پاکستان په پکتيکا کې د جلغوزو غر او د کرومايټو کان قبضه کړی

پاکستان په پکتيکا کې د جلغوزو غر او د کرومايټو کان قبضه کړی
منبع : خبریال دات کام   تاریخ: 11/6/2019
 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ کرښې د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار تر لګولو وروسته بد خبر دادی چې اوس تازه د پاکستاني ځواکونو له لوري د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې د افغانستان د کرومایټو مهم ارزښتناک کانونه او د جلغوزیو ستر غر د خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

په پکتیکا ولایت کې د دې ولایت پخواني چارواکي او د سیمي مخور قومي مشران وایي، چې پاکستاني پوځیان د پکتیکا ګومل ولسوالۍ اړوند ترخې اوبه او د وچ غر په هغو سیمو کې اغزن تار غځوي، چېرته چې د کرومایټو کان او د جلغوریو غر موجود دی چې د دوی په خبره دا کانونه هر کال مبلیونونه حاصلات له ځان سره لري.

په همدې حال کې د پکتیکا پخواني والي محب صمیم او قومي مشرانو هم رسنیو ته تایید کړې ده چې پاکستان له پخواني ټاکل شوي حد څخه په بشپړه توګه مخکې راغلی دی. او د افغانستان هغه سیمې یې تازه تر خپل واک لاندې کړي دي چې پکې د جلغوزیو غر او د کرومایټو مهم کانونه موجود دي.

د سیمه ییزو خلکو پر وینا په دې سیمه کې پاکستاني پوځیانو د تېرو لسو ورځو راهیسې د اغزن تار د غځولو چارې بېرته پیل کړي دي. چې په همدې سره د جلغوزیو غر او کرومایټو کان مهمه برخه هم هغې لور ته پاتې ده دوی وایي، حکومت لاهم چوپه خوله ناست دی اوس نو په کار ده چې افغان حکومت دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي او له خپلې خاورې او کانونو دفاع وکړي.

خلک په سیمه کې سخت اندېښمن دي، دوی وایي که دا حال روان وي، نو نږدې ده چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان نورې اقتصاد لرونکې سیمې هم تر خپلې ولکې لاندې راولي چې دا به د افغانستان اقتصاد ته لویه ضربه ورسوي او هم به په افغان حکومت د دفاع په برخه کې باور له منځه ولاړ شي.

قومي مخور وایی، که حکومت پر وخت اقدامات ونکړي نو د دې کلي ځوانان او سپین ږیري به ټوپک په لاس د خاورې ساتنې په موخه پاکستاني ځواکونو سره په سنګرونو کې وجنګیږي.

قومي مشرانو افغان حکومت په دې مسعله کې پړ وباله چې د خاورې په حقوقي مسله کې بالکل چوپ پاتې دي دوی زیاتوي، پاکستاني ځواکونه تل په افغان خاوره عامه تاسیسات، پوستې او مورچلې جوړوي، خو افغان حکومت یې هیڅ په کیسه کې نه دی.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د پکتیکاد خلکو استازو هم له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتي دي چې د جلغوزیو غر او د کرومایټو کانونو په تړاو دې جدي اقدامات وکړي، څو افغانان له خپلو حقوقو برخمن شي.

ولسي جرګې وکیلان زیاتوي، چې دوی د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت باندې هم غږ کوي چې د پاکستان له لورې د دې ډول کړنو مخه دې ژر تر ژره ونیسي.

د یادولو ده دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ځواکونه په افغان خاوره کې عامه تاسیسات جوړوي بلکې له دې وړاندې هم پاکستان په کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې مورچلې او پوستې جوړې کړې وې چې د افغانانو له لوري له سخت غبرګون سره مخ شوي دي

پورتنې خبر دافغان چارواکو ولسونو او سياسيونو ته څه پېغام ورکوي؟

زما په اند ۴۱ کاله وشول چی زموږ خلک، خاوره او واکمنان د پاکستاني استخباراتي بريدونو لاندی نيولي دافغان خاوری تر نيمايي زياته خاوره د خپل پخواني بادار يانی انگريز په زور دهندوستان دويش پر وخت په جبري توگه اشغال لاندی نيولی په تيرو تر اويا زياتو کلونو کې ددی توری نامقدسی نامنل شوی پولي دواړو خواوته پراته ولسونه د خپلو شومو موخو له پاره ووژل تريتم يې کړل د بابړی عاموژنه سرته ورسوله د وزيرستان ولسونه يې له خپلو کورونو ايستلو ته اړباسل بی شميره پښتانه مشران يي وژل  د زندان تورو تنبو ته ټيل وهل اوددوی هر ډول ازادي تری واخستله.

پوره ۴۱ کلاله کيږي ددی قلابي رژيم د تورو مخو د خپلو شومو پلانونو  عملي کولو دوام لري.

د گران هېواد افغانستان  ولسونو ښونځي، کارخانی ځنگلونه ويجا ړکړل د لوړو زده کړيالان يي ووژل وسلوال پوځ يې د خپلو گوډاگيانو په واسطه ختم کړ. اوس په دی پلمه چی موږ د ترهگرو او قاچاق کونکو مخه نيسو نو يې داعزن تار غزول پيل کړي زما له نظره دوی ترهگر او يا قاچاقبرانو مخه نه نيسي بلکې دوی هم دا نه منل شوی کرښه خپلوي او بل د اوسني د پولي دواړه خوا زياتی نوری ځمکې اشغالوي معدنونه او ځنگلونه تر خپلی ولکې لاندی راولي. پورتنۍ عکس ددی پوره ثبوت دی .

داوسني افغان حکومت له پاره سره له دی زياتی ستونزی ورته همدغه ساختگي پاکستان له مخه جوړی کړي نور هم کو ښښ کوي چی خاوره لاندی کړي سرحد په زور جوړ کړې  موږ چارواکو، سياسيونو ته پکار ده چی  ددی د نه منلو له پاره د ټولو سياسي دپلوماتيکو لارو کار واخلو کنه بيا وخت له وخته تيريږي بايد ولسونه د يوی لوی جرگۍ تابيا ونيسیي اودخل خاوری ولسونو دسرنويشت له پاره کوټلي گامونه اوچت شي .

م اقا شيرزاد

۲۰۱۹ ز کال د اکتوبر ۶مه