الکول او پر بدن یې بدي اغیزېلکول او پر بدن یې بدي اغیزې

طنز نړیوال تاریخ کتاب له څلورم ټوک څخه

 

 

لیکونکی محمودنظری

11.9.2017
 استاد سعدالدين شپون
۱۹۳۳ م-
استاد سعدالدين شپون د ارواښاد قاضي برهان الدين زوى په کال ( ۱۳۱۱ ه ل ) د كندز په خان آباد كې زېږېدلى دى. د ادبياتو له پوهنځی څخه تر فراغت وروسته یې په پښتو ټولنه كې رسمي دنده پيل كړه. په  کال (۱۳۴۴  ه ل ) كې امريكې ته لاړ او هلته يې د نقد او ښكلو هنرونو په برخه كې ماستري واخيسته. يو كال وروسته، چې بېرته هيواد ته راستون سو، په كابل پوهنتون كې استاد وټاكل سو او دغې دندې ته يې د داوود خان تر جمهوريته پورې دوام وركړ.
دکال ( ۱۳۵۷ ه ل ) په وروستيو كې له هيواده ووت او امريكې ته  ولاړ، په امريكا غږ راډيو كې  یې دنده واخيسته او تر( ۱۳۸۲ ه ل ) پورې يې دا دنده تر سره كړه.
د پرخه په ترخه په نامه يوه شعري ټولگه لري، شين ټاغى، گټيالى او د څمڅې ياران يې ناولونه او د بنگي غاړه يې د لنډو كيسو ټولگه ده.
همدارنگه استاد شپون د نامتو فرانسوي ليكوال همينگوې د سيند او بوډا په نامه داستاني اثر په پښتو ژباړلى او چاپ كړى دى ښايستو د استاد سعد الدين شپون څلورم ناول دى
كيسې د ژوند ارزښت په گوته كوي:(( كيسه يوازې اوږدوالى او سور نه لري، يو درېيم بعد دى. همدغه بعد يې، چې دى د ژوند ارزښت يې دى.))
د شپون نثر په عين ساده كې تصويري دی ، ویونکی خوند ترې اخلي.د هغه دنثر ژبه ساده او عامیانه ده او مثالونه یې هم په  عامیانه  ژبه دي او دا مثالونه دهغه لیکنه طنزي کوي ځکه ددواړو تر منځ یو تناسب ویني چې  دلته  دهغه قرباني د کیسې د مثال د اتل سره پرتله کیږي که دامثالونه ټینگ وي مقاله یا لیکنه هجو اوان کله تر هزله غځوي
طنزی  مثالونه او دخلکو کلیواله ژبه دهغه مقالي خوندوری کوي،  هغه  په سياسي، اجتماعي او ملي مسايلو کې  راوي خپله وي او ځان ملامتوي په ځان نیوکه دا دطنز لیکلو یو اواز دي
يوه دلنډو كيسو ټولگه یې ( د بنگي غاړه) د ه .
د استاد سعدالدين شپون ټولې لیکنې د طنزي توکو ډکي دي
هغه لیکي :
شاه ولي استاد په یوه مرکه کې راته ویلي وو، چې زه چې د شپې له مجلس نه کور ته راشم نو تر سهاره ریاضت کوم. ما فکر وکړ چې شاه ولي استاد عجب تهجد والا صوفي دی. ما سره د مرکې په وخت نسیم ستانکزی هم و. هغه وروسته راته وویل چې د شاه ولي ریاضت دا دی چې د سندرو تمرین کوي
هغه بل ځای  لیکي :
عامر لکه زنځه داسې میده میده لگیا وي، ته وا مېږی یې تر پښو لاندې نه آزارېږي، خو زه خپله یو وخت د رادیو نطاق وم، باید پوه شوی وای چې ژورنالست په مارانو کې منگری دی یا گوسڼه.، آخون موسا صیب ته یې په دې دومره بزرگۍ سره، په مبارکه کڼاوه کې ټک ورکړ، د سترگو په رپ کې یې جامه وربدله کړه.
هغه بل ځای  لیکي :
یو وخت مې د کلي له ملا نه د عبوسا قنطریرا توری اورېدلی و چې د یوه تاوجن چرسي له پاره یې په روژه کې استعمالاوه. ویل به یې چې نیمه ورځ په نورو، نیمه په ځان په غوسه وي.
هغه بل ځای  لیکي :
اوس د رسنیو سترگې نه له کرزي سوزی نه له پیر او حضرته، په همدې تاند کې داسې انتقادونه لولم چې غونی مې ورته زیږ شي. د مشرانو له نومونو سره خان هم نه وايي. یو ځلی زه په شپږم ټولگي کې وم، چې مشر ورور ته مې خط لیکه. شروع مې کړ
برادر ارجمند و به جان برابرم. نو بیا حیران وم چې له نامه سره یې خان ولیکم که جان. له موره مې پوښتنه وکړه. مور مې پنج کتاب لوستی و. راباندې په غوسه شوه چې بې ادبه، مه خان لیکه مه جان، نه یې نوم. ولیکه چې محترم و عالیجناب

هغه بل ځای  لیکي :

