څوک يې ؟

هنر غيرت
زه اختر يم اجازه ده ؟
نه ، زه روان يم هديرې ته
د خپل ځوان زوی مقبرې ته
هېر می نه دي سپين بيرغو
مې له ورور پرې کړه لاسونه
وروسته تور بيرغيان راغلل
غوڅول به يې سرونه
زما مشر ورور ته يې ښخ ول
د پنجاب ماډل بمونه
دلته هر چېرې خوره ده
يوه غوغا کرکجن غږونه
زمونږ د کلی ټول زلميان يې
په تکبير ذبح او حلال کړل
د ژوند هر څه يې خرڅ کړی
د مرګونو په دلال کړل
نو اختره رنګ دې ورک کړه
قدمونه دې ژر سپک کړه
راليږلی ته دې ورشه
او له مونږ په ګيلو سر شه
چې راستون يې کړم له کلی
هم مې ښار په کاڼو ولي
ورته ووايه چې وايي
اختر مړو ته نه ښايي
هم مو خپل په خپله وژنی
هم مو بل په خپله وژني
د افغان سره يې جنګ دی
پر ملالو يې غورځنګ دی
هم سنګر په وينو سوردی
هم ګودر په وينو سور دی
دلته يې جوړه کربلا ده
فتنه ټوله د ملا ده
د پردو سره نوکر دی
نس يې کندې نه ژور دی
مونږ ناپوهه او بی خبر
ملا خدای دی مقرر
ځه اختره له دې ځايه
زمونږ تپوس وکړه له خدايه
پای

الترناتیف

 

پوهندوی شیما غفوری

به هراندازۀ که از جانب یک قوم اتهامات و تحقیر ها اضافه می شود، به همان اندازه عکس العمل قوم دیگر نیز اوج می گیرد، که نتیجه آن تحقیر، توهین و بربادی هر دو قوم و بالاخره ملت افغانستان عزیز خواهد بود. بیاید هیچ قومی را توهین نکنیم و کشتی وطن را از این توفان مشترکاً نجات بدهیم.

آروزومندم اکثریت خاموش برای رفع سوء تفاهمات در این امر مهم کوشا تر گردند.

در جنگ و نفاق نه تو مانی ونه من

بی صلح و وفاق نه تو مانی و نه من

 

هر ضربه که بر قامت ملت آید

بی عیب و براق نه تو مانی و نه من

 

امروز همه یک سر و کرباس هستیم

از لاف وپتاق نه تو مانی و نه من

 

خون تن فرزند وطن یک رنگ است

از درز و شقاق نه تو مانی ونه من

 

سوزد همه تاریخ در این عصر جدال

در ناری اجاق نه تو مانی و نه من

 

بازآ که رۀ صدق و وفا پیشه کنیم

بی جنگ و فراق هم تو مانی و هم من.

۱۵ می ۲۰۱۹

با درد و دریغ به شهید مینه منگل تقدیم می نمایم:

پوهندوی شیما «غفوری»

شاخۀ بشکسته ام در دامنت مادر وطن

خون من آخر نمود تر دامنت مادر وطن

هر چه از فرهنگ همزسیتی فراوان گفته ام

مهره های عشق و دوستی با سخنها سفته ام

لیک هر حرف دل من نشتری بود در دلش

واژه های نغز من چون محشری بود در دلش

دشمن میهن سرود امروز ساز دیگری

بال من بشکست، هراسان کرد باز دیگری

دیده ها کور است  وگوش ها کر از دست نفاق

ای وطنداران خدا را همتی با اتفاق

می نهم با گریه سر در دامنت مادر وطن

می کنم خاک تو در بر دامنت مادر وطن

 

11.05.19

«پښتون»

سليمان لايق

زه یو آواره، یو سرگردان او یو پښتون یمه
زه د ژوندانه د ویر شپیلۍ د غمو یون یمه
یو ځلې سکندر زما هیواد تر پښو لاندې که
بل وارې عربو بې کلتوره بې وطنه کړم
وروسته بیا چنګیز په ما د ظلم لمبې بلې کړې
بل ځلې تیمور بې هدیرې او بې کفنه کړم
زه هر جهانگیر او هر وحشي یو ځل ځپلی یم
زه هر بې وطنه خپل وطن کې ځورولی یم

څو ځلې نیولي باچهانو هندوستان په ما
زه د هر جابر د هوس لار کې وژل شوی یم
څو واره له ډال او له خنجر او کمربند سره
یا رانیول شوی یا په نورو پلورل شوی یم
ما چې چاته تاج او سلطنت او واک ورکړي دي
زه بیا د هغه په لاس بندي یا شړل شوی یم
زما په ځیگر یشي زمانې لک پرهارونه دي
زما له خولې وتلي میلیونونه فریادونه دي

