نهال‌ های کیله برای نخستین بار در هلمند نتیجه مثبت داده‌اند

منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 6/27/2019

رئیس زراعت هلمند می ‌گوید، برای نخستین بار در این ولایت نهال‌ های کیله نتیجه مثبت داده‌اند.

زلمی الکو امروز چهارشنبه ۵ سرطان به رادیو آزادی گفت که قرار است پس از این باغ‌ های کیله در این ولایت احداث شود. وی افزود: ”پس از این ما تلاش می‌ کنیم، نهال‌ های کیله با آب و هوا سازگاری پیدا کند و اگر نتیجه داد، ما این پروسه را به دهاقین می ‌دهیم که آنان به گونه تکثیری استفاده کنند و ما باغ ‌های تجارتی بسازیم.”  به‌ گفته وی، اکنون افغانستان صد‌ها تُن کیله از پاکستان وارد می‌ کند.

                 

په بلغاریا کي دافغانانو په گډون انساني قاچاق وړونکي نیول سوي
منبع : دویچه ویلی   تاریخ: 6/27/2019
په بلغاریا کي دپولیسو په پراخو عملیاتو کي ۱۷ قاچاق وړونکي نیول سوي دي چي زیاتره يې هغه افغان او عراقيان دي چي مهاجرو ته به يې دخپل سفر ددوام له پاره مؤقتي ویزې برابرولې. لکه څرنگه چي دبلغاريا دولتي تلویزیون ددوشنبه په ورځ رپوټ ورکړی دی، دغو قاچاقچیانو به مهاجرو ته داسي ویزې برابولې چي دلنډ وخت له پاره په بلغاریا کي پاته سي او وروسته کولای سوای دسربستان له لاري لویدیځي اروپا ته سفر وکړي.ویل کیږي هغو افغانانو چي دایران او ترکیې له لاري راغلې، دغو قاچاقچیانو ته چي په بلغاريا کي فعالیت کوي، څو زره یورو ورکړي دي. دغه پیسې دحوالې دباوري سیستم پراساس ورکړل سوي دي. دبلغاريا دځانگړي څارنوالۍ په حواله، دا په دغه هیواد کي دقاچاچیانو ترټولو لویه کړۍ وه چي تر اوسه يې په هکله تحقیقات ترسره کړي دي. دا خبره هم له امکانه لیري نه بریښي چي دسرحدونو دساتلو چارواکو به له دغو قاچاقچیانو سره مرسته نه وي کړې.

دغه ډول عملیات پر پلازمینې صوفیه سربیره، دبلغاریا په ختیځو سیمو، یامبول او برگاس کي هم ترسوي دي. بلغاریا دمهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره په اصل کي یو ترانزیتي هیواد دی. له جنگ ځپلو هیوادو څخه راغلي انسانان په حقیقت کي نه غواړي داروپايي ټولني په بې وزلو هیوادونو کي پاته سي. په بلغاریا کي دمهاجرو مرکزونه تقریباً خالي دي.

                     

پولیس کابل یکی از خطرناک ‌ترین سرباند یک شبکه جرمی را بازداشت کرد
منبع : العربيه.نت   تاریخ: 6/27/2019

پولیس کابل پایتخت افغانستان چهارشنبه 26 جون 2019 اعلام کرد که یک سرگروه یکی از خطرناک ‌ترین شبکه‌ های جرمی را دستگیر کرده است. بر اساس صفحه رسمی فیسبوک پولیس ملی افغان، این شخص که به اسم «عابد بینی» مشهور است شام امروز چهارشنبه از سوی نیرو های پولیس کابل بازداشت گردیده است. پولیس ملی افغانستان در صفحه رسمی فیسبوک‌اش نوشته است: «یک تن از خطرناکترین سرباند یک شبکه جرمی دیگر کابل نیز گرفتار گرديد.» این نهاد در ادامه نوشته است: «عابد مشهور به عابد بینی که در نواحی مختلف شهر کابل دست به سرقت ‌های مسلحانه، چپاولگری و رهزنی می ‌زد امروز توسط پولیس گرفتار گردید.»

هم چنان پولیس کابل یک تن از قاچاقچیان موادمخدر را نیز از مربوطات حوزه دهم امنیتی بازداشت کرده و در اعلامیه‌اش نوشته است، این فرد که تأمین ‌کننده اصلی موادمخدر برای کابل و مسئول درجه یک قاچاقچیان این مواد در این ولایت است، «میر آجان» نام دارد و از سوی منسوبین این وزارت دستگیر شده است. دو تن دیگر از عمده فروشان موادمخدر در کابل نیز دستگیر شدند، اما اسامی آنان مشخص نیست.

این در حالی است که وزارت امور داخله افغانستان روز سه‌ شنبه 25 جون نیز یک تن را به اسم عبدالحمید خراسانی سرگروه یک باند «جنایتکار» در شهر کابل دستگیر کرد. این وزارت با نشر خبرنامه ای نوشت، خراسانی روز سه شنبه توسط قطعه 222 پولیس زمانی دستگیر شد که وی می‌ خواست در جریان تظاهرات در شهر کابل دست به خشونت بزند.

در این خبرنامه آمده است: «این مجرم حرفه ای، در قضایائی زیادی جنائی به خصوص در باجگیری، اختطاف، قتل، چپاولگری، رهزنی و زورگویی دست داشته است. این مجرم در لیست مجرمین زیر پیگرد نیز قرار داشت و چندین بار با نیرو های پولیس به درگیری پرداخته بود که سرانجام در یک عملیات اوپراتیفی پولیس در کابل، بازداشت شد.» در ادامه خبرنامه آمده است: «خراسانی برعلاوه دست داشتن در قضایائی جنائی، در قاچاق موادمخدر، ایجاد ترس و هتک حرمت به بزرگان، نیز نقش داشته است.»

                       

ولسمشر غني سبا پنج شنبه پاکستان ته ځي
منبع : خبریال دات کام   تاریخ: 6/27/2019
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دپاکستان دلومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه سبا پنج شنبه دپاکستان پلازمینې اسلام آباد ته ځي. دارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ پاکستان ته دمهم سفر په اړه دمدني ټولنو له غړو، پوهانو، سیاستوالو او قومي مشران سره سلا مشورې کړې دي. غني زیاتوي پاکستان ترې په ځلونو ځلونو دې هېواد ته دسفر غوښتنه کړې وه، خو ده هېڅ نه وه منلي او دا ځل یې هم دسولې مشورتي لویې جرګې په غوښتنه د پاکستان غوښتنه منلې او دتګ خبر یې ورکړی دی.دولسمشر غني په وینا په دې سفر کې به له پاکستاني چارواکو سره پرمهمو مسایلو خبرې وکړي. چې له جملې په سیمه ییز اتصال، سوله، دترهګرۍ پروړاندې مبارزه او سوداګریزې همکارۍ به دبحث مهم موضوعات وي. ولسمشر غني په داسې حال کې پاکستان ته دتګ خبر ورکړی دی چې پاکستان په دې وروستیو کې دافغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ډېره کړې ده. څه وخت وړاندې دمۍ میاشتې پرپنځمه نېټه دپاکستان لومړي وزیر عمران خان دافغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلفوني خبرو کې ژمنه کړې وه چې دسولې او ثبات په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو یو. خو دا به وروسته معلومه شي چې دولسمشر غني سره دا ژمنه پوره کوي کنه؟

دعمران خان او دولسمشر غني ترمنځ دمۍ میاشت په وروستیو کې پرټلیفون تربحث وروسته غني ته عمران خان رسمآ بلنه ورکړه، چې پر افغان سوله به ډېر بحث له نږدې وکړي ترڅو سره یوې مثبتې نتیجې ته ورسېږي. په افغانستان کې بیا ډیری سیاسي شنونکي وایې، دپاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ځل دافغانستان لپاره دموقت حکومت غوښتنه هم کړې وه، چې هغه وخت ددواړو هېوادونو ترمنځ حالت ترینګلی شوی وو نو دا ځل دې هم ولسمشر پام وکړي.

دیادولو ده دولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته دا دوهم سفر دی، له دې وړاندې غني دلومړي ځل لپاره واک ته درسېدو سره سم په (۲۰۱۴) کال کې پاکستان ته سفر کړی ووو.

                   

خالد برای شرکت در نشست وزیران دفاع ناتو به بروکسل رفت
منبع : ۸ صبح   تاریخ: 6/27/2019
اسدالله خالد، سرپرست وزارت دفاع ملی برای اشتراک در نشست وزیران دفاع کشورهای عضو ناتو به بروکسل رفته است. نشست وزیران دفاع کشور های سازمان پیمان اتلانتیک شمالی یا ناتو  به روزهای ۲۶ و ۲۷ ماه جون برگزار می‌ شود. بحث روی وضعیت افغانستان، از اجندای محوری این نشست است.

روح‌الله احمدزی، سخنگوی وزارت دفاع ملی روز چهارشنبه، پنجم سرطان به روزنامه ۸ صبح گفت که وزیران کشور های عضو ناتو در نشست ‌شان روی تجدید تعهدات ‌شان برای کمک به نهاد های امنیتی افغانستان بحث خواهند کرد. به گفته احمدزی، نشست وزیران کشور های عضو ناتو امروز برگزار می ‌شود و قرار است که نشست اختصاصی روی وضعیت افغانستان فردا روز پنج‌ شنبه، ششم سرطان برگزار شود.

سخنگوی وزارت دفاع هم ‌چنان گفت که آقای خالد در سخنرانی‌اش در این نشست خواهان تجدید کمک ‌ها و تعهدات کشور های عضو ناتو با نیروهای امنیتی افغان خواهد شد. هم ‌چنان قرار است که آقای خالد با شماری از وزیران دفاع کشور های ناتو به صورت جداگانه نیز دیدار و گفت ‌و گو کند.

ینس استولتنبرگ، سرمنشی ناتو نیز روز گذشته در یک نشست خبری اعلام کرد که افغانستان از اجندای محوری گفت ‌و گو های وزیران دفاع ناتو خواهد بود. سرمنشی ناتو هم‌ چنان گفت که این سازمان به حمایت از نیروهای امنیتی افغانستان ادامه می‌ دهد و هزینه این نیرو ها را تا سال ۲۰۲۴ تأمین خواهد کرد.

ینس استولتنبرگ در این نشست خبری حضور نیرو های ناتو در افغانستان را وابسته به محتوای توافق ‌نامه صلح با طالبان دانست. این در حالی است که مایک پمپیو، وزیرخارجه امریکا در سفرش به افغانستان که روز گذشته انجام شد، از پیشرفت در گفت‌ و گو ها با گروه طالبان خبر داد و گفت که با این گروه در مورد مبارزه با تروریسم به توافقاتی نیز دست یافته است.

غنی برای گفتگو در مورد صلح و تجارت به پاکستان می‌ رود
منبع : دویچه ویلی   تاریخ: 6/27/2019
 
اشرف غنی، رئیس جمهور افغانستان روز پنج شنبه به پاکستان می ‌رود و با نخست وزیر این کشور عمران خان دیدار می‌ کند. این سفر چند روز بعد از آن صورت می گیرد که پاکستان میزبان شماری از سیاستمداران اپوزیسیون افغانستان بود. این سفر غنی به پاکستان زمانی صورت می‌ گیرد که ایالات متحده امریکا و طالبان سرگرم مذاکرات اند تا برای جنگ ۱۷ ساله افغانستان یک راه حل سیاسی پیدا کنند. ایالات متحده امریکا از نقش پاکستان در این روند ستایش کرده است. شاه حسین مرتضوی، معاون سخنگوی رئیس جمهور افغانستان در رابطه به موضوعات این دیدار به دویچه وله گفت: «فردا پنج شنبه محمد اشرف غنی در راس یک هیئت عازم اسلام آباد می ‌شود که هدف این سفر گفتگو با مقامات پاکستانی پیرامون صلح افغانستان، امنیت، ترانزیت و تجارت می ‌باشد.»

وزارت خارجه پاکستان نیز گفته است که در این دیدار بیشتر روی گسترش همکاری‌ در عرصه ‌های امنیت، صلح و آشتی و هم چنین اقتصاد و تجارت تمرکز می ‌شود. مقامات ایالات متحده امریکا و کابل در گذشته از آنچه حمایت پاکستان از گروه طالبان عنوان می‌کنند، انتقاد کرده اند، اما روز گذشته مایک پومپئو، وزیر خارجه ایالات متحده امریکا از نقش پاکستان در روند صلح ستایش کرد. با توجه به مناسبات پرتشنج و تلاش‌ های ناکام دیپلوماتیک در گذشته، آگاهان امور سیاسی در افغانستان معتقد نیستند که سفر غنی نتیجه قابل توجهی داشته باشد.

عبدالشکور سالنگی، آگاه روابط بین الملل گفت: ”سفر زمانی می ‌تواند پر دست ‌آورد باشد که طرفین از طریق دیپلوماسی به دنبال حل قضایا باشند. در حالی دولت افغانستان همواره دولت پاکستان را به حمایت از تروریستان متهم می ‌کند و برعکس پاکستان چنین ادعا ها را همواره رد می‌ کند. به این ترتیب ما نمی‌ توانیم امیدوار باشیم که این سفر تشنج بین دو کشور را کاهش دهد.» با وجود این، آگاهان امور اتفاق نظر دارند که پاکستان به دلیل نفوذی که بر طالبان دارد، می ‌تواند نقش اساسی در صلح و ثبات افغانستان بازی کند.

نیکبخت فهیمی، نماینده مردم در پارلمان افغانستان گفت: ”پاکستان نقش مهمی در پروسه صلح افغانستان دارد و خواست ما و حکومت افغانستان این است که حکومت پاکستان برای آوردن صلح در افغانستان تلاش بیشتر کند تا امنیت در افغانستان، منطقه و جهان تامین گردد.» این سفر رئیس جمهور افغانستان به اسلام آباد در حالی صورت می ‌گیرد که چند روز پیش پاکستان میزبان کنفرانسی پیرامون صلح افغانستان بود که تعداد زیادی از چهره‌ های اپوزیسیون افغانستان نیز در آن اشتراک داشتند.

 

دبشري حقونو سازمان: افغانستان کې لاهم اسیران او بندیان بېلابېلې خواوې ځوروي
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 6/27/2019

دافغانستان دبشري حقونو سازمان وایي، په‌دغه هېواد کې دبېلابېلو لاملونو له امله د اسیر شويو او بندیانو ځورونه داندېښنې وړ ده.

په افغانستان کې داسیر شوېو او بندیانو سره ناوړه چلند او دهغوی شکنجه او ځورونه لاهم یوه لویه ستونزه او جدي اندېښنه ده. دافغانستان دبشري حقونو دسازمان مشر لعل ګل لعل دشکنجه شویو نه دملاتړ دنړیوالې ورځې په مناسبت دا مطلب بیان کړ. هغه دسې شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې لا هم په بېلابېلو پلمو اسیران او بندیان په افغانستان کې دبېلابېلو خواوو په واسطه ځورول کېږي: ”کوم ډول چې لازم او قانوني دی، هغه ډول له بندیانو او اسیرانو سره چلند نه کېږي او ددوی حقونه ترپښو لاندې کېږي او دوی په بدني او روحي ډول ځورول کېږي.”

ښاغلي لعل په افغانستان کې دشکنجه کېدو دپېښو دشمېر په اړه څه ونه ویل، خو وایي چې دبېلابېلو اړخونو له لوري داسیرانو او بندیانو شکنجه روانه ده. ده دبندیانو دشکنجه کېدو ستر لامل دعامه پوهاوي نشتون وباله او ویې ویل چې ان دځورولو له لارې اطلاعات ترلاسه کېږي چې دا له بشري حقونو سره په ټکر کې ده.

تردې وړاندې هم دطالبانو او افغان حکومت له لوري په زندانونو کې له بندیانو او اسیرانو سره ناوړه چلند او دهغوی پروړاندې دزور زیاتیو راپورونه خپاره شوي. آزادي راډیو هڅه وکړه څو په‌دې اړه دطالبانو او افغان امنیتي بنسټونو نظر هم ولري، خو دواړو لورو اړیکو ته ځواب ونه وایه. مخکې تردې دواړو خواوو له بندیانو سره بد چلند او دهغوی شکنجه کول رد کړي. په ورته وخت کې یو شمېر شکنجه شوي کسان بیا شکایت کوي چې دبند یا اسیر کېدو پرمهال ورسره ناوړه چلند شوی چې اوس ورته ګڼې ستونزې جوړې شوي دي.

زمان ګل دکابل ښار دهوا شناسۍ دسیمې اوسېدونکی دی وایي، تېرکال دانتحاریانو دساتلو په تور په ناحقه امنیتي ځواکونو نیولی او درې میاشتې چې ورسره و، هغه یې شکنجه کړی دی: ”دوه ورځې یې سخت وډبولم، ماته یې وویل چې په‌دې انتحاري حمله کې ستا لاس و، زه یې یوې خونې ته بوتلم او هلته یې ډېر ووهلم، زه ورته په ژړا شوم، ما ویل ما دا کار نه‌ دی کړی، اوس مې پښې سوځي، زه به یې داوبو په پایپ وهلم.”

ندا محمد وایي سیمه‌ییز پولیس و او په ارزګان ولایت کې دطالبانو له‌خوا ونیول شو او د دوی په زندان کې یې نږدې دوه میاشتې تېرې کړي. دی وایي، دطالبانو له‌خوا شکنجه شوی او لا یې هم په مخ ژور ټپونه ښکاري: ”زه ۵۱ ورځې دطالبانو په بند کې وم، پر ما زښته زیات ظلمونه وشول او شکنجه شوم او وهل یې هم راکړل.” دبشري حقونو او مدني فعاله ویدا احمد آزادي راډيو ته وویل چې په هرحال کې باید دواړه لوري دخلکو په تېره دبندیانو او اسیرانو حقونو ته پاملرنه وکړي.

                   

دکرکټ په نړیوال جام کې دافغانستان دماتو لړۍ روانه ده
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 6/27/2019

افغانستان د ۲۰۱۹ دکرکټ‌ دنړیوال جام په سیالیو کې خپله اومه لوبه پر بنګله دېش وبایلله.

دپچې له ګټلو وروسته افغانستان بنګله دېش دمنډو بلنه ورکړه. بنګله دېش په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه. افغانستان ۲۰۰ منډې وکړې او خپله اوومه لوبه یې هم وبایلله. مشفق الرحیم او شکیب الحسن ترټولو ښه بېټېنګ وکړ. مشفق الرحیم په ۸۳او شکیب الحسن په ۵۱ منډو وسوځېدل. شکیب الحسن په باولینګ کې هم پنځه افغان لوبغاړي وسوځول او دلوبې غوره لوبغاړی شو.

