جمهوررئیس غني: د صنایعو او کانونو خونه د دولت اساسي شریک دی

منبع : ولسمشرماڼی دفتر   تاریخ: 9/16/2019
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د صنایعو او کانونو خونې له رهبري پلاوي او استازو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي وویل، نن د صنایعو او کانونو مدیره پلاوي ټاکنې ترسره شوې چې په کې د مدیره پلاوي ۲۱ نوي او د ولایتي بورډ ۷۸ غړي انتخاب شول.
نوموړي د صنعت سکتور د اصولو او ارزښت په اړه څرګنده کړه، د صنایعو او کانونو خونې د مدیره پلاوي او ولایتي بورډ د غړو د ټاکنو موخه په هیواد کې لا زیاتې اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
وروسته د صنایعو او کانونو خونې رئیس شېرباز کمین زاده په خپلو خبرو کې د صنعت او سوداګرۍ ودې ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د برابرو شویو اسانتیاو او اصلاحاتو څخه خوښ یوو.
کمین زاده په خوست ولایت کې د صنعتي پارکونو د ځمکې د نه وېش، پکتیا صنعتي پارک د ستونزو او په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د برېښنا انرژۍ د کمبود په برخو کې د صنعتکارانو ستونزې بیان کړې.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته دوی ته د صنایعو او کانونو خونې د شفافو او بریالیو ټاکنو مبارکي ورکړه او وې ویل، د صنایعو او کانونو خونه د دولت اساسي شریک دی.
هغه پر دې په ټینګار چې د سوداګرو او صنعتکارانو پر وړاندې ټولې ستونزې به حل شي وویل، ستاسې له فعالې ونډې او مشارکت پرته افغانستان اتکا ته نشي رسېدلای.
جمهوررئیس وویل، موږ غواړو افغانستان په اقتصادي زونونو ووېشو چې د صنایعو او کانونو خونې به په زونونو او ولایتونو کې په اقتصادي وده کې کلیدي رول ولري.
د هیواد جمهوررئیس له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په مننې څرګنده کړه، د افغانستان د لاجوردو کانونه په مطلق ډول د دولت په ولکه کې راغلل. هغه د هیواد له صنعتکارانو وغوښتل چې د صادراتو معیار او کیفیت تشخیص او تطبیق کړي.
جمهوررئیس غني وویل، پنځوس سلنه اوسپنه په خپله تولیدوو اوهیواد ته د وسپنې په وارداتو کې کمبود راغلی دی.
صالح: انتقال قدرت از طریق کودتا و تفنگ‌سالاری صورت نخواهد گرفت
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 9/16/2019
امرالله صالح، معاون نخست، دسته انتخاباتی «دولت‌ساز» می‌گوید که انتقال قدرت از طریق کودتا و تفنگ‌سالاری صورت نخواهد گرفت.
آقای صالح، در یک گردهمایی انتخاباتی در ولسوالی نجراب ولایت کاپیسا همچنان اظهار میدارد که ایجاد حکومت موقت در کشور خواست یک حلقه توطئه‌گر است و اکنون تنها راه انتقال قدرت برگزاری انتخابات است.
آقای صالح، میگوید: “نگذاریم که یک حلقه کوچک دسیسه‌گر بروند به‌عنوان، موقت، سرپرست، کودتا، تغیر، این و آن صلاحیت را از مردم بگیرند و ۱۵ نفر غیرانتخابی که معلوم نیست از کجا این ها نماینده‌گی میکنند توطعه کنند”.
در همین حال، آقای صالح در پیوند به گفت‌وگوهای صلح می‌گوید که با طالبان صلح خواهند کرد اما صلحی که در آن منافع مردم افغانستان حفظ باشد.
آقای صالح می‌افزاید: “هر زمانیکه این گروه بخواهد در آغوش مردم بیاید ما با استفاده از قانون اساسی، استفاده از جمهوریت و از حوصله بزرگ مردم افغانستان با ایشان صلح میکنیم، طالب به منافع یک گروه و منافع آی اس آی میجنگند ما به منافع یک ملت فکر میکنیم”.
با این همه باشنده‌گان در کاپیسا می‌گویند که حکومت مرکزی در چند سال گذشته به ولسوالی‌های این ولایت توجه نکرده و انتظار دارند که حکومت جدید در بازسازی و حل مشکلات مردم در این ولایت توجه کند.
گزارشگر: خالد نیکزاد
طالبانو بغلان کې د برېښنا ۳ پایې په بمونو الوزولي
منبع : تاند   تاریخ: 9/16/2019

