2001(ز) کال د اکتوبر په مياشت کې د 52 ــB او نورو الوتکو د بمبارۍ

د 2001(ز) کال د اکتوبر په مياشت کې د 52 ــB او نورو الوتکو د بمبارۍ په پايله کې د امريکا او انگلستان لخوا د افغانستان تر اشغال وروسته, له يوې خوا د دموکراسۍ نارې سورې روانې وې او له بلې خوا د جنگ د اور په لمبو کې د بېگناه افغانانو د سوخت بهير له يوې ورځې تر بلې شدت وموند. د دموکراسۍ, د بيان د آزادۍ او بشري حقونو د ساتنې د شعارونو په منځ کې د هيواد د ملي شتمنيو غصب او لوټ, د جنگ د اړخونو لخوا د ښځو, ماشومانو او سپينږيرو په گډون د ملکيانو وژنه, د پيسو د لاس ته راوړنې لپاره د معصومو ماشومانو په شمول د اشخاصو اختطاف, پر مخدره موادو تر درې ميليونو د زياتو کسانو اعتياد, په دفترونو کې د رشوت او مالي فساد آزادي, د بهرنيو هيوادونو فرهنگي يرغل, د يرغلگرو په مټ د مطرح شويو پرديپالو سياسي څېرو لخوا د ملي ارزښتونو سپکاوی, د ملي هويت مغشوشول او د ديورند کرښې د لرې غاړې پر افغانانو د پنجاب د ترهگرپالې پوځي ادارې وحشيانه عمليات, له افغان څخه د افغان د جلا کولو لپاره د اغځنو تارونو غځول او د ديورند ښکېلاکې کرښې د دواړو غاړو د خلکو پر ملاقاتونو بنديزونه, د هيواد دننه د بمونو د مور په گډون د اشغالگرو د رنگارنگ وسلو استعمال چې د ډول ډول ناروغيو د پيدايښت لامل گرځي او داسې نور ټول هغه څرگند زيانونه دي چې افغانانو ته د پرديو اشغال رسولي دي.
په افغانستان کې د جنگ له دوام پرته, امريکا په سيمه کې خپلو ستراتيژيکو موخو ته نه رسيږي, نو ځکه انگريزي او امريکايي سياستوالو له هماغه پيله, وخت په وخت, په افغانستان کې د خپل اوږدمهالي پوځي حضور ويناوې کړي دي. نږدې يو کال مخکې, د سي آي اي پخواني مشر ډيويډ پيټريوس چې په افغانستان کې يې د امريکايي ځواکونو د لوي قوماندان دنده هم ترسره کړې ده, په يوه مرکه کې, په افغانستان کې د امريکايي پوځونو د اوږدمهالي حضور خبره وکړه. هغه وويل کيدی شي چې امريکايي پوځونه په افغانستان کې د سوېلي کوريا په شان شپېته يا پنځه شپېته کاله حضور ولري.
له افغانستان څخه د امريکايي پوځونو ايستنه د ښاغلي ټرمپ د تېرې انتخاباتي مبارزې ژمنه وه. شونې ده چې ښاغلي ټرمپ به له طالبانو سره د سولې خبرې د همدې لپاره پيل کړې وې چې خپل پوځونه له افغانستانه وباسي. سره لدې چې د اوربند نه شتون او له مذاکراتو څخه د اففانستان د اوسني په نړيواله کچه منل شوي دولت ليرې ساتل د امريکا او طالبانو د سولې د خبرو دوه غټې تېروتنې وې. خو, د امريکا گڼ سياستوال (د امنيتي مشاور جان بولټون په شمول) او لوړ رتبه پوځي مقامات له ټرمپ سره موافق نه وو, نو ځکه د هغوي د فشار په پايله کې د ټرمپ اراده بدله شوه.
اوس شونې ده چې ښاغلی ټرمپ يو ځل بيا له طالبانو سره د سولې خبرو ته زړه ښه کړي. په دې صورت کې له سياسته ناخبرو, پر ځاني گټو مينو, د طالبانو په واکمنۍ کې شړل شويو او بيا د امريکا په مټ مطرح کړی شويو سياسيونو او همدارنگه د امريکا او نورو لويديځو هيوادونو په مرسته لوړو دولتي رتبو ته رسول شويو چارواکو ته په کار دي چې په بين الافغاني مذاکراتو کې د گډون لپاره په يوه خوله د هغه نظام ملاتړ او استازيتوب وکړي چې دوي په کې د واک خاوندان دي. د پرديو له غوړه مالۍ دې لاس واخلي, له جنگ څخه د وطن ژغورنې, د افغانستان د خپلواکۍ او ولسواکۍ د برلاسي لپاره دې يو موټی شي. افغان ولس او روښانگرو هيوادپالو ځوانانو ته په کار دي چې بيدار اوسي, تر څو د دوي هيواد هم آزادي حاصل کړي او هم د ترقۍ او رڼايۍ لار پرانيزي.