زما په مټ عربو ملتونه لاندې کړیدي
زما په زور بابر پراخ ملکونه رانیولي دي
زما په یون محمود د سومنات بتکده ماته کړه
زما په تیغ څوک مړه، څوک سلطنت ته رسیدلي دي
ما ته مګر تورې لوږه، تنده، بدبختي راوړه
ډیر ځله مې یوې گولی ډوډۍ پسې ژړلي دي
څوک چې فاتح شوي زه ېې وره کې درولی یم
دا زما تقدیر دی زه تل وږي ګرزیدلی یم

نه نه زه غلط شومه ما څوک لاندې کوی نشي
ما د چا قوت بربادوی او څملوی نشي
ما په غلامي کې له دې وروسته څوک ساتی نشي
ما له خپلې لارې اړوی او ګرزوی نشي
ما څوک په ګولیو او اورونو ماتوی نشي
اوس ستر ملتونه څوک خوړی او هضموی نشي
ما څوک خښوی، محوکوی او ورکوی نشي
زه اوس د پیړیو له خوبونو را ویښېږمه
لږه دمه راکړه آزادی چې در رسېږمه

نور د چا لپاره ستر ښارونه ورانومه نه
وینې بهومه نه او چا ته څه گټمه نه
یوه کونډه کومه نه او بل یتیمومه نه
دوست خپه کومه نه، دښمن خوشحالومه نه
بیا د چا لپاره خپل بچي حلالومه نه
بې له خلکو تر چا سر قربانومه نه
ماته غوږ کې نوي حوادثو څه ویلي دي
ما د دې استاد درسونه ټول په زړه منلي دي

زړه خو هغه زړه وي چې جذبه د آزادي لري
سر خو هغه سر وي چې هوا د سربازي لري
مټې هغه مټې چې توفیق د آبادي لري
زه هغه ملت یم چې ننګونه او مردي لري
تندر او توفان لري، بریښنا او ترږمي لري
لاره د نجات لري، ماڼو لري بیړی لري
زه د توفانونو په زانگو کې روزل شوی یم
زه د زمانې سختو څپیړو ازمویلی یم

یو شی سره یو شی ای غریبو پښتنو وروڼو
ای زما پښو لوڅو او ښبنو او غوبنو وروڼو
ای زما بدمرغو، دربدرو، لیونو وروڼو
ای زما د پرون د بې وسیو د اسرو وروڼو
ای زما د هیواد د سباوون د عظمتو وروڼو
ای د انقلاب د غورځنګونو د څپو وروڼو
پاتې مو لا مخې ته دارنه درانه مزلونه دي
غرونه دي، کوهي دي، بې حسابه ګړنګونه دي
_________________________________

Bilden kan innehålla: 1 person

عزل

د کوم ښکلي د ازاره تماشه شوم؟
تيندکونه خورم په لاره، تماشه شوم
زه د چا؟ او څه لپاره تماشه شوم؟
يو ځل نه دى، څو څو واره تماشه شوم
ښه، اشرف المخلوقات دې کړم، مننه!
د اعلى مخلوق باداره، تماشه شوم!
اى زما د زړه اواز اورې که نه!؟
اى زما پروردګـاره!!  تماشه شوم
”شېخه” څه شوې؟ ميخانه کې نسکور پروت يم!
خير دى راشه کنه ياره! تماشه شوم
هله ساه مې پکې تنګه، تنګه کېږي
هله بيايه مې له ښاره، تماشه شوم
ډېر ارزان مې سر بولۍ ته غورځېدلى
ته رانغلې خريداره؛ تماشه شوم
په هېواد به مې بيا ښکلې شېبې راشي
بدې شپې ورپسې شماره، تماشه شوم.
#هېواد
د کوم ښکلي د ازاره تماشه شوم؟
تيندکونه خورم په لاره، تماشه شوم
زه د چا؟ او څه لپاره تماشه شوم؟
يو ځل نه دى، څو څو واره تماشه شوم
ښه، اشرف المخلوقات دې کړم، مننه!
د اعلى مخلوق باداره، تماشه شوم!
اى زما د زړه اواز اورې که نه!؟
اى زما پروردګـاره!!  تماشه شوم
”شېخه” څه شوې؟ ميخانه کې نسکور پروت يم!
خير دى راشه کنه ياره! تماشه شوم
هله ساه مې پکې تنګه، تنګه کېږي
هله بيايه مې له ښاره، تماشه شوم
ډېر ارزان مې سر بولۍ ته غورځېدلى
ته رانغلې خريداره؛ تماشه شوم
په هېواد به مې بيا ښکلې شېبې راشي
بدې شپې ورپسې شماره، تماشه شوم.
#هېواد

