اخترونه

اخترونه

اخترونه چی راځی راوړي خوندونه
هسی نه چی را تازه کاندی غمونه

اخترونو سره خوښۍ نوی کالی وی
خو زمونږ هیواد ته یی راوړل کفنونه

ګاونډیانو ته خندا او خوښي یوسی
خو افغان ته یی بارکړی وی دردونه

چی د بل کره ورځی هوس یی ډیر کړی
خو دلته وژنی د خوارانو هوسونه

ای ناصحه سوال کوم تفسیر یی غواړم
ایا برخی ازلي دي او لیکلی یی تقدیرونه؟

داسی وایی رحم خاص او قهر عام وی
پر ټول ملک یو رنګ نازل شی عذابونه

اوس چی ګورم قهر خاص دی پر خوارانو
خو دقهر لایق کړی خپل عشرتونه

چی د بل په وینو موړ وی خوشحال ګرځی
نو چا ور معاف کړل ددوی کړی ګناهونه

دچا سره کاندی لاسونه په نکریزو
چاته سرو وینو کی رنګ کاندی لاسونه

د جنت کیلیانی نورو ته تقسیم کړی
خو پخپله یی خوښ ندی جنتونه

رښتیا ووایه دا رنګ اختر د چا دی
کړی تازه د غم ځپلو بیا زخمونه

دسترخوان یی لکه تل خالی هموار وی
هغوی یی څه کوی چی خوری مدام آهونه

خدای لپاره دا د جنګ اواز خاموش کړۍ
نور په خپلو خلکو وکړۍ لږ رحمونه

خلک له هسی اخترونو نه بیزار دی
خدای دی راولی رښتيني اخترونه

په پاکستان کې پښتانه فعالين سړکونواو ميدانو ته د وتلو تياري نيسي له پاکستاني پوځ سره د پښتنو سوله اييزحضور نورله امکانه وځي

2.6.2019Ali wazir 1
د مسکو چاپ «نېزاويسيمايا ګزيته»« независимая газета» د مې د 30 نېټې ګڼه کې لاندې مطلب خپور کړیSherhasanدی. ژباړه يې دلته او اصل يې په لينک کې ولولئ.

اندرې سېرېنکه « د نېزاويسيمۍ ګزيتې(ن.ګ.) ځانګړی خبريال »

د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د «پښتون ژغورنې» احتجاجيه غورځنګ چې قوت يې هره ورځ مخ پر زياتېدو دی ، مشرانو يې له اسلام آباد څخه غوښتي دي چې له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه دې د پاکستانې پوځ ټول قطعات وباسي.
په دغو اداري واحدونو کې چې اوسېدونکې يې په اساسي ډول پښتانه دي ، ټولنيز سياسي حالات په دې وروستيو کې د پاکستاني پوځيانو د ناوړه کړنو له کبله ډير ترينګلي شوي دي . «د پښتون ژغورنې غورځنګ » ( (PTM پلويانو همدارنګه خبر ورکړی دی چې د روژې دمبارکې مياشتې په پای کې به په خېبر پښتونخوا کې پراخو احتجاجيه مظاهرو ته راووځي. د نېزاويسيمۍ ګزيتې (ن.ګ.) سرچينې خبر ورکوي چې د اپوزيسيون ټولو ګوندونو ددغه احتجاج ملاتړ کړی دی او د پاکستان په ټولو غټوښارونوکې دمدني عدم اطاعت مظاهراتو ته تياری نيول کيږي.
په پاکستان کې دوه ګونی سياسي بحران په سرعت شدت مومي. لومړی، «د پښتنو بحران» د روان کال د مې په ۲۶ هغه وخت راوپاريد چې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د«پشتون ژغورنې غورځنګ» ( (PTM په بې وسلې مظاهره کوونکو ډزې وکړې. لکه څنګه چې زموږ ورځپانې «ن. ګ.» خبر ورکړی و ، د«پشتون ژغورنې غورځنګ» څو سوه فعالين چې د پاکستان دځانګړو امنيتي ځواکونو له خوا د بشر له حقوقو د سرغړونې او د ملکي وګړو د ځورولو په وړاندې يې احتجاج کړی و د «خړ کمر» کنترول پوست ته نږدي پاکستاني پوځيانوپه ډزو وويشتل. د مختلفو سرچينو د خبر له مخې له ۱۸ تر ۲۳ کسان وژل شوي او ترشلو زيا ت زخميان دي، خو د تلفاتو او زخميانو دقيقه شمېرنه تر اوسه ځکه ناممکنه ده چې تر پېښې وروسته پاکستاني حاکميت ژر ترژره په شمالي وزيرستان کې نظامي حالت اعلان کړی او د انترنټ او تلفون اړيکې يې پرې کړې دي. ځايي خبريالان چې هڅه کوي د مې د ۲۶ نېټې د تراژيدۍ او تر هغې راوروسته پېښو رښتينی حالت روښانه کړي تر تعقيب او تهديد لاندې دي.
د «ن. ګ.» د سرچينو د خبر له مخې د «خړ کمر» پوستې ته نږدې پر احتجاجي مظاهرې تر ډزو وروسته پاکستاني قواوو د ملي اسامبلۍ دوه وکيلان او د «پشتون ژغورنې غورځنګ» مشران «علي وزير» او «محسن داوړ» نيولي دي. دا خبره معلومه ده چې دواړه وکيلان تر اوسه بنديان دي. ويل کيږي چې «محسن داوړ» شديد زخمي دي.
د « پشتون ژغورنې غورځنګ» يوې فعالې « ثنا اعجاز» زموږ خبریال ته په انترويو کې وويل : «سره له دې چې علي وزير او محسن داوړ ساده خلک نه دي، موږ په هر صورت د هغوی د ژوند او روغتيا په هکله انديښمن يو. د هغوی کورنۍ هم اندېښمنې دي، په ځانګړي ډول د علي وزير مېرمنه ډيره انديښنه کوي، ځکه چې علي وزير د شکرې ناروغي لري، سږي يې هم ناروغ دي ، هغه دوامداره علاج او ځانګړې دوا ته ضروروت لري».
د ثنا اعجاز په خبره « وکيل علي وزير او هغه کورنۍ د خپلو قربانيو له وجې په ټول وزيرستان کې پراخ شهرت لري»: « دا اول کال او اول ځل نه دی چې علي وزير او د هغه کورنۍ په وزيرستان کې د جګړه مارو او دهشتګرو د موجوديت په وړاندې د دوی د غوځ مخالف دريځ له وجې له سختو کړاونو سره مخ کيږي. له دهشتګرو سره د مخالفت له وجې علي وزير دخپل پلار، ورور، کاکا او تره زامنو په شمول د خپلې کورنۍ ۱۷ کسان له لاسه ورکړي دي. د هغه کورني بزنس او روزګار د دهشتګرو او پوځيانو له دواړو خواوو له منځه يوړل شو».
د «ن. ګ.» د سرچينو په قول د مې تر ۲۶ وروسته د پښتنو فعالينو احتجاجونه په پېښور، سوات، ميرانشاه، مداخېلو، بنو او ډير نورو ښارونو کې ادامه لري. پاکستاني پوځيان هر ځاي د مظاهرو په وړاندي د وسلو د استعمال تر کچې سخت چلند کوي اوله دې کبله د «پښتني احتجاج» د برخه والو قرباني مخ په زياتېدو ده. داسې معلومات هم شته چې د مظاهرو تر سرکوبولو وروسته پاکستاني پوځيانو د مظاهرو زخمي فعالين له ځانه سره خپلو قرارګاوو ته وړي دي . د «ن. ګ.» سرچينې زياتوي چې : « ددغو خلکو برخليک غمجنونکی دی. د«PTM» د يوه مشر عبدالله ننګيال په وينا په مداخېلو کې همداسي وشول . پوځيانو زخمي مظاهره چيان له ځانو سره خپلوقشلو ته يوړل چې وروسته هره ورځ يو زخمي ژوند له لاسه ورکاوه. ځکه دغه پوځيان روغتون نه لري او هلته له زخميانو سره طبي مرسته نه شته. د مثال په ډول همدا نن د مې 30 پوځيانو په مداخېلو کې د دوو زخمې شوو مظاره چيانو مړي خپلو خپلوانو ته ورکړل. په عين وخت کې پوځيان دغو قربانيانو هرې کورنۍ ته د مړو د تکفين او تدفين لپاره دوه سوه زره روپۍ ورکوي او له هغوی څخه غواړي چې خپل مړي حتا د جنازې له لمانځه پرته خپ و چوپ خاورو ته وسپاري» .
د «ن. ګ.» سرچينې وايي چې د پاکستاني پوځيانو بې رحمانه چلند په پښتنو کې د نفرت څپه وزيږوله :« له همدې کبله پښتنو پتيلې ده چې د روژې په پای کې د جون له ۶ وروسته د ښارونو سړکونو او ميدانونو ته ووځي او دا هم ممکنه ده چې د مې د ۲۶ نيټې پر خلاف دا ځل سوله اييز احتجاج په غیرسوله اييزه نښته بدل شي».
د «پشتون ژغورنې غورځنګ» مشران نن ورځ هڅه کوي چې په خيبر پښتونخوا کې د پېښو د احتمالي منفي پرمختګ مخه ونيسي. له همدې کبله د اسلام آباد په وړاندې د هغوی غوښتنه راپورته شوې ده چې د پښتنود عذاب او پارولو د اصلي عامل په توګه دې ژر تر ژره له وزيرستان څخه د پاکستان پوځي قطعات وباسي او د هغوی ځای دې د ځايي پوليسو ټولګيو ته ورکړل شي. داسې ښکاري چې په پښتنو کې د پاکستاني پوځ سوله اييزحضور نور ممکن نه دی.
په پاکستان کې «پښتني بحران» نن د دوهم « پراخ ملي بحران» پر بستر انکشاف کوی، چې د عمران خان د کابينې د ټولنيزې اقتصادي پاليسۍ د ناکامۍ له وجې رامنځته شوی دی. «د نړيوال بانک د شپږ ميليارده ډالرو قرض د حتمي شرط په توګه» ددغه بانک تر کنترول لاندې د عمران خان پيل شوي اصلاحاتو پاکستانۍ پيسه په بيساري ډول بې ارزښته کړې ده. که څه وخت دمخه يو امريکايي ډالر په۱۰۰ روپۍ و، نن دادی په ۱۵۰ روپۍ دی. دغه خبره په خپل نوبت د خوراکې او مصرفي موادو د قيمتونو د لوړېدو باعث شوه، د معاشونو او ټولنيزو اعانو ارزښت او په عمومي ډول د اکثريت خلکودژوند سطحه ډيره راټيټه شوه. په پاکستاني ټولنه کې د مرکزي حکومت په وړاندې د خلکو نارضايت په سرعت سره زياتېدونکی دی، د هغه سياست د هيواد داوسيدونکولپاره ډير قيمتي تماميږي.
دپراخ ملي ټولنيز بحران په دغه زمينه کې د مې په ۲۶ تود شوی «پښتني بحران » کولی شي د غټې سياسي چاودنې د چالانوونکي ميکانيزم رول ولوبوي. او له امکانه لرې نه ده چې دغه چاودنه به نه يوازې په پاکستاني پښتونستان کې پراخ ولسي پاڅون رامنځته کړي، بلکې په ټول پاکستان کې به عمومي احتجاج راپورته کړي او لا به د عمران خان د حکومت د سقوط باعث شي. په پاکستان کې د اپوزسيون قواوې همدا اوس د «پښتني بحران» په زمينه کې د اسلام آباد د حکومت او هغه تر شا د مهم سياسي قوت په توګه د پاکستاني پوځ د سياسي تګلارې په وړاندې خپل نارضايت ښکاره کوي. اوس ددغه اپوسيون مرکز د پاکستان ملي پارالمان دی. هلته همدا اوس د اپوزسيون دهغو ګوندونو تر منځ د نږدې کېدو مشورې روانې دي چې د ملې اسامبلې د وکيلانو په وړاندې د پوځيانو له اختناق څخه ناراضي دي.
د «ن. ګ.» د سرچينو د خبر له مخې په ملي اسامبلۍ کې د پاکستان د پيپل پارټۍ وکيل قمر نويد د مې په ۲۸ د ملي اسامبلۍ په عمومي غونډه کې د وزيرستان د وکيل علي وزير د بندي کولو پر ضد وينا وکړه: « هغه وکيلانو ته « د ملي اسامبلې د داخلي چارو د اصولو او کړنلارې» ۱۰۳ او ۱۰۵ ماده ولوستله. هلته ويل کيږي چې د پارالمان رئيس بايد د پارالمان د کوم وکيل د نيول کېدو په صورت کې خبر وي او هغه په خپل نوبت د پارالمان وکيلان د مسئلې له جريان او پرمختګ څخه خبر کړي».
ثنا اعجاز « ن. ګ.» ته وويل چې تر نن ورځې د اسلامپالو ګوندونو په شمول د پاکستان ټولو سياسي ګوندونو د پاکستاني پوځيانو له خوا پر علي وزير او د «PTM» پر نورو فعالينو بريد او د هغوی بندي کول غندلي دي. عوامي نشنل پارتۍ له خپلو پلويانو هيله کړې ده چې د زخميانو پوښتنه او د بنديانو ملاتړ وکړي. د پاکستان مسلم ليګ د نوازشریف څانګې استازي د ملي اسامبلۍ په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د خړ کمر په پېښه کې د پوځيانو د زور زياتي د څېړلو او د حقايقو د راسپړلو لپاره دې پارالماني هيئت وټاکل شي. د پاکستان دنشنل پارټي سناتور رضا رباني ددغې ستونزې د سياسي هوارۍ په باب څرګندونې وکړې، چې دولت دې د «PTM» له فعالينو سره د سياسي ډيالوګ له لارې د «خپل پاکستاني ملت د خپکانونو» مسئله هواره کړي. د لاهور چپې جبهې هم د علي وزير بنديتوب وغانده او د هغه د ژر خوشې کيدو غوښتنه يې وکړه. لنډه داچې دپاکستان حاکم ګوند «تحريک انصاف» پرته، دپاکستان نورو ټولو ګوندونو د پښتنو د سوله اييز سياسي تحريک ملاتړ وکړ. د «ثنا اعجاز» په قول « د پاکستان د بشر د حقوقو کميسيون هم هيله څرګنده کړې ده چې د مې د ۲۶ نېټې دپېښو د څېړلړ او د حقيقت د پيدا کولو لپاره دې ژر تر ژره پارالماني کميسيون جوړ شي» .
د «ن. ګ.» د منابعو په قول « د روژې په پای کې په پاکستان کې د سياسي ترينګلتيا نوې څپه ضرورې راتلونکې ده: « لاتر اوسه ددغه سوال مخه خلاصه ده چې په کومو حدودو کې به دغه تريګلتيا شکل ونيسي- ايا دابه په پارالمان کې د سياسي ګوندونو د همغږۍ په چوکاټ کې محدوده شي او که به نه يوازې د پښتني سيمو، بلکې د نورو لويو ښارونو لارو او ډګرونو ته ووځي او د احتجاج لوی اقدامات به له وسله والو قوتونو سره نښتو ته ورسيږي».
د «ن. ګ.» د معلوماتو له مخې په پاکستاني بلوچستان کې ګڼ شمير مدني فعالان د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ ته تيار دي. د سر چينو له قوله « په حقيقت کې د بشر له حقوقو تيرې او د پوځيانو د زور زياتي له نظره د بلوچستان حالات تر وزيرستان لا نور هم بد تر دي. نن په پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅو د صبر کاسه ډکه ده. د هغوی په سينو کې د هغه ظلم ،ستم، شکنجو او سپکاوي د بدل اخيستلو قهر او غوسه په شدت مخ په زياتېدو ده، چې پاکستاني پوځيانو د ملکي سوله اييزو وګړو په وړاندې تر سره کړي دي. ددې احتمال شته چې يوازې په سوله اييزو حدودو کې دغه احتجاج ايسارول او کنترول به غير ممکن وي».

