کال څخه وروسته بیا تر ۱۹۵۰ کاله پورې په چین کې د کورنۍ جګړې دوره ده چې د کومینتانګ ( د چین د خلکو ملي ګوند ) او د چین د کمونست ګوند تر منځ روانه وه او په پای کې د چین اولسي جمهوریت منځ ته راځی او کومینتاګ تایوان ته تښتي چې دغه ټاپو تر اوسه تر خپل کنترول لاندې لري .
د روسي ترکستان د کډوالو په تړاو د روان بحث لپاره د ټول چین په پرتله یواځې د چین د خاورې هغه برخه چې چینیان یې سین کیانګ ، نور یې بیا چینایي ترکستان خو د سیمې اصلي اوسېدونکي یې د ایغورستان او یا ختیځ ترکستان په نوم یادوي په زړه پورې ده . ختیځ ترکستان د ایغوریانو ، قزاقانو ، قرغزیانو ، پامیریانو اوځېنو نورو اولسونو ټاټوبی دی چې ایغوریان په کې ډېرکي دي . کله چې د روسي ترکستان اولسونه د بخارا د امارت له ړنګېدو سره سم د شوروي اتحاد د نسل وژنې سره مخامخ کېږي د سیمې یو شمېر خلک ختیځ ترکستان ته کډه کوي ، دا چې د کډوالو کره شمېره څومره وه دمګړې یې په اړه څه نشو ویلی . د دغو کډوالو په تړاو د پام وړ واقعیت دا دی چې په دغې سیمې کې د هغو موجودیت د نورو علتونو تر څنګ د دې سبب ګرځي تر څو شوروي اتحاد څو کاله وروسته دغه سیمه تر خپل پوځي اشغال لاندې راولي . د موضوع د روښانتیا لپاره اړینه ده تر څو د ختیځ ترکستان د یوې تاریخي پېښي څخه یادونه وکړو .
د ۱۹۳۳ کال د نومبر په دولسمه د ختیځ ترکستان اسلامي جمهوریت یا د ایغورستان جمهوریت په نوم د یوه خپلواک دولت د جوړېدو اعلان کېږي چې پلازمېنه یې د کاشغر ښار و . دغه دولت چې دوه رسمي نومونه یې لرل هغه وخت جوړ شو چې په چین کې د کورنۍ جګړې اور بل و . د دغه جمهوریت په جوړولو کې د ایغوریانو ملي او اسلامي هڅو پرېکړنده رول درلوده . د ختیځ ترکستان اسلامي جمهوریت آن د ترکیي په شمول چې ځان د نړۍ د ترکي ټبرونو مدافع بولي هیڅ هېواد هم په رسمیت و نه پېژانده . دلته باید دا هم زیاته کړو چې د یاد جمهوریت استازو په کابل کې له محمد ظاهر شاه او د وخت له صدراعظم محمد هاشم خان سره هم وکتل ، د په رسمیت پېژندلو تر څنګ یې د وسلو غوښتنه هم وکړه خو دواړې غوښتنې یې ونه منل شوې . د ایغورستان جمهوریت د خپلو دښمنانو لکه چین ، شوروي اتحاد او برتانوي هند له خوا کلا بند و ، نو ځکه یې د پایښت چانس نه درلود .
د ایغوري ځوان جمهوریت په له منځه وړو کې د چینایانو تر څنګ د شوروي اتحاد ګټې هم نغښتې وي . له دې چې جاپان منچوریا له ځان سره وتړله نو شورویانو هم وغوښتل چې د چین له خاورې څخه یوه برخه خپله کړي . همدا شان شورویانو په سیمه کې خپلې تجارتي او اقتصادي ګټې درلودلې او لکه چې وروسته لیدل کېږي چې د دغې سیمې څو مهم کانونه د څو لسیزو په موده کې د شورویانو له خوا په وړیا توګه راوکېندل شول . په سیمه کې د روسي ترکستان د کډوالو موجودیت او د ختیځ ترکستان د خلکو زړور پاڅون شورویانو خپلې منځنۍ آسیا لپاره ګواښ وګاڼه نو ځکه یې د چینایي جنګسالار شنګ شیکاو چې کابو څه کم دوې لسېزې د روسانو خاص ګوډاګی و سره لاس یو کړ او د خپلو نظامي ځواکونو او هوایي ځواک په مټ یې د ایغورستان جمهوریت له منځه یوړ . ( د ۱۹۳۴ کال د فبرورۍ شپږمه ) .
د ایغوریانو د کم عمره دولت د له منځه وړو په جګړه کې دسلو زرو په شاوخوا کې سیمه ییز خلک له منځه لاړل او ډېر نور یې کډوالۍ ته اړ ایستل شول . د دغه ځای کډوال یو څه برتانوي هند ته تللي او یو څه افغانستان ته راغلي دي چې د دقیق شمېر په اړه یې څه نشو ویلی . د افغانستان په اړه هیڅ احصائیه نشته خو اوسمهال په پاکستان کې د مېشتو ایغوریانو شمېر له درېوو څخه تر لس زرو پورې ښودل شوی دی چې له دې نه دا اټکل کېدای شي چې د ختیځ ترکستان د کډوالو شمیره ډېره لویه نه وه ، له بلې خوا که په ترکیي ، سعودي عربستان او د سیمې په ځېنو نورو هېوادونو کې د ایغوریانو شمېر ته پام وکړو چې هلته تګ یې یواځې د برتانوي هند او افغانستان له لارې شونی دی نو په شمېر کې ډېروالی راځي .‌
ایران ــ د شلمې پېړۍ په پیل کې د ایران په شمالي سېمو کې د تهران د حکومت په پرتله روسانو ډېر نفوذ درلود . له دې چې ایران استقلال نه درلوده او د کورني او بهرني سیاست مهمې پرېکړې د انګلیسانو له خوا کېدې نو ځکه ایرانیان سره وېشل شوي وو . د بحث د لنډون په موخه باید وویل شي چې ایراني آذربایجانیان ، کردان او د ګیلان جنګلي غورځنګ په بشپړه توګه د روسانو تر کنترول لاندې وو . د سرو لښکرو په مټ د ایران په خاوره کې د ګیلان شوروي جمهوریت جوړېدل په خپله په سیمه کې د روسانو برلاسی ښیي . د شلمې پېړۍ په لمړیو لسېزو کې په ایران کې د شورویانو د نفوذ په اړه باریس بژانوف چې د ستالین او د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د سیاسي بیورو سکرتر و او د ۱۹۲۸ کال د جنورۍ په لمړۍ نېټه د شوروي ترکمنستان له لارې ایران ته تښتي او وروسته بیا اروپا ته رسېږي په خپل کتاب کې چې « د ستالین د پخواني سکرتر خاطرات . کرملن ، شلم کلونه » نومېږي ډېر ښه انځور ورکړی دی . نوموړی لیکې کله چې دی د خپل ملګري مکسیموف سره یو ځای د ایران خاورې ته ننوځي له دې چې د مشهد ښار ته د موټرو لار د چکستانو ( د شوروي څارګرو ) تر بشپړ کنترول لاندې وه نو دوی مجبورېږي چې د غرونو له لارې خپل سفر ته دوام ورکړي او وروسته له پنځو ورځو مشهد ته رسېږي . کله چې د خراسان ولایت والي ته ځان ورپېژني هغه یې په سیمه کې تر ټولو ډاډمن ځای ته چې د پولیسو د قوماندان دفتر و لیږي . باریس بژانوف زیاتوي چې د پولیسو د چوڼۍ مخې ته ټوله ورځ د شوروي استخباراتو له خوا ګمارل شوو کردانو د دوی انتظار ایسته . د ستالین سکرتر او ملګری یې د انګلیسي استخباراتو په مرسته له مشهد څخه بلوچستان او له هغه ځای څخه د بمبیي ښار او ورسته بیا د کشتۍ له لارې اروپا ته لېږل کېږي .
لکه څرنګه چې پورته مو ولیدل د روسي ترکستان د کډوالو لپاره پرته د افغانستان څخه نورې ټولې لارې تړل شوې وې نو ځکه ټول زمونږ خاورې ته راواوښتل .
انګلیسي جاسوسي شبکې په منځنۍ آسیا کې ښکېل وي خو د بسمچیانو لپاره یې هیڅ ډول سیاسي ، نظامي او یا دیپلوماتیکي مرستې نه دي کړي او د دغې سیمې پېښې یې د شورویانو کورنۍ مسئلې ګڼلي دي د بخارا امیر سید عالم خان په کابل کې څو ځله د برتانوي هند څخه وغوښتل چې اجازه ورکړي تر څو دهلي ته سفر وکړي خو هر ځل یې منفي ځواب تر لاسه کړ په دهلي کې د بخارایانو یوه ټولنه فعاله وه خو دغه بخارایان یا د بخارا د امارت له ړنګېدو دمخه هلته وو او یا په انفرادي ډول هلته تللي وو .

