زړه توری پښېمانه (لنډه کیسه)

د خوشال مزاروال لنډه کیسه

څلورلارې ته په رارسېدو سره بختیار اوږده سا اخلي. بیا ځغلنده د خپل لاس ګړۍ ته ګوري. د سهار پاوکم شپږ بجې
دي. خوږ خوږ، نری نری باران اوري. څلورلارې ته پر راغلیو سړکونو د ګاډو ګڼه ګوڼه شېبه پر شېبه زیاتیږي. د
سړک تر غاړې په پلیو لارو کې پلي بیړه کوي. خپلو موخو ته ځانونه رسوي. بختیار یوه شېبه سترګې د څلورلارې
په واټونو کې څروي. نرۍ شانې موسکا یې په تاندو او تنکیو شونډو تېر و بېرېږي، او ورسره جوخت یې د انداو
انګیرنې بوده او تنسته یوې بلې نړۍ ته غځيږي:
د شیدو اوشاتو ډک ډک لښتي یې تر سترګو کیږي، چې بهیږي او بهیږي. باغونه، پارکونه او ګل بڼونه له حورو او
ښاپېریو ډک دي. خنداوې دي او مستۍ دي، مزې دي او چړچې دي. ژوند دی، داسې ژوند چې مرګ یې ستونی
نشي مروړلی، هره خوا جنت جنت دی….. له دې سره جوخت ځان د ښکلو په منځ کې ویني، لکه بلبل د ګل په
هره څانګه او ډنډر کیني، د رنګارنګ ګلونو شیرې زبیښي، او د عطرو له بویونو خوند اومزه څکي….. ناببره یې
ذهن ته هغه نږدې خوالګرسوټ بوټ دریږي، چې تر ده لا وړاندې د ښکلو او د ابدي ژوند د لټون په هیله او ارمان
راوتي وو. موسکا یې په شونډو ټالۍ وهي. په دې اند چې ژر تر ژره خپل خوالګر ومومي، او د زړه خواله سره
وکړي. د هغو په لټه کې سترګې لور په لور ځغلوي چې په دې کې یو کېلې پلورونکی یې د سوچونو پیاړمې
ورشلوي، غوښتنه ترې کوي، که چېرې څنګ ته شي، چې خدای مکړه د هغه په سر د کیلو تبنګ یې ژوبل نه کړي.
ارور ترور ډډې ته کیږي، لار خوشې کوي. خو خرخشو او اندېښنو لا همداسې پسې اخیستی وي. د خپلو کړو وړو
او رواني اکر بکر د کابو کولو کوښښ کوي. له ارامېدو وروسته؛ په څلورلارې کې د ګاډو بهیر تر سترګو تېروي،
بیا څه پټې له ځانه سره وایي، چې پرته له هغه یې بل څوک نه اوري. وروسته په ځان راخور پټو کې نور هم ځان
رانغاړي، او د تېرو خیالونو پیڅکه بیا نیسي:
په تېزو توندو سترګو هڅه کوي، چې ژر تر ژره خپل پخواني خوالګر ومومي. د موندلو تلوسه اوتنده یې له شېبې نه
بلې ته زیاتیږي. ورسره یې د لټون هوډ لاپسې ځواکمن کیږي. ګرځي راګرځي. منډې ترنډې کوي، خو سر نه نیسي.
نهیلی کیږي. له ځانه سره وایي:
– دوی خو بویه چې همدلته وی! په همدې نیت و نمات راوتي وو، چې پرته له ځنډه به په تراټ ځانونه رارسوي.
چې دلته نشته، نو بیا به سر خوړلي چېرې وي؟ نه چې….. له دې سره یې د ذهن نیلې د مدرسې په لورې غځیږي.
د مدرسې د مشر قاري سرمست خبرې یې د زړه په غولي راخوټېږي چې ویل به یې :
– ګوره چې په دې لار کې درته د ستنې د ستومي په اندازه شک و شوبه په زړه کې ځاله ونکړي، ګنې سوچ پوچ به
ګناهکار شئ…… او بیا د بدګومانۍ په ستونې ګونډه ږدي. د زغم و پېڅ واګي لاپسې ټینګ و ترینګ کوي. خو بې
واکه یې د خیال په چتر دا خبره کیني چې، که دلته نشته، نو بیا به په کومه بلا….. او نوره خبره په خوله کې ژوي.
بختیار د اندېښنو او وسوسو په پلندۍکې کلک پلک نخلي، خو ناڅاپه، په څلورلارې کې د ګاډو د ټکر له امله د
چلوونکو شور او ځوږ یې مخه ډبوي. د چلوونکو ناندریو ته یې پام اوړي، چې یو بل ته سره شنه کیږي. ټېلې دنګلې
جوړیږي. خو ډېر ژر پازوال پولیس چې ګومان کیږي، د پېښې ځای ته نږدې چېرې و، رارسي. د پېښې په شاربلو
کیږي. بختیار د دې په خاطر چې د سرخوږي سره په چاغه نه شي، د څلورلارې هغه بل لور ته اوړي. پازوال
کشاله غوڅوي. د ګاډو د تګ و راتګ بهیر بېرته عادي بڼه نیسي. خو بختیار چې داوخت یې خپلې غبرګې سترګې د
څلور لارې په یوه واټ کې په څو کړي، خدایزده چې څه به کري ریبي، خپل پام لاسي ګړۍ ته راړوي. په غور
سره ګړۍ ته ګوري، او بېرته بیا د خپلو خیال پلوونو په درشل پښه ږدي، خو دا وار د مشوړې سر راسپړي:

مټې رابوتکی شوی وي. شونډه یې په تورېدو وي چې پلار یې له اوږدې رنځورتیا وروسته مري. پلار یې د ژوند په
وروستیو شپو ورځو کې د کورکمن غوندې ژیړ تښتېدلی وي . حکیمان وایي چې وینه یې خپل تن زبېښي، خوري او
کموي یې . یو وار یې د ښار د منځۍ ډاکټرانو ته هم ورښکاره کوي، خو هغوی هم رټ ځواب ور کوي. سپینه ورته
وایي چې نور د پاتې نه دی.
هسې خو د بختیار زړه د پلار په شتون کې هم له زده کړې او مکتبه تور وي. د مکتب په پلمه د کتابونو کڅوړه شاته
اچوي، او وځي، خود کال په پای کې یې ناسوبتیا له سوبتیا زیاته وي. د پلار د مرګ نه پس د مکتب کڅوړه چورلټه
غورځوي، او نور د ښوونکي مخ نه ویني. خو مور یې بیا دومره کوي، او دې ته یې هڅوي چې په خپله خوښه او
رضا د کلي ملا محمد غلام استاد ته د سیپارې ویلو لپاره کیني. هغه هم ورسره پوره پوره لاس اړوي. سره له دې
چې هغه پخپله هم کومې ځانګړې دیني زده کړې نه وي کړي. خو د پلار نه یې چې د کلي امام پاتې شوی وي،
دومره څه زده کړي چې له هغه وروسته په کلي کې د دهقانۍ تر څنګ د پلار ځایناستی شي، د کلي وړو ته
لمونځونه زده کړي، او سیپارې ووایي…..
له ورځو نه یوه ورځ، له ګاونډي ملک نه د دوی چم او جومات ته د تبلیغینو ډله راځي، او دېره کیږي. هغه هم داسې
نه چې ټوک او وظیپه ټولوي، او یا کوم بار او بوج په چا اچوي. بلکې هر څه له خپلې کیسې خوري. خو اپوټه
کوشنیانو ته د سبق ویلو وروسته له شیدو سره سهارنۍ هم ورکوي. بې درېغه هڅه کوي چې د وړو زړونه ځانته
رامات کړي. وایي دوی د سبا ورځې د دین ستنې دي. دوی بویه چې دیني لوړې لوړې زده کړې وکړي. مونږ چمتو
یو چې ځینې له ځانه سره بوځو. روزنه ورکړو. جامې، خوراک څښاک، او ټول لګښت یې په غاړه واخلو….. او بیا
داسې ورځ هم رارسي چې بختیار له فدامحمد او جنت ګله سره ، له ځانه سره بیایي.

