عمران خان، له ولسمشر ټرمپه وغوښتل چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي

منبع : تاند   تاریخ: 9/24/2019

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون (دوشنبه) د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره تر کتنې مخکې له طالبانو سره د امریکا د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

عمران خان وویل، د افغانستان شخړه بالاخره باید د سیاسي خبرو له لارې حل شي.

عمران خان، چې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی او هیله لري چې له ولسمشر ټرمپ سره به وویني، د بهرنیو اړیکو شورا ته په خبرو کې وویل«زه وروسته له ولسمشر ټرمپ سره وینم او هغه ته به ووایم، وګوره پوځي حللار نشته. که تاسې په ۱۹ کلونو کې بریالي شوي نه یاست، په ۱۹ نورو کلونو کې هم نه شئ بریالي کېدای.»

عمران خان په دې اړه څه ونه ویل چې ولې یې د طالبانو مشرانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

پاکستان هیله لري چې بالاخره به امریکا دې نتیجې ته ورسېږي چې په افغانستان کې نه بریالۍ کېږي نو ښه دا ده چې پر امریکا او نوره نړۍ د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره د افغانستان کنټرول اسلام اباد ته وسپاري.

د امریکا د بهرنیو اړیکو په شورا کې له عمران خان څخه د طالبانو د قوت په اړه پوښتنه وشوه، ده وویل«فکر نه کوم چې طالبان به ټول هیواد (افغانستان) ونیولی شي. زما په نظر په جګړه کې به ولاړ حالت رامنځته شي.»

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په نیویارک کې له عمران خان سره ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، چې له عمران خان سره د امریکا په سفر کې ملګری دی، وايي:

«خلیلزاد د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه خپل تحلیل وړاندې کړ.»

ټرمپ تراوسه پورې له عمران خان سره نه دي لیدلي خو د پاکستان د سخت سیال هند له صدراعظم سره یې نه یوازې کتلي بلکې خورا تود هرکلی یې کړی دی. دا هغه څه دي چې پاکستان یې په وړاندې خورا حساس دی.

امنیت شورا د طالبان لخوا د زرګونه قومي مشرانو او علمي کادرونو د وژنې مستند لېست خپور کړ
منبع : تاند   تاریخ: 9/24/2019

د ملي امنیت شورا په افغانستان کې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د طالبانو د ولسي مشرانو، ملکیانو د وژنې او جنایتونو پېښې مستندې کړي او دا هر څه یې د یو کتاب په ډول خپاره کړي دي.

د دې کتاب د مخکتنې د مراسمو په څنډه کې د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل تاند ته وویل، په دې کتاب کې د ټولو هغو ملکي کسانو په تړاو د پېژندنې اسناد راټول شوي چې قومي مشران، علمي کادرونه، دوکتوران، ماستران، انجینران، روغتیايي کارکوونکي، ښوونکي، خبریالان، دولتي مامورین او په نورو عام المنفعه کارونو باندې بوخت کسان وو، خو طالبانو په دغو کلونو کې په هدفي ډول وژلي یا یې تښتولي او وژلي یي دي.

ده زیاته کړه«په دې کتاب کې د هر وژل شوي نوم، د پلار نوم، ولسوالي، کلی، دنده، د زده کړو درجه، د وژل کېدو څرنګوالی، ځای او نېټه په مستند ډول د اسنادو او شواهدو په اساس لیکل شوی دی.»

 د کبیر حقمل په خبره دا مستند کتاب یې ځکه خپور کړی چې د طالبانو جنایتونه تاریخ ته پاتې شي او له راتلونکو نسلونو پټ نشي: «هدف مو دا دی چې دا جنایتونه نور باید پټ پاتې نه شي او د خلکو له ذهنونو ونه وځي.»

د امنیت شورا ویاند زیاته کړه د دغې کتاب یوه یوه کاپي به  ټولو بشري نړیوالو او کورنیو بنسټونو، کورنیو او نړیوالو محاکمو، ملګرو ملتونو او هاګ د جنګي جرمونو محکمې ته وسپارل شي او غوښتنه به ترې وکړي چې د طالبانو د دغو جنایتونو پوښتنه وکړي او له هغوی سره د بې ګناه وګړو د وژنې حساب و کتاب وشي.