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، یکشنبه د ورځې ۱۱ بجي د بغلان ولایت د بلک میرزاد حسن په سیمه کې د تاجکستان د وارداتي برېښنا درې پایې په ماینونو الوزول شوي دي

برېښنا شرکت وايي، چې د یادو پایو د تخریب له امله د کابل په ګډون پر مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو باندې برېښنا قطعه شوې ده.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلې چې، دغه پایې نن د وسله والو مخالفینو لخوا په بمونو الوزول شوي دي چې د یادو پایو له لارې ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا انتقالېدل.

ښاغلي توحیدي همدا راز ویلي د دوي تخنیکي ټیم هڅه کړي چې دغه ستونزه حل کړي، خو د سیمي د ناامنۍ له امله یې کارمندان نه دي توانیدلي او په سیمه کې وسلوالو هم ددې اداري تخنیکي ټېمونو ته د کار اجازه نه ده ورکړې.

ښاغلي توحیدي همدارنګه زیاته کړي، چې وړمه ورځ په کندز ولایت کې هم د وسله والو مخالفینو لخوا د برېښنا د یوې پایې د تخریب له امله پر شمالي ولایتونو د ازبکستان د وارداتي برېښنا انتقال بند شوی دی
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د بغلان په ډنډي شهاب الدین سیمه کې هم د وارداتي برېښنا یوه پایه ویجاړه شوې وه.

په شمالي کې د وارداتي برېښنا پایې پر داسې مهال ویجاړېږي، چې بغلان او کندز په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو شاهد وه.
طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي

کمیسیون انتخابات: تمامی مواد حساس انتخابات به ولایات فرستاده شدند
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 9/16/2019

کمیسیون مستقل انتخابات، روز (یک‌شنبه، ۲۴سنبله) اعلام کرد که تمامی مواد حساس انتخاباتی به ۳۴ ولایت کشور انتقال یافته‌اند.

مسؤولان این کمیسیون، می‌گویند که روند انتقال این مواد از مرکز ولایت‌ها به ولسوالی‌ها نیز آغاز شده‌است.

روند انتقال مواد حساس انتخاباتی به ولایت‌ها به تاریخ هشتم ماه جاری هجری خورشیدی، آغاز شده بود و قرار بود دو روز پیش پایان یابند.

پیش از این، کمیسیون مستقل انتخابات، اعلام کرده بود که روند انتقال مواد حساس انتخاباتی از مرکز ولایت‌ها به ولسوالی‌ها از بیست و دوم ماه سنبله آغاز و تا پنجم ماه میزان ادامه خواهد داشت.

اعضای کمیسیون انتخابات، اما اکنون می‌گویند که دربارۀ رسیدن این مواد به ولسوالی‌های ناامن تا کنون از سوی نیروهای امنیتی به کمیسیون مستقل انتخابات اطمینان داده نشده‌است. 

رحیمه ظریفی، عضو کمیسیون مستقل انتخابات در این باره گفت: «وقتی مکتوب رسمی از نهادهای امنیتی دریافت کردیم که از ۵۳۷۳ مرکز در این ولسوالی‌ها شما نمی‌توانید مرکز باز کنید، متأسفانه که این یک چلنج امنیتی است و مردم افغانستان هم می‌دانند شما و ما هم… در آنجاها دیگر خدای نخواسته اگر انتخابات نشود که نمی‌توانیم بگوییم که انتخابات نمی‌شود، اما در آنجا مرکزها باز نخواهند شد. اما مواد آن در مرکز ولایت‌ها قرنتین می‌شود.»

وزارت امور داخله، اما اطمینان می‌دهد که ۷۲ نیروی امنیتی و دفاعی در حال تأمین امنیت چهل و نه هزارو چهل و دو مرکز رأی دهی استند و هیچ مشکل امنیتی در این مرکزها وجود ندارد.