***

– لکه چې خولۍ مو په غوړو کې ولوېدې! مټې په نس ماړه شولو! کور کې خو وچ سوړسک هم سر خوړلی و، نه
پیداکېده! دلته خو هرڅه پوري ماموري دي! هډو پوه نه شوو چې میاشت څنګه تېره شوه!
بختیار فدامحمد او جنت ګل ته وایي.
– رښتیا دې وویل وروره! وایي: چې غواړې پرې واوړې! که د خدای رضا وه، هم به مو خېټې غوړې وي، او هم
به رانه یو څه جوړ شي، داسې څوک چې، لکه دا دلته یې چې راوستو.
فدامحمد خپلو ملګرو ته وایي! خو جنت ګل ورپسې زیاتوي:
– د خدای هم هېښنده او اریانوونکی نظام دی! ته ګوره زمونږ د کلي مولا ته، محمد غلام استاد یادوم. د امامت له
کلېن سره سره مزدوري او بزګري هم کوي، خو یوه یې دوه نشوه. د اولادونو وښکي یې بې تبو سټي شوتلو او سوړ
سوکړک وشوړول. له ناعلاجۍ څخه تل خپلې چاودې پوندې په ستن او تار ګنډي. خو بیا دوی ته ګوره چې غواوې
یې لنګې دي. د هیڅ شي کمی نه لري. لوي لوي پوځیان یې هم لاسنیوي ته راروان وي. خلک یې هم په خیراتونو او
نذرونو نازوي. دوی خو په دې نړۍ ځانته جنت جوړ کړی دی…. خو فدامحمد زیاتوي:
– څه به ووایو وروره! د سپېرو برخې تل سپېرې وي. ولې بختیار بیا په خبرو کې د شړومبو د مچ په څېر وردانګي،
او په غبرګون کې یې وایي:
– داسې مه وایه! مونږ او تاسې په کلي کې څه درلودل! خو اوس ګوره، د خدای سره د څه شي کمی دی. او له دې
سره دریواړه یوه شیبه غلي کیږي. وروسته له یوه لنډ لارغي نه بختیار بیا د خبرو پیڅکه نیسي وایي:

– خو زه نه پوهیږم چې دا مدرسه یې ولې له ښاره لرې په راغه کې جوړه کړې؟ او له دې سره د اوروژونکو ګاډو
ځانګړی الارم چې هډو کله یې هم نه و اورېدلی، د بختیار د خیالونو د څرخې تناب پری کوي. زړه یې له سینې
سوټ بوټ راباسي. وینه یې په رګونو کې تښتي. ژیړ اوړي، او ټاغې ټاغې د اوروژنې ګاډو ته ګوري. د ګاډو له
تېرېدو وروسته اوږده سا اخلي. تښتېدلې سپینې رغوي. په کراره کراره د څلور لارې هغه بل لور ته، چېرې چې
ترمخه ولاړ و، روانیږي. هلته په رسېدو سره سترګې د آسمان په لورې پورته کوي. آسمان هماغه شان تورو ورېځو
پوښلی دی. نری نری باران د تېر په څېر په هماغه سور و تال پشم پشم اوري. تېر خیالونه یې له ځانه سره
بوړبوړکۍ کوي، او د سوچونو په هماغه روزان ورننوځي:
له میاشتې اوړېدو وروسته هغه ورځ هم رارسي چې، د مدرسې سروال ورته د غوړې میلمستیاویلي وو. د
جومې(جمعې) د ورځې سهار وي، چې درې پسونه د مدرسې په وربویي (حریم) کې درېږي. ورسره لس پینځلس
تنه چلتار په سر بهرنیان، او دوه درې هماغه پوځیان چې کله ناکله به د مدرسې د مشر قاري سرمست دیدن ته
راتلل،له ګاډي ښکته کیږي. په هره توګه د جومې په لمانځه کې دوه درې تنه بهرنیان او پوځیان په داسې انداز،
جوش او جزبې، ورم او وعظ کوي، چې وینه په رګونو کې په مستۍ راولي. دغه ژوند ته ګوته نیسي. د بانډې شپې
ورځې یې بولي، او د هغه ژوند سیوری او تت انځور یې ګڼي……
تر لمانځه وروسته کاسې کاسې غوښې تر ستونو تېریږي چې بختیار او د هغه خوالګرو په خوب او خاطر کې نه وې
لیدلي. تر څنګ یې پوځي جامې هم ورکوي. ټول ټرینېنګ او د وسلې زده کړې او چلولو ته هڅوي، او په لنډه موده
کې لاس په کار کیږي……
وروسته له څو میاشتو عملي زده کړو، د بختیار د ملګرو په روان او خاطر کې د نوو هیلو څه عجیب و غریب شانې
بزغلي را ټوکېږي. او په هغه نیت و نمات چې راغلي دي ، د هغې ځای نیسي. د یو ابدي ژوند د لټون پسې شونټۍ
روښانوي، او پسې ووځي. بختیار یوازې پاتې کېږي. یوازیتوب ېې د دیوال د ښورې په څېر خوري. ژوند یې پیکه او
بې خونده ګرځي. د ناستې پاستې ځایونو ته ګوري، خو هیڅ شی خوند نه ورکوي. ملګري ېې لکه د سیوري ورپسې
وي. د روان له دهلیزونو ېې چېرې ووځي. کله ېې خوب او ارام ته پرېږدي…… هماغه وي چې وروسته له میاشت
دوو چار ناچار د خپلو خوالګرو د منډ په لټې پسې ووځي ، ګوندې که له حاله یې خبر شي….. او له دې سره د
بختیار د اند و واند لړونه تنکی هلکان او نجونه د ځان په خوا راکاږي، چې ډلې ډلې ښوونځیو او مکتبونو ته په لاره
دي. هیښ پیښ ورته ګوري. د ښوونځیو ځانګړی لباس او جامې خوند ورکوي. د هغو ټنډو ته ګوري چې موسکاوې
پرې ناڅي. هریو د کتاب او لیکاڼي خبرې کوي، او د خپل راتلونکي برخلیک پر سکالوغږيږي. څوک خپل ځان د
ډاکټر او انجنیر، او څوک هم ځان د وزیر او ریس په روب کې ویني…. خپله لار ورته بل شان بریښي. د دوی له
لارې رټه او سکوټه جلا. ناببره ځان د هلکانو او نجونو په ډله کې ویني، چې شاکڅوړه یې تر شا وي، او د خپل
برخلیک په اړوند غږيږي. د خپلو خوبونو جاج اخلي. خو ژر له خیاله راووځي. په خود کیږي. زړه یې غواړي چې
ورمخې ته شي، او څه ترې وپوښتي، خوځانته یې پام کیږي، او پښه نیسي. خپل کوشنی ورور خانګل یې سترګو ته
لک څک دریږي. ځان سره وایي:
– خانګل خو به مې مور په مکتب کې اچولی وي، او که به زما په څېر د کلي د ملا نه سیپاره وایي. خو ډېر ژر یې
د کلي مولا محمد غلام استاد کړنې ذهن ته دریږي. بیا په سوچ کې ځي، وایي:
– هغه خو یوازې وړو ته سبق وایه. هغه خو چېرې هم د دې او هغې خبرې نه کولې. تل به یې ویل:
– ګوره بختیاره! کوښښ وکړه چې د خپلې مور، او خپلو خلکو په درد وخوړل شې! ښه سړی درنه جوړ شي. بېرته
ځان ته وایي:

– بیا نو دا نور ولې بل څه وایي. ولې د خیر ښیګڼې خبرې نه کوي، چې یوازې سړی د ابدي نړۍ په خاطر بلهاري
ته رابولي…… بیا یې ذهن ته د قاري سرمست زامن دریږي، چې د ده د اښتنې پوښتنې په ځواب کې ورته قاري
صیب ویلي وو چې په بهر ملک کې زده کړې، او نوره خبره یې د اوبو په څیر د بوسو لاندې بېولې او ژوولې
وه……
په هره توګه شک او شوپیا یې لکه د تالندې او برېښنا په څېر په روان کې څړیکې کو ي. په وار وار یې همدا خبره
په ذهن کې خوټېږي را خوټېږي، چې ولې همدا لویان خپل بچي بلهاري ته نه هڅوي چې غریب غوربه په کې دل
کیږي…. بیا یې د سترګو په وړاندې د نجونو او هلکانو ډلې چې ښوونځیو ته په لاره وې، تېر و بېریږي. خو ډېر ژر
پرې د اندېښنو او وسوسو لوړې راخوریږي، او یوځل بیا د خپلو همپېرو خوالګرو د لټون په موخه د ښکلو او حورو
بڼ ته ځي:
لی په لی ګرځي. ځایونه لټ په لټ کوي ، خو سر نه نیسي. له ځاځ و پرغزه شونډې چیچي. نور نو سکوټ نهیلی
کیږي . زړه یې له لټونه مړیږي. په غریو نیولي اکر کې په مړاوو څانګونو راووځي چې له دې وربويي(حریمه)
اخوا یې سترګې په یو څه نښلي.
څه عجیبه شانې ډنډ ویني. داسې ډنډ چې په ړومبي ځل یې د ذهن نیلې ورتخنوي. د اور لمبې دي چې غرغړې ترې
کوي. د خوني اژدها په څېر غریږي او پشیږي. لوخوړو او ښکالو یې تشیال په سر اخیستی. د بختیار دوه سترګې
څلور ګرځي. په سکېندو کیږي. یخه خوله پرې راماتیږي. خپلې سترګې مخي. په برندو ګوري. د شاتو د ګبین د
ډمبرو په څېر بې شمېره انسانان یې تر سترګو کیږي، چې نارې سورې وهي، او هر یو یې له خپلو کړنو او خپل
برخلیکه نالي. زړه توری او پښېمانه ګرځي. . . . . . .
ناڅاپه یې سترګې په خپلو دواړه خوالګرو پرېووځي. بې اختیاره لاندینۍ شونډه په غاښونو کې ټینګه نیسي، هېښ پېښ
ورته ګوري، او سترګې یې همداسې ټاغې پاتې کیږي.

