والسټریټ ژورنال له طالبانو سره دخلیلزاد یوه بله پټه معامله افشا کړه

والسټریټ ژورنال له طالبانو سره دخلیلزاد یوه بله پټه معامله افشا کړه
منبع : تاند   تاریخ: 10/14/2019
یکشنبه، دمیزان ۲۱مه – امریکايي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې، افشا کړه چې زلمي خلیلزاد اسلام آباد ته په خپل وروستي سفر کې له طالبانو سره دانس حقاني، امریکايي استادانو او نورو بندیانو دتبادلې ترڅنګ دسولې دمذاکراتو په بیا پیل هم خبرې کړې دي. ورځپاڼه وايي، زلمي خلیلزاد دملګرو ملتونو د ۷۴مې عمومي غونډې په څنډه کې دیو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم په دې اړه خبرې کړې دي چې څنګه دسولې خبرې بیا پيل شي؟ خو له ملا برادر سره یې په اسلام آباد کې مخامخ دا خبره رایاده کړې ده.

ورځپاڼه وايي، خلیلزاد او طالب مشر ملا برادر په دې لیدنه کې داعتماد دبیا جوړونې، دتاوتریخوالي دراکمولو او زندانیانو دتبادلې په تړاو مهم بحثونه کړي دي. ورځپاڼه وايي، تېره اوونۍ دټرمپ دا څرګندونې چې په افغانستان کې یې حضور دامریکایانو لویه اشتباه ده، ددې ټکي څرګندويي کوي چې دواړه لوري بیا مذاکراتو ته روان دي.

ورځپاڼه دامریکايي سرچینو له قوله لیکي چې طالبانو خلیلزاد ته وړاندیز کړی چې دافغان حکومت له زندانه دې انس حقاني ورخوشې کړي، دوی به دامریکايي پوهنتون دوه استادان ورخلاص کړي. دا هغه ټکی دی چې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت تراوسه پټ ساتلی او نه یې وه څرګنده کړې چې خلیلزاد له طالبانو سره دخبرو دبیا پیل لپاره کتلي دي. په همدې حال کې نن ولسمشر ټرمپ یو وار بیا ویلي چې نور باید بې پایانه جګړې ختمې شي او دوی له افغانستانه وتل غواړي.

                 

پاکستان ته دخطر یو بل زنګ
منبع : خبریال دات کام   تاریخ: 10/14/2019

 ۱۳ اکټوبر ۲۰۱۹ – یو شمېر پاکستاني څېړونکي وایي، اوس هم خطر شته دی چې دپاکستان نوم له خړ لېست څخه تور لیست ته داخل کړل شي. سرچینې وایي، پاکستان حکومت که چېرته دترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته نکړي، نو ښایې له خړ لېست څخه یې نوم تور لېست ته هم ډېر ژر ورسېږي، خو نن دپاکستان دخزانې مشر عبدالحفیظ شیخ ویلي، هڅه کوي د(ایف ای ټي ایف) له خړ نوملړ څخه دخپل هېواد نوم وباسي.

په پاکستان کې دای ایم ایف پخوانی استازی ندیم الحق رسنیو ته ویلي، چې پاکستان ښایي دایف ای ټي ایف ځینې شرایط پوره کړي وي خو دترهګرو پرضد یې مبارزه کې کومه ښکاره لاسته راوړنه نه لري. هغه زیاته کړې پاکستان دهغو ترهګرو په نیولو کې هم پاتې راغلی دی چې نړۍ یې غوښتنه کړې و. څه وخت وړاندې دپاکستان لومړي وزیر عمران خان هم خواشینې ښودلې وه او ویلي و چې که مونږ دترهګرو پرضد ګامونه پورته نکړو نو ښاېې تور لېست کې مو دهېواد نوم راشي چې دا به ډېر بد تاثیر او اغېزه وکړي.

  •  (ای ټي ایف ) تېرکال دنا قانونو او ترهګرو دمالي سرچینو په وچولو کې په ناکامه راتللو سره سمدستي پاکستان دترهګرو په خړ لېست کې شامل کړ او بیا یې پاکستان ته دیو چانس په توګه (۱۱) سپارښتنې ورکړې وې که چېرته یې پوره کړې وې، نو پاکستان به دخړ لېست څخه ووځي، خو اوس یې امکان شته چې تور لېست ته هم ورسېږي.