نصرت رحیمی، سخن‌گوی وزارت داخله گفت: «در جریان انتخابات و بعد از انتخابات مرکزها تأمین امنیت خواهد شد. ما تدابیر امنیتی داریم، در حدود ۷۲هزار نیروی امنیتی و دفاعی و کشفی برای این روند تاریخی توظیف شده‌اند.»

با این حال، نهادهای امنیتی می‌گویند که قرار است مواد حساس انتخاباتی هشتاد و نُه ولسوالی در کشور بدلیل تهدیدات امنیتی از راه هوا فرستاده شوند – کاری که از سوی نهادهای ناظر مشکل خوانده می‌شود.

یوسف رشید، رئیس بنیاد فیفا اظهار داشت: «در ولسوالی‌های که هنوز جنگ جریان دارد و هنوز هم در خطر استند یک تشویش است که انتقال مواد با مشکل روبرو خواهد بود. دوم این‌که مساله استخدام کارمندان است و این‌که چقدر مرکزها بسته خواهند ماند هنوز ارقام دقیق وجود ندارد.»

پیش از این، کمیسیون مستقل انتخابات گفته بود که در روز انتخابات ریاست‌جمهوری – ششم ماه میزان – ۵۳۷۳ مرکز رأی‌دهی باز خواهند بود، اما اکنون نهادهای امنیتی می‌گویند که در حدود یک هزار این مرکزها به علت تهدیدهای امنیتی باز نخواهند شد.

دفاع وزارت: ټاکنې کیږي ،طالبان دې هسې ځانونه نه وژني
منبع : تاند   تاریخ: 9/16/2019

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي حکومت ټاکنو ته بشپړه امادګي لري او طالبان دي په بریدونو هسې ځان نه ذلیل کوي.

ښاغلي احمدزي چې نن یې په کابل کې له کورنیو چارو وزارت ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د محلي ارګانونو له خپلواکي اداري سره په یو ګډ خبرې کنفرانس کې خبرې کولي، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بشپړه امادګي وښودله.

دی وایي طالبان که هر څومره هڅه وکړي خو په هیواد کې د ملي پروسو مخه نشې نیولائ ، او که دوي د کومي توریستي پېښې هڅه وکړي نو افغان امنیتي ځواکونه به سخته او غاښ ماتوونکې ماته ورکړي .

بل لورته د کورنیو چارو وزارت هم په خلکو غږ کوي چې له خپلو افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي تر څو د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو د ناوړه پېښو مخنیوی وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو د تیاریو خبرداری ورکوي او وایي چې ټولو ولایتو ته د ټاکنو اړوند مواد رسیدلي دي.

ټاکل شوي د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د رواني میزان میاشتي په ۶ نیته ترسره شي.

که څه هم ددې ټاکنو د مخنیوي او ځنډ راپورونه وخت نا وخت خپاره شول خو له طالبانو سره د افغان سولې د خبرو له رد وروسته دغه ولسمشریزي ټاکنې باوري او کیدونکې شوي .

عبدالله: اشرف غنی از «مرکز توحید» برای کمپاین کار می‌گیرد
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 9/16/2019

عبدالله عبدالله، نامزد انتخابات ریاست‌‎جمهوری، محمد اشرف غنی، نامزد دیگر انتخابات ریاست‌جمهوری و رئیس‌جمهور کنونی را متهم می‌سازد که از تمام امکانات دولتی در پیکارهای انتخاباتی‌اش کار می‌گیرد.

آقای عبدالله که امروز (یک‌شنبه، ۲۴سنبله) در میان هوادارانش در ولسوالی ده سبز کابل سخن می‌زد، افزود که رئیس‌جمهور غنی از مرکز توحید، جایی‌که برای هماهنگی نیروهای دولتی برای پیکار در برابر هراس‌افگنان ایجاد شده‌است، به والیان و ولسوالان در کشور برای پیکارهای انتخاباتی‌اش دستور می‌دهد.

عبدالله افزود: «امروز از مرکز توحید ویدیو کنفرانس گرفته می‌شود، والی صاحبان محترم خوش خدمتی می‌کنن،د ولسوال صاحبان را می‌خواهند، باز ولسوال صاحبان مردم را می‌خواهند، باز مردم را می‌گوید که جمع شوید و بیائید که رئیس‌جمهور با شما گپ دارد.»

