لوی احمدشاه بابا (رح) په اړه مکمل معلومات 

5.11.2019Ahmad Shah Baba 2
د احمدشاه بابا تاریخ دومره څرګند دی چې د نړۍ هیڅ یو متعصب یې هم بد او غلط نشي تعبیرولای.

د هغه دښمن د هغه پر نیک خویونو او ښه اوصافو شاهدي ورکوي.

دهغه له غیرت، دهغه له ځیرکتیا او د جګړیې تکتیکونو څخه انکار نسي کولای.

په پنځوس زره (۵۰۰۰۰) پوځ درې لکه (۳۰۰۰۰۰) فوځ چې د وخت په عصري او پر مخ تللیو وسلو سمبال وي ته شکست او ماته ورکول د یو عادي سالار کار نه دی.

لنډه پیژندنه:

د نني افغانستان مؤسس، د وخت ستر امپراطور، د میړانی، غیرت، ذهانت، او شجاعت سمبول، د زړونو رهبر ستر احمدشاه بابا د دولت خان لمسی دی چې په کال ۱۷۲۲م کښې یې د زمان خان په کور کښې نړۍ ته سترګې وغړولې.

احمدشاه بابا په قوم سدوزی دی چې پوپلزیو ته منسوبیږي.

له اوه ۷ پښته خانزاده دی د مشری او رهبری خویونه ورته په میراث کې له نیکونو څخه ورپاتې دي.

واکمنۍ ته رسیدل:

په کال ۱۷۴۱م کې د نادر افشار د ګارډ مشر وټاکل شو
په کال ۱۷۴۷م کښې چې کله نادر افشار قتل شو نو ځینو افسرانو هڅه وکړه، چې د هغه کورنۍ ته زیان ورسوي خو احمدشاه یې په وړاندې ودرید او کلکه دفاع یې وکړه چې وروسته په ډالۍ کښې د نادر افشار ښځې ورته د کوه نور غمی ورکړ.

تر هغه وروسته کندهار ته ولاړ او هلته په همدغه کال ۱۷۴۷م د شیرسرخ بابا په زیارت کښې د یوې لوې جرګې په ترڅ کښې د پښتنو باچا وټاکل شو.

په دی جرګه کښی نورمحمد خان عليزي مشهور په میر افغان د نادر افشار نظامي قومندان او د شیرسرخ د جرګې ګډون کونکی او پاچاهۍ ته نوماند، محبت خان د پوپلزو د قبیلې مشر هغه خلک وه چی غټ شمیر نفوس یې درلود.

دلته یو بل څوک حاجي جمال خان بارکزی هم ؤ چې د باچاهۍ ادعا یې درلوده خو جرګه ځکه له ادعا څخه منصرف کړ چې فیصله یې کړې وه چی باچا باید د پوپلزو د قبیلې د سدوزو د پښې څخه وي.

د جرګی د فیصلی پر اساس احمدشاه بابا د افغانستان باچا او حاجي جمال خان یې وزیر وټاکل شو.

د شاهرخ واکمنۍ ته رسول:

څنګه چې په کال ۱۷۴۷ م کښې نادر افشار ووژل شو او احمدشاه بابا یې کورنۍ له لوټمارانو څخه وساتله.
په ایران کې یې ځینو افسرانو ځینې مخکې په خپله ولکه کی راوستي او په کابل کښې يې د هغه یو ورور علي قلي خان باچا کړ، او دغه بل ورور محمد ابراهیم خان یې ړوند کړ خو وروسته دوی دواړه د ځینو نورو زور واکو له لوری ووژل شول.

خو کله چی احمدشاه بابا امپراطور شو نو په ایران کښې یې د نادر افشار وراره شاهرخ باچا وټاکه.

احمدشاهي دولت:

کله چې احمدشاه بابا قدرت په لاس کښې واخیست هڅه یې وکړه چې د وخت څخه په استفاده خپله واکمني نوره هم پراخه کړي.