لوبه ددوشنبې په ورځ (جون۲۴) دساوتمپتن په همشایر باول لوبغالي ‌کې وشوه. په افغان منډه جوړوونکو کې ترټولو ډېرې منډې کپتان ګلبدین او سمیع الله شینواري‌ وکړې.  ګلبدین ۴۷ او سمیع ۴۹ منډې وکړې. په افغان بالرانو کې ترټولو ښه باولینګ مجیب الرحمن وکړ، هغه په لسو اورونو کې ۳۹ منډې وکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

محمد نبي په ۱۰ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. راشد خان بیا په ۱۰ اورونو کې یو کس هم ونه سوځوه او ۵۲ منډې پرې وشوې. دولت ځدراڼ په ۹ اورونو کې ۶۴ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. ګلبدین بیا په ۱۰ اورونو کې دوه لوبغاړی وسوځول او ۵۶ منډې پرې وشوې.

 

جان بس: طالبان باید دافغان خبریالانو پروړاندې له ګواښ څخه لاس واخلی
منبع : پشتو نیوز   تاریخ: 6/27/2019
کابل کې دامریکا سفیر جان بس دطالبانو له خوا درسنیو ګواښ ته په اشارې سره له دې ډلې وغوښتل چې دافغان خبریالانو پروړاندې له ګواښ څخه لاس واخلی. نوموړی په خپله ټویټر پاڼه لیکلی: خبریالی جرم نه دی، بلکه یو ډول نړیوال خدمات رسونې دی.
درسنۍ دهېواد تېرو اتلسو کالو لاسته راوړنې وبللې او طالب ډلې ته یې یادونه وکړه چې دخبریالانو او ملکی وګړو ګواښونه نه یوازې سولې او امنیت ته دافغانستان خلکو دنه لاسرسی لامل کېږی بلکه خپلو سیاسی موخو ته دطالبانو درسېدو خنډ هم کېږی.
دیادونې وړ ده چې طالبانو ددوشنبه په ورځ دیوې اعلامیې په خپرولو سره رسنۍ له دولت څخه په پلویتوب او دطالبانو پرضد اعلاناتو په خپرولو تورن کړل.  
                   
نامزدان کرسی ریاست ولسی جرگه باز هم برنده نشدند
منبع : باختر   تاریخ: 6/27/2019
در مرحله دوم انتخابات کرسی ریاست ولسی جرگه که بعد از چاشت دیروز برگزار شد، خان آقا رضایی و محمد خان وردک با هم به رقابت پرداختند. در این دور هیچ کدام نتوانستند پنجاه جمع یک آرا را به دست آوردند.
به گزارش خبرنگار آژانس باختر، رضایی و وردک نامزدان پیشتاز مرحله اول انتخابات در مرحله دوم باهم رقابت کردند که در نتیجه شمارش آرا رضایی ۸۴ رای و وردک ۱۰۵ رای به دست آوردند. رای گیری سری با حضور ۲۳۱ نماینده مردم در ولسی جرگه انجام شد.
موجودیت چهار رای سفید و ۳۸ رای باطل سبب شده است که در مرحله نهایی هیچ کدام برنده نشوند. برمبنای اصول وظایف داخلی ولسی جرگه روز شنبه خان محمد وردک پیشتاز انتخابات امروزی و میررحمان رحمانی نامزد پیشتاز انتخابات نخست به خاطر احراز کرسی ریاست ولسی جرگه باهم رقابت می کنند. 
                      
میزان مراکز صحی و شفاخانه ها در کشور افزایش یافته است
منبع : باختر   تاریخ: 6/27/2019
معاون سخنگوی وزارت صحت عامه می گوید که میزان مراکز صحی و شفاخانه ها در کشور نسبت به سال های گذشته به مراتب افزایش یافته است. توحید شکوهمند معاون سخنگوی وزارت صحت عامه که امروز با خبرنگار آژانس باختر در این مورد صحبت می کرد، افزود که بربنیاد سروی که در اول سال ۱۳۹۷ انجام شد، در سال ۱۳۹۳ در سطح کشور بیشتر از ۲۰۰۰ مرکز صحی اساسی، جامع، ولسوالی، ولایتی، حوزه یی و شفاخانه های تخصصی ثالثی در شهر ها وجود داشت، اما اکنون این رقم نزدیک به چهار هزار مرکز می رسد. به گفته وی میتوان مدعی شد که دسترسی به خدمات صحی در کشور رشد قابل ملاحظه داشته است. 
                
رویداد های ترافیکی، قاتل خطرناکتر از حملات انتحاری
منبع : تلویزون ۱   تاریخ: 6/27/2019

مسوولان وزارت صحت عامه می ‌گویند: در شش ماه گذشته، نزدیک به چهار هزار رویداد ترافیکی در کشور رخ داده که در پی این رویداد ها، بیش از ۳۲۰ تن جان باخته اند و نزدیک به ۲۰ هزار تن دیگر زخمی شده اند.

وزارت صحت برای بلندبردن آگاهی مردم در بخش قانون ترافیکی و رعایت آن، برنامه ‌های آموزشی را راه اندازی می ‌کند. دفتر سازمان صحی جهان هم این چنین برنامه ‌ها را برای کاهش میزان مرگ و میر از بابت رویداد های ترافیکی مفید می ‌خواند. بر بنیاد ارقام رسمی، سالانه نزدیک به ۱.۳میلیون تن در پی رویداد های ترافیکی در جهان جان می‌ بازند و نزدیک به پنجاه میلیون تن دیگر زخمی می ‌شوند.

درسنیو پروړاندې دطالبانو ګواښ په اړه دولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون
منبع : پشتو نیوز   تاریخ: 6/27/2019
ولسمشرۍ ماڼۍ درسنیو پروړاندې دطالبانو ګواښ په غبرګون ویلی چې درسنیو او بیان آزادی ګواښ دانسانی او اسلامی ارزښتونو پرخلاف دی. دولسمشرۍ ماڼۍ دسه شنبه ورځې په اعلامیه کې راغلی: درسنیو او بیان آزادی پروړاندې ګواښ او برید دانسانی او اسلامی ارزښتونو پرخلاف دی او دملی یووالی حکومت له دې ارزښتونو ساتنه او درسنیو دفعالیت زمینه برابروی.
اعلامیې زیاته کړی: دولت تردې وړاندې هم ددولت او رسنیو دګډې کمېټې په رامنځته کولو او دغه راز دخبریالانو دخوندیتوب تګلارې په لاسلیک سره دخبریالانو او رسنیو دامنیت لپاره ګام پورته کړی دی.  
                  
پس از دیدار با غنی، پمپیو به دیدار مودی رفت
منبع : صدای امریکا   تاریخ: 6/27/2019

پس از دیدار با رهبران حکومت افغانستان، مایک پمپیو، وزیرخارجۀ امریک به روز چهارشنبه ۲۶ جون (۵ سرطان) در دهلی جدید با نرندرا مودی، صدراعظم و سوبرامانیام جی‌شنکر، وزیرخارجۀ هند دیدار کرد.

آقای پمپیو در حالی به هند سفر می ‌کند که در چند ماه اخیر، در چندین مورد بین دو کشور اختلاف نظر و کشیدگی ایجاد شده است. در بعد تجارتی، در یک ماه اخیر امریکا و هند بر چندین قلم کالا های تجارتی یکدیگر تعرفه وضع کرده اند. با آنکه میزان سالانۀ تجارت میان واشنگتن و دهلی جدید هم اکنون ۱۵۰ میلیارد دالر است، مقامات بر ضرورت تعامل محتاطانۀ تجارتی میان دو کشور تاکید کردند.

از جانب دیگر، پس از آنکه واشنگتن معافیت خریداری نفت ایران را لغو کرد، هند نیز خریداری نفت را از ایران متوقف کرد. با وصف تشنج بی پیشینه میان امریکا و ایران، اکنون مقامات هندی در تلاش اند تا برای خریداری نفت از ایران معافیت بگیرند. مقامات هندی گفته اند که نگرانی ‌های ایالات متحده را در خصوص ایران درک می ‌کنند، اما به گفتۀ آنان هند در این میان از رهگذر اقتصادی آسیب دیده است.

سوبرامانیام جی ‌شنکر، وزیرخارجۀ هند گفت که تدارکات جهانی انرژی باید ”ثابت، قابل پیش‌ بینی و قابل دسترس” باشد. او گفت که آقای پمپیو این نکته را درک می‌ کند که هند به صفت پنجمین اقتصاد بزرگ جهان، ۸۵ درصد انرژی مورد نیاز خود را از خلیج فارس تورید می ‌کند. با این حال، وزیرخارجۀ امریکا گفته است که در مورد تجدید معافیت خریداری نفت از ایران هیچ بحثی با همتای هندی اش نداشته است، اما افزود که هر دو جانب توافق کردند تا به مشکلی که از این ناحیه متوجه هند شده است، رسیدگی صورت گیرد.

آقای پمپیو یکبار دیگر ایران را ”بزرگترین حامی تروریزم در جهان” و عامل بی ثباتی در منطقه خواند. او یک روز پیش در کابل گفت: ”تضعیف روند صلح (افغانستان)، به نفع ایران نیست. امیدوارم متوجه این مسله باشند. امیدوارم درک کنند که پیشرفت در مذاکرات صلح افغانستان، به سود تمام بازیگران منطقه است.”

تخریش دیگر در روابط دو کشور، ناخوشنودی ایالات متحده از طرح هند برای خریداری سیستم دفاع راکتی اس-۴۰۰ از روسیه است. هرچند در دو سال گذشته، امریکا بزرگترین فروشندۀ تجهیزات نظامی به هند بوده است. پس از پیروزی نرندرا مودی در انتخابات اخیر در هند، این نخستین سفر یک مقام بلندرتبۀ امریکایی به آن کشور می ‌باشد. انتظار می ‌رود که دونالد ترمپ، رئیس جمهور امریکا نیز در حاشیۀ نشست گروه جی-۲۰ که قرار است این هفته در جاپان برگزار شود، با صدراعظم مودی دیدار کند.

                     

صالح: طالبان گروه بی ‌سوادی است که توانایی ادارۀ افغانستان را ندارد
منبع : صدای امریکا   تاریخ: 6/27/2019

امرالله صالح، رئیس پیشین امنیت ملی و معاون اول محمد اشرف غنی در انتخابات ریاست جمهوری سال ۱۳۹۸ در مصاحبه تازه با صدای امریکا گفت که در میان طالبان هیچ فرد ”تعلیم یافته” وجود ندارد که فراتر از جنگ صحبت کرده بتواند. آقای صالح گفت: ”در بین طالبان چنین کسی وجود ندارد که فراتر از جنگ، کار توسعه‌ای را انجام دهد، سخنرانی کند، لکچر دهد یا مقالۀ نوشته کند. این ‌ها مانند جن هستند، می آایند در مذاکرات یک دو چیزی می ‌گویند و می‌روند. مردم علاقه دارند ببینند که آیا به راستی در میان طالبان مغزی وجود دارد یا نه؟ اگر هست چرا خاموش است.”

او افزود که هیچ یک از اعضای شورای کویته ”تعلیم یافته” نیستند: ”یک گروه بی سواد چگونه می ‌تواند یک مملکت پیچیده را اداره کند. طالبان باید این را بپذیرند و بیاند با افغان‌ های خود بنشینند.” به گفتۀ آقای صالح، گروه طالبان حتی توانایی نوشتن قانون را نداشته اند. او گفت: ”تمامی مواد طرزالعمل [قانون طالبان] از زمان ظاهرشاهی، حزب دموکراتیک و از حکومت استاد ربانی گرفته شده است.” امرالله صالح هم چنان در اشاره به تهدید اخیر طالبان به رسانه‌ ها گفت که آنان منتقدین شان را به اختطاف و کشتن تهدید می ‌کنند تا درون خالی شان را پنهان نگهدارند.

طالبان و پاکستان

رئیس پیشین امنیت ملی افغانستان، یکبار دیگر به گفته‌ های قبلی خود تاکید کرد و گفت که طالبان نمی ‌توانند بدون حمایت پاکستان حتی برای ”سه ماه” به جنگ ادامه دهند. او افزود: ”امکان این نیست که طالبان این جنگ را ادامه دهند، زیرا پشتیبان استراتیژیک آنان که پاکستان است، زیر فشار های اقتصادی قرار دارد.” او تعهدات اخیر پاکستان در قبال صلح افغانستان را مشکوک پنداشته افزود: ”پاکستان با چند دروغ می‌ خواهد از صندوق بین المللی پول قرضه یا از امریکا کمک دریافت کند.”

آقای صالح گفت: ”آن چه را پاکستان در گذشته برای مهاجرین افغان انجام داده و یا انجام می ‌دهد، به خاطر منافع امنیتی شان است نه روی انسانیت. اگر پاکستان این قدر بشردوست است چرا اتباع خود را از بنگله دیش فرا نمی ‌خواند که از زمان آزادی بنگله دیش تا اکنون در آن کشور به گونه بی سرنوشت زندگی می‌ کنند.” او افزود که جنگ را طالب می‌ کند، اما به گفتۀ وی مغز جنگ پاکستان است و بدون حمایت پاکستان طالبان حتی نمی ‌توانند سه ماه وضعیت کنونی شان را حفظ کنند.

صلح با طالبان

امرالله صالح گفت که حکومت افغانستان آماده مذاکرات بدون قید و شرط با طالبان است، اما صلح بدون قید و شرط قابل پذیرش نیست. او افزود: ”چنین معلوم می شود که طالبان نمی ‌دانند که این برای آنان یک فرصت است. آنان فکر می کنند که این ضعف حکومت افغانستان یا امریکاییان را نشان می ‌دهد. این ضعف نه بلکه یک فرصت دینی، اخلاقی، سیاسی و انسانی است که حکومت می‌ خواهد در اختیار آنان قرار دهد. بیایید به جای تفنگ از دهن خود کار بگیریم.”

آقای صالح علاوه کرد که منافع افغان‌ ها در این است که یک سیستم جمهوریت پایدار در افغانستان باقی بماند، انتخابات یگانه راه انتقال قدرت انتخابات باشد و ”معنی صلح باید این نباشد یک گروه اسلحه به دست خواست هایش را بر دیگران تحمیل کند.” به باور این مقام پیشین امنیتی افغانستان غیرممکن است که صد ها هزار جوانی که سالانه از موسسات تحصیلات عالی فارغ می شوند فکر طالبانی را بپذیرند.

کنفرانس پاکستان

آقای صالح بر اشتراک کنندگان کنفرانس پاکستان انتقاد کرده گفت که آنان فراتر از صلاحیت شان صحبت کردند. او گفت: ”یکی از آنان گفته بودند که بیایید از طریق همه پرسی مسله دیورند را حل کنیم. این در صلاحیت یک شخص نیست، افغانستان هیچ زمانی قباله دیورند را به پاکستان نداده است. این یک واقعیت تلخ است که خاک ]ما[ در دست پاکستان است، اما مشروعیت دادن قباله آن به دست ما است.”

امرالله صالح علاوه کرد که خواست برخی دیگری مبنی این که نخست باید سیاستمداران افغان با طالبان توافق کنند و مرحله اخیر آن شامل شدن حکومت باشد، از بنیاد یک حرف غلط است. او گفت: ”در تاریخ چنین نشده که یک نیروی یا حلقه غیردولتی با دشمن تفاهم یا سازش کند.” آقای صالح اضافه کرد که حکومت افغانستان، پاکستان را مقصر جنگ می ‌داند نه قربانی جنگ: ”برخی اوقات در پاکستان انفجارات صورت می ‌گیرد که نمی ‌توان آن را قربانی خواند. این فقط عواقب کوچکی از سیاست ‌های نادرست پاکستان است.”

سفر غنی به پاکستان

معاون محمد اشرف غنی در انتخابات ریاست جمهوری آینده افغانستان گفت که مقامات پاکستانی از دو سال به این سو خواهان سفر رئیس جمهور افغانستان به آن کشور بودند. او افزود که توقع این است که در این سفر افغانستان موقف اصولی خود را که صلح و امنیت و گسترش تجارت در منطقه است بیان کند. آقای صالح ضمن ابراز بی ‌باوری از تغییر سیاست پاکستان در قبال افغانستان گفت: ”افغانستان با یک موقف تجرید شده و ضعیف به پاکستان سفر نمی ‌کند. جامعه جهانی انتظار دارد ببنید که پاکستان به راستی می‌ خواهد کردارش را تغییر دهد یا فقط می ‌خواهد با دروغ گفتن از آی ام اف قرضه و یا از امریکایی ها کمک به دست بیاورد.”

                

عکس العمل تند امرالله صالح به شرکت برخی سیاسیون در نشست صلح در پاکستان
منبع : العربيه.نت   تاریخ: 6/27/2019

امرالله صالح رئیس سابق ریاست عمومی امنیت ملی افغانستان و عضو تیم انتخاباتی محمد اشرف غنی، از برگزاری و شرکت برخی از سیاسیون این کشور در نشست لاهور انتقاد کرده و آن را «شرمفرانس لاهور» نامید.

امرالله صالح در صفحه رسمی فیسبوک ‌اش نوشت: «از موقف هیچ و غیردولتی و آن هم دانسته و عمدی به خاک دولت متخاصم سفر کردن یک عیب بزرگ. در آنجا تاریخ خود را به تمسخرگرفتن ذلت دوم. در آنجا از حساس ترین معضله یعنی مسئله خط مرزی با روحیه سازش و عقبگرد صحبت کردن نهایت بی اعتمادی به افغانستان و نشانه ای شدید افسرده گی و تجرید. در آنجا از طالب و وحشت تروریزم یادنکردن و خموش نشستن نهایت خودپرستی – ترس و بی‌ ایمانی پاماندن بر خون ملت با شهامت افغانستان».

وی در ادامه نوشت: «در کشوریکه به ما جنگ و مرگ می ‌فرستد (پاکستان) لبخند زدن و دشنام و توهین وزیرخارجه‌اش را شنیدن یعنی ننگ تاریخ اگر به ننگ و وقار باوری وجود داشته باشد. چه فرصت‌ هایی را که این سرگردان‌ ها از دست نداده اند. ایکاش یکی از اینها نمی ‌ترسید و حرف گفته و ناگفته مردم افغانستان را در آنجا فریاد می ‌کشید بعد می‌ دید و یا می ‌دیدند که این ملت چقدر قدرشناس و با پاس است. با کدام روی بار دیگر در مصاحبه‌ های فریبنده‌ای تان یاد از مداخله خارجی و جنگ استخباراتی خواهید کرد. با کدام دیده به طرف این مردم خواهید دید.» او در آخر این متن انتقادی نوشته است: «در ارتباط به شر مفرانس لاهور.»

قابل ذکر است که مشرانو جرگه افغانستان نیز از این نشست انتقاد کرده و آن را خلاف منافع ملی این کشور خواند. بازمحمد زرمتی، عضو مشرانو جرگه افغانستان گفت: «این جلسه به حکومت جفا است، چون کلید صلح یا نزد حکومت است یا نزد طالبان.» محمد رحیم حسنیار، عضو دیگر این مجلس نیز گفت: «امیدوارم این‌ ها به واقعیت ‌های عینی جامعه پی ببرند و هیچ وقت دیگر گُل پاکستان را نخورند.» گروهی از سیاست ‌گران افغانستان روز جمعه 21 جون برای شرکت در یک نشستی دربارۀ صلح افغانستان به پاکستان رفتند.

