لنډه کیسه

زاره چاودې کړیکې

د خوشال مزاروال

دا دی کال پوره شو چې زمونږ د کلیوالو پر روح و روان د وېرې او ترهې خپسه ناسته ده. دغې بلا د ټولو له سترګو خوب او سکون لوټلی دی. ان تر دې چې د تیارې په خورېدو سره ټول په خپلو جونګړ و ننوځي. د کلاوو ورونو ته کولپونه او اړمونه اچوي، او تر سهاره له کورونونه وځي…. اوس خود کلي په وستل او میداني کې، نه هغه د تنکیو ځوانانو ماښامنۍ لوبې او سات تېرۍ : انګۍ او پټ پټوني شته، او نه خو ځوانان د شپې له خوا په دېرو او حوجرو کې کیسې او مشغولاوې کوي….. د دې وېرې او ډار دک و دلیل د شومه دم هغه زاره چاودې کړیکې او خنداوې دي چې کلي ته څېرمه د غره په راغه کې له پرتې زړې هدیرې راپورته کیږي. هسې خو تر دې وړاندې هم د خلکو کرکه له یادې هدیرې را پیداشوي وي. هغه داسې چې یو مازیګری کلیوال یو سپین ږیری همدلته خاورو ته سپاري، خو ناببره یو توغندي له کومه ځایه راپېښه کوي،  د خلکو په منځ کې لګيږي، د وینو ډنډونه هدیره نیسي، د غره د لمنې په پلوڅو او څېړیو د قصاب د دوکان په څېر د انسانانو غوښې راځړیږي، ګنډېري اوغوړاڅکي له سرګړیواو شنېلیو  سره سرې جامې اغوندي….. دومره څوک نه وي چې په مړو خاورې واړوي او له لیوانو یې وژغوري. تر هغو چې له لرې پرتو کلیو او بانډو خلک راځي، د مړه سپین ږیري د قبر تر څنګ قبرونه  کني،  د مړو غوښې راټولي،  او د خاورو لاندې کوي یې……. له هماغه ورځې راهیسې د کلي خلک مړي په خوبونو کې ویني چې بې له سر ونو، او یا هم بې له  لاسو ، او یا پښو ټوله شپه په هدیره کې سر ګردانه وي……. ان دا چې کرۍ شپه  د چم په کوڅو چنو کې تاويږي، دروازو ته ولاړ وي، زنځیرونه شرنګوي، او خلک خوب و ارام ته نه پرېږدي….. ډېر وایي پاک او سپېڅلي شهیدان چېرې هم نه مري. دوی ژوندي وي. ارواوې یې ژوندۍ وي. په خپل کور کلي پام او نظر لري، او نور ډېر څه…..

خو بیا اوس د پخې شپې دا کوکې، چې د غره په شېلو او ګړنګونو کې انګازې جوړوي، او اپوټه د کلیوالو غوږونو ته د یوې دردوونکې سمفوني اومیلوډي په څېر را رسي، لا پسې ټول په وېره او اندېښنه کې اچولي دي ….. څومره چې تاسې سوچ و خیال کوئ، یادې ساندې، کړیکې او خنداوې هومره عادي او معمولي نه دي. د پخې شپې په دې کړیکو او خنداوو کې څه داسې سوز او درد نغښتی وي چې د سړي د زړه پلې رېبي، د زړه په دهلېزونو کې داسې توپان راولاړوي چې زړونه وریتوي…. همدې خو ټول په اندېښنه کې اچولي وي. همدې خو د ټولوله سترګو خوب لوټلی وي. ځکه خو ټول چم د نیمې شپې دې کړیکو او خنداوو ته ویښ ناست وي، او هېښ پېښ ورته پاتې وي….. هسې خو کلیوال څو ځلې  د ورځې له پلوه هدیرې ته ورځي، لټ پر لټ کوي یې، ان هغه لويه سمڅه چې د  هدیرې اړخ ته پرته وي، هغې ته هم سر ورښکاره کوي ، خوڅه نه مومي ، او نه د چا ښکالو کوټې یې تر غوږو کیږي…..هر وارې چوپه چوپتیا وي، ته به وی د مړو ارواوې هم په خوږوخوبونو وېدې دي….

