اته کاله مخکې ليکنه (کابل ــ 07/11/2009)

 

 

نه کوم وياړ پاتې افغان ته نه يې له چا سره سيالي ده
شـرمـېـدلـو شرمـولې د تـاريـخ تـېـره هـسـتـي ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د واکــمــنــو شــمــلــه جـگــه د بــيــان پـــر آزادۍ ده
وايـي ښـه لاس تــه راوړنــه د غـربـي دمـوکراسۍ ده
هـر څوک هر څه شي ويلی بېلگه يې کمه پـه نـړۍ ده
خـپـل فـرهـنـگ ځـپـي بـې ډاره چــې آزاده رسنـۍ ده
پـه کـار نــه دي سـانـسـورونــه دا دوره د انـارشـۍ ده
د ملـت پـر اوږو نــاســتــه نـامـسـئــولـه شان ډلگۍ ده
ســرنــوشــت د ولـســونــو خـــواري فــقــر غـريـبـي ده
نه کوم وياړ پاتې افغان ته نه يې له چا سره سيالي ده
شــرمــېــدلــو شــرمـولـې د تاريخ تـېـره هستي ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دسـيـسـو کـړلـو رامـنـځـتـه د افـغـان هــيــواد نـيــواک
نـــاپـــوهـــي د افـغـانـانــو يـې لامــل ښـکـاره تـابـنــاک
خلک هک پک دي اريان پاتې نه يې زور نه يې څه واک
فضا ځـمـکـه يـې د بـل ده ورسـره نـشـتـه کـوم ځـواک
د دولـت مـخـالـفـيـن هـم عــمــل کـړی نـه شي خپلواک
پـه تـيـارو د جــهــالـت کـې يـې د ســتــرگـو لـيـد ناپاک
پـوهـېـدی نـه شـي چـې لاس کې د غليم يې رهبري ده
نه کوم وياړ پاتې افغان ته نه يې له چا سره سيالي ده
شـــرمــېــدلــو شـرمـولـې د تاريخ تـېـره هستي ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډېـر جـــوړ شــوي ســازمــانــونــه رنـگـارنـگـه مــدنــي
آراسـتــه څـيـرې پـه کـې اخـلـي مـعـاشـــونــــه ډالـري
نـاخـبـر لـه هـغـو وږو چــې نــه يـې کـور شتـه نه کالي
پـلــورل شــوې فـــابــريـکـې او کـارځــايــونـــه دولـتـي
بـېـکـارانـو تــه کـار نـشـتـه گـرځــي ســر تـنــدی وهــي
بې گـنـاه خـلـک هـمـېـش وژنـي هـم تـرهـگـر هم بهرني
پـټـه خـولـه د مــدنـي هـيـڅ نـه وازيـږي د گـونـگـي ده
نه کوم وياړ پاتې افغان ته نه يې له چا سره سيالي ده
شـرمـېـدلـو شـرمـولـې د تـاريـخ تـېـره هـستي ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د هـيـواد پـر شـتـمـنـيـو بـانـدې جـوړ د لـوټ غوبـل دی
مـخـنـيـوی د فـسـاد نـه شي دولـتي ماشين غل غل دی
د مافيا کاروان مست مست ځي کثافت دده مـنـزل دی
لـوڅ لـغـړ يې کـړ هـر چيرې که معدن دی کـه ځنگل دی
پـر جــرمــونــو بـنــديـز نـشـتــه زړور مـجـرم دغـل دی
سترگه يې نه سوځي له چا نه په رڼـا ورځ يې مزل دی
د تـپـلـي جـنـگ پـه غـېږ کې خـپلسري ده ورانکاري ده
نه کوم وياړ پاتې افغان ته نه يې له چا سره سيالي ده
شـرمـېـدلـو شـرمـولـې د تـاريـخ تـېـره هـستي ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سـتـر نـفـاق يـې پر ځاي ناست دی اتفاق يې دی شړلی
د مـلـي گـټـو سـنـگـر دی نـن ځــانــي گــټــو نــيــولــی
قـوانـيـن تـش پـه نـامـه دي د زور ـ زر څښتن ښاغلـی
بس يـــوازې بــېــوســانـــو د قـــانـــون حـکـم مـنـلـی
انـضـبـاط او دسـپـلـيـن لـه دولـتـي چــوکــاټ وتــلــی
لـه آمــره اطـاعــت د مـــادون ورک ســر يـې خـوړلــی
“عليمي” د دې حــــالاتـــو دوام لــــويــــه تـبـاهــي ده
نه کوم وياړ پاتې افغان ته نه يې له چا سره سيالي ده
شــرمــېــدلــو شـرمـولـې د تاريخ تـېـره هستي ده
عظم الدين عليمي ـ کابل 07/11/2009