طالبان او د شمالټلوالې ستونزه

 

په ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس کې اسلامي جمعیت او نظارشورا چې یونس قانوني يي هغه مهال استازولۍ کوله، د دولتي واک شپېته سلنه ځانته بېله کړه. دوی په لومړي سر کې په شپېته سلنه هم قناعت نه کاوه او د لا ډېرې ونډې چنې يی وهلې. په کنفرانس کې دې ډلګۍ په یو پراخ بنسټه دولت کې نه یوازې په افغانستان کې د نورو لوبېدلو او مطرحو ځواکونو د ګډون مخه ډب کړه، بلکې هغه مهال يي په واک کې د طالبانو مخنیوی هم وکړ.

د بن کنفرانس کې اسلامي جمعیت او نظار شورا ته چې کومه ونډه په دولتي واک کې وړیا بخښښ شوه، د واک هومره زیاته ونډه دوی په ۱۹۹۲ کال کې، افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار په سبوتاژ او کودتا کې هم نه وه ترلاسه کړې.

د کابلښار د اوویا زره بېګنا وکړو په وژلو او د ښار په کنډواله کولو بیا هم افغانانو د دغې خونړۍ او تبهکارې ډلې واکمنۍ ته غاړه کېنښوده او په پای کې طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې دوی له جیحونه ورتېر کړل او د رباني د واکمنۍ تخت لکه د حضرت سلیمان د تخت پشان د اسمان په کنارو او د کوه قاف پر غرونو لالهند په الوت وو او د پښې لګېدو ځای يي نه وو!

خو یوازې د بن کنفرانس وو چې دغې سرګردانې او ماتې شوې ډلې ته يي سا ورکړه او یو ځل بیا يي را ژوندۍ کړه او د افغانانو پر برخلیک يي ورسپره کړه.

د جمعیتي ډلې مشهور سیاسي اماتورعبدالله عبدالله ډېر وختونه امریکایانو ته ویل چې واړه واړه بمونه بسیا نه کوي، پر طالبانو دې غټې غټې! بمونه واچول شي. 52 ــ B الوتکو د جمعیتي پوځي نښه ګرو په خوله، طالبان تر پرلپسې بریدونو لاندې نېول.

د ماسکو په تازه غونډه کې هم د اسلامي جمعیت اجراییه رییس عطا محمد نور طالبانو ته وايی«طالبان نباید افغانستان ته د راتګ فکر وکړي، پښتو نیوز»

همدارنګه د ماسکو د غونډې بله ګډون کوونکي فوزیه کوفي چې جمعیت سره خواخوږي لري، په خپله ټويټرپاڼه طالبانو ته د یوه ګواښ په بڼه لیکي«سوله د طالبانو نظام ته د ورتګ په مانا نه ده او طالبان دې په دې خبره پوه شي، ازادي رایو»

طالبانو سره د اسلامي جمعیت او نظارشورا د داسې دښمنۍ په شالید، دا چې طالبان بیا هم د افغان حکومت پرځای په جمعیت او نظارشورا باور کوي، دوی سره خبرو ته حاضریږي، د دوی په غوښتنه ماسکو کې ورسره ګوري، هلته یوځای هوټلونو کې اوسیږي، په یوه دسترخوان ډوډۍ او نور څه څه سره خوري، څښي او تر سره کوي؛ یوخوا افغانانو ته د حیرانتیاوړ اوبلخوا معجزه ګڼل کیږي.

طالبان د شوروي اتحاد د پخواني مشر ولادې میرلنین تر سیوري لاندې د جهاد او مقاومت د ټیکدار اسلامي جمعیت سره ماسکو کې ویني، خو د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت سره مکه مکرمه کې لېدو ته چمتو نه دي.

دلته خامخا دا دوه پوښتنې رامنځته کیږي؛ لومړي دا، طالبان چې د حکومت په وړاندې وسله په لاس جنګیږي او اسلامي جمعیت چې حکومت کې دننه اختلافاتو ته لمن وهي او سبوتاژ کوي، دواړه له یوه ځایه سرچینه اخلي او دواړه د هېواد د ملي ګټو پر وړاندې د نورو هېوادو په تېره بیا د پاکستان او روسيي د ګټو لپاره سره یو شوي دي.

بله دا چې افغان حکومت طالبانو ته وايي، د افغانستان په هر ځای کې چې دفتر غواړۍ؛ ننګرهار وي، کابل وي، کندهار او یا بل هرځای وي؛ ځای غوره کړۍ او دفتر پرانیزۍ.

همدارنګه د مکې مکرمې په ګډون هرځای چې غواړۍ افغان حکومت درسره بې قیدو شرطه خبرو ته چمتو دی. په دولتي واک کې چې څونه ونډه مو رسیږي؛ درکول کیږي، دولت يي ذمه واري پر غاړه اخلي، بیا جګړه د څه لپاره؟

دولت تل خپل چمتووالی ښودلی چې د اوربند او دایمي سولې په موخه، طالب بندیان خوشي کړي. دا او په لسګونو نورې غوښتنې یوازې دولت ترسره کولای شي. اسلامي جمعیت او په دولت کې دننه نور مخالفین د یادو غوښتنو د یوې غوښتنې د ورکړې واک او اختیار نه لري.

طالبان د دې پرځای چې ماسکو، اسلام اباد او یا د افغانستان په نورو بدخوا پلازمېنو کې د بېواکه او د ټولنې منفورو ډلو سره کښیني او له هغوی په واک کې د ګډون خیرات وغواړي، ولې نیغ په نیغه خپل دولت سره نه کښیني.

د هېواد ملي ګټې او د ټولو په سر کې سوله او امنیت دا اړتیا رامنځته کوي چې طالبان دې د اسلامي جمعیت او نظارشورا پرځای، د افغان حکومت په څنګ کې ودریږي.

دا فرصتونه مخ په تېرېدو دي. که طالبان له وخته ګټه پورته نه کړي؛ خپله هم شر، فساد او جګړې ته ادامه ورکړي او بلخوا په کور دننه د شراو فساد د نورو ډلو لکه اسلامي جمعیت سره هم یوځای شي، نه یوازې دا چې سخته ماتې به وخوري، بلکې د تاریخ مختورن به پاتي شي!

د ۲۰۱۹ کال د مۍ ۳۰ مه

سرلوڅ مرادزی

 

افشاگری در ارگ ، دامی برای سقوط جنبش زنان

زنان ریشه های انسانیت اند، اشتباه خواهد بود اگر فکر کنیم با محدود کردن ریشه ها، شاخه ها بهتر رشد خواهند کرد، هر قدر ریشه ها محدودتر شوند شاخه ها پژمرده تر، فاسد تر و رشد نایافته تر خواهند داشت. «رومو»

در فرهنگ های مختلف ارزش زن و بینش در مورد آن کاملأ متفاوت بوده است. در فرهنگ افغانستان قبل از هجوم اعراب، بنابر اسناد تاریخی زن ها نقش پر رنگی در اجتماع و کانون خانواده داشتند. نام گل ها و ارزشمند ترین عناوین را بر زن‌ها و دختران می گذاشتند و هم اکنون هم پسوند گل همواره همراه نام آنهاست. زنان در جامه های رنگین و شاداب در جامعه حضور داشتند و در عرصه های مختلف اجتماعی مشارکت می جستند.

در فرهنگ اعراب قبل از اسلام دختران را زنده به گور می کردند چون آنان را مایه ی شرم و خواری می دانستند و هنوز هم می دانند و تنها راه پنهان کردن این ننگ و شرم، پنهان کردن آنها در سیاهی و تاریکی است. چادر سیاه نماد تحجر اعراب و شرم از وجود زنان است. چادر سیاه وسیله ای است که نماد سیاهی و تاریکی گور را تداعی می کند. بعد ها با آمدن اسلام رنگ سیاه مکروه شد و لباس احرام هنگام حج تا کفن هنگام دفن مردگان را سفید جایز کرد. اما اعراب بر سنت دیرین خویش پا فشاری کردند.

