افغانان عدالت غواړي

 ليکونکې نور وهاب څپاند

لکه چې په نورو ویناګانو کې ورته ګوته نیغه شوي وه ، د افغانستان خلک په تیرو څه کم څلورو لسیزو کې د اوږدې جګړي د اور په لمبو کې سوځې . هغوي په دې عقیده دي چې د هېواد د اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزو اډانو په ویجاړولو کې د نړۍ او سیمې یو شمیر زبرځواکونه او سیالې کښ هېوادونه شامل دي . که څه هم چې زموږ د خلکو عمومې وروسته پاتیوالې ، په سیاسي بعد کې ایدیولوژیکو چلندونو او نورو لاملونو خپلې اغیزي ښېندلې ، خو د اسلامي پاکستان دوښمنانه او یرغلیزو کړنو د افغانستان په تباهۍ کې تر هر بل لامل زیاته برخه لرلې ده . پاکستان نړۍ ته د افغانستان اړوند ځکه دوکه ورکړه چې بي له دي یي د خپل بي تاریخه او مصنوعي هېواد د پایښت او ودې ممکنې لارې چارې نه شوي لټولی . اوس پاکستان افغانستان اوسیمه په داسې ناسور ټپ اړولې چې د هرې ورځې په تیریدو یي د افغانانو کړاؤ ډیریږي او پاکستان ګټه کوي . زموږ هېوادوال حق لري د خپل هېواد د ویجاړیدو ، د ولس د پرله پسې کړیدو او د وژونکې جګړي مجرمین نړیوال عدالت ته راکش کړي . ښایي زیات هېوادونه او سازمانونه په افغان خاوره د جګړي د پیلولو او د سترو بشري جنایتونو په سرته رسولو کې لاس ولري ، خو د پاکستان رول په دي اړوند ډیر تبا کوونکی دی . څومره چې انګریزانو د افغانستان خاوره په ټوټو ټوټو ویشلې او هره ټوټه یي په تیرو څو پیړیو کې د خپلو تیرې کوونکو پالیسیو د لابراتوار په توګه کارولې ، پاکستان هم په تیره څه کم یوه پیړۍ ، په ځانګړې ټوګه وروستیو درې لسیزو کې ورته چلند سرته رسولی دی . پاکستان د خپلو جنرالانو د ارمان پوره کېدو په هېله کابل او ټول افغانستان ورو ورو سوځولی او خپل ځان یي په سیمه ایز ځواک اړولی . د افغانستان واکمنواو اړوندو دولتي ادارو د هېواد د بچ کېدو په موخه ، تر دې دمه د پاکستان د محدودیدو عملې او بریالۍ پالیسۍ نه ده لرلې . تاریخ مهم چانسونه د افغانانو په برخه کړل لکه ، د هند اوپاکستان د څو جګړو طلایي فرصتونه ، په شلمه پیړۍ کې د کابل ـ ډیلې اومسکو د ګډو ګټو د لیکې جوړیدل ، په ۲۱ مه پیړۍ کې د کابل ـ ډیلې او واشنګټن ګډې ګټې په یوه لیکه واقع کېدل او تر دې دمه د هغې ادامه او نور ، خو د هېواد مشرتابه او په ټوله کې هېوادوالو، د پورته لاسته راغلو مهمو شیبو څخه د افغانستان په ګټه اړینه استفاده ونه کړه . تاریخ شاهد دی تر څو چې د افغانستان د دروازو په وړاندې د پیښور او کوټې مورچې د پنجاب په لاس کې وي ، د هېواد د انګړ په دننه کې د افغانانو ډاډه ګرځېدل را ګرځېدل لامهال ښکاري او د نیم تنه هېواد خلک تل بي موراله ، محتاجه او د ملي مهمو مسألو په حل کې د اړین مانور کولو څخه محروم بریښې . په همدې تصور پاکستان غواړي په خپل ګاونډ کې یو شل ، محدود او تلپاتې کمزوری افغانستان ولري . پاکستان د افغانستان ، هند او سیمې په هکله د تیري د ځانګړې ستراتیژۍ د پلې کولو په دایره کې تیرې کوونکی پوځ او د اي اس اي په څیر  دوزخې استخبارات جوړ کړي چې په اټومې وسلو سمبال دي . د دې سره جوخت یي په دینې مدرسو کې د ترهګریزو بریدونو په موخه اسلامې بنسټپالې روزلې چې د بیلا بیلو  ورانکاریو له پاره یي افغانستان ، د سیمې هېوادونو او نوري نړۍ ته لیږي . چیري چې ترهګریز برید کیږي ، په یوه یا بله بڼه د پاکستان له نامه سره غوټه خوري . له دې کبله پاکستان او ترهګري یو له بل سره تړلې دي . اوس نړۍ ته هم پته لګېدلې چې پاکستان د اټومې وسلو او تیکنالوژۍ د لرلو او خوندي ساتلو فرهنګ نه لري او د امریکا د پخوانې سفیر حسین حقانې په قول ، نور پاکستانې جنرالان د تیر په څیر د ټولو اسلامې اورپکو د کنټرول واک په لاس کې نه لري . د امریکا د متحده ایالاتو د وارخطایئ څخه جوتیږي چې د ډیراوتر او هرې خوا لاس اچونکې پاکستان په واک کې د اټومې او اسلامې بمونو شتون نړۍ او سیمه یو شان ګواښې . حالات دومره ترینګلې شوي چې ، که پاکستان د افغانستان او هند د خطر خبري بس کړي اود ترهګرۍ څخه هم لاس واخلې ، هغه هېواد په خپله سقوط کوي او که خپلې افغاني ضد او هندي ضد پالیسۍ چلولو ته د تیر په څیر ادامه ورکړي ، نړیوال اغیز لرونکې ملاتړي نه شي موندلی . په دې بنسټ افغانانو ته یو ځلې بیا ښه موقه په لاس ورځې چې د ناسمو پالیسیو په ګرداب کې د راګیر شوي پاکستان د لا ګوښه کولو او په نهایت کې نړیوالي محکمې ته د هغه هېواد د راکش