توپاني هوا

 

له قهره ډک آسمان مې خوځېدو تـه نه پرېږدي
کوڅه کې د دلـبـر مـې گـرځـېـدو ته نه پرېږدي
تـوپـان مـې لـه لاسـونـو تـښـتـوي چترۍ د امن
گـردونـه مې دوه سترگې غـړېـدو ته نه پرېږدي
خـړ خـړ سـرونـه ښـکاري د هـر چـا خبره گونگه
د تـالـنـدې کـړنـگـهـار مې اورېـدو تـه نـه پرېږدي
دا څرنگه هوا شوه په کې گام اخيستل گران دي
گـلان راتـه پـه بـڼ کـې غـوړېـدو تــه نـه پرېږدي
تيارو کې پتنگان ناست شمعې مړې دي د محفل
اســتــازي د تــورتـم يـې بـلـېـدو تـه نـه پرېږدي
پــه زړونــو کـې دنــنــه د نـفـرت د لـمــبــو زور
پـاشـلـي خـلـک بـيـا راغـونـډېـدو ته نه پرېږدي
د کـرکـې سـور انگار بـانـدې د تيلو شي پاشنـه
پټ لاس يې حرارت هيڅ سړېدو ته نه پرېږدي
له امـو تر ابـاسـيـنـه جنگ نيک فال گڼي اغيار
د گـټـې تـر حـصـول يې ختمېدو ته نه پرېږدي
د اوښـکـو د بــاران ويـالـې پـه مـخ د ښاپيريو
بـهـيـږي تـور ديـوان يې وچـېـدو ته نه پرېږدي
زخمي لـه مينې ډک د “عليمي” زړه ځکه چوي
بـيـلـتـون يې پـرهـرونـه رغـېدو ته نه پرېږدي
عظم الدين عليمې

ناچاري

بـېـګـنـاه مـې ځــوروي وکـړمـه څــــه
مـا بـېـځـاي بـدنـامـوي وکــړمـه څــــه
مـخ د ځـمـکـې بـانـدې نـلـرم غـمـخـور
دا نــړۍ مـې شــرمـوي وکـړمـه څــــه
د اسـمـان غـوږونـه هـم راتـه کاڼـه دي
هیڅ مې نه اوري ځګيروي وکړمه څه
غورځوي مې په زور غېـږ ته د پنجاب
لـه وطـنـه مـې شــړي وکــړمــه څـــه
لـویـدیـزیان دې ټول په ما پسي راغلي
ما تـه ورور رالـمـســوي وکــړمـه څه
د هــغــه زړه کـې يـې کـرکـه ده کـرلې
زمـا زړه کـې یـې هـم کري وکړمه څه
دا وطن د پــلار نـیـکـه راتـه په کرکـو
ورانـــوي او ړنګـــوي وکــړمــه څــه
ښه پوهیږم ټولې چارې يې قصدی دي
را تـه جـنـګ لا اوږدوي وکـړمـه څــه
مجاهد نـه طالب جوړشـو بـیـا داعـــش
پـروژې تـل بــدلــوي وکــــړمـــه څــه
جـذبـوي مې داعشي پروژه ځــانــتـه
د چـــا ظلـم مـې اړ کـوي وکـړمـه څـه
لـه هیڅ جـوره يې پر ما ډډه و نکړه
تــرهــګــري پـر مــا تـپـي وکړمه څـه
د نـظـر وسـعـت پیدا نه شو افغان کـې
ورور پر ورور باندې وهي وکړمه څه

بیړنۍ چاره

 