د روسیي ارشیفي آسناد د منځنۍ آسیا په اړه داسې وایي : [ وروسته له هغې چې په منځنۍ آسیا کې د شوروي واکمني ټېنګه شوه ، د شوروي او افغانستان د پولو په اوږدو کې په اصطلاح د « بسمچیانو د ملا وستنی (کمر بند ) » منځ ته راغی ، چې په کې د منځنۍ آسیا څو سوو زرو کډوالو ژوند کاوه ، . . . پر شوروي اتحاد باندې د نازي المان د تېري په وخت کې یواځې د شوروي او افغانستان پولو ته نږدې لس ګونو زرو وسله والو بسمچیانو ژوند کاوه . د هرات ښار د لویدېزې خوا کلیو کې د جوناید خان پلویان مېشت کړل شول ؛ د کرم قل (قرم قل ) ، التي بولک ، دولت آباد ، اندخوی ، کورګان (قورګان ) مېشت ځایونه د ترکمنو کډوالو په مرکزونو واوښتل ؛ د فیض آباد ، شغنان ، بغلان او بدخشان په سیمو کې د تاجک ، ازبک ، قرغز او قزاق کډوال مېشت کړل شول ] . ( ۲ )
د یادولو وړ ده سره له دې چې افغانستان په خپله د څو لسیزو راهیسې د برتانوي استعمار سره په جګړه کې و او هیڅ ډول سیاسي ، اقتصادي او امنیتي ثبات یې نه درلوده خو د روسي ترکستان کډوال یې د خپلو په شان ومنل او خپل ټول امکانات یې د هغوی د بیا هستوګنې په موخه په کار واچول . د افغانستان دولت سره له دې چې په سلګونو زرو خپل اتباعو یې ځمکې نه درلودلې خو له منځنۍ آسیا څخه راغلو ډېرو کډوالو ته یې په وړیا توګه ځمکې ورکړې او آن د نغدو پیسو مرستې یې ورسره کړي دي . که چېري د ټولې سیمې د وروستیو څو پېړیو د تاریخ پاڼې را ولټول شي هیڅ چېرې د افغانانو د دغه شان لوی زړه ، مېلمه پالنې ، بشردوستۍ او خواخوږۍ بېلګه نشي پیدا کېدای . شاید کوم څوک دبرتانوي استعمار په لاس د هند د نیمې وچې د ویشلو په پایله کې د میلونو وګړو کډوالۍ ته ګوته ونيسي . باید وویل شي چې د هند د وېش موضوع له منځنۍ آسیا سره له ریښې توپېر لري خو بیا هم همدا اوس چې اویا کاله تېر شوي دي په پاکستان ، هند او بنګله دېش کې لسګونه ملیونه انسانان د قانوني تابعیت ستونزې لري چې څېړل یې د دې لیکنې موضوع نده .
افغانستان ته له منځنۍ آسیا څخه راغلي کډوال که په دوو ډلو ووېشو نو مطلق اکثریت یې عادي خلک وو چې هر څه یې له لاسه ورکړي وو او د ظلم له لاسه را تښتېدلې وو ، خو دویمه ډله یې بیا د بسمچیانو مشران ګڼل کېدل او د شیخانو ، بیګ کانو او قورباشیانو په کتګوریو کې راتلل . د دویمې ډلې تر ټولو ځواکمن کسان دا وو : قزل ایاک د ترکمن د بسمچیانو وتلی مشر و . قورشیرمت او محمود بیک د ازبیک بسمچیانو مشران وو .
دا پورته یاد شوي درېواړه کسان ډېر ماهر جاسوسان وو او ټولو په پیل کې د انګلیسي او وروسته بیا د ترکیي ، الماني او جاپاني څار ګرو شبکو سره اړیکې ساتلې او له دې لارې یې بې حسابه پیسې پیدا کړې .
د دویمې نړیوالې جګړې په کلونو کې د برتانیي او شوروي اتحاد سفیرانو په ګډه د افغانستان حکومت ته داسې اسناد وړندې کوي چې د افغانستان په خاوره کې د الماني او ایتالیوي څارګرو تر څنګ د جاپان د څارګرې ادارې د مامورانو چې په کابل کې یې د جاپاني دپلوماتانو په توګه کار کاوه د بسمچیانو په منځ کې د شوروي ضد هڅونې یې ثبوتولې. پایله دا کېږي چې د افغانستان حکومت ، جاپاني جاسوسان له هېواده شړي او همدا شان پرېکړه کوي تر څو محمود بیک له کابل څخه وباسي ، خو د ترکیي سفیر د افغانستان صدراعظم هاشم خان ته ګواښ کوي چې که محمود بیک سره غرض وکړي نو په کابل کې به د ترکیي د سفارت بیرغ راکښته کړي . د لانجې پایله دا کېږي چې محمود بیک په کابل کې پاتې کېږي او د هېواد صدراعظم له خپلې کړې پرېکړې لاس اخلي .
د روسيي د څارګرو ادارو ارشییفي آسناد د بسمچیانو د مشرانو په تړاو داسې څرګندونې لري : « له دې چې د شوروي استخباراتو د افغانستان په شمال کې خپله پراخه شبکه درلودله نو ځکه د الماني او جاپاني څارګرو سازمانونو هغه هڅې چې موخې یې د شوروي اتحاد پر خاوره باندې د بسمچیانو د حملو هڅول وو کوم پټ راز نه و . همدا وجه وه چې په ماسکو کې پرېکړه وشوه تر څو محمود بیک چې د پیسو په مقابل کې د هر چا لپاره جاسوسۍ ته تیار و خپل خدمت ته وګماري . د بهرنۍ جاسوسۍ ادارې هغه اسناد چې تر اوسه غیر محرم شوي دي دا نه جوته وي چې محمود بیک په څه ډول استخدام شو . خو ډېر امکان لري چې شوروي استخباراتو هغه ته د سرو زرو دومره ډېرو پیسو وړاندېز کړی وي چې حریص ازبیک ، دې ته حاضر شو تر څو د «یونیون »( دلته موخه د منځنۍ آسیا د کډوالو هغه سیاسي سازمان څخه ده چې « فعال » نومېده خو الماني استخباراتو د « یونیون » کود ورکړی و ــ ژباړن ) په اړه هر ډول مالومات چې د ان کې وې دې ( د بلشویکانو لمړۍ څارګره اداره ــ ژباړن ) په کار وو خرڅ کړي . د ۱۹۴۲ کال په پیل کې شوروي استخباراتو د افغانستان په شمال کې د الماني استخباراتو او د کډوالو د شوروي ضد سازمانونو کړنې تر خپل کنترول لاندې راوستلې » . ( ۳ )

