د نن ورځې خبرونه 2017-05-02

د ټرمپ د جنګي ستراتېژۍ لپاره كمپاين
منبع : ویسا   تاریخ: 5/3/2017

د كړكېچ نړيواله ډله وايي چې د ملي يووالي په نامه حكومت حاكميت د ۲۰۱۵ په پرتله ۱۵ سلنه كم شوى دى، تر دې وړاندې بهرنيو (حكومت پلوه) لوريو ويلي وو چې د افغانستان پر ۴۸ سلنه خاوره طالبان واكمن دي، همدغسې په دې وروستيو كې يو ځل بيا د حكومت د  اداري فساد، اداري ضعف، كورنيو اختلافونو او په امنيتي برخه كې د ادارې د ضعف، او ناتوانۍ په اړه پرلپسې راپورونه او اندېښنې خپرېږي.

كه د دې راپورونو د ريښتيا او دروغو په باب ارزونه وكړو، له بده مرغه په هر اړخ كې ستونزې تر دې هم زياتې ښكاري، ځكه خو آن د حكومت پلوه اپوزيسيون (د سياسي او جهادي ګوندونو شورا او د حراست او ثبات شورا) او نورو له خوا د هېواد پر روانه وضعه جدي اندېښنې ښودل كېږي.

په دې كې هېڅ د شك ځاى نشته چې حكومت په هر اړخ كې ډېر بد ناكام دى، پر لاملونو يې تكراري خبرو ته حاجت نشته، دا بايد ووايو چې په روانه وضعه كې د حكومت دوام يوه معجزه ده، كه جدي اصلاحات را نشي او روانې بدمرغۍ په يوه معقوله لاره حل نشي د لويو غميزو د پېښېدو قوي امكان دى، خو كه د بهرنيو لوريو اندېښنو او د منفي راپورونو پرلپسې خپرېدو ته پام وشي، داسې ښكاري چې هم په عملي اړخ او هم په تبليغاتي برخه كې د افغانستان په باب د امريكا نوې جنګي او خطرناكې ستراتېژۍ ته كمپاين كېږي.

ځكه چې له دې سره جوخت چې بېلابېلې نړيوالې ادارې زموږ د حكومت د كمزوريو او د هېواد د امنيتي وضعې د خرابۍ په اړه نوي راپورونه خپروي، د امريكا او ناټو چارواكي د پوځونو د زياتولو پر اړتيا هم خبرې كوي. د دې ښكاره معنا دا ده چې دا د امريكا د نوي حكومت د جګړه مار ټيم د نوې ستراتېژۍ د پلي كولو لپاره تبليغاتي كمپاين دى. هغه څه چې تر اوسه په تېرو ۱۶ كلونو كې متاسفانه بيا بيا عملي شوي دي.

د جګړې د دوام ستراتېژۍ پايلې همدغه دي چې هېواد مو په بدامنيو كې ډوب او ولس مو د ماتم پر ټغر ناست دى. دا زموږ له هېواد سره ډېره ستره جفا ده چې امريكا او متحدينو يې په لوى لاس د خپلو اهدافو د جګړو پر ډګر بدل كړى. خو په دې جفا كې زموږ حكومت او په ټوله كې ملي شورا او آن سياسي او مدني كدرونه شامل دي. كه د وطن د راتلونكې په اړه له چا سره يوه ذره رغنده احساس وي، د دې سپېرو لوبو پر پاى ښه پوهېداى شي، دا به له هېواد سره ستره نامردي وي چې د دوستۍ په نامه يې د لويو ځواكونو د هوسونو په اور كې برباد كړو.

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
هشدار و یاهم اخطار حزب گلبدین
منبع : سپوتنیک   تاریخ: 5/3/2017

سخنگویان حزب اسلامی در عکس العمل به‌ حذف نام چند تن از زندانیان کلیدی و مهم این حزب که قرار بود روز گذشته از زندان پلچرخی کابل رها شوند، می‌گویند که عدم رهایی زندانیان سیاسی حزب اسلامی عکس العمل  ‌های جدی را در پی‌خواهد داشت.

به گزارش سپوتنیک به نقل از خبرگزاری ”آوا”، کمیسیون حقوق بشر اما می‌گوید که هیچ فرد و یا نهادی نمی‌تواند مجرمین جرایم بشری و جرایم جنگی را در افغانستان ببخشد.
حشمت ارشد، سخنگوی حزب اسلامی در تماس با آوا تاکید کرد که رهایی تمام زندانیان سیاسی حزب‌اسلامی از مواد کلیدی توافقنامه صلح میان حکومت وحدت ملی و حزب اسلامی است.
او علاوه کرد که اینک حکومت وحدت ملی مکلف است تا تمام زندانیان سیاسی حزب اسلامی را مطابق تعهدات قبلی خود از توقیف‌گاه‌ های کشور رها سازد.
ارشد هشدار داد که اگر در موعد معیینه آن زندانیان رها نشود، عکس العمل ‌های جدی حزب اسلامی را در قبال خواهد داشت.
او اما خاطر نشان کرد که آنان به‌تعهدات حکومت باورمند هستند و مطمین‌اند که تمام زندانیان سیاسی حزب اسلامی در اسرع وقت از تمام زندان‌های کشور رها خواهند شد.
این سخنگوی حزب اسلامی، اما کمیسیون مستقل حقوق بشر را سد راه پروسه صلح عنوان کرده می‌گوید که کمیسیون همواره مخالف پیشرفت گفتگوهای صلح بوده و مشکل تراشی کرده‌است.
ارشد اشاره کرد که روزگذشته نیز بر اساس ملاحظه حقوق بشر، خارجی‌ها و حلقات ضد صلح، نام تعدادی از زندانیان حزب اسلامی از لست‌رهایی حذف شدند.
نادر افغان، دیگر سخنگوی حزب اسلامی نیز در تماس با آوا یادآور شد که حکومت وحدت ملی نزد رهبری حزب اسلامی مسوول است تا با جلوگیری از ضیاع وقت، به‌زود ترین فرصت تمام زندانیان سیاسی حزب اسلامی را رها سازد.
او تصریح کرد که در حال حاضر هزاران تن از اعضای حزب اسلامی در زندان‌های کشور محبوس اند که رهبری این حزب لست تمام آنان را به‌حکومت وحدت ملی سپرده‌است.
براساس گفته‌های نادر افغان؛ توافق میان حکومت و حزب اسلامی با در نظر داشت تمام کنوانسیون‌های بین‌المللی صورت گرفته‌است و کمیسیون حقوق بشر نمی‌تواند با این توافق‌نامه مخالفت کند.
او علاوه کرد که متاسفانه کمیسیون حقوق بشر افغانستان هیچ‌گونه باورمندی به صلح ندارد.
این در حالی‌است که روز گذشته در واپسين لحظات آزادسازي زندانيان حزب اسلامي، نام ۱۳ زنداني كليدي و مهم حزب اسلامي زير فشار كميسيون حقوق بشر از فهرست حذف شد و اجازه آزاد سازي آنان را به دولت داده نشد.
حزب اسلامي نیز در واكنش به‌آن ۵۶ زندانی دیگر خود را تسلیم نشد.

هیچ‌کسی صلاحیت بخشیدن مجرمین جنگی را ندارد 
در همین حال مسوولان در کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان می‌گویند که هیچ فرد و یا نهادی صلاحیت بخشیدن مجرمین جرایم بشری و جرایم جنگی را در کشور ندارد.
بلال صدیقی، سخنگوی کمیسیون مستقل حقوق بشر در گفتگو با آوا، رهایی افراد متهم به جرایم بشری را خلاف ارزش‌های حقوق بشری عنوان کرد و افزود که با رهایی این افراد فرهنگ معافیت در کشور بیش از پیش ترویج خواهد شد.
آقای صدیقی تاکید کرد که بخشیدن و یا عدم بخشش مجرمان جنگی مربوط خانواده‌های قربانیان است و دولت نمی‌تواند خلاف رضایت خانواده‌های قربانیان مجرمین جنگی را عفو کند.
براساس گفته‌های صدیقی؛ هر عفو و بخشش باید در چوکات قانون اساسی باشد تا عدالت و ارزش های حقوق بشری را صدمه نرساند.
او خاطر نشان کرد که کمیسیون مستقل حقوق بشر هر نوع پروسه صلحی که در آن عدالت تامین شود را احترام می‌کند؛ اما مخالف پروسه‌های است که در آن به‌حقوق قربانیان احترام صورت نگیرد.