په هغو سپارښتنو کې دا هم شامل دي چې پاکستانی حکومت دې په پاکستان کې د ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ ترهګرو او دهغوي دملاتړو پرضد بندیزونه عملي کړي. ای ټي ایف پرپاکستاني حکومت فشار راوړی دی چې په ترهګرو دې اسانتیاوي بندې کړي، مالي ملاتړ دې ورته ختم کړي او په بشپړه توګه دې ترې دملاتړ لاس واخلي.

بلخوا پاکستان ادعا کوي چې دترهګرو پروړاندې دوی کوټلي ګامونه اخیستي دوی وایې پاکستان دترهګرو مالي سرچینو دوچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي خو بیاهم په دې لېست کې شامل دي. خو اېف ای ټي اېف پاکستان تراوسه پورې په خړ نوملړ کې ساتلی او وایي، که سپارښتنې يې پوره نه شوې نو په همدې اکتوبر په میاشت کې به پاکستان بلې درجې (تور نوملړ) ته ورګوزار کړي.

دیادولو دی پاکستان په نړيواله کچه هغه هېواد دی چې په خورا سپين سترګي دترهګرو تمويل کوي او هيڅ نړيوال قانون او مقررات نه مني.

 

ملل متحد افغان ها را به پشتیبانی از تکمیل شدن پروسه انتخابات فراخواند
منبع : دویچه ویلی   تاریخ: 10/14/2019
یوناما اعلام کرده است که کمیسیون های انتخاباتی اقدامات ”بی شمار” ضد تقلب را روی دست گرفته اند. این سازمان از مه دست اندرکاران انتخابات می خواهد که قبل از هرگونه اظهار نظر درک کامل از روند شمارش آرا داشته باشند.
هئیت معاونت سازمان ملل متحد ( یوناما) روز یک شنبه با نشر اعلامیه ای از کمیسیون های انتخاباتی، احزاب سیاسی، حکومت، کاندیدان و حامیان آنان خواسته است تا به حمایت از روند انتخابات، با توجه به جدول اعلام نتایج و تکمیل شدن پروسه انتخابات تعهد کنند. این سازمان از تمامی دست اندرکاران انتخابات افغانستان خواسته است تا پیش از هرگونه ابراز نظر درک دقیقی از روند شمارش آرا داشته باشند. در بخشی از این اعلامیه آمده است: «همه افراد ذیدخل مسئولیت مشترک در اعتباردهی به انتخابات دارند.» 
سازمان ملل متحد با خوش بینی از کمیسیون های انتخاباتی افغانستان نگاشته است که این کمیسیون ها اقدامات زیادی را برای جلوگیری از تقلب روی دست گرفته اند. اعلامیه می افزاید: «ملل متحد دریافته است که مقامات انتخاباتی افغان اقدامات بی شمار ضد تقلب را جهت تضمین شفافیت روی دست گرفته اند.» 
یوناما از تمامی مردم افغانستان می خواهد تا در صورت مشاهده تقلب مسؤلیت مدنی شان را ادا نموده و به کمیسیون شکایت های انتخاباتی شکایت کنند. سازمان ملل متحد هم چنان از نهاد های عدلی و قضایی خواسته است تا در صورت موجودیت مدارک معتبر باید به گونه فوری تحقیقات را آغاز نموده وچهره هایی را که مسؤل شناخته می شوند، بازداشت و مورد پیگرد قانونی قرار دهند. 
                     
احتمال شته چې پاکستان سبا دترهګرو هېوادونو تورلیست کې راشي
منبع : تاند   تاریخ: 10/14/2019
یکشنبه، دمیزان ۲۱مه – ټاکل شوې چې له ترهګرۍ څخه دمالي ملاتړ دمخنیوي نړیوال سازمان یا فاینانشل اکشن ټاکس فورس (FATF) سبا دوشنبه تور لیست ته دپاکستان دغورځولو په تړاو وروستۍ پرېکړه اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده چې تازه له ترهګرۍ څخه دمالي ملاتړ دمخنیوي نړیوال سازمان اسیايي څانګې ویلي، پاکستان له ترهګرۍ څخه مالي ملاتړ نه دی درولی او نه یې هم دتورو پيسو دمینځلو په مخنیوي کې ناکام شوی دی، چې له کبله یې ډېر امکان شته چې پاکستان له خړ لیست څخه تور لیست ته وغورځول شي.