پېښوریانو د لاریو او بسونو مثال راووړ چې موټروانانو قسم قسم تاویزونه او آیتونه ورکې ځړولي وو او ویل یې چې تر لایسنه دا برکتي دي، چې د ډایور د سیټ په سر ځړېدلي وي نو ټکر نه کوي. زما یار، مولوی صیب خالص یو ځلي د خپل موټر کلي له رسمي موټروانه واخیسته، خپله په جلو کښېناست، مجري او مرسی یې یاده کړه، خو چې روان یې کړ، گړز د ونې سره وجنگېد. خالص صیب به په خندا ویل چې ما (اعقل و توکل ) حدیٍث رعایت کړی نه و، مانا د اوښ زنگون وتړه او توکل وکړه
هغه بل ځای  لیکي :
خیرخیریت وي، ټول پښتانه وي،ټوکې ټکالې،غیبتونه، کنځلې ښېرا، او ټوټکې، هر څه پښتني وي، خو چې د پاړسي یو وړوکې تبی ورکې وشي، نو لکه چې شودو ته خمه زوره (یو قسم بوټی دی چې کوچیان یې شودوته اچوي) ورښکاره قدرې شی، ورانې شي .
شپون صاحب (شاعر ته خطاب) کې وايي :

ته د دنيا د کاروانونو جرس
د تمدن د قافلې زنځير
ستا له تېزبينو سترگو ډډه کوي
د هندوکښ د اسمانونو کجير
هو ته شاعر يې قلم سم چلوه
بل ځای وايي :
. دړانده فلک قانون دی اې بیباکه ماتوه یي
ساقی څه د خلکو غم کړی یوه شپه ده تیروه یي

يادونه : د محترم نظږي صاحب ليکنې تر څنگ يو  څو جملې ورزياتوم  مرحوم شپون د ننگرهار ولايت د خوگېاڼو د شيرزادو ولسوالی د کديخلو د قريي اود ملايانو د کلي اوسيدونکې وو . دده پلار او نوره کورنې د کندوز خان اباد ته کډوال شوي وو. ددوی کلی او ځمکې شته دده يو څو خاطرې ليکم شپون صاحب په ۲۰۰۵ ز کال سويډن ته د خپلې کورنې سره را غلی او زما ميلمه وو لامل داوو ،چی ده خپل ځوی ميرويس ته دسويډن په مالمو کې يوه نجلی چی ملاله نومېږي کوژدن کړه په واده کې د اروپا څخه زيات ليکوالان ژور نالستان شاعران  لکه نجيب الله منلی، داکتر وردگ، انځور،طارق بزگر،،بيکسيار،اونور راغلي وو، دواده په څنډه کې مو دده سره بنډارونه وکړل ده دخپل کلي اود مشرانو او په خو گېاڼو کې د خلکو د پخوانيو رواجو کلتور اود ولسونو ترمينځ د اړيکو اود ځوان نسل د زده کړو په اړوند زما څخه  پوښتنې کولی شپون تل ټوکې کولې خوگېاڼواله ژبه کاروله متلونه به ويل دده سره ناسته په زړه پوری وه ،بيا زه امريکا متحدو ايالاتو ته څو کاله وړاندی ولاړلم کله چی دی خبر شو دی د خپلی ميرمنې خپلې نگور ملالی سره زما ليدو ته را غلو پوره درناوی وکړ ډير ميلمه پاله انسان وو تل يي خوله له خند ا ډکه وه دی د پښتو ژبی ادب او د ولس لپاره يوه لويه ضايعه ده الله دی جنت ور کړي، قالو انا لله وانا اليه راجعون

محمداقا شيرزاد آ

د روانو حالاتو اړوند د سولې د ملي جبهې اعلامی

fredssymbolwahdat 30.8.2017
بسم اله الرحمن الرحیم

۲۰۱۷ د اگست ۱۵
مبارزه، (اجتماعي جد و جهد او د ملت لپاره مقاومت د یوې تابلو جوړول نه دي چې یو انسان یې پخپله خوښه وتراشي . مبارزه په یوه طوفاني سمندر کې په خپله سینه، د سیند د ډول ډول سر زورو څپو څخه تېرېدل او ساحل ته رسېدل دي. دا کار هغوي کولای شي چې له ځانه سره له سمندر نه ساحل ته پیغام ولري لامبو یې زده او د ډوبیدو څخه ونه ډار شي.)
په افغانستان کې وروستیو پراخو جگړو، د دولت ترکیبي قواوو تر مینځ ژورو کشمکشونو، نويو سیمه ایزه سیاستونو او د افغانستان په اړوند د متحده ایالاتو پر پخواني عمومي تگلاره د سره کتنې د هر چا سره دا سوال پیدا کړی چې څه به کيږي؟
د افغانستان د سولې ملي جبهه د وطن د یو ملي سوله ایز خوځښت په توگه په دې هکله خپل دریځ او وړاندیزونه داسې اعلانوی:
۱ ـ د افغان معضلې پراختیا او پیچلتیا ته په پام روان دولتي او دولتي ضد ائتلافونه نه یواځې ستونزه نه شي حلولی بلکه نوره یې هم پراخوي ځکه دا بحران د دوي د یووالي څخه را پیدا شوی.
۲ ـ د افغانستان ملي اسلامي او ولسواک حرکتونه، شخصیتونه پر خپلو اساسي، ملي غوښتنو پیوستون ته اړ دي. دا نژدیوالی هغه وخت شونی دی چې شریک ارمانونه معلوم شي او د هغو پر بنیاد د سولې د پراخې ملي جبهې جوړولو او پراخولو ته عملي کار شروع کړای شي.
۳ ـ متحده ایالات د افغان جگړې او سیاست یو مهم اړخ دی. دا ضروري ده چې دوي د جگړې د ادامې د تيوري پر ځای د جگړې د خاتمې یا مفاهمې په نظریه هدفمند کار وکړي
۴ ـ لازمي ده چې افغان طالبان د سولې او راتلونکي سیاسي جوړښت په دوو مهمو مسلو داسې ملي تصمیم ونیسي او له خلکو سره یې شریک کړي چې د عمومي حالاتو او ورځنیو واقعیتونو سره پیوند واخلي.
۵ ـ د افغانستان د ځانگړو خطرناکو حالاتو له مخې دا د هر افغان خصوصاً سیاسي خلکو ملي دنده ده چې په خپل هیواد د پلان شوي قومي مذهبي ربړو او قبیله پرستی پر خلاف ملي متحد دریځ ونیسي.