 د امنیت شورا دفتر وايي، د زرګونه جایتونه په نوم د دغه کتاب نورې برخې به هم خپرې کړي: (( موږ پر خلکو ځانګړې فورمې ویشلې دي چې د طالبانو په لاس د وژل شویو خپلوانو کره معلومات له موږ سره شریک کړي، تر څو د طالبانو جنایتونه مستند کړای شي.))

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یو ټویټ کې ویلي، په تېرو اتلسو کلونو کې طالب وسله والو د ده په وینا هغه منحوسې او منفورې څېرې وژلې دي چې امریکايي ډول ته نڅېدل: (( د اسلامي امارت مجاهدینو هیڅ ازاد او بې پرې افغان نه دی وژلی، د جنایتکارانو او امریکايي غلامانو وژل فریضه ده چې زموږ تاریخونه به پرې وویاړي.))

 دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو د تر ټولو زیاتو ملکي وژنو ملامتیا ور اچول کېږي، څه موده وړاندې راپورونه خپاره شول چې طالبانو په تېرو پنځلس کلونو کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له ۳ زرو څخه زیات قومي مشران وژلي دي.

سه سرباز خارجی در تیر اندازی یک پولیس در کندهار زخم برداشته اند
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 9/24/2019

ماموریت حمایت قاطع در اعلامیه ای می گوید عصر امروز (دوشنبه، ۱ میزان) یک پولیس نظم عامه به سوی کاروان نیروهای خارجی در ولایت کندهار تیر اندازی کرده است.

اعلامیه می افزاید که در این تیر اندازی سه سرباز خارجی به صورت سطحی زخم برداشته اند و حمله کننده در تیر اندازی متقابل این نیروها کشته شده است

 پیشتر منابع به آریانا نیوز خبر داده بودند که بالای نیروهای خارجی در میدان هوایی شهر کندهار تیراندازی صورت گرفته است.

گروه طالبان مسولیت این رویداد را به عهده گرفته و ادعای وارد کردن تلفات بلند به سربازان خارجی را کرده اند.

دطالبانو دامربالمعروف مشر ټاکنو کې له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ وکړ
منبع : تاند   تاریخ: 9/24/2019
دوشنبه، دمیزان اوله: وروسته له هغې چې دکابل میشتو طالب مشرانو یوې ډلې پرون دراتلونکو ټاکنو لپاره داشرف غني ملا ور وتړله، نن دطالبانو دوخت دامر بالمعروف مشر او دافغانستان داسلامي انقلاب ګوند مشر، مولوی قلم الدین مهمند دثبات او همپالنې له تیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دثبات او همپالنې ټیم تایید کړه چې له مولوي قلم الدین سره څو نور پخواني طالب چارواکي هم دهمپالنې ټیم ته ورغلي او له عبدالله عبدالله سره یې په لیدنه کې له هغه څخه دبشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی. مولوي قلم الدین دطالبانو دالمپیک کمېټې مشر هم پاتې شوی دی او موده مخکې یې ادعا کړې وه چې دکرکټ لومړنۍ افغان لوبډله هم ده جوړه کړیده.

                    

عکس العمل حکومت افغانستان در پیوند به سفر هیئت طالبان به چین
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 9/24/2019

حکومت افغانستان در اشاره به سفر یک هیئت طالبان به چین می ‌گوید، سفر های این گروه به کشور های دیگر نتایجی را نخواهند داشت که مردم انتظار آن را دارند.

ناجیه انوری سخنگوی وزارت دولت در امور صلح شام دیروز (یکشنبه ۳۱ سنبله) به رادیو آزادی گفت، طالبان بجای سفر به کشورهای دیگر باید با حکومت افغانستان گفت‌وگو کنند. او افزود: ”گشتن به خانه های دیگران نتیجۀ نمی‌دهد. برای دریافت راه حل، افغان‌ها باید با هم بنشینند” سهیل شاهین سخنگوی دفتر سیاسی طالبان در قطر در صفحه توییترش نوشته که ملا عبدالغنی برادر معاون گروه طالبان ریاست یک هیئت نُه نفری را به دوش دارد که به چین رفته است.