له ترهګرۍ څخه دمالي ملاتړ دمخنیوي نړیوال سازمان تېر ۲۰۱۸ کال کې پاکستان خړ لیست ته غورځولی و، خو ورسره یې ۲۷ ماده ییزه اخطاریه هم ورکړې وه چې د ۲۰۱۹ کال تراکتوبره پورې دې ځان په شرایطو برابر کړي ګني تور لیست ته به یې واچوي. اوس دغه سازمان وايي، پاکستان تراوسه په دغو ۲۷ مادو کې یوازې ۶ مادو باندې عمل کړی دی، تر دې چې پاکستان په تخنیکي برخه کې هم له ۴۰ امتیازونو څخه یوازې ۱۰ امتیازونه ترلاسه کړي دي. خو بلخوا پاکستان چې تر سخت فشار لاندې دی، دا مهال یې سترګې چین ته ډېرې ور اوړي ترڅو یې په تور لیست کې راتلو مخه ونیسي.

پاکستاني لومړي وزیر همداراز دملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له ترکیې او انډونیزیا څخه هم غوښتنه کړې ده چې تور لیست ته یې دنوم داضافه کېدو مخه ونیسي. که پاکستان دفاینانشل اکشن ټاسک فورس په تور لیست کې راغی نو دا هېواد به په نړیوال اقتصادي ډګر کې له سختو بندیزونو سره لاس و ګرېوان شي، ځکه پاکستان منلې ده چې خړلیست کې دنوم راتلو له کبله یې اقتصاد سخته ضربه لیدلې ده.

                          

واشنگتن تایمز: حالا زمان درست برای خروج نیرو‌ها از افغانستان نیست
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 10/14/2019
واشنگتن تایمزروزنامه امریکایی واشنگتن تایمز به این پرداخته که حالا زمان درست برای خروج نیرو‌ها از افغانستان نیست. به نوشته روزنامه، دونالد ترمپ رئیس جمهور امریکا تصمیم اخیر را برای لغو دیدار محرمانه با نماینده‌ گان طالبان در زمان درست گرفت.

در ادامه آمده که با توجه به نفوذ روزافزون چین و روسیه در منطقه و هم چنان افزایش تشنجات امریکا با ایران، حضور ایالات متحده در افغانستان بیشتر از هر زمان دیگر مهم شده است. اما دونالد ترمپ روز پنج شنبه در سخنرانی به هوادارانش در شهر مینیاپولیس امریکا گفت، زمانش فرارسیده تا نیرو‌ های این کشور از افغانستان و سوریه، به خانه‌ های ‌شان باز گردند. واشنگتن تایمز می ‌نویسد، ایالات متحده تاریخ تاسف بار از تنها گذاشتن نامناسب منطقه در دهه نود میلادی را به خاطر دارد. هنگامی که به دنبال جنگ افغانستان با قشون سرخ، خلای قدرت به میان آمد و باعث شکل گیری گروه طالبان شد.

به نوشته روزنامه، طالبان افغانستان را به یک محل پرورش تروریزم مبدل ساخته اند و در کنار این تهدید‌ات تروریستی از گروه داعش و شبکه القاعده تا هنوز در افغانستان و آسیای میانه وجود دارد. بناءً نویسنده واشنگتن تایمز استدلال می ‌کند که خروج فوری و تنها گذاشتن افغانستان در وضعیت فعلی، گروه‌ های شورشی و تروریستی را تقویت می ‌کند و آنها از این عملکرد امریکا به عنوان پیروزی بزرگ یادآوری خواهند کرد.

  • وال ستریت ژورنال

روزنامه وال ستریت ژورنال، در مطلبی به جنگ ناتمام افغانستان تمرکز کرده. این مطلب را دگروال گاری گریش یک افسر متقاعد امریکا نوشته است. این افسر نظامی می‌ نویسد، به باور او جنگ ویتنام برای ایالات متحده درس داد که پس از این در جنگ ناتمام و بی‌ پایان دخیل نشود به خصوص در کشور‌ های که به گفته او، با مودل ‌های دموکراتیک تطابق ندارند. وال ستریت ژورنال می‌ نویسد، افغانستان کشوری است که تاریخ فرهنگ‌ ها و اقوام متنوع دارد.

هفتم اکتوبر یعنی دوشنبه گذشته از آغاز حملات هوایی امریکا بر رژیم طالبان در افغانستان ۱۸ سال سپری شد. ایالات متحده در این جنگ نزدیک به دو هزار و چهارصد نظامی اش را از دست داده و حدود یک تریلیون دالر مصرف کرده است. حلقات مختلف در ایالات متحده به این باور اند که باید به این جنگ پایان داده شود، اما پنتاگون و قصرسفید هر گونه بیرون شدن امریکا از جنگ افغانستان را مربوط به وضعیت می‌ دانند و تا هنوز هیچ‌ گونه تاریخی را برای بیرون کردن نیرو‌ ها از افغانستان تعیین نکرده اند.