کولو له پاره هېوادوال ، په تیره بیا روڼ اندي سره لاسونه ورکړي . دا موضوع د خپل خصوصیت له مخې یوه سیاسي حقوقي او مسلکې موضوع ده چې مخته بیول یي پوره اړینه پوهه ، هوښیاري او ځیرکتیا غواړي . په سیالیو کې اموخته شوي افغانانو ته په کار ده چې د پاکستان څنډي کولو ته ګړندی هر اړخیز فعالیت او سالمه سیالې وکړي . په برتانیا کې د افغانانو د عدالت غوښتنې مرکز ( مدا ) چې د ۲۰۱۶ م کال په جولاي کې پرانیستل شوی ، غواړي ، د پاکستان د منزوي کېدو له پاره د افغان او بهرنیو حقوق پوهانو او کارپوهانو یوه اجماع راوغواړي ، د افغانستان اړوند د ټولو مظالمو او تیریو لاسوندونه ومومې چې د پاکستان د پوځ او اي اس اي له خوا شوي او په پاي کې هغه هېواد د جنګې جرمونو د ارتکاب له امله نړیوالي محکمي ته راکش کړي . ټاکل شوي دندی پلي کول یو هر اړخیز مسلکې کار دی چې باید د بهرمیشتو مینه والو افغانانو او د هېواد دننه هغه هېوادوالو له خوا پلی شي چې د یاد شوي کار په حساسیت پوهیږي . لکه چې محترم همایون تاچ ورته په خپله وینا کې ګوته ونیوله ، د پاکستان د ګوښه کولو او نړیوالې محکمې ته د هغه د کشولو نوښت په ټولو هغوهېوادوالو اړه نیسې چې له ډیر پخوا یي په دې اړوند د نظریو راکړه ورکړه او مشوره کوله . مدا د خپلو موخو د پلې کولو په هدف په برتانیا کې د افغاني او برتانیایي حقوق پوهانو د یوي کړۍ سره اړیکې ټینګې کړي او د یو شمیر وتلو کارپوهانو سره یي د مشورو د پیلولو تکل کړی چې څنګه د پاکستان د منزوي کېدو او نړیوال عدالت ته د هغه هېواد د وړاندي کولو لارې چارې ولتوي . مدا د افغانستان د حکومت د یو شمیر چارواکو ، په تیره بیا د امنیت شورا سره اړیکې نیولې او د هغوي په غوښتنه یي په کابل کې د استازولۍ د یوي کاري او اغیز لرونکې ډلګۍ د معرفۍ کار هم بشپړ کړی . مدا ته اوس روښانه شوي چې تر څو د پاکستان د انزوا او عدالت ته د وړاندي کولو په هکله  فکري کار غښتلی نه شي ، یو شمیر ساده زړې افغانان د هغه هېواد د ریښتینې څیري په کتلو نه شي بریالي کېدلی . همدا اوس یو شمیر هېوادوال شته چې د پاکستان د تبلیغاتو د اغیزي لاندي د خپل وطن د ورانولو په نه بښونکې عمل لګیا دي . موږ اوس د مدا په چوکاټ کې تصمیم نیولی چې د فکري کار د کرښو د واضح کولو په نیت یو سیمینار راوبولو او له هغو حقوق دانانو او کارپوهانو بلنه وکړو چې د موضوع اړوند علمي بحثونه وکړي او د عملي فعالیت یو ټاکلی چوکاټ ترسیم کاندي . څرنګه چې د پاکستان د انزوا او عدالت ته د کش کېدو کار دمدرحاله د بهرنیانو په مالي امکاناتو شونی نه دی ، له دې امله د سیمینار په څنډه کې به د مخته پرتې ملي مهمې دندې د پلې کېدو د مالي اړخ د برابرولو او پیاوړتیا اړوند هم نظر واخستل شي . همدارنګه د سیمینار په بحثونو کې به د موضوع په دې اړخ چې د پاکستان انزوا او ټیله کول یوازي یو سیاسي تبلیغاتي فعالیت نه دی ، بلکه هغه یوه ستره سرښیندنه ده خبرې اتري وشي . ځکه له دې سره برسیرن او په بي احتیاطۍ چلند کول ، بې ځایه سیالۍ هڅول او له مسلکې پولو وتل د موخې څخه د ځان د لیري کولو په مانا دي . مدا ستاسو سره د خپلو تجربو د شریکولو په برخه کې ځان ژمن بولي او له تاسو هم په درناوي هیله کوي چې د خپلوارزښتناکو تجربو د تبادلې له بهیر سره مو په اړیکه کې ساتئ . که داروپا میشت علاقمند افغاني حقوق دانان ، کارپوهان ، سیاسي ، فرهنګي ، ټولنیز او مدني شخصیتونه او د هغوي ټولني په خپلو میشت ځایونو کې یو له بله سره اړیکې ټینګې کړي او د پاکستان د منزوې کولو په اړتیا او اهمیت خبرې اترې وکړي او لاسته راغلې پایلې د یو او بل د خبرتیا په موخه سره شریکې کړي، باور شته چې په دې اړوند د اروپا په کچه د څرګندو اهدافو د تعریف او د هغې د پلې کېدو مشخص میکانیزم ټاکلو ته زمینه برابریږي . دا باید په یاد ولرو چې عدالت ته د پاکستان د مخته کولو دنده د هر افغان په اوږو لویږي او د دې ستري ملي دندي په سرته رسولو کې د بهر میشتو  حقوق پوهانو ، کارپوهانو او اګا وطنوالو رول او مانور د ډیري پاملرنې وړ دی ، ځکه په بهرکې اوسېدونکې افغانان د خوندیتوب د لرلو او اړینو سرچینو ته د لاسرسې له پلوه په نسبې مساعد موقعیت کې قرار لري . له دې امله زموږ ټولو دندي ډیر اهمیت مومې او پیچلې کیږي . د هېوادوالو یو خواخوږی وایي هغه افغان نسل به ویاړمن ژوند ولري چې په ګاونډ کې یي د پاکستان په نامه دولتي سیاسي تشکیلات له منځه تللې وي .