بعد از لغو گفت‌وگوها میان امریکا و طالبان یک هیئت این گروه در شانزدهم سپتمبر به ایران و یک هیئت دیگر در همان تاریخ به روسیه رفته بود. سفر هیئت طالبان به چین سومین سفر این گروه به کشورهای منطقه است. سهیل شاهین گفته است ملا برادر دیروز (یکشنبه) با دینگ شیجون نماینده خاص چین برای افغانستان در پکن دیدار کرد. به گفته شاهین، گفت‌وگوهای دو جانب روی مذاکرات انجام یافته میان امریکا و طالبان متمرکز بود. شاهین نوشته است، شیجون توافق امریکا با طالبان را راه مناسب برای حل صلح آمیز معضله افغانستان خوانده است.

حکومت چین و سفارت چین در کابل تا حال در مورد این سفر طالبان به پکن چیزی نگفته اند. هیئت طالبان در حالی به چین رفته است که حکومت افغانستان در گذشته از چنین سفر های طالبان انتقاد کرده بود. صدیق صدیقی سخنگوی رئیس جمهور افغانستان در عکس العمل به سفر اعضای طالبان به مسکو گفته بود که طالبان آدرس صلح را گم کرده‌اند. او در صحبت با رادیو آزادی گفته بود که طالبان گاهی به مسکو می‌روند و گاهی به جای دیگری اما آدرس اصلی صلح افغانستان، مردم و دولت این کشور است.

در این حال انتظار خادم یک آگاه امور بین‌المللی می ‌گوید، با در نظرداشت نفوذ و قدرت چین شاید طالبان به سخنان مقامات چینی گوش دهند و می‌خواهند با این کشور رابطه داشته باشند. او افزود: ”سیاست جهانی و عظمت جهانی با پول صورت می ‌گیرد، با اردو امکان پذیر است، با دیپلوماسی منطقوی و تجارت صورت می‌گیرد که چین همه این‌ها را دارد. پس رهبری طالبان به هیچوجه از سخن چین نمی‌گذرد.”

آقای خادم گفت، اگر امریکایی ‌ها از افغانستان خارج شوند قوه دوم که در منطقه باقی می‌ ماند چین است و شنیدن به چین طالبان را به این کشور نزدیک می ‌سازد. به گفته انتظار خادم، چین برای اجرای پروژه‌ های بزرگ منطقوی اش نیاز به یک افغانستان با ثبات دارد و به همین سبب با طالبان گفت ‌و گو می‌ کند.

طالبان بعد از آن سفرها به کشورهای منطقه را آغاز کردند که گفت‌وگوهای نُه ماهه شان با امریکا از سوی ترمپ لغو اعلان شد. ترمپ این اقدام را در پاسخ به یک حمله انتحاری طالبان اتخاذ کرد که در آن یازده غیرنظامی افغان و یک سرباز امریکایی کشته شدند. طالبان در پاسخ به این اقدام ترمپ هشدار تشدید حملات را دادند ولی به از سرگیری مذاکرات هم تمایل نشان دادند.

               

