غازي امان الله خان او کوز پښتانه

کوز پښتانه د بارکزیو له ځینو مشرانو ښه خاطره نه لري او وايی چې د تېر تاریخ سختو شېبو کې يي یوازې پریښي او جفا يي ورسره کړې، خو د دې پښتنې قبیلې په منځ کې غازي امان الله خان بیا هغه شخصیت دی چې کوز پښتانه يي په اړه داسې ګیلې او نېوکې نه لري او دوی سره يي د برو پښتنو افغانانو د یووالي او یو موټیتوب لپاره هلې ځلې کړې دي.

لومړی سکانو او وروسته انګریزانو سره د پېښور ښار او د پښتنو سیمو د برخلیک په اړه غفلت او جفا، هغه نېوکه ده چې کوز پښتانه يي د بارکزو مشرانو په تړاو لري او د غازي امان الله خان له سلطنت وروسته هم د دې قبیلې د نورو مشرانو او واکمنانو په اړه ورته انځور لېدل کیږي.

په دې غفلت کې د پېښور سردارانو چې وروسته په تاریخ کې د مصاحبانو په نوم هم یاد شوي، زیات لاس لرلی. سلطان محمد خان طلايي او د هغه نور وروڼه لکه یارمحمد خان، پیرمحمد خان او سید محمد خان تر نورو مخکې د پېښور او کوزو پښتنو په اړه لوبېدلي او د پېښور وروستی غمجن برخلیک د دغو وروڼو د لنډ لید او ځانپالنې سره نږدې تړاو لري.

دغه وروڼو په تېره بیا سلطان محمد خان طلايي په ختیځ کې د سکانو او انګریزانو په وړاندې سستي او بې پروايي کړې او په لویدیځ، یانې کابل کې يي د خپل میرني ورور امیر دوست محمد خان سره چې هغه مهال د کابل واکمن او امیر وو، سخته نا ځواني کړې ده.

«ده، (سلطان محمد خان طلايی) یوازې پېښور او خپله کورنۍ غوښته. ده فکر کاوه چې سکان بری مومی نوځکه يي سکانو سره ځان وتړه. دا د حیرانیتا وړ نه ده چې د پېښور سردارانو دا ډول کارونه کول. ابوټ Abbott د هزاره په خاطراتو کې لیکلي دي چې پښتونخوا کې له سکانو څخه زیاته له درانیو څخه کرکه کېده. ځکه پښتنو ته دوی معلوم شوي ول چې د قوم احساس ورسره نه وو. دوی یوازې د خپلې کورنۍ ښېګڼې غوښتي. سید احمد برېلوي د دې لپاره مبارزه کوله چې وطن او سیمه د رنجیت سنګه له ظلم څخه ازاده کړی. دی(سلطان محمد طلايي، لیکونکي) له خپل کشر میرني ورور دوست محمد خان سره جوړ نه وو او د دوی تر منځ پوره دښمني وه….. حقیقت دا دی د پېښور سرداران همیشه د سکانو سره ول چې له خپل کشر ورور دوست محمد خان څخه مستقل پاتې شي او که وکولای شي د کابل له تخته يي راوپرځوي»(۱ )

ترسلطان محمد خان طلايي مخکې د هغه مشر ورور یارمحمد خان په ۱۸۲۹ کال د سید احمد شا برېلوي سره په جګړه کې ټپي شو چې وروسته نوموړی له دغه ټپونو ومړ او پرځای يي د چارو واګې سلطان محمد خان طلايي ته ورسېدې. فخر افغان پاچا خان لیکي«د هندوستان له هغه سر څخه سید احمد برېلوي او اسماعیل شهید په دوی یانې پښتنو ننګ او غیرت کوي او د سهکانو د مقابلې لپاره د پښتنو خاورې ته راځي. د هغه وخت حکومت افغانستان لخوا(منظور يي د پېښور سرداران دی، لیکونکی) د ده سره مرسته ونه شوه بلکې د یارمحمد خان لخوا ورسره جګړه وشوه لکه څنګه چې د پښتو له دې زړې چاربیتې څرګندیږي:

روان شو یار محمد، سید اوباسي د پنجتاره

سید له بری ورکړې الهي پروردګاره »(۲ )

د پاموړ دا ده، سید احمد برېلوي د سکانو په وړاندې د پښتنو په ننګ او ملاتړ دریږي، خو د پېښور واکمن سرداران بیا د سهکانو پرځای د پښتنو د ملاتړي برېلوي په وړاندې جنګیږي چې په پای کې داسې کړه وړه د سکهانو د لا پیاوړتیا او د هغو د وروستیو بریو لپاره لار اواروي!

