د کردانو ۳۵ ملیوني نفوس

16.10.2019kordan med smuk pige
د ایران، ترکیې، عراق او سوریې په هیوادونو کې اباد دی چې په خپل ټول تاریخ کې یې د خپل ځان لپاره ځانګړی دولت نه دی جوړ کړی چې دا هغه ارمان دی چې د دې قوم د تیرو شویو ټولو مشرانو په زړونو کې پاتې دی دوی یواځې واړه واړه امارتونه جوړ کړي دی لکه مرواني امارت او بدرخاني امارت.
کردانو د اسلام د دویم خلیفه حضرت عمر رضی الله د خلافت په دوره کې اسلام ومانه او دا سیمه د مسلمانانو له لورې فتحه شوه چې له هغې مودې راهیسې دوی د نورو عربو قبیلو په څیر ژوند کوي.
کردان په خپل تاریخ کې ډیرې ویاړمنې څیرې هم لري لکه صلاح الدین ایوبي او شیخ الاسلام ابن تیمیه چې تاریخ پوهان دواړه کردان بولي.
عثماني خلافت د شپاړسمې میلادي پیړۍ په لومړیو کې کردانو ته له دې امله ډیر امتیازات ورکړي وو چې دوی د شیعه صفویانو په وړاندې جنګیدل خو د ۱۹۱۴م او ۱۹۱۸م کلونو ترمنځ د عثماني خلافت د کورنیو ستونزو پرمهال کردانو هم د نورو عربانو په څیر د عثماني خلافت پر ضد په توطیو او دسیسو جوړولو پیل وکړو.
تیر ۱۰۰ کلونه کردان د امپراطوریو په خدمت کې
په ۱۹۱۸ م کال د محمود حفید برزنجي په مشرۍ د عثماني خلافت پرضد کردانو، د برطانویانو سره د مرسته وکړه او د عثماني خلافت په ضد یې د لواء السلیمانیه په نوم ملیشې جوړې کړې چې دې لواء ډیر دوام ونکړو او په ۱۹۲۲م کال کې دا ملیشې له منځه لاړې.

کردان د عثماني خلافت پرضد د بریتانویانو په خدمت کې

د برزنجي په مشرۍ کردانو د بریتانويانو سره مرسته وکړه چې بریتانویانو له کردانو سره د یوه ځانګړي دولت د جوړولو وعده کړې وه خو په د ۱۹۲۳م کال د جولاي په ۲۴مه کردان هغه مهال بریتانویانو په سپین میدان پریښودل چې کله د سویټزرلینډ په لوزان ښار کې د لوزان تړون لاسلیک شو.
لوزان تړون د لوزان په ښار کې د لومړي نړیوال جنګ د متحدینو او د ترکیې ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې یې د یونان او بلغاریې سره د ترکیې پولې معلومې شوې او هم د قبرص، عراق، شام په سیمو د ترکیې دعوه لغوه شوه. د لوزان په تړون سره د سیفر تړون لغوه شو هغه تړون چې کردانو ته پکې د ځانګړي دولت وعده ورکړل شوې وه.
د لوزان تړون وروسته کردانو د برزنجي په مشرۍ بیا وسله وال مقاومت پیل کړو چې تر ۱۹۳۱م کال پورې یې دوام وکړو.
کردان د بریتانویانو له لورې پنځه ځله د جګړې په میدان کې خوشي تشي پریښودل شول.

کردان د ایران په ضد د روسانو په خدمت کې

د ۱۹۳۲م کال څخه د کردانو د وسله وال مقاومت مشري احمد او مصطفی برزنجي په غاړه واخیسته چې له اوږدو جګړو وروسته یې په عراق کې د اربیل او بادینان سیمو واک ترلاسه کړو. دا ځل روسانو د کردانو سره ژمنه وکړه چې دوی ته به ځانګړی دولت جوړوي، کردانو د ایران په خوا کې هم ګڼې سیمې لاندې کړې. روسانو د محمد رضا پهلوي سره ستونزې درلودې او کردان یې هڅول چې ځانګړی دولت اعلان کړي دوی به یې مرسته وکړي هماغه ؤ چې په ۱۹۴۶م کال د جنوري په ۲۲مه قاضي محمد د روسانو په مرسته د ټولو کردانو لپاره د جمهوري مهاباد په نوم ځانګړی دولت اعلان کړ.
د ایران شاهي دولت د روسانو سره د تیلو یو تړون لاسلیک کړو چې په بدل کې به یې روسان د کردانو له ملاتړه لاس اخلي چې همداسې وشول روسانو کردان په سپین میدان کې پریښودل او د ایران شاهي دولت د کردانو په وړاندې جګړه پیل کړه او مهاباد جمهوریت ۱۱ میاشتې وروسته ونړیدو، قاضي محمد د ایران د مهاباد په سیمه کې په عام محضر کې اعدام کړل شو.