ده په لویدیځ کې خراسان، په ختیځ کی ګورګاني هند او په شمال کې د ازبکو جنیدي دولت په هغه قبیلو کې ځای کړل چی ده ورته ټاکل وه او دنده یې د افغانۍ امپراطوری د ټینګښت او پايښت لپاره خدمت ؤ.

دده د سفرونو لښکر کې چې د فتحو تر دیاره پر وړاندی ولاړل به لږ داسې خلاصه کړو.

اول:

کله چې په ۱۷۴۷ م کښې ده ته قدرت وسپارل شو، نو تر مقدماتي کارو وروسته یې په ۱۷۴۸م کښې له کندهاره حرکت وکړ او په مخه یې غزني، کابل او پیښور د اباسین سیند تر غاړې په خپلو حدودو کې شامل کړل.
د ګورګاني هند امپراطور محمد شاه رنګیلا د یو لک لښکر سره ورته راووت او خبره تر درنې جګړې ونه رسېدو احمدشاه بابا تر ټاکلو فتوحاتو وروسته بیرته کندهار ته ولاړ.

دوهم:

په کال ۱۷۴۹م کښې هرات ته ولاړ او هلته یې یو لک لښکر د اشرف الوزراء په قومندانۍ شمال ته ولیږه چی هغه بیغیر له جنګه ټول قومونه دولت ته تابع کړل او خپله احمدشاه بابا د یو بل لښکر په مشرۍ مشهد ته ولاړ، هلته یې ټول باغیان و ټکول او شاهرخ یې هلته باچا او نورمحمد خان میر افغان یې ورته سپه سالار مقرر کړ.

دریم:

په ۱۷۵۹م کښې په خراسان کښې بغاوتونه پیل شول.
احمدشاه نيشاپور ته ورغی او هلته یې باغي میر عام خان خزیمه مات کړ او شاهرخ یې بیا باچا کړ.
په دی وخت کښی د امپرطورۍ پراختیا د آمو څخه تر بحیرة العرب او د سند څخه د ایران تر دښتو ورسیده.

څلورم:

په کال ۵۱- ۱۷۵۲ م کښې کله چې د پنجاب صوبه دار میرمنو مالیه نه رالیږله احمدشاه بابا ورپسې ورغی او هغه یې مات کړ او کشمیر یې هم ونیوی او په لاهور کښې یې د دوه میلیونو روپو مالیه تحصیل کړه، او پنجاب او ملتان یې هم د افغانستان جزء کړل.

په دغه توګه کشمیر، ملتان، پنجاب او سیند هم د احمدشاهي امپراطوري په چوکاټ کښې داخل شول.

پنځم:

په کال ۱۷۵۳م کښې میر منو مړ شو او په ځای یې د هغه نابالغ زوی محمد امین صوبه دار کړ خو مور یې مغلانی بیګم د هغه په نیابت کار کاوه.

احمدشاه بابا دغه مقرري تائید کړی وه خو په دی لړ کښې یو څه نوي تحولات را منځته شوه.

د ډهلي امپراتور احمدشاه د محمد شاه رنګیلا د زوی صدراعظم عمادالملک غازی الدین احمدشاه کورګاني خلع او پر ځای یې دوهم عالمګیر باچا کړ او.وروسته یې هغه هم مړ کړ.

او همدارنګه په کشمیر کې مستوفي سکجون د کشمیر والي مړ او هغه یې ډهلي ته تسلیم کړ. په همدې توګه ادینه بیګ پنجاب ونیوی په هند پورې یې ملحق کړ.

دغې اوضاع احمدشاه سخت ودرداوه او د یوه قوي لښکر سره پنجاب ته ولاړ.

لومړی یې سکجون هنو ونیوی او کشمیر یې بیرته راوګرځاوه. په دې سره دوهم عالمګیر د افغان نجیب الدولة په قوماندې یو لښکر د احمدشاه سره جنګ ته راواستوه خو هغه بې له جنګه تسلیم شو او احمدشاه بابا فاتح ډهلی ته ورغی.