سوگند دهمت

سوگند دهمت

 

هرچه از وحدت فرا رفتیم  رسوا تر شدیم

خاک پای دشمنان و نوکرِ نوکر شدیم

 

تاجک و پشتون و ازبک بر سر هم کوفتیم

گوییا با زورگویی قوم والاتر شدیم

 

ما به تاریخ بلند قرن ها چسپیده ایم

چون حبابی در هوا بی ریشه و بی سر شدیم

 

پنجه های دست هر یک جای خود را حایز است

هر کدام از هم جدا گشته بی لشکر شدیم

 

بم گذاری ها در  مکتب خراب ما نمود

دین را آتش زده بی مکتب و منبر شدیم

 

بت تراشیدست هر قوم بهر تعظیم خودش

بت پرستی پیشۀ ما شد بی جوهر شدیم

 

نام نیک  میهنم لیلام پول و جاه گشت

کی وطن آباد شد، بلکه همه چاکر شدیم

 

بهر نسل بعد سوگندات دهم ای هموطن

بهر وحدت کوشی، ورنه خاک ها بر سر شدیم

شیما «غفوری»

ماربورگ  ۱۲اکتوبر ۲۰۱۸

”بهارِ دره‌ی زندان”

Anwar Zafari 
‎غرزی لایق‎s foto.

سليمان لايق

 

دلم ز عشق جهانگير آهوان خاليست
خُمِ شكسته ز بد مستى نهان خاليست
بهار ميرسد اما سپيده‌ى سحرى
زسِحركارى رنگينِ خاوران خاليست
چنانچه باد سبكبالِ دره‌هاى بلند
ز تندى تپش نبض آسمان خاليست
به بزم سينه‌ى صحرا جهان لاله شگفت
ولى ز گرمى خون دلاوران خاليست
ز تاج دره‌ى زندان و صخره‌هاى بلند
كبوتران همه رفتند و آشيان خاليست
نبردگاه سمنگان و تختِ رستم زال
ز رخش جنگى و نيروى رستمان خاليست
ز پايمردى رندان كه داستان‌ها رفت
خرابه‌هاى هريوا و باميان خاليست
بيا و آتش زردشت را به بلخ ببين
اجاق مرده و تا مغز استخوان خاليست
نه رود بستر طغيان نه ابر مادر سيل
كه خاك و آتش و باد و هوا از آن خاليست
كبود پيراهن افسانه گوى چرخ كهن
سرود تازه ندارد ز باستان خاليست
به كوه مينگرم كوه را نه مى ماند
به سنگ مينگرم ز آتش نهان خاليست
به دره مينگرم مرده ناوه را ماناست
ز باد سركش و توفان بى امان خاليست
به شهر مينگرم شهر نى كه گورستان
ز تابشِ خِرَد و فٓر آدمان خاليست
زمين چو دخمه‌ى مرگ و زمان چو گور اميد
جهان ز خند‌ه‌ى جانبخش مى كشان خاليست
حريم ميكده‌هاى كهن چو عرصه‌ی مرگ
ز آيتِ نَفَسِ گرمِ عارفان خاليست
نه لطف فيض صبا و نه شور شام شراب
سبو شكسته، مغان رفته، بوستان خاليست
گواه ذلت و مرگ است پهنه‌هاى وطن
كه از تلاش و غريو مبارزان خاليست
چو آن نهنگ كه از ضربه‌هاى پيهم آب
به صخره خورده ز تاب و تب و توان خاليست
و يا چو كشتى توفان رسيده‌ى واژون
دَگَل شكسته، رَسَن رسته، بادبان خاليست
اگر ز جوهر انسان تهى شود دلِ خاك
جهان فسانه‌ى مرگ است و بيكران خاليست
در آن ميانه چو رندانه بنگرى به جهان
خيال‌ها همه بادست و اين جهان خاليست
كجاست تازه نفس لولىِ جهان آشوب
كه بزمِ كهنه ز غارتگر جوان خاليست
دلم به كره‌ى بى آفتاب ميماند
كه از درخشش نور نوآوران خاليست
مرا به بال تو سوگند اى كبوتر عشق
كه عرصه‌هاى وفا تا به كهكشان خاليست
بيا به محفل عصيانگرانِ بند گسل
كه خُمِ باده‌ى پيرانِ بدگمان خاليست
بيا مرا و جنون مرا و شعر مرا
به جرقه‌هاى جوان ده كه ديگدان خاليست
سخن كه شعله از آن سركشد فسانه مخوان
همينكه ديگ نه مى‌جوشد از همان خاليست
مرا تلاطم و آشوب و زنده گى آموخت
طريق عشق يكى است و از گمان خاليست
قسم به جاد‌ه‌ى خونينِ شعرِ شامگهان
كه راه سرخ همانست و از زيان خاليست
غرور و كبر ستمگر شود فسانه‌ى مرگ
هنوز دست و دماغ ستمكشان خاليست
ضمير زنده گى اندر تلاش ايجاد است
گمان مدار كه اين ساحه جاودان خاليست
فريبِ جادوىِ وقتِ گريز پا نه خورى
كه جايگاه تو در صدر داستان خاليست
به هوش باش خداوندِ كار و محنت و رنج
زمان ز آن تو شد مشتِ ديگران خاليست
”به جيب توست اگر خلوتى و انجمنيست
برون ز خويش كجا ميروى جهان خاليست”
منم فدايى آتش پرست آزادى
همانكه معبد بيگانه گان از آن خاليست
منم كه در دلِ شب‌هاى سهمگين و مهيب
لبم ز كرنش و مدحِ ستمگران خاليست
سرود منكه ز جان نبرد مى خيزد
ز نااميدى و آهنگِ ناتوان خاليست
لبم به شيشه دلم مست عشق غارتگر
تنم تنور هوسها ولى چنان خاليست
كه گر زمين و زمان مى شود تسل نه شود
از آنچه ميطلبد شيشه‌ى زمان خاليست
چو لب به عشق گشايى به جنگ امكان خيز
طريق شكوه نبايست و از بيان خاليست
كه گفت آنكه در شور و عشق را بستند؟
كه گفت آنكه گلستان ز گلخرخان خاليست؟
كه گفت آنكه دگر ليلى نيارد چرخ؟
كه گفت وادى مجنون ز دلبران خاليست؟
كه گفت عربده منعست و محتسب آزاد؟
كه گفت شهر ز غوغاى لوليان خاليست؟
كه گفت سينه‌ى داغان و شعله خيز وطن
ز پايمردى يك نسل قهرمان خاليست؟
كه گفت در دل اين روزگار وحشت وخشم
ستاد و سنگر خلق از نبرده گان خاليست؟
كه گفت عالم زاينده و كبير جهان
ز اوج گيرى توفان بى امان خاليست؟
بران به پيش، قدح نوش و سركشى آموز
قطار گير كه يك مهره كاروان خاليست