۱ – ۰۳ – ۲۰۱۸
۱۰ -۱۲ – ۱۳۹۶
ډنمارک

دچنګاښ کودتا اودافغانستان خلق دموکراتیک ګوند 

===========================
د ۱۳۵۲ کال دچنګاښ د۲۶ دپوځي کودتا څخه پوره ۳۴ کاله تیرشول خولا تر اوسه دهغې دلوبغاړو په اړه دنظریووالی نشته. ځینې داکودتا دسردارمحمدداود دهوډ ، ښه نیت اوهلوځلو پایله ګڼي اوپه کودتا کې دافغانستان دخلق دموکراتیک ګونددپرچم دډلې ګډون په کلکه ردوي اوپربله خواځينې دا کودتا دمسکودنخښې پربنسټ ، دمحمدداود او پرچمیانوګډ کارګڼي.
پدې هکله شته معتبرلاسوندونه ښيي چې کودتا د محمدداوداودپرچمیانو دپټ جوړجاړي پراساس ترسره شوه چې هغه مهال دواړولدې جوړجاړي انکارکاوه که څه هم پرچمیانوهڅه کوله چې په کودتا کې خپل رول پټ نکړي. دجمهوري نظام دسقوط وروسته پرچمیانو د چنګاښ په کودتاکې دخپلې ښکیلتیا څخه پرده پورته کړه اود نوموړې ډلې مشرببرک کارمل دخپلې پردیو ورکړې واکمنۍ په مهال څوځله په کودتا کې دپرچمیانو رول ته ګوته نیولې او یوځل داسې وایي : « دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دپرچم فرکسیون دمحمدداودتر لارښوونې لاندې کودتاکې چې شاهي نظام یې نسکورکړ برخه لرله » (۱) همدارنګه ډیر کورني او بهرني څیړونکې ورته لیدلوری لري اوځینې لا مسکوته هم ګوته نیسي. هیره نشي چې د کودتا وروسته لومړی ځل دمحمدداوداوپرچمیانو ترمنځ داړیکودبې خونده کیدو یولامل هم دپرچمیانو له لورې په کودتا کې دبرخه اخیستو مسئله وه چې پدې هکله محمدابراهیم عطایي لیکي : « دداودخان دجمهوریت په دولتي دستګاه کې درزهغه وخت پیداشو چې د کرنې وزیر جیلاني باختري په څرګندډول پخپل وزارت کې دجمهوریت په تاسیس کې د کارمل دمشرۍ رول لوړوګاڼه.» (۲ ) په کودتا کې دپرچمي مشرتابه ښکیلتیا اود هغوي له لوري دکودتایي عملیاتو دبهیرڅار دسلطانعلي کشتمند ددې څرګندونو څخه چې « یوه ملګري دچنګاښ د۲۵ نیټې په شپه محمدحسن شرق دکابل په ښارکې په یوه زرهپوښ کې لیدلی چې ګواکې د کودتاچیانو له ډلې څخه دی. لدې امله نوموړی بیله ځنډه دکودتاپه اړه خپل مشرتابه ته رپوټ ورکړی دی . درپوټ وروسته د پرچم مشرتابه په هماغه شپه په مکرویانوکې بیړنۍ غونډه رابولي چې حالات وارزوي.» پدې ډول کشتمند غواړي دکودتاپه اړه د محمدداوداوپرچم پټ جوړجاړی همغسې پټ په تیارو کې پاتې شي خوهڅه یې داده چې د هیواددبرخلیک په وړاندې دخپل سازمان بې کچې حساسیت نندارې ته کیږدي چې دکودتاپه وړاندې کوم دریځ غوره کړي. دکشتمند د څرګندونواوپدې اړه دنورولاسوندونوڅخه بریښي چې دکودتا بهیرله دوومرکزونو( دمحمدداودکوراوپه مکرویانوکې دپرچمي مشرتابه دغونډې ځای ) څخه رهبري کیده. دپرچمیانو دغونډې ځای په غالب ګومان په مکرویانو کې دبارق شفیعي کور و ځکه چې پدې هکله دثریا بهادنجیب دورورصدیق راهي د میرمنې په کتاب کې راغلي : « دچنګاښ په ۲۶ سهارموږ لیدل چې دبارق شفیعي په کورکې چې زموږ د بلاک په لومړي پوړکې و دپرچم مشرتابه تګ اوراتګ درلود. دڅودقیقووروسته یوټانک دبارق د کورترڅنګ ودرید اودوکیل خورثریا چې دکارمل دماما لوروه دیوه ټوپک سره ټانک ته وختله اوحرکت یې وکړ. په پرله پسې توګه سرتیري د ټانکونوسره دې کورته تلل اوراتلل » (۳ ) [ ثریا بها دپرچم دفرکسیون غړیتوب درلود او دګوندڅخه په نامعلوم دلیل ووتله .دخپل میړه سره یو ځای احمدشاه مسعود ( پنجشیر) ته ورغلل. مسعود ورسره مرسته وکړه چې دپاکستان له لارې امریکې ته لاړشي. په امریکا کې صدیق یوکتاب ولیکه چې په هغه کې یې ګوند اوپه تیره نجیب الله ته سپکې سپورې ویلي دي. ثریا په خپل کتاب کې دا هم نه پټوي چې دکتاب دچاپ پیسې امریکایي مقاماتو ورکړلې. که څه هم ثریا ګوند پریښود خو وروریې (همایون ) دګونددواکمنۍ په وروستیوکې دګوندپه مرکزي کمیټه کې کارکاوه.]
حسن شرق چې دکودتا متفکرمغز ګڼل کیږي کودتا ته دچمتووالي پرمهال دخپلوهلوځلو په اړه لیکي: « دمیراکبرخیبرسره مې په اونۍ کې یوځل ، دسلیمان لایق او… ملاقات کاوه او ځینې وختونه مې کارمل هم لیده. دلیدنوپایلې کودتا ته دنویوغړودجلبیدولپاره ګټورې وې او محمدداودمې منظمآ خبراوه » (۴ ) دشرق پاسنی خبره ښيي چې دشرق له لوري دپرچمي مشرانو سره لیدنې کتنې او ددې ډلې څخه کودتاته دپرچمی پوځیانودراجلبولو بهیرد محمدداود دارادې له مخې ترسره کیدلې. دخیبر سره هره اونۍ دشرق لیدنې کتنې په واقعیت کې د پرچمیانو هغه ګوندي غونډې دي چې دحوزو په نامه یادیدې اودابیا ښيي چې شرق دپرچم د فرکسیون پټ غړی و چې ډیری هغه دپرچم او حتی دشوروي دڅارګرې ادارې ( کی جی بی ) غړی ګڼي. عبدالقدوس غوربندي دپرچم د فرکسیون دمرکزي کمیټې غړی دخپل کتاب ( نګاهې به تاریخ مختصر حزب دموکراتیک خلق افغانستان ) په ۲۸ مخ کې شرق هم د پرچمیانوپټ غړي معرفي کوي. دکودتا په درشل کې دسیاست لیوالو اوپه هغوکې دمحمدداود ارادتمندانو د پرچمیانو سره دمحمدداود تودو اړیکوته په کتوسره « څومیاشتې مخکې چې محمدداود دجمهوري ریاست مقام ته ورسیږي یوه استاد دیوې جنازې په مهال محمدداودته ویلې و : دپرچمیانوسره مو نږدیوالی ستاسې شهرت ته زیان رسوي . محمدداود په ځواب کې ورته ویلي و: په موږکې عادت ګرزیدلی دی چې دهر وطنپال په لکۍ سره لته وتړي » (۵ ) دمحمدداودله ځواب څخه څرګندیږي چې هغه پرچمیان خپل ګڼل اود هغوی څخه یې په کلکه دفاع کړې ده. په کودتا کې دپرچمیانو د ښکیلتیا په اړه شوروي جنرال چې نوموړی دشوروي داشغال په موده کې اکثرآ په افغانستان کې حضوردرلود داسې لیکي : «پرچمیانو په دغه پړاوکې د واک په موخه مبارزه کوله .هغوی دمحمدداود دپلویانو سره اتحادوکړ. په پایله کې جنرال محمدداودوکولای شول… دپرچم دلارښونکي هیآت په مرسته عملآ سپینه کودتا ترسره کړي. دواک څخه ظاهرشاه ګوښه ، سلطنتي مؤسسه ړنګه اوځان یې د جمهوریت مشراعلان کړ» (۶) ډګرجنرال عبدالرزاق په کودتا کې دمسکولاس ته ګوته نیسي او لیکي :« پدې وخت کې د افغانستان خونخواره دښمن یعنی روسان بیا دشاهي کورنۍ داختلافونوڅخه دګټې اخیستنې په فکرکې شول. هغوی دکی جی بی پواسطه کشف کړي ووکه وغواړي دافغانستان څخه کومه استفاده و کړي ددې کارلپاره محمدداود مطلوب شخص دی… لدې امله محمدداود ته دکی جی بی لخوا اوپه قوي احتمال دحسن شرق اوببرک کارمل له لوري بلنه ورکړل شوه چې په کودتا لاس پورې کړي .»(۷ ) سلیک هاریسون امریکایي لیکوال هم دجنرال عبدالرزاق په څیر نظر لري اولیکي:« پرچمیانو دمسکوپه دستور دداودسره ائتلافي دولت جوړکړ اوپه څرګندډول یې هلې ځلې وکړې چې په پوځ او اداره کې خپل اغیز زیات کړي »(۸) سربیره پردې په جمهوري دولت کې چې « لږترلږه ۸ وزیران اودصدارت مرستیال، دهیواد د ولایتونو۱۷ والیان ،له ۱۱۷ نه زیات ولسولان او لوی ولسوالان او۱۲۰ تنه دپلوماتان ټول له پرچمیانوڅخه غوره شوي وو.» (۹ ) ښيي چې جمهوري دولت دمحمدداود اوپرچمیانوګډ ائتلافي دولت و.میرمحمدصدیق فرهنګ دشوروي دنیواک پرمهال دکارمل سلاکارهم ورته نظرلري او لیکي :«نوی دولت پخپله دمحمدداود او دپرچم دډلې ائتلاف دی ، تقریبآ هریوه ته دمساوي ونډې پربنسټ.»(۱۰ ) سربیره پردې هغه مهال دپرچمیانو خپل خپلوان هم په دولت کې په لوړوڅوکیووګومارل شول چې کیدای شي دپکتیا دقول اردو دقوماندان په توګه دکارمل دپلارمتقاعدجنرال محمدحسین ،دپروان دوالي په توګه دصمداظهردپلارعبدالکریم اوپه پاکستان کې دوکیل تجار په توګه دډاکټرنجیب دپلاراخترمحمد د ګومارلویادونه وشي. هیره نشي چې په کودتا کې ګډون کونکي دمختلفو سازمانونوغړي او یابیطرفه پوځیان و. البته په کودتا چیانو کې د پرچمیانو په پرتله دخلقیانو شمیرزیات و. یوازې د خواجه رواش اوبګرام په هوایي ډګرونو کې یې شمیر ترشلوتنوزیات وو.خوڅرنګه چې دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دخلقي ډلې مشرتابه د محمدداودسره د کودتا په اړه کوم جوړجاړی نه و کړی دخلقي فرکسیون هیڅ یو کدرددولتي لوړوبنسټونو ( وزارت ، معینیت ،ریاست ، ولایت ، ولسوالۍ ) په مشرتابه کې ترسترګو نشو. لیکوال ته یوه خلقي په کودتاکې دخپل ګډون په اړه ویلي :« کله چې زماارتباطي مسئول غړي په کودتا کې د برخه اخیستوخبره وکړه ترې ومې پوښتل چې آیا نورمحمدتره کی هم پدې نظردۍ چې موږ د محمدداودترمشری لاندې کودتا وکړو؟ په ځواب کې یې وویل چې ملګری تره کی وایي : کودتا کیدونکې اوبری یې حتمي دی . ددې لپاره چې موږ په راتلونکې کې دمحمدداود له نخښو خبر وواوپه تیره دده شخصیت ته په کتوسره چې سیال، مخالف سیاستوال اومخالف نظرنشي زغملی دهغه له ګواښونوڅخه خپل ګوند وژغوروغوره داده چې ملګري په کودتا کې برخه واخلي.» دپرچم فرکسیون چې د چنګاښ دکودتا له برکته په حاکم ګونداوښتی و اومحمدداود کوم سازمان نه درلود دجمهوري دولت تګلارې جوړولې.دعبدالقدوس غوربندې له قوله محمدحسن شرق دسلیمان لایق څخه غوښتي و چې خلکوته دخطاب وینا ورته جوړه کړي چې دپرچم مشرتابه هغه ولیکله اوشرق ته یې ورکړه . خوواقعیت دادۍ چې دا مسئله دپرچم مشرتابه دشورویانو سره شریکه کړې او دشوروي اتحادکمونست ګوند ددې وینا اساسي کرښې ورته جوړې اوپه کابل کې دخپل سفارت له لارې دپرچم د مشرتابه په واک کې کیښودلې. پدې هکله د ( افغانستان درمنګنه ژئوپولیتیک ) نومي روسي کتاب په ۱۵۵ مخ کې توضیحات ورکړل شوي دي. دکودتا په بري سره چې د پرچم سازمان عملآ واک ته رسیدلی خپل سیاسي او سازماني فعالیتونه یې تعطیل کړل اودنورومترقي ډلوڅخه یې ورته غوښتنه لرله. څرګنده بیلګه یې دکورنیوچارو دوزیرفیض محمدله خوا دوه ځله دخلقیانو دمشر احضارول دي چې دپرچمیانوپه شان د اعلامیو اوابلاغیودخپرولو څخه ډډه وکړي چې البته دنورمحمدتره کي غبرګون منفي و. که چیرې دالیکنه په یوه جمله کې راونغاړل شي ویلی شو چې دچنګاښ پوځي کودتا دمحمد داود او پرچمیانودپټ جوړجاړي له مخې ترسره شوې ده .
اخځونه :
۱ – صباح الدین کشککي . دهه قانون اساسي ،مخ ۱۵۶
۲ – محمدابراهیم عطایي ،تاریخ معاصرافغانستان مخ ۳۸۶
۳ – ثریا بها ،رها درباد ، مخ ۲۱۰
۴ – محمدحسن شرق ، کرباس پوشان پاه برهنه ، مخ۹۲
۵ – کشککي ، مخ ۱۹
۶ – لیاخفسکي ، دافغان غمیزه اومیړانه ( روسی ) ،مخونه ۲۱ – ۲۲
۷ – ډګرجنرال عبدالرزاق ،افغانستان درجریان زندګی من ،مخ ۱۶۳
۸ – سلیک هاریسون اودیه ګوکوردویز ،پشت پرده افغانستان . مخ ۱۴
۹ – مثلث بی عیب ، شاه محمودحصین ، مخ ۲۹
۱۰ – افغانستان درپنج قرن اخیر ، میرمحمدصدیق فرهنګ ، دریم ټوک ، مخ ۱۲