د جنګې جرمونو د محکمو د اصل له مخې ، راځئ چې ژر نړیوالي محکمې ته پاکستان مخامخ کړو ، تر څو د هغو وطنوالو روح ښاد شي چې د هغه هېواد د مظالمو او تیریو له امله یي خپل خوږ ژوند او ټوله هستې د لاسه ورکړي او هغه څوک په سزا ورسول شي ، چا چې دا جرم تر سره کړی دی . همدارنګه د جنګې جرمونو یوه بریالۍ محکمه کولی شي زړه بګنونکې تیر ته لاره  ورکړي چې ارام پریوځې او د هغې پر پایلو یوه سوله ایزه راتلونکې ودانه شي .  مننه

سياسي نهضت

معلم قيوم

 

( ۲۶- برخه )

د لمړي مشروطیت را پیدایښت او بیا د هغوي بیرحمانه او ظالمانه وژنه وه چي ذهنیتو یې دې ته تیارکړل څو یوځل بیا منورین د   کورني استبداد  او بهرني تجاوز ګرو په وړاندي لاس پکارسي.  په دغه زمانه کي د هیواد  څخه بهر د لمړۍ نړۍ والي جګړې میدان پر ګرمیدو سوو، افغانستان ته ۱۹۱۵میلادي د مي د میاشتي په او ل تاریخ باندي د المان او ترکې هیوادونو ګډ سیاسي هیئتونه را غلل. د هیئت دغړو په منځ کي (یندرمایروهیتنګ المانی،مولوی برکت الله او مهاراپر سنګ دهند د مسلمانانو او هندی ناسیونالیستانو په نماینده ګي) وه.

 

دا هیئت څلور میاشتي په باغ  بابرکي او سیدل، په خلاص لاس یې د ازادۍ  غوښتني  او انګلیس مخالفه روحیه د منورینو په  خاصه درباري غلام بچه ګانو په مڼخ کي خپره کړل. نوموړی هیئت هڅه کاوه چی افغانان او هندیان په ګډه سره د اول نړۍ والي جګړي پروخت بیطرف پاته نسي او دوخت څخه په ګټه پورته کولو سره خپل ملتونه د انګریزانو له استعماري منګولو څخه ازاد  کړي.

د امیرحبیب الله سراج څخه یې غوښتنه لرل چي د المان او عثماني ترکي په څنګ کي و دریږي. مګر امیر حبیب الله سراج د دوی غوښتنه رد کړل. چي په ۱۹۱۶ م کال د دسامبر په میاشت کي یې  د انګلیس نماینده سیف الله خان له موضوع څخه خبر کړی، دا  د انګیس غوښتنه وه چي افغانستان په جګړه کي بې طرف پاته سي چي امیر حبیب الله هم دانګریزانو دغه خبره ومنل او یوه نمایشي غونډه (جرګه) یې را و بلل، د افغانستان بې طرفي یې اعلان کړه. دې اعلان ځوانان نور هم را وپارول او د امیر حبیب الله سراج د حکومت څخه یې مخ واړاوه.

بل عامل د دوهم ځل مشروط غوښتونکو غورځنګ داوه چي (۱۲۹۰) هـ کال کي د”سراج الاخبار” د جریدې دوهم ځل دنشراتو پیل و، چی د محمود طرزي په مدیرت نشریدله.
”سراج الاخبار” د دوهم مشروط غوښتونکو د غور ځنګ په جوړیدو کي اساسي رول بازي کړي. په سراج الاخبار کي خپریدونکو لیکنو د پان اسلامیسم او ناسیونالیسم له روحې سره سم ولسونه د انګریزانو پرضد مقابلې ته رابلل. اما اصلاح طلب لیبرالان ناوسه وه. کله چي یې وکولای سوای په شاهي ارګ کي د یو څو تنو درباریانو علاقمندي خپله کړي. هغه و چي د عین الدول او امان الله خان ملاتړ تر لاسه کړی. له هغه وروسته یې په ډیر احتیاط سره د نظامي افسرانو په منځ کي نفوذ وکړئ.

