دنارنج گلونه

 

 

دي غوړېدلي په بهار کې د نارنج گلونه
ښايسته د گلو په کتار کې د نارنج گلونه

مرسل شبوکه انتري او که نرگس کشمالي
امام د ټولو هر سهار کې د نارنج گلونه

له گلکڅونو يې کاروان د رنگ و بوى بارېږي
د سالارۍ راځي په شمار کې د نارنج گلونه

هر دسترخوان کې حلالېږي اشتها لپاره
مخکښ له ټولو دغه کار کې د نارنج گلونه

د ماليار وينې يې په پښو کې مجبورۍ تويې کړې
ځکه وتلي دي سينگار کې د نارنج گلونه

د ځورېدلي زړه د مينې محبت ډالۍ ده
که په اوربل کې دي که هار کې د نارنج گلونه

د ننگرهار له کلي کوره پورته کېږي عطر
دي په باغونو او په ښار کې د نارنج گلونه

د عطاري د عطرو خم يې حيران کړى ځانته
گډ دي په خونه د عطار کې د نارنج گلونه

جگړې ځپلي وطن غېږه کې ساتلي موږ ته
په ارغوان او په انار کې د نارنج گلونه

د گل سرخ د ميلې گل ته خلاصه غېږه ولاړ
کړي هر کلى يې ننگرهار کې د نارنج گلونه

گلونه ډېر دي مړاوي کړي وچکالۍ او جگړو
ولاړ سکروټو او انگار کې د نارنج گلونه

د نارنج سيمې د شاعر د غزل توري گلان
په تاسې شيندي په خپل وار کې د نارنج گلونه

ستاسې محفل ته لمن ډکه د نارنج له گلو
“قتيل” ولاړ ستايي اشعار کې د نارنج گلونه

عبدالروف قتيل خوږياڼى

پښتون ته

و

پ

لـه خـپل حـق نـه تیـریـدل مه بـوله صــبر
حرام مـه خـوره پـه غـریـب مه کوه کــبر
د کـورواکـې دې پـه خـپله لاس کې واخله
د غــلام سـړي بـه څـه وي خـونـد د قـبـر
چـې بـیـان د اوریــدو لـیـدو يــي بـنـد وي
ګـیـدړجــوړشـي کـه وي هـم له اصله بـبـر
ا صلـیـت لـه خـپـلـې ژبــې مـالــومـــیـږي
هـغــه ورک شـي چـې د ژبـې مـني جــبـر
چـې لـیکل لوسـتل په خـپله ژبــه نـه کـړي
لـیـونـي دي خـپـل تـنـدی وهــــي پــه تــبـر
داکمال دی چې څوک ډیرې ژبې زده کړي
خـپـله ژبـــه هـیـرول کـار دی د ګـــــــــبـر
پـښـتـانــه کـه د پـښـتـو تـپـوس ونـه کـــړي
پـه ژونـدیـنـي بـه يي ورک شي ځای دقـبر
چـې په سـوچ دپـښتـونه وي پـښـتون نه دی
خـد مـتګاره هـیڅ سـرکـوزې نـه د ی بـبـرو

شعر

که آسمان دې د زمري په خوله کې ورکړي
د زمــري پـه خـوله کې مـه پريږده هـمـت
که گـنـجـونـه د قـارون درتـه امــبـار شي
پـه هـر لـور يـې غـورځـوه پـه سـخـاوت
خوشحال بابا

ښایسته افغانستان

v

د ښـــکلا ســاری یې کم دی یـو روڼ ستـوری د آسمان دی
پرهـر زړه ورباندې روغ شي څومره خوږ نـوم د جانان دی
که د غـرو رغـو وږمـې يـې خـوشـبـويـي راوړي لـمــن کې
تــه بــه وايـې لـه جـنـتـه بـــوي رالــوتــی د ریــــحـــان دی
پــه رضـا دوزخ تـه درومي خـو پــه زور جـنـت تـه نه ځي
دا صـفـت پـه دې نــړۍ کـې بـس ځــانګـړی د افــغـــان دی
و نـیـواک تـه يـې اغـیـار تـل رنګارنګ پــلـمې کړې جوړې
د آسـیـا زړه کې ځـلـیـږي ډېــر ښــایـسـتـه افـغـانـسـتان دی
له مــادي نـعـمـتـو ډکـې یـې د هــســکــو غــرو سـیـنې دي
ځکه هـر ځـواکـمـن خـونـخـوار يې د نـیـولـو پـه ارمان دی
چې مـنـصب له غـلـیـم غـواړي ورکـوي د خـپـل کــور واک
د هـغـه ســړي پــه خــټــه کې ژونــــدی کـلـه ایــمــــان دی
د وطـن د مــحـبـت ویـنـا يـې خـولـه کـې بـــده ښـــــــکاري
د هـغـو چـې شـخـصـي ګــټـې د غـــيــور اولـس تــاوان دی
تــاریـخـي ښـکلـي هـیـواد کـې چـې مـنـي د بـیـلـتون کرښه
د پـرديـو چـتـر لانـــدې پــردیــپـــــــــال لـــعــیـــن روان دی
چـې قــومـي مـخـالـفـت راپــــاروي د ورونــــو مـــنـــځ کې
مـخ بــه یــې تـور وي تـر ابــده نـه انسان دی نه افغان دی
ع. علیمي ۱۵/۱۲ / ۲۰۱۵