۶ ـ د افغانستان ځينې گاونډي دولتونه په افغان لانجه کې په بیلو بیلو کچو گډون لری. د افغانستان د موقعيت، د دوي د گټو تضاد او له دوي سره د ناټو د گټو تضاد نه حل کیدونکې ستونزه ده.
غوره دا ده چې د مداخلې پر ځای د سولې او داسې سیاسي جوړښت سره ځانونه او سیاستونه برابر کړي چې د خپلواک افغانستان د ملي مستقلې ارادې د تثبیت په صورت کې په افغاني خاوره کې د مینځ ته راغلې بې انډولۍ مخه ونیسي.
افغانستان ته سوله راوړل، سوله راوستل، سوله ساتل، د جگړې څخه سولې ته تلل، پخپله سوله او سولې لپاره ملي، سیاسي، او ولسي انسجام هغه څه دي چې یو له بلې سره توپیر لري خو دا ټول په پیچلي شکل سره گنډل شوي. د تشریح، سپیناوی او ښه پوهاوي لپاره لاندینۍ برخې ته پام وکړئ:
الف: دا فغانستان په خاطر د امریکا په نوي ستراتیژي په داسې وخت کې کار روان دی چې د افغانستان په خاوره د جگړې سیوری ورځ په ورځ پراخیږي. زمونږ ډیر گاونډیان په افغان کشاله کې د لویدیځ سره د پخوانۍ مفاهمې پر ځای نوې مقابلې ته تیاری نیسي او نړیوالو حالاتو کې داسې انکشافات راغلي چې د لویدیځ او افغان حاکمیت لپاره خوندور نه دي.
د شپږو میاشتو څخه راهیسې دا گونگسی ډیر دي چې د امریکا نوې تگلاره کې بنسټیزه خبره دا ده چې امریکا غواړي د افغانستان جنگ په جنگ وگټي. سره د دې چې خبره تر دمگړۍ گونگه ده خو په همدې ورځو کې د جمهور رییس ټرامپ (Trump) د هغه د بهرنیو چارو وزیر او د وال ستریت ژورنال (The Wall Street Journal) خبرو او خپرونو نه یواځې په جنگ د جنگ گټل رد کړل بلکی د افغانستان څخه د امریکی لښکرو د ایستلو مسئله د نوې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه یاده شوی. څو ورځې وړاندی په سپینه ماڼۍ کې جمهور ریئس ټرامپ (Trump) خپلو ځواکمنو جنرالانو ته وویل:پوښتنه مې دا ده، مونږ ولې دا ۱۷ کاله په افغانستان کې په جگړه بوخت یو؟ دا خو ډیره اوږده شوه نور په افغانستان کې په هغو لارو نه ځو چې دا اوولس کاله پرې روان وو.
د فلیپین مرکز مانیلا (Manila) کې د جمهور ریئس د بهرنیو چارو وزیر وویل: دا هسې یوه خبره ده چې وایي جگړه ځکه کوو چې بله لاره نشته همیشه د جگړې د حل لپاره نورې طریقې هم شتون لری جمهور ریئس ټرامپ (Trump) هدایت ورکړی چې د افغان معضلی او جگړې د ختمیدو لپاره دې نورې لارې طریقې ولټول شي.
رښتیا خبره دا ده چې د افغانستان خلکو، امریکا او ټرامپ (Trump) ته دا خونړۍ جگړه د نن څخه (۱۷) کاله پخوا د توطيې پر تيوري را پیل شوې ده او رښتینې ریالست سیاستوال به یې همداسې د مفاهمې پر نظريې ختموي: سهوه دا وه چې د افغانستان د تاریخي، جغرافي، موقعيت، کلتور، نړیوال ارزښت او ملي جوړښت له پلوه داسې هیواد نه وو چې د نوي نړیوال نظم یا د یو قطبي دنیا د جوړولو او د تودو احساساتو د سړولو لپاره ترې کار واخيستل شي.
د توطيې تيوري په دې ۱۷ کلونو کې د افغانستان د غیږې څخه په سلگونو زره بچي تورو خاورو ته وړي. زمونږ ټولې زیربناوې یې په بنسټیز ډول نړولي. افغانستان یې د خیرات خور ملت، خیرات خور دولت تر کچې را ټیټ کړی. زمونږ له وطنه هر انسان تښتي هر وخت چې موقع ورته برابره شي. د بلی خوا یې د هغو امریکایي میندو په لسگونو زره اولادونه مړه او ژوبل کړه چې ډیر يې تر ننه نه پوهیږي افغانستان چیرې دی؟ 
د امریکا د خزانې نه یې په یوه حساب (۷۱۴) ملیارده ډالره د جنگ لمبو ته وغورځول هغو لمبو ته چې افغانان او امریکایان په کې سوزي.