پدې وختونو کي امیر حبیب الله خان سراج د انګریزانو لخوا هند ته ور وغوښتل سوو. دا چي په حبیب الله ته به انګریزانو څه ویلي وي، خو بیرته وطن ته په راګرځیدو سره یې دانګریزانو سره پر ټینګه دوستي ډیر ټنګارو. د امیر حبیب الله خان دې ډول کړونو ته (په دربارکي دننه او له درباره د باندي) ټولو روڼ اندو ځوانانو په نفرت وکتل. هغه و چي  د مشروطیت غوښتنکو دوهم راټولیدوته ځوانان لیوال سول.

د مشروطیت د اول ځل او دوهم ځل جوړښت اهداف سره ورته وه. دامیر(شاه) د واک کموالی، د صدر اعظم لرل، داساسي قانون لرل، تقسیم د کار په حکومتي لوړو اداروکي (مقننه،اجرائیه او قضایه) او د پردو له منګولو (استعمار) څخه دهیواد  ازادي. البته د اولو مشروط غوښتنو په شان د خپل هیواد  دازدی او ترقی پروګرام یې لاره. مشروط غوښتونکي بیله توپیره دهري ژبي،قوم او مذهب څخه جوړوه. د یوه ملي فکر  مشروطیت،عدالت، برابری ،پرمختګ او خپلواکی دپاره یې ګډه مبارزه کول.

د دوهم ځل  مشروط غوښتونکو سره په معنوی لحاظ هغه د بایزېد (روښان) د فکر لړی وه چي په دغه زمانه کي  د سید جمال الدین افغان  افکار بلل کیدل، محمود طرزي چي دترکې هیواد  څخه  هغه  د بایزېد روښان مفکوره راوړې وه ، په د غه شان  د المان او هند څخه د استعمار مخالیفي نظرې وي چي د ځوانانو پر روحیه یې اغیزه وښندل، د خپل هیواد  د پرمختګ او ازادۍ  لپاره یې په مبارزه لاس پوري کړی.

داښکاره خبره ده چي حکومتونه او بیا مستبد او پردي پرسته حکومتونه هیڅ وخت د خپل ولس د غوښتنو خیال نه ساتي. په خپل قلمرو کي د یوه مترقي خوځښت جوړښت نسي زعملای. زموږ په هیواد  کي خو هرڅه نوی وه، حکومتونه دپردو په مټ چلیدل، ځوانانو مو د سیاست مخکنی تجریبه او کافي پوهه نه لرل.

نوهغه و چي یوشمیر د پاکي عقیدي څښتنو احساساتي ځوانانو دهغو جملې څخه عبدالرحمن خان ”لو دین”د سرطان د میاشتي پر(۱۲) د ۱۲۹۷هـ کال د امیر حبیب الله خان سراج د زوکړي د ورځي د خوښي په جشن کي پر پاچاه باندي د تفنګچې ډزي وکړي له به دي تالې  چي پاچا و نه لګیدی.

یو متل دی وایي:” لیوني مه هواله کوی، هغه خدای خپله هواله کړیدي” تر دې پیښي وروسته زیات شمیر مشروطیت غوښتونکي زندانو ته ولاړه او خپله لو دین هم تر هغو بندي پاته سوو څو چي امیر جبیب الله  خان سراج وژل کیږي او امان الله پاچا کیږي.

د دوهم مشروطیت غوښتونکي خوځښت بل پیاوړی شخص ښاغلی عبدالهاد ي داوي و چي پریشان یې هم تخلص کاوه. حتا ځینو دوستانو د دوهم مشروط غورځنګ د پلار په نوم  لاهم لیکلی دئ.
د دوهم مشروطیت ډیر مخکښ غړي فیض محمد کاتب هزاره، غلامحمد غبار، محمد وليخان دروازی، شجاع الدوله فراباشي، محمد ابراهیم خان جمشید  او یو شمیر نور و، چی د مشروطیت غوښتني په لاره کي یې هر ډول کوښښ کاوه، په دربار کي دننه تغیر او تحول  خوښونکي د امیر امان الله خان پر شا وخوا  راټول وه. علت داو چي په دربار کي د انګلیس د امپراتوري په خلاف، د خپل هیواد  دازاد ی سره مینوال سر بیره پر امان الله خان، پر سر دار نصرالله خان چي په عیني وخت کي نایب السطنه هم و، پدې شان سر دار عبدالقدوس خان اعتماد  الدوله، ناظرمحمد سفرخان امین الاطلاعات او په اردو کي لوړ افسران وه.

امیر جبیب الله سراج په  خپله کورنۍ د خپلوښځو په خاصه توګه د امان ا لله  د مور د سختي کرکي سره مخامخ وو. اولادونو یې هم  د خپلو مندو طرف نیولۍ وو. د پام وړ غلام بچه ګانو د امان خان او عبدالقدوس خان په مرسته د مشروطه غوښتنکو ملګري سول. تر دربار د باندي د ټولو روڼ اندو نور امیرحبیب الله سراج بد ایسیدئ.

په  پای کي  د کورنۍ  سره په خوښه په دربار کي د (پټي حلقې) یا (حزب سیري) دپلان له مخي وو چي امیر حبیب الله خان سراج د لغمان په (کله ګوشته ) کي ووژل سوو.