ازبکستان لس کاله نور هم دافغانستان برېښنا تامینوي
منبع : خبریال دات کام   تاریخ: 9/24/2019
۲۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – دافغانستان دمالیې وزارت دسرپرست او دازبکستان دانرژۍ وزیر ترمنځ دبرېښنا دتامین نوی تړون لاسلیک شو، چې لمخې به یې ازبکستان افغانستان ته دلسو کلونو لپاره هر کال په ساعت کې ۶میلیارد کیلوواټه برېښنا ورکوي. دمالیې سرپرست وزیر همایون قیومي ددغه نوي تړون په اړه ویلي، چې ازبکستان دنورو هېوادونو او همداراز دپخوانیو تړونونو په پرتله دا ځل پرافغان لوري په ډېره ټيټه بیه خپله برېښنا پلوري، چې په دې توګه به دبرېښنا په برخه کې زموږ لګښتونه ډېر کم او تر ۶۰۰ میلیون ډالرو به سپما ولرو.دقیومي پروینا، دغه تړون دراتلونکو لسو کلونو لپاره دی او همدارنګه دبرېښنا دلېږد او نورو تاسیساتو دجوړولو لګښت هم ازبکستان په غاړه اخېستی دی. همدارنګه دازبکستان دانرژۍ وزیر هم ویلي، چې دراتلونکو لسو کلونو په اوږدو کې ازبکستان دافغانستان برېښنا تامینوي او دهغه اړوند خدمات به هم وړاندې کوي. بلخوا دازبکستان دانرژۍ وزارت مرستیال شیرزاد حاجي یف هم ویلي، چې دازبکستان دانرژۍ وزارت له افغانستان سره دبرېښنا نوی تړون لاسلیک کړ، چې لمخې به یې ازبکستان دغه هېواد ته دلسو کلونو لپاره هرکال په ساعت کې ۶میلیارد کیلو واټه برېښنا ورکوي.»

دنوموړي پروینا، دغه برېښنا به موسمي نه وي، بلکې دټول کال په اوږدو کې به افغانستان ته ورکول کېږي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې په ۲۰۱۹ کال کې دبرېښنا دعرضې حجم په ساعت کې له ۶۲ میلیون کیلو واټ څخه تقریباً تر ۲.۶ میلیارد کیلو واټ پورې زیاتوالی موندلی دی.

دا تړون په داسې حال کې کېږي، چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په بغلان او کندز ولایتونو کې دازبکستان او تاجکستان دوارداتي برېښنا څلور ستنې په بمونو والوزولې، چې له امله یې تر یوې اوونۍ پورې کابل او یوولس نور ولایتونه بې برېښنا وو. تېرمهال به په کابل کې دژمي په موسم کې برېښنا کمېده، خو دسږ کال په پسرلي او وروستیو میاشتو کې دې ستونزې خلک له لوی سرخوږي سره مخ کړي و.

                 

غني: پرډېورنډ معامله نه ده شوې
منبع : خبریال دات کام   تاریخ: 9/24/2019
۲۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګڼې دملي یووالي حکومت له پاکستان سره په ډېورنډ کرښه معامله کړې ده. ولسمشر غني چې تېره شپه یې دشمشاد په نوم له یوه ټلوېزیون سره مرکه کوله وویل، چې په ډېورنډ کرښه هېڅ ډول معامله نه ده شوې، او په دې برخه کې څوک یوه کرښه لیکل څه هم نه شي موندلی. ښاغلي غني ټينګار وکړ، چې ډېورنډ کرښه دافغان ولس پورې اړه لري او پرته دولس له مشورې او پرېکړې هېڅوک په دې برخه کې کوم اقدام نه شي کولي.

نوموړي ددې پوښتنې په ځواک کې که ولسمشر شي دډېورنډ داعیه به راپورته کړي که نه وویل، چې افغانان خپل تاریخ نه هیروي او خپل قدرت ته انتظار کوي. ولسمشر په دغه مرکه کې دا هم وویل، چې که پاکستان دافغانستان په اړه خپلو تګلارو کې بدلون راونولي او دکابل له دښمنۍ لاس وانخلي نو دجنوبي آسیا ترټولو فقیر هېواد باندې به بدل شي. دهغه په وینا پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ او اتیا زره میګاواټه بریښنا ته اړ دی او دا له افغانستان سره په دښمنۍ نه شي ترلاسه کولی. ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې پاکستان اړ دی دافغانستان او سیمې په تړاو دجګړې دهڅونې پالیسي بدله کړي، ځکه دسیمې ترټولو لوی اقتصادي فرصتونه به یې له لاسه و وځي. ولسمشر له ګاونډیو هېوادونو سره پر ښه ګاونډیتوب، متقابلو ګټو او احترام دټینګار ترڅنګ وویل، چې آسیا دصنعتي کېدو په حال کې ده، او دسیمې هېوادونه باید له دغه فرصت څخه ګته واخلي.