مورات چلیسکن چې د بسمچیانو د غورځنګ تر سر لیک لاندې د خپلې څېړنیزې لیکنې په اولسم مخ کې د اروپایي وتلې کار پوه مېرمن ماریا بروکسپ په حواله ، کومه چې په پاریس کې زېږېدلې او د قفقاز او منځنۍ آسیا د مسلمانو اولسونو په اړه یې ژورې څېړنې کړي دي ، افغانستان ته له منځنۍ آسیا څخه د راغلو کډوالو د شمېر په اړه داسې لیکي : « د ترکستان جګړې ډېره درنه بیه درلوده ، د پخواني امیر په ګډون نهه سوو زره ترکستانیان افغانستان ته وتښتېدل » . ( ۴ )

اخیست ځایونه :
لمړی ـ الماني متن
de.wikipedia.org /wiki/ Genralgouverment_Turkestan
دویم ــ روسي متن د ستالین د افغانستان جګړه د منځنۍ آسیا تر شا محاذ
لیکوال : یوري تیخانوف ۲۰۹ ، ۲۱۰ مخونه

دریم ـــ روسي متن د ستالین د افغانستان جګړه د منځنۍ آسیا تر شا محاذ
لیکوال : یوري تیخانوف ۴۲۲ مخ

څلورم ــ انګلیسي متن

پنځلس بچیان به راوړم اوکه ستاسو پوځيان راغلل نو ښه ډېر به زيږوم

 Kastro og Chigwara7.10.2017
د نن څخه پوره شپاړلس کاله مخکې داکتوبر په اومه امریکایي – انګریزي ځواکونو پرافغانستان خونړۍ يرغل ترسره کړ چې پایله یې دطالبانو داسلامي امارت نسکوریدل اوپه افغانستان د نیواکګرو بشپړ واکمنیدل شول. که څه هم د شوروي اتحاد وروستي مشر میخائیل ګرباچف په افغانستان کې دشوروي سره پوځ ترخو تجربو اوماتې ته به کتوسره امریکایانو ته خبرداری ورکړچې پرافغانستان د یرغل څخه ډډه وکړي خو دواشنګتن – لندن مغرورو واکدارانو فکرکاوه چې افغانان د شوروي خلاف مقاومت، د تنظیمونو خپلمنځي جهاد او د شمال ټلوالې اوطالبانو تر منځ جګړو خورا ځپلي دي نور د مقاومت وس نلري ،د دوی غلامۍ ته به غاړه کیږدي اوپدې ډول به د فاتحانو د دې مورچل په خپلولوسره خپلې راتلونکې نخښې او ستراتیژۍ پلې کړي. خو نیواکګرو د افغان ولس وطنپالنې او د نفوس ګړندۍ ودې ته پام راونه ګرزاوه او پرافغانستان یې یرغل وکړ.میرمن ایوان ریډلي بریتانیایي خبریاله د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو شپو ورځو کې په پټه افغانستان ته تللې وه، د طالبانوله لورې ونیول شوه خو د څو ورځو وروسته یې هغې ته د افغانستان څخه د وتلو شرایط برابر کړل. نوموړې خبریاله د ۲۰۰۳ کال په دوبي کې مسلمانه شوله او د خپلو خاطراتو په کتاب کې راوړي : «افغانې ميرمنې هلته زما خوا ته تاوېدې را تاوېدې يوې مېرمنې ما ته ډېر کتل لاسونه يې په تشو کېښودل او راغبرګه يې کړه واده دې کړى؟ ما ويل هو. ويل څو بچيان لرې؟
ما ويل يوه لور! په لاس يې محکمه ټيله را کړه زر مې ځان برابر کړ لږ پاتې وم چې غورځېدلې وم او را ته يې ويل تاسوانګريزان ايله يو بچى راوړى شئ ما ته وګوره پنځلس بچيان به راوړم پنځلس او که ستاسو پوځيان راغلل نو ښه ډېر به زيږوم ،نو دا يې د ښځو خبرې وې د سړيو يې خو پرېږده! » د ملالۍ د ټاټوبې د دې غیرتې مور په خبروکې د پام وړټکی دا دی چې هغه هم پدې پوهیدله چې انګریزان یې بیا پرهیواد د یرغل هوډ لري او نوموړې د یرغلګرو سره د مقابلې لپاره چاره دا لیدله چې زیات شمیر بچیان وزیږوي ، هغوی ته د وطنپالنې درس ورکړې ،د جګړې ډګرته یې واستوي اونیواکګرله هیواده وشړي..
ګانرهاینستون په روم کې دناټود دفا عي پوهنتون د جګړې د جمعیت پیژندنې استاد په افغانستان کې د شوروي له شرمه ډک شکست او د ناټواحتمالي ماتې د نفوس د ګړندۍ ودې پایله ګڼي. نوموړی په (ویکلی ستاندارد) کې د شوروي لښکرو د وتلو لس کاله وروسته د افغان نارینه جنګیالیو( 15 نه تر 29 کلونو) زیاتوالی د65 .1 څخه 37 .2 میلیونو تنو ته ګڼي.د نوموړي په وینا کله چې ناټو یي پوځیان په 2001 کې په افغانستان کې څرګند شول د افغانستان جنګي قوت د هر وخت په پرتله خورا لوړ و او هر څومره چې ناټویي لښکرو پر افغان جنګیالیو زیات بمونه غورزول مخالفان لا پیاوړي کیدل. د دې پیاوړتیا ریښې دافغان ولس په رواني ځانګړتیاوو کې باید ولټول شي چې زور او ظالمانو ته یې هیڅکله هم سرندی ټیټ کړی. په افغانستان کې د جنګي قوت ګړندۍ وده ښيي چې په 2001 کال کې داشمیره ۷،۲ میلیونه وه اوهمدامهال 3 .7 میلیونوتنو ته اوچته شوې ده چې جګړه ئیزقوت یې ۰،۶ دی. کله چې په یوه ځانګړي هیواد کې جنګي قوت د 3 څخه واوړي دا د دې معنی لري چې د هر 1000 تنو د پاخه عمرپه مقابل کې 3000 ځوانان چې د جګړې د پرمخ وړلو د وړتیا څخه برخمن دي شتون لري. همداعلت دی چې د عمرله پلوه زموږ هیواد خورا ځوان هیواد ګڼل کیږي. کله چې په یوه ټولنه کې کاري فرصتونه شتون ونلري او د افغانستان په شان خوار هیواد کې وزګاره وګړوته د سوسیال مرستو څرک ونه لګیږي کاري ځواک ( ځوانان) د خپل پایښت لپاره اړکیږي چې یا وطن پریږدي، یا د هیواد په دننه کې په لوټمارۍ، غلا، جرمونو ، وژنو، اختطاف لاس پورې کړي او یا د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې ودریږي. همدارنګه د بلواوو، اړودوړو او کودتاګانو شونتیاوې هم لوړیږي اود پردیوڅارګروله لوري د ځوانانو د جلبولواواستخدام کچه هم اوچتیږي.ننی حکومت چې د بیساره فساد له امله ندی توانیدلی د وزګاره سترلښکریوې کوچنۍ برخې ته کاري فرصتونه برابرکړي او له بله پلوه په جګړه اوجګړه ئیزو شرایطو کې د بنسټیزو اقتصادي پروژو جوړول او پرمختګ ناشونی دی ، لیدل کیږي چې د هیواد څخه د تیښتې بهیر قوت موندلی ، د غلا، وژنو او لوټمارۍ کچه لوړیږي او وسلوال مخالفان په آسانۍ سره کولی شي د دې وزګاره لښکر د ځوانې برخې څخه په جګړه کې د خپلوتلفاتو تشه ډکه کړي. په لویدیځ کې د افغاني ټولنې خلاف یوه کورنۍ یو یا دوه ماشومان لري او که خپل یوازینۍ بچې په جګړه کې اوهغه هم د هیواد بهرله لاسه ورکړي د هغه په وړاندې په ټولنه کې حساسیت او منفي غبرګون خورا لوړ دی.
د افغانستان څخه د نورولاملونو تر څنګ د شوروي لښکرو د وتلو یولامل د جګړې د قربانیانود کورنیونا رضایتي اوفشار هم و. ښايي همدا لامل و چې دسپینې ماڼۍ نني واکمن دونالدټرمپ د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې چې د وینې توئیدنې اوجنګ جګړې ستراتیژي ده هوایي بمباریو ته لومړیتوب ورکړی دی چې د خپلو پوځیانو د مرګ او ژوبلې کچه راټیټه کړي او پدې ډول د خپل ولس د لازیاتې نارضایتۍ مخه ونیسي. دا چې پدې بمباریو کې د افغانانومرګ اوژوبله زیاتیږي د دموکراسۍ او د بشردحقوقو د مدعیانو لپاره ارزښت نلري. ګانرهاینستون سیاستوالو ته وړاندیز لري ، مخکې لدې چې په یوه هیواد د پوځي یرغل پریکړه وکړي دغلیم جنګي ځواک ته پام راوګرزوي اوکه دا ځواک ۰،۳ او د هغه نه اوچت و د پوځي لاسوهنې څخه باید ډډه وشي او که دا کارکوي پدې دې وپوهیږي چې الوتکې ، ټانکونه ، توغندي او ځواکونه لږ اغیز لري اواړینې پایلې نلري
د پاسنیوڅرګندونوڅخه دا پایله راوزي چې د افغانستان په اړه د امریکې نوې ستراتیژي چې افغانستان ته د نوروځواکونو په استولو او د هوايي بمباریو په زیاتوالي ډډه لګوي منطقي اوبریالۍ ستراتیژي نده اوغوره دا ده چې د جګړې پرځای د کشالې سوله ئیز حل ته مخه شي چې په روانه جګړه کې د ښکیلواړخونو، په سیمه اونړۍ کې د سولې او ټیکاوپه ګټه دی. پای