در این نشست گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی، عطامحمد نور، رئیس اجرایی جمعیت اسلامی افغانستان، محمد محقق، معاون دوم ریاست اجراییه، عبدالطیف پدرام، نامزد انتخابات ریاست‌جمهوری و حامد گیلانی، رئیس حزب معاذ ملی از کسانی بودند که در این نشست شرکت کردند. فضل هادی مسلمیار، رئیس مشرانو جرگه افغانستان در این مورد گفت: «این ‌گونه نشست ‌ها باید از سوی حکومت مدیریت شود حکومت باید از روش ‌های انضباطی خود، کار بگیرد و در هر زمان به هر کس اجازه ندهد که در هر نشستی شرکت کنند.»

در همین حال، شاه حسین مرتضوی معاون سخنگوی ارگ ریاست جمهوری افغانستان در عکس العمل به این نشست‌ در صفحه رسمی فیسبوک‌اش نوشت: «هنوز كسی به اين سوال مردم جواب نداده است. چرا شماری از سياسيون كشور جرگه مشورتی صلح را كه در آن 3200 تن از نمايندگان واقعی مردم حضور داشتند و نقشه راه صلح را طرح كردند تحريم كرده، اما با شوق تمام به مسكو و اسلام آباد حضور پيدا می‌كنند. جای تاسف اين است كه در بيانيه هيج كدام نه روايت منصفانه از گذشته است و نه هم تصويری روشن از آينده!» مرتضوی در ادامه نوشت: «حداقل اگر حرفی برای گفتن ندارند نقشه راه صلح رئیس جمهور را برای معلومات خودشان مطالعه می‌ كردند.»

قابل یا‌دآوری است که قبل از این نیز برخی از سیاسیون افغانستان که مخالف حکومت فعلی این کشور هستند نشست‌های غیررسمی که حکومت افغانستان در برگزاری آن نقشی نداشته است در کشور روسیه برگزار کردند اما این نشست هیچ نتیجه‌ای نداشت. این سیاسیون که اکثرا نامزدان انتخابات ریاست جمهوری افغانستان و حامیان آنان هستند، نشست ‌هایی در کشورهای روسیه و پاکستان برگزار کردند که عکس العمل ‌های زیادی را به همراه داشته است.

برخی از سیاسیون افغانستان می‌گویند که از برگزاری این چنین نشست‌ ها افغانستان هیچ سودی نمی ‌برد و کشور های پاکستان و روسیه از آن به نفع خود استفاده می ‌کنند. در این نشست که در لاهور پاکستان برگزار شده بود، هیچ نماینده‌یی از حکومت افغانستان و گروه طالبان حضور نداشت.

نجاب اوس هم د ستراتېژیک کنډو تګلار پالي! کارغه مرداري خوري او مښوکه څنډي!

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي پخوانیو مجاهدینو سره په غوڼده کې چې د پنجاب لخوا د افغانستان په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون لپاره لاهور ته تللی، ویلي«پاکستان کې هیڅوک له افغانستانه د ستراتېژیک کنډو(Strategic Depth) پتوګه د ګټې اخیستنې تګلار نه پالي او داسې خبرې یوازې د دوه هېوادونو ترمنځ د ورانپوهاوي په موخه تبلیغیږي»

خو قریشي په ورته وخت کې داسې هېواد یا کومه ډله او شخص نه په ګوته کوي چې هغوی دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ده په خبره د ورانپوهاوي زهرجن تبلیغات خپروي.

بیخي ښکاره ده په داسې حرکاتو، قریشي د کنفرانس ګډونوالو یانې پخوانیو مجاهدینو ته په سترګو کې ننوځي او درواغ وايی په داسې حال کې چې مجاهدین پوهيږي په ۸۰ یمه لسیزه کې هم پاکستان له دوی څخه داسې یوه غوښتنه درلوده.

« جهاد افغانستان، دفاع پاکستان!»، هم حقیقت کې همدې موخې ته د رسېدو په لار کې هڅه وه. د هند د احتمالي خطر په وړاندې، افغانستان څخه د ستراتېژیک کنډو پتوګه ګټه، لومړي د پنجابي پوځیانو او ISI لخوا وړاندې شوې او وروسته ملکي حکومتونو هم د پوځ سره یوځای د هغې ملاتړ کړی. ویل کیږي چې پوځ کې لومړی سړی لوی درستیز جنرال اسلم بیګ وو چې داسې تګلار يي وړاندې کړې.

د اسلام اباد واکمنانو تل هڅه کړې لومړی هندي خطر او یا نور خیالي خطرونه وزیږوي او بیا ورته د مخنیوي او مقابلې لپاره بېلابېلې لارې وړاندې کړی. افغانستان څخه د ستراتېژیک کنډو پتوګ ګټه هم په دې لړ کې شمېرلی شو!

له ستراتېژیک کنډو سربېره پاکستان له افغانستان څخه څو نورې ناروا غوښتنې هم لري:

پاکستان غواړي افغانستان د هند سره داسې اړیکې ولري چې د پنجاب په زړه او خوښه وي. اسلام اباد غواړي زموږ د هېواد پر بهرنۍ پالیسي کنترول ولري، لکه د برتانوي هند په مهال چې هلته افغانستان یوازې په کور دننه نیمه خپلواکي درلوده او بهرنۍ پالیسي يي برتانوي هند انځوروله. له هغه ځایه چې پاکستان د انګریز په لاس جوړ شوی هېواد دی، په سیمه او په تېره بیا د افغانستان په اړه د انګریز د ځایناستي او زړو پالیسیو پېښې کوي.

دې سره په تړاو اسلام اباد هڅه کوي، کابل کې داسې یو حکومت چارې پرمخ یوسي چې د اسلام اباد تر جغ لاندې وي.

په لاهور کې يي د پخوانیو مجاهدینو غونډه هم په دې موخه وربللې چې د پردې ترشا د مجاهدینو او طالبانو ترمنځ یو ډول جوړجاړی رامنځته کړي او د ولسمشر غني د منتخب حکومت په وړاندې يي وکاروي. په همدې لامل عمران خان د پاکستان لومړی وزیر په سپینسترګۍ او بېشرمۍ سره افغانستان کې د منتخب حکومت پرځای د موقت حکومت خبرې کوي.

پخواني سناتور افراسیاب خټک په لاهور کې  روانې غونډې ته په اشاره سره وايی«لومړی وزیرعمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه له خپلې طرحې تېر شوی نه دی»

افراسیاب همدارنګه زیاتوي د خبرو او د ستونزو د حل ځای باید کابل وی، نه لاهور او یا بل ځای!

البته تېر مهال په ۸۰ یمه او ۹۰ یمه لسیزه کې هم د همدې مجاهدینو ترمنځ اسلام اباد ورته غونډې جوړې کړې وې چې پایله يي کورنۍ جنګونه او د افغانستان ویجاړی وه. له دې غونډې هم د شرارت او منافقت پرته، بله کومه بریا نه تر سترګو کیږي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره چې اسلام اباد يي د طالبانو په خوله کې ورڅڅوي او طالب جان يي طوطي وار تکراروي هم د افغانستان د بهرنۍ پالیسي په اړه د اسلام اباد لاسوهنه او تیری ګڼل کیږي. په داسې حال کې چې پاکستان، امریکا او نورو لوېدیځو هېوادو سره تړونونه لري، خو غواړي د طالبانو په مټ افغانستان له نړیوالو پراخو اړیکو راوګرځوي، لومړی يی ګوښه کړي او بیا يي وځپي!

د افغانستان په بازار او سوداګرۍ یو طرفه کنترول او د منځنۍ اسیا انرژۍ ته ازادانه لاسرسي د اسلام اباد له زړو هېلو ګڼل کیږي. د افغانستان اوبو، معدنونو او نورو شتمنیو ته سراښتوب هم اسلام اباد میلیتاریستي لارو ته هڅوي.

همدارنګه د پولې پتوګه د ډېورنډ کرښې منل خو د اسلام باد په زړه تور داغ دی چې د ۷۰ کلونو راهیسې يي سربداله کړی او دغه ارمان به د خپل جعلي هېواد د پای سره یوځای ګور ته یوسي.

افغانستان ټولو ګاونډیانو او پنجاب سره هم د ښه ګاونديتوب اصولو ته ژمن دي. ښه ګاونډيتوب د یو بل حاکمیت ته په درناوۍ، نه لاسوهنې او نه تیري سره پالل کیږي.

تر هغو چې اسلام اباد د افغانستان په اړه خپله زړه او زنګ وهلې استعماري پالیسي بدله نه کړی، افغان حاکمیت ته درناوي ونه کړي، له لاسوهنو او تیریو لاس وانخلي، هیڅ غونډه به د دواړو هېوادو اړیکې ښې نه کړي.

په داسې حال کې چې د روانې عیسوي میاشتې په پای کې افغان ولسمشر اشرف غنی اسلام باد ته په رسمي سفر روان دی، افغانان له اسلام اباده غواړي چې افغانستان سره په اړیکو له سره کتنه وکړي، د ستراتېژیک کنډو خوبونه پریږدي، د طالبانو او نورو ترهګرو له ملاتړه لاس واخلی، افغان حاکمیت ته درناوي وکړي او د متاقبلو ګټو پر بنسټ اړیکې ورغوي او وپالي.

د ۲۰۱۹ کال د جون ۲۳ مه

سرلوڅ مرادزی

پوهندوی شیما غفوری

 

اگر تاجکم من ، و یا پشتونم

وگر مسلم هستم، و یا مضنونم

اگر نام نامی و یا مکنونم

بدان چون خمیر من وتو یکیست

تفاوت کجاست بین دو ده و بیست

 

اگر از بدخشان و یا کابلم

ز هرات و بامیان و یا زابلم

اگر در کنر یا فراه شاملم

بدان چون خمیر من وتو یکیست

تفاوت کجاست بین دو ده و بیست

 

اگر شاه پرست بوده، یا بت پرست

اگر شرق و یا غرب بودش سر پرست

چنان غوطه خورده ز دستی به دست

که فرقی نمانده ست چو در  قرن بیست

تفاوت کجاست بین دو ده و بیست

 

بیا تا همه اتحادی کنیم

برای تفاهم جهادی کنیم

گذشت و سخاوت و دادی کنیم

بدان چون خمیر من وتو یکیست

شود مشترک راه فردای زیست

جون ۲۰۱۹

 

 

 

پښتونستان ، خوب او که واقعیت؟

19.6.2019Loy Afghanistan 1
دوهمه او وروستۍ برخه
د خپلواکې د مبارزو معاصر مشران چې د انګریز او پنجاپي استعمار په وړاندې په کلکه ودریدل حاجي میرزاعلي خان ( مشهور په ایپي فقیر) ، خان عبدالغفار خان ، خان عبدالصمد خان اڅکزي، مشهور لیکوال او شاعر اجمل خټک او نور چې د خپلو سل ګونو زرو پلویانو سره یو ځای د انګریزي او پنجاپي استعمار په وړاندې د خپلواکۍ له پاره په میړانه سره ودریدل.
په دی مبارزو کې پښتانه یوازې نه و او نه دي بلکې بلوڅان هم د دوی سره اوږه په اوږه د پنجاپی استعمار په وړاندې په کلکه ودریدل چې د هغې ښه مثال یې د نواب اکبرخان بګټي دی چې د پنجابی استعمار په مقابل کې په میړانه ودرید او د استعماري ځواکونو له خوا په ډير مظلومانه توګه په شهادت ورسید . د کابل مزدورې ادارې د خپلواکی په لاره کې ددې اتل هیڅ نوم وانخیست.
په افغانستان کې د خلک دموکراتیک ګوند او بیا د وطن ګوند د واکمنۍ د پای ته رسیدلو سره ددې دورځې نمانځل هم د نویو واکمنو ټولګیو له خوا پر یښودل شول. دا ورځ نه یوازی د خلک دموکراتیک ګوند په واکمنی کې نمانځل کیده بلکه د افغانستان شاهي او جمهوري حکومتونو هم نمانځله.
که څه هم پورتنیو دولتونو د پنجاپي استعمار څخه د پښتنو او بلوڅو د ازادی او خپلواکۍ له پاره په رښتیني مانا سره کوم عملي ګام نه دی اوچت کړي بلکې دوی یوازې دا مسله د اسلام اباد په واکمنانو باندې د فشار د یوې الې په توګه استعمالوله. او په واقعي توګه یې د پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ له پاره کوم د لیدنې وړ ګام نه دی پورته کړی.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د خلک دموکراتیک ګوند د واکمنۍ د پای ته رسیدو څخه وروسته په افغانستان کې هغه ډلې واک ته ورسیدې چې په پاکستان کې جوړې شوي او د هغه دولت د پټو منابعو له خوا یې ملاتړ کیده .
واک ته د رسیدو نه وروسته تر ټولو لومړی ددې ډلو عملي اقدام دا و ، چې په پښتونستان واټ کې یې د پښتونستان بیرغ راښکته کړ. او د پښتونستان واټ نوم یی تبدیل کړ د په کابل رادیو کې یې د پښتنو او بلوڅو د یووالي له پاره خپرونه بنده کړه .
خو د یوه بیرغ په کښته کولو او یا د دی ځای د نوم په اړولو سره د پښتنو او بلوڅو ازادی بښونکی مبارزو ته کوم زیان نه رسیږی . دا ځکه چی دا خلک د پنجاپی استعمار لا ندی ژوند کوي او د خپلو روا حقوقو د تر لاسه کولو د پاره مبارزه کوی او دا مبارزه به تر هغی روانه وي تر څو چی د پنجاپی استعمار څخه یی خپله ازادی تر لاسه کړي نه وي.
مګر د پښتونستان واټ څخه د پښتونستان د بیرغ د کښته کولو او ددی ځای د نوم اړولو څخه موخه پنجاپی استعمار ته د کابل حکومت له خوا ددی اشاری ورکول و او دي ، چی دا حکومت اوس د پښتنو او بلوڅو د داعیی څخه ملاتړ نه کوي . او په ماهیت کی د ډیورینډ منحوسه کرښه په رسمیت پیژني.
باید ووایو چی واک ته د حامد کرزی په رسیدلو سره تر ننه پوری د پښتنو او بلوڅو د حقوقو څخه د دفاع او ډیورینډ د منحوسی کرښی د نه منلو له پاره تر اوسه کومه رسمی غونډه او یا فیصله د کابل دولت له خوا نه ده تر سره شوي.
د پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون غونډه یوازی د مدنی ټولنو ، ادیبانو او سیاسی غیر دولتی شخصیتونو له خوا تر سره کیږی چی دا یوازی د اولسونو پیستون په ډاګه کوي.
اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی د کابل حکومت ولی د پښتنو او بلوڅو د مبارزاتو په هکله یو روښان دریز نه نیسي؟
ایا کیدای چې وویل شي چې د پښتنو او بلوڅو مبارزه پای ته رسیدلی وګڼو او یا دا کیدای شي چې ددې ټکي څخه سترګې پټې شي چې ټول پښتانه دا حق نه لري چې په یوه واحد هیواد کې سره راټول د کراچې څخه نیولي تر بادغیس او تر کشیمره پورې یو اباد او ځواکمن دولت تشکیل کړي؟
خلک په دې ښه پوهیږی چې د پښتنو تر منځ د یووالی تامین او د بلوڅو د حقوقو تر لاسه کولو له پاره مبارزې ته په اوس مهال کې ډیر ضرورت دی . خو تر هغه د وړاندې بایدد پښتو په مغزونو کې دا احساس را پیدا شي چې دوی پښتانه دي او په په نړی کې یو ځانګړی قوم او اولس حیثیت لري . او دوی یو وجود دی چې د استعماري ځواکونو له خوا په وحشیانه توګه ټوټې شوي دی. پښتانه په دې باید پوه شي چې تر هغې چې ټولې ټوټې یې په یوه هیواد کې سره یو ځای شوی نه وي تر هغه به دوی دغسې د خوارۍ او ذلت ژوند تر سره کوي.
د سیمې نور زبرځواکونه لکه ایران هم د دواړو اولسونو سره د دښمنی سیاست مخې ته بیایی د ایران د هیواد له خوا د پښتنو او بلوڅو په وړاندې ډیرې ناوړی توطیې طرح او عملی کیږي په ایران کې د ننه هرکال په زرګونو بلوڅان په مختلفو نومونو سره وژل کیږي په ایران کې بلوڅ د هر ډول سیاسي او ټولنیزو حقوقو څخه بې برخې دی.
په افغانستان کې هم پښتانه په واقعي مانا سره د سیاسي واک څخه بې برخې دي او په اوسنی دولت کې د بې صلاحیته پښتو ژبو سمبولیک موجودیت دا مانا نه لری چې دوی په واک کې ګډون لري. په افغانستان کې ټول واک د یوه شمیر کړیو په لاس کې دی چې ځانونه د لږکیو او په ځانګړی توګه د تاجکو ، هزاره ګانو او ازبکو نماینده ګان بولي.
دا په دې مانا چې د افغانستان ، پښتونخوا، بلوچستان پښتانه او بلوڅ د محکومواولسونو په توګه ژوند کوي او دوی د استعماري ځواکونو له خوا په ډیره بې رحمی سره ځپل کیږي.
لکه چې په تیرو پیړیو کې پښتنو او بلوڅو په ګډه یو له بله دفاع کړي ده په همغه ډول اوس هم همغه شرایط دي چې دواړه اولسونه یو له بله د وروری ټینګ لاسونه سره ورکړي تر څو د دښمنانو دسیسې شنډې کړي. دا هغه مهال کیدای شی چې د دواړو اولسونو ترمنځ اړیکې ټینګې شي.
اوس راځو په خپله د پښتنو د یووالی موضوع ته ، له بده مرغه پښتانه لیکوالان او سیاستوال دې ټکې ته هیڅ پاملرنه نه کوی چې پښتون اولس ولې ټوټې شوي دی دوی ګومان کوي که چیرې دوی د پښتنو د یووالی په هکله کوم نظر ورکړي ښایی یو ه لویه تیروتنه وکړي او بیا به واکمنې کړۍ ترې خفه شي.