قرآن پیامبر اسلام را اسوه قرار داد و وجود کوثر یا دختری بنام فاطمه توانست ایشان را از مقطوع النسلی رهایی دهد. اما اعراب پسران را وارث می دانند.

قرآن رفتار زنی مانند هاجر که برای یافتن آب برای رفع تشنگی نوزادش اسماعیل هفت بار سراسیمه بین صفا و مروه دوید، [خداوند] برای تکریم زن و ارج نهادن به عطش حب و دوستی او نسبت به زندگی و انسانیت؛ هفت بار دویدن بین صفا و مروه را جزو شعا ئر اسلام و ارکان اصلی حج قرار داده است. بقره ۱۵۸- یعنی انگیزه ی تلاش و رفتار یک زن در زندگی، سمبل امت اسلام از بدو وجود تا قیامت شد. قصص قرآن با ذکر وجود هر رسالتی، زنی را مثل می زند که به خدا نزدیکتر بوده است همچون آسیه در زمان موسی(ع) تحریم۱۱ – مریم با ایمانتر و مطمئن تر نسبت به پیامبر زمان خود ذکریا بوده است عمران۳۷- و یا رسالت پیغمبری اولوالعزم چون مسیح(ع) در گرو احترام به مادرش مریم و ذکر ارزش زنی چون مریم.مریم ۳۲- و یا تحسین کردن سیاست و تدبیر زنی چون بلقیس بر تمام مردان مشاور در زمان سلیمان(ع) نمل۳۲- وغیره … . آنچه در میان مسلمانان عرب بعد از پیامبر(ص) هویدا گشت نه تنها از فرامین اسلام هیچ برداشتی نکردند بلکه با اصرار بر سنت قدیمی خویش بر زنان خشونت روا داشته و نقش او را در اجتماع کم رنگ و فقط سیستم وار و خالی از مفهوم مفاهیم قرآنی را یدک کشیدند. آن همان خطاب قرآن است که إن الاعراب اشد من الکفر و النفاق « براستی حق کش ترین [انسانها] اعراب هستند.»توبه ۹۷-

متاسفانه بعد از حمله اعراب این فرهنگ عربی اسلامی و مردسالار بیمارگونه بر افغانستان حاکم شد که همواره زنان با آزار و اذیت جنسی روبرو می‌شوند و همزمان قربانی و مجرم پنداشته می شوند. بعد از چندین سده سخن گفتن از آزار و اذیت جنسی و حتی قتل زنان، در لفافه ی عرف و سنت دست نخورده باقی مانده است. امروزه یک زن افغانستانی وقتی مورد تعرض جنسی قرار می گیرد، در جایگاه قربانی ای قرار می گیرد که هر ادعایی، مستقیمأ او را به جایگاه متهم اصلی منتقل می کند. زیرا نورم جامعه افغانستانی، مردانگی را به عنوان یک ارزش می پذیرد و زنانگی را در قالب ناموس و ملکیت، سرکوب و سرپرستی می کند.

زنی که با شجاعت زبان به اعتراض باز کند، نا خودآگاه به زن بد اخلاق و بدکاره متهم و در نگاه جامعه مایه ی ننگ و آبروریزی خانواده و قومش خواهد بود و در اکثر موارد به قتل او منجر خواهد شد. با دو دهه پس از سقوط طالبان و زیر پرچم دموکراسی، هنوز افغانستان یکی از بدترین کشورهای جهان برای زن بوده است.

زمانیکه در کابل زندگی می کردم شاهد جنبش های خود جوش زنان بودم که توأم با ترس و وحشت بود. با وجود قانون های ضد زن حکومتی فهمیدم قناعت دادن جامعه سنگین تر از خانواده است. ازدرب خانه آزار و اذیت های جنسی شروع می شد تا بازار و یا محل کار و دفاتر و ادارات، توأم با برخورد تبعیض آمیز قانون ادامه داشت.

در خانه نگه داشتن زن و اتکا اقتصادی دادن به شوهرش بزرگ‌ترین ایده حمایتی جامعه و حکومت بود. هیچ نهادی و یا ارگانی از زنان دعوت به مشارکت و فعالیت های اقتصادی و سیاسی در جامعه نمی کرد. اما در مقابل خشونت علیه زنان در خانواده با حمایت جامعه و قانون روبرو می شد و گاه این خشونت در اجتماع هم با سکوت خانواده و قانون عملی می شد. اکثر خشونت ها و قتل ها در خفا بوده و هیچ گاه رسانه ای نشده اند و تنها معدودی از آنها رسانه ای شده اند. بیشتر این خشونت ها مواردی چون بریدن بینی، شکنجه، سوزاندن، سنگسار کردن و یا قتل و سر به نیست کردن زنان و… در بر می گرفت.اما با این موارد فجیع باز قانون از زن ستیزی با سکوت حمایت می کرد.

بینش و دیدگاه جاهلانه و تعصبی زن ستیزی که در بستر سنتی دینی جامعه ی افغانستان شکل گرفته است، با حمایت قانون و دستگاه جزایی کشور هم گام است.

در کابل آنچه مرا به شگفتی وا می داشت سیاست ضد زن رهبران سیاسی بخصوص رهبران قوم هزاره که نقش اصلی را دراعمال قدرت بر جامعه هزاره به عهده داشتند و دارند، همواره با اتکا به فرهنگ باوری خویش و سنت عربی اسلامی در متن جامعه ی هزاره اظهار حکم می کردند و اکنون هم می کنند.

این افراد بسان محمد محقق رهبر حزب وحدت مردم در بدنه ی حکومت با داشتن چند همسر، مخالف آزاد نگه‌داشتن زنان در عرصه‌های مختلف اجتماعی بود و به قول خودش آزادی زنان درد سر ساز است  و از طرف دیگر با قربانی کردن مردم هزاره در پیکره ی لشکر فاطمیون و اصرار به حقانیت این لشکر در جهت حفظ منافع شخصی خویش با کشتار و جنایات که در پیشینه ی تاریخی ایشان فقط گوشه ی کوچکی از کارنامه ی ایشان است. از آن طرف نیز محمد کریم خلیلی رهبر حزب وحدت اسلامی با سمت‌های مختلف در بدنه حکومت کنونی افغانستان؛ با پیشینه‌ی اتهام معامله واگذاری بامیان به طالبان تا انشعاب حزب وحدت بر مبنای منفعت طلبی‌های خویش و دیگر ابهاماتی که هنوز بی‌جواب مانده است ، ایشان در تمام عمر سیاسی خویش هیچگاه از زنان دفاع مشروعی نکرده‌اند  بلکه خواستار محدودیت و بسته‌ بودن جامعه زنان بوده‌اند در عوض برای انتخابات از رآی آنان سو استفاده کرده‌اند . در کل تمام رهبران سیاسی و جهادی افغانستان فقط در مورد سلب حق آزادی زنان  دیدگاه واحد و متفق الرای داشتند  و دارند .

دولت افغانستان در دوره‌ی پس از طالب برای فریب اذهان عمومی و شعار تحت عنوان دمکراسی در افغانستان،  پروژه‌های ناکام زیادی زیر نام حمایت از حقوق زنان اجرا نموده که کارهای پروژه‌ای و کوتاه مدتی بیش نبوده است اما این تلاش‌ها خراشی بر سطح جامعه‌ی سنتی و زن ستیزی افغانستان هم وارد نکرده است . گسترش فرهنگ زن ستیزی طبقه‌ی حاکم در تلاش برای نگه داشتن زنان در خانه بوده است.

در این چند سال کنونی که جنبش‌های خود جوش زنان با فعالیت‌های گوناگون در قالب تشکل‌های آنان ، هم در داخل افغانستان داشت اذهان عمومی را با خود همراه می‌کرد و هم افکار خارج از افغانستان را به خود معطوف می‌کرد که نقطه عطف بر خروج از جامعه‌ی سنتی افغانستان را می‌پیمود که انتظارات زیادی را بر خود در تمام جهات حقوقی و انسانی در افغانستان متحمل می‌شد ، نمونه‌ی اعتراض همسر زلمای خلیل زاد بر همین باور موج می‌زد . حضور زنان در این برهه حساس در عرصه سیاسی افغانستان داشت بسوی تعیین سرنوشت سیاسی افغانستان با ترغیب مشارکت عموم مردم پیش می‌رفت و قوت می‌گرفت که عملکرد تلاش زنان در راه ایجاد عدالت و گام نهادن به سوی جامعه‌ای مسئولیت پذیر ، عرصه را بر رهبران سیاسی و جهادی تنگ می‌کرد ، زیرا در مدت نه چندان دوری مسبب تغییر چهره حکومت می‌شد و چه بسا جهادی‌ها و حکومت مداران را به دادگاه برای تفهیم جنایات مرتکب شده‌شان فرا می‌خواند. برای کنترل جو سیاسی و ممانعت از این روند نو تنها راه ، تقویت کردن سنت‌های زن ستیز رایج با مفاهیم عربی دینی است که زن بودن را شرم و ننگ جلوه می‌دهد .

برای این منظور برنامه‌هایی را برای پذیرش عناصر شکننده از زنان جهت حضور دادن آنها در عرصه‌های سیاسی چون مجلس به راه می‌اندازند و برای آماده سازی اذهان عموم بر مشکل ساختن وجود زنان در عرصه‌های مختلف اجتماعی ، ابتدا شروع به افشاگری و رسانه‌ای کردن آزار و اذیت‌های جنسی در سطوح مختلف اجتماع می‌کنند از جمله افشای آزار و اذیت‌های جنسی در مدارس ، ادارات دولتی ، مراکز ورزشی همچون دختران فوتبالیست افغانستان و مراکز معارف و غیره  را در طی این دوران به صورت مسلسل آماج برنامه‌های تحلیلی و خبری خویش قرار می‌دهند و در سطح فضای مجازی به صورت گسترده نشر دادند و چنان وانمود کردند که حضور زنان در عرصه‌های مختلف اجتماعی بانی فساد و تباهی در جامعه‌اند و با رسانه‌ای کردن قتل‌های خیابانی و ترور زنانی چون مینه منگل و قتل و عام خانوادگی و … هم وحشتی ایجاد میکنند و هم ناقوس به خطر افتادن ناموس را به صدا در می‌آورند .

هر چند این آزار و اذیت ها در دوران های قبل از این افشاگری‌ها همواره بوده است. اما هدفمند در این مدت مردم افغانستان و جهان را در جریان آن قرار می دهند و کار کرد نظام حکومتی هم فقط تعلیق و اخراج و تنبیه و قول پیگیری بیشتر برای مسببان آن بوده است. و هیچ گاه علل آن را مورد توجه قرار نداده اند.

بعد از قتل‌های مشکوک ، یکی از مشاوران ریاست جمهوری که خود را مدافع مردم و بر حسب ندای وجدان شروع به افشاگری می کند، آن هم در هنگامه ی پایان دوره ی ریاست جمهوری اشرف غنی.

حبیب الله احمد زی مشاور ریاست جمهوری در تقابل با افشاگری و رسانه‌ای کردن این دام گسترانیده شده و از قبل برنامه ریزی شده برای تضعیف پایه های اجتماعی زنان افغانستان رقم می‌خورد  تا عامل بازدارنده رشد ریشه های جنبش و مشارکت زنان در عرصه های اجتماعی شود. این دام با قرار دادن عناصری شناخته شده برای ارگ و دادن کرسی مجلس نمایندگان به آنها و سمت هایی که خود در ارگ در نظر گرفته بودند. بعد با دمیدن شیپور فحشا در ارگ و سمت های بالای حکومتی طبل رسوایی زنان را به صدا در آوردند که این واقعه در تاریخ افغانستان تا مدت مدیدی، لطمه ی جبران ناپذیری بر جنبش زنان خواهد بود. مرحله ی پایانی این برنامه با عملکرد جهادی ها و منبر نشینان در مساجد خواهد بود که همچنان زنان را حبل شیطان و فتنه و غیره خطاب کنند و از مردان برای حفظ ناموس و مالکیت حیثیت خویش بر پایه ی ایمان مردان طلب یاری کنند.