حقیقت وجود

 

از هزاران درهزاران نطفه یک واحد منم

در میان صد هزارانِ دیگر یک هم تویی

دیگ ارث من ز اجدادِ بسی جوشیده است

قطره ای از چشمه ساران نیاکانم تویی

خون خالص، خون نا خالص همه جعل و فریب

آیت زیبای انسانی منم و هم تویی

ما همه زنجیر هستی را تجسم داده ایم

رنگ و شکل حلقه ها بی معنی اند، آدم تویی

نسل دیگر جوش دیگر دارد و ساز دیگر

نه ابد من زنده ام ، نهِ هم مدام الدم تویی

 

پوهندوی شیما غفوری

۱۸/۲/۱۳

پاڅیږه وطنه!”

 
‎غرزی لایق‎s foto.

سليمان لايق

زړه دی د پولادو که منګولی دی د زغرو
مټــــی ابدالی که د رزمونو د سنــــګرو
وڅنډه لمـــــــن لـــه دی قاتـــــلو ږیرورو
پاڅیږه وطنه!
[]
پاڅیږه چی اور در باندی بل دی او ایره سوی
مال غوندی لیلام سوی په پردیو اجاره سوی
ژوند درکی ویده سو، د مرګونو هـــــدیره سوی
پاڅیږه وطنه!
[]
پاڅیږه چی ژوند دی مسخره شو د غلام
ورک دی شو د بل په مرامــونــو کی مرام
کفر ته غلام شوی په نامه کی د اسلام
پاڅیږه وطنه!
[]
اور دی لګیدلــی په واټـونـو او ښــارونــو
وینی دی بهیږی لـــه هر رګ نه په جامونو
ته شوی یو ګډوری د معصومو ارمانونو
پاڅیږه وطنه!
[]
نـــوی اســلام راووړ د پتـــرلو عــربــانـــو
دین یوه ټیکه شوه د بی لاری آخوندانو
کفر تاوان شوی په سوچــه مسلمــانانو
پاڅیږه وطنه!
[]
راغله جهادیان د تا تالان ته په لښکرو
لار وهی کابل ته ستا د مړیو په ککرو
ښځی رانه واخیستی عربو او غجرو
پاڅیږه وطنه!
[]
تیغ د احمدشاه په پنجابی غلام ګرو شو
جام د سکندر په جواری کی لاړه دو شو
زموږ ښکلی کابل په انګریزی لنچرو لو شو
پاڅیږه وطنه!
[]
وچی شوی په خوله د ماشومانو کی سندری
وشـــلیدی د میندو په ککـــو کـــی مرغــــلری
حـق کـی د افغـــــان شو د دنیــــا زړه دبـــری
پاڅیږه وطنه!

