افغانستان دولت?

د

چـې تـرهـگـر او لـنـډغـر يـې درد د سر وي
نـامـسـئـولـه وسـلـوال يـې پر خپل سر وي
د نــيــواک قـــوي پــنــجــه وي مـسـلــطـه
نـيـت پـيـچـلـی او مـرمـوز د نـيـواکـگر وي
غــاصــبــيــن او مــفــسـديـن آزاد اتـڼ کړي
لـوټ تـالان يـې پـر کـانـونـو روڼ سحـر وي
بيت المال په کې څو غله کړي حيف و ميل
ښـه څـرگـنـد يـې د ځـنـگـلـونو قاچاقبر وي
رشـوتـخـور تـه څـوک مجـرم ويلی نـه شي
د وژنـــــو تــښــــتــونــو پــلـيـــد شــــر وي
څـه والـيـان سـواره پـر آس د خـپـلـسـريـو
اطـاعت د اولــو الامــر نــه مــنــکـــــــر وي
د پــرديــو نـــازولـــي گــوډاگــيــان شـــــي
قــانــون مــاتــي مـلــي گـټـو تـه ضـرر وي
مـسـئـولـيـت نـه گـريـزان رتـبـې يې لـوړې
بنـد واټونه کړي چې گټو ته يې خـطر وي
پـر قـومـي بنسټ يې جوړ بدرنگ ترکـيب
د وړتـيـا سـؤال غـورځـيـدلـی له نـظـر وي
د قــومـي مـامـلـه گـرو وي اغـــېـز سـتــر
نـازدانـه پـه کې د قـوم هـر ســوداگــر وي
د وړتـيـا مـعـيــار پـايـمـال پـر روابــطـــو
خـوانـدگان نـاخـوانـدگان يـې بـرابـر وي
غوړه مال هم غوړې څڼې پـه کې گــرځي
لاسبـوسۍ او بـوټـپـاکۍ نه يې ثـمــر وي
مــلا مــاتــه مــايــوســي کـړي د وگــــړو
ځوانان تښتي پر اوږدو لارو يې سفـر وي
ځـيـنـې پـريـوځـي و سـايـو د ديوالـو تـه
پــر تـاريـاکـــو هـيـروئـيـنـو مـخــــــدر وي
دغـه شـان نـاکـام دولـت تـــه دعـا وکــړئ
چـې سـپـيـڅـلی انسان وځلـيـږي لـمر وي
پولادي د يوال په څېر يې تر شا سپر شئ
افـغـانـانـو چـې غـنـي پـر سـتـونزو بـر وي
عظم الدين عليمي

راځه چې سره يو شوو !

 

راځه چې سره يو شوو ، فريادونه سره يو کړو
د رزم په ډګر کې سنګرونه سره يو کړو
ښادۍ سره شريکې کړو ، غمونه سره يو کړو
دا بېلې بېلې لارې ، قدمونه سره يو کړو
دا هڅې سره يو کړو ، دا هوډونه سره يو کړو
په زړونو کې سپېڅلي ارمانونه سره يو کړو
راځه چې سره يو شوو ، پيلامه د اوښتون شوو
ويده ګلونه پاڅوو ، وږمه د سباوون شوو .
* * *
ناره د آزادۍ ګوره سندره د زنځير شوه
د نورو اراده وه ، موږ ته کرښه د تقدير شوه
زموږ د ګلو پاڼه ، د بل باد د بل بهير شوه
شيبه د خوشالۍ ، د ماتمونو شوه د وير شوه
د مينې ترانه وه ، لاړه پوله د توپير شوه
د خلکو د ژوند لاره ، په پردي قلم تصوير شوه
وطن په اور کې کېناوه د وينو سوداګرو
يو څو « قهرمانانو » څو بې لارې زورورو .
* * *
تر څو به دا تنکي تنکي ګلونه په اور سوزي
تر څو به مو سپېڅلي ارمانونه په اور سوزي
تر څو به د وطن غېږه د سرو وينو درياب وي
تر څو به ځوانې هيلې ، تکلونه په اور سوزي
تر څو به مو زخمي غرور لاس ټيټی د پردو وي
تر څو به مو سپېڅلي باورونه په اور سوزي
راځه چې وطن وباسو د وينو له دريابه
له درده ، له ماتمه ، د پېړيو له عذابه .
* * *
داڅه راباندې وشول ؟ زه خو زيری د بهار وم
جذبه وم ، ولوله وم ،حماسه وم ، افتخار وم
د تورې شپې په زړه کې لکه ستوری د سهار وم
پر خپل قامت ولاړ وم دنګه ونه د چنار وم
منصور ومه په خپلو وينو سور ، ښکلا د دار وم
بڅرکی د غيرت ومه ، سکروټه د ايثار وم
دا څه راباندې وشول ، اوس له هر باده ، رپېږم
له خپله ځانه تښتم ، له خپل سيوري نه ، ډارېږم .
* * *
راځه چې سره يو شوو ، هنګامه شوو د بريو
آزاد کړو دا اسير وطن ، د ظلم له کړيو
پر خړو دښتو وکرو اروا د پسرليو
د باغ ذهن کې وسپړو خوبونه د غوټيو
د ګل پر پاڼو وليکو غزلې د مستيو
شيبې د خوشالۍ کړو ، ماتمونه د پېړيو
راځه چې يو تصميم ، يوه جرګه يو انتخاب شوو
راځه چې يوه خوله ، يوه خبره ، يو ځواب شوو .
راځه ! چې سره يو شوو ! .