از نام ننگ برای خانواده ها و یا بی غیرت شدن مردان حذر داده می‌شود  که نهایتأ زنجیر اسارت زن را در خانواده و جامعه تنگ تر کنند.

شناخت ارزش ها تضمین نهادینه کردن عدالت است. که سقوط ارزش‌ها ضمینه ی سقوط عدالت که با انحراف از قاعده نشأت می گیرد که توازن [در جامعه] را برهم زده و با سیری رادیکالی سقوط انسان و جامعه را فراهم می کند.این انحراف نتیجه ی عملکرد حاکمان غیر مسئولی است که با حکم ناروا و به دور از حقیقت، سیستمی فاسد و طاغوتی را بنیان می نهند از طرف دیگر با نبودن علم و آگاهی در بینش اسلامی جهادیها و خالی بودن باورهایشان از ارزش ها سیاست هایشان پرتگاهی برای انسانیت و جامعه است. سیستم غیر مسئولی را بنیاد نهاده اند که هیچ تعهدی در مقابل انسان و حقوقش ندارند و محصول حاکمیت این جهادیها تا به امروز در افغانستان تاریخچه ای پر از کشتار، خیانت، بی عدالتی، فساد و تباهی بوده است.

طاهره خدانظر

t.khodanazar@yahoo.com

 

 

 

 

 

په جنګي جنایاتومحکوم ، دمسعود اوشوروي دلوړې بولندې ترمنځ دهمکارۍ له مخې څادر لیرې کوي

26.5.2019Masoud i 1980
لیکوال : باريس ګ. رېچاردسن
پښتو ژباړه : رحمت اریا
دیارلس واته اتیا لمريز کال دوه زره لس ع
پنجشېر: دنولسوو اتیا زکال دجون په میاشت کې دشوروي \ افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت ګ‌ډ پوځي ځواکونه دپنجشیر د درې دراتاو شوو غرونو په تَل کې پلی شول. ددغه برید موخه داوه چې دسالنګ ترلوې لارې راتاوپه نږدې ورڅیرمه پرامترۍ کې دهغې سیمي امنیت خوندي کړي چې دشوروي داکمالاتوبنسټیزه نښلونکې کرښه ګڼل کېدله.
ددې لپاره چې دشوروي دځاني تلفاتو شمیره راټیټه شي نوددښمن داور دراتللو په حالت کې دافغانستان ددیموراکتیک جمهورېیت ځواکونو ته امر وه شو چې دعملیاتو مشري دې په غاړه واخلي. ددې لپاره چې لښکر خپل ] آې پي سی[. موټر په دره پلي کړي نو دافغانستان دیموکراتیک جمهورېیت یوه جګړن ته دنده وه سپارل شوه چې په ډیرپام اوځير دې خپل سرتيري دیوڅپانده اوبهانده رود پر سر دحاکمې لوړې څوکې سرته چې له لیرې ښکارېدله وروه خېږوي. جګړن دموضع ګانو دنېولو لپاره ، دپیوړو دوربېنونوپه مرسته ضروري کښتنۍ اوپورتنۍ سیمې سروې اومحاسبه کړې. درود ترغاړې د دود یوې لوخړې دهغه پام ځانته راواړاوه.دیومانور په ترڅ کې دراپورته کېدونکې دودسیمې ته په ورنږدې کېدلو جګړن په چټکۍ پوهيږي چې دود داحمدشاه مسعود اودهغه دمرستیلانو له دېره شوو کمپونو څخه راپورته کېږي اوداسې ښکارېدله چې ډو‌ډۍ پخوي . جګړن دسترګو په رپ کې درا‌ډیو له لیارې دعملیاتو د‌ډګر قومندې ته خبر ورکوې چې هغې داحمدشاه مسعود ځای ځايګی موندلاې دی. ًهغه مونږ محاصره کړې دي ً دافغانستان ددیموکراتیک جمهورېیت جګړن وه ویل: ً ويې نېسو که یې وه وژنو؟ً دعملیاتو د‌ډګرقوماندې جګړن ته ځواب ورکړ ً دبلې قومندې پورې هیڅ ډول اقدام ته لاس پورې نه کړئً

له څه وخت تېرېدا وروسته جګړن ته لارښوونه وه شوه چې ً اور دې نه کوي ، له هراقدامه دې لاس واخلي اودمسعود ورڅیرمه ګاون‌ډیو سیمو څخه دې خپل سرتيري راوه باسي ، اوتربلې قومندې پورې دې خپلو اکتشافي څارنوته دوام ورکړي.ً په هماغه ورځ دورځې په اوږدوکې جګړن ته وه ویل شول چې دخپلو سرتېرو ډلګۍ دې له سیمې څخه راوه باسي اوخپلو موټرونو ته دې راشي. عملیات فسخ شول اوټول لښکرته وه ویل شول چې خپلو بارکونو ته بیرته راوه ګرځي . دهماغې ورځې په ماښام دورځنۍ پیښې دڅېړلو په ترڅ کې دقومندې افسر خپل دلاس لاندې جګړن سره ټوکه وه کړه . هغه ورته وویل: ً مخکې له دې چې ته له پنجشېره بیرته راستون شئ ، مسعود دمارشال سوکولوف سره دچهلستون په ماڼۍ کې ناست وواودماښام ډو‌ډۍ یې ورسره خوړله .ًپه هغه وخت کې مارشال سرګې سوکولوف په افغانستان کې دشوروي دځواکونو اعلی سر قوندان وو. وروسته جګړن دې پایلو ته وه رسېده چې دهغې مودې په اوږدو کې اوله خپلو سرتېرو سره خپلو بارکونو ته ستانه شي مسعود هرو مرو دچهلستون ماڼۍ ته دشوروي په چورلکې کې بېول شوی دی.

یادونه :
دافغان دداسې غميزي په هکله هرڅومره چې وه لېکل شي کمه ده ، خوپه دې جریان کې دجګړې دهرې پیښې دنامالوم حال همداسې پټې پاتې شي، نودجګړې ټپونه اوبیسارې قربانۍ اومرګ ژوبله له یوې خوا اودجګړې میدان کې ددښمن ناڅرګنده حالت دبلې خوانه ، دا ددې سبب کېږې چې جګړه دکوم دښمن پرضد روانه ده ،؟؟؟؟ دښمن دجګړې دمرکزي قوندانۍ سره غاړه غړۍ ناست اوملګرتوب کوي، اوځانونه هیڅ ډول خطر ته نه ورکول کې ږي!!!!!
دافغان ددولت دسرتېرو قربانۍ، دجنګي مصارفاتولوړې کچې ته رسول،. دخپلو قطعاتو قصدآ ناکامي، په څرګنده توګه دخپل ناتعریف شوي دشمن] چې ستا دجنګي قومندانیومرکز ورسره غاړه غاړۍ وي[ بریالېتوب یوه بابېزه خبره ده ، اوپه حقېقت کې ځان غولول دي.

اوبیا داسې رشخند ته وه ګورۍ چې په ظاهره کې دشمن اوپه باطن کې ستا داشغالګرو دوست سره په جګړه کې مخامخ یې!!!!!

اوبیا خو دې تاريخي ظلم ته چې هماغه دشمن نه] دوست[ دقهرمان جوړولوپروګرام په جوړېدو وي، اولوې قوندان دې هم دستا دژوند ټولې خواوې محاصره اوپه خپلو کرغېړنو منګلو کې کلک کړې وي، دارقم جګړې ته دبشر په تاریخ کې ځای نه لري!!!!

سره له ټولو ناخوالوسره سره دافغان میلیوني ولوسونه په اشغال باندې بریالی کيږي اوخپل تاریخ ګټي!!!!
آفرین شه اوپه دوۍ شه!!!!
نوربیا

د پاکستان بقا د پښتون قوم په دریځ پورې تړلې ده!

PTM د پښتون قوم، مدنې او قومي غوښتنې د پاکستاني قوانینو په چوکاټ کې وړاندې کړي او لا هم هڅه کوي چې د خپل لوی قاید پاچا خان تر لارښوونو لاندې، تشدد ته لاس وانه چوي او په مدني او سوله یزو لارو خپلو روا غوښتنو ته ورسي. دا پښتون قوم او PTM نه دی چې د پاکستان د بقا پسې يي وسله رااخیستي، پښتون قوم تر اوسه پورې په دې اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی او خپلې روا قومي غوښتنې په سوله یزو او مدني لارو پالي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ( PTM ) غټه غوښتنه دا ده چې پښتونخوا کې پنجابی پوځ ولي پروت دي؟ یو لکو شپېته زره پوځ د پښتونخوا په کلیو او بانډو کې څه کوي؟ د پښتون قوم لخوا پاکستان ته هیڅ ډول ګواښ او تهدید متوجه نه دي. ګواښ او تهدید خو د کشمیر پر سر د پاکستان د غلطو او شوونیستي سیاستونو په لامل، کېدای شي د هند له لوري متوجه وي. دا پوځ ولې بل چیري نه دېره کیږي. که خبره د ترهګرو وي، د ترهګرو د پالنې مرکزونه او مشرتوب يي ISI او پوځ ته مالوم دی؛ د دوی په مرسته پالل کیږي او د پاکستان په نورو خوندي ځایونو کې ساتل کیږي. بلخوا د افغانستان په لورهم دوی اغزن سیمونه او کټارې لګولې چې عادي وګړي پرې نه شي تېرېدای، نو د اغزن تارونو او کټارو سره سره، بیا دا دومره غټ پوځ دلته د څه لپاره؟ بله دا، دا کټارې او اغزن سیمونه ولې د کشمېر او هند سره په پوله نه لګي چې د پرې د یوې کورنۍ دوه غړي جلا کوي.

د همدې پوځ د پوستو په مرسته په پښتونخوا کې د پښتنو د قومي مشرانو، استادانو او پوهانو هدفي وژنې دوام لري. همدا پوځ د پښتنو په کورونو شپه او ورځ وراوړي، د شتمنیو د لوټ او تالان تر څنګ د کورنیو بې عزتي او بې پتي کوي. د همدې پوځ په وسیله او د همدې پوځ په شتون کې د پښتنو په زرګونه زلمیان، تورسرې او سپينږیري ترې تم او لادرک دي او پوښتنه يي هم ګنا ګڼل کیږي. د همدې پوځ په لاس د بېلګې پتوګه نقیب الله مسېد، پروفیسر لوڼي او نور په رڼا ورځ ووژل شول او قاتلان يي چې خپله پوځیان او ISI ده، سرې سترګې بې پوښتنې ګرځي.

د اسلام اباد واکمنو پښتون قوم سره هغه چلند پیل کړې چې په ۱۹۷۱ کال يي د بنګال سره تر سره کړی وو. د پاکستان په قامي اسمبله کې د حکومت مخالفه ګوند، مسلم لیګ نون غړی خواجه اصف خبرداری ورکړی «که په وزیرستان کې اوسني حالات د خبرو اترو له لارې سم نه شول، د بنګال پشان حالات جوړېدای شي»

بنګالیانو چې په ۱۹۷۱ کال ټولټاکنې ګټلې وي، پوځیانو د بنګال مشر، شیخ مجیب الرحمان پرېنښود څو د ټول پاکستان چې هغه مهال ختیځ او لوېدیځ پاکستان په یو یونیټ کې د یو هېودا په نوم ګڼل کېده، مشر شي. د ملیتاریستي او شوونیستي چلند په لامل، همدغه پوځیان ول، بنګالیان يي اړ کړل چې له اسلام اباد څخه جلا شي، یو یونیټ او پاکستان مات کړي او ځانته خپلواک هېواد، بنګله دیش جوړ کړي.