حکمتیار تا اواخر هفته‌جاری به‌کابل خواهد آمد
سخنگویان حزب اسلامی هم‌چنان می‌گویند که کمیته استقبال از رهبر اسلامی تمام آمادگی‌ها را برای حضور حکمتیار به‌کابل روی دست گرفته‌است.
حشمت ارشد در این مورد به‌آوا گفت که روز گذشته جلسه مشترک از سوی حکومت و حزب اسلامی تحت رهبری جمعه خان همدرد دایر شد و در اخیر آنان به‌این نتیجه رسیدند که رهبر حزب اسلامی تا اواخر هفته‌جاری در کابل حضور پیدا کند.
نادر افغان نیز در مورد یادآور شد که آنان امیدوار اند که براساس برنامه از قبل تنظیم شده رهبر حزب اسلامی تا آخر همین هفته به کابل تشریف ببرد و مورد استقبال شهروندان کابلی قرار بگیرد.

حزب اسلامی تنها به رسانه‌های که در تضاد با منافع ملی کار می‌کنند مخالف است
سخنگوی حزب اسلامی با توجیه سخنان گلبدین حکمتیار رهبر حزب اسلامی می‌گوید که رهبری این حزب تنها با رسانه‌های که در تضاد با منافع ملی کار می‌کنند مخالف است.
گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی دو روز قبل در یک اجتماع مردمی در ننگرهار، با لعنت فرستادن به رسانه‌ها و شر آفرین خواندن آنان گفته‌بود که رسانه‌ها هستند که به تروریست ها انگیزه می‌دهند.
حشمت ارشد در مورد به‌آوا گفت که رهبری حزب اسلامی از رسانه‌های آزاد و بی‌طرف که درد ملت را انعکاس می‌دهند حمایت و پشتبانی می‌کند؛ اما مخالف فعالیت رسانه‌های وابسته به‌بیرونی‌ها می‌باشد.
براساس گفته‌های ارشد امروز متاسفانه بعضی رسانه‌ها به‌دستور بیگانه‌گان علیه رهبری حزب اسلامی تبلیغات می‌کنند.  

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
افغانستان د طالبانو په لیکو کې ’د سپین پوستکو’ په اړه پلټنه کوي
منبع : دامریکا غږ   تاریخ: 5/3/2017

د هلمند والي وايي راپورونه لري چې خارجیان د طالب جنګیالیو په لیکو کې فعالیت کوي او افغان حکومت پدې تړاو پلټنې پیل کړي.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي هغوی ته د موسا کلا، سنګین، باباجي او ګرمسیر ولسوالیو او نورو سیمو راپورونه رسيدلي چې هلته ځیني بهرنیان د طالبانو سره لیدل شوي دي. ښاغلی حیات وايي دغه کسان ”اصلآ افغانان نه دي او سپین پوسته خلک دي،” چې اکثرا خلک ګمان کوي چې ښایي ”شورويان” او ”روسان” وي.

د هلمند والي وویل ملي امنیت اوس په دې مسئلې باندې کار پیل کړی دی ”هغه ورستي معلومات چې موږ یې له ملي امنیت نه لرو دوی په دې باندې دقیق کار کوي تر څو موږ تثبیت کړو چې دغه بهرني کسان چې د طالبانو په صفوفو کې لیدل کیږي، یا د مشاور په صفت یا هغو ته د ټرینر په صفت باندې کار کوي، دا څوک دي، په دې موږ بوخت یو کار کوو”.

په همدې حال کې د کجکي ولسوال عبدالرازق وايي چې پدې ولسوالۍ کې د افغان وسله والو تر څنګ یو شمېر بهرنیان هم لیدل شوي او شمېر یې زیات شوی دی. خو هغه ونه ویل چې دا بهرنیان څوک دي او دوی ته څنګه معلومه شوه چې رښتیا هم له طالبانو سره بهرنیان یو ځای شوي دي.

د هلمند په شمالي ولسوالیو کې ځايي اوسیدونکي ادعا کوي چې له وسله والو طالبانو سره روسي اتباع لیدل شوي او د دوی په ادعا دغو بهرنیانو د کجکې د برېښنا له بند څخه په پرمختللو کمرو تصویرونه اخیستي خو دا خبره لا په رسمي ډول تاييد شوی نه دی.

تر دې مخکې د اروزګان امنیه قومندان جنرال غلام فاروق سنګري امریکاغږ اشنا ته ویلي وو چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ډاکترانو په لباس کې ځيني روسان لیدل شوي چې د طالبانو تر ولکې لاندي سیمو ته تللي دي.

امریکايي ځواکونه

په هلمند کې د روسانو د موجودیت ادعا داسې مهال کیږي چې اوس تازه ۳۰۰ امریکايي سرتیري هلمند ته رسېدلي چې د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او هوايي ځواک په برخه کې مرسته وکړي.

د هلمند په شمال کې نوزاد، موسی کلا، سنګین، د باغران ولسوالۍ او د کجکې ولسوالۍ د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو د حضور مهمي سیمي بلل کیږي.

تر دې مخکې هم د وسله والو طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالو راپورونه وکړل شوي وو، خو د طالبانو په لیکو کې د روسانو موجودیت نوې ادعاوې دي.

دا ادعاوې داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې ځیني امریکايي چارواکو پر روسیې تور لګولي چې افغان طالبانو سره پوځي مرستې کوي، خو په کابل کې د روسې سفارت دا تورونه په کلکه رد او له حقیقت څخه لېرې وبلل.

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
مشارکت ملی: روسیه، ایران و پاکستان بحران دیگری در افغانستان می ‌خواهند
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 5/3/2017

مسئولان حزب مشارکت ملی افغانستان ادعا می ‌کنند که شماری از کشور های منطقه به‌ خاطر تأمین اهداف سیاسی و اقتصادی ‌شان آتش جنگ را در افغانستان دامن می ‎زنند.

آنان می ‎گویند که روسیه، ایران و پاکستان به کمک شماری از افراد و حلقات در داخل کشور می ‎خواهند، بحران دیگر را در افغانستان به وجود آورند.نجیب‌الله کابلی رئیس این حزب روز سه شنبه در یک نشست خبری در کابل گفت که شماری از رهبران سیاسی و حلقات داخلی به ‌خاطر منافع روسیه، ایران و پاکستان در برابر نظام قرار گرفته و اهداف شوم آن کشور ها را تطبیق می‎ کنند.

وی افزود: ”سه کشوری که هیچ وقت خوش نیست که یک افغان آرام باشد، هیچ وقت خوش نیست که تاجک، پشتون، ازبک، ایماق و پشه‌یی در یک جای زندگی کنند، تو می ‌روی و به دستور آن بازی می ‎کنی ما مردم افغانستان به شما این اجازه را نمی ‎دهیم، نظام افغانستان اگر ضعیف می‎ شود به خیر مردم افغانستان نیست.”

آقای کابلی گفت که احمدضیا مسعود، لطیف پدرام، جنرال عبدالرشید دوستم و رهبران جنبش روشنایی، دست نشانده‌گان روسیه، ایران و پاکستان بوده و در برابر شان باید به ‌گونه جدی اقدام شود. وی می‎گوید، هر کسی ‎که در برابر نظام کنونی اقدام می ‎کند در عقب آن دست ‎های خارجی وجود دارد. وی به این باور است که ضعیف شدن نظام به خیر مردم و کشور نیست.