د دې هر څه په بدله کې نن په افغانستان کې دوه شیان شته یو سراسري جنگ او بل هغه حکومت چې د ملا تیر یې په بشري جرمونو ککړ زورواکان، تر ټولو فاسد انسانان د ملت، دولت د مالونو لوټماران او د افغانستان د استقلال پوروړي جوړوي.
د افغانستان اقتصاد په ناروا او د سوال په پیسو درول شوی. دغو مټو چې کوم چاپیریال منځ ته راوړی هغه جگړه ده. د ملت سره جگړه، د حکومت سره جگړه، قوم د قوم او مذهب د مذهب سره لانجه. زمونږ د وطن بشپړ اکثریت خلک د خوارځواکۍ، ناروغۍ او بې امنۍ سره مخ دي خو د دسیسې په تیورۍ جوړ شوي حاکمان داسې ژوند او د ژوند وسایل لري چې په ټوله اسیا کې یې نمونه نشته.
غوره به دا وي چې د امریکا په نوي ستراتیژي کې د توطيې د تیورۍ پر ځای د مفاهمې په نظریه کار وشي او د جگړي د ختمولو په خاطر دوه لمړني گامونه واخستل شي.
۱ ـ د افغانستان خلک کولی شي د خپلو نړېوالو او سيمه ايزو سوله پالو خواخوږو په مرسته د ځان، وطن او دولت درې واړو څخه دفاع وکړي. له هغه دولت څخه چې ملي او د ولس د مستقلې ارادې محصول وي.
۲ ـ مخکې له دې چې د افغانستان څخه بهرني لښکرې پښې سپکې کړي، د داسې يو لنډمهالې ادارې جوړول اړين دي چې بنياد يې پر ملي، اسلامي پرمختللو بنسټونو ولاړ وي او رښتونې خپلواکۍ ته ژمن وي.
۳ ـ د پاکستان، ایران او هندوستان د مداخلو د مخنیوي لپاره سمه نړیواله تابیا.
ب: څومره چې د بن (Bonn) د کرغېړن کنفرانس د نړیوالو شریکانو د وسلو، پيسو او ټیکو چینې وچېږي هغومره ورسره د بن (Bonn) د ایتلاف او د هغه ایتلاف څخه راوتلې اداره او شریکان یې خپلو مینځو کې غېږو ته زور ورکوي، د دوي اوسنی ذلیلي لانجې او شرمونکې دسیسې یې نمونه ده. د اسلام، دیموکراسي او په اصطلاح کارگري ديکتاتورۍ څخه قوم پرستۍ او قبیله پرستۍ ته ټیټیدل هم یوه اجنبي پروژه ده چې غواړي د جنگ د ادامې لپاره بهانې ولټوي. د افغانستان خلک باید د دوی د راتلونکي قومي جنگۍ او مذهبي جنگۍ پر وړاندې هوښیار اوسي.
ج: سیمه ایز دولتونه او طالبان: دا حقیقت باید ومنو چې مونږ ټول په ځانگړي ډول د کابل د تخت حاکمان په بده ورځ د افغانستان څخه تښتیدی شو خو افغانستان هیڅ ځای ته نه شو تښتولی. د امریکا بې حسابه پیسې د پسرلي د گلونو غوندې فقط یوه نیم وربل ته ورځي خو زمونږ ژوند هم د همغو گاونډیانو سره دی چې د بدو سره سره د جغرافيې جبر یو د بل سره نښلولي یو. د طالبانو سره زمونږ د گاونډیو دولتونو راشه درشه د هرچا پرتله د کابل د حاکمیت په تاوان ده. څنگه چې د امریکا لیبرال دیموکراسي سره د جهادي ډلو اسلامي سیاست، شوروي ماډل سوسیالیزم او افغاني فیوډالیزم په یوه کټوه کې نه پخیده خو امریکا په زور د درې واړو څخه سیاسي پوځي لښکر جوړ کړی. همداسې طالبان، ایران، روسيه او چین د دې اړیکو څخه په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د خپلو مخالفانو پر ضد ستراتیژیکه گټه اخلي.
که دا روابط مخکې لاړ شي او پوخوالي ته ورسیږي د کابل د حکومت اوسنی جوړښت او د بن(Bonn) د ایتلاف ترکیب به هم د هغه سرنوشت سره مخ شي چې د څو کلونو راهیسې څوک د قصرونو څخه غرونو ته او څوک د غرونو څخه قصرونو ته وړل راوړل کیږي.
5000003.02220000ړړ صدمتتسظصضقنتیجه: څه باید وشي؟
تر ننه پورې سوله یو ملي مبرم ارمان دی خو (( مجرده سوله نه)) خو د دې څخه وروسته بل مهم ارمان به د قوم جنگي، مذهب جنگي مخنیوی او د ملي یووالي ساتل وي ځکه بیلوالی او قوم جنگي ته یی ځمکه وتره کړي.