رښتیا دې کې زما دوبنۍ روسختي (رخصتي) رارسي. ځان راته د مېشت هیواد،  د ژمنیو شپو ورځو په څېر  زړه تنګی ښکاري. غواړم ترې وتښتم. ځان سره وایم: هم به خرما شي هم ثواب. هم به مې غم غلط شي، او هم به د خپلو خپلوانو  او کلیوالو دیدن وشي ، او تېر یادونه به مې تاند و تازه شي……

په کلي کې له ګړې بړې اوستړي مشي وروسته یو مازیګری د کڅ او پولې پټي د لیدو لپاره چکر ته وځم. د کڅ  د کوړۍ وړۍسړک دواړه خواوو ته په ویالو کې د شړنده اوبو ترنم ، په ویالو د شنېلیو او یلنو عطري بویونه ، او د څڼې بمبل جوارو فصلونه مې روح و روان نازوي ، د کر کیلي ، للون، د ټلونو سپینول او ډېر تېر یادونه راته د سترګو په وړاندې دروي، ان دا چې  یادې ښکلاوې او یادونه مې له ځانه سره بوخت ساتي، ځان ته ګورم، د غره تر لمنې رارسېدلی یم،  د رېدي، غاټولو  او نورو خودرویه ګلانو موسم مې په زړه غځونې کوي چې دلته به یې هر یو راغلی د ځان په ننداره کاوه، او ډېر به یې په بیا بیا ځانته رابلل……یو وخت  تنده احساسوم. اړ وځم چې د غره لمنې چینې ته ورشم. چینه د هدیرې په څنډه کې وي ، چېرې چې لوښو او کیانو ټل جوړ کړی وي. اوبه څښم. د تېر په څېر رڼې، یخې او خوږې وي. د زړه مراندې تازه کوي. دا ړومبی ځل وي چې له کلونو وروسته څکه ترې کوم….. د راتګ پر وخت د لوښو له منځه کشاری مې سپینې تښتوي، او ډاروي. وېښتان مې پر تن زيږه دریږي. سترګې شاته اړوم. هکي اریانېږم. سترګې مې وقې پاتې کیږي، او بې اختیاره تېرمهال ته ستنېږم.

* * *

په کلي کې اوسېږم. د چنار اکا، او د هغه د کورنۍ په اړوندمې کیسه په ذهن سیوری غوړوي.. چنار اکا عجب سړی وي. وړه خبره یې له خولې هېڅکله نه راوځي. یو غر پر بل ولي. تل خپله درنه وایي. کله چې په غوراډبواو باټو راشي، بیا ورته د قاف د غرونو دیوان او لیوان نسوار هم نه ښکاري. که زما په څېر ساده بوله په لاس ورشي، نو بیا پرې د پړانګ پوټکی د ښکار تر مخه پلوري. د همدې خولې برکت او یا کوډې یې بولئ، او که نور څه؟ خو د هغه د یوې کړخې بچو او مېرمنې تر څنګ،  په دې سپینه ږیره، بله پسته مسته او په غوښو پټه، چټه پېغله ځانته ودوي. چنار اکا تل نوې ناوې ته د خانخېلې غږ کوي، په همدې نامه یې یادوي. خانخېله دومره پرې ګرانه وي چې په لمانځه کې یې هم تېرباسي، او بې واره یې ذهن ته غونډه مونډه دریږي.

خانخیله هم دومره ساده بوله ښځه نه وي. پوره پخه پتیره وي. د چا خبره مېړه په ګوته نڅوي. د خپلې بنې او د هغې د بچو سره هم داسې رویه کوي، چې څوک یې ځوږ کوټي هم نه اوري. ګنې هغه انګرېزي متل وي وایي :  (( دوه پیشوګان پر یوه موږک، دوه ښځې پر یوه کور، او دوه سپي پر یوه هډوکي هیڅکله نه جوړیږي.)) خو خانخیلې د خپلې بنې نبض پېژندلی وي. داسې کار نه کوي چې نزاع ترې راولاړه شي، ګنې دوه لوښي چې سره یو پر بل ږدئ، هم اواز ترې پورته کيږي……

وختونه تېریږي . کلونه اوړې. خانخیله د درې زامنو او یوې لور مور کېږي. د چنار اکا د ړومبۍ مېرمنې بچي هم وخت وهي، او د ځوانۍ تر کچې رسي. د چنار اکا په بچو کې یې یوازې دویم زوی لونګین زده کړې کوي او مسلکي ښوونکی کيږي. نور یې یو هم پاڼه نه اړوي، او که کوم یو یې لاس و پښې  وهي،  خو بیا هم سر نه نیسي، او نا لوستي پاتې کیږي.. لونګین له زده کړو وروسته د خپلې ولسوالۍ اړوند په یوه ښوونځي کې ښوونکی کیږي. له کال نیم دندې وروسته په کلي کې د توکل حاجي د لور، نتکۍ سره واده کوي. سره له دې چې د نتکۍ د پلار چنار اکا نه خوښیږي، کړتو ورته وایي، خو د لونګین نیک اندۍ او کړو وړو ته په کتو سره نه ورته نشي ویلای…… لونګین خپل سکون د نتکۍ په سترګو کې ویني. نتکۍ د خپل نوم په څېر ښکلې وي. موسکا یې په خټه کې اخښلې شوې وي، چې تل یې په ګلابي شونډو ټالۍ وهي. همدا نیک خوي یې د لونګین د زړه بڼ سمسور او تازه ساتي…..