دا ځکه چې په افغانستان کې زیاتره پښتو ژبو سیاستوالانوتر اوسه ملي ایدیولوژی نه ده خپله کړي.دوی دا فکر نه دی کړی چې د پښتون اولس وجود څلور ټوټې ا و د بلوڅو وجود درې ټوټې شوي دی. او په سیمه کې د امن او ثبات د ټینګښت له پاره ددې ټوټو یووالی اړین دی.
یا په بله مانا تر هغه چې دا بیل شوی اولسونه بیرته سره یو شوي نه وي تر هغه په سیمه کې د سولې راتلل ناممکن دي
زیات شمیر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې پښتون اولس هر چیرې چې اوسیږي یو اولس دی . ددې اولس موخه بیا یووالی او په یوه جغرافیا کې د قوي دولت جوړول دی او ددې موخې د تر لاسه کولو د پاره یوازینی لاره د شرایطو سره سم د مبارزې مخې ته بیول دي.
ددې اولسونو دښمنان هم دا هڅې کوي چې د پښتنو او بلوڅو هره ټوټه په جدا جدا ډول سره وځپې تر څو په مغزونو کې یې د یووالی خیال پیدا نه شي.
زیاتره پښتانه سیاستوال وایي چې په افغانستان کې په روانه جګړه کې افغانان وژل کیږی . مګر د دې څخه سترګې پټوي چې دا جګړه د ټولو افغانانو په ضد روانه نه ده. دلته هم نړیواله ټولنه، د کابل اداره او طالبان د تاجکانو، هزاره ګانو او د نوروسیمو څخه لرې ګرځي او یوازی دوی پښتنی سیمې د جګړو میدان ګرځوي او د دولت مخالفین هم د پښتنو په سیمو کې جنګیږي چې لدې امله هره ورځ په سلګونو پښتانه وژل کیږي.
زیات شمیر کتونکی په دې باور دي چې د کابل په اداره کې واکمنې ډلې ، د پنجاب استعمار او د تهران لوړتیا غوښتونکي ټول په ګډه د پښتنو د ځپلو ګډ پروګرام لري دې پښتنو ضد تور مثلث که د یوې خوا د پښتنو سیمه د جګړو په ډګر ګرځولي ده نو له بلې خوا دوی په ډيره منظمه توګه د پښتنو د مشرانو د وژلو پروګرام مخې ته بیایي .
د یادولو وړ ده چې په سیمه کې د پنجاب واکمنانو ، ایراني لوړتیا غوښتونکو او د هغوی مزدورو کړیو ډیره خطرناکه لوبه پیل کړی ده دا لوبه کیدای شي یا په لویه نړیوالې جګړې واوړي او یا به د سیمې په سیاسي جغرافیا کې د بدلون سبب شي.
باید یادونه وشي چې په سیمه کې پښتانه یو وجود دی او د دوی برخلیک تل یو و او وي به . اوس مهال په دې سیمه کې پښتانه او بلوڅ ټوټې ټوټې او د دوی غلیمان یو دی نو لدې امله دا د شرایطو غوښتنه ده چې دوی یو له بله د وروری ټینګ لاسونه سره ورکړي.
دا یو واقعیت دې چې ورځ په ورځ د پښتنو سیاسي پوهه لوړیږي او دا ټکی درک کوی چې تر څو چې ټول پښتانه په یوه سیاسي جغرافیا کې سره راټول شوي نه وي تر هغه به دوی د سولی او ارامی مخ ونه ویني. او که سره یو شول بیا دښمنان دا وس نه لري چې د پښتنو په ضد توطیه او دسیسه وکړي.
ددې له پاره چې پښتانه د اوسنی تراژیدی څخه ځان په سلامت سره وباسي اړینه ده چې یو سیاسي مشرتوب رامنځته کړي . داسې مشرتوب چې د پښتون اولس د یووالي د تامین له پاره کار وکړي . دا مرکزیت پښتون اولس د ټولو هغه توطیو او تیریو د شنډولو د پاره رهبري کړي چې د دوی په وړاندې د پنجاب ، تهران او په افغانستان کې د متعصبو کړیو له خوا طرح او عملي کیږي
پښتانه ملي مشرتوب ته اړتیا لري .
ملي مشرتوبونه په طبعي ډول په ټولنه کې را پیدا کیږي د خلکو باور او ملاتړ تر لاسه کوي اوملي مشرتوب روان حالات ، ستونزې په ژوره توګه تحلیل او د کړاونو څخه د راوتلو سمې لازې په ګوته کړی . دا مشرتوبونه یوازې او یوازې اولس او خلکو ته چوپړ وهل خپل ویاړ ګڼي او په دې لازه کې هر راز ستونزې او سرښندنې مني.دا ډول مشرتوبونه د خلکو په زړونو کې ځای نیسي او ملي اتلان ترې جوړیږي.
پښتون اولس یو واحد ملت دی چې د استعماری توطیو له امله په څو برخو ویشل شوی دی او دا ملت د نړی د نورو ملتونو په شان لکه ویتنام ، جرمني ، چین او هانګ کانګ ، یمن او نور ، دا حق لري چې بیرته سره یوځای شي.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي دی کومه مانا نه لري.
باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
پښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.
پښتانه دا حق لري چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي.
پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري .
بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد خپلواک هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري . دا متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران ، پنجاپ او په کابل کې واکمنې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي او په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي .
نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي
ددې له پاره چې د پښتنو داوسني ناورین څخه د ژغورلو له پاره یو پياوړی غورځنګ رامنځته شي اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې ټول هغه اختلافونه چې د پردیو په واسطه د رامنځته شویو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږي له منځه ولاړ شي او یا د دوی تر منځ د قومي توپیرونو او لوړتیا غوښتنو د له منځه وړلو له پاره د خلکو دې ته پام راواړول شي چې ټول د اوسني ناورین د له منځه وړلو د پاره کار وکړي .
له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.
دیو پراخ ملي پښتني غورځنګ ( دبادغیس څخه تر کراچۍ او کشمیر پورې) په پيل کیدو سره په ډيره لږه موده کې دا شووني ده چې پښتون اولس په یوه هیواد کې( چې د پښتنو ټولی سیمې پکې شاملې وي ) سره راټول او د نړی په جغرافیا کې د یوه ځواکمن اولس په توګه راډګر ته شي.
پښتانه د چا حقوق نه تر پښو لاندې کوي خو دا حق لري چې خپل حقوق تر لاسه کړي .
پښتون یو ژوندی اولس دی د دولت د تشکیل کولو وړتیا لری او په سیمه کی د یو ځواکمن په توګه را برسیره کیدو توان په کی شته نو ځکه د پورتنی کرغیړن مثلث ( پنجاپ ، ایران او په کابل حاکمه ډلی ) په سیمه کی د لرغونی هیواد راژوندی کیدو مخه نیولو اجندا لری . ددی له پاره یی په سیمه کی د پښتنو په ضد پراخه جګړه روانه کړی ده د بلخ د چمتال څخه نیولی، تر کندز ، بغلان ، تخار ، وزیرستان ، مومندو ، اورکزیو ، فاریاب ، سوات ، دیر او نورو سیمو کی یی د پښتنو د ځپلو عملیات روان دی او تر اوسه یی په میلیونونو پښتانه وژلی ، په زرګونو کلی او ښارونه یی تباه کړی او دا بهیر روان دی.
خو د #پښتونستان داعیه ورځ په ورځ ځواکمن کیدونکی ده او د هغی ملاتړ زیاتیږي.
اوس د پښتونستان بیرغ د اروپایی ښارونو په واټونو کی راښکاره کیږی د اروپا پارلمان ورته ځانګړي پاملرنه کوی د ملګرو ملتونو د ودانیو مخته د خلکو له خوا رپول کیږی او د ملګرو ملتونو څخه غوښتل کیږی چی د پښتونستان د جوړیدو له پاره غورځنګ په رسمیت وپیژنی.
د پښتونستان په جوړیدو سره د نړی په سیاسی ، اقتصادی او امنیتی معادلاتو کی بدلون را منځته کیږی هغه پښتونستان چی په وچه کی به راګیر نه وي او د ډیرو طبعی منابعو څخه به برخمن وي هغه پښتونستان چی د سیمی په سیاست کی به لومړی خبره همدا هیواد کوي.
باید ووایو چی ازاد پښتونستان هیواد اود اوسنی افغانستان ( د عبدالرحمن میراث) سره نږدی او په یوه کنفدراسیون کی سره یو ځای شی او د فیدریشن د جوړیدو له پاره لاره اواره کړي. چی هغه مهال به ډیورینډ کرغیړنه کرښه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.
پښتونستان ، خوب نه دی . پښتونستان زرګونو کاله تاریخ لري ، اولس لري ، ځمکه لري، دا یو واقعیت دي !

راځی لږ سره وخاندو

Goldad khan 17.6.2019
د نعیمي صاحب سایټ همېش له ګیلو، شخړو، جنجالونو او غمونو خبرې او خپرونې کوي. نو ځکه ما وغوښتل چې ستاسو درنو لوستونکو پام د یوې شېبې له پاره بلې خواته واړوم. لومړی مو پر شنډو باندې موسکه راولم او بیا مو همدغو د سایټ روانو او جارې چارو خواته بوځم.
لکه چې ټولوته پته ده، پخوا وختونه (همدا زموږ د ماشومتوب او تنکیو ځوانیو وختونو پرمهال) په ټوله کې غریبۍ ډېرې زیاتې وې. خو که کله به وچکالۍ راغللې، نو د غریبانو په غریبتوب او شمېرو کې به لا زیاتوالی راغی او ډېری خلک به یې د مړستنو څنډوته ورسول. هغه څه چې ماته همدا د غریبیو اړوند یادیږي، زموږ د سیمې ډېری خلکو به نادر وختونه غوښې او غواړې ډوډۍ خوړلی شولې. زیاترو خلکو به هغه وخت چې د دوی خپله او یا د دوی د خپلوانو او یا ګاونډیانو (ډېوال پردېوال) خلکو کوم څاروی (مېږه، وزه، غوا او نور ورته څاروی) د ناروغتیا او یا کومې بلې پېښې له امله، له مړ کیده څخه د مخه حلال کړو، نو دوی به غوښې پکښې وخوړلې. خلکو چرګې هم ساتلې، خو هغه به یې هم کله کله کوم مېلمه ته حلالولې. څرنګه چې هغه مهال کورنۍ معمولأ ډېرې لويې وې، نو د چرګې څه غوښه به یې چې مېلمه ته ورکړه، د کورنۍ غړوته به نیم نیم ادمکی او یا وزر هم نه رسیده. خو د چرګو په غوښو کې به یې چې شوروا جوړوله، نو د شوروا کټوه او یا دېګ به یې له اوبو ډک کړو او په هغې (په نوم شورا) باندې به د کورنۍ غړو ډوډۍ هم لمده شوله او ټول به خوښ وو. د همغو غریبیو له کبله به خلکو په خیراتونو پسې لېرې ځایونوته مزلونه کول او ورپسې تلل به. خو په ځینو سیمو (خاصه توګه وروسته وختونو) کې د خیراتونو ورکړې هم، لکه پور غوندې شولې. د پور خیرات په دې معنې چې هرچا به چې کوم څوک خپل خیرات ته خبرول، خیرات ته خبر شویو خلکو به هم همغه خلک د کومو چې دوی خیرات خوړلی وه، خپل خیرات ته خبرول او نور څوک به له خیرات خوړلو څخه منع وو. دغې د خیراتونو خوړلو اړوند کوم چا یوه داسې ټوکه (ممکن په څه تفاوت خبره رښتیا وي) جوړه کړي وه:

 وايي، دوه تنه چې د غرونو له کومې درې څخه هوارې سیمې ته په مزدورۍ پسې تللي وو او یو ځای یې د خټګرۍ چاره موندلي او په هغې چارې کې سخت لګیا او مصروف وو. دوی کومه ورځ د مزدورۍ پرمهال، له کوم چا څخه اوریدلي وو چې د دوی د کار له ځایه لېرې، وچ څنار (نوم ما کېښود) کلي کې خیرات دی. دوی چې وچڅنار کلي کې له خیرات څخه خبر شوي، نو پرخپلو خېټو باندې یې لاسونه وهلي او یو له بله سره یې ویلي وو؛ که خدای کول، نن ماښام خو به په مړې ګېډې وریژې او غواړي وخورو. دوی دواړو د خیرات پیلیدو وخت ته ځانونه د چڅنار کلي ته رسولي او د کلي د جوس (خوست کې د کلیو شاوخوا پټیوته جواس وايي) په پټیو کې یوې او بلې خواته سره ګرځي او دا خبرې سره کوي چې د وریژو شخوندونه څرنګه په غواړیو کې ښه ډوب کړي او څرنګه په چل چل غواړي د خپلو شخوندونو جوړولو ځایونو ته ورواړوي، ترڅو نور ورپسې شخوندونه په هغو غواړیو کې وځديي او لا زیات یې غواړ کړي. کله چې د وربلل شویو خلکو جوپې د وچڅنار کلي دروازې خواته ورپیل شوي دي، دوی دواړو هم ځانونه د قلعه دروازې ته رسولي دي. خو هغه ځوانان چې په دروازې کې ظاهرأ د خلکو هرکلي لپاره ولاړ وو، د کوم یو تن پر دوی باندې نظر لګیدلی او له دوی څخه یې پوښتلي دي چې تاسې چېرې روان یاست؟ طبعأ دوی د خیرات خوړلو ورته ویلي وو. خو ځوان ورته ویلي وو، تاسې د ننه نشئ تللی. دوی چې هرڅه د مسافرۍ، مزدورۍ او نور عذرونه ځوان ته وړاندې کړي دي، ځوان د دوی عذرونه نه دي منلي. دوی ناهیلي شوي دي او په څټ روان شوي دي. خو د دوی زړونه همداسې هغو وریژو او غواړیو تخنول او دوی یې قرارته نه پرېښودل. دوی چې د قلعه له دروازې لږ غوندې لېرې شوي دي، د قلعه شاوخوا یې په دې موخې له نظره تېره کړي ده چې که د خیرات ځای ته له کومې بلې لارې څخه ځانونه ورورسولی شي. دا مهال د دوی نظر د قلعه څنګ له دېوال سره، د توت پر یوې ونې خخ شوی دی او سره ویلي یې دي چې د توت په دغې ونې باندې به یو یو تن وخېږو او له دېواله به قلعه ته ورواوړو. لومړی یو تن پردېوال ختلی او بل دې ته انتظار باسي چې هغه د قلعه انګړته د ورکوزیده امکان وګوري. که ممکنه وه او د ده ملګری ورکوز شو، نو بیا به دی هم ونې ته وخیږي او قلعه ته به ورکوز شي. په توت ختلي کس چې دېوال ته کتلي دي، دېوال په نظر ډېر جګ ورغلی دی، نو ځکه یې هڅه کړي ده چې د توت په غوړګې (څانګې) باندې ورو ورو مخ ته ولاړ شي او هغه غوړګه ورو ورو ټیټه شي. کله چې غوړګه دومره ټيټه شوله چې دی پوه شي، نور ټوپ ترې اچولی شي، نو بیا به مځکې ته ټوپ ترې واچوي. تصادفأ د خیرات تربلونه هم همدا د ونې له دېوال سره نیږدې ځاي پرځای او اېښودل شوي وو. د خلکو پېنډې د وریژو او غوړیو پرتربلونو باندې ناستې دي او دی چې لږ پرڅانګې باندې مخ ته تللی دی، څانګه یوناڅاپه پرې ماته شوي ده او مسافر د تربل منځ کې لویدلی دی. په تربل کې رالویدلي مسافرته د خیرات والا کسانو او پر تربلونو باندې ناستو خلکو کنځاوې منځوې کړي او څو تنو ځوانانو نوموړی مسافر څو څپلې او سوکونه هم وهلی دی او بیا یې د قلعه له دروازې ایستلی او شړلی دی. د ده هغې بل ملګري چې د ده لویدل او د خلکو غلمغل اوریدلی، منډې کړي او له قلعه څخه لېرې کوم ځای کې پټ شوی دی. خو کله چې د هغه دا ملګری، د کوم چې کونټی په وریژو خیرن او په غواړیو غوړ دی ورورسیدلی دی، نو تښتیدلی ملګری ورته راپورته شوی او د خپل تربل کې لویدلي ملګري څخه یې پوښتلي دي؛ وریژې او غواړې دې وخوړل او که نه؟ ربړیدلي ملګري یې ځواب ورکړی دی؛ نه، ما  ونخوړل. خو دوی ته مې هم هرڅه ورمړداړ کړل.

کله چې امریکايي پوځونو په ۲۰۰۱ م کال د افغانستان پرخاورې تېری دوکړو، افغانانو له دې کبله چې د شوروي اتحاد له پوځونو سره اوږدو جګړو او ورپسې کورنیو اوږدو جګړو ډېر سخت ځپلي، ژوبل او سخت ستړي کړي وو، نو د دوی پوځونو له راننوتو ته يې په خوښۍ هرکلی ووایه. افغانانو له امریکایانو څخه دا هیلې درلودې چې د دوی پوځونو له راتګ وروسته به په هېواد کې جګړې پای ته ورسیږي او آرامي به راشي. همدا ډول افغانان په دې هیلې وو چې له دې وروسته به یو څه آبادۍ هم راشي. خو حریصو امریکایانو لا دغه تربل نه وخوړلی چې د عراق تربل ته یې وربیړه شوله. د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند جمهور رئیس بوش د افغانستان او عراق پر تربلونو باندې خېټه واچوله. خو کله چې د دموکرات جمهور رئیس اوباما وخت راورسید، نو هغه له ځانه سره وویل چې زه که تورپوټکی هم یم، د دموکرات ګوند مشر او د امریکا جمهور رئیس یم، نو زه له بوش څخه څه کم یم. هغه د خپلې واکمنۍ پرمهال په خپل وار سره بیا د تونس، مصر، لېبیا او سوریا دولتونو پرضد، د نوموړو هېوادونو خلکو منځ کې ګډوډۍ پرلارې واچولې. د لېبیا دولت یې نېغ په نېغه وټکوه او له پښو یې وغورځوه. د سوریې دولت یې د نسکوریدو پولو او څنډوته ورنیږدې کړو. خو د تونس او مصر دولتونو ځانونه له زیاتو او پرلپسې ګډوډیو او بشپړو ماتو بچ کړل. د افغانستان تربل په ګډون، په دغو ټولو نورو تربلونو (لوبو او چارو) کې امریکایانو څه ونخوړل، خو د خپلو پتلونو ګونټي یې خیرن او غوړ او یادو شویو دولتونوته یې هرڅه ورمړداړ کړل.

اوس وختونه ترامپ لګیا دی ایران ته اوبه ورخړوي. څرګنده به شي چې ترامپ به د دغې خیرات له تربل څخه څه وخوړل شي او که د ده به هم د مخکنیو یادو شویو مشرانو غوندې کونټي لمده او خیشته شي، خو څه به ترې ونخوري.

یادونه : – موږ خوستیان د وریژو ډک کنډول او یا ښنک (د لرګي جوړ کنډول) ته چې منځ کې یې خوزۍ وي او هغه د نګه غواړیو او یا شوروا ډکه وي، تربل وایو. پخوا وختونه به د خیرات کنډولونه او ښنک ډېر ستر وو او ګړد چاپېر به یې اووه – اته تنه ځاییدل. پرهغو سترو کنډولونو او ښنکونو باندې به یې د خیرات پرمهال دومرې ډېرې وریژې کېښودلې چې د هغو وریژو سر او خوزیو ته به څلور او پنځه کلن ماشومان نه وررسیدل. سره د دې چې هغه وریژې به د پنځو او شپږو پېنډو (هغه ډله کسان چې د کنډول ګړد چاپېر کېني، موږ پېنډه ورته وایو) بس کیدې، خو کله به چې یوه پېنډه جګیدله، د بلې پېنډې له ناستي د مخه به د خیرات والا کسانو نورې وریژې پر کنډولونو او ښنکونو باندې اېښودلې او غواړي خو به یې هرې پېنډې ته زر زر او څو ځلې ورتازه کول.