پوهاند عبدالحی حبیبي هم په دې اړه لیکي«امیر بې له ځنډه ( امیر دوست محمد خان، لیکونکي) خپل ټول زامن په سیمو وټاکل، خو رنجیت سنګ د افغانستان له کورنیو شخړو ګټه واخیسته او ګرد پنجاب يي تر پېښوره ونیو. سردار سلطان محمد خان هم د بالا کوټ په جګړه کې سید احمد خان برېلوي او مولوي اسماعیل په مشرۍ د مجاهدینو په شهادت او د پېښور په صوبه کې د خپل ورور یار محمد خان په مړینه کمزوری شوی وو، دا وېره هم وه چې رنجیت سنګ به په خیبیر یرغل وکړي، نو ځکه امیر دوست محمد خان د یوه لیک په مټ د هند د ګورنر جنرال لاردینتک څخه د پېښور د بیرته نېولو په چار کې مرسته وغوښته او د باسول له لارې يي د شپیته زره لښکر سره د پېښور په لوري حرکت وکړ، خو سلطان محمد خان د امیر لښکر تار په تار کړ او امیر بیرته ناکام له پېښوره خیبر او جلال اباد ته راستون شو. په دې توګه اشنغر تر کوهاټ او ټله د امیر ورور سلطان محمد خان ته پاتې شو.(۳)

د تاریخ لیکونکي په دې همغږي دي چې دغو سردارانو د ژمنۍ پلازمینې پېښور او په کابل کې د امیر دوست محمد خان د واکمنۍ په وړاندې نه یوازې د سکانو سره لاس یو کړی، بلکې وروسته يي د پېښور او کابل په اړه انګریزانو سره هم، ورته تګلار مخې ته بیولې ده.

فخر افغان پاچاخان پخپل کتاب، زما ژوند او جدو جهد، کې لیکي«کله چې پیرنګیانو د بونیر د نېولو په غرض په بونیر حمله وکړه او د سورکاوۍ غزا وه ، نور خانان د پیرنګي ملګري ول او سیف الله خان بابا(د پاچاخان نیکه) د قام مرستې ته ورغی، دا رنګه زما غور نیکه عبیدالله خان بابا ازاد خیال، پیاوړی او منلی مشر وو چې د هغه وخت د درانو حاکم سلطان محمد خان طلايي د لاسه پهانسي شو« په پیاوړي ګومان عبید الله خان به هم د سکهانو سره د دښمنۍ په وجه پهانسی شوی وي، لیکونکی). د درانو حکومت په عیاشۍ، په خپل قوم د زور زیاتي، د کورني اختلافاتو او جنګونو په وجه ختم شو او د دې نه وروسته د سکهانو حکومت راغی، درانو چې واورېدل سکهان راروان دي شپه په شپه کابل ته وتښتېدل او پښتانه يي سکهانو ته پریښودل»(۴)

همدارنګه پاچا خان زیاتوي«د سکهانو نه پس د پیرنګیانو وار راغی. پیرنګی خو خپله د سمندر له غاړې راغلی وو، خو دا ورته معلومه وه چې د هندوستان د تاریخ ټولې حملې د قطب نه شوې دي او د خپل برتانوي هندوستان سلطنت ساتلو لپاره هغه د پښتنو خاورې ته راپوریوت چې پر هغه درو، لارو او سیندونو قبضه وکړي چې په کومو د بهر نه حملې شوې وی»(۵ )

شاشجاع هم لومړی سکانو او وروسته انګریزانو سره د کابل د نېولو په تمه، د پېښور برخلیک په اړه ورته ناوړه لوبې کړي.

