دافغانستان د تیرو ۱۶ کلونو د مهمو پيښو نه د سي آې اې د پټو رازونو غورچاڼ

16.2.2018S bog
سرچينه: امريکا غږ پښتو (آشنا راډیو)
د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر پر نهمه پر احمد شاه مسعود له مرګوني برید څو ساعته وروسته، امرالله صالح له تاجکستان نه ریچارد بلیي ته په تلیفون کې وویل:‌ مسعود وژل شوی خو موږ ستاسو مرستو ته له پخوا ډیر اړتیا لرو. بلیي په سي آې اې کې د صالح ارتباطي کس و.
امریکايي لیکوال ستیف کول پخپل نوی کتاب (Sریاستکې د افغانستان د تیرو ۱۶ کلونو د مهمو پيښو نه د سي آې اې د پټو رازونو غورچاڼ لیکلی دی.‌
سي آې اې ته د صالح له ټیلیفون دوه ورځې وروسته پر امریکا ترهګریز بریدونه وشول او ریچارد بليي صالح ته وویل «اوس دغه کار ستاسو له کچې ډیر لوړ شوی. له خپلو مشرانو سره مشورې وکړئ ځکه موږ په داسې کچې او انډول کې در روان یو چې تاسو یې تصور هم نشې کولائ.»
د صالح او د امریکا د استخباراتي سازمان تر منځ اړیکې ۱۹۹۹ کال نه راپیل شوې کله چې مسعود هغه او د خپل اعتماد اته نور کسان د استخباراتي زده کړو لپاره د سي آې اې مرکز ته ولیږل.
د لیکوال په حواله، احمدشاه مسعود په لندن کې په بانکونو کې شاوخوا ۶۰ میلیون ډالر لرل او له سي آې اې نه یې غیرجنګي تجهیزات اخیستل، خو اصلي ملاتړي یې ایرانیان، هندوان او روسان وو. قوماندان مسعود دغه راز د قیمتي ډبرو د خرڅلاو له لارې د خپلې ټلوالې مالي لګښتونه برابرول. انجینیر عارف، د مسعود د استخباراتو مشر، به قمیتي ډبرې په اروپا او امریکا کې خرڅولې او کله به په ډیرو قمیتي هوټلونو کې هم شپې تیرولې.
پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل سره سم، سي آې اې د ډالرو په مرسته د طالبانو د ضد ټلوالې مشران د ځان متحدین کړل. پدې لړ کې، لمړی ګري شروین، د سي آې اې یو کارکوونکی، پنجشیر ته له لس میلیون ډالرو سره ورغی. شروین یو ځلي له عبدالرب رسول سیاف سره هم ولیدل او هغه ته یې یو لک ډالر ورکړل.
کندهار ته بیا حامد کرزی او ګل آغا شیرزی د سي آې اې په مرسته او همغږی راغلل، خو کله چې پر کرزي ګواښونه جدي شول نو سي آې اې په یوې الوتکې کې پاکستان ته یووړ. کرزي د سند ایالت د جیکب آباد له اډې نه له رسنیو سره په سټلایټ ټلیفون خبرې کولې او ویل یې چې دننه په افغانستان کې دی،‌ خو د امریکا د دفاع وزیر یې اصلي موقعیت په تیروتنې رسوا کړ. کرزی دوهم ځل هم د سي آې اې په مرسته افغانستان ته راننوت او دا ځلې ارزګان ته ولاړ.
لیکوال له طالبانو نه د پاکستان د پوځ او استخباراتو د پراخ ملاتړ حال هم ورکوي‌. د پاکستان د استخباراتو په سازمان آی اس آی کې د S ریاست پټ ارګان و چې د افغان طالبانو او د کشمیري جنګیالیو د ملاتړ چارې یې ترسره کولې. د آی اس آی او طالبانو تر منځ اړیکې دومره ژورې وې چې د ځینو امریکايي چارواکو په اند، پاکستاني جنرالان پخپله د افراطي اسلام په لومو کې ډوب شوي وو او له طالبانو سره یې اصلاً توپیر نه کېده.
