د سولې هڅې باید د افغان دولت پر محور متمرکز وي

 

د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره باید د هرې ریښتینې هڅې ملاتړ وشي. افغانان هیڅ داسې موخه نه لري چې تر لاسه کولو لپاره یې لسګونه کلونه جګړه وکړي. افغان هېواد د پردیو د ګټو لپاره د نیابتې جګړې په مورچل بدل شوی. سوله د افغان ولس حق دی، ځکه چې جګړه پرې تپل شوې. په دې تپل شوې جګړه کې د افغان ولس هیڅ ګټه او خیر نشته.

د سولې هڅې باید ریښتینې وي، که داسې نه وي جګړه نه بندیږي، بلکې په نورو بڼو اوږدیږي او د تېر په توپیر لا پیچلې او سختیږي.

دې شک نشته چې ځینې بهرني هېوادونه او حکومتونه، همدارنګه په کور دننه بېلا بېلې کړۍ هم افغان ولس او افغان دولت سره سوله کې د مرستې په نوم هڅې لري، خو یوخوا دا هڅې پر یوه محور راټولې نه دي او بلخوا ځینې هڅې د تلپاتې سولې په موخه نه، بلکې د هغې د سبوتاژ او د جګړې د دوام لپاره کاریږي.

د سولې په تړاو، تر ټولومخکې باید وپوهیږو چې کوم حکومتونه او په کور دننه کومې کړۍ او شخصیتونه پخپلسر او د مرکزي حکومت له خبرتیا پرته نوروته بلنې ورکوي، غونډې جوړوي او کنفرانسونه پرانیزي. ایا دغه هېوادونه او بېلابېلې کړۍ په داسې تګلارو ریښتیا هم سوله غواړي؟ د جګړې د دوام بهیر ښۍ چې ډیری دا هڅې په جګړه کې د افغان ولس د نورې ښکېلتیا په نیت د فرصتونو د لاسته راوړلو لپاره ترسره کیږي!

که د سولې په تړاو کورنۍ او بهرنۍ هڅې د افغان دولت پر محور راټولې نه شي، هیڅکله به سوله را نه شي او هغوی چې په داسې ټولمنلي حقیقت باور نه لري او پلمي جوړوي، د جګړي د دوام پلویان او لامل دي.

په دوحه(قطر) کې د سولې په نوم هڅو دوه لويې ستونزې درلودي. لومړۍ ستونزه دا وه چې افغان حکومت پکې له پامه غورځول شوی وو او د ګډون مخه يې ډب شوې وه. د حکومت د نه ګډون سربېره، د خبرو د ۹ پړاوونو بهیر کې د حکومت سره سلا قدرې هم نه ترسره کېده او خبرې د تړلو دروازو تر شا وې. دوهمه غټه ستونزه دا وه چې د خبرو اجندا د پښو پرځای پر سر ولاړه وه. اوربند او افغان حکومت سره خبرې چې لومړیتوب يې درلود ، شا ته غورځېدلې وې او پرځای يې د اجندا دوه نورې برخې یانې افغانستان څخه د امریکايې پوځیانو وتل او له طالبانو تضمین ترلاسه کول چې ترهګرو لکه القاعده او داعشر سره به اړیکې پریکوي امریکا، د امریکا انډېوالانو، سیمې او نړۍ ته به ګواښ نه پېښوي؛ لومړۍ ګڼل شوې وې.

بلخوا دې خبرو کې هڅه دا وه چې افغان حکومت د طالبانو کچې ته چې طالبان په خورا ښه حالت کې هم له تنظیم پورته حیثیت نه لري، را ټيت کړي. همدارنګه دا هڅه هم کېده چې په کور دننه ځینې معلوم الحاله کړۍ چې د سولې څخه په جګړې او له ویش څخه په تالان خوښې دي، دولت سره په موازې توګه  طالبانو سره خبرو ته کښینوي چې دلته هم په خبرو کې د دولت حیثیت او اتوریته ټيټه وځلوي او حکومت له دوه خواوو یا د ژرندې د دوه پلونو ترمنځ ښکېل وساتي.

تقریبآ طالبانو سره په ټولو ناستو کې چې له دوحې سربېره په ماسکو، تېر ځل چین، اسلام اباد او نورو ځایونو کې ترسره شوي، ورته سیناریو لېدل کیږي. په دې غونډو او ناستو کې طالبان پورته پورته ځلول کیږي، په کور دننه د طالبانو سره خواخوږې او د مرکزي حکومت مخالفې ډلې د حکومت پرځای دغه ناستو او کنفرانسونو ته غوښتل کیږي او د واک او صلاحیتونو پورته خبرې کیږي، د سولې په نوم لوبه تاوده ساتل کیږي، خو ریښتینې سوله او د هغې په اړه علمي او عملي اجندا درک نه لري. د دا شان هرې غونډې یا کنفرانس پای کې جګړه لا تودیږي او د افغانانو قتل عام زیاتیږي.