هر څه سره لکه سنګسار

 

لنډه کیسه

لیکوال خوشال مزاروال

سړک لکه توره رسۍ، لکه تور تناب د کڅ په ټټر اوږد غځېدلی دی. ناوخته مازیګر مهال دی. د لمر سترګه د لویدیځ له لورې د پناه کېدو اشارې کوي. په پټو کې د جوارو فصلونه خپل مراد ته رسېدلي، او نور د ریبلو دي. پاڼې یې ژېړې شوي، او د وچېدو په حال کې دي، کټ مټ داسې لکه  انساني ژوند  چې  دعمر په وروستیو شیبو کې نور د ځوانۍ د بیا راستنېدو متره نه لري، او د پای په لورې درومي. د کڅ په منځ کې د غځېدلي سړک دواړو خواوو ته په لښتو کې اوبه په شړک بهیږي. سندره وایي، د ابدیت سندره، هغه چې د ژوندیو موجوداتو د عمر شیبې لکه د سُر او تال اوازونه په خپل تن او وجود کې ورکوي، خو خپله لاره وهي، او تمېدنګ نه پیژني……

د پټیو په منځ کې په غځېدلي سړک روان یم. د جوارو پټو ته ګورم، او یو یو له نظره تېروم. ناڅاپه مې سترګې په یوه داسې پټي لګیږي چې اریان دریان درېږم. پټی او په پټي کې ولاړ فصل مې ذهن راتخنوي. د سترګو په وړاندې مې د لیدو منظره بدلون کوي. د ذهن په اوږدو کوڅو کې مې نوي څه بلیږي، او د وجود په رګونو کې مې لارې کوي.

***

پټي ته، او په پټي کې ولاړ فصل ته په برندو ګورم. هر څه راته سره ښکاري. پټی سور دی. د جوارو ټانټې او پاڼې سرې دي. وږي، او د وږو څڼې سرې دي. د جوارو بمبلونه سره دي. پولې سرې دی. د پولو په سر ولاړ خریزونه، درب، او ټول واښه سره دي. د پټي اړخ ته تېره شوې ویاله له سرو اوبو ډکه روانه ده، او د پټي په سر ولاړ آسمان سور بریښي…… سترګې مې سوزي. داسې انګیرم چې پټي، او فصل دواړو یې راباندې اغېزه ښیندلې. د جیب په کوشنۍ هینداره کې سترګې وینم، خو هغه سرې نه دي. ولې ماحول راته ټول سور دی. هیرانوونکي لا دا ده چې عجیبه او غریبه ښکالو مې تر غوږو کیږي. داسې ښکالو چې زګیروو ته ورته ده. غونی مې زیږیږي. په تن راشنه شوي ویښتان مې د میخونو په شان شخ شخ دریږي. ترهه مې په رګونو کې ځغاسته کوي. له دې ټولو سره سره زړه مې غواړي چې له جوارو وږی رامات کړم. خو د ماتېدو زړه یې له ماسره نشته. بیاهم کوښښ کوم. زړه ته تسل ورکوم،  وایم چې بویه دا کار وکړم، که چېرې په دې راز پوه شم. سل زړونه یو کوم، او یو وږی راماتوم. لاپسې اریانیږم. لامې اندامونه رېږدي، او هغه داچې د وږي د ماتېدو په وخت کې دردوونکي زګیروي اورم. له ټانټې د پیو پرځای د وینو قطرې څاڅي. دا لا څه پېښه ده. بېرته ځانته وایم. نه، کېدای شي دا مې وهم وي. کېدای شي دا مې د سترګو ختا وي. خپلې سترګې مښم. بیا وږو او ټانټو ته ګورم. بیا هم وینې وینم. یو ځل بیا پټي ته ګورم. بیا هم هرڅه سره دي. د ویالې اوبه سرې دي. سترګې مې په سړک نښلي. په سړک د وینو خاپونه وینم چې هغه بل لور ته اوختي دي. سرو خاپونو پسې روانیږم. لږشانې وړاندې ځم. د وینو دوه ډنډوکي وینم. سترګې ډنډوکو ته څکې نیسم. ځان د وېرې په شپول کې وینم. همداسې چوپه خوله ولاړ یم. زګېروي مې په غوږونو کې انګازې کوي. همداسې اندېښنه او غوږغوږ یم چې د ذهن په پرده مې یوه  پېغله راڅرګندیږي. په سرو جامو کې مخامخ راته دریږي. پېغلې ته ګورم. د  قدرت شان دی. د پېغلتوب په ګاڼه پسولل شوې ده. بیخي د کوچیانۍ پېغلې په شان ښکاري. ښایسته ګرد مخ او غنم رنګه څېره. زه لا په ذهن کې د هغې څېره ښکته پورته کوم چې هغه خپل سالو په سر داسې برابروي چې نورمخ  هم پکې پټوي. بیا سترګې ښکته اچوي وایي:

– څنګه دې راپېښه وکړه؟ د څه شي په لټه کې یې؟

په تته ژبه وایم:

– هغه د جوارو سور پټی، او دې خوا ته د وینو خاپونه!