عبدالله عبدالله، در بخش دیگر از سخنانش، ادعا کرد که دستۀ انتخاباتی «دولت‌ساز» به رهبری اشرف غنی، برای برنده شدن در انتخابات ریاست‌جمهوری به مردم پول توزیع می‌کند: «دستۀ انتخاباتی دولت‌ساز، به هر وکیل پنجاه هزار دالر می‌دهد، ما خود گرفتیم، چون پول نیاز داریم اما با او خو نمی‌رویم.»

آقای عبدالله که رئیس‌اجراییه حکومت نیز است، اشرف غنی را متهم ساخت که با زور و تهدید می‌کوشد پشتیبانی مردم و سرمایه‌گذاران را درانتخابات بدست آورد: «یک تعدادی از مجبوریت تن دادند به این گپ؛ که یا پول برای کمپاین [بدهید] یا بزنس تان را بسته می‌کنیم، خودت را به څارنوالی روان می‌کنیم و این‌ها این مسایل دیگر قابل قبول نیست برای مردم افغانستان.»

عبدالله هشدار داد که پس از این، اجازه عملی‌شدن فرمان‌های به گفتۀ او غیرقانونی و مرتبط با پیکارهای انتخاباتی را به اشرف غنی نخواهد داد.

پیش از این، عبدالله عبدالله، حکم رئیس‌جمهور غنی دربارۀ بررسی‌ اتهام‌های مقرری سلیقه‌یی در وزارت خارجه را به تعلیق در آورده است.

این درحالی است که پیش از این نامزدان دیگر انتخابات ریاست‌جمهوری، رئیس‌اجرائیه و رئیس‌جمهور را که هردو نیز نامزد این انتخابات استند، متهم به سو استفاده از امکانات دولتی در پیکارهای انتخاباتی کردند.

هفتۀ پیش، دستۀ انتخاباتی عبدالله عبدالله با همه‌گانی کردن در حدود پنجاه مورد سند دربارۀ استفاده از امکانات دولتی از سوی اشرف غنی در پیکارهای انتخاباتی از او خواست که دیگر از این امکانات کار نگیرد.

با این همه، صدیق صدیقی، سخن‌گوی رئیس‌جمهور در پیوند به گفته‌های امروز عبدالله عبدالله این‌گونه عکس العمل نشان داد: «مرکز توحید، یک دفتر مهم امنیتی برای سرقومندان اعلی است و تنها برای امور امنیتی استفاده می‌شود و هیچگاهی از این دفتر برای سایر امور استفاده نشده و این اتهام‌‎های آقای عبدالله کاملأ بی اساس است.»

قرار است انتخابات ریاست‌جمهوری تا دوازده روز دیگر (ششم ماه میزان) برگزار شود. در این انتخابات، هفده تن به شمول عبدالله عبدالله، رییس‌اجراییه حکومت و محمد اشرف غنی، رئیس‌جمهور کنونی نامزد استند.

د کشمیر او جمو خلک: «عمران خانه دروغ وايې، له دې ځایه وځه!»
منبع : خبریال دات کام   تاریخ: 9/16/2019

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د کشمیر مظفرآباد ته له تلو سره سم، د هغه ځای د خلکو له اعتراضونو سره مخ شو، ټول په یو غږ پورته شول او د نوموړي پرضد یې شعارونه ورکول.

عمران خان تېره جمعه د کشمیر مظفرآباد ته تللی و او غوښتل یې هلته د ځايي خلکو د راجلبولو په موخه یوه لویه غونډه ترسره کړي.

د هندوستان ټایمز د خبر لمخې، عمران خان ادعا وکړه، چې هند په کشمیر او جمو کې پرځايي خلکو ظلم کوي، خو د نوموړي دا ادعا د ځايي خلکو لخوا رد او د نوموړي پر ضد په یو غږ را پورته شول او د هغه ضد شعارونه یې ورکول.