زموږغښتلي

 

زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛

دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي:

دوهمه برخه:

زما د دې خبرو تصدیق موږ اوتاسي ټول کوو او ژوندي شاهدان یو، تاسي د پاکستان د هغو خائینو چي افغانان یې د خپلو خلګو وژنو او هیواد خربولو ته د اسلام په نوم لمسول دهغه جنګی ماشین مینیجران، چلونکو او صلاحیت لرونکو مشرانو ( جنرال ضیاالحق، جنرال اختر، ډګروال یوسف، پرویز مشرف، بې نظیر بوټو، نوازشریف اولوی امریکا یې لیکوال سټیو کُول) لیکلني، ویناوي او چاپ سوي کتابونه وګورۍ چي د وا قعیتونو څخه ئې پرده پورته کړېده.
د خائینو لخوا لمسول سوي افغانان او د خائینو پلاس روزل سوي افغانان چي لږ شمیر یې مړه او نور یې اوس ژوندي دي، د ولس د بیچارګي او نه زده کړو له برکته په ټولنه کي هغوی د حاجی، قهرمان، مجاهد، شهید او غازی په نوم یا دېږي، هغوی ټول په رښتیا د (C,I,A،m,c,k او I,S,I ) او ډیرو نورو پر دیو شبکو جاسوسان وه او دي. وګورۍ دهغوی د ښمني له افغان ولس سره په نوم د جهاد چي یې د پردو په تحریک، پیسو او وسلو راشروع کړي او لا یې تبه نه ده شلیدلي او پرهغه وخت له ځانه جوړي خبري، نقلي درواغجني لیکني، کتابونه، دهغوی جوړ کړي قهرمانان، فلمونو او تبلیغاتي پروپاګندې، د هغو خپرول، د دغوخبرو بیانونه د نورلیکوالو سر بیره د پاکستان د ( I,S,I) لوی افسر ډګروال یوسف او سټیوکهول د واشګټن پوست وروځ پاڼي مدیر په خپلو کتابو (تلک خرس) او ( د پیرانانو جګړېGHOST WARS )کي بیان سوي دي.
باورلرم چي دغه له واقیعتونو څخه بیګانه لیکني اوفلمونه لګه څنګه چي اوس یې په لوستلواو د خپلو افغانانو په کړنو سړی شرمېږي، خوپه راتلونکي نژدې او لیري زمانوکي زموږ یو تعداد مطلب اشنا او دتعصب پر اس سپاره لیکوال او دهغوی پاته شوني داوس په شان د مستند و ماخذونو په توګه کار وي، خیر ، په هر ډول چي وه.
خوښ یم پدې چي موقع راته برابره سول څو په یو څوصفحو کي زموږد شاته پاته ساتل سوي ټولني هغه د خپل وخت او زمان پر بیوزلو، غریبو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو، میړنیو، د هغوی پر مړاني، غیرت، ټینګوالي، غښتلتوب، پاکي او افتخارات یو څه لیکم. پر هغو یو څه و لیکم چي هر څه یې یوازي د خپلي پاکي عقدې او مړاني قرباني کړه، نه شتمن سول او نه چا یاد کړه. البته زموږ په ټولنه کي چي خط لیکونکي او خط لوستونکي مو نه لرل یا مو لږ لرل نو د دغو پورته صفتونو د درلودونکو ډېره برخه هغه نالوستي هیواد وال وه. نن ورځ چي موږ افغانان د کومو لږو افتخاراتو ذکر کوو یا کیږي هغه بل څه نه دي پرته له جنګ جګرو او په جنګ او جګړو کي د ښه ځلیدو څخه چي په دغه جنګ او جګړو کي زموږ نالوستۍ هیواد وال استعمالېدل، افتخارات او ګټه بې غاصیبو وړل.
د وطن حالاتو شرایطو امکاناتو او وخت ته په کتوسره زموږ ټینګ، غښتلي هم هر یو په خپل محل کلي منطقه ولسوالۍ او ولایت کي ترهغه ځایه چي خبر یې رسیدلي دئ په هغو محلونو کي به خلګو دوی د خپلو ښو اخلاقو، نیکو اعمالو له وجهي په ټینګو، غښتلو، نامتو، میړنیو اوغیرتمنو سره یادول، هلته به دهغو خلګو په منځ کي د اعتبار او اعتماد خاوندان وه. غښتلۍ هغه شخص دئ چي د بیوزلو سره مرسته کوونکي امانت ساتونکي هغسي چي بیرته امانت خپل اصلي مالک ته سپارونکي وي.
پس یوله د غو پورته صفاتو څخه چي د چا کم وي ممکن یو کس به ټینګ وي یوازي ټینګوالۍ غښتل توب نه دئ. غښتل توب وړتیا په انسانانو کي ئې تر ډیره حده فطري هم وي. دا منم چي اقتصاد، ټولنیز مناسبات، ښوونه او روزنه ورباندي پوره اثر لرلای سي.
زه په دغه لیکنه کي ډېرځله خپل ټینګ، غښتلي په دغه نوم (پایلوچ) نه لیکم ځکه چي دغه د پالوچ نوم زموږ پرټینګو، غښتلو او نامیانو باندي د اول ځل دپاره د افغان د ښمنو (پارسیانو او د هغوی پلویانو افغانانو) لخوا په پوهه سره زموږ د ټینګو، غښتلو سره د کینې او د ولس په ذهن کي د هغوئ د بدو پېژندلو په مقصد استعمال سوېده.
زه زموږ ټینګ،غښتلي زموږ نامیان او زموږ ښه ځوانان د (ټینګو، غښتلو) په نوم لیکم. او ستاسي دوستانو څخه مي هیله داده چي خپل ټینګ،غښتلي په ښه نوم سره ولیکۍ، دا خبره لمرغوندي ښکاره ده چي زموږ افغانانو نور افتخارات بیله جنګ او جګړو څخه یا نسته یا دونه کم دي چي پرهیڅ شماردي.