(یادونه: په دې ځای کې زمونږ مطلب ملي نجات دی نه د زورواکانو سیاسي سازمان. د سیاسي متشکل جوړښت څخه مقصد په یوي علمي جهانبیني، ټولنیز سالم عیني تحلیل او په ملي ارمان سمبال ملي تشکیل دی).

په افغانستان کې د جوړو شويو کورنیو کشمکش\\ګونو نننی ټکري پړاو، د دوي اجنبي پيوندونو سیمه ایزو او جهاني حالاتو ته په پام، په نسبي توگه یواځینی سیاسی کار دی چې د وطن هوښیار سیاسي کدرونه یی تر سره کولی شي او هغه د ملي نجات په لاره کې اغیزمن رول لوبوي. د پراخې ملي جبهې پر محور د هیواد د هغو سیاسي، علمي شخصیتونو راټولېدل دي چې د اوسنۍ نړیووالې وضعې سالمه سیاسي اقتصادي ارزونه کولی شي او په دې پوه وي چې د افغانستان د اوسنیو تضادونو سره کوم سلوک په کوم وخت کې ضروري دی.
پرته له شکه د وطن د نجات بښوونکې جبهې جوړول ډیر گران کار دی، خو د بل هر ملي تشکیل د جوړښت پرتله فوق العاده علمي، عیني او عملي ښکاري، علت یې دا دی چې د اوسنیو نړیوالو مناسباتو په وجه د وروسته پاتې کړای شوي دنیا په ډیرو ملکونو کې د ملي گوندونو، سازمانو او خوځښتونو پر مخ دروازې تړل شوي د هغو پر ځای ضد ملي ډلې د ملي په نوم منځ ته راوړل شوي چې د حاکمو رژیمونو او حاکمو مناسباتو لپاره په خلکو کې د پنځم ستون په توگه کار کوي.
د سیاسي سازمان گوند او جریان لپاره مجموعي وضع داسې ده لکه د فصل لپاره وتره. د شلمې پېړۍ په لومړنيو لسيزو کې چې کوم ملي گوندونه مېنځ ته راغلل ملي او جهاني شرايط ورته برابر وه
خو کله چې یادو حالاتو بدلون وکړ نه یواځې هغه گوندونه له مینځه یوړل شول بلکه ملي او نیمه ملي دولتونه په قهر سره وځپل شول او د هغو په عوض دغه انجيوگاني (NGO = Non Governmental Organization)، مدني ټولنې، قومي مذهبي اتحادیې او ځلمی لیبرالیزم د ټولنو په سیاسي اقتصادي رگونو حکمرانۍ کوي.
هیڅوک په هیڅ ډول نه شي کولی چې د يوې علمي ملي مفکورې څخه پرته هغه ملي گوند، سازمان جوړ کړي چې د سیاست په دنیا کې ورته خپل تعریف موجود دی. مفکوره دقیقا د حزب لپاره داسې ده لکه د انسان د ملیونونو سلولونو لپاره چې الله تعالی ماغزه جوړ کړي. ایدیالوژي جنگیدلو، حکومت نیولو او چوکیو رسیدلو ته نه وايي. د ایدیالوژي نظریاتي اړخ په فلسفي، تحلیلي خواوي، په مسلطو عیني مناسباتو او کاري پلوي د ټولنې په زیر بنايي بدلون د روبینا نوی والی وي.
په دې اړوند د خوشحالۍ ځای دا دی چې زمونږ د هیواد د ټولو ملي مترقي تشکیلاتو تیوریکي کدرونه، ملي، علمي او هوښیار سیاسي دیني شخصیتونه په نظریاتي لحاظ د پراخې ملي جبهي منځ ته راتگ یو شان ملي او سیاسي ضرورت گڼي. د هیواد په روان سیاسی بهیر کې د جبهي طرحه یواځینی لاره ده چې د زیاتو نه زیات سیاسیون پرې د نظر د یووالي خاوندان دي.
ستونزه پدې کې ده چې د جبهې عملي، ولسي او تشکیلاتي کارونه زمونږ د هیواد د ملي ضرورتونو سره موازي مخکې نه ځي. څه ناڅه مشکلات د سختو حالاتو شتون، روشنفکري جنبش کې د اپرچونیزم (Oppurtunism) پراختیا ده، خو هغه برخه چې د جبهه ایز څلور کلن کار په درشل کې د نظریاتو په هکله شتون لري راټوله شوې او د ډیرو نه ډیرو کسانو د سولې ملي جبهي ته دا لاندې پوښتنې او نظريې رالیږلي.
۱– جبهه باید د چاسره جوړه شي؟
۲– آيا طالبان د دې جبهې غړیتوب ترلاسه کولی شي؟
۳– د سولې ملي جبهه څنگه سوله غواړي؟
۴ – په سوله کې د افغانستان د استقلال ځای؟
۵– سوله او عدالت یا ډزبندي او د قدرت شراکت.
۶– په سوله کې د ملت ځای او د هغوی مشخصې گټې.
۷– په کومه بیه سوله؟
که د خدای پاک رضا وه دا او داسې نور فکري او تشکیلاتي مسایل به په هغه ستره عمومي ناسته کې له برخوالو سره شریک شي چې جوړیدلو ته یی په افغانستان کې منظمي هلې ځلي روانې دي. پای

