نیویارک ټایمز: امریکا باید دا اجازه ولري چې هر وخت خطر احساس کړي افغانستان ته راستنه شي

منبع : تاند   تاریخ: 8/13/2019
نیویارک ټایمز دافغان سولې په تړاو ویلي، دجګړې دختمولو لپاره دسولې هوکړه بیخي رانژدې شوې خو لاهم افغان سوله پراخ ابهامات له ځانه سره لري. ورځپاڼه وايي، امریکا له ۱۸ کلنې جګړې وروسته طالبانو سره دسولې په یو چوکاټ هوکړې ته رسېدونکې ده چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ به مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي، خو دا به دیو منتخب حکومت او دطالبانو یو پخواني غاصب دولت ترمنځ لانجمن پړاو هم وي.

ورځپاڼې دامریکايي ځواکونو د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو، دښځو دحقونو خوندیتوب او راتلونکي نظام کې دطالبانو دونډې په تړاو پوښتنې مطرح کړې دي او زیاته کړې یې ده په داسې حال کې چې دواړو لوریو لا تاوتریخوالی کم کړی نه دی خو ولسمشریزې ټاکنې په مخکې دي، دا دې معنا ورکوي چې که هوکړه رانږدې شوې هم ده، مګر جګړه نه ده درېدلې.

ورځپاڼه وايي، طالبانو له جولای میاشتې راهیسې خپل بریدونه زیات کړي دي چې له کبله یې ۱۵۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نیویارک ټایمز امریکا کې دافغان سفیرې رویا رحماني له قوله لیکلي، افغان حکومت سره دسولې خبرې شاید له ټاکنو وړاندې پيل شي. خو ورځپاڼه وايي، دا ټاکنې وار له مخه طالبانو له درغلۍ ډکې بللي، تحریم کړې یې دي او پرې دبریدونو ګواښ یې هم کړی دی. ورځپاڼه وايي، طالبان دافغانستان پر ۱۰ سلنه جمعیت حاکم دي او دهېواد له ۴۰۷ ولسوالیو څخه یې په ۵۹ وړو ښارونو او کلیو ولکه لري او ۱۱۹ ولسوالۍ کله دیو لاس کله دبل لاس ته کېوځي.

نیویارک ټایمز لیکي، دطالبانو لویه غوښتنه دا ده چې ټول امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او ټرمپ هم دا خبره مني، خو دامریکا ګڼ پوځي مشران په دې باور دي چې نه یو شمېر ځواکونه دې په افغانستان کې پاتې شي چې دا دسولې په هوکړه کې یو بل مبهم ځای دی. بلخوا ورځپاڼه دامریکایانو دشرط په اړه غږېږي او وايي، امریکا غواړي طالبان له القاعدې سره اړیکې وشلوي، خو دا کار ناشونی دی.

امریکايي نظامي چارواکو بیا نیویارک ټایمز ته دا هم ویلي چې ټولې مسئلې یوې لوري ته مګر داعش ته نه هم افغان ځواکونه او نه هم طالبان شکست ورکولی شي چې په اړه یې افغانستان کې دامریکايي ځواکونو پخواني قومندان ډیویډ ډبلیو ویلي، دسولې هره هوکړه چې کېږي باید امریکا ته دا اجازه ورکړي چې هر کله یې زړه وغواړي باید افغانستان کې دداعش او القاعدې پر ضد جګړې ته یو وار بیا راودانګي.