ریښتینی دوه مخی څوک دی

د نن ټکی اسیا په یوه خبر کې چې د طالبانو ویندوی بریښناپاڼه ګڼل کیږي، لولو« پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان حکومت او امریکا څخه غوښتي چې د سولې روانو هڅو په وړاندې دې د خپلې دوه مخې او متناقضې پالیسۍ څخه ډډه وکړي. کرزي د امریکا او حکومت له لوري د نظامي عملیاتو زیاتوالی او بمبارۍ د سولې د روانو هڅو سره په تضاد کې ګڼلي». نوموړې بریښناپاڼه دا هم زیاتوي چې طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو له پیل راوروسته د طالبانو په خلاف چاپې، بمبار او نظامي عملیات زیات شوي او دې سره سم د ملکي تلفاتو شمېر هم ډېر شوی.

کېدای شي د حامد کرزي، طالبانو او د دوی د نورو حامیانو په اند، د طالبانو په وړاندې عملیات د سولې هڅو سره اړوپیچ وي، خو د ډیری افغانانو په نظر د سولې د هڅو تر څنګ پرلپسې عملیات چې طالبان يی افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره نه وي چمتوکړی، اړین دي؛ باید نورهم شدت پیداکړي او لا تهاجمي بڼه غوره کړي.

باید په ډاګه وویل شي، طالبانو سره د سولې خبرې چې د پنجاب پشان بهرني ملاتړي تر شا لري، په زارۍ او ننواتو نتیجه نه ورکوي، دلته پوځي عملیات باید د سولې د خبرو د بریا او بشپړندوی په توګه وګڼل شي.

که ښاغلی کرزی د سولې خبرو کې امریکا په دوه مخۍ تورنوي، کېدای شي خبره يي تر یوه بریده په حق وي . خو دلته هم په امریکا د کرزي نېوکه د هغې سولې لپاره چې د هېواد او افغانانو په خیر وي نه تر سترګو کیږي، کرزی د جهادي مافیا له ګټو سره  یو ځای د خپلو ګټو د زیان په غم کې کړیږي.

امریکا سره په یوه تله کې د حکومت وراچول او د سولې په هڅو کې يي دوه مخی ګڼل، حقیقت کې خپله د کرزي دوه مخي راسپړي.

د کرزي موخه دلته هم د حکومت له دوه مخۍ څخه یوازې ارګ دی. اسلامي جمعیت، نظارشورا او په یوه خبره ټوله جهادي مافیا چې په ورته وخت کې د حکومت غوړه برخه جوړوي او له حکومت بهر بیا کرزي سره په یوه ټلواله کې شریک دي، د کرزي په اند په دې دوه مخۍ کې برخه نه لري. کرزی همدغه شریکباڼو سره یوځای، د ارګ خلاف طالبانو سره ماسکو کې ګوري او په قطر کې خپلو طالبي یارانو سره د ارګ د ځایناستي په توګه ځان ځلوي.

کرزی او حواریون يي ارګ سره د موازي حکومت چلند کوي. دوی په دې توګه ځان سیوری حکومت راپېژني.

د کرزي د حوارینو او شریکباڼو داسې دریځ، طالبانو ته فرصت او پلمه لاس کې ورکړې چې حکومت سره له مخامخ خبرو ډده وکړي او د ارګ پرځای دې جهادي مافیا سره دلته، هلته وګوري.

دا چې کرزی او مافیايي حواریون يي د حکومت د پوځي عملیاتو بولاله هم تکراروي، طالبانو سره په  زدوبند کې، ترسره کیږي. طالبي رسنۍ ځکه د کرزي او جهادي مافیا، حکومت ضد څرګندونې په ډول و سرنا خپروي!

حکومت د روژې او کوچني اختر په ورځو کې طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه، خو هغوي په بېشرمۍ سره رد کړه. حکومت د ښه نیت په موخه د کوچني اختر په ویاړ او وروسته ۸۸۷ تنه طالبان له زندان خوشې کړل چې ګروپ وار به خپلو کورونو ته لاړ شی، خو کرزی او مافیايي په دې اړه پټه خوله دي!

کرزي طالبانو سره د ناڅرګنده اړیکو او ژمنو په لامل د سولې په مشورتي لویه جرګه کې هم ګډون ونه کړ او هغې سره يي پرېکون وکړ.

حکومت سره له مخامخ خبرو ډده چې په کور دننه د کرزي او جهادي مافیا لخوا طالبانو ته ډالۍ شوې، حکومت اړکړی چې طالبانو سره د سولې خبرو تر څنګ چې د مشورتي لويي جرګې د لارښوونو په رڼا کې مخې ته ځي، پوځي عملیات هم له پامه ونه غورځوي.

دا عملیات په روژه او اختر کې د اوربند په اړه د طالبانو د ملي ضد دریځ وروسته، ښه په بریا سره مخ په وړاندې روان دي.

د جون په ۲۵ مه، د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ کې ۱۳ وسلوال طالبان چې دوه يي مشران ول، ووژل شول او ۳ يي ژوبل شول، دغه عملیاتو کې یو شمېر وړې او لويې وسلې هم ترلاسه شوي. په همدې نېټه د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې تر ۲۰ ډېر طالبان نېول شوي.

بل پلو«افغان کمانډو ځواکونو د زابل میزانې ولسوالۍ کې د طالبانو مشهور نظامي مسوول او د هغه لس ساتونکي وژلي دي.
د زابل والي رحمت الله یارمل وایي، ملا الفت خطرناک قومندان وو چې تیره شپه یې پر پټنځای ځانګړو ځواکونو چاپه وهلې او له خپلو ۱۰ وسله والو سره یې وژلی دی.تاند»
همدارنګه د دغو بریالي عملیاتو تر څنګ د افغان کماندويي ځواکونو لخوا په دې وروستیو کې د طالبانو له زندانونو څخه یو زیات شمېر افغان خوشې شوي او زندانونه دړې وړې شوي.

د افغان امنیتي ځواکونو د همداسې بریاوو په مهال کرزی او جهادي مافیا چیغې وهي چې افغان حکومت دوه مخی دی او سولې ته ژمن نه دی.

د اجراییه ریاست واکمن عبدالله عبدالله هم کرزي سره غاړه تاووي او ارګ ته په اشاره وايی چې طالب بندیان د سولې خبرو پیل لپاره د ښه نیت ښوودلو په خاطر خوشې شوی او له دې کار څخه باید کمپایني ګټه وانه خیستل شی. البته ټول خبر دي چې ارګ دا بندیان د سولې د مشورتي لويې جرګې په لارښوونه خوشې کړي، چې عبدالله عبدالله د خپلې ډلې سره یوځای هغې سره پرېکون وکړ. تر اوسه چې سوله نشته اتل يي هم نشته، خو چې سوله راځي اتل به يي هم افغان ولس وي، طبعآ ارګ چې د ولس استازولي کوي په دې بریا کې به بې برخې نه وي.

طالبانو په دې وروستیو کې بزګرانوته امر کړی چې خپلو ځمکو کې کوکنار وکري او دوی يي د ساتنې ضمانت کوي.

کاشکې چې کرزي په دې اړه هم خپله غاړه خلاصه کړی وايی او خپل وروڼه يي له دې اسلامي ضد عمل څخه راګرځولای وايی.

بلخوا کرزی د حکومت د دوه مخۍ خبره داسې مهال کوي چې ارګ وايي امریکا د سولې خبرې د ارګ د دریځ سره سمې پرمخ وړي.

په نورو هېوادو کې چې ولسمشران متقاعد شي، کورونو کې کښيني او ځیني د ژوند او کار خاطرې لیکي، خو کرزی هیڅ ارام نه لری، په یوه پښه ګډیږي او لکه د شړومبو مچ ځان به هر څه کي ورګډوي!

د ۲۰۱۹ کال د جون ۱۷ مه

سرلوڅ مرادزی

ملل متحد از اخراج پناهجویان به افغانستان هشدار داد

منبع : دویچه ویلی   تاریخ: 6/12/2019
 

سازمان ملل متحد از اخراج پناهجویان افغان به کشور شان هشدار داده است. کمسیاریای عالی پناهندگان سازمان ملل متحد اخراج گسترده پناهجویان به افغانستان را در حال حاضر «غیرواقع بینانه» خوانده و تنها «در موارد استثنایی» مجاز می داند. دومینیک بارچ، نماینده کمیسیاریای عالی پناهندگان سازمان ملل متحد در آلمان به روز یک شنبه گفت که اوضاع امنیتی افغانستان در ماه های اخیر بدتر شده است.

               

دافغانستان له زندانونو څخه دطالبانو دآزادیدو لړۍ دوام لري
منبع : دویچه ویلی   تاریخ: 6/12/2019

افغان حکومت په تیرو دوو ورځو کې په کابل او هرات کې سلګونه طالب بندیان آزاد کړي دي. دغه بندیان څوک دي او په کومو جرمونو بندیان شوي ول؟

وروسته له دې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، دکوچني اختر په مناسبت اعلان وکړ چې د سولې د مشورتي لویې جرګې دګډونوالو په غوښتنه به دافغانستان له زندانونو څخه نږدې ۹۰۰ بندیان خوشي کړي، اوس ددغو بندیانو دخوشې کولو بهیر پيل شوی دی. دسولې مشورتي لویې جرګې، چې دولسمشر په غوښتنه له طالبانو سره د سولې د چوکاټ تعینولو په موخه داپریل په میاشت کې جوړه شوې وه، په خپله وروستۍ پریکړه کې ویلي وو چې دباور او حسن نیت درامنځته کولو په خاطر دې دبندیانو دخوشې کولو له پاره اقدامات وشي

دافغانستان دځایي رسنیو درپوټونو په حواله یوازې ددوشنبې په ورځ دکابل په ختیځ کې له پلچرخي زندان څخه ۱۷۰ تنه طالب جنګیالي خوشې شوي دي. دبندیانو دخوشې کیدو دلړۍ په دوام کې ۳۸ تنه بندیان د هرات له زندان څخه آزاد شوي دي. دهرات ولایتي ویاند جیلاني فرهاد، له دویچه ویله سره په مرکه کې ددغو بندیانو خوشې کیدل تائید کړي دي. فرهاد دویچه ویله ته ددغو بندیانو په اړه چې څوک دي او کوم جرمونه یې ترسره کړي دي وویل: «دا هغه کسان ول چې پخوا د حکومت له مخالفینو سره دهمکارۍ او تروریستي فعالیتونو په تور په هرات ولایت کې نیول شوي ول. دوی دخپل حبس له مودې څخه هم ډیر وخت تیر کړی دی. دوی تیره ورځ خوشې شول.»

دهغو رپوټونو په پام کې نیولو سره چې ویل کیږي په تیرو وختونو کې خوشي شوي طالب زندانیان بیرته د جګړې لیکو ته ورغلي دي او هره ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګژوبله ور اړوي، ددغو بندیانو خوشی کیدل دیو شمیر افغانانو له نیوکو سره مخامخ شوي دي. په دې تړاو دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دمحبس دمسئولینو، څارنوالۍ او جمهوري ریاست د نظر معلومولو په اړه ددویچه ویله هڅې بی نتیجې پاتې شوې.

افغانستان دامنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني، ادعا کړې چې دولسمشر د حکم له عملي کیدو وروسته، دطالبانو یو مشهور قوماندانان چې پرضد یې نزدې ۲۳۰۰ شکایتونو ثبت شوي دي او له القاعده شبکې سره یي هم ارتباط درلود دفاریاب له زندان څخه خوشی شوی دی. کوهستاني وویل: «په همدې توګه ډیر داسې کسان دي چې دولسمشر په فرمان خوشې شوي دي. هغه کسان خوشې شوي دي چې دطالبانو مطرح کسان دي او کولی شي په راتلونکي کې دطالبانو لیکې پياوړې کړي او دافغانستان په سولې او جګړې اغیز ولري.»

طالبانو هم دیوې اعلامیي په خپرولو سره دبندیانو دخوشې کیدو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یي ده چې افغان حکومت ددوشنبې په ورځ دپلچرخي، بګرام او د ولایتونو له زندانونو څخه یو شمیر بندیان خوشې کړي دي. دطالبانو په دې اعلامیه کې راغلي دي چې د ۸۸۷ بندیانو له ډلې څخه چې ټاکل شوې دافغانستان له زندانونو څخه آزاد شي، ۲۶۱ تنه یي ددوی دډلې غړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دولسمشر محمد اشرف غني، دملي امنیت سلاکار حمدالله محب له «طلوع نیوز» خصوصي تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي دي ټول دغه بندیان دطالبانو دډلې غړي دي.

 

دسولې په خبرو کې دمېرمنو دشتون پرسر دخلیلزاد ټینګار
منبع : پشتو نیوز   تاریخ: 6/12/2019
دافغانستان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی چې امریکا دسولې په خبرو کې دمېرمنو ملاتړ کوونکی دی او ښځې باید په بین الافغانی خبرو کې شتون ولری.
خلیلزاد په یو ټویټ کې لیکلی چې له ځینو ښځینه مشرانو، سیاسیونو او دحکومت جګپوړو مشرانو سره په لیدنه کې دسولې بهیر په اړه ګټورې خبرې ترسره کړی دی.
دده په وینا، په دې بحثونو کې دمېرمنو دلاسته راوړنو او دغه راز دسولې بهیر په اړه داندېښنو پرسر خبرې شوی دی. ده ټینګار کړی، دامریکا سیاست دادی چې مېرمنې باید په خبرو او بین الافغانی مذاکراتو کې ونډه ولری.  
               
سفارت امریکا از رهایی طالبان زندانی استقبال کرد
منبع : ۸ صبح   تاریخ: 6/12/2019
جان بس، سفیر امریکا در کابل، آزادسازی طالبان زندانی را تلاشی برای بهبود وضعیت به هدف دست ‌یابی به توافق سیاسی صلح توصیف و از آن استقبال کرده است. سفیر امریکا در کابل روز سه ‌شنبه، بیست ‌و یکم جوزا در یک رشته توییت نوشته است که صلح پایدار در مصالحه و بخشش از سوی تمام طرف ‌ها ریشه دارد. او تأکید کرده است که طالبان زندانی آزاد نیستند، بلکه آن‌ ها از سوی نیرو های امنیتی افغان فقط از بند رها شده‌اند.

او هم‌ چنین با اشاره به آزاد سازی اتباع کشور از زندانیان گروه طالبان گفته است که جسارت نیرو های امنیتی در خصوص آزادسازی صد ها زندانی افغان از چنگ طالبان ستودنی است. نیرو های امنیتی و دفاعی در جریان سال جاری بیش از ۳۰۰ نفر را از زندان‌ های گروه طالبان آزاد کرده‌اند.

از جانب دیگر، رئیس جمهور غنی به مناست عید فطر فرمان و حکم رهایی ۸۸۷ زندانی گروه طالبان را از زندان‌ های دولت صادر کرد. رسانه‌ ها گزارش کرده‌اند که روند آزادسازی این زندانیان آغاز شده است. پیشتر حمدالله محب، مشاور امنیت ملی، گفته بود که همه کسانی که آزاد خواهند شد، اعضای گروه طالبان ‌هستند، اما گروه طالبان در خبرنامه‌ای روز سه‌ شنبه، بیست‌ و یکم جوزا اعلام کرد که تنها ۲۶۱ نفر از میان ۸۸۷ نفر عضو این گروه‌اند. طالبان از اقدام رهایی زندانیان استقبال کرده است.

تصمیم حکومت مبنی بر آزادسازی زندانیان طالب با عکس العمل ‌های زیادی رو به ‌رو شده است. یکی از نگرانی‌ های اصلی از آزادی جنگ ‌جویان گروه طالبان، بازگشت دوباره آن‌ ها به میدان ‌های نبرد و تقویت جهبه جنگ است. حکومت در گذشته نیز شماری از زندانیان گروه طالبان را آزاد کرده است. مقامات امنیتی در مواردی تأیید کرده‌اند که اعضای رها شده گروه طالبان دوباره به میدان ‌های جنگ برگشته‌اند.

نیویارک تایمز: طالبان یک قوماندان‌ شان را به‌ خاطر عدم همکاری کشتند
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 6/12/2019
نیویارک تایمزروزنامه نیویارک تایمز در شماره اخیر خود قصه یک قوماندان سابق طالبان را نشر کرده که طالبان او را به‌ خاطر عدم همکاری کشته‌اند. روزنامه می ‌نویسد، ضابط خان دو چهره داشت، یکی آن ضابط خان بود، ۲۵ سال عمر داشت، فارغ ‌التحصیل صنف ۱۲ بود، ۴ طفل داشت و علاقه خاصی به عکس سلفی نشان می‌ داد، ولی چهره دیگرش یک جنگجوی طالبان بود که ۱۰ سال در شرق افغانستان در جبهه قرار داشت و نامش قوماندان زرقاوی بود، او به اندازۀ در جنگ‌ ها دخیل بود که دیگر جنگ را ترک کرده نمی ‌توانست و حتی وقتی که سرحد وی در مهاجرت به یونان هم کشید جنگ از دامن وی دست برنداشت و او دوباره به آغوش جنگ رفت.

روزنامه تصویر مختلف زرقاوی یا ضابط خان را نشر نموده که در یکی از آن‌ ها او در صفوف طالبان مسلح است و در دیگرش او در یونان با دو دختر و یک پسر که دست‌ های خود را بر شانه‌ های آن‌ ها گذاشته، دیده می ‌شود. عکس سومی قبر او را در ولسوالی خوگیانی ولایت ننگرهار نشان می ‌دهد. روزنامه نیویارک تایمز درباره عوامل مرگ ضابط خان نوشته است، سال گذشته بعد از اعلان آتش ‌بس در عید فطر بین وی و طالبان اختلاف ایجاد شد و او به دستورات رهبری طالبان بی ‌اعتنایی نشان می‌ داد. روزنامه می‌ نویسد، از همان وقت به بعد دیگر طالبان به هیچ نوع آتش‌ بس تن ندادند و بعضی از بزرگان طالبان در خفا این را گفته‌اند که آتش ‌بسِ دیگر رخنه در صفوف آن ‌ها را بزرگ ‌تر خواهد ساخت.

به نوشته نیویارک تایمز، زنده‌گی ضابط خان با تفنگ و کشته شدن وی با یک بمب ارسال شده در پارسل نشان می‌ دهد، در حالی که امریکا تلاش ‌های صلح را در افغانستان آغاز کرده ‌است، فعالیت ‌های گروه‌ های افراطی در افغانستان تا چه حد پیچیده می‌ باشد.