دا چې د پاکستان پوځي واکمنان له خپل تریخ تاریخه ګټه نه اخلي او پاکستان يي پښتون قوم ته په زندان بدل کړی، البته غواړي یو ځل بیا پخپل لاس پاکستان مات کړي.

که دا ځل هم د پاکستان برخلیک په بل بنګله دیش اوړي، مسوولیت او پړه يي یوازې د هغه هېواد په پوځیانو ده.

د پښتون قوم په استازیتوب په تېر یو نیم کال کې د PTM یوه مدنې غوښتنه هم اسلام اباد نه ده منلې او تل يي د دغه غورځنګ د روا غوښتنو په وړاندې د ګواښ او تهدید ژبه کارولې ده. اسلام اباد په تېر کې یوازې د جنرالانو په ژبه د PTM مشرانو سره خبرې کړي!

خو پښتون قوم او PTM نن هم خپلې غوښتنې د قانون په چوکاټ او مدنې لارو وړاندې کوي. تشدد د پښتون قوم او PTM غوراوی نه دی.

د اسلام اباد پوځي واکمنان دې پښتانه، نه مجبوروي چې خپل دریځ بدل کړي. د پښتنو په سوله یز او مدني دریځ کې د پاکستان بقا پرته ده.

اسلام اباد دې د خپلې بقا په اړه له سره فکر وکړي!

د ۲۰۱۹ کال د مۍ ۲۸ مه

سرلوڅ مرادزی

څوک يې ؟

هنر غيرت
زه اختر يم اجازه ده ؟
نه ، زه روان يم هديرې ته
د خپل ځوان زوی مقبرې ته
هېر می نه دي سپين بيرغو
مې له ورور پرې کړه لاسونه
وروسته تور بيرغيان راغلل
غوڅول به يې سرونه
زما مشر ورور ته يې ښخ ول
د پنجاب ماډل بمونه
دلته هر چېرې خوره ده
يوه غوغا کرکجن غږونه
زمونږ د کلی ټول زلميان يې
په تکبير ذبح او حلال کړل
د ژوند هر څه يې خرڅ کړی
د مرګونو په دلال کړل
نو اختره رنګ دې ورک کړه
قدمونه دې ژر سپک کړه
راليږلی ته دې ورشه
او له مونږ په ګيلو سر شه
چې راستون يې کړم له کلی
هم مې ښار په کاڼو ولي
ورته ووايه چې وايي
اختر مړو ته نه ښايي
هم مو خپل په خپله وژنی
هم مو بل په خپله وژني
د افغان سره يې جنګ دی
پر ملالو يې غورځنګ دی
هم سنګر په وينو سوردی
هم ګودر په وينو سور دی
دلته يې جوړه کربلا ده
فتنه ټوله د ملا ده
د پردو سره نوکر دی
نس يې کندې نه ژور دی
مونږ ناپوهه او بی خبر
ملا خدای دی مقرر
ځه اختره له دې ځايه
زمونږ تپوس وکړه له خدايه
پای

امریکايي سناتور: خلیلزاد له طالبانو سره خبرو کې پرمختګ درلود

منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 5/24/2019

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړۍ استازي، زلمي خلیلزاد چهارشنبې(د غبرګولي په لومړۍ نېټه) د  امریکا د سنا جرګې د بهرنیو چارو کمېټې له طالبانو سره د خبرو په تړاو  مالومات ورکړل.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو چارو کمېټې رییس، سناتور جیم ریچ وايي خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو کې ”پرمختګ” درلود.

د اسوشیټډپرس خبري اژانس د خبر له مخې ښاغلی ریچ د بهرنیو چارو کمېټې سره د ښاغلی خلیلزاد له خبرو وروسته وویل:«مسله تل داسې وي چې پرمختګ څومره شوی دی او آیا کولی شو چې وروستۍ موخې ته ورسېږو او که نه؟»

زلمي خلیلزاد د تړلو دروازو ترشا د سناتورانو پوښتنو په قطر کې د خپلو ناستو او له طالبانو سره د خبرو په تړاو ځوابونه ورکړل او خبریالانو ته د دې ناستې د پوښښ اجازه نه وه ورکړل شوې.

بل امریکايي سناتور، ښاغلي منیندیز ویلي دي:«د استخبارتي ټولنې او همداراز د خلیلزاد نظر ترمنځ د سولې په تړاو ژور توپیر ښکاري.»

جمهوري غوښتونکي سناتور، تاد یانګ بیا له طالباانو سره د خبرو په تړاو د ډېر رڼښت غوښتونکی دی.

زلمي خلیلزاد په تېرو اوو میاشتو کې شپږ ځله له قطر کې له طالب استازو سره ناستې او خبرې درلودې.

په قطر کې امریکا او طالبانو د خبرو چورلیز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعدې دلې سره د طالبانو د همکارۍ او اړیکو پریکوڼ وو. همداراز په دې خبرو اترو کې له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او افغانستان کې اوربند هم له مهمو موضوعاتو وو.

انستیتوت ”انترپرایز” امریکا می‌گوید، طالبان در مذاکرات صلح صادق نیستند
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 5/24/2019
نماینده‌گان طالبان در قطر

انستیتوت انترپرایز امریکا می گوید، طالبان در مذاکرات صلح صادق نیستند.

یک عضو انستیتوت امریکایی موسوم به انترپرایز می‌گوید، طالبان در جریان مذاکرات صلح از دیپلوماسی فریبگرانه و به هدف آماده‌گی برای جنگ کار می‌گیرند.

مایکل روبین عضو این انستیتوت روز پنج‌شنبه در نشستی در کابل از طریق سکایپ این سخنان را مطرح کرد:

”طالبان در دیپلوماسی یک چیزی می‌گوید اما در عمل کار دیگری می‌کند، آنان از دیپلوماسی به هدف اغوا کردن جانب مقابل و آماده‌گی برای جنگ کار می‌گیرند، به گونه مثال این گروه در سال ۱۹۹۵ تعهد کرد که به هرات حمله نمی‌کند اما این کار را کرد، بسیاری‌ها در واشنگتن این را فراموش کرده اند که در سال ۱۹۹۶ طالبان در حال مذاکره برای ساختن حکومت ائتلافی بودند و اما به کابل حمله کردند.”

مایکل روبین عضو انستیتوت امریکایی انترپرایز30Oct2007

ه گفته مایکل روبین، طالبان پیش از این به خاطر منزوی کردن اسامه بن لادن و متوقف ساختن مراکز آموزشی تروریستی به امریکا تعهد کرده بودند اما آن را عملی نکردند.

آقای روبین در باره ارزیابی عملکرد تیم دو نالد ترمپ برای صلح افغانستان یک مقاله را نیز نشر کرد.

وی در مقاله اش به این اشاره کرده که برخی اعضای اداره ترمپ و وزارت خارجه امریکا از سابقه ی مذاکرات میان طالبان و امریکا آگاهی ندارند.

قبل از این میان زلمی خلیل زاد نماینده خاص وزارت خارجه امریکا برای صلح افغانستان و نمایندگان طالبان در قطر شش دور مذاکرات صورت گرفته که بالای چهار مورد بحث صورت گرفته است.

  • خروج نیرو های خارجی از افغانستان،
  • عدم استفاده از خاک افغانستان بر ضد کشور های دیگر،
  • گفتگوهای بین الافغانی
  • و آتش بس

چهار موردی اند که در این مذاکرات بالای آن بحث شده‌است.

تا حال در این مذاکرات دو طرف به کدام نتیجه و توافق دست نیافته اند.

در همین حال وحید مژده کارشناس مسایل سیاسی در افغانستان که در این نشست حضور یافته بود می گوید، تا حال جزئیات توافقنامه صلح میان امریکا و طالبان مشخص نیست و به همین دلیل به کدام توافق نرسیده‌اند.

وحید مژده تحلیلگر مسایل سیاسی در افغانستان

او افزود:

”مشکل ایالات متحده امریکا با طالبان این است که امریکا به میل خود با افغانستان توافقنامه امنیتی امضأ کرد و موارد زیاد این توافقنامه جنبه اخلاقی دارد نه حقوقی تا این که امریکا را به الزامیت آن متوجه سازد، در حالی که طالبان چنین چیزی را قبول ندارند، این که جریان مذاکرات یک دور شانزده یا هفده روز طول می کشد دلیل آن جزئیات مسایل است که باید روی آن بحث شوند.”

در مقاله مایکل روبین عضو انستیتوت انترپرایز امریکا، به نقش پاکستان در مذاکرات صلح افغانستان نیز اشاره شده و گفته شده که پاکستان باید فشار بر طالبان را افزایش دهد.

مقام های امریکایی و طالبان تا حال در باره اظهارات مایکل روبین ابراز نظر نکرده اند.

گزارش: نصرت پارسا

 

طالبان درغور یک قصاب و چهار دکاندار را با خود بردند
منبع : باختر   تاریخ: 5/24/2019
طالبان در ولایت غور یک قصاب و چهار دکاندار را با خود بردند.
عبدالحی خطیبی سخنگوی والی غور به آژانس باختر گفت که این دکانداران را به اتهام تهیه و فروش مواد خوراکی به نیروهای دولتی از خانه های شان باخود بردند.
وی گفت که  تلاش های پولیس برای آزادی آنان آغاز شده است.
طبق یک خبردیگر :
در اثر حمله طالبان بر یک پوسته  پولیس در ولسوالی پسابند آن ولایت یک طالب مسلح کشته شد.
ختم
د حکومت د کار د دوام په اړه د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم خپل دریځ څرګند کړ
منبع : تاند   تاریخ: 5/24/2019

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه مبهمه خبرپاڼه کې هم د حکومت د معترضو کاندیدانو ملاتړ کړی او هم یې د حکومت د کار له دوام سره موافقه ښکاره کړې ده.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو ۱۲ کاندیدانو غوښتنه کړې چې د اساسي قانون د ۶۱ مادې پر اساس د پنځم کال په پای کې د حکومت د کار موده پای ته رسېدلې بولي او ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې جوړ شي او یا دې ولسمشر غني خپل کار ته په دې شرط دوام ورکړي چې له کاندیداتورۍ څخه به تېرېږي.

اجرايي رئیس عبدالله عبدالله په خپله فېسبوکپاڼه کې د خپل انتخاباتي ټیم خبرپاڼه خپره کړې او په هغې کې یې ویلي:

«که څه هم د ملي یووالي حکومت د سیاسي موافقې پر اساس رامنځته شوی، خو څرګنده ده چې د وخت او کاري مودې له پلوه د جمهوري ریاست د یوې انتخاباتي دورې تابع دی. د افغانستان اساسي قانون د انتخاباتي دورې او د ولسمشر د کار د دورې د پای په اړه پوره صراحت لري. د اساسي قانون ۶۱ ماده دوې مهمې او روښانې برخې لري: لومړۍ برخې یې په جدیت او روڼ ډول حتي د ولسمشر د کار د پای ته رسېدا ورځ په ګوته کړې ده. په دوام کې یې دوهم جز تر ټاکلې مودې مخکې د انتخاباتو نېټه تعین کړې ده.»

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي«په خپل وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو نه ترسره کېدا له یوې خوا په عامه ذهنونو او په سیاسي او حقوقي ټولنو کې د ملي یووالي د حکومت د کار د دوام په اړه پوښتنې پیدا کړي او له بلې خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او د دولت د مشرتابه په منځ کې د نظراختلافونه رامنځته کړي دي، چې دغو اختلافونو خلک اندېښمن کړي دي. د ثبات او همپالنې ټیم دا پوښتنې د بحث وړ بولي او د کاندیدانو له یو شمېر اندېښنو سره همږغه دی….»

