شاهنشاهي، خلافت، امارت او جمهوریت

21.8.2019Ghafor Lewal 1
تر اموي دوران روسته عباسیانو په بغداد کې اسلامي خلافت ته نوې واکپوړۍ (هیرارشي Hierarchy) وټاکله، دوی چې د خراساني ابومسلم (بهزادان د ونداد هرمزد زویپه مټ واک ته رسېدلي ول، نو د خراسان امارت یې ده ته وسپاره. خو له ځواک و واک څخه یې وېرېدل.
همدا و، چې خلیفه منصور مېلمه کړ او په مېلمستیا کې یې وواژه. په عباسي دوران کې د بغداد خلافت شاهنشاهي وه او نورو حاکمیتونو ته به یې امیران استول، امیران نیمه واکمن ول، خطبه به یې د بغداد میشتي خلیفه په نامه لوسته، له خپلې واکمنۍ څخه به یې مالیه راټولوله او ټاکلې برخه به یې خلافت ته وراستوله. نور نو په خپل ولایت ( امارت) کې خپلواک و. امارتونو د خلافت د ولایتونو حیثیت درلوده، نه د خپلواکې واکمنۍ.
غزنوي سلطان محمود دومره واک و ځواک وموند، چې نور یې د بغداد تر واک لاندې ځان امارت ګڼلای نه شو، بلکې خپلواکه امپراتوري ( شاهنشاهې ) یې جوړه کړه.
تر دې روسته ترکي عثماني امپراتورۍ ( خلافت) هم دا دود وپاله، دوی د منځني ختیځ (د مصر او عربستان په ګډون) او ان د اروپا ځينې سیمې په خپلو امارتونو کې شاملې کړې.
د هیندوستان کورګاني بابریانو هم خپل امارتونه درلودل. تر دې چې د نومهالي افغانستان د ملي سترواکمنۍ بنسټوال لوی احمدشاه بابا د افغانستان شاهنشاهي جوړه کړه او د هندوستان و ایران ګڼو سیمو ته یې امیران واستول. دُراني امپراتوري، هندوستان ته د نویو رارسېدلیو انګریزانو په ملاتړ و لمسون، پنجابي رنجیت سنګهه راوپرځوله او تر دوی روسته د بارکزیو هغه واکمن، چې د برتانوي هیند تر اغېزلاندې ول، شاهنشاهي بېرته امارت ته راکوزه کړه. احمدشاه، تیمورشاه، زمانشاه… شاه شجاع ځانونه شاهان ګڼل، خو امیردوست محمد خان، امیرشېرعلي خان … تر امیرحبیب الله خان پورې ځانونه امیران ګڼل، ځکه برتانوي هندوستان د دوی بهرنی سیاست او نورې لویې پرېکړې کنټرولولې او دوی ته یې د شاهې لقب ورخپلول نه منل. په حقیقت کې دوی د برتانوي هندوستان هغه والیان امیران) ول، چې په خپلو کورنیو چارو کې یې محدوده خپلواکي درلوده.
ځوان اعلیحضرت امان الله شاه غازي دې مسئلې ته ځیر و او د افغانستان د خپلواکۍ تر اعلان روسته یې ځان ( شاه) اعلان کړ او تر دې روسته یې په رسمي اسنادو کې له ځان سره ( امیر) نه لیکه.
ترغازي روسته کلکاني حبیب الله بېرته، د انګریزانو په اشاره، ځان امیرحبیب الله ونوماوه، خو راوپرځول شواعلیحضرت نادرشاه او اعلیحضرت محمدظاهرشاه ځانونه ( شاه ) ګڼل. داسې نظرهم و، چې که افغانستان بېرته خپلو طبیعي، تاریخي او ملي پولو ( ترډیورندکرښې پورې غاړه افغانستان) ته ورسیږي، نو افغان شاهان به ځانونه ( شاهنشاهوبولي.
په تاریخ کې هېڅ امارت د بهرني سیاست ټاکنې واک نه دی درلودلای او د فدرالوحاکمیتونو د والیانو هومره واک ورکړل شوی دی.
جمهوري نظامونه، چې د یوه هېواد ټولې چارې او بهرنی سیاست په بشپړه واکمنۍ پرمخ وړي، د شاهۍ یا شاهنشاهۍ واکمنۍ واک و ځواک لري، چې مشرتوب یې د خلکو په اراده ټاکل کیږي. د جمهوري واکمنیو ولایتونه له امارت او والیان یې له امیرانو سره انډول ګڼلای شو