پورتنی شعر د پښتو ژبی د یو متبحر او په وطن او خلکو او ولسونو مین شاعر ، لیکوال او سیاستوال ګرا ن مشر صدیق کاوون دی ، په پورتنی شعر کښی دافغانستان تاریخ او د افغانی ټولنی کثیرالبعدی فلسفه پرته ده . په دقت سره یی ولولی او سوچ پری وکړی ، چه ملی یووالی زمونږ د ټولنی څومره ضروری او بنسټیز ضرورت دی !

راځه چې سره يو شوو ، هنګامه شوو د بريو

آزاد کړو دا اسير وطن ، د ظلم له کړيو

پر خړو دښتو وکرو اروا د پسرليو

د باغ ذهن کې وسپړو خوبونه د غوټيو

د ګل پر پاڼو وليکو غزلې د مستيو

شيبې د خوشالۍ کړو ، ماتمونه د پېړيو

راځه چې يو تصميم ، يوه جرګه يو انتخاب شوو

راځه چې يوه خوله ، يوه خبره ، يو ځواب شوو .

راځه ! چې سره يو شوو ! .

ګران کاوون صاحب ته ښه روغتیاء او اوږد عمر غواړو !

«رهبر»

سليمان لايق

 

ما اقتدا ورپسی وکړه چی رهبر به وی
لکه چی وایی په هرڅه باندی خبر به وی
د ترږمیو د دوران یو زړه ور به وی
د سختو ورځو د جنګونو د سنګر به وی
د تالا شویو پرګنو یو منور به وی
د پاڅیدلو افغانانو د باور به وی

زه غولیدلی وم په لوبو د یو غل باندی
ما غاړه ایشی وه په توره د اجل باندی

ما ولسونه رابلل او درول می پسی
ما ویده خلک ویښول او خوځول می پسی
ما جنګی ورونه راوستل لښکرول می پسی
څوک به چی پاتی شوو په لار کی رسول می پسی
که به له کرښی نه کاږه شول سیخول می پسی
ما ننګول، ډله کول او سمول می پسی

ما یوه کپچه مار ته غاښونه د چیچو ورکړه
ما بی وزرونو ته وزر د الوتو ورکړه

کارغه به کله سندرغاړی د باغونو نه شی
د غار ګیدړ به توریالی د میدانونو نه شی
د قدرت غل به خدمتګار د ولسونو نه شی
وطن فروش به محافظ د وطنونو نه شی
د لرګی تیغ به د رستم د ګوزارونو نه شی
لږ می خړوب کړه چی دا غم می د کلونو نه شی

ساقی د تا د لیونتوب له پیمانی نه قربان
ستا د رنګینی مشغولا له یارانی نه قربان

ماوی د زړه غم به څه کم شی خو ناسور شو پسی
ماوی ولس به په تن پټ شی خو لا چور شو پسی
زموږ ګلزار وطن ته ګوره چه تنور شو پسی
دوزخ د مرګ او د زندان او د ترور شو پسی
یو کپ ډوډی د اجانبو ته مجبور شو پسی
دا روغ زړګی می له غمونو نه رنځور شو پسی

د زیارایستونکو په نوم موږ ته جلادان راغله
په بله بڼه پخوانی داړه ماران راغله

کابل ۸-۴-۱۳۵۹

Alhaj Abdull Raziq Andars foto.