دغنی په خبره دا چې افغانستان دمنځنۍ آسیا زړه او یو څلور لاری دی نو دې هېواد کې سوله او ثبات نه یوازې دسیمې دهېوادونو دسولې او ثبات لپاره ګټور دی، بلکې داقتصادي پرمختګ لپاره یې هم یو ښه بستر دی. ولسمشر غني وروسته له هغې دډیورنډ کرښې په تړاو خپلې څرګندونکې وکړې کله چې پرون دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي وو، ډیورنډ کرښه یوه پېژندل شوې رسمي کرښه ده او افغانستان یې باید په رسمیت وپېژني. خو افغان حکومت لا له وړاندې هم ویلي وو چې ډېورنډ درسمي کرښې په توګه نه پېژني.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې دافغان حکومت دغه ډول څرګندونې چې وایي ډیورنډ درسمي کرښې په توګه نه پيژنو دافغانستان دسولې پرروان بهیر او هڅو هم ناوړه اغېز وکړي. خو دولسمشر ویاند صدیق صدیقي دتېرې پنجشنبې په ورځ هم په یوه خبرې غونډه کې ویلي وو: «دډېورنډ کرښه هېڅکله موږ په رسمیت نه پېژنو. ددغې کرښې په اړه باید دافغانستان خلک تصمیم ونیسي، نور څوک دډېورنډ په اړه دتصمیم نیولو صلاحیت نه لري.

                

کراکر: گفت‌ و گو با طالبان در غیبت حکومت افغانستان اشتباه بزرگ بود
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 9/24/2019

راین کراکر، سفیر پیشین ایالات متحدۀ امریکا در افغانستان می ‌گوید که گفت ‌و گوی واشنگتن با طالبان در غیبت حکومت افغانستان، یک اشتباه بزرگ بود.

آقای کراکر در یک گفت ‌و گو با «فاکس نیوز» می ‌گوید که حکومت افغانستان باید در گفت ‌و گو های امریکا و طالبان دخیل باشد، چون به باور او غیبت نماینده‌گان حکومت افغانستان، حکومت کابل را غیرمشروع نشان می ‌دهد. وی در این باره می‌ افزاید: «بخاطری ‌که اگر ما با طالبان گفت ‌و گو می‌ کنیم و حکومت افغانستان دخیل نباشد، ما مشروعیت حکومتی را زیر سوال می ‌بریم که ما برای سال‌ ها از آن به قیمت خون و دارایی حمایت کردیم.»

به گفتۀ کراکر طالبان می ‌کوشند تا قدرت را بدست بیاورند، اما امریکا نباید فکر پیروزی به این گروه را بدهد. سفیر پیشین امریکا در افغانستان، هم‌ چنان می ‌افزاید که اگر طالبان حاضر به معامله نیستند، باید انتظار کشید تا زمانی که آن‌ ها برای این کار حاضر شوند. کراکر در سال‌های ۲۰۱۱ تا ۲۰۱۲ به عنوان سفیر امریکا در افغانستان ایفای وظیفه کرده ‌است. این دیپلومات پیشین امریکا تأکید می‌ کند که طالبان هیچ ولایتی را در افغانستان در اختیار ندارند: «ما نباید در این فکر باشیم که بازندۀ جنگ هستیم؛ ما [بازنده] نیستیم و نه هم حکومت افغانستان [بازنده] است. افغانستان ۳۴ ولایت دارد، شما می ‌دانید چند مرکز این ولایت در تصرف طالبان است؟ هیچ کدام شان!»

او هشدار می ‌دهد که نباید بار دیگر افغانستان به کسانی سپرده شود که فاجعه‌یی را برای امریکا خلق کنند: «به یاد دارید که افغانستان بزرگ ‌‎ترین فاجعه را در تاریخ امریکا برای ما داد، ما نمی ‌خواهیم که دوباره به کسانی افغانستان را واگذار نماییم که این فاجعه را برای ما به بار آورده بود.»

در اوایل ماه جاری میلادی دانلد ترمپ، رئیس‌ جمهور امریکا گفت ‌و گو ها با طالبان را ملغا کرد و گفت که گفت ‌و گو ها با طالبان مرده‌اند.