عبدالله عبدالله د هر مثبت ګام په وړاندې خنډ شیطاني مثلث

 

عبدالله عبدالله چې د نظارشورا او اسلامي جمعیت په سیکټاریستي او اخوانۍ روزنیزه او جګړه یزه مدرسه کې لوی اوروزل شوی، هېواد او سیمه کې د پېښو په وړاندې د همدغې مدرسې له لیدلوري دریځ نیسي او د څو لسیزو وروستني حالات هم په ۹۰ یمه لسیزه کې د اسلامي جمعیت او نظارشورا د مطلقه او انحصاري واکمنۍ له عینکو ویني.

دا مهال، نه ۹۰ لسیزه ده او نه په کور دننه او بهرني حالات هغه څه ته ورته دي چې عبدالله عبدالله يې په چاپېریال کې لوی شوی او نه د اسلامي جمعیت زړې نسخې او تګلارې د پلیتوب وړ دي چې مخینې يې هم د ناورین پرته، هېواد ته بل څه نه درلودل!

اسلامي جمعیت چې ۹۰ لسیزه کې یې برهان الدین رباني مشري کوله او هغه مهال یې هېواد لپاره د افغان حکومت او ملګرو ملتو د سولې تګلار شنډه کړه، نن چې عبدالله عبدالله يې استازولي کوي، په ورته دریځ غواړي د ولسمشر غني په مشرۍ د سولې هڅې او تګلار سبوتاژ کړي او د ۹۰ یمې لسیزې پشان دوه لسیزې وروسته هم افغانستان په بل او نوي ناورین ورګډ کړي.

ولسمشرغني تېره میاشت طالبانو سره د سولې لپاره خپله اووه ماده یزه تګلار اعلان کړه او طالبانو سره یې د یوې میاشتې اوربند، تر هر ډول مذاکراتو مخکې، د دې تګلارې اصلي شرط وګاڼه.

ویل کېدای شي د دې طرحې ان لومړیو شېبو کې، هېواد کې دننه او بهر په پراخه کچه هرکلی وشو. ولسمشري ماڼۍ د لا اغیزمنتوب لپاره په نوموړي تګلار کې د هېوادوالو د جوړونکو وړاندیزونو کړکۍ پرانیستې پریښوده، خو عبدالله عبدالله له لومړي سره او تر هر چا مخکې د هغې د سبوتاژ لپاره خپله خوله پرانیسته. نوموړي د نومبر په پنځمه د فرانسي خبرې اژانس سره په خبرو کې د دې تګلار اهمیت او جدي والی تر شک لاندې ونیو او زیاتوي «هیچا دغه طرحه د یوه پروګرام پتوګه جدی نه ده نیولې … دغه طرحه له بل هر څه د هیلو یو لیست دی. هیڅوک دغه طرحه جدي نه نیسي ــ نه د افغانستان خلک او نه بل څوک، ازادي راډیو»

البته عبدالله عبدالله په خپله پورته پریکړه کې، ځان هم د حکومت د برخې، هم د اپوزیسیون، هم د طالب، هم د افغانستان د خلکو (عبدالله د افغان کلمې په ځای، د خپلو پلانونو له مخې د افغانستان خلک کاروي) او هم د نړیواله ټولنې استازی راپېژني او د دوی په نابللي استازیتوب وایې چې «هیڅوک دغه طرحه جدی نه نیسي»!

خو که له نوموړي وپوښتل شي چې که ستاسو په مزاج برابر د هیڅوک پرځای هر څوک، یانې هم افغان حکومت، هم طالب، هم افغانان او هم نړیواله ټولنه کومه طرحه لري او هغه د عبدالله په خبره جدي ګڼل کیږي، هغه به کومه طرحه وي، عبدالله به څه ځواب ولري؟

د حکومت په طرحو نېوکه او هغه هم د سبوتاژ په موخه او بلخوا خپله طرحه نه وړاندې کول، یا نه لرل، د جګړې په درېدو او سولې ته په رسېدا کې، څه مرسته کلای شي.

د ولسمشر د سولې په اووه ماده یزه طرحه کې، منځټکی طالبانو سره اوربند دی او دا همغه ټکی دی چې شیطاني مثلث (عبدالله او د ده لنډه غر + طالبان + پاکستاني جنرالان او ISI)، يې په وړاندې خنډونه جوړوي.

دلته باید هېره نه کړو، د عبدالله ډله له هر څه زیات له اوربنده ډاریږي. یوه میاشت اوربند چې طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره د حکومت لخوا په پام کې نېول شوی، عبدالله عبدالله او د هغه جګړه مار سخت ځوروي!

