دګوند اوانقلاب دثقل مرکزونه ، دبیلانسونوسنجونه اود وختونو غوښتنې

10.8.2019Noor Mohammad Tarakai og familie
لومړی برخه
تره کی اودویښ زلمیانوغورځنګ :
د ویښ زلمیانودغورځنګ په باب ډیرومحترمولیکوالولیکنی کړی ،چی هر یوه، ددی ملی سیاسی سازمان دښاغلواونومیالیوموسسینواوشخصیتونودنومونواوفعالیتونو،مرام اوتشکیلاتوپه اړه ډیرګټورتاریخی معلومات لیکلی چی لومړی لاس اسناد ښودل کېږی ،چی موږ یی دلته لنډیز را اخیستی دی .
محترم میرزامحمد لودی پخپل اثرکې دویښ ځلمیانودغورځنګ دتاسیس په اړه په ( ۷۶) مخ کې لیکلی : ددغه سازمان لومړي غونډه په دارالامان کې د تره کي په کور کې جوړه سوه ، نور محمد تره کي په دغه وخت کې له زابلي سره د ناظر په توګه کار کولو د زابلي په یوه کور کې اوسیده ، دغه غونډه د۱۳۲۶ لمریزکال د ثور په میاشت کې په داسې وخت کې جوړه سوه، چې د ګډون کوونکو شمېر یې دېرش تنو ته رسېدلو.
لیکوال ددی غورځنګ دتشکیلاتوپه باب په (۱۵۸) مخ کی داسی لیکلی دی :
الف:- د مرکزي عالي کمیټي غړو ټاکل :
۱- د کابل ولایت له خوا: نور محمد تره کي، غلام حسن خان صافي صدیق الله رښتین.
۲- د کندهار ولایت له خوا: عبدالروف بینوا، فیض محمد انګار او غلام دستګیر خان.
۳- د مشرقي ولایت له خوا: ګل پاچا خان الفت، قیام الدین خادم.
۴- د جنوبي ولایت له خوا: نیک محمد خان او غلام محي الدین زرموال (روشان).
ب:- د کابل اجرائیه کمیټه:
نورمحمد خان تره کي، غلام حسن خان صافي، ګل پاچا خان الفت، عبدالروف خان بینوا، صدیق الله رښتین، فیض محمد خان انکار، شاه مرد خان ملیا، نیک محمد خان پکتیاني، عبدالرازق خان فراهي او محمد موسي شفیق.
د کابل د اجرائیه کمیټي له خوا نور محمد خان تره کي د رئیس په توګه او عبدالروف خان بینوا د منشي په توګه او شاه مرد خان ملیا د خزانه دار په توګه د کابل په کمیټي کي مقرر شول.
د انګار جریده چې دویښ ځلمیانو د ګوند د نشراتي ارګان په توګه په کابل کي نشرید له د ویښ ځلمیانو د ګوند د مرامنامي سره سم نشرات کول . د ویښ ځلمیانو ګوند اصلاً له ۱۳۲۶ لمریز کال څخه چې د۱۹۴۷ میلادي کال سره سمون خوري، په فعالیت پیل کړي وواو د دریو کالو څخه وروسته د موسسینو د تماسونو او فعالیتونو په نتیجه کي و کولاي شواي مرامنامه، تشکیلات او مقررات تصویب کړي.
ددغه سیاسي جریان په موسسه کنګره کې د شاملو کسانو شمېر یوویشت (۲۱) تنو ته رسیدلو، چې د هغو له ډلې څخه څلور تنه د مدیره هییات غړي وو او نور پاتې کسان د نوموړي غونډې ګډون کوونکي غړي وو.
د ویښ ځلمیانو د ټولنې په موسسه کنګره کې دغه کسان شامل وو:عبدالروف بېنوا، قیام الدین خادم، نورمحمد تره کي، فیض محمد انګار، محمد ارسلان سلیمي، صدیق الله رشتین، نیک محمد پکتیاني، محمد ولي ځلمي، ګل شاه صافي، لعل محمد احمدي، غلام رحمن جرار، عبدالقدوس پرهیز، شاه مرد ملیا صافي عبدالهادي خوږمن، ابوالحسن افشار، غلام محي الدین روشان، محمد طاهرتایب، پاینده محمد روهیلي، نور محمد پوهنده، ګل پاچا الفت. )) …
لیکوال د ویښ زلمیانودمرام په اړه دخپل اثرپه (۱۱۵) مخ کې داسی لیکلی دی:
ډاکتر عبدالرحمن اتمر د ویښ ځلمیانو د ګوند د مرامنامي په باب د زیات بحث او خبرو څخه وروسته وائي چي د ویښ ځلمیانو د مرامنامي دوه مسودي جوړي شوي وي چې یوه یي نور محمد تره کي او بله ئي قیام الدین خادم لیکلي وه، دغه دواړه مسودي تر بحث لاندي ونیول شولي ځیني مادي یي حذف او ځيني پري زیاتي شوي ،چې په نتیجه کي له دواړو مسودو څخه یوه مسوده جوړه شوه، او پر هغو یی توافق وکاوه او د ویښ ځلمیانو مرام یي په دي ډول تصویب کړ :
۱- اسلام او پاچا ته درناوي درلودل.