سوړ اسویلی له خولې باسي. غټې زرکینې سترګې له ځمکې راپورته کوي، او د پېښې او کیسې په راسپړلو کیيږي:

***

یو وخت مې خوبونه لیدل، چې د هیلو سپرلی به مې ډېر ژر راورسیږي. ژوند به سمسور ګلبڼ وي. په همدې ګلبڼ کې به وړه شانې کوډله وي، او د خوښۍ نه ډکې شپې ورځې…… خو خبره نه وم چې داسې سېلۍ به هم راشي چې کوډله به راوپرځوي. د ګلبڼ ګلان به له بېخه وباسي، او هر څه به په شاړه دښته واوړي….

یو وخت مې کوژده شوې وه. د یوه ځوان افسر سره. عزت الله نومېده. د دریو خویندو ورور و. کورنۍ یې په چم کې راسره اوسېده. د واده پریکړون شوی و. نېټه مالومه شوې وه. خو د واده له ورځې اونۍ وړاندې ځوانیمرګ شو. د واده ارمان یې له ځانه سره ګور ته یوړ، او زما خوبونه تالا ترغۍ شول…..

د عزت الله وینه لا وچه شوې نه وه چې تربورانو یې بدې ورځې ونښلولې. ډلې ډلې به راروان  وو.ګواښونه به یې کول. مور و پلار یې راله په سترګو سترګو کې وهل. د چا خبره په یوه هډوکي نه سره جوړېدل. هر یوه ګوتڅڼډنه کوله چې هغه ته به مې ورکوي،او که بل ته یې ورکړم، نو بیا دې د سر خیال کوي…. د پلار په شتون کې مې د عزت الله پلار ټول راټول کړل. په ټولو یې ومنله چې ما به خپلې خوښې ته پرېږدي. ما هم د دې په خاطر چې د یو او بل دښمني مو نه وي اخیستي،له ټولو انکار وکړو، او ځان مې خپل سپېره بخت ته وسپاره …..

چې ډېر اړین کار به پیدا نشو، له کوره نه وتلم. ځکه پوهېدلم چې یوې په سر سرتورې جنۍ پسې د هر چا سترګې کږیږي. د سترګو په رپ کې سل تورونه ورپورې کوي، او بدناموي یې……  بس په څلورو دیوالونو کې بندۍ خوښه وم، او ژوند همداسې د خپسکې په څېر حالت کې تېرېده….

یو وخت مې د ترور کډه له ګاونډي ملک پاکستانه بېرته راستنه شوه. په چم کې یې په خپل کور کې واړول. زیاته خوشاله شوم. ساه راکې وچلېده. چې کله به تنګه شوم، نو ترور کره به لاړم. غم به مې غلط کړ. خو یو وخت

د بد قسمتۍ نه چم نارامه شو. د حکومت له ولکې ووته. نا اشنا سپین، او تورپټکي خلک په چم واکمن شول. د هرڅه پرېکړې همدوی کولې. حکومتي خلک یې په بې دینۍ او کفر تورنول. د هغوی په وړاندې یې جګړه روا بلله ……. او بیا یوه داسې ورځ هم راورسېده چې زمونږ د چم د دین محمد چنغول، ګل مینه یې یوه ملا ته په زور نکاح کړه. دین محمد ظابط و. پولیسو کې یې خدمت کاوه. خو دوی یې ارمانونه خاورې کړل…..

له دې سره یې ستونی ډډ شو.په سترګو کې یې اوښکې وځلېدې، او غلې شوه. له یوې شېبې وروسته یې چوپتیا ماته کړه. اوښکې یې پاکې کړې، او خبرې یې داسې پسې وغځولې:

د ګل مینې برخلیک وډارولم. ځان ته مې پام شو. کله ناکله به مې خپل برخلیک د هغې په شان ليده. خپل زړه مې پخپله خوړ. خو چې تنګه به شوم، او زړه به مې راوپړسېد، نو وبه مې پتیله چې خپلې ترور کره لاړه شم، او د زړه بوج لږشانې سپک کړم. خو یو وخت مې د ترور مشر زوی غندل پستو  او خوږو خبرو په زړه کې پوښتنې راولاړې کړې. حالاتو ته په کتو سره د هغه مینه ناک چلند د ځان په لورې نږدې کولم. د ګل مینې له برخلیک نه د تېښتې او ځان ژغورنې لپاره مې دا یوازینۍ لاره موندله. ځینې وخت به مې ګل مینه مخې ته درېده.  د هغې بد قسمت ژړولم. د میړه په شتون کې یې بل د ارمانونو درمند لوټ کړ. چې زیاته به وډار شوم. زړه به راته وویل چې که هغه شرمیږي، ته ورته ووایه. ځکه ((ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي)). خو بېرته به مې د پلار شرم او پښتو مخې ته نیغه ودرېده، په شاه به شوم، او ځان به مې حالاتو ته تسلیم کړ……

زه لا د لټو اواندېښنو په چړونو کې  غورځېدم او پورته کېدم چې  یوې ډلې ملایانو مو د کور ځنځیر وشرنګاوه، او د لوي ملا صیب عبیدالله جان لپاره چې څو میاشتې وړاندې یې میرمن مړه شوې، او کونډ شوی و، د مرکې اوخواستګارۍ په نیت د کلا په انګړ کې کیناستل. خو پلار مې د سوچ او فکر کولو لپاره مهلت وغوښت. خلک رخصت شول. تبه او لړزه مې په رګونو ننوته. وار و پار رانه ختا شو. حدس مې پر ځای و. په بلا واوختم. د ملایانو له دعوو دنګلو ډارېدلم. ځکه نن سبا د دوی راج چلېده. د شرعیت او عدالت قمچینه د دوی په لاس کې وه. په دورو وهل او ټکول خو یې د خدای د رضا لپاره کول….. پلار مې اریان پاتې و. لاره ترې ورکه وه. هغه پوهېده چې د ملایانو راتګ مرکه نه بلکې زور او ګوتڅڼډنه وه. او زور خو مخ او څټ نه لري…..په ماښامنۍ ډوډۍ کې مې یوه ګوله هم له ستونې تېره نشوه. دې ټکي ځورولم چې څوک به مې خپلې خوښې ته پرې نه ږدي، او نه به مې د پلار په خبره څوګ پیاز پاک کړي. ارمانونه مې لاهو شوي لیدل…… د شپې هم کټ کې اړخ په اړخ اوختلم  راوختلم. خوب چېرې راتلو…….