درین حال آثار حکیمی مشاور مطبوعاتی احمد ضیا مسعود اظهارات رئیس حزب مشارکت ملی را غیرمسئولانه و دور از حقیقت می‎داند. آقای حکیمی درین مورد به رادیو آزادی گفت: ”سخنان غیرمسئولانه را مطرح کرده‎است، بحث آقای مسعود و همراهان‌ شان بحث نجات افغانستان از بحران پیشروست، وابستگی سیاسی اتهامات است که هر جناح سیاسی به جناح دیگر وارد می ‎کند.”

اما با این همه شماری از آگاهان به این باور اند که روسیه، ایران و پاکستان و شماری دیگر از کشور های منطقه به ‌خاطر اهداف استراتژیک و رقابت‎ های شان جنگ در افغانستان را ادامه می‎ دهند. فیض محمد زلاند یکی از این آگاهان می ‎گوید، با آنکه افغان ‎ها خواهان صلح در کشورشان هستند، اما برخی کشور های منطقه در برابر حرکت‎ های صلح ‌آمیز موانع ایجاد می‎کنند.

آقای زلاند افزود: ”تمام آرزوی ما این است که ما صلح داشته باشیم. ما می ‎بینیم که در برابر هر حرکت صلح ‌آمیز به سطح منطقه و جهان مخالفت ‎ها وجود دارد و برای دوامدار شدن جنگ دلایل را پیدا می‎کنند.”

آقای زلاند می ‎گوید، برای ختم جنگ نیابتی نیاز است که از هر حرکت صلح‌ آمیز در کشور حمایت کرده و مخالفان مسلح را به میز گفت ‌و گو حاضر سازیم. وی می‎گوید که تمام کشورهای جهان به‌ خصوص کشورهای منطقه به این آگاه شوند تا زمانی‎که در افغانستان امنیت تأمین نشود، آن ‎ها هم نفس راحت نخواهند کشید.

 

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
ناټو: حکمتيار دې قانون ته ژمنتيا په عمل کي ثابته کړي
منبع : خبریال   تاریخ: 5/3/2017

حکمتيار نوى عکسناټو وايي، حکمتيار دې له تاوتريخوالي سره پريکون په عمل کي ثابت کړي. په کابل کي دناټو سازمان دملکي استازي له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي له حکمتيار سره دسولې هوکړې دبرياليتوب هرکلی سوی او ويل سوي، چي دافغان حکومت له خوا په دې برخه کي پورته سوي ګامونه دسولې او ثبات دټينګښت په برخه کي دافغانستان دتعهد او ژمنتيا څرګندونه کوي.

سرچينې زياته کړې، چي ددې بهير ددوام لپاره غوره دا ده، څو ټول لوري، دسولې دهوکړه ليک موارد په پام کي ونيسي. په خبرپاڼه کي  راغلي، چي حکمتيار دې هم له تاوتريخوالي سره پريکون او دقانون حاکميت ته ژمنتيا په عمل کي ثابته کړي. ددې سازمان له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي ناټو دافغانانو په مشرۍ له ټولو هغو ډلو سره دسولې او پخلاينې دبهير ملاتړ کوي، چي له تاوتريخوالي لاس اخلي، له نړيوالو ترهګريزو ډلو سره پريکون کوي او دافغانستان اساسي قانون مني.

دحکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره دسولې هوکړه ليک تېرکال لاسليک سو، چي پربنسټ يې ددې ګوند مشر ګلبدين حکمتيار دخلکو په مينځ کي را څرګند سو. 

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
ناتو: حزب اسلامى تعهد خود به حاکميت قانون را بايد در عمل نشان دهد
منبع : پژواک   تاریخ: 5/3/2017
کابل – سازمان ناتو از يکجا شدن حزب اسلامى با رهبرى حکمتيار به پروسۀ صلح حمايت کرد و تصريح نمود که اين گروه، بايد مقاطعه با خشونت و تعهد خود به حاکميت قانون را در عمل نشان دهد. در خبرنامه ای که از سوى دفتر نمايندۀ ملکى ناتو در کابل، امروز (١٢ثور) به نشر رسيده، آمده است که ناتو از تداوم گام هاى دولت افغانستان که براى تطبيق کامل توافقنامۀ صلح با حزب اسلامى برداشته است، استقبال مى کند. منبع افزوده است که گام هاى يادشده، نشان دهندۀ تعهد متداوم دولت افغانستان در راه تامين صلح و ثبات در افغانستان است.

در خبرنامۀ ناتو آمده است که در پيشرفت آيندۀ اين پروسه، بسيار مهم خواهد بود که تمامى جوانب، شرايط اين توافقنامۀ مهم صلح را که براى رسيدن به صلح به همه افغان ها مهم خوانده مى شود، رعايت نمايند. منبع افزوده است: ”اين بسيار مهم است که حزب اسلامى قطع رابطۀ خود را با خشونت و تعهد خود به حاکميت قانون، در عمل نشان دهد.”

ناتو به حمايتش از پروسۀ صلح و آشتى به رهبرى و مالکيت افغان ها ادامه مى دهد که در نتيجۀ آن، گروه هاى مسلح به خشونت خاتمه دهند. هم چنان روابط خود را با گروه هاى بين المللى تروريستى قطع نموده و قانون اساسى افغانستان و حقوق بشر به خصوص حقوق زنان و اقليت ها را رعايت خواهند کرد.

قابل ذکر است که توافقنامۀ صلح بين دولت و حزب اسلامى، در ماه ميزان سال گذشته امضا شد و حکمتيار رهبر اين حزب، به روز شنبه گذشته در ولايت لغمان ظاهر شد.

                 

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
پرتورخم سوداګریزه راشه-درشه ولي ځنډیږي؟
منبع : دامریکا غږ   تاریخ: 5/3/2017
ترانسپورتي شرکتونه وایي په تورخم بندر دپاکستاني ملیشو دورو او سستې تالاشۍ له وجې نژدې ٨٠٠٠ تشې او ډکې لارۍ افغان اړخ کې ایسارې دي.

سوداگر او دترانسپورتي شرکتونو خاوندان وایي، ددغو لاریو دتم کیدو له وجې دوی ته زیات تاوانونه اوښتي دي او دغه حالت ددواړو هیوادونو ترمنځ سوداگري هم متاثره کړې ده. داپریل په یوویشتمه نژدې له پنځو اونیو تړل کیدو نه وروسته د پولې له پرانستو سره سم دپاکستان له اړخه دسرحد دمدیریت نوې اعلان شوې پالیسي هم په جدیت سره پلې شوه، چې له مخې یې ټول افغانان دپاکستاني ویزې اخیستلو ته اړ کړای شول او تر څنگ یې پاکستانیانو باندې هم دشناختي کارت پرځای دپاسپورت دلرلو شرط کیښودل شو.

دامریکا غږ خبریال وایي، ددې سره جوخت پاکستاني ملیشه کسانو دافغانستان له اړخه پاکستان ته دتلونکو ډکو او تشو لاریو او موټرو سخته تالاشي پیل کړه چې له وجې یې پاکستان ته دداخلیدونکو گاډو شمیره ترډیره حده کمه شوه. دترانسپورتي شرکتونو په وینا دا مهال دافغانستان اړخ ته په تورخم کې نژدې ٨٠٠٠ ډک او تش تجارتي گاډي ولاړ او پاکستان ته دننوتلو په انتظار دي. دوی دا هم وایي چې دافغانستان اړخ ته داوږدې ایسارتیا له وجې دافغانستان گمرک او امنیتي چارواکو دترانسپورتونو نه دهر یو گاډي په سر داوه زره افغانیو اخیستل هم پیل کړي دي چې دا هم دترانسپورت په خاوندانو اضافي لگښت دی.

په تورخم کې دځایي ترانسپورتونو دټولنې مشر حاجي عظیم الله وایي، دپاکستاني ملیشو تالاشۍ ددوی کار وبار خورا خراب کړی دی. هغه وایي پخوا به دغه لارې په میاشت کې درې څلور ځله تللې، خو اوس یو وار هم مالونه نشي وړای او دا ځکه چې دهغه په ونیا ډریوران او عمله ویزو ته اړتیا لري او ورسره تالاشي هم زیات وخت نیسي چې دا ټول داوږد ځنډ او گڼې گونې سبب کیږي.