پیښورـ برتهکال ۴-۹-۱۳۷۲

·

عبدالباری جہانی :

 

NAseer Ahmad Sapand
پښتون لاریون ته؛ زولنې ماتي سولې!
په محکوم پښتانه وطن کي، د پاکستان د ظالمانه چلند، ځپونکو افراطي او تروریستي پالیسیو، نسل وژنو او تباهیو تر سیوري لاندي مظلمومو پښتنو تر اویا کلنه خاموشۍ وروسته د حق غوښتني او ځان ژغورني ږغ پورته کړی دی! دا ږغ یواځي د محکومو پښتنو د ژغورلو نه بلکې د سیمي او انسانیت د ژغورلو او وحشت په وړاندي د درېدلو ږغ دی چي باید په ټوله معنی بدرګه سي.
په دې مناسبت د انساني ویښتیا یوه پنځونه درسره شریکېږي.
په درنښت
د پاڼي چلوونکی

زولنې ماتي سولې!

څرنگه اسمانه د انسان کمال دي ولیدی
څرنگه د رنگ له سمندره سپین وتلای سي

څنگه یې په زړه کی د آذر هدیره ړنگه کړه
څنگه د پېړیو غټ بتان را نړولای سي

گوره چی قسمت یې مهار کړی دی په ځان پسي
گوره د ازل زولنې څنگه ماتولای سي

څرنگه په تشو لاسو جنگ ته د زمان ورځی
څنگه د سکروټو په دریاب کی تېرېدلای سی

ودې لیده څرنگه نړېږي د غرور څلي
څرنگه ماڼۍ له تشو چیغو لړزېدلای سی

وگوره چی طلسم د پېړیو دړي وړي سو
وگوره تقدیر هم د تدبیر پر لاري تللای سي

څرنگه اسمانه پر سینه دي دا لیکلي وه؟
کله د ملا په کتابونو کی راغلي وه؟

دا به د تقاش په تصور کی گرځېدلي وه؟
دا به چا په خیال کی یا په خوب کی هم لیدلي وه؟

څنگه زرکلني د قدرت بنگلې ورانی سي
څنگه په شېبه کی نوي خوني پرې وداني سي

ځکه ملایکو د آدم پښو ته سجده کول
تا یې په خټین وجود کی خپل کمال اغږلی وو

ځکه د ابلیس غرور ته گوري د انگار څپې
ستا د نازولي له سجدې یې سر پېچلی وو

تا چی په خپل لاس خپله هینداره ورته وبخښل
تاته له دنیا تر لا مکان پوری ښاغلی وو

ته خو پوهېدې چی دي له خپله نوره ښکلی کړ
تا یې په خپل لاس په خپل قلم تقدیر لیکلی وو

ته خو پوهېدلې چی رڼا به کړي تیاره نړۍ
نور د حق د نوم یې په قسمت کی رسېدلی وو

شرنگ د زولنو به لړزوي د بنگلو څوکي
دلته کوم هوښیار سړي همدغه خوب لیدلی وو

څو چی دا نړۍ وي د هوښیارو به خوبونه وي
څو چی هتکړۍ وي د یوسف به تعبیرونه وي

لمر د بېرنگی به پر اسمان باندی ختلی وي
وړانگو د سهار به د تور تم گرېوان څیرلی وي

بل به تر سهاره په تیارو کی څراعونه وي
هېري به له زړونو اندېښنې د تورتمونو وي

نه به هیوادونه اولسونه بتخانې لري
نه به باداران په زندانو کی زولنې لري

نه به پر مظلومو څوک تېغونه چلولای سي
نه به په بې وسو کی آسونه ځغلولای سی

نه به د چا کلي نه ښارونه ورانولای سي
نه به په ښادیو کی غمونه اورولای سي

نه به دا جهان چاته دوږخ چاته جنت وي نور
نه به زورورو پر کمزورو وي بل کړی اور

لمر د عدالت به پر جهان باندی ختلی وي
یو خالق به تور او سپین او هر رنگ ته منلی وي.

٢٠٠٨-٦-١١
کاپي

F