د ساري په توګه: دچنګیز، الاکو، تیمور لنګ، د مغولو دامپروتوری، د پارس د اشغال د منځه وړل، دپانی پت جګړه، د میوند جګړه، د میکناټن وژنه، د انګریزی فوځ دری ځله تیری او د هغوی شړنه، د روس سره جګړه او دهغو شړنه، د ناټو له قواو سره مقابله، جګړه او سر ښندني.د دغو جنګونو او جګړو اثر وه د افغانانو پر ذهنونو چي شاعرانو مو ډېر حماسي اشعار لیکي دي او لا کي لیکي، په ټولنه کي په پراخه اندازه حماسي لنډی له دی سببه شتون لری. او تر ډېره حده د ولسونو پر ذهنونو باندي ښه لګېږي.
که درحمان بابا، شمس الدین کاکړ، د پیر محمد کاکړ، سلیمان ماکو، دخوشحال خان د یوان، د حمزه شینواري اشعار، د غنی خان اثارچي ګورې پر لږ پند تصوف او نصحت سر بېره چي لري ئې ډېر یې، شرابو، مستیو،توری، لیندی، غشی، کماني اوتوپک سرمینه کړېده، د فردوسي شا هنامه هم چي د دری ژبی د شاهکارو کتابونو له جملی څخه یو شاهکاره کتاب دئ که هغه هم په غور ولوستل سي، هلته هم په افسانوی ډول ترجنګ او جګړو پا چهیو نیولو او ړنکولو پرته بل څه نسته.
مګر د شهنامی لیکوال حکیم ابوالقاتم فردوسي په خپل لوړقابلیت پوهي او مهارت د ښوغنی ادبیاتو فارسي الفاظو د پرځای کارولو په وجه هغه افسانوي جنګي کیسې د خپلي ښی لیکني په مټ داسي ښه په تر تیب سره او ډلي دي چي تاریځ پند او نصحت هرڅه ئې پر خپل ځای پکښي ځای پر ځای کړي او بیان کړي دي.
د لته لازمه ده یوه یا دونه وکړم 🙁 د خوښی ځای دئ چي د فردوسي شاهنامه له دری ژبی څخه د اول ځل لپاره پښتو ژبی ته دافغان غښتلې، ټینګ سیاستوال او لیکوال ډاکتر صالح محمد “زیری” په مټ را ژباړل سوېده) اوس زموږ پښتانه خوندي او وروڼه کولای سي پیدا یې کړي و یې لولي او ګټه ځیني واخلي.

هیله لرم زموږ دوطن ښه وړلایق او ماهر لیکوال په راتلونکي وخت کي زموږد وطن پر ټینګو او غښتلو باندي ډېر څه په ښوادبیاتو،په خاص مهارت شیرینوکلیماتو ولیکی، ځکه زموږد ټینګوغښتلو ژوند، سر ښندني وفادارۍ د خپلو خلګو سره مینه، صداقت، پاکي، جنګونه او د مړاني کیسې هیڅ یوه افسانوي او خیالي داستانونه نه دي، بلکي یو واقعي ژوند ؤ او همدا اوس هم په ټولنه کي شتون لري.

راځئ یوځل تېر تاریخ  هم را یاد کړو چي د غښتلو په هکله یې څه لیکلي دي!

 

کله چي زه د ټینګو(غښتلو) د نوم یا دونه کوم معنی دا چي د دې غملړلي هیواد( د تاریخ زړه ته ور ننوزم) تاسي په پوره غور سره وګورئ چي موږ په دغه خاوره کي د سیاست، ولسي اړیکو، د قلم او توري په ډګرکي، د تصوف او پرهیزګارۍ  په برخه کي( نارینه او ښځینه) څونه اتلان، ټینګان، غښتلي او سپیڅلی لرل.  د ساری په توګه په تیر تاریخ کي: د مغلولی استمارګرو په وړاندي، بایزېد روښان او د هغه د نهضت د غړو نوم  چي د توری، تصوف او پرهیزګارۍ ځلانده ستوري پکښې وه، سر بیره پرهغه خپله بایزېد روښان چي د طبقاتي مبارزی مشر او رهبر وو، همداسي خوشحال خان چي د خپل قلم په څوکه او د خپلي توری  په مټ قهرمانه مبارزه کول یا دولای سوو، د هغه زمان د ښځو له جملي څخه د(  دپیروښان ښځه بی بی شمسو، د حداد ښځه  میرمن الایي نومونه را وړلای سوو، چي د  پوهي سربیره  یې مسلحانه مبارزه د مغلو په خلاف رهبرۍ کول او له دښمن سره په مخامخ جنګونو کي ولاړي وې.

په دغه شان د افغانستان په معاصر تاریخ کي: حاجي میرویس خان نیکه په مشری د جګړو د میدان غښتلي او د هغو کارنامي چي د پارس له اشغاله یې ولسونه خلاص او د اول ځل لپاره یې پښتو ژبه د دربار ژبه کړه، هغه نه سو هېرولای حاجي میرویس خان په سیاست، ټولنپوهنه، پرهیزګارۍ، ولسي اړیکوکي، د جنګ د ډګر یو ټینګ، غښتلي او وتلې شخصیت وو.  بل مېړنی لوی احمد شاه(بابا) یا دوو، خان عبدالغفار خان، عبداصمد خان هر یو د خپل وخت او زمان ټینګ، غښتلي وه.  چي نژدې د ژوند نیمه برخه یې د استعارګرو سره په زندانونو او شکنجو کي تیر سوۍ دئ.  ښځینه  ټینګی، غښتلي او میړنی خوندي مو تل د خپلو وروڼو په څنګ کي لرلې لکه: میرمن ملاله، غازی ادې( الماسه بی بې)، تور یالی بړیڅه، سر داره غازی، سونا بی بې)  او نوري دغه څو تنی د نموني په توګه  رایا دولای سوو. دوی هر یو د خپل ژوند او مبارزی ځانګړي کار نامي او داستانونه لري.  چي کتابونه ورباندي لیکل سوي او لیکل کیدای سي.

 

دوی هریو پر خپل ځای باندي د آسمان ځلانده ستوری ګڼل کیدای سي، د هر یوه له شخصیت څخه و موږ ته سر لوړی  ګران بیه او غنیمت تجارب او اثار پاته سوېدي البته زموږ د تاریخ او تولنیزوعلومو پوهانو استادانوهم پدې اړوند د خپل توان تر حده په کافي اندازه څیړني کړي او اثار یې لیکلی دي.

دلته پدې لیکنه کي زما ایشاره یو ځل بیا د نموني په توګه د دوی د نومونو یا دونه د دی لپاره وه چي زموږ څیړونکي او روښان اندې هغه نور نوم ورکي پروطن مین شخصیتونه چي دوخت د بهرني استعمار، استبداد او هم د کورنی ظلم او ستم ګریو په وجهه تراوسه پوري لا هم لکه سره غمیان تر ایرو لاندي دي، د هغوی د انساني او تاریخي حقوقو او دهیواد دتاریخي ویاړنو په توګه باید راژوندي کړي او نوی نسلونو ته یې ور وپیژني، البته زه نه غواړم دلته  د سرکاري سړو یا اشخاصو په هکله څه و وایم.