کردان د عراق پرضد د اسرائیلو په خدمت کې

بارزانیانو په ۱۹۴۸م کال کې د اسرائیلو د لومړی لومړي وزیر ډیویډ بن ګوریون سره اړیکې جوړې کړې، اسرائیلو غوښتل چې خپله ختیځه پوله په کردانو وساتي چې اسرائیلو د کردانو د جنګیالیو روزنه پیل کړه او د اسرائیلو موساد به کردي جنګیالي په څرګند ډول روزل او بیا به یې کردي سیمو ته لیږل.
د ۱۹۵۸م کال د کردي انقلاب وروسته د عراق حکومت د کردانو سره په یوه تړون کې د کردانو حقوق ومنل او په ۱۹۷۰م کال یو بل تړون چې د صدام حسین او کردانو ترمنځ لاسلیک شو، کردان په عراق کې په رسمي توګه ومنل شول خو کردانو بیا هم د اسرائیلو له ملګرتیا لاس وانخیست او د صدام د نظام په وړاندې یې د اسرائیلو سره لاس یو کړی وو.
د اسرائیلو او کردانو ترمنځ اوسنی اړیکې هم له هماغه وخته پیل شوی دی. د اسرائیلو ۷۵ سلنه تیل د کردستان څخه دی او اسرائیل په کردستان کې لوی لوي شرکتونه لري.
وروسته د کردانو د دوو مشرانو جلال طالباني او مسعود بارزاني ترمنځ د واک پر سر جنګ رامنځ ته شو چې ترمنځ یې د دواړو لورو څخه زرګونه کردان ووژل شول.

کردان د عراق پرضد د خمیني په خدمت کې

په ۱۹۸۰م کال د صدام حسین او ایران ترمنځ جګړه رامنځ ته شوه چې خمیني د جلال طالباني او مسعود بارزاني ترمنځ جوړه وکړه او دواړه یې وهڅول چې د عراق په خلاف د دوی ملګرتیا وکړي. کردانو د ایران په ملګرتیا د عراق په وړاندې جګړه پیل کړه چې په ۱۹۸۸م کال کې صدام حسین د کردانو د حلبجه په ښار د کیمیاوي وسلو برید وکړو او زرګونه کردان یې ووژل.
د ایران او عراق په جګړه کې کردانو یواځې له ایران څخه مرسته نه ترلاسه کوله بلکې له اسرائیلي دولت څخه یې هم مالي او تسلیحاتي او د روزنې مرسته ترلاسه کوله ځکه اسرائیل له صدام حسین څخه ډیر په ویره کې وو.کردان د عراق پرضد امریکایي ائتلاف په خدمت کې

په ۱۹۹۱م کال امریکایي ائتلاف د کویت د ازادولو لپاره په عراق برید وکړو او عراقي ځواکونه مجبور شول چې کویت پریږدي هغه مهال بیا هم د کردانو مشر مسعود بارزاني د امریکایي ائتلاف مرسته وکړه او کردان یې د امریکایانو په څنګ کې د عراق په ضد وجنګول هغه مهال په زمکنۍ جګړه کې د عراقي ځواکونو د ماتي لوی لامل د کردانو مقاومت ؤ.
امریکایانو کردانو ته وعده ورکړې وه چې د کویت له ازادۍ وروسته به د عراق، ترکیې او ایران په منځ کې دوی ته ځانګړی دولت جوړوي خو د صحراء له معرکې وروسته بیا هم کردان د ائتلافیانو له لورې صدام حسین ته په سپین میدان پريښودل شول چې د عراق د نظام له لورې یې په زرګونه کسان ووژل شول او ملیونونه له خپلو سیمو وتښتیدل.
صدام حسین غوښتل چې د طالباني او بارزاني ډلې په بشپړ ډول له منځه یوسي او ټول جنګیالي یې له یوې مخې ووژني خو فرانسې مداخلې وکړه او د عراق په شمال کې یې د عراقي ځواکونه هوایي پروازونه بند کړل چې ورسره کردي جنګیالیو د ارام ساه واخیسته.
په ۱۹۹۴م کال د طالباني او بارزاني ډلو ترمنځ بیا جګړه پیل شوه چې تر ۲۰۰۳م کال پورې یې دوام وکړو او پکې زرګونه کردان ووژل شول.