”د اور ځنګل”

Mohammad Nader Habibs foto.

سلیمان لایق

 

چا ویل چی خرابات به هدیره شی
او ساقی به له ملا سره دیره شی
چا لیدلی وو د ناز تازه ګلونه
چی غړی یی د باغوان په لاس اره شی
چا اټکل کړ چی د خدای د امن کور به
په سپین پوښو قاتلانو اجاره شی
چا ویل چی بیا به نوی منصور پاڅی
د خپل عشق په عبادت به غرغره شی
د هغه ناره به پورته شی له داره
ټول ځنګل به د اورونو فواره شی
هر مامون به د امان له کرښی ووزی
هره لویشت به انتقام ته تاتره شی
که حسین بیا په خپل هوډ کی قربانی شو
د دجلی سین به د وینو فواره شی
هیڅ تیری به پاتی نه شی بی ځوابه
که دا ټول جهان د عفوی نغاره شی
که د عدل ونه وچه شی لایقه
ژوند به مړ شی او جهان به هدیره شی

کابل
۱۵-۴-۱۳۸۶

یک صبحگاه  خونین در کابل زمین!

 

دکتر عارف پژمان

 
سنگ از بام آسمان ، افتاد
شیشه بر پای عابران افتاد
مادری، می دوید سرگردان
کودکی زار، از زبان افتاد
زندگانی نبود، بغضی تلخ
بردل و دشت و دودمان، افتاد
رنگ خون، آفتاب را آزرد
در دل شهر، داستان افتاد:
پس کجا شد بهار امن و امان؟
پس چرا عمر در خزان افتاد؟
ارگ کابل به استقامت صلح
مثل یک مرده، ناتوان ، افتاد
لاف فتح الفتوح زد « ناتو»

د پښتو ورځ د لایق شعر

Rohullah Alizais foto.

Rohullah AlizaiFölj

2 tim ·

حقایق دشعر په ژبه
د «پښتو» ورځ

یو آواره، یو سرګردان او یو پښتون یمه
زه د ژوندانه د ویر شپیلۍ د غمو یون یمه
یو ځلې سکندر زما هیواد تر پښو لاندې که
بل وارې عربو بې کلتوره بې وطنه کړم
وروسته بیا چنګیز په ما د ظلم لمبې بلې کړی
بل ځلې تیمور بې هدیرې او بې کفنه کړم
زه هر جهانګیر او هر وحشي یو ځل ځپلی یم
زه هر بې وطنه خپل وطن کې ځورولی یم

څو ځلې نیولی باچهانو هندوستان په ما
زه د هر جابر د هوس لار کی وژل شوی یم
څو واره له ډال او له خنجر او کمربند سره
یا رانیول شوی یا په نورو پلورل شوی یم
ما چې چاته تاج او سلطنت او واک ورکړی دی
زه بیا د هغه په لاس بندي یا شړل شوی یم
زما په ځیګر یشی زمانی لک پرهارونه دی
زما له خولې وتلي میلیونونه فریادونه دي

زما په مټ عربو ملتونه لاندې کړیدي
زما په زور بابر پراخ ملکونه رانیولي دي
زما په یون محمود د سومنات بتکده ماته کړه
زما په تیغ څوک مړه، څوک سلطنت ته رسیدلي دي
ما ته مګر توری لوږه، تنده، بدبختی راوړه
ډیر ځله مې یوې ګولۍ ډوډۍ پسې ژړلي دي
څوک چی فاتح شوی زه یی وره کې درولی یم
دا زما تقدیر دی زه تل وږی ګرزیدلی یم

نه نه زه غلط شومه ما څوک لاندغ کوی نشي
ما د چا قوت بربادوی او څملوی نشي
ما په غلامۍ کی له دې وروسته څوک ساتی نشي
ما له خپلې لارې اړوی او ګرزوی نشي
ما څوک په ګولیو او اورونو ماتوی نشي
اوس ستر ملتونه څوک خوړی او هضموی نشي
ما څوک خښوی، محوکوی او ورکوی نشي
زه اوس د پیړیو له خوبونو را ویښږمه
لږه دمه راکړه آزادي چې در رسیږمه

نور د چا لپاره ستر ښارونه ورانومه نه
وینی بهومه نه او چا ته څه ګټمه نه
یوه کونډه کومه نه او بل یتیمومه نه
دوست خپه کومه نه، دښمن خوشحالومه نه
بیا د چا لپاره خپل بچي حلالومه نه
بی له خلکو تر چا سر نه
ماته غوږ کې نوي حوادثو څه ویلي دي
ما ددې استاد درسونه ټول په زړه منلي دي