غازي امان الله خان چې د پېښور د سردارانو پر ځای، د کابل د سردارانو سره تړاو لري او د امیر عبدالرحمان خان او افضل خان له لارې يي پښتلیک امیر دوست محمد خان ته رسیږي، یوازیني واکمن دی چې کوزو پښتنو کې ښاغلی او منلی یادیږي. د افغانستان په خپلواکۍ سره نوموړي نه یوازې په کوزو پښتنو، بلکې د لوی هند په ولسونو کې هم د خپلواکۍ سا ورپوو کړه. د افغانستان د خپلواکۍ غورځنګ چې افغان زلمیانو د غازي امان الله خان او محمود طرزي په لارښوونه پیل کړی وو، برتاوي هند ته لاره وکړه او هلته د انګریزانو په وړاندې د پښتنو او هنديانو د ویښتوب او پاڅون لامل شو.

«کله چې په ۱۹۱۹ کال فبرورۍ کې د خپلواکۍ اعلان کیږي او د همدي کال اپریل کې د برتانوي هند د برید کرښې په لورخوځښت ترسره کیږي، سره له دې چې د جګړې اعلان نه دی شوی او د دولتونو سفیران ( سردار عبدالرحمان خان ) په ډهلي او ( حافظ سیف الله خان ) په کابل کې استوګن دي، تر ټولو ړومبی د ازاد سرحد ( پښتونستان ) په اوږدو کې په زرګونو پښتانه وسلوال جګړې ته چمتو کیږي او مشران يي لکه حاجي ترنګ زی او د چکنورې ملا سیب د ډیورند له کوزي غاړې جلال اباد ته راځي. په محکوم پښتونستان کې د خدايي خدمتګارو د هغه مهال مشر فخر افغان پاچاخان په مشرۍ ملي احساسات راپاریږي. بلخوا پېښور کې ۳۲ کسیزه جرګګۍ د خپلو ۹۰۰ تنو ملګرو په ګډون د افغانستان د پوستې د چارواکي میرزا غلام حیدرخان پرشاوخوا راټولیږي او د مۍ میاشتې ترپایه په ټول پېښور کې د انګریز په ضد پآڅون کیږي. پښتني رضاکارو ډلو لخوا د افغانستان دولت اعلاميي او د غازي امان الله خان مکتوبونه د انګریزانو په پوځي چوڼیو کې لاس پلاس ګرځي او د جبهې شاته د انګریز پر ضد د یرغل لپاره چمتووالي نیول کیږي. حتی شجاع الملک د چترال د چارو پازوال د انګریز د دولت ګوډاګی ( انګریزانو نوموړي په کوشنیتوب کې چې ۱۲ کلن وو، د چترال په پازوالۍ ګمارلی وو ) هم د غازي امان الله خان له ولولو ډکو مکتوبونو څخه په خپلواکۍ میین شوی وو.

بلخوا د اپریل له نیمايي روسته، د افغانستان د خپلواکۍ غورځنګ انګازې په ټول هند کې له یوه سره تربل خپریږي. په لاهور کې خلک عمومي پاڅون کوي او د انګریزانو پر وسلوالو پولیسو یرغل وروړي. له ډهلې څخه تر لاهوره د اورګاډي پټلۍ تر هغه بنده پاتیږي چې پوځي حکومت اعلان او خلک ټکول کیږي.»(۶ )

د افغانستان د خپلواکۍ غورځنګ او په هغې کې د کوزو پښتنو ونډه، د سیمې د ټولو خپلواکۍ غوښتونکو ولسونو لپاره په یوه الهام بدلیږي. دا چې وروسته انګریزان اړوځي له هندوستان پښې سپکې کړي، د افغان خپلواکۍ غورځنګ څخه يي بې اغیزې نه شو ګڼلای.