کردان دویم ځلي د امریکایانو په خدمت کې

په ۲۰۰۳م کال بش په عراق بریدونه پیل کړل او د کردانو دواړې ډلې د امریکایانو له لورې منظمې کړل شوې د صدام حسین په خلاف یې زمیني جګړه پیل کړه په افغانستان کې د نظار شورا د جګړه مارانو په څیر کردان هم د صدام په وړاندې په جګړه کې د امریکایانو لپاره ډیر مؤثر تمام شول او د شمال له لورې ټوله زمکنۍ جګړه کردانو په مخ یوړه.
په ۲۰۰۵م کال امریکایانو اراده وکړه چې د عراق د سمبالچار پاؤل بریمیر څخه واک عراقیانو ته ولیږدوي، په عراق کې پارلماني ټاکنې اعلان شوې د عراق په پارلماني ټاکنو کې د کردانو د طالباني ډلې ۷۷ څوکۍ وګټلې چې طالباني د عراق لپاره مؤقت دولت تشکیل کړو او نوموړی د همدې دولت مشر شو او مسعود بارزاني بیا د کردستان د اقلیم مشر وټاکل شو چې بارزاني به د کردستان ټولې چارې د مرکزي حکومت څخه په جلا ډول پرمخ وړې.
له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو وروسته کردان بیا په سپین میدان پریښودل شول تر هغې چې په عراق کې داعش راڅرګند شو او خپلې ریښې یې سوریې ته هم وغوځولې.

کردان د داعش په وړاندې دریم ځلي د امریکایانو په خدمت کې

په ۲۰۱۴م کال چې کله داعش د خلافت اعلان وکړو، امریکایي ځواکونه سوریې ته راننوتل او د کردانو په سیمو کې یې لویې لویې نظامي اډې جوړې کړې.
کردان دا ځل په سوریه کې یواځې د داعش په وړاندې نه بلکې د ټولو ښي اړخو ډلو په وړاندې جګړې ته رامخکې شول.
ترکیه چې د ناټو غړی هیواد دی او د امریکایانو متحد دی، څو ځله یې ناټو او امریکا ته د کردانو له خوځښتونو شکایت وکړو خو امریکایانو ترکیې ته تل ډاډ ورکاوه چې د ترکیې په ضد به له کردانو سره مرسته ونه کړي.
په سوریه او عراق کې د داعش له ماتې وروسته ټرمپ وغوښتل چې له سوریې خپل ځواکونه وباسي، چې دا دی کردان دا ځل ترکیې ته په سپین میدان پریښودل شول.

کردان ولې له تیر تاریخ څخه عبرت نه اخلي؟

کردان له پیړیو ډیر تکړه جنګیالي لري چې همدې ټکي له تیرو سلو کلونو راهیسې د امپراطوریو پام د دوی لور ته راګرځولی دی، اروپایان او امریکایان له هماغه وخته د دوی ځوانان خپلو هیوادونو ته بیایي او هلته یې د لویدیځ په فکر روزي چې خپلو ټولنو ته له راتګ وروسته ورته د امریکایانو او اروپایانو ملګرتیا په هره بیه قبوله وي.
کردان د عراق، سوریې، ایران، ترکیې هیوادونو کې ویشل شوی دی او دوی په دې ټولو هیوادونو کې اقلیت بلل کیږي چې لویدیځ هیوادونه کوشش کوي چې کردان په دې سیمې کې د یوه جنګي ابزار په توګه د تل لپاره وساتي.
که کردان د اروپا او امریکا له دغو روزل شویو ټامیانو څخه ځان خلاص کړي شاید په راتلونکې کې د خپل تاریخ د مسلسل تکرار سره مخ شي کنه کردان به په راتلونکې کې هم د نیابتي جګړو کرایه شوی جنګیالي وي.