هندوستان ټایمز لیکي: «کله چې عمران خان هلته لاړ او هند یې د ځایي خلکو په ځورونه تورن کړ؛ نو ځايي خلک هم په یو غږ راولاړ شول او د نوموړي ټولې خبرې یې دروغ وګڼلې او پرضد یې دا شعار ورکاوه چې «عمران خانه ته دروغ وايې، له دې ځایه ورکېږه» او همدارنګه ویل یې چې تا هر وخت دروغ ویلي او له موږ سره ستا دروغو زیات ثبوتونه شته دي.»

ځايي خلکو په خپلو تندو شعارونو سره د عمران خان پروړاندې خپل اصلي احساسات څرګند کړل او نوموړ ته یې وښودله چې دوی خپل دوست او دښمن پېژني.

هندوستان ټایمز وايي، چې ځايي خلکو همدارنګه په خپلو شعارونو کې ویل، پاکستان په جمو او کشمیر کې همېشه د بشري حقونو له نوم ناوړه ګټې پورته کوي؛ خو نور به یې موږ دې ناوړه عملونو ته پرې نه ږدو.

همدارنګه دوی پاکستان په دې هم تورن کړ، چې دغه هېواد په اصل کې د دوی پروړاندې د اوبو جګړه پرمخ وړي او زیاتوي، چې د جمو او کشمیر اوبه د پاکستان لویو ښارونو ته ځي او دوی استفاده ترې کوي.

په دې وروستیو کې د هند ځینو رسنیو دا راپور هم ورکړی و، چې پاکستان د جمو او کشمیر په سیمو کې د ترور ځینې ګروپونه او ډلې هم فعالې کړې دي، چې له دې څخه د اسلام آباد ناوړه او شومې موخې څرګندېدلای شي.

هندي رسنۍ دا هم وايي، چې د عمران خان له لوري د کشمیر د پیوستون غږ په اصل کې د ګډوډۍ او ناامنۍ غږ دی او په دې سره غواړي چې په سیمه کې ناامني او ګډوډي رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د تېرې چهارشنبې په ورځ(د سپټمبر ۱۱مه) ویلي و، چې نوموړی د کشمیر مظفرآباد ته ځي او هلته به لویه غونډه نیسي؛ خو دا غونډه د ځايي خلکو له لوري ګډوډه شوه او د نوموړي پرضد یې داسې شعارونه ورکړل، چې بېرته ستنېدو ته یې اړ کړ.

هندي چارواکو د جمو او کشمیر مسئله هروخته یوه داخلي مسئله بللې او وايي چې پاکستان په دې برخه کې هېڅ موضعي دریځ او ځای نه لري.

دوی وايي، چې پاکستان له دې مسئلې څخه د مرزي ترورېزم د ترویج او فعالولو لپاره استفاده کوي.

روح الله زهیر

د جرمني دفاع وزیره: افغانستان یوازې مه پرېږدئ، طالبان بیا پر خلکو وحشتناک حالات راوستل غواړي
منبع : تاند   تاریخ: 9/16/2019

د جرمني دفاع وزیرې کرمپ کارن خبرداری ورکړی که بهرني ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو طالب جنګیالي به یو وار بیا پر دغه هېواد حاکم شي.

اغلې کارن زیاته کړې که چېرته داسې وشي نو د نړۍ او سیمې امنیت ته به جدي ګواښونه متوجه شي.

د جرمني د دفاع وزیره چې راتلونکې کې شاید د مسیحي دیموکرات ګوند د مشرې په توګه د انګیلا میرکل ځایناستې هم شي وايي، که طالبان بیا واک ته ورسېدل نو افغانستان کې به د ښځو د حقونو پایمالېدو تر څنګ یو ځل بیا بد شرایط راستانه شي: (( که موږ په افغانستان کې له خپل مسوولیته اوږې وڅنډو، دغه هېواد کې به ډېر وحشتناک وضعیت حاکم شي،  بیا به دښځو سنګسار او اعدام وي، د زور ودونه او له زده کړو به د نجونو محرومیت بیا دوام پیدا کړي.))

جرمني دا مهال په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتېري لري چې د ناټو په چوکاټ کې له افغان ځواکونو سره ګډ کار کوي خو ماموریت یې د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې پای ته رسېږي.

دغه هېواد د افغان سولې په برخه کې په دې وروستیو کې د افغاني مذاکراتو د کوربه توب لپاره هم سینه ډبولې ده.