وطندارانو زموږ بیچاره میړني ولسونه په خاصه توګه ځوانه طبقه د پېړیو پېړیو را پدې خوا هر کورني جأبر ( خان(۱)، پاچا، امپراتور، امیر، مذهبي مشر، تنظمي مشر، سیاسي مشراو رئیس جمهور) د ټینګواو غښتلو دکمي پوهي، یا نه پوهي او د ژوند له مجبوریتونو څخه د پردي یا بهرني د ښمنانو په لمسون او خپلو شخصي اغراضو او ګټو د خوندي توب په غرض د اسلام او انساني قوانینو خلاف لمسولي اواستعمال کړیدي.

(۱) خان: خان زموږ په ټولنه کي په بیلو معنی ګانو کارول کیږي ما د لته ډ فیوډال( د ډیري مځکي غاصب) په معنی سره کار کړیده. البته زموږ په هیواد کي فیوډال د نړۍ له فیوډالانو سره مځکه تر اسمانه فرق لري.  فرق یې پدې دئ چي زموږ دهیواد فیوډال د بهرنیو هیوادونو په شان تر حساب د تېرو مځکو څښتن نه وو، مګر سیاسي واک او پر ولسونو ظلم کونه یې د بهرنیو فیوډالانو څخه ډېروو. ځکه خلګ یې وهل، خلګ یې وژل، د غریبو د سراومال تصرف یې کاوه. . . . .

بلې دا هم یو تریخ حقیقت دئ چي باید و یې منو همدغو خانانوملکانو او فاسدو حکومتي لوی واک لرونکو زموږ د دغه ِغښتلی قشر یو شمیر ځوانان داسي کارولي دي چي نه بخښونکي جنایات یې هم سرته  په ورسول.

ټینګان یا غښتلي مو هم د دغه ولسونو د منځه راوتل او د دغه تراستثمارلاندي بیچاره ولسونو او لاده وه او دي.  که تاسو هر یو یو ځل بیا د معاصر تاریخ هغه دانګریزانو سره درې معلومي او مشهوري جګړې دریادي کړئ، چا؟ په خپلو وینوتویولو، سرښندونو اومړاني سره د جنګ په ډګر کي خپلي سینی سپر کړي او دغه قوي د ښمن ته  یې ماته ورکړل؟ بیله شکه یوازني خلګ همدغه زموږ غښتلي او میړنی وه، نه کوم شهزاده، ځکه د وطن څخه د ژغورنی په ټولوجنګونو کي د شهزاده ګانو تر سینو مرده کي نه دي وتلي.  دا موږ ته را پاته کوم څه چي دي دا د هم هغو میړنیو د قربانیو میراث دئ چي تر اوس زموږ افغانانو دافتخاراتو یوه غوښنه برخه جوړوي.

د شکه وتلې خبره دا ده چي د تاریخ په اوږدو کي باید د میړنو کار نامي د هغوی د لنډی پیژندګلوي سره یو ځای ثبت سوي وای، چي نه دي سوي.  پوښتنه داده چي دا کار چا باید کړي وای؟ اوس یې څوک باید  ثبت او تاریخ  ته وسپاري؟ له چا څخه دا هیله کیدای سي ؟ شاهانو او دهغوی خوا خوږو خو دغه کار نه دئ کړي او نه ئې په راتلونکي کي کوي.  ښه پوهېږم چي زما دغه وړه یادونه هم د هغوی نه خوښېږي.

پس ګرانی خوري او ګرانه وروره ! دا زما ستا او دواړومسئولیت دئ که دښمن په خفه کېږي او یانه چي موږ د خپلو ټینګو غښتلواو میړنيو هیواد والو مړاني او قهرمانی په تاریخ کي ثبت او ولیکوو.

بدبختي مو داده چي تر دا اوسه پوری مو هم د مفتخور او لادونه او دهغوی حامیان دې ته نه پرېژدي چي د خپلو نیکونو او پلرونو یاد وکړو، په همدې وجهه زموږ دهیواد پر اصلي او واقعي ټینګو اوغښتلو پر ژوند لږ څه لیکل سوي دي اوهغه چي مالوستي دي دهغو لیکوالو ئې کور اباد خو دا وایم چي دا بسنه نه کوي.  باید ډېرڅه پر ولیکل سي د تېرو لیکنو نیګړیاوي ور پوره کړل سي.

زه خو په ښکاره سره وایم چي په هیواد پوري تړلي ټولي ویاړني او لاسته راوړني د دوی(زموږ د ټینګو یاغښتلو) د وینو اوقربانیو محصول دئ ځکه هرځل دوی د هر یرغلکرسره د مقابلې په میدان کي د یوه ملی احساس له مخي په اول صف کي د قربانۍ درېدل.  دا چي دوی پوهیدل او که نه دابله خبره ده.  خو احساس یې دوطنپالني او ساتني وه.  نور بیا

اوله برخه

زه د خپل هیواد غښتلي په درنښت یادوم، دا چي تاریخ په عامه مانا سره دانسانانو، د کړونو، تلاښونو، مبارزو او سر ښندنو ژوره او هر اړخیزي نویشتې ته وائي. کوم اعمال چي له نن ورځي څخه مخکي انسانانو و(پاکواو یا نا پاکو) مقاصدوته درسیدو په لاره کي سر ته رسولې دي،  په کولي توګه د انسانانو دغه ټول تلاښونه چي نویشته سي خلګ وایي چي دغه نو یو رښتنی تاریخ دئ. همدا نن  ورځ به د سبا  ورځی لپاره تاریخ وي، لکه پرون  ورځ چي د نن ورځي لپاره تاریخ سوو. په خواشینۍ سره باید و وایم د تیرو واکدارانو په زیمه داریو کي چي په ښوونځیو، پوهنځیو کي کوم  مضامین د تاریخ په نوم لوستل کیدل هغوی یو اړخېزه د جعله ډکي او بې ګټي کیسې وې، ځکه په هغو کتابونو کي یوازي د حاکمو، پرواک سپرو کورنیو په ګټه، له واقعیتونو او حقیقتونو څخه لیري، چټي بیانونه لیکل سوي وه، نه واقعیتونه، نه د ولسي ژوند اړوند پېښي.

تر هغه ځایه چي زما لاس رسیدئ د ښوونځی پر درسي کتابونو سر بېره مي څو کتابونه  نور هم پیدا او ولوستل، هغه څه چي ما غوښتل لاسته یې را وړم پلاس مي را نه غلل. زما مینه له دې سره وه څو دا پیدا کړم، پرافغانانو تر ډیرو کړاونو ګاللو، اوږدو او سختو جګړو کولو او په ډیرو قربانیو( خپلو وینو تویولوهم دبل د وینو په تویولو) سره چي کله ناکله به یې د امپراتورو د واک مزی اوږده کړي هم وه او ډیره مځکه به یې لاندي کړې وه. تر دغه بریالیتوب وروسته به د دغه غښتلي، میړني او جنګیالي غریب قشر په ژوند کي کوم مثبت تغېر راتلۍ؟ که نه. ایا د ولسونو پر سیاسي اقتصادي، کلتوري اړخونو دغه بریاوو څه مثبت اثر کاوه او که نه ؟

په خوا شینۍ سره چي زموږ د هیواد لیکوالو او بهرنیو لیکوالو په خپلو لیکنو کي د ولس د  ژوند اړوند څه نه دي لیکلي یا نه پر ښول کېدل چي یو څه پر ولیکي. ځکه یې د ولس پر ژوند څه نه دي لیکلي.یوازي څو تنو د خپل وخت لږ پیښي دعیني شاهدانو په توګه دوخت د حاکمو د میل برابر د قلم تر څوکه استلي دي. پدې شان لیکنو کي په طبعي توګه د واکدارو مراعت سوۍ دئ. زه به انشا الله کوښښ وکړم چي یو څه بې پردې او بې پرې ولیکم. ځکه دهيڅ زورواکي تر اثر او فشار لاندي نه یم.