هغې خپلو خبرو او له غمه ډکې کیسې لړۍ پسې اوږده کړه،وې ویل:

د کال شپه وه تېره شوه. سهار مې د پلار سترغلي هم پړسېدلي وو. داسې ښکارېده لکه چې هغه هم سترګه نه وه پټه کړې. بویه چې همداسې وی.  سر خوږی ورته پیدا شوی و، چې ځان به ترې وژغورلی شي او که نه……

له سباناري وروسته مې مور ته وویل چې زړه مې تنګ دی، غواړم ترور کره لاړه شم. مور  مې هو راته وکړه.  روانه شوم. ترور مې په راتګ خوشاله شوه. لور ته یې د چای پخولو وویل. ټول په ګډه سره کیناستلو. د خبرو او کیسو میدان تود شو. خو زما نیولي اکر زما د ترور په ذهن کې پوښتنې راولاړې کړې. ترور مې ګومان کاوه چې په کور کې چا چېړلې یم، او شخړه یې راسره کړې. د واره په تپوسونو شوه. خو چې ترور مې نوره هم ټینګه شوه، نو ما ورته د مشر ملا عبیدالله د مرکې خبره وکړه. ټول غلي شول. په سوچونو کې لاړل. خو د ترور مشر زوی غندل سکوت مات کړ. وې ویل:

– دا خو کومه خبره نه ده. هر څوک مرکې کوي، د چا چې خوښه نه وي، څوګ خو یې مجبورولای نشي. په زور چا کلي کړي. ما بې درنګه ورته وویل:

– که خبره زور ته ووته، نو بیا؟ له دې سره ټول په سوچ کې شول. زما ذهن هم  له دین محمد نه د هغې د چنغول ګل مینې د ازادولو،او په زور نکاح کولو لور ته لاړ، او ورسره د خیالونو په څپو کیناستم:

فکر کوم چې پلار مې مرکې ته د رد ځواب ورکوي.  ګینټه دوه پس ملایان او چړیان د کلا دروازه په لغتو وهي، او پرته له دې چې له چا سره خوله ووهي، د کلا انګړ ته راننوزي. زه د تناره په پخلي یم. له لاسه مې نیسي، او روانوي مې. د ځان د ژغورلو کوښښ کوم، چې په دې کې د ترور مې راته پام کیږي،  راباندې غږ کوي. له خیاله راووځم. ګورم چې لاسونه مې رېږدي، او د زړه دربا مې هم  زیاته شوېده…..

هرګوره ډېرې خبرې زما د ژغورلو او ډاډګیرنې په اړوند د ترور په کور کې ښکته پورته شوې. آن تر دې چې ټول په یوه خوله سلا شول چې ترور به مې د خپل مشر زوی غندل لپاره غواړي، او ما به د ملا له شره ژغوري. د ترور دې په دې خبرو مې د زړه سوبه لږه  شانې کیږي. زړه مې لږ څه کراریږي. خو سره له دې خبرو مې بیا هم په زړه کې تراره وي چې ارام ته مې نه پرېږ دي…..

په دې وخت کې د ښاپېرۍ ساه لنډه لنډه شوه. بیا یې اوږد اسویلی، له خپل ټټره، د پوزې له لارې راووېست، او بېرته یې خپلې خبرې وګنډلې:

نور نو د غرمې تنورونه غرغړه کېدل چې ترور ته مې د تلو وویل. ترور مې ډېرټینګار وکړ چې غرمې له پاتې شم، خو ما ورته د مور د لاس سوځېدلو وویل چې اخلي پخلي نشي کولای. باید چې لاړه شم. غندل هم غوښتل چې پاتې شم، او پوره ډاډ راکړي چې لاسنیوی به مې کوي. خو زه ایسارېدی کله شوم، ځکه په کور کې مور راته سترګې اړولې. هغه و چې د روانېدو په نیت پاڅېدم. تر  وره پورې ټولو راسره ملتیا وکړه، او رخصت شوم. کور ته په لاره وم، یوه ټوټه نږدې شوې وم چې یوه ډېره اړینه خبره مې په ذهن کې وګرځېده. ځکه زما د ژوند، او برخلیک خبره وه. ځانته مې وویل چې کاش دا خبره مې هغوی ته کړې وی. نا ببره او غیرې ارادي مې پښې ودرېدې. شاته مې وکتل. ګورم چې غندل لا همداسې په وره کې ولاړ دی، او سترګې یې زما په لور دي. پرته له دې چې سوچ وکړم، ځانته  ته مې پام شي، چې د چا راته پام دی او که نه، لکه لیونۍ په منډو شوم. د سترګو په رپ کې ورورسېدم، او بې اختیاره ورغاړېوتم. هغه خبرې چې مې په ذهن کې ګرځېدې، او ذهن یې راله خوړ، هغه مې په بیا بیا ورته کولې، په وار وار مې ټینګار کاوه چې څه چاره وکړي، او ما له شره وژغوري، چې ناڅاپه د ختیځ له لورې د کوڅې په ګوډ کې مشر ملا، د هغه وسله وال چړیان، او زما د مړشوي مېړه تربرونه هم راڅرګندیږي.

له دې خبرو سره د ښاپېرۍ د سترګو په کاسو کې اوښکې ډنډیږي. په سکېندو کیږي، خبرې یې پرې کیږي. ښایسته شیبه هماغسې سکیندې وهي…… بیا د لوپټې په پیڅکي اوښکې پاکوي، وایي:

– پوهېږې چې بیا څه وشول؟

پرته له دې چې څه په خولې راوړم، د سر په ایشاره یې پوهوم چې نه.  بیا خپلې خبرې داسې پسې غځوي.

***

د تېر اوړي کیسه ده. ایشینده غرمه وه. د ګرمۍ له زوره د ځمکې له نسه دبجن تاو راپورته کېده چې د سړي مخ یې سوځاوه. د ونو په څانګو، خاښونو، او د بلیو سیورو ته مرغانو وزرې ځوړندې نیولې او ژبې یې را وېستلې وې. د کلي په دېرو کې په لوبو بوختو ماشومانو به منډې کړې، د خوړ له شړنده اوبو به یې لپې ډکې کړې، او مخونو ته به یې واچولې. څارویو هم د خوړ له پاسه په دېرو کې تیګاوې وهلې چې په دې کې د مشر ملا چړیانو ډنډوره وغږوله، د چم او نږدې کلیو خلک یې د کڅ همدې پټي ته راوغوښتل. پټی شودیارې و. د خلکو له رارسېدو وړاندې د پټي په منځ کې د خوړ د کاڼو لویه ډېرۍ جوړه وه. د راټولو شوو خلکو څخه خولو دارې وهلې، او د انتظار شیبې یې شمارلې چې په دې کې یې مونږ دواړه راوستلو. د غندل لاسونه یې شاته تړلي وو. دواړه یې د ډېرۍ مخې ته کینولو. ښایسته غوټه شیبه ووته، ټولو شاته شاته کتل. ما هم د سترګو له کونجه کتل چې په دې کې مشر ملا په داسې حال کې چې سترګې یې په رنجو تورې وې، اوله سترګو یې د اور بڅرکي غورځېدل، له باډیګاردانو، او زما د مړشوي مېړه له تربورانو سره راورسېد. له رارسېدو سره یې د دوو ګوتو په څوکوله کوتۍ نصوار  راوایستل، سېږمو ته یې ونیول، او پورته یې کش کړل. بیا یې په زوره زوره وپرنجل، او په خبرو شو. د خبرو په ترڅ کې یې مونږ دواړه، زما د وفات شوي مېړه د تربورانو په شاهدۍ،اوله خپلو ملګرو سره یوځای  د خپلو سترګو لیدلی حالت چې د چا خبره غل له جواله سره یې نیولی و، دواړه په ناروا اړیکو تورن کړو،اودواړو ته یې د سنګسار سزا واوروله. هغه لا خبره نه وه پای ته رسولې چې له خوړ څخه د راوړل شوو کاڼو، او د شودیارې د لوټو باران جوړ شو. وینې په بهېدو شوې. په اېشېنده ګرمۍ کې وینو پوکوڼۍ کولې، اومخ په پولوروانې وې…..

***

له دې سره مې جټکه وخوړه. له رواني مزله ستړی ستومانه راووتم. ځان ته مې پام شو. ښاپېرۍ مې مخې ته هم نه وه ولاړه. یوازې د ښاپېرۍ او غندل غبرګو قبرونو ته ولاړ وم. مازیګری راباندې سخت او اوږد شو. خواشینی بېرته وګرځېدم، او د کور لاره مې ونیوه.

