ګارډین: کوچنيان دافغانستان دجګړې دتلفاتو درېيمه برخه دي

منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 8/15/2019
سټارز اېنډ سټراپيسسټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې په قطر کې دامریکا او طالب استازو ترمنځ دسولې اتم پړاو خبرو ته پام کړی دی. دورځپاڼې په لیکنه، که دواړه لوري یوه توافق ته ورسېږي، ویل کېږي دطالبانو تضمین به هم په‌کې شامل وي چې افغانستان به یو ځل بیا دافراطیانو په مرکز نه‌بدلېږي. په مقاله کې راغلي چې په هر حال، په دغه هېواد کې دالقاعده او داعش ډلې څانګې هم فعالې دي.

ورځپاڼه لیکي، طالبان شااوخوا هره ورځ دافغانستان په بېلابېلو سیمو کې حملې کوي او عمدتاً افغان امنیتي ځواکونه او حکومتي چارواکي هدف ګرځوي. خو دورځپاڼې په وینا، په وژل شویو کې ډېری ملکيان دي. په مقاله کې راغلي چې اوربند او دا چې طالبان به دافغان حکومت له استازو سره خبرې کوي، هم به په احتمالي هوکړه‌لیک کې شامل وي. دې ډلې تراوسه له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کړې ده او حکومت‌یې دامريکا لاسپوڅی بللی دی.

ورځپاڼې لیکلي، طالبانو شااوخوا دنیم افغانستان کنټرول په لاس کې اخیستی، او په ۲۰۰۱ کال کې ددوی دپنځه کلن حکومت دړنګېدو وروسته په ترټولو پياوړي وضعیت کې دي. دامريکا او طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو اتم پړاو پرته له دې چې نتيجه‌یې په رسمي توګه اعلان شي، ددوشنبې په ورځ پای ته ورسېد. طالبان وايي، اوس دامريکا او طالبانو مذاکره کوونکي له خپلو مشرانو سره مشوره کوي.

دافغانستان دجمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ددغو خبرو پای ته رسېدو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې دخبرو نتيجه ډېره مهمه ده او باید دجګړې دختمېدو لامل شي. دسولې دهڅو پرمهال په افغانستان کې جګړه دوام لري.

  • ګارډين

ګارډین ورځپاڼې لیکلي، کوچنيان ددې جګړې دتلفاتو درېيمه برخه دي. ورځپاڼې لیکلي، ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې تېر کال‌يې ۹۲۰ وژل شوي او ۲۱۰۰ ټپيان شوي کوچنيان ثبت کړي دي. ګارډین دیو شمېر کوچنيانو عکسونه خپاره کړي چې په افغانستان کې دجګړې په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي.

ورځپاڼې دخوست داوسېدونکي ۶ کلن اسد له قوله لیکلي کله چې ماخوستن دهلیکوپټر غږ اوري، بېرېږي. اسد ویلي دي چې دخپل ژوند دخونديتوب په خاطر يې ټوپک کارول زده کړی دی. دورځپاڼې په لیکنه، ۱۶ کلنه راضیه دهلمند ولایت اوسېدونکې ده او دحکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې يې دوه وروڼه او یوه خور وژل شوي او په خپله ټپي شوې ده. ورځپاڼې لیکلي، راضیه چې اوس په یوه روغتون کې بستر ده، خپل کور ته له تګه بېرېږي ځکه ددې په وینا، هلته ډېری وختونه جګړه وي.