هغه څه چي د انسان د سترګو په وړاندي  تیرسوي وي بیا خپله هغه انسان د یوه عیني شاهد اوګډونوال په حیث خپل د سترګو لیدني د کاغذ پر مخ راوړي دا به نو په راتلونکي کي د یوه غښتلي مستند او قوي مأخذ په توګه ګڼل کیدای سي او ګټه به ځینی اخیستل کیږي.

هر انسان؛ هرهغه څه چي ګوري باید یو ځل ورته ښه په ځیر او غور وګوري بیا کیدای سي دغه انسان په خپله د هغه جریاناتو د بیان او تحریر ښه ویندوی سي نسبت هربل سیل بین، لاروي او تعبیروال کس ته.

په هر صورت؛ زموږ د ښوځوانانو، ټینګو،غښتلو کړني هم د ټولني د نورو غړو په شان په اجتماع یا ټولنه پوري تړلې پدېده ده، چي د علم، پوهي او د ټولني د پرمختګ په صورت کي به دا پدېده هم د نورو ټولیزو پدېدو په څیرکرار کرار خپل شکل او بڼه بدله کړي اوخپل زوړ شکل به تاریخ ته وسپاري. ځکه همدا اوس هم په هیواد کي دغښتلو ظاهري بڼه لکه کالي، څپلۍ، لنګوټه حتا پر لاره تلو کي یې تغیر راغلۍ دئ په هغه پخواني شکل پاته نه دي، ښوځوانان، ټینګو او غښتلو خپله زده کړو ته مخه کړېده او د هغوی او لادونو ښوونځی ګاني و لوستې.اوس هغوی خپله مړانه، پاکي، صداقت، راستي، وطندوستي، غریبنوازي، د ظلم او ظالم څخه بیزاري او د دې ټولو منفي پدېدو په وړاندي  په پوهه، قلم او پلان سره مبارزه کوي.

هرشی تاریخ ته سپارل کیږي یا په بل ډول هیڅ شی نسته چي تاریخ ته دي نه سپارل کیږي، هغه که ( ښه وي یا بد) په د واړو حالاتو کي تاریخ ته سپارل کیږي.تاریخ د ټول ملت مشترک مال ګرځي. د ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو کړني هم زموږ د تاریخ یوه برخه ده. پرغښتلو یا تاریخ باندي لیکنه د هر چا حق دئ، هیڅوک باید یوازي ځانته دا اجا زه ورنکړی او یا تر خپلي کمبلي پښې اوږدې نه کړي، چي بل وروراو خور ته، په خاصه کندهاریانو ته دا ووایي یوازي ئې زه د لیکلو حق لرم اویا ادعا وکړي چي زه ئې ښه لیکم نور دي ئې نه لیکي.

 

زه هم غواړم د تاریخ پر دغه برخه د یوه افغان، کندهاري او بیا هغه چا په حیث چي زیات کلونه مي د نالوستو کندهاري ټینګو، غښتلو او ښوځوانانو په منځ کي ژوند کړئ دئ هلته رالوی سوۍ او ورسره یو ځای اوسیدلۍ یم نو په جرأت ځانته دا حق ورکوم، وایم، زموږ د نالوستو ټینګو، غښتلواو ښوځوانانو په باب چي تر اوسه څه لیکل سوي دي، د لیکوالو یې کوراباد چي لا اقل د هغوی یاد خو یې کړی دئ. اما د زده کړو لرونکو غښتلو او میړنیو په باب ټول چپ پاته دي. زموږ لیکوالو یووازي د نالوستو ټینګو،غښتلو او ښوځوانانو دژوند پر کړنو لږ لیکني کړي دي. کله چي مي د دوی لیکني و لوستلې، هغه څه مي پکښي و نه لوستل کوم چي ما  د نالوستو غښتلو سره په خپلو ناستواو ولاړو کي لیدلې وي، د لیکوالو د لیکنو ډېره برخه پر تبلغاتي کیسو تکیه وې، هغسي یې دغښتلو پېژند ګلوي نه ده کړې لکه څنګه چي هغوی وو، یو شمېر لیکوال خو اصلاً په دې سم نه دي پوهیدلي چي ټینګ،غښتلي، ښه ځوان، نامي (پالوچ) څوک وه؟ او چاته ویل لیدل، دوی هم د هغو منفي تبلغاتو تر تاثیر لاندي لیکني کړیدي.

دغودوستانود یوه انسان یوازي ظاهرې بڼې او شکل ته کتلي نور یې پر اورېدلو کیسو چی ډېره برخه د کیسوله واقعیتونو او حقیقتونوڅخه څه لیري داستانونه جوړکړي او لیکلي دي په پوهه او یا نه پوهه سره یې زموږ د ښوونځی نه لوستو ټینګو، غښتلو او ښوځوانانو سپکاوی کړۍ دئ. سم نظرخو دا دئ چي په ولس پوري تړلي ټولي مسئلې باید هغه سي و لیکل سي لکه څنګه چي وي. هغه افغانان چي سم معلومات ولري او یا سمي پلټني یې کړي وي هغوی حق لري چي و یې لیکي. پر زړو لیکنو د خپل فکر، معلوماتو او  پوهي برابر یو څه ور زیات یا پر زیات کړي  څو معینه مسئله ښه لڅه او پخه سي، راتلونکي نسلونو ته یو درست دید لوری ورکړي، البته په لیکنو کي دا حق باید خوندي وي. هغه دا چي تهمت ونه تړل سي او چا ته سپکاوی پکښي و نسي.

په خوا شینۍ سره یو شمېر هغه چي د لوی نوم دعوه ګردي او یا خپله خپلو ځانوته لوی نوم لیکي هغوی هم کله ناکله تر خپلي بړستني پښې تیره وي او یا تر بستنه پښې د باندي را باسي، زما په باور نورنو “هر بند ه ترخپل وسه پوري پړ بلل کیږي  ” یا داسي وایي ٫٫ بنده تروسه پوری پړدئ٬٬

تر دې وخته پوري په نړۍ کي داسي کوم شی نسته چي هم دي وي او هم دي نه وي. “یو شی باید یا وي او یا نه وي” ټینګتوب،غښتلتوب، ښه ځوانتوب او ناميتوب هغه پدېده ده چي له شتون څخه ئې سترګي پټېدلای نه سي، پس زه به ووایم چي زموږ د هیواد پر نالوستو غښتلو باندي لیکني او خبري سوي دي دا چي زموږ د بحث اصلي موضوع سمدستي د لته پر نالوستو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو پر ژوند ده، هیله لرم چي هغه دوستان پر دغه مسئله  زیاته روښا یې واچوي، کوم چي د ولس په منځ کي وه اویا یې د ولس په منځ کي ژوند کړي وي، د نالوستو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو او ناميانو سره کښینوستي وی، ځکه نالوستي غښتلي د ولس په منځ کي دي.

