هغه شپږ هیوادونه چې د تورپوستکو خلکو د مرییتوب له لارې یې ځانونه زیات شتمن کړل

 Slavari i usa14.9.2019

۱ / د امریکا متحده ایالتونه
دغه هیواد د نورو د غلامونې (مرییتوب) له لارې اقتصادي ځواک وموند، سوېلي برخه یې په شتمنه سیمه بدله شوه او د والسټریت مامله ګرو د مریانو (غلامانو) په سوداګرۍ کې خپله نیکمرغي وموندله.

په یادو مامله ګرو کې، جی.پي. مورګان چیس، نیویارک لایف او د لیهمان برادړز شرکتونه شامل دي چې نیویارک ښار یې د غلامانو د سوداګرۍ په حساب د نیویارک ستره ښاري اداره وګرځوله. د اټکل له مخې د امریکا متحده ایالتونو د غلامانو له جبري کار څخه د سل(۱۰۰) تریلیونو ډالرو په ارزښت پانګه ترلاسه کړه.
۲ / انګلنډ
برتانیې د ۱۷۶۱ ــ ۱۸۸۰ (ز) پورې ۱،۴ میلیونه افریقایي بندیان د غلامانو په توګه وپلورل چې ۹۶،۵میلیونه ( د نن ورځې په حساب نږدې ۱۳ میلیارده) ډالر یې د غلامانو له سوداګرۍ څخه زېرمه کړل. برتانیې لدې لارې ډېرې مهمې مؤسسې جوړې کړې لکه، لندن بانک او بارکلي. د غلامانو سوداګري د برتانیې د صنعتي انقلاب اصلي کتلیست ګڼل کيږي.
۳/ فرانسه
فرانسې د ۱۷۸۰ لسیزې په پاي کې ۱،۶ میلیونه افریقایان ویسټ اینډیز ته ولېږدول. د فرانسې مستعمره، سینت دومینګو (هایاتي)، د ویسټ اینډیز پر ډېره شتمنه سیمه او په امریکا کې د اروپايي اجناسو لپاره پر حیاتي بندر بدله شوه. د غلامۍ پر بنسټ ولاړ د بورې (شکرې) تولید د فرانسې د ملي بودیجې مهمه سرچینه شوه.
۴ / هالنډ
د لویدیځ هند هالنډي شرکت The Dutch West India Company په ۱۸۶۱ کې د غلامانو د انحصاري شرکت په توګه پرانیستل شو. د غلامانو د لېږد ۲۵٪ بیړۍ په امستردام کې جوړیدلې. زیاتره اومه توکي چې مریانو تولیدول په هالنډ کې پخېدل او د دغه هیواد د ۱۷ پیړۍ يانې طلایي عصر سرته رسونې, د امستردام کانالونه او مشهور ښاري مرکز يې تمویلول.
۵/ پرتګال
پرتګال لومړنی اروپايي هیواد و چې د اتلانتیک د غلامانو په سوداګرۍ کې دخیل شو. دغه هیواد ۴،۵میلیونه افریقایان سوېلي امریکا ته د غلامانو په توګه صادر کړل او د انسانانو د سوداګرۍستر اروپايي هیواد شو. پرتګال په برازیلي مستعمرو کې د بورې، سروزرو او الماسو د تولید په کار کې د تورانو له زبېښاک (استثمار) نه استفاده کوله. دغه هیواد له سرو زرو څخه د وسلو او نساجي توکو په رانیولو کې ګټه اخیستله او باروک (Baroque په ۱۷ ــ ۱۸ زېږدي پیړیو کې ښکلي ودانیز او هنري سبک ـ ژ) یادګاري ودانۍ یې جوړولې.
۶/ هسپانیه
هسپانیا په امریکا کې د بومي خلکو تر ټولوژنې وروسته، د خپلو مستعمرو د ادارې لپاره، د غلام کړی شویو افریقایانو په کار متکي شوه. د غلامانو له اجباري کار څخه ترلاسه کیدونکې ګټه یې د پانګې زېرمه کولو او د جنګونو د تمویل لپاره لګوله. د دغه هیواد بندري ښارونه وغوړیدل او د اجناسو ستره سوداګري یې رامنځته کړه. د هسپانیې د انګورو او زیتونو باغونو
او همدارنګه د وسلو او څرمنو صنعت پراختیا وکړه.
ژباړن ــ علیمي