غازي امان الله خان چې د ۱۹۲۸ کال د جون په ۲۳ مه، د ۱۲ اروپايي او اسیايي هېوادو د ۷ میاشتني سفر بیرته هېواد ته راستون شو، په کور دننه(لکه سقاویان او مجددي خېل) او له بهر(لکه انګریز جاسوس لارنس) د ده پر ضد پروپاګیند زور اخیستی وو. د دې پروپاګیند په سر سر کې لوی تور دا وو چې تګلار او کارونه يي اسلام سره په ټکر کې دي.

په دغه تبلیغ کې د امان الله خان او ملکې ثریا د اروپا د سفر پر مهال (ډسمبر۱۹۲۷- جون ۱۹۲۸) اخیستل شوي عکسونه هم د ده پرضد وېشل کېدل چې خلکو ته وښودل شي، د افغانستان ملکه په لوڅ مخ او سر ګرځي.

په همدې مهال د برو هېوادپالو افغانانو تر څنګ کوزه پښتونخوا کې هم د فخر افغان او نورو پښتنو مشرانو په مشرۍ، د غازي امان الله خان په ملاتړ پراخ غورځنګ رامنځته کیږي.

دوی په پېښور او شاوخوا سیمو کې د چندو یا بسپنو له لارې پیسې او دارو درمل راټول کړل چې افغانستان ته یې یوسي. دی وايي چې د ډېرو کوښښونو سره سره د انګرېزانو حکومت دوی نه پرېښودل چې افغانستان ته ولاړ شي.

«په پېښور کې نامتو دیني عالم او د هندوستان د خپلواکۍ مبارز، مولانا عبدالرحیم پوپلزي (۱۸۹۰-۱۹۴۴)، هم د شاه امان الله خلاف دسیسو باندې خلک وپوهول او د هغه د ملاتړ لپاره یې دیني عالمان منظم کول.

د دې تر څنګ، د کوټي او کندهار منځ کي پرتې کوږک دره کي زوکړي نامتو پښتو ولسي شاعر او د امان الله خان خواخوږي ديني عالم، ملا عبدالسلام (۱۸۸۱-۱۹۷۴)، خپله نژدې ټوله شاعري د امان الله خان ملاتړ او د انګرېزانو مخالفت ته ځانګړې کړې وه. د خلګو د پوهولو په لړ کې د ۱۹۲۸م کال د مې په میاشت کې، په پېښور کې د خان عبدالغفار خان (باچاخان) د ”پښتون” مجلې په لومړۍ ګڼه کې”د افغانستان ملکه او د یورپ لباس” تر سرخط لاندې یو مضمون چاپ شو.

د عبدالحمید افغاني په دغه مقاله کې لیکل شوي ول چې د ملکې ثریا د عکسونو له کبله هغه کسان ”په افغانستان کې د فساد پیدا کولو کوښښ کوي چې ”د زمانې د رنګ نه نااشنا دي.»(۷ )

غازي امان الله خان سره د کوزو پښتنو مینه، د خپلواکۍ له غورځنګ او وروسته له نوموړي غازي ویاړلی ملاتړ، هغه څه دی چې د تېر تاریخ ناخوالو په هېرولو کې مرسته کولای شي.

ټینګ دې وي د لر او برافغان یووالی او پیوستون!

تل دې وي خپلواکي

ژوندۍ دې وي د غازي امان الله خان د وطنپالنې خاطرې!

اخځونه:

(۱ ) پښتانه (پټان)، لیکوال سراولف کارو، پښتو ژباړن شیرمحمد کریمي، (۴۶۷ مخ)

(۲ ) زما ژوند او جدوجهد، پاچاخان (۷ مخ)

(۴) د افغانستان لنډ تاریخ، پوهاند عبدالحی حبیبي(۳۰۶ مخ)

(۴) زما ژوند او جدو جهد، پاچا خان(۵  مخ)

(۵) زما ژوند او جدو جهد، پاچا خان(۹ مخ)

(۶) معاصر افغانستان، د سردار اقبال عليشا لیکنه، لندن چاپ ۱۹۳۸

(۷) د امان الله خان  د واکمنۍ او جلاوطنۍ په اړه نوې څېړنې او موندنې، ډاکټر داود BBC

د ۲۰۱۹ کال د اګست ۵ مه

سرلوڅ مرادزی