روزنامه نیویارک تایمز در یک مطلب دیگر خود در مورد تصمیم بازداشت کرام‌الدین کریم رئیس سابق فدراسیون فوتبال افغانستان مطلبی را به نشر رسانده‌است. به نوشته روزنامه، فدراسیون بین‌المللی فوتبال ”فیفا” به اساس نتایج تحقیقاتی که در ماه دسمبر گذشته آغاز شد، روز شنبه کریم را به رفتار نامناسب جنسی با اعضای تیم فوتبال زنان افغانستان متهم کرد و برای دایم او را از فعالیت ‌های مربوط به فوتبال در سطح ملی و بین‌المللی ممنوع اعلان کرد. علاوه بر آن فیفا او را یک میلیون فرانک سویسی که بیش از یک میلیون دالر می ‌شود، جریمه نمود. لوی سارنوالی افغانستان هم روز یکشنبه حکم بازداشت وی را صادر کرد.

نیویارک تایمز نوشته است: کرام‌الدین کریم بلندترین مقام فوتبال در سطح جهان می ‌باشد که به جنایت متهم می‌شود.” روزنامه می‌ افزاید، آیا پولیس افغان توان آن را خواهد داشت که این جنگ سالار سابق را دستگیر نماید؟ در مطلب نیویارک تایمز آمده‌است، کریم افراد مسلح دارد و یکبار قبلاً هم به برکناری وی اقدام شده بود، ولی او از امر حکومت سرپیچی کرده بود.

  • اندیپندنت

روزنامه اندیپندنت که اولین بار در مورد اتهامات علیه رئیس سابق فدراسیون فوتبال افغانستان معلومات داده بود می‌نویسد، رفتار نامناسب اخلاقی علیه دختران تیم ملی فوتبال افغانستان و آزار و اذیت جنسی آن‌ ها در تعمیر مرکزی فدراسیون فوتبال در کابل و در یک کمپ ورزشی در اردن صورت گرفته است. اندیپندنت می ‌نویسد، خانم‌ های قربانی اذیت جنسی اکثراً از گفتن حقیقت خودداری می‌ کنند، زیرا ترس آن وجود دارد که به فحشا و زنا متهم شوند.

                       

حقوق دانان: در زمینه بررسی اتهامات وارده برحکومت نباید برخورد دوگانه صورت گیرد
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 6/12/2019

برخی از آگاهان حقوقی می‌ گویند که ادعای ‌های که به سطح بلند علیه ارگ صورت می ‌گیرد باید به گونه جدی بررسی شود.

شماری از حقوق دانان افغان می ‌گویند، در زمینه بررسی اتهامات وارده بر حکومت نباید برخورد دوگانه صورت گیرد. کبیر رنجبر یکی از آنان روز سه شنبه به رادیو آزادی گفت که ادعا ‌هایی صورت گرفته در بخش ‌های مختلف توسط برخی سیاسیون برضد حکومت باید به شکل جدی مورد پیگرد قرار گیرد: ”این بر حکومت و مردم ظلم است، کسانی که به این سطح بزرگ ادعا می ‌کنند و اتهام می ‌بندند و حتی یک وکیل پارلمان بر رئیس جمهور اتهام خیانت می‌ بندد، این همه باید صد در صد بررسی شوند و اگر افترا ثابت شود، به آن‌ ها جزا داده شود.”

در عین حال ودیر صافی یکی از آگاهان دیگر حقوقی می‌ گوید، نه تنها ادعای حبیب الله احمدزی، بلکه ادعا های تمامی سیاسیون که علیه حکومت در بخش‌ های مختلف صورت گرفته ‌است به خاطری باید جدی گرفته شود، چون به گفته وی روی جامعه تاثیر می ‌گذارد: ”این همه تمام جامعه را جریحه ‌دار می‌سازد، عکس العمل شدیدی را در جامعه ایجاد می ‌کند.”

این در حالیست که حبیب الله احمدزی مشاور پیشین رئیس جمهور در گفتگو با تلویزیون خصوصی خورشید گفته‌است که در ارگ برخی افراد برای ترویج فحشا به گونه سیستماتیک کار می‌کنند. ریاست جمهوری این ادعا را تکذیب کرد و پس از آن هیئت تحقیق لوی سارنوالی افغانستان از آقای احمدزی در مورد ادعایش، خواهان وضاحت شد.

دو سال قبل ظاهر قدیر عضو پیشین ولسی جرگه نیز حکومت را به حمایت از داعش متهم کرده گفته بود که برخی حلقات در داخل حکومت از گروه داعش حمایت می ‌کنند. هم چنان حکیم تورسن یکی از نامزدان ریاست جمهوری در ماه جوزا سال جاری رولا غنی بانوی اول را به تبلیغ مسحیت در ارگ متهم ساخت. و به همین شکل در گذشته نیز چندین بار ادعا های گوناگونی توسط برخی از سیاسیون علیه ارگ و برخی مقامات حکومتی وارد شده‌است.

اما آگاهان حقوقی می‌ گویند که جز ادعای آقای احمدزی هیچ یک از این ادعا های دیگر مورد پیگرد قرار نگرفته‌اند. شاه حسین مرتضوی معاون سخنگوی رئیس جمهور می‌ گوید، ادعای صورت گرفته در گذشته بنا بر بعد رقابت‌ های سیاسی آن جدی گرفته نشده‌است، اما به گفته وی حبیب احمدزی به شکل مستقیم اتهام وارد کرده که باید ثابت بسازد، ”ادعا های که گویا دولت ضعیف و ناتوان است این همه ادعاهای سیاسی است و یا مردم و رسانه انتقاد می ‌کند از این همه که نمی‌ شود شکایت کرد، اما احمدزی مشخصاً اتهام وارد کرده و باید جواب بدهد.”

لوی سارنوالی افغانستان می‌ گوید، باوجود که دو بار جلب برای حبیب الله احمدزی جهت ارائه اسناد در مورد ادعای وارده وی فرستاده‌است، اما هنوز هم احمدزی نتوانسته در زمینه اسنادی پیش کند. هرچند حبیب الله احمدزی در مورد چیزی نگفت، اما افراد نزدیک به وی گفتند که آقای احمدزی فردا در زمینه موقف‌اش را مشخص خواهد ساخت.

                  

حکومت ته دولسمشریزو نوماندانو خبرداری، ټاکنې تحریموو
منبع : پشتو نیوز   تاریخ: 6/12/2019
دولسمشریزو نوماندانو شورا دیوې ویناپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی په هغه صورت کې چې ولسمشر دسرپرست حکومت درامنځته کېدو پرسر ددوی طرحه ونه منی، دوی به ټاکنې تحریم کړی.
داشرف غنی دولت قانونی وخت دغبرګولې په لومړۍ نېټه پای ته رسېږی خو سترې محکمې دا موده دټاکنو دترسره کېدو او دهغې پایلو تر روښانه کېدو غځولې ده. ۱۲ ټاکنیزو ډلو ددې حکم په ردولو سره ټینګار کړی چې باید سرپرست حکومت رامنځته شی.
دولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په خپله ویناپاڼه یوځل بیا ددولت مشران په ځانګړی ډول ولسمشر غنی په قانون ماتونې او له دولتی امکاناتو په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړی دی. دوی په دې باور دی چې دولت له خپلو ټاکنیزو سیالانو سره بې عدالتی او له توپیر ډک چلند کړی او دغه راز له دولتی امکاناتو څخه ناوړه ګټه اخلی.  
                   
رئیس جمهور پیشین پاکستان بازداشت شد
منبع : صدای امریکا   تاریخ: 6/12/2019

ادارۀ مبارزه با فساداداری پاکستان، آصف علی زرداری، رئیس جمهور پیشین آن کشور را به اتهام دست داشتن در یک قضیه چند میلیون دالری پول شویی بازداشت کرد.

زرداری که اکنون عضو پارلمان پاکستان است، به استفاده از حساب های جعلی بانکی و انتقال و پس انداز میلیون ها دالر در بانک های خارجی متهم شده است. آصف علی زرداری، شوهر صدراعظم فقید پاکستان، بی نظر بوتو، این اتهامات را رد کرده و گفته است که اتهامات بر وی انگیزۀ سیاسی دارد.

ادارۀ مبارزه با فساد پاکستان، زرداری را ساعاتی پس از آن در اسلام آباد بازداشت کرد که محکمۀ عالی آن کشور تمدید میعاد ضمانت او را رد کرد. فریال تالپور، خواهر زرداری نیز در این قضیه متهم شناخته شده است، اما تا حال در مورد این که بازداشت است یا نه، گزارشی در دست نیست. زرداری رهبری حزب مردم پاکستان (پیپلز پارتی) را نیز به عهده دارد که در حال حاضر حزب حاکم در ایالت سند است.

 

یک برج دیگر قلعه تاریخی غزنی فروریخت
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 6/12/2019

یک برج تاریخی در ولایت غزنی شب گذشته به علت فرسودگی بیش از حد فروریخت.

شماری از باشنده‌گان این ولایت با ابراز نگرانی در این مورد، می‌ گویند که مسولان ریاست اطلاعات و فرهنگ غزنی، هیچ توجه‌ی به حفظ آبدات تاریخی و میراث‌ های فرهنگی در این ولایت ندارند. به گفته آنان اگر این روند به همین گونه ادامه یابد ضربه بزرگی به پیگر آبده ‌های تاریخی و میراث ‌های باستانی این ولایت وارد خواهد شد.

در همین حال، مسولان در ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت می ‌گویند که این برج در نبرد های سال پار و در اثر بارش برف و باران‌ های شدید قسماٌ صدمه دیده بود که این دو معضل باعث فروریختن آن شده است.

قلعه غزنی، یکی از مکان ‌های تاریخی در این ولایت می‌ باشد که در حدود ۱۰۰ سال قدامت دارد و دارای ۳۶ برج می ‌باشد که از آن جمله  تا حال چندین برج آن فروریخته است.

                  

افغانستان او پاکستان په لوړه کچه د همکاریو پر زیاتېدا موافقه وکړه
منبع : تاند   تاریخ: 6/12/2019

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ادریس زمان پرون /دوشنبه/ د پاکستان له باندنیو چارو وزیر سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او پاکستان ته د ولسمشر غني پر کېدونکي سفر خبرې وکړې.

ښاغلی زمان د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی دی.

د دې پلان یا میکانیزم په چوکاټ کې دوو هیوادونو موافقه کړې چې پر دیپلوماتیکو، اقتصادي او تجارتي مسلو او د کډوالو د بېرته راستنېدو پر چارو، او همداراز په پوځي او استخباراتي همکاریو به خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلیو قریشي او زمان د دوو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه د اړیکو او همکاریو پر زیاتېدو سلا وکړه.

تر دې کتنې مخکې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په غونډ‌ه کې ښاغلي زمان د افغان پلاوي او ښاغلي قریشي د پاکستاني پلاوي مشري وکړه.

قریشي له ادریس زمان سره په کتنه کې وویل«دا ډول غونډې دواړو خواوو ته فرصت برابروي چې د عمل پلان د میکانیزم له جوړېدو راوروسته د دوو خواوو ترمنځ شوي پرمختګونه وارزوي او په هغو برخو کې چې د همکارۍ موافقه پرې شوې نوره همږغي رامنځته شي.»

د سولې اوړ پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان د ۲۰۱۸ م کال په مې میاشت کې جوړ شو څو له دې لارې د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې، اختلافي مسلو ته حللارې وموندل شي او دوه اړخیزې اړیکې پراخې شي.

دا میکانیزم ۵ کاري ډلې لري؛ سیاسي- دیپلوماتیک، د پوځونو ترمنځ همږغي، استخباراتي همکاري؛ اقتصاد او د کډوالو چارې.

د دوو هیوادونو له موافقې سره سم د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عملا پلان بله غونډه به د سږکال په دسمبر کې په کابل کې جوړه شي.

نیرو های امنیتی افغان ۴۷ نفر را از دو زندان طالبان آزاد کردند
منبع : بی بی سی   تاریخ: 6/12/2019
نیروهای افغان در عملیات‌های جداگانه در ولایت‌های بغلان و قندز 47 نفر را از زندان‌های طالبان آزاد کردند.

نهاد های امنیتی افغانستان اعلام کردند که دست کم ۴۷ زندانی از دو زندان طالبان در عملیات‌ های نیروهای امنیتی افغانستان در شمال‌شرق این کشور آزاد شده‌اند.

وزارت امور داخله افغانستان می‌گوید ۳۴ نفر از زندان گروه طالبان در ولایت بغلان آزاد شدند. این زندانیان شب گذشته در یک عملیات نیروهای خاص پولیس آزاد شده‌اند.

نصرت رحیمی، سخنگوی وزارت داخله گفت زندانیان شامل هفت سرباز ارتش، هفت سرباز پولیس، سه سرباز امنیت ملی و ۱۳غیرنظامی بودند.

نیاز محمد نیازمند، قومندان پولیس بغلان به بی‌بی‌سی گفت چند روز پیش قوای امنیتی با انجام عملیاتی در ساحه لرخابی بغلان برخی از بخش ‌ها را تصرف کردند.

آقای نیازمند افزود که زندان دراین منطقه تا شب گذشته در محاصره نیروهای امنیتی بود و اکنون ساحه به تصرف این نیروها در آمده.

در دو هفته اخیر سه عملیات از سوی نیروهای امنیتی افغان بالای زندان‌ های طالبان انجام شده.

در همین حال وزارت دفاع در صفحه فیسبوکش نوشته که ۱۳نفر غیرنظامی در یک عملیات کماندو های اردوی مل  در ولسوالی قلعه‌زال ولایت قندوز هم از زندان طالبان آزاد شده‌اند.

گروه طالبان تا به حال در مورد عملیات‌ های اخیر نیروهای امنیتی بالای زندان‌هایشان چیزی نگفته‌اند. در جریان دو هفته اخیر، سه عملیات از سوی نیروهای افغان بالای زندان‌های طالبان انجام شده. هفته گذشته نیروهای کماندوی ارتش بالای یک زندان طالبان در ولسوالی قیصار ولایت شمالی فاریاب حمله کردند. دراین زندان ۸۳ نفر از سوی طالبان به اسارت کشیده شده بود.

۵۱ نفر از زندانیان آزاد شده در فاریاب نیروهای امنیتی بودند. از جمله پیلوت ‌ها و سرنشینان هلیکوپتر که در ساحه زیر تسلط طالبان سقوط کرده بود. ۲۰ نفر از زندانیان اعضای گروه طالبان، چهار عضو گروه داعش و هشت نفر اتباع کشورهای خارجی بودند.

نقیب‌الله فایق، والی فاریاب به بی‌بی‌سی گفت چهار نفر اتباع خارجی زندانی طالبان جنگجویان داعش بودند که از کشورهای قزاقستان و تاجیکستان به این گروه پیوسته بودند.

 

دهېواد دبهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال پاکستان ته سفر وکړ
منبع : پشتو نیوز   تاریخ: 6/12/2019
دهېواد دبهرنیو چارو وزارت دسیاسی مرستیال اریس زمان په مشری یوه جګپوړی دولتی پلاوی له پاکستانی چارواکو سره دلیدنې لپاره اسلام اباد ته سفر وکړ.
دبهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، لومړنۍ غونډه دسولې او یووالی لپاره دافغانستان او پاکستان عمل پلان سند دپلی کېدو په برخه کې دپرمختګونو ارزونه چې په سیاسی، پوځی، استخباراتی، اقتصادی او کډوالو په برخه کې دپنځه کاری کمېټو له لارې ددواړو هېوادونو ترمنځ دګډو مرستو یوه تګلاره ده، هم جوړېږی.
دا په داسې حال کې ده چې دسولې او یووالی په اړه دافغانستان او پاکستان دعملی پلان سند پرانیستې غونډه د ۲۰۱۸ کال دجولای په ۲۲مه په کابل کې ترسره شوه او له هغې رووسته هم دپنځه ګونې کمېټو په تګلاره کې دمرستو څرنګوالی دارزونې په موخه په کابل او اسلام آباد کې کاری غونډې ترسره شوې.  
                           
محب: نگرانی حکومت از مذاکرات امریکا – طالبان کاهش یافته است
منبع : صدای امریکا   تاریخ: 6/12/2019

حمدالله محب، مشاور امنیت ملی رئیس جمهور افغانستان گفته است که نگرانی حکومت افغانستان در مورد مذاکرات صلح امریکا با طالبان تا یک اندازه حل شده است.

آقای محب در مصاحبۀ با تلویزیون طلوع گفته است که روند شریک ساختن معلومات (از سوی زلمی خلیلزاد) نیز بهتر شده است. او گفت: ”فعلاً ارتباط ما بهتر است.” مشاور امنیت ملی افغانستان به تاریخ ۱۴ ماه مارچ (۲۳ حوت) در شهر واشنگتن دی سی در صحبت با جمعی از خبرنگاران، زلمی خلیلزاد نماینده خاص ایالات متحده در روند مصالحه افغانستان را به ”حاشیه راندن” حکومت افغانستان در مذاکرات با گروه طالبان، شریک نساختن معلومات، تلاش برای ایجاد حکومت موقت و تصاحب قدرت متهم کرد.

هرچند وزارت خارجۀ ایالات متحده، در همان روز انتقاد آقای محب از پالیسی امریکا در قبال مصالحه با طالبان را رد کرد. با این حال، این مقام افغان بار دیگر تاکید کرد که در واشنگتن نگرانی مردم خود را بیان کرده بود. او گفت: ”این یک تندی بود شاید تندی های دیگری را هم ببنید.”

مشاور امنیت ملی افغانستان با اشاره به توافق صلح میان رهبران تنظیم‌ های جهادی که در دهۀ ۱۹۹۰ در عربستان سعودی صورت گرفت، گفت که مردم افغانستان هرگز خواهان چنان توافقی نیستند. آقای محب گفت: ”مردم افغانستان رفتند به مکه معظمه، در حرم شریف، در داخل کعبه پیمانی امضا کردند ولی در انجام اش هزاران افغان کشته و شهید شدند و هزاران نفر دیگر مجبور به مهاجرت شدند.”

حمدالله محب با اشاره به تماس ‌های امریکا با طالبان و نشست ‌های مسکو گفت که حکومت افغانستان باید مستقیماً با طالبان مذاکره کند. او گفت که هر روندی که حکومت افغانستان در راس آن نباشد، ”دستاورد مطلوب” نخواهد داشت. زلمی خلیلزاد، نمایندۀ خاص ایالات متحدۀ امریکا برای مصالحۀ افغانستان تاکنون هفت بار با نمایندگان طالبان دیدار کرده است.

خروج قوای خارجی از افغانستان، تضمین از اینکه از خاک افغانستان برای حمله بر ضد امریکا استفاده نشود، مذاکرات صلح بین الافغانی میان حکومت افغانستان و طالبان و آتش بس پایدار اجندای اصلی دیدارهای آقای خلیلزاد با طالبان بوده است. اما تاکنون بر هیچ یک از این موارد توافق نشده است، نه طالبان حاضر به مذاکره با حکومت افغانستان شده اند و نه هم از شورشگری و حملات دست برداشته اند.