تـوپـانـي څـپـو کې ګـرځـی د هـیـواد ستـره بيړۍ ده
د ګـرداو پـر خـوا روانــه اوږده شـپـه د تـاریکۍ ده
عجیبه يې مسافـر دي څـه ویـده دي څّه يې غله دي
څـه خـپـل منځ کې مــرور دي بېلابېله يـې ډلګۍ ده
ننګيالي زيـارکښ وګـړي دي کونجو تـه شـړل شــوي
د مشرانو يې غورځيدلې له سرو ښايسته پګړۍ ده
د مـاڼــو لـه هــره اړخــه د مـفـسـدو ټـولـی تـاو دی
وايي ډوبـه دې کشتۍ شي دا زمـوږ نه ده پردۍ ده
ترې به وځو لامبوزن یو د ساحل پر خوا به لاړ شو
زر مـو بـډو کې مـنـډلي په هر ځاي غوړه مړۍ ده
مــيــړنــیــو تـاریـخـسـازو د وطـن زړورو خــلـکـو!
یو بل ونیسئ پـه غېږ کې ستاسې مینه مـوروثۍ ده
د هــر قــوم ښــایـسـتـه ګلانو د خوږو ژبـو توتیانو
مـتـحـد شـئ مـتـفـق شئ اړ مـو خـاوره مـورنۍ ده
د ظالم لاسونه مات کړئ د مظلوم ګریوان آزاد کړئ
انـسـانـي غـږ د بـدلـون تـه مـنـتـظـره مـو نــړۍ ده
راځئ سـتـوري د سـحـر شئ د تیارو لپاره لمر شئ
د ژغـورنې لـوی لـښـکـر شئ لار رڼا د کامیابۍ ده
د بیړۍ مسیر بـدل کـړئ د ساحل لـوری منزل کړئ
«علیمي» وايـي چــې ژر شئ دغه چاره بیړنۍ ده
عظم الدین علیمي

عظم الدین عالمي

 اتفاق لار
    راشـئ خـبـرې ټـولـې پــرېــږدئ پرونۍ پرونۍ
    ورکــــړئ دا سـخــتــه ازمـــویـــنــه نننۍ نننۍ
    د بـوسـو لانـدې د اوبـو بـیـونـه څـه په کار ده
    سـتـرګــې مــو ولې پـټــوئ لـه روشنۍ روشنۍ
    د زوال لار بـانـدې کاروان له تګ راوګـرځــوئ
    شـرم دی خـپـل منځ کې روانې تربګنۍ تربګنۍ
    وسمهال مخ دي له خـطـر سره تاریخ جغـرافیه
    وژغــورئ خــــاوره مـقــدســـــه مورنۍ مورنۍ
    هیواد ګد کور دی هر افغان په کې خاپوړې کړي
    تش یـو څـو کـسـه پـرديـپـال ښـه پيژنئ پيژنئ!
    تـېـرمـهـال لارو د نـفــاق زخمي زخمي کړ وطن
    د اتـفـاق لاره کــړئ خــپـلــه ســـــږنۍ ســــږنۍ
    د بهرني تـېـري پـه وخـت افـغـانان یولاس کېدل
    راځـئ ژونـدۍ مـو عـنـعـنـه کـــړئ پلرنۍ پلرنۍ
    لـربـر افغانه پـام کـړه زړونه درنه لـربـر نه شي
    نـقـشـه تـرسـیـم کــړئ د یـووالـي سبانۍ سبانۍ
    د اټک پله باندې تور سور زرغون بیرغ ودروئ
    شــنـډه بــدرنـګـه دســیــســه کړئ لندنۍ لندنۍ
    روضه کړئ جوړه پيښور کې د میوند د فاتح(ا)
     نـوم د مـلالـې هـم کـړئ حـک پـه ودانۍ ودانۍ
    تـېـر تـاریـخي پـرتم ژوندی د پيښور د ښار کړئ
    ښـکـلـې پـلازمـېـنـه بـیـاځــلـي کړئ ژمنۍ ژمنۍ
    «علیمي» هـوډ د ولسو بـه يـې ټوټې ټوټې کړي
    اغـځــن تــارونــه پـنـجـابـي پـــه اسانۍ اسانۍ
    عظم الدین علیمي
     ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(ا) د میوند فاتح سردار محمد ایوب خان