د طالبانو رژیم د ړنګېدلو په مهال د اکټوبر پراوومه شپه امریکايي بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په کندهار کې د ملاعمر له کور نه یوه ډله خلک د وتلو په حال کې وښودل. ګومان کیږي چې پدغه ډله کې پخپله ملاعمر هم و. دوی لمړی د ملاعمر د مور کور ته ولاړل او بیا يوې مدرسې ته ننوتل. کله چې د ډرون یو راکټ د مدرسې بهر ولګېد نو خلک راووتل او په تیښته کې یوې بلې سیمې ته ولاړل او یوه جومات ته ننوتل. ډرون پر جومات هم برید وکړ خو ملاعمر ترې ژوند ووت او بیا یې هیڅکله څرک ونه لګید. د لیکوال په حواله، ملاعمر په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
له تري تم کیدلو وړاندې،‌ ملاعمر و حامد کرزي ته لیک استولی و او د تسلیم کیدلو خبره یې کړې وه.‌ نورو طالب مشرانو هم د تسلیمۍ وړاندیز کړی و،‌ خو د ستیف کول په لیکنه چې هغه مهال واشنګټن یوازې یوه تګلاره لرله او هغه جګړه وه.‌ په ورپسې کلونو کې طیب آغا د سعودي عربستان د استخباراتو په مرسته له امریکایانو سره د سولې د خبرو لړۍ بیا پیل کړه، خودغه بهیر هم په کابل او واشنګټن کې د ځینو کړیو لخوا شڼد شو.
• د جنګ د دوام لاملونه
لیکوال په تیرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا تیروتنې او د پاکستان دوه ګونی سیاست د جګړې د دوام او پراختیا لاملونه ګڼي.
کتاب کې د عبدالولي په نامه د یوه عادي سړي کیسه شوې چې پرې د طالبانو د ملاتړ تور لګلیدلی و. د کنړ د وخت والي سید افضل اکبر او زوی یې حیدر اکبر، عبدالولي هڅوي چې د امریکایانو اډې ته ورشي او د خپلې بیګناهۍ بیان ورکړي، خو عبدالولي ویره څرګندوي چې امریکایان به یې شکنجه کړي. حیدراکبر ډاډ ورکوي چې داسې به ونشي او بیا پخپله له عبدالولي سره د امریکایانو اډې ته ورشي. د سي آې اې یو قراردادي پر عبدالولي شکمن شي او دومره یې شکنجه کړي‌ چې بلاخره مړ شي.
د لیکوال په اند پداسې حال کې چې پاکستان طالب مشرانو ته پناه ورکوي او هره ورځ یې په افغانستان کې د جګړې لپاره سمبالوي، واشنګټن پر پاکستان ړوند اعتماد کوي او د سلګونو میلیون ډالرو مرستې ورسره کوي. پدې ډول په افغانستان کې د یوې بلې جګړې اور زور اخلي.
له سیاسي پلوه بیا د کرزي او واشنګټن تر منځ اړیکې په نه جوړیدونکي ډول ورانیږي، لامل یې په پوځي عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله او د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امریکا د استازي، ریچارد هولبروک، لاسوهنه ده.‌ هولبروک هڅه کړې وه چې کرزی په ټاکنو کې ناکامه کړي، خو داسې چې ونشي بیا جان کېري کرزي ته وړاندیز کوي‌ چې له ډاکټر عبدالله سره واک وویشي او د حکومت د اجرائیه مشر په توګه یې وګماري. کرزی یې نه مني.
د کتاب په پاې کې لیکوال د احمد شاه مسعود د یوازني زوی، احمد مسعود، سره خپلې خبرې یادوي.۲۷ کلن مسعود چې په لندن کې زده کړې کړي، ستیف کول ته وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې چې طالبانو د کندز ښار ونیوه نو دوستانو او آن مور یې ورته ټیلیفون کاوه چې افغانستان ته ستون شي او د طالبانو ضد مقاومت ته ودریږي. ځوان مسعود ویلي چې له جګړې بیزاره دی خو نه پوهیږي چې که بیا ورباندې غږ وشي‌ چې مقاومت ته ورودانګي،‌ نو څه به وکړي.
د ستیف کول دغه کتاب د هغه د پخواني کتاب – د ارواو جګړه – په څیر له لنډو کیسو، رازونو او ناویل شوو خبرو یو په زړه پورې بیان دی. دغه کتاب د ۵۵۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ په لسو کلونو کې لیکل شوی دی.‌ کتاب په څه باندې ۷۰۰ مخونو کې چاپ شوی او تیره اونۍ بازار ته راووت.