                        

مقامات: ایران اجازه انتقال سنگ پروسس شده افغانستان به ممالک دیگر را نمی‌
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 6/12/2019
سنگ مرمر در هرات

رئیس اتاق صنایع و معادن هرات می ‌گوید که وضع تحریم های امریکا علیه ایران یکی از دلایل رکود کارخانه‌ های پروسس سنگ مرمر در این ولایت شمرده می‌ شود.

او میافزاید که ایران اجازه انتقال سنگ پروسس شده افغانستان را از طریق این کشور به ممالک دیگر نمی ‌دهد. با وضع تحریم ‌های امریکا علیه ایران و ورود سنگ‌ های بی‌ کیفیت خارجی از کشور های ایران و چین، این کارخانه ‌ها در حالت رکورد به سر می ‌برند. حمیدالله خادم، رئیس اتاق صنایع و معادن هرات می‌ گوید که سطح تولید بیش از ۴۰ کارخانه پروسس سنگ مرمر در شهرک صنعتی هرات کاهش یافته و این کارخانه‌ ها به گونه‌ای وقفه‌ای کار می‌ کنند: ”بعد از وضع تحریم‌ ها و شدت بخشیدن تحریم‌ ها بالای ایران از طرف جامعه جهانی، موانع که اخیراً ایجاد شده برای صادارت سنگ مرمر برای صادرات سنگ ‌های پروسس شده سنگ مرمر، این هم کمک کرده به رکود فابریکات.”

با رکورد کارخانه‌ های پروسس سنگ مرمر در هرات، شماری زیادی از نیروی کار بیکار شده‌اند. از طریق ایران سنگ مرمر هرات به کشور های اروپایی، چین و ترکیه صادر می ‌شد. توریالی طاهری، معاون شورای ولایتی هرات از حکومت می‌ خواهد که زمینه صادارات سنگ مرمر را از طریق دیگر کشور ها به جای ایران فراهم سازد، تا یک بار دیگر صنعت سنگ مرمر هرات جان بگیرد.

”مسئله از این که تحریم ‌ها در کشور جمهوری اسلامی ایران است و نمی ‌خواهند که سنگ افغانستان از آن طریق به دیگر کشور ها برود، راه‌ های دیگر باز است، راه‌ هایی مثلاً کشور های ترکمنستان، تاجکستان و مثلاً پاکستان، آن ‌ها تحریم ‌های امریکا قرار ندارند و می‌ توانند تجار ما از آن طریق سنگ مرمر به دیگر کشور ها برساند.”

معاون شورای ولایتی هرات می ‌گوید که طالبان مسلح از پروسس کننده‌گان سنگ مرمر در ولسوالی چشت باج می ‌گیرند. جیلانی فرهاد، سخنگوی والی هرات می‌ گوید که به نیروهای دولتی دستور داده‌اند که جلو باج دهی استخراج کننده‌گان سنگ مرمر به طالبان را بگیرند.

بار ها مقامات محلی هرات برای ختم باج دهی استخراج کننده‌گان سنگ مرمر به طالبان تاکید کرده‌اند، اما تاکنون کاری را در این مورد انجام نداده‌اند. ”هدایت جدی مقام ولایت هرات به مسئولین امنیتی در ولسوالی‌ های شرقی این بوده که جلو هرگونه باجگیری از محموله‌ های سنگ مرمر را بگیرند، نیرو های امنیتی ما مکلف هستند که در این راستا اقدام بکنند و اقدام جدی خواهند کرد و در عین زمان، اداره محلی به گونه‌ای جدی تلاش می‌کند.”

با این وجود، اتاق صنایع و معادن هرات توقع دارد که حکومت با بازاریابی سنگ مرمر در کشور های بیرونی، وضع تعرفه‌ های سنگین بر سنگ ‌های مشابه و کم کیفیت خارجی و خاتمه بخشیدن به باج دهی به طالبان خواهد توانست که این صنعت را رشد بدهد.

                      

دامریکا – طالبانو پر مذاکراتو دافغان حکومت اندېښنه کمه شوې – محب
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 6/12/2019

دافغانستان دملي امنیت دشورا مشاور حمدالله محب وايي چې له طالبانو سره دامریکا دسولې دمذاکراتو په اړه اوس تر ډېره دافغان حکومت اندېښنې کمې شوي دي. هغه په کابل کې دطلوع له خصوصي تلویزون سره په مرکه کې وویل چې اوس دپخوا په پرتله زلمی خلیلزاد هم افغان حکومت سره دمذاکراتو په اړه معلومات شریکوي. هغه وویل چې ”اوس مو اړیکه ښه” ده.

ښاغلي محب څه موده مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي وو چې خلیلزاد دواک ترلاسه کولو په فکر کې دی او له طالبانو سره یې په خبرو کې افغان حکومت څنګ ته کړی دی. خو دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په هماغه ورځ دښاغلي محب دا ادعا رد کړه. مګر محب بیا هم ټېنګار وکړ چې دا پیغام باید واشنګټن ته رسول شوی وای.

ښاغلي محب په ۱۹۹۰ کلونو کې دافغان جهادي مشرانو ترمنځ په سعودي کې دسولې تړون ته په اشارې وویل چې افغانان دهغه په خبره هېڅکله هم بیا هاغسې تړون نغواړي. نوموړي په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې باید افغان حکومت موجود وي او وايي په هرو مذاکراتو کې چې حکومت دخیل نه وي، ”مطلوبه نتیجه” نه ورکوي.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کړي دي چې ټاکل شوې دافغانستان دسولې په چارو کې دامریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد داووم ځل لپاره له طالبانو سره وویني. هغه تردې دمه شپږو ځلې په قطر کې له طالبانو سره لیدلي دي او په خبره یې په دغو مذاکراتو کې یو لړ پرمختګونه هم شوي دي، خو لا کوم توافق نه دی شوی.

                         

کندهار کې ماین چاودنې دیوې کورنۍ۶ غړي وژلي
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 6/12/2019

دکندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې دسړک غاړې ماین چاودنې له امله دیوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

دغه چاودنه پرون سې شنبه د«غبرګولې پر ۲۲مه» دیادې ولسوالۍ په پانیزو سیمه کې رامنځته شوې ده. دکندهار دپوليسو یوه ویاند څارمن قسیم آزاد آشنا راډیو ته وويل چې د ملکي وګړو فیلډر موټر له سیمې څخه دتېرېدو په حال کې وو چې له یوې امنیتي پوستې سره نږدې دسړک د غاړي ماین چاودنه پرې شوې. ده وويل: ”په وژل شویو کسانو کې چې ټول دیوې کورنۍ غړي دي دوه ماشوم هلکان، دوې ماشومې انجونې او دوه ځوانان شامل دي.”

دپېښې سیمه د کندهار هوايي ډګر ته په نږدې فاصله کې موقعیت لري. ډنډ ولسوالي چې یو مهال دکندهار له امن سیمو څخه بلل کیده له تېرو ۳ میاشتو راهیسې پکښې امینتي پېښي زیاتي شوي دي. په دغه سیمه کې درې ځله دهوايي ډګر پرساتونکو نړیوالو عسکرو هم دماین چاودنې شوي دي.

امنیتي مقامات وايي، چې دسړک دغاړې دغه ماین ددولت مخالفو وسله والو طالبانو ځای پرځای کړی وو خو خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د ډيورنډ کرښه

استاد شهسوارسنګروال
لا د بریتانوي هند د بهرنيو چارو سکرتر «مارټمر ډيورنډ» افغانستان ته نه وه راغلی چې بریتانوي ښکېلاک له ۱۸۸۰ نه تر ۱۸۹۰ کال پورې د شمالي، مينځنۍ او سويلي پښتونخوا سيمې تر ګومله پورې تر ګواښ لاندې نيولې وې.
انګرېزانو په سيمه کې د يولکو څلوېښت زرو په شاوخوا کې پوځ ځای پر ځای کړی وه. خو کله چې ډيورنډ افغانستان ته راغی نو بيا يې له ځان سره سيمې ته دېرش (۳۰) زره سرتيري د امير د ګواښلو لپاره راوستي ول.
هغسې خو برتانوي يرغلګرود امير شېرعلي خان واکمنۍ ړنګه کړې وه، د ګندمک شرمناک تړون يې په امير محمد يعقوب خان لاسليک کړی و. مېچنۍ، خيبر، کورمه، پښين او له سېوۍ برسېره يې غوښتل، وزيرستان، تيرا، د مومندو سيمه، باجوړ، دير، سوات، چترال، او د لوی افغانستان نورې سيمې هم پخپله ولکه کې راولي.
د برېتانوي هند وايسرای «لارډ ډفرن» د برېتانوي هند د بهرنيو چارو سکرټرې ډيورنډ د خپل استازي په توګه وټاکه چې سيمې ته لاړ شي.
امير عبدالرحمن خان نه يوازې د ډيورنډ د نه راتلو وړانديز وکړ بلکې له «شيلا باغ نه تر کوږک غره» پورې د انګرېزانو د تونل وهلو په وړاندې هم کلک غبرګون وښود (۱۸۸۹ – ۱۸۹۰ ز کال) او دې ته يې د «کولمو د سيخ» نوم ورکړ.
امير د ژوب او ګومل په نيولو د برېتانوي هند نوی وايسرای «لينډون» ته هم وړانديز وکړ (۱۸۹۰ کال د سپتمبر ۳ نېټه) چې يو پلاوی د خبرو لپاره کابل ته ولېږي. ۱۸۹۱ ز کال (د فبروري ۸ نېټه) يې بيا خپل وړانديز ور غبرګ کړ.
همدا ډول په ۱۸۹۲ ز کال کې پخپله وايسرای  ته بلنه ورکړه چې په کابل او يا جلال اباد کې له ده سره د سيمې په اړه خبرې وکړي.
وايسرای په همدې پلمه چې د خبرو وخت لا نه دی را رسېدلی خو موخه يې دا وه چې امير وګواښي او بيا يې دېته اړ کړي چې څه وايي هغه پرې ومني.
وروسته پېښو وښوده چې د ډيورنډ په راتلو هغه څه چې انګرېزانو غوښتل هغه يې د همدې ګواښونو له مخې په امير ومنل.
د دغو ګواښونو څو بېلګې داسې وې:
۱ – د مېچنۍ او پتالۍ  په سيمو کې د قومونو تر مينځ اخ و ډب ته لمنه وهل.
۲ – د سردار محمد ايوب خان په پلمه د امير وېرول. ګني که تاسو له برېتانويانو سره تړون لاسليک نکړی نو محمد ايوب خان لاسليک ته تيار دی.
۳ – ډيورنډ په ځغرده امير ته وويل که تاسو تړون لاسليک نکړئ نو بيا جګړې ته چمتو اوسئ.
۴ – په سيمه کې د برېتانوي هند د لاسپوڅو پاڅون چې امير بايد له ډيورنډ سره موافقه ليک امضا کړي.
۵ – د امو سيند په پاسنۍ برخه کې د شغنان او روشان په اړه د روسانو غبرګون ته د امير پام را اړول.
۶ – د افغانستان او ايران تر مينځ د پولې په سر چې کومې لانجې د امير شېرعلي خان د واک له مهال نه را پورته شوې وې امير ته په دې تړاو غوږ وهنه.
دغه ګواښونه او د دې په څېر نور ډېر لاملونه ول چې د ډيورنډ موافقه ليک پداسې حال کې چې امير په ښکاره خوشاله برېښېده ولې له ډېر ګواښ سره د نوامبر په ۱۲ نېټه (په ۱۸۹۳ ز کال) له ډيورنډ سره يوې موافقې ته ورسېد. د دې يو ستر لامل دا وه چې برېتانيه او روسيه په ۱۸۸۵ کال په يوه ناندريزې پولې باندې د يوې لويې دښتې په سر په شخړه کې تر بل هر وخت زيات جګړې ته نږدې شوي ول. دا د سترې لوبې په اوږدو کې لومړی ځل وه چې دغه ستر ځواکونه د جنګ تر بريده ورسېدل. نو ځکه يې د افغانستان ځمکني بريدونه او کرښې معلومې کړې. په لوېديځه کې پراخه دښته د پولې په توګه او جنوب ختيځې څنډې د ډيورنډ کرښه.
د ډيورنډ د موافقه ليک په وړاندې غبرګونونه
 کله چې ډيورنډ د سپتمبر په پآی کې له پېښور نه مخ په کابل وخوځېد. د تورخم په سيمه کې د سپه سالار څرخي په ملتيا د اکتوبر په دولسمه  (۱۲) نېټه کابل ته ورسېد.
سايکس پخپل نامتو کتاب کې کښلي دي چې ډيورنډ په سر کې «لومړی د امو د رود، د پولې خبره را پورته کړه . امير ورته وويل: له دې نه دا بله پوله مهمه ده…
زما خلک د دې پروا نکوي چې زه په روشان يا «شينګان» کې پر مخ ځم او که پر شا، خو دوی ډېر پدې فکر کې دي چې ستاسو له لوري دوی پر کوم ځای ولاړ دي؟»
سنيګال هم پخپل کتاب «هندوستان او افغانستان» کې پدې تړاو ليکلي دي چې ډيورنډ د امير د چلن په اړه چې د ده پرمختګ او لا سبري ته يې زمينه برابره کړه د برېتانوي هند د مرستو منندوی وو…»
رابرتس کاږلي دي چې امير عبدالرحمن خان د روس په پرتله برېتانويان خپل دوستان ګڼل ولې نوموړي وليدل «چې له روسانونه د ده دوستانو (انګرېزانو) د افغانستان ډېره ځکمه لاندې کړه.»
کله چې انګرېزانو د ډيورنډ د کرښې په تړاو د افغانستان له تنې نه کومه خاوره بېلوله نو د سيمې خلکو خپل غبرګون د دوی د پلاوي په وړاندې داسې وښود:
۱ – له موافقه ليک نه يو کال وروسته (۱۸۹۴ ز کال) کله چې د نخشې له مخې کرښه معلوموېده په چترال کې عمراخان جندول په برېتانوي پلاوي وسله وال بريد وکړ.
که څه هم له دې پخوا چې کله د وزير او مسيد و وګړي له موافقه ليک نه خبر شول د انګرېزانو په وړاندې پاڅون وکړ او د واڼې چونۍ يې وسوځوله.
۲ – د چترال په څېر په وزيرستان کې هم د ملا پونده په مشرۍ د انګرېزانو په وړاندې د سيمې خلکو او ولس په ۱۸۹۵ ز کال پاڅون وکړ او د برېتانوي هند پلاوی يې دې ته پرې نه ښود چې کرښه معلومه کړي.
۳ – کله چې انګرېزان په دې پوه شول چې په پوله کړکېچ زياتېږي نو بيا يې د ولس د ځپلو لپاره رابرتسن Robertson چترال ته واستوو. کله چې د ګلګت پليټکل ايجنټ هلته ورسېد، د خلکو لخوا کلابند شو، چې وروسته دده د خلاصون لپاره کرنيل کېلي KELLY له ګلګت نه او سررابرت لوR. Low له پېښوره ور ورسېدل او دی يې وژغوره.
۴ – هغه مهال چې انګرېزانو په پکتيا او د مومندو په سيمه کې کرښې ته بدلون ورکړ نه يوازې امير د برېتانوي هند چارواکوته شکايت وکړ بلکې ملانجم الدين اخوند، ملاقديم او ملا پونده ولس عمومي پاڅون ته وهڅول او ان تر دې چې انګرېزانو ملا نجم الدين اخون ته وړانديز وکړ چې د دې سيمې ماليه به ورکوي.
۵ – دغو پاڅونونو د برېتانوي هند چارواکي دومره وډار کړل چې پخپله وايسرای له کلکتې نه پښور ته راغی. او خلکو د ملا قديم خان په مشرۍ د انګرېزانو د لاسپوڅو کورونه وسوځول.
۶ – مومندو د برېتانوي هند په هغه پلاوي بريد وکړ چې غوښتل يې د افغانانو يوه تنه په دوه برخو ووېشي.
د ملا نجم الدين اخون لخوا د فتوا له مخې د ډيورنډ کرښې (که څه هم کرښه لا کښل شوې نه وه) دواړو غاړو ته پرتو ولسونو د جهاد ناره پورته کړه.
آيا د ډيورنډ کرښه نړيوال ارزښت لري؟
د دې موافقه ليک نړيوال حقوقي ارزښت ځکه د تامل وړ دی چې پخپله امير عبدالرحمن خان پخپل کتاب کې پخپل قلم دېته داسې ګوته نيولې ده:
«تاسو لما څخه د بريد پولو د دې قبيلو په بېلولو سره چې زما همدينه او هم ملته دي، زما د ولس پر وړاندې زما سپکاوی کوئ او ما ناتوانه کوئ. زما ناتواني ستاسو د دولت لپاره زيان دی. خو زما نصيحت يې ونه مانه. د هندوستان دولت دومره لېوال وه چې د بريد پولو دا قبيلې له ما څخه بېلې کړي. چې زما چارواکي يې په زوره سره له بلندخېلو، واڼه او ژوب څخه ووېستل يانې هغوی ته يې وويل که تر پلانۍ نېټې پورې ونه وتلی نو تاسو به په زور وباسو.»
له دغو څرګندونو څخه ښکاري که امير دغه موافقه ليک لاسليک کړی هم وی اويا نه وی نو انګرېزانو چې څه غوښتل هغه يې کول.
د ملګرو ملتو په کنوانسيون کې (۱۹۶۹ ز کال) راغلي دي کوم تړونونه چې د زور (د زورور – کمزوري تر مينځ) له مخې لاسليک شوي دي بايد ډېر ژر لغوه شي.
د کنوانسيون په (۵۱) ماده کې هم داسې لولو: کوم موافقه ليکونه چې د ګواښ له مخې امضا شوي دي نړيوال حقوقي ارزښت نه لري.
امير د ګواښ په توګه دې ټکي ته هم ګوته نيولې ده چې جنرال رابرتس ته دنده سپارل شوې وه چې له خپلو ځواکونو سره جلال اباد ته ځان ورسوي. ډيورنډ هم ګواښ کړی وه که چېرې امير موافقه ليک لاسليک نه کړي نو جګړې ته دې ځان چمتو کړي.
د موافقه ليک په تړاو د بهرنيو،
 حقوق پوهانو او تاريخ پوهانو اندونه:
دا چې امير عبدالرحمن خان په خپل کتاب کې په ګوته کړې ده چې دغه موافقه ليک نړيوال ارزښت نه لري يو ستر لامل يې دا دی چې د يوه ګواښ له مخې لاس ليک شوی دی.
جي – بي – تيت د برېتانوي هند نامتو چارواکی هم انګېري: د ډيورنډ موافقه ليک له دې بابته نه دی لاسليک شوی چې د افغانستان او برېتانوي هند پولې وټاکي. بلکې د امير د واک قلمرو يې ګڼلی دی.»
د جي بي تيت د ليکنې موخه دا ده برېتانويانو غوښتل چې له دغو سيمونه د هندوستان نيمه وچه د خپل سيال هېواد د روسيې له بريد نه وژغوري سرپرس سايکس هم په دې اند دی چې:
د برېتانوي هند استازي ډيورنډ او د امير تر مينځ د دغه موافقه ليک بنسټيزه موخه د دې سيمې کنترول وه. موخه يې دا نه وه چې د هند پوله را وړاندې کړي.
دډيورنډ په «بيوګرافي نومي کتاب کې هم دېته ګوته نيول شوې ده چې دغه تړون پدې نوم لاسليک شوی نه دی چې برېتانوي هند د افغانستان خاوره لاندې کړي (۲۱۷ مخ) بلکې د دغې سيمې د کنترول هيله يې لرله.»
ويليم بارتن او توماس هولدک هم د يادو څرګندونو پخلی کوي خو د ټولو له خبرو نه داسې انګېرل کېږي چې دغه سيمه د «نفوذي ساحې» پنوم يادې شوې دي.
ولې يوه خبره د پام وړ ده چې په بېلابېلو انګليسي متونو کې دغه موافقه ليک ته فرنټيرلين Frontier، با ونډاي لين Boundary، بورډر Bordar نوم ورکړشوی دی او په سريزه کې بيا د «نفوذ ساحې» ټکی هم کارول شوی دی.
موږ پدې بنسټ ويلی شو، کله چې تړون دواړو غاړو ته مبهم وي نو خپل نړيوال باور له لاسه ورکوي.
د ډيورنډ موافقه ليک او د پاکستان جوړېدل:
تر هغې چې پاکستان جوړېده افغان ولس له چترال نه تر بولانه پورې په بېلابېلو سيمو کې د برېتانوي ښکېلاک په وړاندې وسلوال بريدونه وکړل چې موږ د وزيرستان د توچي د ناوې (۱۸۹۷ کال د جون ۱۰) بريد چې په انګرېز پليټيکل چي – جي (GEE) وشو د ساري په توګه يادولی شو.
په ۱۸۹۷ ز کال (د جولای پر ۲۶) په ټول سوات کې د لېوني فقير په مشرۍ وسلوال پاڅون چې تر ملکنډه پورې پرمختګ وکړ. د همدې ملا نجم الدين اخون په لارښودنه د مومندو ايجنسي وګړو په ۱۸۹۷ ز کال د اګست په «۹» نېټې د پېښور«شبقدر» ونيو.
همدا ډول له خيبر نه تر تيرا پورې د لس زرو تنو په شاو خوا کې د دې سيمې خلک د «سيد اکبر» په مشرۍ د انګرېزي ښکېلاک په وړاندې پاڅېدل چې ډېرې سيمې يې ازادې کړې او د جنرال «لوکاټ» له ۴۴ زرو پوځيانو سره په مېړانه وجنګېدل.
په سامانه کې ورکزيو هماغسې تربنو بيا تر پښين پورې دډيورنډ دواړو غاړو ته پرتو افغانانو ان د پاکستان تر جوړېدو يو د بل پسې د انګرېزانو په وړاندې خونړي پاڅونونه وکړل.
«حقيقت دا دی چې د برېتانو يانو په وړاندې پښتون ولس د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره ډېر جنګونه وکړل.»
کله چې د هند نيمه وچه په ۱۹۴۷ ز کال د هند او پاکستان په نوم ووېشل شوه. پاکستان په ۱۹۴۷ ز کال د سپتامبر په دېرشمې (۳۰) نېټې ملګرو ملتو ته د غړيتوب لپاره وړانديز وکړ.
افغانستان چې د يوه کال د مخه (سپتمبر ۱۹۴۶ ز کال) د ملګرو ملتو غړيتوب تر لاسه کړی وه. نو د افغانستان استازی عبدالحسين خان عزيز د يوې وينا په ترڅ کې و ويل.
افغانستان د پاکستان د خلکو په ازادۍ کې ځان شريک ګڼي. ولې د ملګرو له غړي توب سره يې زما رايه مخالفه ده. دا ځکه چې شمال لوېديځه کرښه د پاکستان برخه نشم ګڼلی.
دا چې د اکتوبر په شلمه (۲۰) نېټه يې د مخالفت رايه بېرته واخسته لامل يې دا وه چې په نوامبر کې يوه دېپلوماتيکه ناسته په پام کې وه چې په کراچۍ کې جوړه شي.
افغانان په دې اند وه چې د کورنيو او بهرنيو ستونزو له امله ښايې پاکستان دېته غاړه کېږدي چې د پښتونستان داعيه ومني.
ولې دا يوه تېروتنه وه دا ځکه چې پاکستاني چارواکو له يوې خوا باچا خان (عبدالغفار خان) زندان ته ټېل واهه او له بلې خوا يې دېته هم لمن وهله خدايي خدمتګار هندوستان غواړي او له خپل مسلمان ورور نه کرکه لري.
دې خبرې هغه وخت لا زور واخست چې د پاکستان پوځونو هغه سيمې کلابندې کړې چې د پښتنو خپلواکي يې غوښته. دوی يې هم وځپل او هم يې دغه ډنډوره ګډه کړه چې باچا خان کانګرس ښه ګڼي او مسلم ليګ بد ګڼي.
ډاکتر خان چې کله د صوبه سرحد اعلی وزير وه د کانګرس ګوند په ګټه يې هندوستان ته رايه ورکړې وه هم د تامل وړ وګرځېد.
«په ۱۹۴۸ کال د جون په مياشت کې عبدالغفار خان او يو شمېر مشران بندي شول. ډاکتر خان چې هغه وخت د صوبه سرحد «اعلی وزير» وه به نفع شموليت کانګرس ايالتي سرحد در اتحاد يه هندوستان رای داده بو.»
له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د افغانستان حکومت د خپلو تاريخي او ملي اړيکو له مخې د افغانستان له جغرافيې نه د بېلو شوو (پښتونستان) او له لاسه وتلو سيمو غوښتنه په ټينګه راپورته کړې وه.
که څه هم د هغه مهال د پوهنې وزير نجيب الله خان په يوې راديو يې وينا کې وويل:
د ۱۹۳۱ کال نه راواخله تر ۱۹۳۴ ز کال پورې افغان حکومت په وار وار له انګرېزانو نه وغوښتل چې له افغانستان نه بېلې شوې سيمې بايد د هند خاوره ونه ګڼل شي.
«خان، عبدالغفار خان هم په ۱۹۴۶ کال د برېتانوي هند د وزيرانو د دې پرېکړې مخالفت وکړ چې صوبه سرحد دې د پنجاب (وروسته پاکستان) برخه شي.»
د افغانستان حکومت هم له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د وزيرانو شورا په يوه غونډه کې د نوامبر په څلورمه (۱۹۴۴ ز کال) نېټه پرېکړه وکړه «کوم څه چې په راتلونکي کې د هند په نيمه وچه کې پېښېږي د سرحد د پښتنو د مدغم کېدلو مخه بايد ونيول شي.»
کله چې د پاکستان په نوم کومې ډنډورې را پورته شوې د ډيورنډ دواړو غاړو ته غبرګونونه پيل شول.
ډاکتر خان «لارډ بيټن» ته چې پښتونخوا ته راغلی وه وويل: «کله چې هند وېشل کېږي صوبه سرحد به د پاکستان برخه نه وي.»
لا هند وېشل شوی نه وه چې د جون په مياشت (۱۹۴۷) کې افغان حکومت وويل: که چېرې د هند او پاکستان په نوم هېوادونه د نړۍ په سياسي جغرافيه کې مينځته راځي او انګرېزان د هند د نيمې وچې اوځي ورسره جوخت د ډيورنډ موافقه ليک له مينځه ځي.
همدا لاملونه ول کله چې پاکستان جوړ شو په رسمي او نا رسمي غونډو کې دغه پرېکړه وغندل شوه.
هغه مهال چې د پښتنو او بلوڅو مشران د پاکستان لخوا زندان ته ټېل وهل شول افغان حکومت په ډاګه د پاکستان د حکومت غندنه وکړه.
د افغانستان او پاکستان د حکومتونو اختلاف دې کچې ته ورسېد چې د پاکستان هوايي ځواکونو د جولای (۱۹۴۹ ز کال)په مياشت کې په مغلګۍ بريد وکړ او افغان چارواکو په خپل غبرګون سره لومړی يوه لويه جرګه را وغوښته او پرېکړه يې وکړه چې د پښتونستان له داعيې به ملاتړ کوي.
له دې سربېره لويې جرګې د ډيورنډ د تړون په ګډون ټول هغه تړونونه چې له انګرېزانو سره لاسليک شوي لغوه اعلان کړل.
همدا راز د ډيورنډ پورې غاړې ته پرتو ولسونو د «تيرا» په سيمه کې د اګست په دولسمې (۱۲) نېټې (۱۹۴۹ ز کال) هم يوه لويه جرګه را وبلله او د پښتونستان بنسټ يې اعلان کړ او هم يې يو ملي بيرغ تصويب کړ.
د پښتونستان په نوم خوځښت د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته روان وه. ان ايپي فقير چې ځان يې د پښتونستان پاچا ګاڼه هم دغه سياسي بهير ته ژمن وه.
ولې له بده مرغه دغه کړکېچ لا تر اوسه روان دی او تر اوسه يې لا د حل کومه لاره نه ده موندل شوې.