يوسف خدمتگار

زنداني ناره
لکـه محشرمـینه شوه هـیره ځانځاني شـوه
زمونږه چـم کې چـې د ویـنوآرزاني شـوه
ستا تنکۍ دګل په څـیرشونډې شوې وچې
پـه مـا تـیره پـه بـیـدیـا شـپه بـاراني شـوه
تـا چـې مـخ راځـیـني واړوه تـورتـم شــو
د سـپـرلي هـوا ترخـه شـوه خـزاني شـوه
مـا ګــودر د مـیـني نـه ؤ صحـیـح کـړی
دسـفـر بـیـړۍ مـې ځـکـه تـوپـانـي شـوه
تـه مـــغـروره د کـچـه حُـسـن د بـڼ وې
پـه مـا تـیـره انـتـظار زمـا ځـواني شـوه
پـه کوڅـه کـې مُحـتـسب څوکـیداري کا
چـې نـاره د آزادۍ مـې زنـدانـي شـــوه
خـدمـتـګاردې د یـادونـو ډیـوی ګـوري
ســتا په مخ بانـدې مې پاتې نښاني شو

ګـیـلی

محمد يوسف خدمتگار

جانانـه پـوه شه چې هـر څه پـه خوله ویل ښه نه وي
له هـیڅ سرزوري نه د ټپ ملـحم غوښتـل ښه نه وي
چې مې هـــر لوری تـه بیايـي درسره یـمـه زړګــیه
سفــر کې پــه بې لارو لکـه غـلـه ورتـلل ښه نـه وي
د آرمان د بـیـدیـا ګـله بس له وړانـــدې راتـه خانــده
اغـیـار د زمانـې تـــه مسکــیـدل کــتـل ښـه نـه وي
خوږې میني راګـوره زه دې ځان باندې شکـي کـړم
د مـیـني لـه کـوڅـې نـه د مئـیـن شــړل ښـه نـه وي
یـادونـه دې جانانـه پــه وعـدو وعــدو زاړه شـول
د حل لاريي پیدا کړه ژوند پـه غـم بايلل ښه نـه وي
خـدمـتــګاره ځان تـیـار کـړه دجانان خـوالـه ورځـو
پــه میـنـه کې ګـیـلې ویـل پـلـمې کول ښــه نـه وي

روغتون

زما د اجمل خټک دا نظم ډېر خوښ دی !که غواړى تاسو  هم کولاى شئ ولولۍ!  

د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګۍ
د چا د زړه لوګۍ لېدی شې کنه
ستا د سیلو او طوفانونو په مخ
یو اسويلۍ دی درلیږل یې غواړم
ستا د چپو چپو سیندونو په نوم
لیمه را ډک شو څڅول یې غواړم
هسې نه چون د خولې ویستل کفر شي
هسې نه تاته ژړیدل کفر شي
ستا د جنت د نعمتونو نه زار
زه دلته اوږی په جهان ژاړم
ستا د دوزخ له لړمانو توبه
زه درته دا لړمانان ژاړم
دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوو
هلته شو ستا د دوزخونو خشاک
دلته ددغه قصابانو خوراک
هلته د هغه ښامارانو خوراک
نه مو ځان تور کړو او نه سپین پاتې شوو
نه د دنیا شوو نه د دین پاتې شوو
ستا د سنګینو فیصلونه قربان
ولې حیران یم کوم قانون اومنم
ته خو د خپل قارون په ځمکه منډۍ
زه دې په سر باندې قارون اومنم
ستا په رضا زما رضا ده ربه
کاڼۍ هم نفس پورې تړلۍ شمه
چې بل ښامار په خزانو اووینم
اخر انسان یم څنګه غلۍ شمه
را ډک شو زړه ایسارولې نشم
خوله ماته ښه ده خو ګنډلې نشم
ستا د جنت په تمه تمه چې مري
د هغه اوږو په سلګو مې قسم
په دی دوزخ کې یې نور نشم لیدی
ستا د رضوان په منارو مې قسم
یا خو د ځمکې په دې ارته سینه
ماته خپل ژوند زما جنت راکه
یا د نهر دوزخي مرګ نه مخکې
د یوې چغې اجازت راکه
چې دا ستا اوږي ستا په خوان ماړه کړم
یا په خپل ځان باندې قارغان ماړه کړم
“اجمل خټک بابا”

دپښتو ژبې یو لرغونی شاعر شیخ اسعد سوري (مړ۴۲۵ لیږدیز)

 