د ثبات او همپالنې د ټیم اعلامیه تر پایه په همدې ډول مبهم دوام کوي، د معترضو کاندیدانو له لوري مظاهرو او اعتراضونو ته په اشارې وايي چې دا ډول اقدامات بې ثباتي نوره هم زیاتوي مګر په عین حال کې په یوه برخه کې د ولسمشر د واک د محدودېدو غوښتنه کوي.

د ولسمشر غني ویندویانو ویلي چې د اساسي قانون ۶۱ ماده په هغه صورت کې د جوزا په لومړۍ د ولسمشر د کار دوره پای ته رسېدلې بولي چې انتخابات شوي وي.

دوی وايي، د دې لپاره چې په اساسي قانون کې دا موضوع په زغرده روښانه شوې نه وه، د قانون د تفسیروونکې مرجعې په توګه یې سترې محکمې ته مراجعه وکړه او دې محکمې تر انتخاباتو پورې د ولسمشر غني د حکومت دوام تایید کړ.

نماینده‌گان برای پنجمین روز نتوانستند جنجال‌ ها در مجلس را حل کنند
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 5/24/2019
اعضای شورای ملی، دیروز (پنج‌شنبه، ۲جوزا) که پنجمین روز تشنج ازبهر تعین رئیس ولسی جرگه بود نیز نتوانستند به جنجال‌ها در این باره پایان دهند.
روزگذشته، پس از اعلام نتیجۀ کار کمیتۀ ۲۷نفری، تصمیم گرفته شد تا در جلسهٔ عمومی امروز دربارۀ یک رأی باطل اعلام شده از سوی رئیس موقت انتخابات مجلس، تصمیم گرفته شود اما نشست دیروز به علت اختلاف‌ها میان طرف‌دارن میررحمان رحمانی و کمال ناصر اصولی برگزار نشد.
جنجال اصلی اکنون برسر همین یک برگۀ رأی‌دهی است که در آن در پیش‌روی عکس میررحمان رحمانی علامت زده شده‌است. در این برگه، بر علاوۀ علامت تأئید، یک علامت دیگر به شکل نقطه در پائین آن نیز رسم شده‌است.
قرار بود نشست برگزار شود و دربارۀ این برگه که در حقیقت سرنوشت ساز است و اگر به نفع رحمانی حساب شود اورا برندۀ بی‌قید وشرط ریاست مجلس می‌سازد، تصمیم گرفته شود اما نشست برگزار نشد.
جنجال‌ها در مجلس، روز شنبه پس از برگزاری دور دومین انتخابات هیئت اداری مجلس بالا گرفتند. در این انتخابات، ۱۲۳ رأی میررحمان رحمانی گرفت و ۵۵ رأی هم رقیب او کمال ناصر اصولی گرفت.
آقای اصولی و طرف‌داران او استدلال می‌کنند که تعداد نماینده‌گان حاضر در مجلس – پیش از برگزاری انتخابات – ۲۴۷ تن بوده‌اند که با این حساب، فرد برنده برمبنای قانون پنجاه به اضافۀ یک، باید ۱۲۴ رأی داشته باشد که آقای رحمانی آن را پوره نکرده است.
اما رئیس موقت مجلس، هنگامی که نتیجه را اعلام کرد گفت که او برمبنای آرایی‌که از صندوق بیرون شده تصمیم گرفته‌است که ۲۴۴ رأی بودند و به این اساس میررحمان رحمانی رئیس مجلس است.
اکنون تمام مسایل وابسته به همان یک برگۀ رأی‌دهی است که اگر نماینده‌گان آن را به اکثریت آرا، بپذیرند میررحمان رحمانی رئیس مجلس می‌شود و اگر نپذیرند اختلاف‌ها هم‌چنان ادامه خواهند داشت.
نماینده‌گان ولسی جرگه، دیروز فیصله کردند که تا به روز شنبۀ آینده بحث‌های بیشتر برای حل این منازعه انجام شوند.
در همین حال، برخی از اعضای شورای ملی از آن‌چه‌که معامله‌های پنهانی شماری از نماینده گان با طرف‌های منازعه می‌گویند نیز سخن می‌زنند.
یوناما: د هلمند او کونړ هوايي بریدونو کې ۱۴ ملکیان وژل شوي
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 5/24/2019
په افغانستان کې د هوا د ګرمیدو وروسته د ښکیلو خواو ترمنځ جګړې زیاتې شوي، چې له امله یې
 ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې ده.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ” یوناما” د روانې میلادي ”مۍ ” د میاشتې په ۲۰ او ۲۲ مه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې په دوو جلا هوايي بریدونو کې د ۱۴ ملکي وګړو وژل تائید کړي دي.

”یوناما” په خپل رسمي انټرنیټي پاڼه کې لیکلي، چې په دغو څلوارلس وژل شوو ملکیانو کې پنځه ښځې او اوه ماشومان هم شامل دي.

د ملګروملتونو مرستندویه دفتر ” یوناما” په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه د ملکي وګړو د ژوند د خوندیوب غوښتنه هم کړې ده.

” ټولې ښکیلې غاړې باید د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې نړیوالو مکلفیتونو درناوی وکړي”.

د افغانستان د کورنۍ چارو وزارت ویلي، چې په اکثرو هوايي بریدونو کې وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د ادعا له مخې طالبان خلک ته دې اړ باسي، چې ووایي، چې په بمباریو کې طالب وسله وال نه بلکې ملکي وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي رحیمي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په هغو سیمو کې، چې د طالب وسله والو تلفات زیات وي، هغوی د خپلو وسله والو د مړو جامې بدلوي او داسې ښيي، چې ګوندې وژل شوي ملکي وګړي دي.

ښاغلي رحیمي وویل ” ټولو ادارو ته په ځانګړي ډول عملیاتي څانګو ته د امنیتي ادارو د مشرتابه هدایت همدا دی، تر څو د عملیاتو پر مهال له ډیر احتیاط څخه کار واخلي، چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي”.

په جګړو کې د ښکیلو خواو په ځانګړي ډول د افغان حکومت د طرفدارو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو مرګ ژوبله په دې وروستیو کې د بشر د حقونو د ادارو په یوه ستره اندیښنه بدله شوې ده.

د ”یوناما” د دغه راپور دمخه د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ ”سي پي اې جي” په نوم یوې ډلې هم په هوايي بمباریو کې ملکي وګړو ته د سر د زیان په اړه ژوره اندیښنه ښودلې وه او له افغان حکومت یې غوښتي وو، چې د جګړې خپل تکتیک دې بدل کړي.

وزارت داخله افغانستان از ’کاهش جرایم جنایی’ خبر داد
منبع : بی بی سی   تاریخ: 5/24/2019

وزارت داخله افغانستان می‌گوید میزان جرایم جنایی در افغانستان در ماه ثور، بیست درصد نسبت به ماه حمل کاهش یافته است.

نصرت رحیمی، سخنگوی این وزارت، امروز پنجشنبه (۲ جوزا) در یک نشست خبری گفت در بیست روز گذشته ۵۳۴ واقعه جنایی توسط پولیس تشخیص داده شده و ۶۹۰ نفر از مظنونان جرایم جنایی در کابل و ولایت‌های دیگر بازداشت شده‌اند.

آقای رحیمی همچنین گفت که در این مدت به شصت قضیه خشونت علیه زنان رسیدگی شده و دوسیه متهمان آن به محکمه سپرده شده است.

سخنگوی وزارت داخله افغانستان در این نشست گفت که تنها در شهر کابل ۲۴۸ مظنون جرایم جنایی توسط پولیس بازداشت شده‌اند که از این میان ۱۸ نفر متهم به ”جرایم سازمان یافته” هستند.

نصرت رحیمی: جرایم جنایی در یک ماه اخیر بیست درصد نسبت به ماه قبل از آن کاهش یافته

همچنین به گفته این وزارت در مدت یادشده پلیس مبارزه با مواد مخدر این وزارت۳۲۳ قاچاقچی مواد مخدر را بازداشت کرده و یک هزار و ۵۶ نفر از معتادان مواد مخدر در شهر کابل را جمع آوری و به مراکز درمانی معرفی کرده است.

این وزارت همچنین از تخریب ۴ کارخانه بزرگ مواد مخدر نابودسازی ۵۳ تن خبر داده است.

وزارت داخله افغانستان همچنین مدعی است که در بیست روز گذشته ر ۸۱۶ از مخالفان مسلح دولت کشته و ۱۶۰ نفر دیگر بازداشت شده‌اند.

در ماه‌های اخیر شکایت‌ها از افزایش موارد جرایم جنایی از جمله اختطاف و سرقت در کابل و لایت‌های دیگر بالا گرفته بود.

 

اماراتو زرګونو پانګوالو ته دایمی اقامې ورکړې
منبع : پشتو نیوز   تاریخ: 5/24/2019
دعربی متحدو اماراتو ددبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم ویلی، ددایمی اقامې دزرین کارت له سیستم نه په ګټې اخیستو به په دې هېواد کې پانګوال، دطب، انجنیرۍ، علومو او ټولو هنرونو په برخه کې استثنایی وړتیا لرونکی کسان ګټه واخیستی شی.
شیخ محمد بن راشد آل مکتوم وایی، کابو ۷ زره بهرنیو بهرنیو پانګوالو ته یې ددایمی وېزو سیستم چمتو کړی دی.
مخکې ترډېره اماراتو کې بهرنیو وګړو ته داستوګنې لنډمهالې اقامې ورکول کېدې، چې په دورانی توګه به نوې کېدې. خو داماراتو حکومت تېر کال اعلان وکړ داقامو موده به اوږده کړی چې بهرنی سوداګر او پوهان ګټه ترې واخیستی شی.  
                        
کهن سال‌ ترین منار خشتی جهان در ولایت غور افغانستان در آستانه نابودی است
منبع : العربیه.نت   تاریخ: 5/24/2019

غلام ‌ناصر خاضع والی غور در غرب افغانستان پنج شنبه 23 می تایید کرد در نتیجه سیلاب نیرومند منار جام در این ولایت در آستانه نابودی قرار دارد. این منار یکی از کهن سال ترین منار های خشتی باقیمانده در جهان است. این سیلاب عصر روز چهارشنبه 22 می آغاز شده و خسارات زیادی در ولایات هرات و غور در غرب افغانستان به بار آورده است.

به گزارش روزنامه هشت صبح، غلام ناصر خاضع والی غور گفت، هوتلی که توسط سازمان فرهنگی جهان (یونسکو) در کنار منار جام ساخته شده بود توسط سیلاب تخریب شده و آب تا کناره‌ های منار تاریخی جام نفوذ کرده است. خاضع افزود، بخش ‌هایی از «دیوار استنادی»‌ای که با همکاری مشترک یونسکو و «USIAD» ساخته شده بود، نیز توسط سیلاب تخریب شده است.

این دیوار محافظتی در سال 2012 میلادی در اطراف منار جام ایجاد شد، اما دو سال بعد در پی سرازیر شدن سیلاب ‌ها، بخش‌هایی از آن تخریب شد. والی غور می‌ گوید که از قول اردو و دیگر نهاد های حکومتی تقاضای همکاری کرده، اما منار جام در منطقه‌ای کوهستانی و صعب‌العبور واقع شده که حتی نشست هلیکوپتر نیز مخصوصآ در شب در آن منطقه ناممکن است.

به گفته والی غور حدود 100 تن از باشندگان محلی تصمیم گرفتند تا از نفوذ آب به لایه‌ های کناری منار جام جلوگیری کنند. با آن هم غلام ناصر خاضع به نقل از مردم محل از فروکش کردن نسبی سیلاب خبر می‌ دهد، اما می‌ گوید که تهدید به صورت کل رفع نشده است.

