محب: که ’سوله دنظام ړنګولو پروژه وي’ په وړاندې به یې ودریږو

منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 7/21/2019

دافغانستان دملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا دافغان سولې په اړه دامریکا روانو هڅو ته په اشاره ویلي، افغانان باعزته سوله غواړي، خو که چیري دسولې روان بهیر دافغان نظام ړنګولو یوه دسسه وي په وړاندې به یې ودریږي.

نوموړي پرون پنجشنبه د«چنګاښ پر۲۷مه» په پروان ولایت کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي چې د«دافغانستان دخلکو دښمنان» داوسني نظام دړنګولو هڅې کوي. محب ویلي: ”موږ دافغانستان خلک غواړو چې زموږ هېواد ته یو واقعي سوله راشي، باعزسته سوله، خو که چیري سوله یوه پروژه وي، او یا یوه دسسه وي چې زموږ نظام ړنګ کړي… د کورنیو جګړو لامل شي، ټوله یې په وړاندې مبارزه کوو.”

دافغانستان دملي امنیت شورا سلاکار ډاډ ورکړ چې افغان حکومت به هیڅ کله دافغانستان خلک دیوې ”پروژې” قرباني نه کړي. هغه همدارنګه وویل:”موږ له خپلو نړیوالو همکارانو مننه کوو، چې زموږ سره په وروستیو کلونو کې همکاري کړې، خو که چیري موږ یو فکر ونه لرو، او که چیري اړتیا پیدا شي چې موږ خپل لاره بېله کړو، دا کار هم کوو، هر شخص او هر هېواد خپلې ګټې په نظر کې نیسي، موږ ته دافغانستان له ګټو څخه پرته هیڅ یوه ګټه لوړه نه ده.”

دافغان حکومت دغه لوړپوړي چارواکي ټينګار وکړ چې پرخپل وخت دولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدل دافغان حکومت لپاره تربلې «هرې پروژې او پروسې» لومړیتوب لري. ښاغلي محب که څه هم په ښکاره ډول دکوم چا نه یاد نه کړ، خو ویې ویل چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي، دافغان حکومت په سر معامله وکړي او په راتلونکي کې داسې یو حکومت رامنځته کړي چې مشروعیت یې دڅو کسانو څخه ترلاسه کړي.

حمدالله محب تردې هم مخکې دافغان سولې په اړه دامریکا دروانو هڅو په اړه داندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې افغان حکومت له دغه بهیر څخه پوره خبرتیا نه لري. هغه څو میاشتې مخکې په واشنګټن کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې دسولې په روان بهیر کې دزلمي خلیلزاد پر رول په تندو انتقادونو سره وویل، چې نوموړی په دغه پروسه کې شخصي ګټې پالي. خو دامریکا دبهرنیو چارو وزارت هغه مهال دښاغلي محب دڅرګندونو په رد سره وویل، چې دسولې بهیر ټول جریان له افغان حکومت سره شریک کېږي.

یادو څرګندونو دامریکا او محب اړیکې ترینګلې کړې، چې درویټرز آژانس دراپور له مخې د امریکا حکومت خپل چارواکي له محب سره له لیدنو منعه کړل.

                      

سرور دانش: تا زمانی که طالبان دست از جنگ بر ندارند، شعار صلح بی‌ محتوا است
منبع : ۸ صبح   تاریخ: 7/21/2019

محمد سرور دانش، معاون دوم ریاست جمهوری می‌ گوید که گروه طالبان به ادامه جنگ و خشونت‌ ورزی اصرار دارد و تا زمانی که این گروه استراتژی جنگی‌اش را تغییر ندهد و دست از ادامه خشونت ‌‎ها بر ندارد، سخن گفتن از صلح یک شعار بی‌ محتوا و برای فریب افکار عمومی جهان است.

معاون دوم ریاست جمهوری روز شنبه، بیست‌ونهم سرطان در نشستی زیر نام «کاروان سواد میهن ‌دوستان» در سخنانی گفت که تلاش ‌های زیاد و قابل قدری برای برقراری صلح در افغانستان صورت گرفته و در حال جریان است و حکومت نیز این تلاش‌ ها که منتج به برقراری صلح پایدار در کشور شود، استقبال می ‌کند. سرور دانش اما تأکید کرد که صلح نباید به معنای عبور از دست‌آورد های ۱۸ ساله مردم و دولت افغانستان تلقی شود. او تأکید کرد که نباید انتظار داشت که مردم از دست‌آورد ها و ارزش ‌های ‌شان دست بردارند به گفته او، تسلیم گروه‌ هایی شود که زمینه پذیرش در میان مردم افغانستان ندارد.

معاون دوم ریاست جمهوری حاکمیت دوره طالبان را سیاه توصیف کرد و گفت که این گروه افغانستان را در دهه هفتاد به «قبرستان خاموش» تبدیل کرده بود و میراثی جز یک سرزمین «سوخته» برجای نگذاشت. او افزود: «در چنین حالتی تا زمانی که این گروه استراتژی جنگی‌اش را تغییر ندهد و تا زمانی که دست از جنگ برندارد و آتش‌ بس را نپذیرد و به مذاکره بین‌الافغانی به رهبری حکومت افغانستان تن ندهد واقعاً سخن گفتن از صلح یک شعار بی‌ محتوا و در حقیقت فریب دادن افکار عمومی دنیا است.»