سلیمان لایق:

د انور خوستي ليکل شوی  حماسي شعر

 

وطنه آپه منل غر غرو مې قسم

په هغه پاکو عقيدو مې قسم

چی حيرت لاره ورته هيڅ نه وينم

هغه منزلته رسيدو مې قسم

آ د امو نه تر اټک پوری

په هغه دشتو اديرو مې قسم

آ چې تر نن پوری نوم بابا دی

آ د رحمن ديوان شعرو مې قسم

چی د تورې شرنگ يې په جهان خور وو

آ د خوشحال په ايرادو مې قسم

وطنه تا چی څوک وطن نه گڼي

دلته تا چی څوک مسکن نه گڼي

د هغه کور به هم اباد نه شي

آ د قران په اياتو مې قسم

آنوره څومره چی د کور برباد وي

هومره دی زياتی ايرادی پخی دي

آ دوطن په نوميالو مې قسم

 

دنارنج گلونه

 

 

دي غوړېدلي په بهار کې د نارنج گلونه
ښايسته د گلو په کتار کې د نارنج گلونه

مرسل شبوکه انتري او که نرگس کشمالي
امام د ټولو هر سهار کې د نارنج گلونه

له گلکڅونو يې کاروان د رنگ و بوى بارېږي
د سالارۍ راځي په شمار کې د نارنج گلونه

هر دسترخوان کې حلالېږي اشتها لپاره
مخکښ له ټولو دغه کار کې د نارنج گلونه

د ماليار وينې يې په پښو کې مجبورۍ تويې کړې
ځکه وتلي دي سينگار کې د نارنج گلونه

د ځورېدلي زړه د مينې محبت ډالۍ ده
که په اوربل کې دي که هار کې د نارنج گلونه

د ننگرهار له کلي کوره پورته کېږي عطر
دي په باغونو او په ښار کې د نارنج گلونه

د عطاري د عطرو خم يې حيران کړى ځانته
گډ دي په خونه د عطار کې د نارنج گلونه

جگړې ځپلي وطن غېږه کې ساتلي موږ ته
په ارغوان او په انار کې د نارنج گلونه

د گل سرخ د ميلې گل ته خلاصه غېږه ولاړ
کړي هر کلى يې ننگرهار کې د نارنج گلونه

گلونه ډېر دي مړاوي کړي وچکالۍ او جگړو
ولاړ سکروټو او انگار کې د نارنج گلونه

د نارنج سيمې د شاعر د غزل توري گلان
په تاسې شيندي په خپل وار کې د نارنج گلونه

ستاسې محفل ته لمن ډکه د نارنج له گلو
“قتيل” ولاړ ستايي اشعار کې د نارنج گلونه

عبدالروف قتيل خوږياڼى

پښتون ته

و

پ

لـه خـپل حـق نـه تیـریـدل مه بـوله صــبر
حرام مـه خـوره پـه غـریـب مه کوه کــبر
د کـورواکـې دې پـه خـپله لاس کې واخله
د غــلام سـړي بـه څـه وي خـونـد د قـبـر
چـې بـیـان د اوریــدو لـیـدو يــي بـنـد وي
ګـیـدړجــوړشـي کـه وي هـم له اصله بـبـر
ا صلـیـت لـه خـپـلـې ژبــې مـالــومـــیـږي
هـغــه ورک شـي چـې د ژبـې مـني جــبـر
چـې لـیکل لوسـتل په خـپله ژبــه نـه کـړي
لـیـونـي دي خـپـل تـنـدی وهــــي پــه تــبـر
داکمال دی چې څوک ډیرې ژبې زده کړي
خـپـله ژبـــه هـیـرول کـار دی د ګـــــــــبـر
پـښـتـانــه کـه د پـښـتـو تـپـوس ونـه کـــړي
پـه ژونـدیـنـي بـه يي ورک شي ځای دقـبر
چـې په سـوچ دپـښتـونه وي پـښـتون نه دی
خـد مـتګاره هـیڅ سـرکـوزې نـه د ی بـبـرو

شعر

که آسمان دې د زمري په خوله کې ورکړي
د زمــري پـه خـوله کې مـه پريږده هـمـت
که گـنـجـونـه د قـارون درتـه امــبـار شي
پـه هـر لـور يـې غـورځـوه پـه سـخـاوت
خوشحال بابا