د دغي پد ېدې (ټینګو، ښوځوانانو، غښتلو) په باب چي په پخوا کي کومو کورنيو یا بهرنيو لیکوالوهم څه یادوني کړي دي او اوس هغه لیکني زموږ دوستان د یوه قوي مأخذ اوسند په توګه کاروي، زما په باورد پردو لیکوالو د لیکنو څخه موږ یوازي دا ثابته ولای سو چي دغه پدېده ډیړه پخوانۍ ده او بس، په رښتیا سره  چي بیروني لیکوال زمود ټولنيز ژوند سره پوره بلد نه وه.

بلې د څه خارجي لیکوالو به پښتو ژبه زده وه هغوی به د خپلو لیکنو په منځه کي د دې پدېدې یاد په ضمني توګه کړي وې. یا هغو په نوم پښتنو چي په هغه وخت او زمانه کي ئې د خارجانو سره د ژباړنو په صفت کارونه کول د هغه وخت ژباړونکي تر اوسنیو ژباړونکو هیڅ بهترنه ؤ، یا به داوسنیو په شان د پښتني کلتور سره بلد نه وه یا ئې داوسنیو په شان قصدي غلطي کولې د دغه او هغه قوم غښتلي ئې بد معرفي کول.

ځکه هغه څه چي د وستانو زموږ د غښتلو په ادرس له ماخذونو څخه را ایستلي اولیکلي دي او هغه څه چي ما  زموږ د نالوستو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو سره په خپلو اوږدو ناستو ولاړو کي لیدلي وه، هیڅ سربرابر نه دي.حتا د بل د خولې مي هم داسي کیسې نه دي اورېد لي، نو نه پوهېږم چي ښاغلو لیکوال به بیا څوک ؟ چیري لیدلي وه؟.

کاشکي پخوانیو لیکوالو او یا دا اوسني لیکوال د یوه شخص، د یوه کلي او یوې کورنۍ نوم خو ښودلی وای. ترهغه ځایه چي ما ژوند کړي دئ، دهر پاچا لکه : ظاهرشاه، حفظ الله امین، ببرک کارمل، نجیب الله او ملا محمدعمر په حکومتو کي مي د (دکندهار لوی محبس، دڅرخي پله یا پلچرخي په محبس، د کندهارتوقیف خانه، دکندهارد استخباراتو د ریاست کوټه قلفی، دکابل ولایت نظارت خانه، د صدارت کوټه قلفي، د وزارت د فاع د کشف د ریاست په کانتینرونو.  .  ، ) په دې ټولو زندانونو کي مي بندي توب ګاللۍ دئ او له ډیرو ټینګو، غښتلو، ښوځوانانو سره یو ځای اوسیدلي یم خو داسي څه مي نه اورېدلي اونه مي لیدلي دي لکه دوستانو چي په خپلو لیکنو کي د هغوی ذکر کړې دئ. نور بیا

فکر کوم چي په تیرو وختونو کي به هم لیوني شرایط څو څوځله تیرسوي وي، په دغه ورستیو کلونو کي چي دروس دا شغال څخه را شروع بیا د هغو سره د جنګ اوجګړو په باب ډېر څه خارجی او کورینو لیکوالو بی بنیا ده د واقعیتو خلاف ولیکل، نشر او خپاره کړل حتا د جنګ د مستندو فلمونو په نوم یې د تاریخ حافظې ته وسپارل، واقعیت دا دئ چي (۹۰) فيصده د هغو فیلمونو غېري واقعي دي، د واقعیتو خلاف څه ولیکل سول او نشر سول. نور بیا

 

 

 

 

د ښونکي ورځ:

 

د ښونکي مقام تر بل هر چا لوی اود درنښت وړ دی. هغه کوشنې ماشوم چې نوی دخبرو کولو چانس تر لاسه کړي اود زده کړو له پاره ښونځي ته مخه کړي لو مړنې شخص چی دده کوشني ماشوم د روزنې دنده سرته رسولو ته ملاتړي هغه ته ښونکې وايي ښونکې لارښود رهنما معنوي پلار استاد او نور ورته ويل کيږي.

کله چې کوشنۍ ټولگې ته داخل شي استاد ورته په لومړي کې زده کونکو ته د مور او پلار درناوی دسلام اچول دکاليو پاک ساتل د ښونځي يو لړ ساده قوانين ورزده کوي، او کله چې زده کونکې قلم کتاب او کتابچه تر لاسه کړي اول دالف توری زده کوي چې الف ډېری ما ناوی لري بيا نور توري زده او جملې کلېمې تری جوړوي لوی ليکوال، اديب، هنرمند، شاعر، سياستوال، اينجنر، پيلوټ( هواباز» بڼوال،کښتگر،د ، حيواناتوروزونکې،ډاکتر،کهانورد،لوی نظامي افسر،د وطن پالونکو روزنه اونوری زده کړي سرته رسوي چې ددی مقامونو روزونکې ښونکې دی اوبس.

خود په وروسته پاته ټولنو کې د ښونکې د درناوي او حرمت لپاره کمې کړنې سرته رسيږي .که دافغانستان د ښونکو اوسني حالت ته و گورو ، زموږ په هيواد کې ښونکې تر بل هر چا ډېری ستونزی لري معاشونه کم د اوسيدو لپاره مناسب چاپيريال نه موجوديت دژوند له ټولو وسايلو نه محروم قشر همدا ښونکي دي.

د يوه باتجربه ښونکې  مياشتنې معاش تر ۱۳زره افغانيو زيات نه دی دا معاش که محاسبه شي که يو ښونکې يوه ميرمن دری بچيان ولري د پلازمېنی کابل په يوه ناحيه کې دنده سره ورسوي دده ميرمن هم د کور ښځه وي يانی کارونه لري دا ۱۳زره افغاني پر مياشت وويشل شي يانې د کور کرايه ۷زره افغانې د بريښنا بيل ۵سوه افغانې د موټر هرورځ کرايه ۶۰۰ افغانی،د غرمې وچه يوه ډوډې ۲۰ افغانې ۵۰۰ افغانې،پاته شوی ۴۴۰۰افغانۍ  په دی ۴۴۰۰ روپيو د مياشتی ټوله کورنۍ وچه ډوډی لرگيغوړي کالي، دوا ،چای، بوره اخستې شي؟

نه خير هيڅکله :

چارواکو ته دا څو کرښې وليکل شوی حامد کرزي او داکتر غني ښونکو ته تغهد سپارلی وو .چې دوی به ښونکو ته يوه نمره ځمکه د کورونو لپاره ور کړي دا کا ونه شو دوی هم ملامت نه دي ځکه ځمکې ټولی غاصبينوغصب کړي  ځمکه نه ده پاته ټولې ځمکې استاد سياف او دده سړو، استاد رباني اودده مشرانو، استاد خليلي اودده ورونو، حامدکرزي او دده خپلوانو، د پير صاحب زامنو ، او لويو قومندا نانو چور کړی ښونکې ته کومه ځمکه وويشي؟

د ښونکو معاش له کومه مدرکه ور کړي يا زيات کړي ځکه ډالر خود سلاکارانو بهرنيو کارمندانو ، او چارواکو له پاره کفايت نه کوي دوی خو د مياشتی په لکونو ډالر مصارف لري ټول ملي پوليس د چارواکو باډي گاردان دي جنگ ته بيوزله او غريبان استول کيږي د واسطه لرونکو زامن گاردان دي د هر وکيل ، سناتور، وزير، والي جنرال، جهادي ټوپکمار سره تر ۶۰ تنو گاردان وي اوردو او پوليس دلته ويشل شوي په نظامي گارنيزون يا امنيتي پوستو کې تل د فرسونل د کموالي غږ پورته کيږي.

د سراعلاقومندان او اجرايه مشر او نورو چارواکو د توجو وړ:

د ښونکې ورځ دی ددی ملت رښتينو خلکو او ښونکو ته مبارک وي.

محمداقا کوچی

20170906