نژدې په ټولو لیکنو کي د دوهم مشروط غوښتونکو وړاندیزونه دغه (۱۲) ماد ې وې.
۱- مبارزه با استبداد  و خو د گامگي شاهان و حاكمان سياسي كشور.
۲- مبازه با امپرياليسم جهاني، بويژه برچيدن سلطه استعماري انگليس از افغانستان.
۳- برقراري عدالت اجتماعي، زدايش يا كاهش نابرابري اجتماعي.
۴- تكوين و تعميم توسعه انساني٬ گسترش آموزش به روز و تحصيلات در ميان همه طبقات اجتماعي.
۵- تمركز زدايي قدرت از طريق وضع قانون اساسي٬ تفكيك قوا و كاهش اختيارات مطلقه شاه.
۶- مشاركت ملت در فرايند تصميم‌گيري كلان سياسي و. . از طريق تشكيل احزاب و جامعه مدني.
۷- كسب استقلال، رفع وابستگي سياسي و بر قراري روابط سياسي با كشورهاي متمدن در جهت عمران و توسعه كشور.
۸- برداشتن ديوار تبعيض، تعصب قومي، زباني، مذهبي و برابر بو دن تمام شهروندان در برخورداري از مزايا، حقوق اجتماعي و مدني.
۹- بسترسازي سياسي، اجتماعي، براي آزاد ي انديشه٬ بيان، مطبوعات براي تباد ل افكار و آراي جامعه.
۱۰- مبارزه با خرافات اجتماعي، رفع تنشهاي قومي، مذهبي، زباني و تكيه بر اشتراكات ملي.
۱۱- اعزام محصلان به خارج از كشور و فراگيري آنان از علوم و فنون به روز و استفاده در جهت صنعت، توليد و بهبو دي اقتصادي.
۱۲- تبديل افغانستان به يك كشور مترقي، نوگرا و هدايت آن به سوي پروژه مدرنيسم. نوربیا

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistan

دوهم ځل مشروطیت ”غورځنګ” جوړونه.

(۲۷برخه)

په اماني دوره کي د مشروطیت غوښتونکو غوښتني پوره سوې؟

اول:  د انګریزانو  له ولکې، دلوی افغانستان د یوې برخي ازادول(اوسنی افغانستان).
دوهم:  اوسنی افغانستان په نړۍ کي د یو ازاد  هیواد  په توګه پیژندل.
دریم:  په اوسني افغانستان کي د امیر حبیب الله د حکومت هغه د غلامی او وحشت قوانین لري(لغوه) کړه  .
څلرم:   دښووني او روزني کارته توجو،دښوونځیو پرانستل ،د جرایدو او اخبار خپرول .
پنځم:  د مالیاتي نظام جوړښت، په دولتي اداروکي د کار ویش .
شپږم:   دلوی جرګې جوړیدنه د ملي شورا دپاره  دقوانینو تصویب.
او وم:  د کابیني جوړونه  د درو قواو تفکیک  او د تفتش د ادارې جوړول.

اتم:  دپوسته،تلګراف او تلیفون جوړونه .
نهم:  د زده کړو دپاره د یو تعداد  شاګر دانو خاریج ته لیږنه .
لسم: د اساسي قانون او یوشمیر نورو مقررانو تصویب.

یولسم:  د محمد زو امتیازات(  پر کور معاشونه) لغوه کول.

 

د مشروطته غوښتونکو ټولي غوښتني د امان الله خان په واکداری کي تر سره نه سوې، یوې خواته د کار سمه تجریبه نه وه ځکه شاهي  نظام په مشروط شاهي نظام بدل نسوه، د شاه په اختیارتو کي کمی رانغی. د امان الله خان په حکومت کي مشروط غوښتونکي کرار کرار له پامه و غورځول سول، غوړما لان، رشوت خواره او نا لایقه  په ځانکړې توګه د مور خپلوان پر واک سول. نو کورنیو ستونزو او بهرنیو لاس وهنو لاس سره یو کړی وه. نه  یې پریښول چي د مشروط غوښتنکو غوښتني پوره سي…..

یوه خبره خوسمه او ښکاره ده . هغه دا چي دا ځلی د مشروط غوښتنکو په لیکو کي زیا تو خاریجی او کورنیو جاسو سو لاره  مند لی وه. د جاسوسو له جملی څخه چي  هلته ئې زیات نفوذ کړي ؤ هغه دانګریزانو لخواتر بیه سوی او دهغوی فوځی افسرمحمد ناد رخان ؤ.

بلي اماني دوري نسبت تیرو استبدادي حکومتونو ته ښه ډیري لاسه راوړني هم لرلې. د مطبوعاتي نظامنامې تر راوتلو وروسته په هیواد کي دغه لاندي دولتي اخبارونه ”روزنامي”د چاپه راوتي:

۱-امانیه.

۲-حقیت.

۳-افغان.

۴-ابلاغ.

۵-اتحاد  مشرق.

د غه لاندي   هفته واره  ”هفته نامی” نشریدی :

۱-اتفاق اسلام.

۲-ارشاد النسوان.

۳-غازی.

۴-ستارهء افغان.

۵-طلوع افغان.

۶-بیدار.

۷-اصلاح.

په د وهفتوکی :

۱-جریده ء مکتب.

هغه نشری چي  په میاشت کي یوځل نشرکیدی :

۱-مجموعی عسکریه.

۲-معارف.

۳-اینه عرفان.

۴-مجموعه.

۵-صحیه.

۶-پښتون ږغ.