۲- د افغانستان د خاوري تمامیت او استقلال ساتل.
۳ـــ ملي نوامیسو او افتخاراتو ته احترام کول.
۴- د اجتماعي ټولنو او مطبوعاتو د ازادي تامینول.
۵- د اجرائیه، تقنینه او قضائیه قواوو بیلیدل .
۶- د ملي وحدت او قومي ښیګڼو ساتل او هر ډول تبعیضونه محکومول .
۷- د ملي ژبي تقویه او انکشاف.
۸- د پښتونیستان او د پښتنو ملي خود ارادیت تامینول .
۹- د ښځو حقوقو او مقام ته درناوي کول .
۱۰- د ظلم، رشوت، غلا، قاچاقو او اخلاقي مفاسد و سره مبارزه.
۱۱- د اقتصادی اصلاحاتو له پلوه د خانخاني سره مبارزه کول .
۱۲- د علمي او مطبوعاتي موسسو پراخول د جهل او بیسوادي او مزخرفاتو سره نه پخلا کیدل .
۱۳- د حکومت او ملت په منځ کي د سوء تفاهماتو لیري کول او په ګټورو چارو کي ورسره مرسته کول. ــ ارواښاد تره کی چی د ویښ ځلمیانود غورځنګ دمبارزواوفعالیت بډایه تجربی درلودلی ، تردی وخته دفرهنګ ،ادب ، مطبوعاتواوژورنالیزم په برخه کی ارزښتناک او ویښوونکی آثارولیکل ، له نوروژبویی ګټوری ژباړی وکړی اودا اثاریی چاپ کړل ، چی اغیزی یی په هرلورخپری شوی ، دیادوآثاروپه اړه موددی لیکنی په دوهمه برخه کی لازم معلومات لیکلی اووړاندی کړیدی .
تره کی پخپلو نه ستړی کیدونکوملی ،ټولنیزواوسیاسی مبارزوکی ګوندی ملګرو ،ځوانانواوخلکوته د انګېزوپه ورکولوکې ځانګړی مهارت درلود، ده د خپلو فعالیتونوپه لړکې د آړیکو پراختیا ، د موخوټاکنه او لومړیتوبونه مشخص ، دمسوولیت پیژندنی اوځانی پرمختګ ، رښتینولی اود باورحاصلولو لور ته ډیره پاملرنه کوله . تره کی چی پخپله د لوړی ملی روحیی ،ټینګی ارادی اوپیاوړی انګیزی لرونکی وه ، تل یی د لویوموخو لورته دحرکت فکرکاوه ، دا هرڅه یی په علمی ډول مطالعه ، تحلیل اود شرایطوسره سم یی دندی مشخصی اود هغو پخپل اجرا کولوسپارښتنی به یی کولی ، ترڅولدی لاری خپل ګران ولس ته ارزښتناک اونه هیریدونکی خدمتونه وکړی .
تره کی صاحب به تل ځوانان هڅول چی ،خپل درسونه ووایی ،لوړی زده کړی وکړی ، مطالعه وکړی ، ارزښتناکی څېړنی وکړی ،ژورفکراوتحلیل ولری ،دټولنی دود اوعنعنوته احترام ولری ،ملی ګټی اوملی ارزښتونه وساتی اوکلکی دفاع ته یی چمتو وی ،د چاروپه اجرا کی مخکښ اود مثال نمونه اوسې . دهېواد د پرمختګ اوښېرازی ، دخلکودهوسایی اوسوکالی په لاروچاروځان پوه اوپدی ویاړلی لاره کې ارزښتناک خدمتونه وکړی اوجوړونکی رول ولوبوی .
دالیکنه څوبرخی لری ، چی پرله پسی خپریږی .
م ــ کټوازی .