سرچينه: امريکا غږ پښتو (آشنا راډیو)

تحلیلی برتازه ترین ماجرای سفارت افغانستان درکانادا !

چنانچه همه میدانیم کشورکانادا از دیر بدینسوگام های در برابر منافع مردم وکشورافغانستان برمیدارد. اما متآسفانه این منافع در زمان جهاد در مقابل اردوی سرخ شوروی بصورت خصمانه ظاهرشد چونکه سیاست های سیاسی و نظاهی کانادا بااستراتیژی شبکه های استخباراتی پاکستان تلفیق گردید وحکومت کانادا در هم آهنگی با سازمانهای استخباراتی کشور پاکستان فعالیت های استخباراتی و نظامی را زیر نام کمک به مهاجرین افغان در شهر پیشاور آغاز نمود. نخست تحت نام کمیته ای خدماتی کشورکانادا برای مهاجرین افغان که با تأسف از سوی مرحوم عبدالرحمن غفوری یکی ازروشنفکران آنزمان که به حیث آمرکمیته سیاسی جمیعت اسالمی افغانستان ایفای وظیفه مینمود رهبری میگردید . البته باید گفت که ادعای این کمیته ء کانادائی تالش های بازسازی ،تقویت فعالیت های فرهنگی و کمک با تعلیم وتربیت مهاجرین افغان و تأ سیس کورس های زبان انگلیسی متمرکزبود که مطابق استراتیژیی امنیتی کشور کانادا اکثرجوانان مهاجرافغان را برای اعزام به کانادا در همین کورسهای انگلیسی اماده میساختند.واین جوانان از سوی شبکه استخباراتی کانادا بحیث گماشته گان خود در بسیاری از مراکز سیاسی استخدام میشدند ، بطور مثال عمر زاخیلوال سفیر کنونی افغانستان در اسالم آباد و عمر داؤد زی رئیس پیشین دفتر حامد کرزی و سفیردر پاکستان که ازهمان جوانان مصاب شده به ویروس استخباراتی کاناده بودند. این افراد برخالف اراده مردم افغانستان ازسالهای سال بدینسو بر مراکز حساس کشور افغانستان سلطه یافته است . http://www.dailymotion.com/video/x5w5of7 و اما در مورد خانم شینکی کروخیل. هرچند در رشته طب تحصیل نموده اما تحصیالت در رشته حقوق و تجارب سیاسی هم دارد وبه زبان انگلیسی مسلط است وی بدون اطالع حلقه های سیاسی خاصی )سفارت های کانادا در کابل واسالم آباد ( به سفارت افغانستان در کانادا مقررو آغاز به کارکرد و از همان آغاز این حلقه ها میخواستند افراد ذوب شده در استخبارات آنکشور با این پست تقرر حاصل کنند ، اما خواستند که برای بدنام ساختن خانم کروخیل اسناد ومدارکی را جمع آوری نمایند که باالخره توانستند به نامه ای به امضای خانم کروخیل عنوانی وزارت خارجه افغانستان دسترسی پیدا نموده وآنرابه عنوان یک سند مهم امنیتی به نشربرسانند. درحالیکه آن نامه یک نامه عادی بوده که در شرائط عادی ودر مناسبات دیپلوماتیک بین کشورها، خانم کروخیل حق داشته است تا به وزارت خارجه کشور متبوعه خود از انجام معامله بالمثل با کشور میزبان تقاضا نمایند . پس چنین استنباط میگردد که کشورهای بزرگ صنعتی جهان به شمول کشورکانادا برخالف گذشته تنها براین اکتفأ نه میکنند که در کشورهای دیگر بخصوص کشورهای مانند افغانستان جواسیس شانرا بگمارند بلکه اگرمقامات آنکشورها کسی را به عنوان سفیر ویاهم نمائنده خویش معرفی میکنند باید به صواب دید آنکشورها تقرر حاصل نمایند ، اگر اینگونه نه شد میتوانند با شیوه های غیر معمول آنها را با مدارک و اسناد جعلی و هیاهوی مصنوعی از صحنه به دور سازند.حکایت خانم شینکی کروخیل سفیر افغانستان در کانادا نیز از همین دست سناریو های از قبل تهیه شده به شمار می آیند .