البته انس یوه ازاده  هفته  نامه وه چي  د ښاغلی غلام محی الدین انیس لخوا نشریدل. داځل هم د ښمنانو د ولس د نه زده کړو څخه بیا ګټه پورته کړل دهغوی مذهبی احساسات ئې د خپلوهغو اجنټانو پواسط چي  په د ولت کي د ننه وه راو پاره  ول. دهر ډول   ښیګڼو او بیداری د سرته رسیدو او عملی  تطبیق مخه ئې ډپ کړل.

په دوهمه مرحله کي یوځل بیا مشروطیت غوښتونکي  د( افغان ځوانانو) په نوم سره متحد سول، دوهم مشروطیت  دلمړي ځل مشروطه غوښتونکو په شان اهداف لرل. داځل : عبدالرحمن خان لو دین، فیض محمد کاتب،غلام محمد میمنه ګي،محمو د طرزي،اسما سیمه طرزي،ملکه ثرایا طرزي،عبدالهاد ي خان داوي، غلام محمد خان غبار، شاه ولیخان دروازي، شجاع الدوله غوربندی،محمدرحیم شیون ضیائې،میرسیدقاسم، غلامحی الدین افغان،بابا عبدالعزیز،کاکا سید احمد لو دین،ماما محمد ابراهیم ساعت ساز، سردار عبدالرحمن(دماګه رحماني)، سردار عبدالحبیب، مولوی عبدالرف خاکي، محمد حسن راقم، دشهزاد امان الله خان په ګډون.

دریم ځل کله په ۱۹۴۷ م کال ګي هغه وخت چي د ظالم سر دار هاشم خان د صدارت دوره ختمه وه  دوېښوځلمیانو نهضت جوړ سوو. (۱۹۴۹) م  د محصلیونو و اتحاد ې جوړولوته ته لاره هواره سول. کال کي په( ۱۹۵۰)  م کال کي د انګار ملي جریده. په( ۱۹۵۱)م کال کي  د وطن حزب  او د خلګو او ازه حزبونه جوړ سول.

نوټ:- غازي امان الله خان چي  اوسني هیواد (افغانستان) ته څه کړي دي،  دا ډیر څه دي ، له هغه څخه ډیره توقع کول هم یوه اشتباه ګڼم. دوستان دې  خدای خفه نه کړي، یوه پوښتنه لرم، هغه داچي کوم استقلال ؟ هغه استقلال چي تر نیمایې زیاته خاوره او تر نیمي ډیر  نفوس (وروڼه ) مو تر استعمار لاندي استعمار ګروته خوشي کړل؟ دا به ښه او ګټمنده نه وای چي ټوله خاوره او ولس سره یو مټی پاته وایې  ولو که د انګریزانو مستعمره وایې؟ ځکه موږ ولیدل چي انګریزان ډیر ژر ماته سول، هند ازاد او د هند له بدنې یوه ټوټه  او د افغانستان له نیمي تني  څخه پاکستان جوړ سوو. او د پاکستان څخه بنګال ازاد  او مستقیل هیواد سو. لاکین موږ؟ لاد ادی  هغسي پر منځ نیم پراته یوو، لا مو له هغه زخمه  ویني رواني دي. لا مو زخم جوړ نه سوو.د یوه وجود تنه چي پر منځ نیمه کي نو هغه به هیڅکله هم د ښادي مخ و نه ګوري.

نور بیا

د هـالـينډ په هيواد کي د افغانانو د جـرګي د نړيوال کنفرانس لنـډ رپـوټ

 