دپاکستان دحکومتي شمیرو له مخې دفبرورۍ په میاشت کې دتورخم دپولې له تړل کیدو نه دمخه به د ورځې نژدې ٥٠٠ تشې او ډکې تجارتي لارۍ دافغانستان نه پاکستان ته داخلیدلې، خو دچارواکو په وینا اوس دغه شمیر ٢٠٠ موټرو ته راټیټه شوی دی. دهغوی په وینا په وجه یې ددواړو هیوادونو ترمنځ سوداگري او په ځانگړې توگه دافغان محصولاتو صادرات خورا متاثر شوي دي. دځايي سوداگرو په وینا دا مهال په تورخم کې افغان اړخ ته دتیرو څو ورځو راهیسې دترکاریو او میوو په گډون تقریبا ۴٠٠٠ په مالونو بار گاډي ولاړ دي چې لامل یې دپاکستان خواته دتالاشۍ ورو عمل گڼل شوی دی.

                  

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
افغانستان دطالبانو په لیکو کې ’دسپین پوستکو’ په اړه پلټنه کوي
منبع : دامریکا غږ   تاریخ: 5/3/2017
دهلمند والي وايي راپورونه لري چې خارجیان دطالب جنګیالیو په لیکو کې فعالیت کوي او افغان حکومت پدې تړاو پلټنې پیل کړي.

دهلمند والي حیات الله حیات وايي، هغوی ته دموسی کلا، سنګین، باباجي او ګرمسیر ولسوالیو او نورو سیمو راپورونه رسيدلي چې هلته ځیني بهرنیان دطالبانو سره لیدل شوي دي. ښاغلی حیات وايي، دغه کسان ”اصلآ افغانان نه دي او سپین پوسته خلک دي” چې اکثرآ خلک ګمان کوي چې ښایي ”شورويان” او ”روسان” وي.

دهلمند والي وویل، ملي امنیت اوس په دې مسئلې باندې کار پیل کړی دی، ”هغه ورستي معلومات چې موږ یې له ملي امنیت نه لرو دوی په دې باندې دقیق کار کوي ترڅو موږ تثبیت کړو چې دغه بهرني کسان چې دطالبانو په صفوفو کې لیدل کیږي، یا دمشاور په صفت یا هغو ته دټرینر په صفت باندې کار کوي، دا څوک دي، په دې موږ بوخت یو کار کوو”.

په همدې حال کې دکجکي ولسوال عبدالرازق وايي چې پدې ولسوالۍ کې دافغان وسله والو ترڅنګ یو شمېر بهرنیان هم لیدل شوي او شمېر یې زیات شوی دی. خو هغه ونه ویل چې دا بهرنیان څوک دي او دوی ته څنګه معلومه شوه چې رښتیا هم له طالبانو سره بهرنیان یو ځای شوي دي.

دهلمند په شمالي ولسوالیو کې ځايي اوسیدونکي ادعا کوي چې له وسله والو طالبانو سره روسي اتباع لیدل شوي او ددوی په ادعا دغو بهرنیانو دکجکې دبرېښنا له بند څخه په پرمختللو کمرو تصویرونه اخیستي خو دا خبره لاپه رسمي ډول تاييد شوی نه دی. تردې مخکې داروزګان امنیه قومندان جنرال غلام فاروق سنګري امریکاغږ اشنا ته ویلي وو چې ددغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې دډاکترانو په لباس کې ځيني روسان لیدل شوي چې دطالبانو ترولکې لاندي سیمو ته تللي دي.

امریکايي ځواکونه

په هلمند کې دروسانو دموجودیت ادعا داسې مهال کیږي چې اوس تازه ۳۰۰ امریکايي سرتیري هلمند ته رسېدلي چې دافغان ځواکونو دروزنې، تجهیز او هوايي ځواک په برخه کې مرسته وکړي. دهلمند په شمال کې نوزاد، موسی کلا، سنګین، دباغران ولسوالۍ او دکجکې ولسوالۍ دافغان حکومت دوسله والو مخالفینو دحضور مهمي سیمي بلل کیږي.

تردې مخکې هم د وسله والو طالبانو په لیکو کې دبهرنیو جنګیالو راپورونه وکړل شوي وو، خو دطالبانو په لیکو کې دروسانو موجودیت نوې ادعاوې دي. دا ادعاوې داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې ځیني امریکايي چارواکو پرروسیې تور لګولي چې افغان طالبانو سره پوځي مرستې کوي، خو په کابل کې دروسې سفارت دا تورونه په کلکه رد او له حقیقت څخه لېرې وبلل.

                   

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
وزارت دفاع: در عملیات ”خالد” کارخانه‎ های ماین ‌سازی مخالفین نابود شده‌اند
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 5/3/2017

وزارت دفاع افغانستان می‎ گوید، عملیات موسوم به ”خالد” درین کشور به ‌گونه جدی به پیش برده می ‎شود و موفقیت‎ ها و دستاورد های بزرگی نیز به همراه داشته‎است.

این وزارت می‎گوید، از آغاز این عملیات تا کنون ده ‎ها مخالف مسلح دولت در آن کشته شده‎اند. مسئولان این وزارت می‎گویند، درین عملیات مراکز سوق و اداره و نیز شماری از کارخانه‎ های ماین‌ سازی این گروه نیز نابود شده‎اند.

محمد رادمنش معاون سخنگوی این وزارت روز سه شنبه به رادیو آزادی تأکید کرد که در این عملیات، به ‌شمول شماری از قوماندان‎ های مشهور طالبان، ده‎ ها تن از اعضای این گروه تاکنون کشته شده‎اند. رادمنش گفت که این عملیات در ۱۶ ولایت این کشور ادامه دارد.

محمد رادمنش

وی افزود: ”نیروهای امنیتی ۲۱‍ عملیات را زیر نام خالد در شانزده ولایت کشور به پیش می‎ برند که دستاورد های هم به همراه داشته‎ است و به‌ شمول قوماندان‎های مخالفان مسلح دولت، ده ‎ها تن آن ‎ها سرکوب شده‎اند و در عین‌حال، ده‎ها فابریکه ماین‌سازی و مراکز سوق و اداره این گروه ‎ها نیز در حملات هوایی نابود شده‎است.”

از آغاز عملیات خالد دو هفته می‎ گذرد و وزارت دفاع افغانستان می‎ گوید که به‌شمول هلمند، ننگرهار، بدخشان و ارزگان این عملیات در چندین ولایت ادامه دارد. پیشتر مرادعلی مراد معاون لوی درستیز اردوی ملی افغانستان گفته ‎است که این عملیات برای سرکوب مخالفان مسلح دولت همراه با حمله ‎های بزرگ هوایی و توپچی ادامه داشته و با پایان این عملیات، بخش ‎های که اداره آن از دست رفته ‎است، دوباره زیر کنترول نیروهای امنیتی افغان خواهند آمد.

اما اعضای کمیسیون امنیت داخلی ولسی جرگه می ‎گویند، در چنین عملیات‎ ها تنها نیروهای امنیتی افغان تلفات داشته‎اند و دستاورد آن اندک بوده‎است. صالح محمد صالح یک عضو این کمیسیون با ابراز این مطلب می‎گوید بخش ‎های را که دولت از طالبان پس می‎گیرد، برای نگهداشتن امنیت آن کدام برنامه مشخصی وجود ندارد.

صالح: در چنین عملیات نیروهای اردوی ملی و پولیس تلفات بسیار داشته‎اند،
اما دستاورد های آن اندک بوده است.

وی افزود: ”بدون شک، در چنین عملیات نیرو های اردوی ملی و پولیس تلفات بسیار داشته‎اند، اما دستاورد های آن اندک بوده است، بخش ‌های که نیروهای افغان آن را از کنترول طالبان بیرون می‎آورند، امنیت آن بخش ‎ها را گرفته نمی‎ توانند و برای نگهداشتن امنیت آن برنامه یی‌هم ندارند.”