مسوولان محلی ولایت غور تأکید می‌ کنند که پیش از این بار ها هشدار های جدی را در مورد تخریب و آسیب احتمالی منار جام با مسوولان حکومت مرکزی در میان گذاشته‌اند. رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت غور گفته است، موضوع تخریب احتمالی منار جام باره ا با مسوولان مرکزی در میان گذاشته شده است. به گفته او، دو سال پیش نیز هیأتی از یونسکو به منار جام آمد تا نیازمندی ‌های این منار را بررسی کند. رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت غور می ‌گوید که پس از بازگشت این هیأت از غور به کابل، تا اکنون هیچ تماس رسمی یا غیر‌رسمی با اداره اطلاعات و فرهنگ ولایت غور گرفته نشده است.

بنابراین گزارش، این میراث فرهنگی افغانستان پس از قطب منار در دهلی، بلندترین ساختمان خشتی جهان محسوب می‌ شود. منار جام از معدود آثار تاریخی ثبت شده افغانستان در سازمان یونسکو است، اما جنگ و رسیده‌گی نکردن حکومت به میراث‌ های فرهنگی در سال‌ های اخیر، این بنای خشتی بزرگ جهان را با خطرات جدی روبه ‌رو ساخته است.

منار جام در برخی از منابع به عنوان با ‌ارزش ‌ترین بنای تاریخی افغانستان شناخته شده است. این منار در قرن دوازدهم میلادی ساخته شده و فرانچسکو بندارین، مدیر مرکز میراث‌ های فرهنگی یونسکو، آن را یکی از ساختمان‌ های خارق‌العاده معماری و کهن‌ سال‌ ترین برج خشتی باقی‌ مانده در جهان عنوان می‌ کند.

باستان‎شناسان معتقد اند «قطب‌ منار» که بلندی آن به 73 متر می‌ رسد، نیز با الهام از منار جام غور در اوایل سده‌ی سیزدهم ساخته شده است. نیویارک تایمز از برج جام ولایت غور به عنوان بنای با ‌ارزش فراتر از مرز های افغانستان یاد کرده‌ است.

                        

عطا برای ’از پا درآوردن حکومت’ خواستار تظاهرات سراسری شد
منبع : صدای امریکا   تاریخ: 5/24/2019

عطا محمد نور، رئیس اجرایی حزب جمعیت اسلامی، ادامۀ کار حکومت وحدت ملی افغانستان را پس از اول ماه جوزا ”نامشروع” خوانده و از مردم افغانستان خواسته است که برای ”از پا درآوردن” این حکومت دست به کار شوند.

آقای نور در یک پیام ویدیویی هشدار داده است که ”اعتراضات سراسری” پس از عید رمضان در کابل و ولایات آغاز خواهد شد. او در این پیام ویدیویی از طرفدارانش خواسته است تا ”برای (راه اندازی) یک حرکت بزرگ ملی تا از پا درآوردن این حکومت تحمیلی دکتاتورمابانه، تصمیم‌ شان جدی و قاطع باشد.” آقای نور هم‌ چنین از نیرو های امنیتی افغانستان خواسته است که در این زمینه از حکومت حمایت نکنند و با ”حفظ بی‌ طرفی، خود را با ملت مواجه نکنند.”

بر اساس ماده ۶۱ قانون اساسی افغانستان، وظیفه رئیس جمهور در اول جوزای سال پنجم ریاست جمهوری پایان می‌یابد. ولی قانون اساسی حکم می‌ کند که انتخابات ریاست جمهوری باید در مدت ۳۰ تا ۶۰ روز پیش از پایان کار رییس جمهور برگزار شود.

پیش از این، شورای نامزدان انتخابات افغانستان که متشکل از ۱۲ نامزد انتخابات ریاست جمهوری است نیز ادامۀ کار حکومت وحدت ملی را پس از اول ماه جوزا غیرقانونی خوانده و هشدار داده بود که در صورت ادامۀ کار آقای غنی به عنوان رئیس جمهور، افغانستان به ”بی ‌ثباتی و بحران” خواهد رفت. اما حکومت افغانستان ادامۀ کار رئیس جمهور را بر بنیاد فیصلۀ ستره محکمه و قوانین انتخاباتی آن کشور قانونمند می ‌داند.

شاه حسین مرتضوی، معاون سخنگوی ریاست جمهوری افغانستان پیشتر گفته بود: ”یگانه مرجع تفسیر قانون اساسی، ستره محکمه جمهوری اسلامی افغانستان است. افراد، اشخاص و نهاد ها نمی ‌توانند به میل خود قانون را تفسیر کنند. هم چنان ماده ۱۰۴ قانون انتخابات افغانستان، فقره ششم در رابطه به مقامات انتخاباتی صراحت دارد.”

ستره محکمه افغانستان حدود یک ماه پیش ادامۀ کار رئیس جمهور غنی را تا برگزاری انتخابات ریاست جمهوری و اعلام نتایج آن تمدید کرد. استناد ستره محکمه و آقای غنی برای ادامۀ کار، به ماده ۱۰۴ قانون اساسی است که می‌ گوید: ”هرگاه انتخابات تعلیق یا تعویق گردد، اعضای عهده‌های انتخاباتی مندرج این قانون، الی برگزاری انتخابات و اعلام نتایج آن به کار خویش ادامه می ‌دهند.”

روز چهارشنبه که مصادف بود با اول ماه جوزا، شهر کابل چهره نظامی به خود گرفته و شماری از راه‌ های منتهی به ارگ ریاست جمهوری برای چندین ساعت مسدود بود. وزارت داخله افغانستان گفت که قرار بود کابل شاهد یک ”مظاهره بزرگ” باشد و از این رو، نیرو های امنیتی ”در حالت آماده‌ باش قرار داشتند.”

                       

دولسي جرګې درئیس پرټاکلو جنجال بلې اونۍ ته وغځید
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 5/24/2019

دولسي جرګې غړو نن دپنج شنبې په ورځ (غبرګولي ۲مه) هم دهغې جنجالي رایې په اړه یو هواري ته سره ونه رسیدل، چې دتائید په صورت کې یې میررحمان رحماني ددغې جرګې رئیس په توګه ټاکل کیدای شي اویا هم د رد په صورت کې یې نوو ټاکنو ته لار پرانیستل کیدلی شي.

دولسي جرګې یو شمیر استازو امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې نن وکیلانو دغې لانجې ته هواری ونه موندلی شو او پریکړه وشوه، چې په دې مسله دراراونې شنبې په ورځ بیا په ولسي جرګې کې خبرې وشي. جرګې یو شمیر غړو امریکا غږ آشنا ته وویل، چې دسهار راهیسې یو شمیر وکیلانو دمیر رحمان رحماني او دکمال ناصر اصولي دملاتړو وکیلانو ترمنځ د دغې راپورته شوي جنجال دهوارولو هڅه وکړه، خو په تلار کې حاضرو وکیلانو دمنځګړو خبرو ته غوږ کینښود. ددغو منځګړو له ډلې دغزني ولایت یو استازي عبدالقیوم سجادي، چې دپنج شنبې دورځې دموقت رئیس په توګه ټاکل شوی وو هڅه وکړه، خو هغه هم دیو جوړجاري په رامنځ ته کولو کې بریالی نشو او دمنځګړیوب له هڅو لاس په سر شو.

ښاغلي سجادي وویل: ”زه خپله کومه خبره نه لرم، دا اړخ یو څه وايي او هغه بل اړخ بل څه، ځینې دوستان وايي، ستا وظیفه داده، چې صندوق کیږده، هغه دوستان وايي مونږ صندوق نه ږدو. بنا هیڅ دلیل نشته، چې زه خپل ځان تر پوښتنې راولم ستاسو دباور څخه مننه.”

دمنځګړیوب له هڅو د لاس په سر کیدو وروسته بیا هم یو شمیر وکیلانو عبدالقیوم سجادي منځګړیوب ته وهڅوه خو کومه پایله یې نه لرله. دهمدغو ګډو وډو بحثونو وروسته دا مسله دشنبې ورځې ته پاتې شوه. درې ورځې وړاندې یو ۲۷ کسیز کمیسیون ددې لانجې دهوارولو لپاره کار پیل کړ، خو دچهارشنبې په ورځ دکمیسیون دغړو ترمنځ داختلاف له امله دکمیسیون کار نیمګړی پاتې شو. دا جنجال پریوه رایه، چې په شین قلم پرې دتائید دنښې سربیره یو غټ ټکې هم لیکل شوی راپورته شوی دی.

دښاغلي رحماني پلوي وکیلان دا رایه سمه ګڼي، خو دښاغلي اصولي پلوي وکیلان یې باطله ګڼي. که دا رایه باطله شي نو دښاغلي رحماني او ښاغلي اصولي ترمنځ ټاکنې به پای ته ورسیږي او د نوو وکیلانو ترمنځ به دولسي جرګې دریاست لپاره ټاکنې وشي. خو که دا رایه سمه او تائید شي، نو ښاغلی رحماني به دولسي جرګې نوی رئیس وټاکل شي.

ښاغلي رحماني تیره اونۍ ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې، خو په ولسي جرګه کې دحاضرو وکیلانو دشمیر په سر جنجال ددې سبب شو، چې یو شمیر نور وکیلان دهغه ریاست ونه مني او دتیرې پنج شنبې دورځې ټاکنې جنجالي شي.

                         

نشنل انټرسټ: دپاکستان دوه مخيتوب افغانستان کې دامريکا دبایللو لامل شو
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 5/24/2019
نشنل انټرسټنشنل انټرسټ خپرونې په‌دې عنوان دافغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده، ”دپاکستان دوه مخيتوب په افغانستان کې دامريکا دبایللو لامل شو.” دخپرونې په وينا، په تېرو ۱۷ کلونو کې امريکا په ناسمې محاسبې سره دترورېزم پروړاندې دمبارزې چارې پاکستان ته وسپارلې او دغه هېواد دامريکا او افغانستان پرضد نيابتي جګړه پرمخ یووړه. په مقاله کې راغلي چې دترورېزم پرضد دمبارزې ستراتېژي ځکه دبريالي کېدو وړ نه‌وه چې پاکستان، افغانستان ته دامريکايي اکمالاتو لاره اداره کوله.

نشنل انټرسټ همداراز ليکلي چې ددغو لارو پر ځینو برخو دپاکستان نيابتي ځواکونو يعنې طالبانو حضور درلود او ددې ډلې تمويلوونکې ادارې، دروزنې مرکزونه او پناه ځايونه په پاکستان کې وو. لیکوال همداراز لیکلي چې په افغانستان کې د پاکستان اهداف د هغو په نسبت چې په امريکا کې تصور کېږي، تل په تضاد کې وو. خپرونې دې ته پام کړی چې پاکستان نه‌یوازې په افغانستان کې له امريکا سره مرسته ونه‌کړه، بلکې له پیل راهيسې يې دطالبانو په ملاتړ سره د واشنګټن دګټو پروړاندې عمل کړی. دخپرونې په څېړنه، پاکستان په افغانستان کې دجګړې داوږدوالي او دزرګونه امريکايانو او افغانانو دوژل کېدو مسئول دی.

نشنل انترسټ په پای کې لیکلي چې دجنوبي آسیا لپاره دامريکا په نوې ستراتېژۍ کې چې په نتيجه کې يې پاکستان ترفشار لاندې راغی، باید په‌کې دمسؤلیتونو تغیير هم شوی وی او داړتيا په صورت کې دامريکا له دښمنانو سره دستراتېژيکو اړیکو پرې کول هم په نظر کې نيول شوی وی.

  • نيويارک ټایمز

نيويارک ټایمز ورځپاڼې دافغانستان په اړه په‌ دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: ”طالبانو له پرمختګونو سره سره، دنجونو پرښوونځيو حملې زياتې کړې دي.” مقالې په فراه ولایت کې دښوونې رئیس محمد صدیق حليمي ته دطالبانو دقوماندانانو هغه تهدید ته اشاره کړې چې دآزموینو یو څه موده مخکې ورته شوی وو.