:
پاکستان د بنسټ پالني او تروريزم مرکز ـ د افغانستان د بي ثباتي اصلي عامل :
د اپريل د مياشتي په 23 نيټه د هالينډ د امستردام ښار ته څيرمه د بيفروايک Beverwijk په ښارګوټي کي په
اروپا کي د افغانانو د جــرګـي لخوا د پورتنۍ اجــندا د څيړلو او بحث لپاره په اروپائي هيوادو کي ميشتو ـ
افغان روڼ اندو ، شخصيتونو ، د ګوندونو ، اتحاديو او مختلفو بنسټونو استاذو ته بلـنـه ورکړي وه ، د کنفرانس
کار دوه برخي ، مقالي ويل او د نظر څرګندونه او هم د ټنګ ټکور پروګرام شامل وو ، په کنفرانس کي د اجندا
په اړوند د جرګي د مشرتابه جرګه ګۍ لخوا ګټوري او تاريخي خبري او هم مقالي ولوستل شوي ، د جرګي ـ
يوه نوښتګر او فعال ښاغلي ډاکتر اصغرخيل منګل پاکستان د ترهګريزو فعاليتونو او د تروريزم د ملاتړي او ـ
صادرونکي هيواد په توګه ياد کړ او د ډيــورند د تپل سوي او استعماري کرښي حـقـوقـي ارزوني ته په ــ
اشاري سره وويل چه دا استعماري کرښه له جيهونه تر اباسينه افغانانو ته حقوقي ارزښت نه لري ، په ــ
کنفرانس کي د اروپائي بيلا بيلو هيوادو څخه د راغـليو سياسي ، اکاډميکو او فرهنګي شخصيتونو ، ــ
د اتحاديو او نهادونو د استاذو د ويناوو او پيغامونو ترڅـنـګ ما هم د پورتني اجندا په اړوند د وخت د کمي ــ
له امـله لـنـډه ويناپه لاندي کـرښـو کي وړاندي کړه :
ــ د هند په نيمه وچه کي د پاکستان تيوري د انګريز د امپريل استعمار د جيوستراتيژيکو او جيوپوليټيکو ــ
اوږدمهاله اهدافو لپاره د دوي د لاس پوڅو لخوا مطرح او عملي سوه ، هغه وخت ياني د 18 پيړۍ په پاي کي
برطانوي ښکيلاک يواځنئ اروپائي ځواک وو چه د هند په نيمه وچه او هندي سمندر کي ئي خپلي اډي ــ
قرارګاوي او د سوق الجيش مرکزونه مستحکم کړل ، د انګريزانو ستراتيژي دا وه چه خپله سياسي ــ
اقتصادي او تجارتي ولــکـه په ټول هند او له هند څخه بهر د فارورډ پاليسي ( Forward ) په چوکاټ کي ــ
د منځنۍ اسيا په لور پـلـنـه کړي ، ولي ددوي د استعماري موخو او پراختيا غوښتني په وړاندي په برصغير
کي د مختلفو ډلو ټپلو او ګوندنو لکه ، په 1813 تر 1823 د پنداريانو ازادي بخښوونکي غورځنګ چه د ــ
روهـيـله پـښـتـنو امـيرخان افغان ئي رهبري کوله او وروسته له مبارزو او اتلوليو د انګريزانو د 120000 ــ
منظم اردو لخوا په بي رحمۍ وټــکول سول ، همدارنګه د هند د ملي کانګريس ګوند چه په 1885 کي ــ
تاسيس او د دغه ګوند په رهبري کي بيا مهاتماګاندي ، مولانا ابوالکلام ازاد ، ډاکتر ذاکرحسين چه دواړه ـ
افغانان دي ، راجندر پرساد ، جواهرلال نهرو ول ، خان عبدالغفار خان پاچاخان او د هغه مشر ورور ــ
ډاکتر خان صيب هم د کانګريس له ګوند سره د استعمار په شړلو کي همـغـږي او همکار ول د يادولو وړ
ده چه محمدعلي جناح هم د کانګريس دګوند غړي وو او وروسته د انګريزانو په اشاره په 1913 کي ــ
د ټول هند مسلم ليګ ګوند ته ورغي ، پاچاخان هم د هند په شمال غربي سيمه کي د انگريزانو په ضد په
1921 کال کي د انجمن اصلاح افاغنه او په 1929 کال کي ئي د خدائي خدمتگارو غورځنګ بنسټ ــ
کيښود ، په دي وخت کي وو چه د علــيــګـړهـ مسلم يونيورسيټي لخوا په 1906 کال کي په ډاکــه کي ــ
د ال انډيا مسلم ليگ د ګوند بنسټ کيښول سو .
د هند په نيمه وچه کي د مسلمانانو ځينو کـتـه ګوريو او ليږکيو له استعماري واکمنو څخه د مسلمانانو ــ
لپاره د ځينو امتيازاتو غوښتني پيل کړي ، د بيلگي په توګه په 1906 کال د مسلمانانو يو 36 کسيز ــ
پلاوي د سـراغاخان تر مشري لاندي د شــمـله په توريستيکي او تفريحي ښارګوټي کي چه د ډهـلي په ـ
شمال کي موقـعـيت لري د هند له وايسراي ( نائب السلطنة ) لارډمنټو سره ملاقات وکړ ، دغه پلاوي له ــ
انګريزانو څخه د هند په نيمه وچه کي د مسلمانانو لپاره د ځانګړي امتيازاتو او حقوقو غوښتنه کوله ، ــ
همدارنګه د مسلم ليګ ګوند د مسلمانانو د ځانگړي حقوقو اوامتيازاتو په چوکاټ کي خپلي غوښتني ــ
مطرح کولي او فعاليتونه ئي ګړندي کړل ، د يادولو وړ ده چه د هند په نيمه وچه کي د سرسيداحمدخان
لخوا د دوو قومي نظرئي تيوري ، ياني هندوان بيل او مسلمانان بيل وړاندي او د ښکيلاکي ځواکونو په
لمسونه د هندو ـ مسلمان جګړو زور واخيست او په ټول هندوستان کي نفرت او کرکه پيل سوه ــ
د مسلم ليگ ګوند د دوه قومي نظرئي تيوري تائيد او د پلي کولو لپاره ئي نه ستړي کيدونکي مبارزه کوله
همدارنګه په 1930 کال کي د هند د الله اباد په ښار کي د مسلم ليگ د ګوند کلنی اجلاس د علامه ــ