این در حالیست که حکومت افغانستان در جریان سال ۱۳۹۵ عملیات را بنام شفق و در زمستان این سال عملیات دیگری را بنام «شفق۲» آغاز کرد.

از سوی دیگر طالبان مسلح در یک خبرنامه روز جمعه گذشته از عملیات بهاری ‌شان زیر نام منصوری خبر دادند. اما یک منبع در حکومت افغانستان که نخواسته نام‌اش گرفته شود، می‎گوید که طالبان مسلح عملیات بهاری‌ شان را تحت نام منصوری به سبب مصارف مالی جنگ و اختلافات درونی متوقف کرده‎اند. اما این ادعا از سوی ذبیح‌الله مجاهد سخنگوی طالبان مسلح رد شده‎است.

از سوی دیگر باری عارض متخصص نظامی افغان تأکید می‎ کند که نیروهای خارجی باید با نیرو های افغان به صورت خاص در بخش استخبارات همکاری کنند.

نیروهای افغان

وی افزود: ”همکاران خارجی اگر در بخش رهنمایی و اگر در بخش شرکت ‌شان است باید همکاری کامل نمایند، استخبارات ‌شان قوی است و باید با نیروهای افغان درین بخش همکاری کنند.”

آقای عارض تأکید می‎ کند که در رهبری و قومانده نیروهای امنیتی افغان باید اصلاحات وارد شده و جلو فساد در بخش اکمالات اردوی ملی گرفته شود.

در غیر آن به‌ گفته وی عملیات خالد نیز مانند عملیات شفق یک و شفق دو دست ‌آورد قابل ملاحظه نخواهد داشت.

 

 

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
مشرانو جرگه: سیما سمر برکنار شود
منبع : سلام وطندار   تاریخ: 5/3/2017

حتماً گاهی متوجه شده‌اید که کمیسیون حقوق بشر افغانستان در بسیاری از موارد جنگی سکوت اختیار می‌کند. در آخرین مورد می‌ توان به حملۀ گروهی طالبان به قول اردوی 209 شاهین اشاره کرد. حجم این رویداد آن ‌قدر بالا بود که به گفتۀ مردم پای وزیر دفاع امریکا را به افغانستان کشاند. اما حقوق بشر افغانستان در برابر چنین فاجعه‌یی لب تکان نداد و سکوت اختیار کرده است.

شماری از اعضای مشرانو جرگه امروز در نشست عمومی می ‌گویند که سیما سمر، رئیس کمیسیون حقوق بشر با برخی از قضیه ‌های جنایت بشری برخورد دوگانه دارد و «باید از سمتش برکنار شود.»

این شمار از اعضای مشرانو جرگه می‌گویند، در رویداد هایی که غیرنظامیان کشته می‌ شوند، این کمیسیون هیچ عکس العمل نشان نمی ‌دهد، اما در مورد رهایی زندانیان حزب اسلامی که یکی از مواد توافق ‌نامۀ حکومت با این حزب است، عکس العمل نشان داده و مانع رهایی شماری از زندانیان این حزب شده است. نظرمحمد فقیری می‌ گوید، حدود 16 سال است که سیما سمر رئیس کمیسیون حقوق بشر است و این بانو با هر قضیه‌یی یک‌ جانبه برخورد می ‌کند.

زلمی زلمی می ‌گوید که سیما سمر و یا هر شخص دیگری که مانع رهایی زندانیان حزب اسلامی می‌شوند، باید از پیامد ناگوار این اقدام آگاه شوند. بلال صدیقی، سخنگوی کمیسیون حقوق بشر ادعاهای اعضای مشرانو جرگه در مورد برخورد دوگانۀ این کمیسیون با قضایا را رد می‌کند و می‌ گوید: «کمیسیون حقوق بشر تأکید می ‌کند که نباید عاملان جنایت ‌های بشری بخشیده شوند.» به گفتۀ آقای صدیقی، خانم سمر تنها بر اساس قوانین فعالیت می ‌کند و در هیچ موردی برخورد دوگانه نداشته است.

شماری از استفاده کننده گان رسانه ‌های اجتماعی نیز رئیس کمیسیون مستقل حقوق بشر را به بی ‌توجهی به قضیه‌ هایی که در آن کشتار جمعی انجام می ‌گیرد، متهم می ‌کنند و می ‌گویند که دربارۀ حمله بر قول اردوی 209 شاهین در بلخ که بیش از 135 نظامی و غیرنظامی در آن کشته شدند، کمیسیون حقوق بشر هیچ عکس العمل نشان نداد.

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
دامریکا تازه راپور: دروسیې، پاکستان او ایران منفي رول دافغان امنیتي ځواکونو تلفات ډېر کړي
منبع : تاند   تاریخ: 5/3/2017

دامریکا دحکومت په یوه تازه راپور کې دافغانستان دامنیتي وضعیت په خرابېدو او دافغان لامنیتي ځواکونو دتلفاتو په ډېرېدو کې دروسیې، پاکستان او ایران دمنفي رول یادونه شوې ده.

دامریکا کانګریس ته دسیګار په وروستي راپور کې ویل شوي چې په وروستیو درو میاشتو یعني جنوري، فبروري او مارچ کې ددولت له وسله والو مخالفانو سره دافغان ځواکونو په نښتو کې په سلګونو افغان سرتېري (پولیس او اردو) وژل شوي دي.

دافغانستان دبیارغونې لپاره دامریکا دخاص سرمفتش په راپور کې ویل شوي چې پاکستان، روسیې او ایران دافغانستان دحکومت پرضد په جګړه کې دوسله والو یاغیانو ملاتړ کړی دی.

سرمفتش دا راپور دامریکا ولسي استازو یا دکانګریس غړیو ته وړاندې کړی او خپله اندېښنه یې ورسره شریکه کړې ده. ه دافغان امنیتي ځواکونو دتلفاتو ډېرېدا بوږنوونکې بللې او ویلي یې دي چې یوازې دجنورۍ له لومړۍ دفبرورۍ تر۲۴ مې پورې ۸۰۷ افغان ځواکونه وژل شوي دي.

په راپور کې دروسیې رول په ځانګړي ډول ټکان ورکوونکی ګڼل شوی او ویل شوي چې له دې کبله پرافغان ځواکونو دمخالفانو بریدونه ډېر شوي دي. دافغانستان ددولت له وسله والو مخالفانو سره دپاکستان او ایران ملاتړ له کلونو راهیسي دوام لري خو په دې مسله کې دروسیې شاملېدو ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي. دسیګار په راپور کې راغلي، «په دې فصل (درو میاشتو) کې په افغانستان کې دروسیې مداخله پراخه شوې ده.»

دتېر کال ددسمبر په دوهمه دناټو دغوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جان نیکلسن هم دروسیې، ایران او پاکستان دمنفي رول یادونه کړې وه خو اوس امریکايي چارواکي په زغرده وايي چې دپاکستان او ایران ترڅنګ روسیه هم دطالبانو ملاتړ کوي.

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
ناټو افغانستان ته دنورو سرتیرو پر لېږلو غور کوي
منبع : دامریکا غږ   تاریخ: 5/3/2017
دناټو جنگي په ٢٠١۴ کال کې پای ته ورسید، خو جنرال نیکلسن ویلي دي چې څو زره نور سرتیري یې په کار دي.

دناټو عمومي منشي یانس سټالټنبرگ ویلي دي چې ناټو په افغانستان کې داسلامي ترهگرو سره په جگړه کې دملاتړ په خاطر، په هغه هیواد کې دخپل ځواک پر غښتلي کولو غور کوي. ښاغلي سټالټنبرگ نن دیکشنبې په ورځ یوې آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې دافغانستان حالاتو ته په کتلو، د ٢٨ هیوادونو نظامي ائتلاف د”قاطع ماموریت” دځواکونو پر زیاتوالي مشوره کوي.

