د لایق صیب نويیمې زیږد کلیزې ته ډالۍ

 

 

پښتنې میندې دې پاڅي زوی د ې راوړي

د لایق پشان یو ستر زوی د افغان

هسې زوی چې ویاړ، شمله د ټول ملت وي

ویاړ د ووړ وي، ویاړ د زوړ وي ویاړ د ځوان

که څه ویاړ دی، پیرزوینه یا لورنه

په ریښتیا سره يې لایق دی سلیمان

د ده شعر د زړه غږ دی د زیارکښو

د کارګرو، کسبګرو د د هقان

یوه شپېلۍ ده چې درو منځ کې غږیږي

د پونده وو، د شپنو د زړه داستان

پښتنې میندې دې هم خوښې وي کور کې

چې لایق لري د زړونو ترجمان

ټول شعرونه يې له یوه سره ترپایه

یو غورځنګ دی یو پاڅون دی یو ټکان

هر کلام يې یو صحنه د معرکې ده

له دښمن سره د لاس و د ګریوان

هر مصرع يې یو ترسیم دی یو انځور دی

د دښمن په کور د کاڼو د باران

یو تصویر دی چې ماهر عکاس اخیستی

له دښمن څخه چې تښتي له میدان

هر یو بیت يې تر ایرو لاندې سکروټه

د چوپتیا تر شا په لاره دی توپان

یوه چیغه د ازاد ملت د خولې ده

یو هیبت دی، زلزله ده یوهیجان

یوه کوکه ده، مقام له اسرافیله

هسې کړنګ دی، ته وا وچاودید اسمان

یوه څړیکه د تاریخ له پرهارو ده

یوه کړیکه ده د لروبر افغان

یو فریاد دی د مظلوم زړګي له تله

یو غبرګون دی د ظالم په لور هر ان

یوه کرکه له وحشت او بربریت ده

یو نفرت دی مقابل کې د شیطان

یوه مینه ده وروری ده خلکو منځ کې

یو دوستي سراسري ده د انسان

هر یو شعر يې په ښکلا تر نورو ښکلی

خزانه یې د ښکلاوو ده دېوان

یو ډېوه ده چې به تل مدام بلیږي

ترې جاریږي به د شعر پتنګان

یو شغله ده چې رڼا به يې ابدي وي

یو لمبه ده جګه شوې تر اسمان

هسې ګل دی چې به تل بڼ کې تازه وي

نه يې باد شي رژولی نه خزان

هر غزل به یې په زړونو کې خوندي وي

څو چې یو پښتون ژوندی وي په جهان

زمانې که موږ ته تېر وخت خوشال راکړ

ستر لایق زموږ د وخت دی خوشال خان

شعروزمه خیالونه