محمداقبال لاهوري ترقيادت لاندي جوړ او علامه اقبال پخپله پرانيستونکي وينا کي د هند په نيمه وچه ــ
کي د مذهب په اساس د دوو قومي نظرئي ياني ، هندوستان بيل او د مسلمانانو لپاره جلا هيواد تائيد ــ
او ملاتړ ئي وکړ چه له دغه وخته د مذهبي ائديولوژۍ په اساس د ”پاکستان” د جوړښت لپاره لاره هواره
او هــڅـي ګړندۍ شوي ، د پاکستان د نوم وړانديز د لومړي ځل لپاره په لندن کي د Cambridge ــ
( کامبريج ) د پوهنتون يو تعداد هندي محصيلينو وړاندي کړ چه په 23 مارچ 1940 کال د ال انډيا ــ
مسلم ليگ د ګوند چه د موضوع په اړوند ئي په لاهور کي جلسه وکړه د تائيد وړ وګرځيد او د ــ
هند په نيمه وچه کي د مسلمانانو لپاره د جلا هيواد غوښتنه او مطالبه پکي تــکرار سوه ، د مسلم ليگ ـ
د ګوند دا جلسه تراوسه پوري د قرارداد لاهور يا قـرارداد پاکستان په نامه ياديږي او هر کال ئي په ــ
لاهور کي د منارپاکستان او نورو ښارو کي په 23 د مارچ تجليل کوي ، وروسته له پورتنۍ سريزي ــ
اوس د کنفرانس د اجندا په اړوند يو څو کرښي ليکم ، د دويمي نړيوالي جګړي په وخت کي په اروپا ــ
او اسيائي محاذ کي انګريزي ښکيلاک له گڼو ستونزو سره مخامخ وو ، په همدي شرايطو کي ــ
د مولانا ابواکلام ازاد په مشرۍ د هند کانگريس ګوند لخوا هندوستان ته د بشپړي خپلواکۍ غوښتنه ــ
وشوه او هم د Quit India او ” هندوستان چهوړدو” ياني له هندوستان څخه ووځئ او هم له ــ
له انګريزانو سره ئي د عدم همکاري نوښت او تحريک پيل کړ چه د کانگريسي رهبرانو د نيول کيدو ــ
سبب شو ، برطانوي حکومت د کانگريس د ګوند په مشرۍ د خپلواکي غوښتونکو او مبارزينو ــ
لخوا د هــنــد د استقلال مطالبه ومنله ، خو په دغه وخت کي د مسلم ليگ ګوند د محمد علي جناح په ــ
مشرۍ له انگريزانو سره همکاري کوله او د ښکيلاکي مسلطو ځواکونو لخوا به ورته وعدي ورکول کيدي
چه تاسو به بيا خوښحاله کړو او يو څه به درکړو ،
چه په 1946 کال د برطانوي هند وايسراي ( نائب السلطنة ) لارډ ډيول ، وروسته له انتخاباتو د ــ
کانگريس ګوند د ليږد ( انتقالي ) يا Transitional حکومت په جوړولو مؤظف کړ او پـنـډت نـهـرو ــ
ئي د انتقالي حکومت د مرستيال رئيس په توگه معرفي کړ ، خو د مسلم ليگ ګوند په انتقالي حکومت ـ
کي د برخي اخيستلو څخه انکار وکړ ، مګر وروسته د وايسراي لارډ ډيول د تماسونو په نتيجه کي ــ
مسلم ليگ ګوند هم په انتقالي حکومت کي شامل سو او په وروسته فعاليتونو کي د کانگريس او ــ
مسلم ليگ ګوندونه له وايسراي سره دي تاريخي فيصلي ته ورسيدل چه د هــنــد نـيـمـه و چــه به په ــ
هندوستان او پاکستان تجزيه کيږي ، همدارنګه د برطانيا پارلمان د هند د تجزئي موضوع د 1947 ـ
کال د جون د مياشتي په 3 نيټه ومنله ، ولي د هند د نيمي وچي ويش د اگست مياشتي ته وځنډيد ـ
چه په 14 د اگست 1947 ، پاکستان د انګريزانو د بدشګونه او شوم ميراث او د دوي د ــ
جيوپوليټيکو او جيوايکانوميکو اوږدمهاله گټو لپاره په مصنوعي توګه په داسي حال کي چه ځمکه ــ
د افغانانو او کلتور ئي د هند څخه واخيست را منځ ته کړ ، د هند د نيمي وچي د ويش يا ــ
‏                      Partition  له امله د هند د نيمي وچي خلک له يوي ستري غميزي او فاجعي سره مخامخ سول ــ
د بيلګي په توګه 10 مليونه خلک دواړو خواوو ته وکوچيدل ، د 1 يو مليون په شاوخوا کي مظلوم ــ
انسانان مړه سول ، د پاکستان جوړښت د هند په نيمه وچه کي يوه متفقه پروسه نه وه ، د برصغير
اکثريت خلک د مسلمانانو په ګډون د مذهبي ائديولوژۍ له مخي د هند د نيمي وچي له ويشلو سره
سخت مخالف ول ، له هغي جملي څخه مولانا ابوالکلام ازاد ، خان عبدالغفار خان ( پاچاخان ) ــ
ډاکتر ذاکرحسين او ګـــڼ شمير نور ، مولانا ابوالکلام به استدلال کاوه چه ”يو هيواد د مذهب يا ـ
تيوکراسۍ په اساس نه جوړيږي ، که داسي وي ، نو ولي 21 عربي هيوادونه يو مملکت نه دي .

ياددونه : پاکستان د بنسټ پالني او تروريزم مرکز ، لومړۍ برخه پاي ته ورسيده ، ولي د پاکستان ـ
او سيمي د بحران او ستراتيژيو په اړوند به بحث ادامه پيدا کړي .

د پورتنۍ ليکني لپاره لاندي اخـځونـه مطالعه سوي :
1 ـ India Wins Freedom د مولانا ابوالکلام اثر .
2 ـ مولانا ابوالکلام ازاد Selected Speeches and Writings د سيد شهاب الدين
اثر .
3 ـ په پاکستان کي زما د ديپلوماتيک ژوند ځني يادداشتونه . نــــوربــيــا