د لونګین له واده پینځه میاشتې، او پینځلس ورځې تېرې شوې وي، چې د پوهنې ریاست یې ستایي، او په ریاست کې د یوه مدیریت دنده په غاړه ور اچوي. لونګین هره ورځ وختي له کوره وځي،  دندې ته ځان رسوي، او مازیګر راستنیږي……  له دندې خوښ وي. د مالت اوسېدونکي یې درناوی کوي ، په تېره د چم ځوان او تنکی کول ورسره بې کچه مینه کوي، دا ځکه چې زده کړو  ته یې هڅوي، او  لاسنیوی یې کوي…..

خو وروسته له نهه میاشتو او دولس ورځو لونګین کور ته د راتلو پر مهال نا اشنا وربوز تړلي وسله وال له ګاډي ښکته کوي. د لونګین تريتم کېدنه د کلي د اوسېدونکو د اندېښنې سبب ګرځي، او د چنار اکا په کورنۍ د ویر او ماتم څپې راخورېږي …… چنار اکا د زوی لټون پسې له کوره وځي. له خپلې سیمې نیولې ان د لونګین د کار تر ځایه د سړک دواړو خواووته پر پرتو کلیو او بانډو ګرځي. هر چا ته ژاړي. ډېرو ته ځولۍ غوړوي، خو د زوی درک و خرک نه مومي، لکه زمکې چې پر خپل نس ننویستی وي. له اونیو وروسته نهیلی او زړه چاودی کور ته راستنیږي. د کور د غړو زړونه له وچه ډاګه لګیږي. د ویر او غم سرېنده لا پسې زور اخلي. د نتکۍ پر مخ ورټې ورټې، اوښکې روانې وي. په خوله څه نه وایي، خو په زړه او ځیګر یې  د دوۍ اور بل وي. اریانه پاتې وي چې په دې ځوانه ځوانۍ کې پرې ولې داسې ویرژلې پساتې کیږي ؟ مېړه یې کومه توره بلا څټي، چې نه یې د ژوند څرک لګیږي، او نه خو یې د خاورو ډېرۍ وي چې ورته وژاړي، او زړه سپک کړي….. د تناره په اور کې سوځي، زمکه ځای نه ورکوي. که په کوم کار کې یې لاس بند وي، خو ښه تر ښه، که نه، بې روحه کالبوت ناسته وي، لکه په ژوندونې چې ساه  ترې وتې وي…. خو چې کله یې د مېړه کتابونه، جامې، او یا هم د هغه یاد،او خوږې شېبې د سترګو په وړاندې ودرېږي ، په کوکو شي ، او ټول وژړوي….. د هغې ګنا نه وي. یوه ډنمارکي ګړنه ده چې وایي: (( تر ټولو بد ټپ هغه وي چې وینه ترې نه ځي.)) د نتکۍ زړه همداسې ټپ خوړلی وي. همداسې ټپ یې په زړه او ځیګر لړمې درولې وي. خو چې کله یې زړه ستړی شي، پر شیطان لانت (لعنت) ووایي، اود زړه لړمې په دې ورغوي چې، ډېر ورک شوي  یوه ورځ بېرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي…..

هر ګوره، په همدې اکر او سوچونو کې له دریو کلونو پسې اوړ ي ، د لونګین د مړي او ژوندي درک نه لګيږي….. په کراره کراره د نتکۍ په اړوند د نوو سوچونو او اندونو بزغلي او تیغونه راټوکيږي. خانخېله د دې سوچونو سرکښه وي. ورو ورو د داسې ګونګوسي بوي رالټيږي چې چنار اکا غواړي خپله نږور نتکۍ د خانخېلې مشر زوی ته کینوي. دا ګونګوسی د چناراکا د ړومبۍ مېرمنې، او د هغې د بچو غوسه راپاروي.  د لونګین سکه ورونه په هېڅ صورت دې ته چمتونه وي چې خپله ورندار دې د میرې زوی ته کینوي. د بنو بچي په خپلو منځو کې سره غوښه او چاړه ګرځي. ان دا چې د لونګین سکه ورونه هم په خپلو منځو کې سره غله شي. هر یو کوښښ کوي چې نتکۍ د ځان کړي….. خو بیا نتکۍ خپل مېړه ته سترګې اړوي، د هغه په نه شتون کې د هغه په نوم کونتون، او د کوڅیو سپینول غواړي…..

د چناراکا په کورنۍ کې د نتکۍ په اړوند خبرې ورځ تر بلې لانجمنې کېږي. شور او غوغا جوړه وي چې کله ناکله د بنو، د اولادونو تر منځ د  اخ و ډب سبب ګرځي ، خو چنار  اکاپه هره پېښه کې د خانخېلې پلوی وي ،او د هغې ننګه کوي…..