په افغانستان کې اوس مهال دناټو ١٣ زره سرتیري دقاطع ماموریت په چوکاټ کې دافغان سرتیرو دروزنې، ملاتړ او مشورې دنده لري. دناټو غړي هیوادونه په جون کې غونډه کوي او دافغانستان په اړه دځواکونو دشمیر زیاتوالی او داوږدې مودې لپاره دماموریت غزول مهمې پریکړې دي. اوس مهال ناټو باید کال په کال ماموریت تمدید کړي، خو قوماندان غواړي چې دچارو دلاښه تنظیم په خاطر ماموریت باید اوږمهاله وي.

دناټو دځواکونو عمومي قوماندان په فبروري میاشت کې کانگرس ته ویلي و چې په افغانستان کې دڅو زره ځواکونو دکمښت سره مخ دی. دامریکا په مشرۍ دناټو ځواکونه دتیرو ١٦ کالو راهیسي په افغانستان کې جگړه کوي چې دا دامریکا ترټولو اوږده جگړه ده.

جنگی ماموریت په ٢٠١۴ کال کې پای ته ورسید خو دروزنې، ملاتړ او مشورې لپاره ”قاطع ماموریت” کال په کال تمدیدیږي.

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
افتتاع نخستین نمایشگاه جهانی صنعت پلاستیک در کابل
منبع : سلام وطندار   تاریخ: 5/3/2017
نخستین نمایشگاه تولیدات پلاستیکی در کابل گشایش یافت. در این نمایشگاه حدود 95 شرکت از افغانستان، ایران، پاکستان، ترکیه، هند، چین و تایوان تولیدات‌ شان را به نمایش گذاشته‌اند. مسؤولان اتاق‌ های تجارت و صنایع افغانستان هنگام افتتاع این نمایشگاه می ‌گویند که کشور در بخش صنعت پلاستیک به خودکفایی رسیده است.

خان‌ جان الکوزی، معاون هیأت مدیرۀ اتاق‌ های تجارت و صنایع می‌ گوید، کارخانه ‌های زیادی در عرصۀ صنعت پلاستیک در کشور فعال‌اند و این کارخانه ‌ها می ‌توانند با دیگر کشور ها در این عرصه رقابت کنند. آقای الکوزی، برگزاری نمایشگاه جهانی صنعت پلاستیک را یک گام مهم در راستای تقویت این صنعت در کشور می‌داند.

محمد محقق، معاون دوم ریاست اجرایی می‌گوید که افغانستان تنها با تأمین امنیت به توسعه نمی‌ رسد و باید به وضعیت اقتصادی کشور نیز رسیده‌گی صورت گیرد و از بخش خصوصی حمایت شود. به گفتۀ آقای محقق، دولت فرصت‌ هایی را برای رشد بخش خصوصی فراهم کرده، اما این بخش هنوز نیاز به پشتیبانی دارد.

در این نمایشگاه که برای دو روز به روی بازدید‌ کننده‌گان باز است، پایپ، لوله ‌های پلاستیکی، ظروف یک ‌بارمصرف و دیگر تولیدات پلاستیکی به نمایش گذاشته شده‌اند.

              

برگشت به فهرست اخبارفهرست اخبار
دخبریالانو یو شمېر وژونکي پراعدام محکوم شوي
منبع : آریانا نیوز   تاریخ: 5/3/2017

 

دافغانستان لویه څارنوالي وايي، چې دخبریالانو یو شمېر وژونکي پراعدام محکوم شوي دي.

په افغانستان کې، چې دطالبانو دواکمنۍ له ړنګیدو راهیسې یو ځل بیا جګړو زور واخیست، له هغه وخت راهیسې شپېته خبریالان وژل شوي دي.

دلویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، چې له لنډ مهالي ادارې را پدیخوا له خبریالانو سره دتاوتریخوالي شپږ سوه نهه اویا دوسیې ثبت شوي. په دغو دوسیو کې نهه شپېته یې دخبریالانو دقتل دي. نوموړی ډاډ څرګندوي، چې له خبریالانو سره دتاوتریخوالي دپېښو مخنیوی یې کاري لومړیتوب دی.

دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ ادارې اجرائيه رئیس مجیب خلوتګر وايي، چې حکومت باید له خبریالانو سره دتاوتریخوالي پیښې بابیزه ونه ګڼي. افغان حکومت دبیان آزادي په تېرو پېنځلس کلونو کې دشویو پرمختګونو مهمه برخه ګڼي، خو دغه پرمختګ دخبریالانو په قربانیو او سرښندنو ترلاسه شوی دی.

 

بم او ترور د حل لار نه ده!

نور محمد غفوری

 

کله چې د ملي اردو په څلورسوه بستریز روغتون تروريستی حمله وشوه، د ټولو افغانانو او نړیوالو له پاره دا له تعجبه ډکه پیښه وه. د پیښې تر مخه چا دا تصور نه کاوه چې په اوسنۍ زمانه کې دې د سیاسی ځواک د نیولو له پاره جګړه په داسې خدعه او نیرنګ واوړی، چې ټول انساني، افغاني او اسلامي اصول او ارزښتونه د تر پښو لاندې کړي. په مریضانو د ډزې وشي، ډاکتران چې بې له تعصب او تبعیضه د هر مریض تداوي یې دنده ده، د کار پر ځای کې شهید، زخمی او وډارول شي.

دا پېښه لا نه وه سړه شوې چې د اچین په ولسوالۍ کې امریکایانو، د دوی په خبره، د داعش په سمڅو او پټنځایونو، د (بمونو مور) وغورځوله. دې بم غورځونې خلک او د هیواد روڼ اندی له ډیرو سوالو سره مخامخ کړل. د (بمونو مور) د خپل زور او قدرت په ښکاره ولو ددې سبب شوه چې د خلکو فکر خپلې خواته راوګرزوي او د اردو د څلورسوه بستریز روغتون ناورین او غم په خلکو هیر کړي. په اچین کې د (بمونو مور) د (بمونو پلار) جوړوونکی او څښتن هم را بیدار کړ او وئې ویل چې د بمونو د مور پر سر د بمونو پلار هم شته چې ځواک او اغيزې یې دوه برابره دي.

اوس دادی د بلخ د شاهین په ۲۰۹ ګڼه قول اردوکې داسې ستره او غم لړلې پېښه وشوه چې هیواد ئې له ملی ماتم سره مخامخ کړ. دې ستر غم عام ذهنیت خپلې خواته را واړاوه او د څلورسوه بستریز روغتون وحشت او د (بمونو مور) د اچولو ویر یې تر خپل سیوری لاندې ونیو. دې پرله پسې لویو پیښو زموږ هیواد د سولې خواته نږدې نه کړ، بلکې د نفاق او شقاق اور ته یې نورې پکې ووهلې.

ددې لیکنې هدف د اردو روغتون ته د تروریستانو د ورننتولو په وخت کې د بشری نارمونو تر پښو لاندې کول او د هغوی په مخنیوی کې د امنیتي ارګانونو د ناکامۍ څیړل نه دی. دلیکنې اصلي موخه دا هم نه ده چې د (بمونومور) د قیمت او اغیزې ترمنځ انډول حساب کړي او یا پر دې بحث وشی چې امریکایان ولې په افغانستان کې پر «وړو داعشیانو» لوی بم او په سوریه کې په «لویو داعشیانو» واړه بمونه اچوي. زه په داسې حال کې چې د ۲۰۹ لمبر قول اردو د پیښې په اړه د غمجنو کورنیو سره خپله غمشریکی او خواخوږي ښکاروم، شهیدانو ته یې د جنتونو او زخمیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هیله من یم؛ خو په دې مقاله کې دا موضوع نه څیړم چې ولی، په څه ډول او کوم نیرنګ «اشتهادی طالبان» د دولت د داسې غوره نظامی جګړه ایز مرکز منځ ته ورننوتل او ولې هغه قول اردو چې د ټول شمال د ساتلو دنده ور په غاړه ده، د خپل مرکز د ساتلو توان نه لری؟

ددې لیکنې اساسي موخه داده چې موږ افغانان باید د هیواد دستونځو د حل په اړه له احساساتو، کرکې، پیشداوریو او بدبینیو پرته د تَعَقُل او تَعَمُق څخه کار واخلو او د وطن د ستونځو د حل داسې ممکنه او مناسبه لار ومومو چې د ټولو خواوو له پاره د منلو وړ وګرځي او وکولای شي چې هیوادنۍ ملي او د زیارکښو ولسونو ګټې خوندي وساتی. په لنډ مهال کې جنګ ودروي، او په اوږد مهال کې د ډاډه سولې او امنیت تر څنګ د ټولنیز عدالت او پرمختګ لاره زموږ پر مخ خلاصه کړي.