هلته یې افغاني مشران پر چارو وګومارل او مالیې یې راټولې کړې. عالمګیر خپله وریره د احمدشاه بابا زوی تیمور ته ورکړه او احمدشاه بیرته فاتح کندهار ته راستون شو.

شپږم:

په کال ۱۷۵۸م د افغاني حکمرانانو په فشار سکهان راټول او غازی عماد الدین جسان راجپوتان پر دهلي راوستل، سردار جان خان او د احمدشاه بابا زوی تیمور شاه چې هلته په دنده ګمارل شوی وه، تر خطر لاندې راغلل.
او خپله په داخل کی احمدشاه ته یو لړ مشکلات ورپیښ شول چی یو له هغو څخه د نصیر خان بلوڅ بغاوت ؤ.

احمدشاه وزیر شاولي خان بلوڅو ته ورولیږه او بیا خپله ورغی او هغه یې په نظامي او سیاسي سطع قانع او تابع کړ او د هندوستان ستونزې یې آینده ته پریښودې.

اووم:

په کال ۶۰-۱۷۶۱م کښې احمدشاه بابا د هندوستان پر لور روان شو، په لاره کې یې ډېر یاغی قوتونه وټکول، چی باراخره د مرهټیانو د دری لکه (۳۰۰۰۰۰) پوځ سره مخامخ شو.

د احمدشاه بابا ټوټال شپیته زره(۶۰۰۰۰) عسکر وه.
په ډېر نظم او مهارت سره یې جګړه وکړه او سوبه یې خپله کړه.

د هند پاچاهي یې علي ګوهر ته وسپارله او خپله بیرته فاتح کندهار ته راستون شو.

اتم:

په کال ۶۲-۱۷۶۳م کښې په پنجاب کښې سیکهان باغیان شول خو احمدشاه بابا هغوی وټکول او له پټیالی تر هنده یې حکومت یو سکهـ امیر سنګهـ ته وسپاره.

نهم:

په کال ۱۷۶۹ کښي یو ځل بیا د خراسان اوضاع خرابه شوه خو احمدشاه بابا سره له دې چې ناروغ ؤ، حالات کنټرول او یوځل بیا یې ړوند شاهرخ هلته مقرر کړ.

داشوه د احمدشه بابا د سفرونو خلاصه

د هندوستان فتحه:

په کال ۱۷۵۱م کښې یې پنجاب، سنده، او کشمیر په خپله ولکه کښې راوستل او په کال ۱۷۵۶ یې د هندوستان دهلی ښار هم ونیوی.

مشهوره د پاني پت جګړه:

په کال ۱۷۶۰م کښې د پاني پت ستره غزا وکړه چي د افغانانو د تاریخ په وینا د احمدشاه بابا د پوځ شمیر پنځوس زره (۵۰۰۰۰) او د مرهټیانو د پوځ شمیر لس (۱۰۰۰۰۰۰)لکه ؤ او د ځینو نورو تاریخونو په وینا د افغانانو شمیر شپیته زره(۶۰۰۰۰) او د مرهټیانو شمیر دری لکه(۳۰۰۰۰۰) ؤ خو په هر صورت جګړه وشوه چي په نتیجه کښی یې سوبه د احمدشاه بابا په برخه شوه.
په دی جګړه کښې دوه لکه(۲۰۰۰۰۰) مرهټیان مړه او دوویشت زره (۲۲۰۰۰)یې بندیان شول.

په کال ۱۷۶۳م کښی یې د عثمانی خلافت خلیفة المسلمين سلطان مصطفی ته د هند د فتح لیک ولیږی.

وفات:

په ۱۷۷۲ م کښی احمدشاه بابا د شپږویشت (۲۶) کاله باچاهي ورسته د یو پنځوس (۵۱) کلنۍ په عمر د کندهار په ارغستان کښی له فاني نړی څخه سترګی پټې کړې.

انالله وانا الیه راجعون
روح یې ښاد

خدای ج دې موږ ته یو بل احمدشاه بابا راکړي