دلرغوني پښتانه لیکوال شیخ کټه علیه الرحمه له تاریخ سوري نه داسې روایت کوي چې اسعد سوري دافغانستان په غور کې اوسیده او د غور دواکمن امیر محمد سوري په دربار کې دقدر او عزت خاوند و.اسعد سوری په ۴۲۵ لیږدیز کال کې دزمینداور په بغنین کې چې اوس یې بغنی بولی مړشوی دی.ده دامیر محمد سوري دمړینې په ماتم کې یې یوه ویرنه ویلې ده:
دفلک له چارو څه وکړم کوکار(۱)
زمولوی(۲) هر ګل چې خاندي په بهار
هر غاټول چې په بیدیاغوړیده وکا
رژوی یې پاڼې کاندي تار په تار
ډیر مخونه دفلک څپیړه شنه کا
ډیر سرونه کا دخاورو لاندې زار
دواکمن له سره خول پریباسي مړشي
دبیوزلو وینې توی کاندي خونخوار
چې له برمه (۳)یې زمري رپي ځنګلو کې
له اکوبه (۴) یې ډاري تیرو (۵)جبار
هم یې غشي سکڼي(۶) ډال دژوبلورو(۷)
رستمان ځینې ځغلا کاندي په ډار
چې یې ملاوي نه کږیږي په غښتلیو
دافلک پرې وکړي څه کاري ګوزار
په یوه ګردښت یې پریباسي له برمه
نه یې غشی نه لیندۍ نه یې سپار(۸)
څه تیری څه ظلم کاندي ا ی فلکه
ستا له لاسه نه دی هیڅ ګل بې له خار
په ورژلو(۹) لور (۱۰)نه کړي په زړه کراړیه (۱۱)
پر نتلیو اوروي دغم ناتار
هیڅ روغی مې په زړه نشته ستا له ځوره
بیلوی په ژړا ژړ(۱۲)مین له یار
له تیریو دي اوښي څاڅي له اوریځیو
ځیني ژاړي په ورټ ورټ ستا له شنار(۱۳)
نه به لاس واخلي له ځوره نه به لورې(۱۴)
نه به ملا(۱۵)کړي له بیوزلو له ترار(۱۶)
نه به زړه وسوځوي په هیچا باندې
نه به پریوځي له ګر دښته له مدار
نه به وصل کړي مین له بل مینه
نه په درملي(۱۷) ټپونه دافګار
ستا دلاسه دي پراته ژوبل زګیروی کا
هر پلوته ټپي زړونه په ځار ځار
کله غوڅې کاندي مراندې (۱۸) دزړګیو
کله تیر باسي وګړي هو ښیار
کله ټکې (۱۹) واچوي پر نا زولیو
کله څیري کړي ګریوان دنمنځي چار(۲۰)
کله غورځوی واکمن دپلازونو(۲۱)
کله کینوي په خاورو کې بادار
زموږ په زړونو دې نن بیاوویشته غشی
ودې ژوبلل(۲۲) په دې غشي سل هزار
پرسوریو باندې ویر پریوت له پاسه
محمدواکمن چې لاړ په بل دیار
یو وار شو اسیر په لاس د میر څمنو(۲۳)
انتقال یې وکړ قبرله بل وار
په سماو (۲۴) يې ودان آهنګران و
په ټیکنه(۲۵)پر درست جهان اوڅار(۲۶)
دمحمود دژوبلورو(۲۷) په لاس کیوت
چې غزني ته يې بوتلی په تلوار
ننګیالیو لره قید ،مړینه ده ځکه
ساه یې والوتله هسک ته پر دې لار
ترنړۍ یې غوره خاورې هدیره کا
دزمریوپه بیړیو(۲۸) کله وي څوار(۲۹)
په دې ویر دغور وګړي تور نمري(۳۰) شول
په دې ویر رڼا تیاره شوله دښار
ګوره څاڅي رڼې اوښکې له دې غرونو
دا کړونګي(۳۱)ساندې (۳۲)لی (۳۳) په شورهار
نه هغه زرغا (۳۴)د غرونو دبیدیا ده
نه دزرکو په مسا (۳۵) دی کټهار
نه غاټول بیا زرغونیږي په لا ښونو (۳۶)
نه بامی(۳۷) بیا مسیده کا په کهسار