دا ښکاره خبره ده چې د ټاکلې ټولنیزې کشالې او جګړې هرلوری هڅه کوی چې دښمن ته غوڅه ماتې ورکړي، خو دې ته پام کول اړین دی چې د دښمن د پيژندلو او د هغو د مشخصاتو په اړه په ټولنه کې مختلف نظرونه شته او پر همدې بنسټ جګړه روانه ده. اوس هم د خلکو په منځ کې دا سوال شته چې څو ک د چا دښمن دی او د خلکو او وطن دښمن څوک دی؟ نن زموږ په هیواد کې د ګډوډیو له کبله د خلکو، ملت او وطن د رښتینو دښمنانو له پاره څرګندې پولې نشته، د اکثریت ولس له پاره د دښمنانو تشخیص او عوامو ته ور پیژندل ستونځمن کار دی. که دولت د طالبانو پر ضد  د قطعی اوغوڅې ماتې غږ جګوی، دا موضوع د دقیق غور، څیړنې او بحث وړ ده . دا باید دقیق محاسبه شي چې طالب ته چیرته، څنګه، په کومه وسیله او د چا په زور ماتې ورکول کیدای شي؟ ددې ماتې ګټه به څه او چاته وی؟

زما په نظر طالب ته قطعی ماته ورکول تر هغو پورې سخته ده، تر څو چې په وطن کې د ملي پرمختګ، ټولنیزعدالت او فردي آزادیو ستنې نه وی مُحکمې شوی، د دولت په اډانه کې د شته جګړه مارانو او د شر او فساد د عاملینو ولیې نه وي وچې شوې او په ټولنه کې د نفاق او شقاق عوامل له منځه نه وی تللي. طالب جنګیالی د طالبي افکارو زیږنده دي او د طالب د ایډیا تولیدوونکی او پالونکی هم د دولت په منځ کې او هم له دولته د باندې شته. د طالب په ضد ښه اغیزمنه جګړه د هغو د پیدایښت د عواملو په ضد مؤثر اقدامونه دی. طالب په تیرو لسو کالو کې نه یوازې ورځ تر بلې غښتلی شو او د جګړې په ډګر کې پر مخ روان دی، بلکې د دولت په ريښو او رګو کې یې هم نفوذ کړی چې وروستی عملیات یې دا ادعا ښه ثبوتوي. د طالبانو او همدا راز د دولت د خارجی ملاتړانو له په نظر کې نیولو، په افغانستان کې د سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو مغلق ترکیب او د هیواد په داخلی چارو کې د خارجی ځواکونو بې پایه لاسوهنې زموږ د هیواد موضوع نوره هم پیچلې او حل یې ستونزمن کړی دی. اوس طالب هم یوازې د پاکستان محصول نه دی، بلکی نورې او نویې نړیوالې اړیکی یې هم موندلی دي.

که د ملي ګټو د زاویې څخه روانې جګړې ته وکتل شي، په دواړو لورو کې افغانی بشري ځواکونه له منځه ځي، ځوانان مو شهیدان او ټپيان کیږي، کوچنیان مو له علم او پوهې محرومیږي، د جګړو سره عادت او سخت زړي روزل کیږي. جګړه افغانی کورنۍ د غم په ټغر کښینوي، ځوانان مو له کاره لويږي او ډیر وګړي مو په روحي او عصبي ناروغیو اخته کیږي. په ټول کې مو د هيواد مادي شتمنیو او ملي تاریخي ویاړونو ته ضرر رسیږي. د هیواد په اوسنیو روانو جګړو کې د دولتي اعلانونو پر بنسټ د ورځې له پنځوسو تر سلو افغانان وژل کیږي. دا له ځانه سره د هیواد وراني او د هغه د زیربناوو (انفراسټروکتور) تخریب هم لري. جګړې له افغانانو څخه د ملي پرمختګ، د وطن د آبادۍ او د خلکو د سوکالۍ چانسونه او فرصتونه اخیستي. دې حال ته په کتو سره د هیواد د ستونزو د حل لاره د بمونو غورځول، د ترور او ډار لړۍ ته دوام ورکول او په نظامی ډګر کې یو لوری پر بل کامیابیدل نه دي. ترور، بمونه او جنګونه د ټولنې په نفاق او شقاق کې شدت او زیاتوالی راولی؛ د وژنو، غچ اخیستنو او د هیواد د ورانولو د زنځیر په کړیو کې نورې زیاتوی. هر څومره چې جګړه اوږدیږي، سوله لرې کیږي او د هیوادنیو ستونځو حل مغلق او سختیږي. څرنګه چې د علمي اصولو پر اساس جګړه د ټولنیزو ستونځو د حل سمه لار نه ده او د هیواد په روانه جګړه کې د یوه لوري بریا او د بل ماتې محتمله نه ده، له دې کبله د سولې د راوستو او د هیوادنیو مسئلو د رښتینی او دوامدار حل له پاره خبرو اترو، تفاهم، ګذشت او ديپلوماسۍ ته اړتیاده.

په افغانستان کې د سولې په اړه په اخلاص سره د خبرو اترو شروع او بریالی کول تر هر څه د مخه د جګړې په دواړو خواوو کې د سیاسی ارادې شتون ته اړتیا لري. د جګړې په دواړو خواوو کې داسی رهبري ضروري ده چې خپلې شخصي، ګروپي او ملي ګټې په سوله او آرامۍ کې وویني او ویې لټوي. هغوی چې د جګړې او ورور وژنې په دوران کې او له همدې لارې له ملنګۍ څخه خانۍ ته رسیدلی او هنوز هم جګړه ورته د عوایدو او چوکیو د ترلاسه کولو ښه بهانه او سرچینه ده، وطن ته سوله نه غواړي او نه ئې شي راوستلای. د سولې غږ باید د ملت له بطنه او د خلکو د تودو له متنه راپورته او په ځواک بدل شي.

دا به د سولې په خوا غټ ګام وي که زموږ خلک او په تیره ځوانان په دې پوه او باورمند شی چې د دین، مذهب، قوم، ژبې او سیمې په نامه د هغو تحمیلی «مشرانو!» له پیروۍ، ساتنې او باډیګاردۍ څخه لاس واخلي، کوم چې د دوی د اولادونو، پلرونو، وروڼو او خویندو د وژنو او ځورونو عاملین دی. په قومي، ژبنیو او دیني مسئلو کې د احساساتو پر ځای له تعقل او منطقي سنجش څخه کار واخلي، د چپاولګرو مفسدو کسانو د شخصی ګټو د ساتلو په خاطر د هغوی په فردی امر او قومانده د نورو په وړاندې د جګړې ډګر ته او د ترور او وحشت سنګر ته ولاړ نه شي.