کېدای شي په کور دننه یادې کړۍ ووايې چې مرکزي دولت د دې جوګه نه دی چې د سولې بېلا بېلې هڅې پر یوه محورراغونډې کړي. دلته هم خبره ښکاره ده، همدغه ملي ضد کړۍ چې حکومت کې غوړه ونډه لري د مرکزي حکومت د سولې هڅو ته د پښو زولنې دي. طالبانو ته، مرکزي حکومت همدوی کمزوری کړی، دوی دي چې طالبانو سره د دې هېواد په پلازمېنه او یا د هغه بل هېواد په کوم ښار کې ویني او هغو سره په ګډه کله د موقت حکومت او کله د سرپرست حکومت بولاله تکراروي.

ښای ټاکنې افغانانو ته فرصت برابر کړي چې دا ځل د دوه سري حکومت پرځای، په نسبي توګه یو لاس مرکزي حکومت ولري. په داسې حکومت سره به هم د موقت او سرپرست حکومتونو سندره ختمه شي او هم به د اوربند، سولې او د جګړې د پای په تړاو حکومت واک ولري او د واک یوه پته به چې مرکزي حکومت دی، رامنځته شي.

طبیعي ده چې د اوربند او سولې په اړه به نوی حکومت تصمیم نیسي، خو د نوي حکومت د کار تر پیل پورې هم د اوربند او سولې په اړه  چوپتیا نه ده پکار اوهڅې دې جاري وي.

د راتلونکي حکومت او د هغه د سولې د هڅو او اوس هم د دې هڅو په تړاو د افغانانو غوښتنه دا ده چې اور بند دې د سولې د هر راز خبرو د پیل لپاره د مخکیني شرط پتوګه وګڼل شي. اوربند او د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

له ښه مرغه، د ولسمشر غني په مشرۍ دولتساز ټیم، د نوي حکومت د منخته راتلو مخکې د افغانانو دغه اندیښنو ته پام کړی او په دې اړه چمتو شوې تګلار لري.

د اوربند په اړه د ولسمشر امنیتي سلاکار ښاغلی حمدالله محب وايې، پخواني پلان کې له طالبانو سره د سولې په تړاو هېڅ قید او شرط نه وو، خو اوس شته «طالبان یو لاس نه دي، پر جنګ کنټرول نه لري او یو شمېر قومندانان یې داعش سره یوځای شوي. نو مهمه دا ده چې لومړی باید دوی ځان ثابت کړي چې پر خپلو قومندانانو او جنګیالیو څومره واک لري. وړاندیز مو دا دی چې هغه وخت د سولې خبرو ته کینو چې یو میاشت اوربند وکړي»

ښاغلي محب دا هم ویلي «که د طالبانو او امریکا ترمنځ کومه هوکړه هم وشي، جګړه نه شي ختمولی. تر هغو چې پاکستان طالبان د وسلې ایښودو ته ونه هڅوي، د امریکا او طالبانو کېدونکې هوکړه روانه جګړه نه شي ختمولی.»

همدارنګه د روان کال د اکتوبر په ۲۸ مه، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي ولسمشر اشرف غني سولې ته د رسېدو په موخه یوه ۷ ماده ییزه تګلاره جوړه کړې.

دې تګلار کې له امریکا غوښتل شوي«له دې هېواده تر وتو وروسته، ترهګرۍ سره د مبارزې چوکاټ جوړ کړي. دغه راز له طالبانو د اوربند او د پاکستان لخوا د ترهګرو ډلو د روزنې د بندولو غوښتنه هم شوې ده. له امریکا غوښتل شوي چې له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو او تر هغې وروسته دغلته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره پلان جوړ کړي.

ولسمشر د دغې تګلارې په دویمه ماده کې له طالبانو غوښتي چې د سولې له خبرو مخکې دوه اړخیز اوربند ومني، هغه کار چې حکومت غواړي پوه شي طالبان یوه واحده رهبري لرې او که نه.

د اسلام آباد سره خبرې د دغې تګلارې بله برخه ده، په دې اړه ویل شوي، افغانستان باید پوه شي چې پاکستان ترهګرو ډلو ته پنا ورکول او د هغوی روزنه دروي او که نه.»

د تېرو کلونو ترخو تجربو وښوده چې د سولې په تړاو پاشلې خبرې او غونډې ګټوره او مثبته پایله نه لري. حکومت باید له دې وروسته د سولې په تړاو ټولې هڅې پخپل لاس کې واخلي. که په کور دننه کوم کس یا ډله او یا هر بهرنی هېواد غواړي سولې سره مرسته وکړي، یوازې دې داسې هڅې د مرکزي حکومت له لارې ترسره شي.

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۲۹ مه

سرلوڅ مرادزی