وړانديزونه نه اوري؟

 

خو وجدانونه ولې چوپ شوي؟

که چارواکو د پژواک خپرونه لوستلي وي نود يوی ويرجنې کورنۍ خبر به يې هم توستلی وي

ميمنه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٦): د پژواک خبري اژانس يوه راپور د فارياب د هغه اوسېدونکي ستونزو ته د پاى ټکى کېښود، چې څه موده وړاندې يې د کابل ښار په يوه روغتون کې خپله مېرمن د نري رنځ (توبرکلوز) له امله له لاسه ورکړې وه، چې بيا يې د هغې د مړي مراسمو د پيسو پيدا کولو لپاره خپله درې کلنه لور پلور ته وړاندې کړې وه.

امرالله له يوه کال څخه د زياتې مودې لپاره د خپلې مېرمنې درملنه وکړه، د کور ټول شته يې ورته پلور او د هغې د روغتيا لپاره يې پر هغې ولګول، چې په پايله کې هېڅ هم ورسره پاتې نه شول او پوروړى شو چې په پايله کې يې مرګ مېرمن هم ترې واخيسته.

پرېکړه وکړه چی خپله دری کلنه لور وپلوري تر څو د خپلی ميرمنې مړې خاورو ته وسپاري دا بی وزلي حيرانونکې وير يو شمېر چي پخوا د همدی کورنۍ په توگه هيڅ نه لرل نه د غلا او ظلمونو له امله د ميلياردو ډالرو او پانگې خاوندان دي نه د چارواکو دی فکر شته چی داسی اداره يې جوړه کړی وی چی مرسته شوی پيسې به د چا او څه لپاره لگول شوی وی؟

دا ډول پېښي نن سبا په گران هيواد کې بی شمېره دي خو د چارواکو غوږونه کاڼه او سترگې ړندې وجدانونه مړه دي.

محمد اقا کوچی

 

تدویر جلسه بیروی اجرائیه حزب متحدملی ترقی مردم افغانستان

20170713_095632جلسه بیروی اجرائیه حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان تحت ریاست رفیق پوهاند دوکتور محمد داود راوش رئیس حزب بتاریخ  22 /4/1396 در دفتر مرکزی حزب واقع شهر کابل دایر گردید.برای جلسه اجندای ذیل پیشنهاد وتصویب گردید:

     گزارش کار وفعالیت یک ساله دارالانشای حزب .

در آغاز رفیق راوش از اشتراک کننده گان تقاضا نمود تا به پاس احترام به کارکرد های رفقای رزمنده حزب ما وهبران جنبش مترقی کشور که دربین ما نیستند وهم شهادت هموطنان بیگناه ما که در رویداد های انتحاری شهید شده ونیروهای  دلیر کشور که در میدان های رزم ودفاع از تمامیت ارضی ونوامیس ملی کشور جام شهادت نوشیده اند بپا استاده ویک دقیقه سکوت نمایند.

بعدأ گزارش یک ساله کار وفعالیت  دارالانشای حزب ، توسط رئیس حزب به جلسه ارایه گردید که درقسمت های مختلف چنین گفتند:

«کار وفعالیت انجام شده حزب طی یک سال گذشته موفقانه بوده ، از 6 جوزا 1395 پروسه وحدت وادغام تشکیلاتی باحزب متحد ملی افغانستان آغاز گردید که درین راستا کار چشم گیر صورت گرفت ، کاستی ها وجود داشت وبا چالش ها مبارزه صورت گرفته  وازمیان دشواری ها با پیروزی گذشتیم .

طی سال گذشته در بخش تامین ارتباط ، تفاهم ، مذاکره ووحدت با نیروهای مترقی  دموکرات وملی کشور دستآورد های معین داشتیم. شوراهای حزبی کار وفعالیت شان را با موفقیت انجام داده اند.سفرهای رفقای قیم به ولایات از اهمیت خاص برخوردار است ،حق العضویت ها تا اندازه جمع آوری وانتقال گردیده است .

شورا های حزبی به کار شان بهبود قابل ملاحظه بخشیده اند  که قابل تقدیر است . شوراهای حزبی کشور هند ، اروپا  وایالات متحده امریکا  درقسمت تدویر جلسات،رشد صفوف حزب وپرداخت حق العضویت ها موفقانه کار نموده اند.

دارالانشای حزب جلسات خود را طبق پلان پیشبینی شده  تدویر نموده ومصوبات آن به تمام  شوراهای ولایتی ومعادل ارسال گردیده است.»

رفیق راوش طی گزارش روی سلسله  پیشنهادات  غیر اصولی وغیر موجه بخش حزب متحد ملی افغانستان درجلسات دارالانشای حزب ، از کم کاری ها ،عدم پابندی بوحدت حزب واحد واسناد عقد شده بیروهای اجرائیه 6 جواز 1395  فاکت وار به جلسه گزارش دادند. هم چنان از حمایت شوراهای ولایتی  حزب از اطلاعیه مورخ 9/3/1396 دارالانشای حزب پیرامون وحدت حزبی  درسراسر کشور وخارج از کشور وحمایت کامل آنها  از وحدت حزبی وتدویر کنگره با معیار های اصولی اساسنامه  یادآوری نمودند افزود : «حزب ما به وحدت تمام نیروهای ملی ،دموکراتیک وترقی خواه  کشور باورمند  بوده ودراین راه تلاش های فراوان نموده ومی نماید.»