اوس نو د لونګین د مرګ و ژوند په اړوند هډو څوک سوچ  و خیال نه کوي، او نه د هغه په اړوند څوک قانون او شریعت پلټي ، هر یو سترګې پټوي، او غوږونه کڼوي،  او پرته له نتکۍ ټولو پرې خاورې اړولي وي….. هغه پارسي متل وي چې وایي(( بز در غم جان کندن، قصاب در غم چربو)) هر یو د نتکۍ لپاره قصاب ګرځېدلی وي. اوس نو له نتکۍ سره د لونګین په غم یو هم نه ژاړي، او هر یو د هغې د خپلولو غم اخیستي وي…..

وروسته له ډېرو دعوو، دنګلو، او جنګ جګړو خبره دې ته رسي چې نتکۍ د لونګین د کشروټي ورور ځونډي په نامه کوي، او کورنۍ شخړې پاې ته رسوي…..  د چناراکا پر دې پرېکړې په چم او مالت کې د نغریو پر چرګیو خبرې تودې وي. خلک ډېر څه وایي…… خو څوک به د چا پر خولې برغولی ږدي…… د وخت په تېرېدو سره د نتکۍ خبر ه سړيږي، او له پامه غورځي….. خو یوه ورځ بیا یوه نوې ګونګوسه او نګاسه راولاړيږي:

* * *

د اوړي د  یوې دوپجنې ورځې ټکنده غرمه وي. ګرمي زور اخیستی وي . پر لارو د لارویو تلې او تندي سوځوي. د باد وږمې پسې د خلکو زړونه چوي. مرغانو د ګرمۍ له زوره له خپلو ځالو د ونو پلوونو ته پنا وړې وي. د ونو په پلوونو کې له ځوړندو وزرو سره خولې وازې وازې کوي. ځنې وخت ډېرې تنګې شي، د کلي پر سینه راتېرې ویالې ته ځانونه وروغورځوي، شړپ و شړوپ جوړ کړي، ځانونه ساړه کاندي، بېرته د ونو پلوونو ته والوزي، او د لمر له وړانګو ځانونه پټ کاندي. هلته د کلي د جومات له چاچوبۍ نه په راوتې ویاله کې دوه کوڅه ډبي سپي د ګرمۍ له زوره پراته وي، او ګز ، ګز ژبې یې راوېستلي وي،  چې په دې کې،  یو ببر سری سړی له لویې ږیري سره چې خیرنې جامې یې پر تن وي، له ورین تندي او موسکو شونډو سره په کلي راننوځي. د چم او مالت دېوالونو او کوڅو چنو ته په برندو ګوري. د کلي له وستله تېريږي، د جومات ښي اړخ ته په شوي ننوځي، او مخامخ د چنار اکا د کلا لوېې وره ته چې دا مهال بېرته پروت وي په موسکو شونډو دریږي. نا ببره له دالانه غږ اوري چې  وایي:

– نتکۍ بچۍ! مېړه ته دې نارې کړه،غرمنۍ نوره سړیږي!

– ښه مورجانې! او سم له واره د خوب خونې ته روانیږي. خو مېړه یې ځونډی د چپلې مور غږ اورېدلی وي، او ورسره جوخت له خونې راوځي، نتکۍ په غېږ کې نیسي، او د ښکلولو کوښښ کوي.. د کور په وره کې ولاړ سړی دواړو ته په رډو رډو ګوري،سور او شین اوړي. د ځاځ و پرغز( قهر و غوسې) څپې یې په رګونو ننوځي. غریو یې نیسي. سر پرې تاویږي. نا ببره دوه ګامه شاته ځي. لاسونه سترګو ته نیسي. په سینه کې درد احساسوي. زړه یې څړیکې کوې. لکه چا چې یې په هېلو او ارمانونو تېری کړي وي. لکه په ژوندونې چې پرې خاورې اړول شوې وي…….. ژور اسویلی د زړه له تله باسي، په تراټ له چمه وځي، او له همدې شپې بیا تر ننه په پخه شپه کې  زاره چاودې کړیکې اورېدل کیږي.

*  *  *

له دې سره له سوچ و خیاله راوځم.  ځانته مې پام کیږي. ګورم چې له کڅه د کلي تر خوړه رارسېدلی یم،تیاره خورېدونکې وي. هریو بېړه کوي چې کورونو ته ننوځي، اوزنځیرونه کونډې ته واچوي….. راپورېوځم، او د کور لاره نیسم.

 

۲۵ – ۰۲ – ۲۰۱۹

۰۶ – کب – ۱۳۹۷

کوپینهاګین – ډنمارک