نیویارک ټايمز ورځپاڼې د ښاغلي حلیمي له قوله لیکلي چې وايي، ورته وویل شول چې دنجونو په ښوونځي کې ټول نارینه ښوونکي له دندې ګوښه کړي. مقاله لیکي چې حکومت دا خبره ومنله ځکه نه‌یې غوښتل سخت دريځو ته پلمه په لاس ورکړي چې دنجونو ښوونځي وتړي، خو دا ښوونځي خوندي پاتې نه‌شول. مقاله لیکي چې وسله‌والو موټرسايکل سپرو دوه شپې پرله‌پسې په فراه ولایت کې د نجونو دوو ښوونځیو ته اور ورته کړ. دواړه ښوونځي زیانمن شول او په نتيجه کې يې ۱۷ سوه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې.

دنيويارک ټايمز مقاله دپولیسو ديوه وياند له قوله ليکي چې په تېرو څو مياشتو کې په فراه ولایت کې دنجونو پرڅلورو ښوونځيو حملې شوې دي. دمقالې په وینا، پردې سربېره چې دنجونو پر ښوونځیو له حملو وروسته ښوونکي، زده‌کوونکي او دهغوی کورنۍ ټول بېرېدلي دي، دخلکو دا اندېښنه هم زياته شوې ده چې یو ځل بیا طالبان واک ته ونه‌رسيږي. په داسې حال کې چې امریکا له دې ډلې سره دسولې مذاکرات کوي.

مقاله اشاره کوي چې اوس‌مهال په افغانستان کې ۳،۶ میليونه نجونې ښوونځيو ته ځي او یو میليون پوهنتونونو ته ځي، خو په تېرو څو مياشتو کې دامنتي ستونزو له کبله تر ۴۰۰ زیات ښوونځي دهلکانو او نجونو پر مخ تړل شوي دي.

د انتخابي حکومت پر ځای، ولې سرپرست حکومت؟

د حنیف اتمر او نور الحق علومي په مشرۍ د پخوانو کارملي پرچمیانو، ستمیانو او جهادي مافیا ټاکنیز اېتلاف چې دې ورځو کې د انتخابي حکومت پرځای د سرپرست حکومت ډنډوره غږوي، غواړي یو ځل بیا هېواد د نويېمې لسیزې خونړي برخلیک ته ورټېل وهي!

په نويېمې لسیزه کې د همدغه څېرو اسلافو لومړی د هغه مهال موجوده نظام او د ډاکټر نجیب په مشرۍ مرکزي حکومت کمزوری او چپه کړ او وروسته يي له دې لارې تنظیمې جګړې او کورنیو اختلافاتو ته لار پرانیسته چې دا غمیزه له بده مرغه تر نن پورې ادامه لري.

که د همدغه کسانو مخینې ته پام وشي چې ځانته د سیاسي ګوندونو مشران، مطرحې سیاسي څېرې او ټولنه کې پخپلسر واکمن کسان وايي، ډیری يي د تېرو لسیزو په خونړیو پېښو کې محوري لاس لري او تر ټولو بده دا چې همدغه څېرې نن هم د سولې پرځای جګړې، د امنیت پرځای ګډوډۍ او د نظام او حکومت پرځای انارشیزم ته خدمت کوي.

دغه څېرې له نورو مخکې د قوانینو د پلیتوپ لاپې وهي او د قوانینو د تفسیر حق هم یوازې د خپل ځان ګڼي.

په دې ډله کې د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا وايي د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ملي یووالي حکومت د کار دوام د قانون خلاف دی او خپلې چارې باید سرپرست حکومت ته وسپاري.

پوښتنه دا ده، دوی کوم قانون یادوي؟ که اساسي قانون او یا د ټاکنو قانون یادوي، د مخکینيو ټاکنو د قانون (د ۱۳۸۸ کال د کب میاشتې د ۱۲ مې د رسمې جریدي د ۶۵ مادې په لومړۍ او ۵ مه فقره) او هم د اوسنیو ټاکنو د قانون د ۱۰۴ مادې په ۶ مه فقره کې راغلي« کله چې ټاکنې ځنډیږي، دې قانون کې د ټاکنو درج شوي غړي، خپلو دندو ته د ټاکنو د ترسراوي او د هغو د پایلو تر اعلان پورې ادامه ورکوي.»

همدارنګه د اساسي قانون د ۶۱ مادې د دې پراګراف حکم چې وايی«د ولسمشر دنده تر ټولټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پایته رسیږي» د ورپسې پراګراف د دې حکم سره تړلی چې وايي«د ولسمشرد کار تر پای رسېدو دمخه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ټولټاکنې، له دېرشو تر شپېتو ورځو پورې، موده کې کیږي»

د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ولسمشر د دندې پای، دلته په دې مانا ده چې د غبرګولي تر لومړۍ نېټې دمخه د ۳۰ څخه تر ۶۰ ورځو، مهال کې د نوي ولسمشرۍ لپاره ټولټاکنې ترسره شوې وي، که داسې نه وي د غبرګولي تر لومړۍ پورې د ولسمشر دنده پایته نه رسیږي، بلکي د ټولټاکنو تر وخته ادامه لري. دا دواړه فقرې یو بل سره تړلي او که سره جلا شي خپله مانا له لاسه ورکوي.

سترې محکمې هم چې د اساسي قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع ده، په همدې بنسټ د قانون دغه ماده تفسیر کړې ده.

د نوماندانو شورا له منځه لطیف پدرام  چې هېوادوال يي د یوه سیکټاریست او ایرانپال پتوګه پېژني، وايي«د سرپرست حکومت بحث مو مطرح کړ. د افغانستان په څېر وضعیت کې او زموږ د هېواد په څېر ټولنه کې دا نسبتآ مناسبه حل لار ده، طلوع نیوز»

خو د نوماندانو شورا دا ډلګۍ هېروي چې د سرپرست حکومت وړاندیز، کوم قانوني جواز لري؟ او هغه څنګه په دې حالاتو کې چې هېواد تپل شوې جګړې سره لاس و ګریوان دی، د ژغورنې کاري نسخه ګڼل کیږي؟!

افغانستان کې د منتخب حکومت په وړاندې د سرپرست حکومت طراح حقیقت کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دی چې تېرکال يي د ISI د توطیو له پېټاره خپل دا ډول نووښت راوویست او هغه يي د پدرام خېلو په خوله کې لکه واکسین وروڅڅاوه، څو دوی پرې د منتخب حکومت په وړاندې راژوندي او ګړندي کړي!

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر د ټولټاکنو د کاندیدانو د څرګندونو په اړه وايي« دوی حقوقي دریځ نه لري او سرپرست حکومت مشروع نه شي ګڼل کېدای، ځکه دغه حکومت د خلکو لخوا نه دی انتخاب شوی او په هېواد کې به د بحران د رامنځته کېدو لامل شي.»

دا شورا له قانون څخه د اورني ملاتړ خبرې داسې مهال راپورته کوي چې ټول پوهیږي، هغه د ټولټاکنو لپاره د تبلیغاتي وسیلې پتوګه کاریږي. په تېرو پنځو کلونو کې د نوماندانو د شورا ډیری غړي یا د حکومت او دولت جیګپوړي چارواکي ول لکه حنیف اتمر، نورالحق علومي، پدرام او نور چې یا په تمبلۍ او د قانون تر پښو لاندې کولو په ګنا له دندو ګوښه شول او یا د حکومت په وړاندې د توطيو او دسیسو په لامل دندو پریښودو ته اړ شول.

د هیڅ افغان په یاد نه ده چې دغه کسانو دې په تېر کې د قانون د پلیتوب خبره کړې وي، بلکې د دغو کسانو ډیرکی خپله د قانون د پلیتوب په وړاندې لوی خنډ دی.

دوی بل ناقانونه وړاندیز هم لري. دوی وایي چې ولسمشر دې، د منتخب ولسمشر پتوګه نه، بلکې د سرپرست پتوګه خپلې دندې ته ادامه ورکړي. په داسې پرلپسې اپلتو، داریانتیا وړ ده، دوی څنګه کولای شي افغانان قانع کړي چې راتلونکو ټاکنو کې دې دوی ته رایه ورکړي.

دغه شورا د ټاکنیز کمپاین په موخه دا هم وايی چې حکومت د سولې لار کې خنډ دی او باید له مخې لیرې شي!

خو د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت د سولې په لار کې ډېر مثبت ګامونه اخیستي. حکومت طالبانو ته د مخکیني قیدو شرط پرته، پر یوه میز د خبرو وړاندیز کړی. حکومت طالبانو ته د افغانستان په هر ګوټ کې د دفتر د پرانیستي ژمنه کړې. حکومت د پروسکال پشان د روژې میاشت لپاره د اوربند غوښتنه کړې، خو دا ټولې غوښتنې د طالبانو د ځیل او جهل په لامل نه دې ترسره شوې او پړه يي باید طالبان پرغاړه واخلي.

په طالبانو سربېره که هېواد کې دننه، د سولې کورني مخالفین د حکومت د سولې د هڅو بدخوا دي، ځیني بهرنیان بیا د حکومت د سولې هڅې تاییدوي او هغه ستايی. د روان عیسوي کال  د مۍ میاشتې په ۲۰ مه، د چین د بهرنیو چارو وزیر (وانګ يي) تاجکستان کې د هغه هېواد د ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې وویل«افغانستان هیڅکله د اوس غوندې سولې ته نه وو نږدې شوی، تاند»

که د نظم، حکومت او سولې مخالفین هر څونه د سرپرست حکومت، سولې او له قانونه د درواغجن ملاتړ تر ماسک لاندې ځانونه پټ کړي، د افغاني ټولنې د ویښو او بیدارو سترګو څخه نه شي پټېدای. د ولسمشر غني په مشرۍ به منتخب حکومت د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشت د ۶ مې پورې په واک کې پاتې وي او تر ټولټاکنو وروسته به که خپله اشرف غني وګټله په واک کې پاتې شي او که بل چا ټاکنې وګټلې واک به په قانوني توګه همغه شخص ته ولیږدول شي.

یوازې د ټولټاکنو له لارې به واک بدلیږي، نورې لارې تورکستان ته ځي!

اخځونه:

ــ د هېواد اساسي قانون

ــ «تبصره کوتاه در مورد طرح حکومت سرپرست» د ولسمشر د دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش لیکنه

د ۲۰۱۹ کال د مۍ ۲۱ مه

سرلوڅ مرادزی

 

 

الترناتیف

 

پوهندوی شیما غفوری

به هراندازۀ که از جانب یک قوم اتهامات و تحقیر ها اضافه می شود، به همان اندازه عکس العمل قوم دیگر نیز اوج می گیرد، که نتیجه آن تحقیر، توهین و بربادی هر دو قوم و بالاخره ملت افغانستان عزیز خواهد بود. بیاید هیچ قومی را توهین نکنیم و کشتی وطن را از این توفان مشترکاً نجات بدهیم.

آروزومندم اکثریت خاموش برای رفع سوء تفاهمات در این امر مهم کوشا تر گردند.

در جنگ و نفاق نه تو مانی ونه من

بی صلح و وفاق نه تو مانی و نه من

 

هر ضربه که بر قامت ملت آید

بی عیب و براق نه تو مانی و نه من

 

امروز همه یک سر و کرباس هستیم

از لاف وپتاق نه تو مانی و نه من

 

خون تن فرزند وطن یک رنگ است

از درز و شقاق نه تو مانی ونه من

 

سوزد همه تاریخ در این عصر جدال

در ناری اجاق نه تو مانی و نه من

 

بازآ که رۀ صدق و وفا پیشه کنیم

بی جنگ و فراق هم تو مانی و هم من.

۱۵ می ۲۰۱۹