درگزارش کار وفعالیت یک ساله شعبات مرکزی چون شعبه تشکیلات حزبی ، کمیسیون تبلیغ وفرهنگ ، شعبه مالی واداری ، کمیسیون کنترول حزبی ،کمیسیون تفاهم وروابط سیاسی  وشعبه اسناد وارتباط مورد ارزیابی قرار گرفته ، دستاورد ها ، نواقص ، کم کاری ها وراه های بیرون رفت آن پیشنهاد گردید.

پیرامون گزارش اساسی عده ثبت نام نموده که به ترتیب صحبت نمودند .

رفقا  انجینر عبدالقادر  ذهین ،استاد نورمحمد غفوری ، استاد غلام فاروق دهقان زاده، دینه گل غریب مل ، داکتر عزیزه ، پوهاند نجیب الله امرخیل، استاد محمد آصف جهش ، استاد عبد الحلیم ، انجینر مختار جبار خیل ، سید محمد مل ، غلام جیلانی ، عبدالرشید آرین ، محمد داود یوسفی، محمد داود شبرنگ ، حفیظ الله نورستانی ،استاد سعدالله رضائی ، انجینر سلیمان کامجو وداکتر عبد الرشید جانباز پیرامون گزارش اساسی صحبت نموده ، نظریات ، پیشنهادات وانتقادات خود را مطرح نمودند.

بعدأ رفیق عبد الحی مالک معاون حزب صحبت نموده گفتند:

«روحیه جلسه امروزی خیلی عالی بود ، اختلافات سیاسی وجود نداشت ، رفقا نظریات سازنده ارایه کردند ،همه  مشترکأ برای ایجاد حزب واحد بزرگ ابراز نظر نموده  ابراز آماده گی کردند . ما از کمبودی ها واشتباهات گذشته درس گرفتیم ، وحدت ها را از راه اصولی آن دنبال وحمایت می کنیم . ما در کنگره قریب الوقوع خود پیشنهاد خواهیم کرد که با تمام احزاب همسو وبرادر وحدت می کنیم . ماتعهد داریم تا یک حزب فعال سیاسی را با استفاده  از امکانات  خود ایجاد نمائیم . ما پول نداریم اما برنامه ترقی خواهانه  ونجات بخش برای کشور ومردم داریم . ما باید کنگره موفق ودموکراتیک داشته باشیم . پیرامون تدویر کنگره رفقا وظایف شان را با موفقیت انجام دهند. بعداز کنگره ما حزب نیرومند خواهیم داشت . ازجلسه امروز کاملا رضایت دارم وموفقانه بود.»

دراخیر رفیق راوش رئیس حزب صحبت اختتامیه نموده ، کار جلسه را جمع بندی کرده گفتند : «از اظهارات صریح رفقا درکار جلسه سپاسگزاری مینمایم . از کار وفعالیت انجام شده یک ساله حزب که بیانگر تلاش ها وزحمات بی پایان دارالانشا، بیروی اجرائیه ، شوراهای حزبی وتمام اعضای رزمنده حزب با مسرت وافتخار ابراز قدردانی مینمایم .» هکذا وظایف بعدی شوراها وهر عضو حزب را در آینده کشور مشخص ساختند وبرای اعضای پرافتخار حزب محبوب ماکه درآستانه تدویر کنگره با شکوه ودموکراتیک آن قرار داریم ، ودر راه مبارزه عادلانه وپرافتخار آرزوی موفقیت نموده کار جلسه را مثبت ارزیابی کردند.

طرح مصوبه جلسه  توسط رفیق عبد الغفور وحدت رئیس تشکیلات حزب ارایه گردید. پیرامون آن رفقا ابراز نظر نموده ، نکات اصلاحی وتکمیلی اضافه کردند ـ که بادرنظر داشت نظریات ارایه شده وتکمیلی رفقا مصوبه به اتفاق آرا تصویب گردید.

جلسه بیروی اجرائیه که ساعت 9:00 صبح آغاز گردیده بود حوالی ساعت 1:00 ظهر به امید پیروزی های هر چه بیشتر حزب درعرصه سیاسی کشور بپایان رسید.

درختم جلسه نان چاشت ایکه از جانب شعبه مالی واداری تهیه دیده شده بود سرویس گردید.

کمیسیون تبلیغ وفرهنگ

اعلامیه دارالانشای حزب متحدملی ترقی مردم افغانستان در مود ائتلاف سه جانبه جدید ترکیه

هموطنان گرامی !