د جګړې دوام د عبدالله او د هغه د ډلې لپاره لنګه غوا ده. که جګړه جاري وي، مرکزي او غښتلی دولت نه شي جوړېدای او دا هغه څه دی چې د عبدالله د لنډه غرو د موخو منځړی جوړوي. په جګړه کې د جګړه مارو ډلو چې د عبدالله پرشاوخوا راټول دي د وسلو، تاریاکو او هر څیز ښه سوداګري او تجارت روان دی. که جګړه جاري وي د عبدالله د ډلې د وژنو، قتلونو، غلاوو، چور او تالان پوښتنو ته فرصت نه پیداکیږي. لکه څنګه چې تېرو څو لسیزو وښوده، کمزوری حکومت د افغانانو او نړیوالې ټولنې چور شوې پیسې، د دې ډلې له لنډه غرو نه شي اخیستلای. دلته هم باید حکومت کمزوری وساتل شي او جګړه باید په غرغنډو وي.

د مرکزي حکومت له پیاوړتیا څخه نه یوازې په کور دننه نظارشورا، اسلامي جمعیت او نورلنډه غر ریږدي، بلکې بهر کې ISI او د پنجابي پوځ لنډه غر هم خپله اینده تیاره ویني، نو ځکه د اسلام اباد، طالبانو او د عبدالله د لنډه غرو مثلث، د اوربند مخالف او د جګړې د دوام لامل ګڼل کیږي.

تېر ځل هم د روان کال د غوایې میاشتې په ۱۸ مه، د سولې د مشورتي لویې جرګې په تړاو، عبدالله عبدالله په ترکیه کې د دغه هېواد له دولتي اناتولي خبري اژانس سره مرکه کې ویلي ول« د لویې جرګې د تر سره کېدو پرمهال د دولتي او اقتصادي فعالیتونو د بندېدو ترڅنګ، خلکو ته د درنو مالي زیانونو په رسېدو سره زموږ د هېواد په اړه نوې لاسته راوړنې نه لرلې»

لومړی عبدالله او ټاکنیز ټیم یې لویه جرګه تحریم کړه او وروسته يې د هغې د پریکړو په اړه اناتولي اژانس سره یاده مرکه وکړه. دغه جرګه کې د افغانستان د ټولو ولایتونو ۲۳۰۰ تنو استازو ګډون کړی وو چې ۳۰ سلنه یې مېرمنې وې. د جرګې ګډونوالو د یادې جرګې په پنځمه او وروستۍ ورځ سولې ته د رسېدو لپاره په ۲۳ مادو کې خپل وړاندیزونه، نظرونه او غوښتنې له افغان حکومت سره شریکې کړې.

پاکستاني خبریال سلیم ساپي په پاکستانۍ جنګ ورځپاڼه کې لیکي «خلیل زاد طالبانو سره ژمنه کړې چې د دې ډلې ۵۰۰۰ غړي له بنده خوشې کړي، خو ولسمشر غني دا طرحه نه ده منلې او ویلي یې دي چې امریکا کولای شي هغه طالب بندیان خوشې کړي چې د دوی په زندانونو کې بندي دي. افغان دولت د سولې مشورتي لويې جرګې د پریکړې له مخې د ښه نیت څرګندولو په موخه، یو شمېر محدود بندیان خوشې کړل، خو د سراسري اوربند پرته به هیڅ بندي خوشې نه کړي.»

خو عبدالله عبدالله بیا د لړم میاشتې په ۹ مه، خلیل زاد او طالبانو ته په غوړه مارۍ کې وایې«که د طالبانو خوشې کېدا(هغه هم د دوه تنه امریکایانو په تبادله کې، لیکونکي) سولې سره مرسته کولای شي، باید تر سره شي. که چیري دلته بندیان وي، د خلاصون لپاره يې باید کار وشي»

عبدالله عبدالله داسې خبرې امریکا او طالبانو ته په غوړه مارۍ سربېره، پر ولسمر غني د فشار اچولو لپاره کوي. ایا عبدالله د دې تضمین کولای شي چې د دوه تنه امریکایې استادانو په تبادله کې د ۵۰۰۰ تنو طالبانو خوشې کېدل، چې هغو کې د طالبانو سړیخواره والیان او قومندانان شامل دي، اوربند او سولې سره مرسته کولای شي؟

حکومت د ښه نیت لپاره څو ځلي د طالب بندیان خوشې کړل، ایا په جګړه کې سړښت راغی؟

عبدالله او خلیل زاد غواړي، جګړه باید توده وساتل شي. هره پلمه باید وکاریږي چې د مرکزي حکومت د سولې کارنده طرحې تر پلي کېدا مخکې سبوتاژ شي.

افغانان باید د عبدالله د لنډه غرو په ګډون په دولت کې دننه د اوربند او سولې مخالفین تر طالب او داعش کم ونه ګڼي. باید د مرکزي حکومت پر شاوخوا راټول واوسو. حکومت یوازې د ولس په ملاتړ د اوربند او سولې تګلار پلې کولای شي.

د ۲۰۱۹ کال د نومبر ۶ مه

سرلوڅ مرادزی