نن مو هیواد عملا د جګړه مارو قوماندانانو تر ځواک لاندې دی.  بنسټپال فکرونه تر ډیره د ځوانانو په ذهنیتونو مسلط دي. د شر او فساد عواملو په ډیرو دولتي چوکیو خېټې اچولې. د اسلام پاک دین د مدنیت دښمنو زورورو او پرشاتګ غوښتونکو لخوا یرغمل نیول شوی او دا د سولې دین یې د جنګ په وسیله اړولی. افراطیانو د ډیرو قومي، ژبنیو او سیمه ایزو جوړښتونو په سر کې ځای نیولی. ځینې ځوانان مو د ډالرو او شتمنیو په لټون او موندلو پسې داسې سرګردان ګرزی چې خپل او د کورنۍ حیثیت، اخلاقی نارمونه، عقیده او ایمان تر پښو لاندې کوي. د مدنیت هره وړه او لویه نښه د کفر او الحاد ټاپه خوري او په نطفه کې له منځه ځي. د هیواد د زخمی زخمی بدن ټول عصبی تارونه د خارجیانو په لاس او اختیار کې دي. د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، نظامي او کلتوري چارو په متن کې د ملي روشنفکرانو، د علم او تحصیل څښتنانو او د انسان د آزادۍ، سوکالۍ، او ټولنیز عدالت د پلویانو له پاره ځای او د آزاد فعالیت موقع نشته. نو ځکه اړتیا ده چې ملی روڼ اندي، د خلکو د ګټو ساتونکی، د پرمختګ پلویان او د ملي استقلال او فردي آزادیو غوښتونکي ځواکونه د خلکو په عدالت غوښتونکي جنبش کې سره یوځای شي، یو د بل په وړاندې له خپل منځو زړه بدیو تیر شي، په ولس کې د سولې، آزادۍ او ټولنیز عدالت د روحیې په غښتلتيا او د ټولنیز شعور په خپراوی کې ګډې هڅې وکړي، تر څو چې وکولای شي د وضعیت په سمون کې رول ولوبوي او د جګړې په دواړو خواوو باندې د سولې په راوستو کې فشار واچوي.

 

 

د حکمتیار نوی دریځ هیله ناک دی

د سیاست یو پېژند داسې هم کیږي چې وايی، سیاست دوست او دښمن نه لري، د ارزښتونو او ګټو د خوندیتوب پوهه او هنر دی. په سیاست کې پروني دوستان په مخالفینو او پروني مخالفین په دوستانو بدلېدلای شي. شخصیتونه او ګوندونه او د دوی سیاسي تګلارې او کړنچار ملي ګټو او ارزښتنو سره د چلند په تله، تلل او ارزول کیږي.

په تېرو څلویښت کلونو کې، ښاغلی حکمتیار د نورو په توپيرهغه سیاسي څېره ده چې ډېر ځله يي په بيلا بېلو وختونو کې اړوپیچ او بېلا بېل سیاسي دریځ لرلای دی. که د عیسوي شلمې پېړۍ په اویا یمه لسیزه کې د ارواښاد داوودخان په وړاندې د حکمتیار دریځ په لنډو جملو کې راواخلو، هلته د ملي ګټو په مقابل کې چې د هېواد امنیت يي په سر کې راځي یوخوا په پاکستان کې د میشت برهان الدین رباني، احمد شا مسعود او حکمتیار چلند او بلخوا د کابل په وړاندې د اسلام اباد دریځ له یوه ورخه اوبه خوري. برهان الدین رباني او احمدشا مسعود چې افغانستان کې يي اسلام ته د خطر په پلمه د اسلام اباد مرسته او ملاتړ غوښته، خو تر دې ماسک لاندې يي موخه داوه چې افغانستان د واک په څو ټاپوګانو وویشي او مرکزي حکومت کمزوری او وروسته يي له پښو وغورځوي او دا هغه څه وو چې اسلام اباد هم غوښتل. له بده مرغه حکمتیار هغه مهال د اسلام اباد او هم د رباني ــ مسعود اسلام ته د خطرد داسې شومو تبلیغاتو تر سیورې لاندې شو او په دې لامل د دوی د وروستیو شومو پلانونو په پېژند کې پاتې راغی.

اسلام اباد ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د زیاتو او پراخو لاسوهنو فرصت له دغه مهاله برابریږي او له دې وروسته په بېلا بېلو پلمو د افغانستان په وړاندې د اسلام اباد نااعلان شوې او تپلې جګړه تر ننه ادامه لري!

په ۱۹۹۲ کال کله چې نظارشور او اسلامي جمعیت د پخواني ولسمشر نجیب الله په حکومت کې د پنځم ستون په مرسته په یو اړخیزه توګه کابل نیسي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار شنډوي چې د حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند دهغه پلیتوب ته ژمن وو، حکمتیار اسلام ته د خطر په راز د رباني ــ مسعود په ټوله سیکټاریستي نقشه پوهیږي او د دوی د درواغجن اسلام په وړاندې دریځ نیسي. د کابلښار د ویجاړۍ او د ۷۰ کابلیانو د ټولوژنې مسولیت ځکه د نظارشورا او اسلامي جمعیت پر غاړه دي چې دوی یوخوا د ملګرو ملتو د سولې پلان شڼد کړ او بلخوا برهان الدین رباني د پېښور د شوي تفاهملیک په خلاف چې هلته د څلورو میاشتو لپاره د دولتمشر پتوګه په پام کې نیول شوی وو، د واک د غځولو او دایمي کولو لپاره جګړې ته لاس واچاوه.

په دغه جګړه کې نظارشورا او اسلامي جمعیت د دولتي واک د انحصار لپاره چې وروسته بیا خپل نور سیکټاریستي پلانونه پلي کړی او حکمتیار د انحصار په وړاندې او د سیکټاریستي پلانونو د شنډولو لپاره جګړې ته اړوځي.

د بن کنفرانس کې هم د دولتي واک په سلو کې اویا ونډه، نظارشورا او اسلامي جمعیت ته بخښښ شوه؛ د هېواد زیاتې ملي څېرې او ډلې، اسلامي ګوند او طالبان له واکه ګوښه پاتې شول او دلته بیا هم د واک په سر د شخړو لپاره لار پرانیستې وساتل شوه.

که د لنډ تېر تاریخ څپرکې چې شخړې پکې وتلی خای لري دلته وتړو، حکمتیار یوځل بیا د روغې جوړې تګلار ته هرکلی ووایه. افغانستان ته د سولې په راوستلو، د جګړې په مخنیوي او د روغې جوړې په لار کې د هر افغان اوچت شوی ګام باید وستایل شي. دا چې حکمتیار وايی د جګړې او شخړو څپرکی تړي او له دې وروسته د سولې او په هېواد کې د امنیت او بیا ودانۍ لپاره خپلې هڅې راټولوي، د خوښۍ خبره ده.

د حکمتیار دغه اعتراف چې په ۱۹۸۹ کال يی د مجاهدینو د جلال اباد ښار د نیولو جګړه، غټه تېروتنه وګڼله او په دې اړه يي له ننګرهاریانو او افغانانو بخښنه وغوښته، یو زړور او افغاني اقدام بللی شو.

د حکمتیار اعتراف نظارشورا او جمعیت ته هم ورزده کوي چې د کابلښار د ۷۰ زره کابلیانو په ټولووژنه اعتراف وکړي او لږ تر لږه له کابلیانو بخښنه وغواړي!

د مرکزي حکومت په پیاوړتیا د حکمتیار ټینګار او د اجراییه رییس عبدالله عبدالله او ولسمشر اشرف غني څخه هیله چې یو دې له څوکۍ تېر شي، څو مرکزي غښتلي حکومت جوړ کړو، د نن شېبې غوره غوښتنه ګڼل کیږي.

د افغانانو ترمنځ د یووالي او پر ټوله خاوره د بشپړ حاکمیت لپاره، تر هرڅه لومړی باید د واک بېلا بېل ټاپوګان ختم شي او یوه مرکزي واکمنه اداره رامنځته شي چې هم په کور دننه او هم له بهره ور پېښوخطرونو ته په وخت او اړین ځواب وویلای شي.

د ۲۰۱۷ کال د مۍ لومړۍ

سرلوڅ مرادزی

مدني خیال/ نجیب منلی

هند کې د تاوتریخجنو مېړونو ډبلو لپاره ناوو ته د لرګي بېټ ډالۍ