۱۹ – ۰۶ – ۲۰۱۷

۲۹ – جوزا – ۱۳۹۶

ډنمارک

 

 

 

یوه کیسه ده

د ګلبدین تبسم (په بریتو کي خندل)
د اور پرتوګ۱ که د سولي ناجي؟

کمال مي د تور پیکي یار وو ،او د مکتب هم ټولګی مي وو،په پوهنتون کي سره جلا سو هغه پیاده پوهنځي ته ولاړ ،زه توپچي پوهنځي ته،خو مناسبات مو پالل.تر ۷ د ثور وروسته زه په تحصیل کي وم چي خبر سوم کمال مجاهد سو.تر تحصیل وروسته کابل او بیا ن نګرهار کي تعین سوم او دستي کمکي خیبر غونډ کي چي د تورخم په څنګ کي وو.دا وخت لا سرحدي قواوي نه وې د سرحدې پولیسو په نامه یو آمریت موجود وو،دولت امر وکړ چي دا تشکیلات دي په موقت ډول د اردو نژدې ځواکونو تحت امر وي ،نو د ډاکې امریت سرحدي او د تورخم کنډک زموږ مربوط سول.
یوه ورځ یو چا په داسي حال کي چي زه د تورخم د سرحدې قطعي په تفتیش اخته وم زما باډیګارډ ته یو خط ور کړی وو.لنډه دا چي دفتر ته راغلم دا لیک راورسید دا همغه کمال وو. لیک ډیر لنډ وو:
“سهوه مو کړیده خو چاره هم نه وه ستاسو یارانو هم د مرګ ګواښونه راته کول،ته نه وې او زما تصمیم داسي سو،اوس زه دلته یم.یو څوک یم، په چوک یادګار کي دغه ادرس ………..ته لیک ولیږه ماته رسیږي،که زما له خوا لیک درتلئ زه د همصینفی توب یوه خاطره په کي لیکم چي ته باور وکړې،ته هم داسي کوه”.
د کلونو په بهیر ما او کمال ډیري کیسې سره ولیکلې کومکونه مو سره وکړل او لکه دوستان او وروڼه سره پاته سو،زما سره یې په هغه بله خوا کي کي ډیري مرستي کړي دي ،ځکه یې نه یادوم ډیر وخت یې احوال نه لرم چي د ده خوښه ده که نه ؟خو خپله به درته ووایم.
د دفاع وزارت په ساختماني معاونیت کي یو څوک وم ،عسکر راغئ چي یو څوک د کمال د فامیل نه راغلی دئ.زما لا په اول کي هغه کمال په یاد نه وو ځکه مراجعین ډیر وه د ملاقات اجازه مي ور کړه.
سپینږیری پر ملا کړوپ سړی له یوه ۱۵۵ کلن ځوان سره مي خوا کي ودریدل ،زه ورته ولاړ سوم او دوی مي ناستي ته دعوت کړه،بابا مخکي له کښیناستلو راته وویل “بچیه !زه په ډیر زحمت تر دې ځایه او تر تا راغلی یم ،ماته وخت راکړه او یوه پیاله چایي هم را کړه زه ډیر کار درسره لرم”.زه پوه سوم چي بابا جنجال جوړوي ،نو مي ده ته چایي او نور فرمایش کړل خو د نورو مراجیعینو لپاره له دفتره ووتم او په بل اطاق کي مي د هغوی ستونزي واوریدې.د لیدني کتني وخت ختم سو او زه او بابا او ۱۵ کلن هلک سره تنها سو.
ما ویل بابا اوس نو امر کوه زه بیکاره سوم.
ویل یې ته اول ما و پیژنه!
ما ویل نو وایه چي څوک او څه ستونزه لرې؟
ویل زه د هغه کمال پلار یم چي ستا همزولی او همصنفي وو اوس مجاهد دئ ،موږ په قندوز کي اوسیدو کله،کله به راتلی روابط مو وه اوس دا یو کال هغه غواړي فامیل یې پیښور ته ورسي خو موږ دا توان نلرو.الله ج شاید دئ اوښکي مي توئ کړې ما ویل نو کمال خو هلته غټ سړی دئ ………….
په هر صورت دوی مي غوښتل کور ته بوزم ،بابا ویل موږ ۱۳ لوی او واړه یو،ماویل نور چیري دي؟
ویل د خپلوانو او دوستانو په کورونو کي .
ما ویل نو زه به دولتي میلمستون ته تاسي ولیږم ،ویل نه سبا ته موږ ته د پیښور د تګ اجازه واخله.
لاري بندي څه چي محشر وو.د زون قوماندان خدای بخښلی جنرال ګلرنګ معروف وو،او د نهمي فرقې قوماندانان اوسنی ډګرجرال زمان وو دواړو ته مي زنګ وواهه او خواست مي وکړ چي دا کورنۍ ته مزاحمت مه کوئ.
دا وسول.او د کمال د ډاډګیرني لیک له دوو پیښوري واسکټونو تر ما راروسید.
اما د ۱۳۷۱۱ د اتم ثور وروسته د مسعود،ګلبدین،سیاف ،حزب وحدت،دوستم او نورو په جنګونو کي د فامیل او کورنۍ په کیسه اخته وم،جنګ ،راکټونه،وژل ،له کوره ایستل…………..داسي وو لکه ورځنی ژوند.ایمل زوی مي ښایي د پنځو کلو وو ،له دباندي را غئ او وایي:”پلارجانه ستا اشرار ملګري راغلل”زه نه پوهیږم دا میلمنو ورته ویلي وه په ټوکه ،او که رشتیا زما زوی په دا واړه سن دوی ته اشرار ویل؟ځکه دولتي میډیا به یې لیدله.
د زوی راتګ سره سم دروازه و کړنګیده او کمال له خپلو دوو یارانو سره ولاړ وو،په سختۍ پیژندنه،زما وارخطایي او د کمال ږغ”مجیده ! کمال یم”
او نور نو زما وارخطایي پر کمیدو سوه او نور نو غواړم زمری سم خو لا ګیدړ معلومیږم.
میلمانه کور ته داخل سوه ،چي څه تیار هغه د یار ،زما خولې ورکي او ځان فاتح بولم د راډدیو خبرونه د ټولو دلچسپي وه هغه هم بې،بې،سي راډیو.
خبرونو وویل د بې،بې،سي راډیو خبریال میرویس جلیل د حزب اسلامي په ساحه کي ووژل سو.دا وخت حزب اسلامي تر جنګلک فابریکې پوري لومړی خط درلود.
دوی یو بل ته وکتل او کمال ورته وویل چي” ما نه درته ویل چي پرون یې ورته وخندل؟”هغه نورو سر و ښوراوه.ما پوښتنه وکړه چي چا ،چا ته وخندل؟کمال ویل ګرانه ته زما د فامیل او ژوند نجات ورکونکی یې له تا یې نه پټوو ،زموږ رهبر حکمتیار که چا ته لږ غوندي غاښونه سپین کړل مانا نور نسته،پرون یې میرویس جلیل ته دا چم وکړ زه پوه سوم چي دا وژني.
لسیزي وروسته استاد سعد الدین شپون دا خبره افشا کړه او ویې لیکل”چي کوم وخت د حکمتیار مصاحبې ته د هغه مطبوعاتي مشر قریب الرحمن سعیدپه خپل سوزکي کي وروستلم ډیرو دوستانو راته ویلي وه که یې تبسم درته وکړ ختم یې…………”د استاد شپون لیکنه په تاند کي خپره سوې وه ، فکر کوم “د اور پرتوګ نومیږي”.
هسي ما ویل ډیرو ته بې په دې غونډو کي تبسم کړی وي چي پام مو وي!
۱
د “اور پرتوګ “مولوي خالص ګلبدین ته ویل.

‎عبدالمجید راغستاني‎s foto.