نه له غرجه (۳۸)بیا ر اځي کاروان دمشکو
نه رادرومي غورته بیا جوپې(۳۹) دشار (۴۰)
دپسرلي اوري تودي اوښي تویوینه
مرغلرې په نیسان نه کړي نثار
داپه څه چې محمد لاړ له نړیه
په ویرنه(۴۱)یې سور غر ټول سوګوار
نه ښکاریږي هغه سوردسور (۴۲) په لتو(۴۳)
نه ځلیږي هغه لمر پر دې دیار
چې به نجلیو به نڅا پکې خندله
چې به پیغلوکا اتڼ قطار قطار
هغه غر په ویر ناتار دواکمن کښیووت
هغه غر شو دجاندام (۴۴) غوندې سوراړ(۴۵)
لاس دې مات شه ای فلکه چې دې وکا
محمد غوندې زمری دمړینې ښکار
شین زړګی فلکه ولې لا ولاړ یې؟
ای د غور غرونوپه څه نه شوئ غبار
ځمکې ولې په ریږد لو (۴۶) نه پریوځې
لاندې باندې شه چې ورک شي داشعار
چې زمري غوندې واکمن ځي له جهانه
چې څوک نکړي په نړۍ باندې قرار
سخ(۴۷) په تا ای محمده دغور لمر وې
په نړۍ به نه وي ستا دعدل سار (۴۸)
ته پر ننګه وې ولاړ په ننګ کې مړ شوې
هم په ننګه دې په ننګه کا ځان جار
که سوري دې په تګ کاندي ویرمن شول
هم به ویاړي ستا په نو ستا په ټبار(۴۹)
په جنت کې دې وه تون (۴۱)زموږ واکمنه
هم په تادې وي ډیر لور دغفار
————————-
ددې شعر دځینو لغتونو ژباړه :
۱- کوکار=فریاد
۲- زمولوي= مړاوی کوي
۳-برمه=شان او شوکته
۴- اکوبه=شان اوشوکت او جلال
۵- تایرو=تیري کوونکی او ظالم
۶- سکڼي=غوڅوي
۷- ژوبلورو =جنګیالیو
۸- سیار= سپر
۹- ورژلو= غمجنو
۱۰-لور=پیرزوینه
۱۱- زړه کراړیه = زړه سختي
۱۲- ژړا ژړ=شور اوفریاد
۱۳=شنار=ظلم
۱۴- لوري =پیرزوینه
۱۵- ملا=ملګرتیا
۱۶- ترار= ویره او اضطراب
۱۷- درملي = درملنه او تداوي
۱۸-مراندې =رګونه
۱۹- ټکې=تندر
۲۰- نمنځي چار=عابد او زاهد
۲۱- پلازونو = تختونو
۲۲- ژوبلل= زخمی کول
۲۳- میر څمنو = دښمنانو
۲۴- سماو =عدالت او انصاف
۲۵-ټیکنه= عدل او انصاف
۲۶-اوڅار-ظاهر او ښکاره
۲۷-ژوبلورو=جنګیالیو سپاهیانو
۲۸- بیړیو=زولنو
۲۹-څوار=صبر
۳۰-تورنمري =هغه څوک چې دچاپه ویر کې تور کالي اغوندي
۳۱-کړونګی=آبشار ،ځړوبی
۳۲-ساندې= به زوره زوره چیغې
۳۳-لی=لولي
۳۴- زرغا=شینوالی
۳۵-مسا=مسکا
۳۶-لاښونه=دښتې او دغره ډډې
۳۷-بامی= دیوه ګل نوم دی
۳۸-غرجه=غرجستانه
۳۹-جوپې= قافلې
۴۰- شار= دغرجستان دمشرانو لقب و
۴۱- ویرنه = ماتم
۴۲- سور= خوښي
۴۳- لتو = ځمکې،سرزمین
۴۴-جاندام=دوزخ
۴۵-سوراړ= وچه اوتوده دښته
۴۶-ریږدلو= زلزلو
۴۷- سخ=خوښۍ دې وی ستا پرحال
۴۸-سار =ساری
۴۹-ټبار =ټبریا کورنۍ
۵۰-تون=ځای

عالمي صاحب

چې پښتون وايي “زنده باد پاکستان!”
خـدايـه غټـه لکۍ ورکـړې د حـيـوان
پـه دعـا د بـيـټ نـيـکـه دی زيـږيدلی
د وګړی پر ځاي خـر په خوله گويان
څوارلسمې د آگست تـه چې نڅيږي 
په هغه کې نـه پښتو شته نه ايمان
چې د خپلې غلامۍ کلـيزه لمانځي
هسې بـل غلام و چيرې په جهان?
عظم الدين عليمي