ای د نړې خلکو

د هنر غېرت شعر

2019زکال ناروی

د منظور پښتين اوازه

د ژوند حق غاړي ممتازه

د علي د مور فرياده

کشمکش موکړه اغازه

دايپي د غرو شهبازه

اوای دنوي دور اغازه

افغان ولس درباندی نازه

د پښتون وطن سربازه

د بولان پر پروازه

دچترال شپېلي اوسازه

ستاوطن ستا ملاتړ کې

اوسويډن ستا ملاتړ کې

افغانان ستا ملاتړ کښې

زه هم ستا په ملاتړ کښې

مال مې ستادی  سر مې ستادی

دا ياران دبدو ورځو دي تر شا لکه پولاد دي

دامو دی دا کنږ دی دا شمشادی

د شهيد وطن بچيه

د علي د مور اوازه

د خيبر د ښار سانده

په لښکر ددرځو بينازه

د منظور پښتين اوازه

مال موستادی سر موستادی

ای د نړې خلکو

په غوږونو کڼواو په فکرونو او سترگو ړندو ملتونوتاسو په وينو د لړلي افغان پښتون ولس غږ اوريدلی شی کنه !ای زمکې اواسمانه تاسو په خپل غېږ کې د يوه مظلوم ولس افغان ملت چېغې ولی نه اوری!

څلوښت کاله !نه له دی هم زيات داژدهارعمر برابر افغان ملت د خپلو وينو په ډڼډ کې تر ستوني ډوب ولاړ دي ايا څلوېښت کاله ،ياد د ترور داژدها ر دعمر کمه موده ده چی تاسو نړېوال زموږ غږونه،چېغی ،فريادونه، کوکاری، ژړاگانۍ اوساندی نه اوری؟د ترور اژدهار د يو سرلوړي او تاريخي ملت نامداره او بی مرگه زامن هره ورځ تر خپل خونړې کومي تيروي»تاسو ړانده نړېوال دا نه ويني؟تاسو دلربر افغان داور د لمبو په څېر سوزيدلی چيغې نه اوری؟او تاسو ړانده لا د ترور اژدهاپه لباس غوليږې!

دا د منلنگ په لباس کې د ترور پلنگ دی نو ځکه يې د بياد پاره پښتون ولس ، د منظور پښتون ولس د علي وزيرمحسن داوړ ولس دارمان لوڼې اود خړکمره د شهيدانو د سرو وينو تر څڅېدو وروسته دا لړزيدلي او را پاڅېدلي پښتون غورځنگ تر لا سختو مرگونو گذارونولاندې راغلي دي.

هو نړېوالو ستاسو په مرسته او ملاتړ د ترور اژدها خبيث او ايبليس پاکستان زموږ وروڼه او خويندی  ،سپين ږيري بوډاگان او  ځوانان له ژونده محروموي او تري تم کوي!

او ای د نړی خلکو موږ تاسو ته د عدالت پوښتنه کوو چی تاسود عدالت او انسانيت په نوم څه پېژنی او کنه؟تاسو وانه اوريدل چی څو ورځی د مخه دافسانوي ملالۍ د خور وړانگۍ لونې مېړنې او غېرتي ورور د هندوکش د غره په څېر دنگ د سولی او جنگ د ډگر اتل ارمان لوڼې په رڼا ور ځ د مېړنو د ليکو ويست او ژوند يې پاکستاني دهشتگر پوځ خپل دوزخي نس ته ورواچاوه !

ايا تاسو د نجيبه تر نقيبه چيغئ وانه اوريدلی ؟يو ځل  تاسو ورشی د پښتون وطن کاڼي بوټي وپوښتی ؟يو ځل ورشی کنه زموږ له غرونو څپانده سيدونو د کنړ، هلمند ،آمو ،اباسين دافغان پښتون په وينو له سرو موجونو وپوښتی چی هلته څه تيريږي ؟هو د ترور اژدها غواړی يو ژوندی او تاريخي ملت ژوندی وخوری!بيانو ستاسو وار رازي.

ولی تاسو زموږ د با با فخر افغان باچاخان چيغی وانه اوريدلی؟تاسو د پښتنون د کربلا د بابړی د خونړۍ تراژدۍ خبر ياست؟که دا وار مو زموږ د ځوان مسيحا زموږ د ځوان مشر د خوشحال خان د پښتون قوم د نوي مير ويس خان منظور پښتين غږ وانه اوريدلو !نو بيا را ټيټ  کړی خپل ددموکراسی او ټولنيز عدالت په نوم پورته شوي بيرغونه را وغورزوی دا درواغو د شرم او ننگ بيرغونه!

او همدا ډول لدغه معتبر تريبيون پر افغان پښتون ټبر غږ کوم حی ولی القاعده، داعيشي او طاليبي بنسټپالنۍ تر تور بيرغ لاندی د پاکستاني پوځ داستخباراتو د(اي ايس اي» د جهنمي سازمان چجه گيرو ته په خپله سيمه او وطن کې د پښې دايښودلو ځای ور کوی؟څه شول او چيرته دي د شيرشا زمري دميړنو لوديانو لمسيان، څه شول د ميرويس خان تدبير او مېړانه اود لوی احمد شاه د پانی پت حماسی؟

څه شوی د خپلواکۍ د باني او اتل شاه امانالله خان تر مشری لاندی په ټل واڼه او ارناوه کې پر انگريزي اشغالگرو باندی د زمري ميرزمان خان بريدونه او تاړاکونه !

هو پښتنو زلمو ځوانانو د منظور پښتين تر قيادت لاندی د راپاڅېدلي غورځنگ ليکي ټينگی کړي يو موټی او متحد د علي وزير زخمي وزيرد مور ساندی بيځوابه مه پيرږدی د بلوڅو د خپلواکې غوښتونکو وطنپرستانو سره له گډ سنگره د پاکستاني پوځي نظام د ملا تير ور مات کړی ،

ژوندی او بريالی دی وي د پښتون ژغورنۍ غور ځنگ

پاکستاني پوځيان د پښتون ژغورنۍ غورځنگ مشران او پلويان هر څومره ژر له زندانه ازد کړي

هنرغېرت  مالمو سويډن

2019زکال

د پښتنو د حق اخستلو غورځنگ څه وخت کله اود کومو مخو له پاره ؟

 

درنو دوستانو د ننې غونډی درنو برخوالو

پښتانه د نړېوالی شميرنې له مخی تر ۷۰ ميلونو زيات دي په خټه اريايي نژاده باغيرته ميله پال وطندوست په خپل هيواد مين او ننگيالي دي د تاريخ په اوږدو کې د هيچا غلامي بربريت ،زورواکي نده منلی همدا لامل دی چی د نړې زبر ځواکونو لکه انگريزان ، مغولو، روسانو، ايرانيانو اونورو  سره په تش لاس جنگيدلي اوخپله خپلواکي ساتلی دلته لازم بولم د يو څو بېلگو يادونه وکړم

پير روښان په ۱۵۲۵ کال د سولي وزيرستان د کاڼې گورم اوسيدونکي وود مغولو پر وړاندې د مبارزی چيغه اوچته کړی وه اود مغولو له خوا په شهادت ورسيدلو.

ددرياخان افريدي قيام،د خوشحال خان با با قيام، له پيروښان وروسته د ۲۰ لمې پېړی نيمايي کې ملا پاونده مسيد د ټول وزيرستان د مبارزی سرلاری وو د انگريزانو خلاف د ازادی جنډه پورته کړه د امير عبدالرحمن سره ملا پونده د ډيورنډ د کرښې چی په ۱۸۹۳زکال لاسليک وله مخالفت وکړ اوله عبدالرحمن نه وغوښتل دا کار ونه کړي اود انگريزانو سره مغاهده لغوه کړي.ولسونه دا ډول توری کرښې نه مني. ۲۲ کاله وروسته د وزيرستان خلکو د ايپي فقير په نوم يو بل مبارز سرلاری وموند هغه د عدم تشدد د مبارزی سره مخالف وو ويلې د ظالم جابر نه په سوال حق نه تر لاسه کي کيږي بلکې د توری په تيغ به حق اخلو. دايپي فقير لښکرو تر بنو، کوهاټ او ټول وزيرستان کې خپل واک چلاوه  کله چی پاکستان جوړ شو بيا هم ايپي فقير په وزيرستان کې دازدی جنډې رپانده ساتلی د ميرويس نيکه قيام چی کامياب هم شولو،د لوی احمد شاه با با چی د لوی افغانستان ډبره کېښودله او ستره امپراتوري جوړه کړه،نن چی د ټول پښتنو پېغلو، بوډاگانو، ځوانانو پر سر د ،منظور پښتين خولی د حق اود عدالت سنبول گرځي اود عدالت او حق غوښتلو چيغه پورته کړی د اچېغه دولس اواز نه د نقيب مسيد اونه د ارمان لوڼې او نه د خړ کمره په دويمه بابړه اود لسگونو ازادی غوښتونکو په شهادت اونه ددی مبارزی دسرلارو په زنداني کولو چپ کيدای شي، د اچيغه نن لربر افغان ولسونو ټولې نړې ټولو ازاد غوښتونکو غور ځنگونوتاييد اود ملاتړ جنډې په ټوله نړې کې رپولي او هر ډول قربانی ته  ولا ړ دي ټول ته مالومه شوی چی دا غورځنگ په کم وخت کې د کويټی نه نيولی تر کراچی، باجوړ صوات، ټول وزيرستان، پښاور لاهور، اسلام ابات او ټول افغان ميشتو د نړی هر گوټ کې چی ژوند کوي ملاتړ او په ميلونونه انسانانو ددی روا حق پلوي کړی نن هم د سويډن هيواد د مالمو په تاريخي ښار کې د سويډن ميشتو افغانانو ، سويډنيانو لخوا دا لاريون رابلل شوی زه ددی غونډي له جوړونکو او گډونوالو مننه کوم چی نن د يو جابر ظالم رياست پر وړاندی د پشتنو قوم سره د خواخوږی پلوی کوي .

محمد اقا شيرزاد

2019زکال مالمو سويډن