از مطبوعات آگاهی حاصل نمودیم ائتلاف جدید آنهم در ترکیه کشور بیرونی توسط احزاب جنبش ملی اسلامی افغانستان ، جمعیت اسلامی افغانستان وحزب وحدت اسلامی مردم افغانستان تشکیل واعلان موجودیت نمودند.
طبق قانون اساسی کشور وآنچه در برنامه حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان تسجیل یافته ،ایجاد ائتلاف ها ،جبهات ووحدت ها بین احزاب همسو وجریانات سیاسی حق مسلم هر حزب وسازمان سیاسی است .
حزب ما از هر نوع ائتلاف وتشکیل جبهه پشتیبانی نموده آنرا برای آینده افغانستان مفید می داند ،مشروط براینکه ائتلاف در مطابقت به قوانین جاری کشور ، برای رفاه وآسايش مردم وحل معضلات در چهارچوب منافع ملی کشور ومبارزه علیه فساد ، انواع مافیا و کار شکنی، بمنظور تامین هر چه بیشتر وحدت ملی و همبستگی مردم و تحت تاثیر استخبارات بیگانه نباشد ،همچنان به منظور تامین منافع شخصی ،گروهی ، تباری وباجگیری صورت نگرفته باشد .
حزب ما ،احزاب وائتلاف های که جنبه قومی ، امتیاز طلبی ، زور گوئی وفشار جهت بدست آوردن مقام در دولت و غرض انقسام جامعه کثیر القومی افغانستان باشد، به نفع جامعه ومردم ندانسته ونقش چنین ائتلاف هارا در بهبود وضع کشور مفید نمیداند.

حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان باور دارد که شخصیت های بلند رتبه دولتی باید در چوکات قانون اساسی وسایر قوانین موضوعه کشور با استفاده از صلاحیت های قانونی خویش در امر بهبود وضع سیاسی ، نظامی ، اقتصادی واجتماعی میهن عزیز نقش خویش را ایفا نمایند ، زیرا در شرایط دشوار کنونی کشور، ایجاب می نماید که شخصیت های مهم سیاسی، طبق منافع ملی متحدانه به حل پرابلم های موجود بپردازند ، بخاطر یکه هر گونه تلاش فرا فانونی، وحدت ارگانهای تصمیم گیرند ه را بر هم زده ، به نفع دشمنان وطن تمام شده ووضع رقتبار فعلی را بیش از پیش خراب تر ساخته ، به رنجهای مردم می افزاید .
حزب ما از رهبری دولت ج .ا.ا می طلبد تا دراصلاح اداره تلاش جدی نماید ، کار را به اهل کار سپرده وبه کادر های تحصیل کرده ، متخصص ، میهن دوست ومتعهد توجه جدی نمایند .جلو اقدامات غرض سیاسی وقومی ساختن ارگانهای دفاعی وامنیتی را گرفته ،اقدامات لازم نمایند تا موثریت این قوای فداکار وقهر مان بیش از پیش افزایش یابد ومردم در فضای آرام وصلح آمیز زنده گی نموده، از حقوق قانونی و مدنی خویش برای اصلاح جامعه استفاده نمایند تا ازین طریق فاصله بین دولت و مردم از بین رفته و بر مشکلات موجود فائق آییم.
عبد الحی مالک معاون وسرپرست
حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان

د عبدالرحیم مندوخیل په مړینه د نیاز مومند د خوشینۍ پیغام

20-05-2017

 

 

 

په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو وتلی مشر، د دغه ګوند لوی نظریه پرداز او نامتو مبارز شخصیت عبدالرحیم مندوخیل له دی نړۍ سترګې پټې کړی او خپل ټول همفکران، همسنګران، دوستان او خپلوان یی د ویر په ټغر کښینول. روح دې تل ښاد وی. ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل می له نیږدی پیژانده، د هغه سره می څو واره لیدلی او خبری اتری می ورسره کړی چی په ډیرو موضوعاتو کی زمونږ نظرونو ورته والی لاره. اروښاد عبدالرحیم مندوخیل د افغانانو او د افغانستان سره بی کچه مینه لرله او تل یی په افغانستان کی د پاکستان د څارګری ادارې (آی. اس.آی) توطي غندلی. زه په داسی حال کی چی د ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل مړینه د پښتنو له پاره یوه لویه ضایعه بولم، د هغه روح ته د دعا او درناوی لاسونه لپه کوم. د هغه ټولو همسنګرانو او خپلوانو ته تسلیت وایم او د لوی زغم او صبر غوښتنه ورته کوم. لوی خدای دی عبدالرحیم مندوخیل ته فردوس جنت ور په برخه کړی.

 

د غمشريکۍ پيغام

 

په خواشينۍ مو خبرتيا ترلاسه کړي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو پيژندل شوئ او زړه سواندی مشر او د پښتونخوا يو وتلی سياسي مبارز او سياستوال ، مرحوم عبدالرحيم مندوخيل ، له فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړي او د ابديت لور ته يي کډه وکړه . ارواښاد مندوخيل په سيمه کې د استعمار ، ظلم او نابرابرۍ په وړاندي ، ډيره اوږده او زړوره مبارزه کړي ده . هغه د پښتنو او بلوڅو د حقوقو د غوښتلو داعييه تل تازه ساتلي وه او په دې اړوند يي يو لړ کوټلې اقدامات هم کړي وه . هغه د خپل سياسي جدوجهد مهمې تجربي د کتابونو او مقالو د ليکلو په بڼه لروبر راتلونکې افغان نسل ته په ميراث پريښودلې . هغه پاکستان ښه پيژندلی ؤ ، د نوموړي هېواد د شومو نيتونو پر ضد يي ، د سيمې د ستم او ظلم لاندي خلک راويښول او يو موټی کول . هغه د افغانانو يو زړه سواندی او عملي مشر ؤ . روح دې ښاد وي .