از جانب دیگر، معاون دوم ریاست جمهوری می‌گوید که طالبان اگر فکر می‌ کنند که تنها در پی مذاکره با امریکا می ‌توانند صلح را به پیروزی برسانند، دچار خیال ‌اندیشی شده‌اند. به گفته او،  طرف عمده جنگ مردم افغانستان هستند که باید در مورد صلح تصمیم بگیرند.

این در حالی است که زلمی خلیلزاد نماینده خاص امریکا در امور صلح افغانستان از آماده‌گی برای آغاز مأموریت جدیدش به هدف پیشبرد مذاکرات صلح خبر داده است. پیشتر نیز مقامات امریکایی اظهار امیدواری کرده بود که تا اول ماه سپتامبر سال روان میلادی به یک توافق صلح با گروه طالبان دست یابند. به موازات تلاش‌ های صلح، سطح خشونت‌ ها و درگیری ‌ها نیز افزایش یافته است. این در حالی است که طرف ‌های جنگ در نشست بین‌الافغانی قطر روی کاهش خشونت ‌ها تأکید کرده بودند.

                 

دولسي جرګې اکثرو پخوانیو وکیلانو دولتي امکانات کور ته وړي دي
منبع : تاند   تاریخ: 7/21/2019

شنبه دچنګاښ ۲۹ مه: دولسي جرګې دارالانشا یو شمېر سرچینې ادعا کوي او وايي، چې دولسي جرګې تېرې دورې وکیلانو نږدې ۱۴۰۰ میله وسله او ۲۸ زرهې موټر له ځانه سره وړي دي. سرچینه وايي، دغو وکیلانو څخه بار، بار غوښتل شوي چې ددولت امانت ور وسپارلي خو اکثرو یې ویلي دي چې دوی نه شي کولی له دغې وسلې څخه پرته دباندې ازادانه ژوند وکړای شي.

سرچینه وايي، لانجه په دې ده چې جرګه وايي، د پارلمان وسلې راکړئ او دکورنیو چارو وزارت لخوا دترلاسه کړیو امکاناتو ستونزه مو له دغه وزارت سره اواره کړئ. خو دولسي جرګې ددارالانشا مشر عبدالقادر ځاځی تاند ته وايي، وکیلانوسره دپاتې وسلو شمېر دومره نه دی.

دنوموړي په خبره یو شمېر پخواني وکیلان یې دوسلو او موټرو ورستنولو ته قانع کړي دي او اوس نږدې ۶۵۸ میله وسله، ۱۷ جیمرې ورسره پاتې دي: (دوی سره موږ هم مجبور یوو چې څو میاشتې مراعات وکړو، ځکه دوی ته چې حکومت دخوندیتوب نور امکانات ورکوي، تر هغو یې راسره ژمنه کړې ده چې خپل امکانات او وسلې به پارلمان ته بیرته ستنوو.)

خو دکورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، له پخوانیو وکیلانو څخه په هر ډول چې وي وسلې راټولوي. نوموړی وايي، که پارلمان په دې برخه کې ستونزه لري او هرڅومره ځواک ته اړتیا ولري، کورنیو چارو وزارت ورسره مرستې ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې دولسي جرګې یو غړی رمضان بشردوست بیا ادعا کوي چې اوسنیو وکیلانو هم تراوسه کومه دقانون جوړونې ناسته نه ده کړې او تېرې دوه میاشتې یې یا دپارلمان دمشرۍ، مرستیالۍ، اداري پلاوي او دامنیت، مالي، دفاع کمېسیونونو دمشرۍ پر څوکۍ په معاملو تېرې کړې، یا یې هم له دولت څخه ځانته دموټرو، باډیګارډانو او نورو امکاناتو دبرابرولو پسې هلې ځلې وکړې.

                     

ترسپټمبر پورې دسولې موافقه نهايي کېږي، خلیلزاد کابل ته راروان دی
منبع : تاند   تاریخ: 7/21/2019

دافغانستان دسولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به سبا (یکشنبه) کابل ته راشي چې له طالبانو سره دامریکا دسولې موافقه احتمالاً دسپټمبر ترلومړۍ نېټې پورې نهايي کړي. دا خبره دهند آی این آی خبري آژانس نن دحکومتي سرچینو په قول وکړه.

راپور وايي، خلیلزاد پرون (جمعه) په واشنګټن کې دهند له سفیر هارش واردهن شیرینګلا سره په دې اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې فکر کوي هند به دافغانستان دسولې په پروسه کې یو مهم شریک واوسي. ده په خپل وخت دافغانستان دسولې دموافقې احتمال ته خوشبیني ښکاره کړه، ویې ویل چې ځینې کارونه لا پاتې دي په تېره بیا په افغانستان کې دښکېلو خواوو ترمنځ دسولې تړون.

سره له دې چې طالبانو منلې چې له امریکا سره یې دسولې په خبرو کې دپام وړ پرمختګ کړی خو تراوسه پورې دافغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کوي.

                 

حکومت افغانستان: طالبان نظریۀ تروریستی شان را تغییر نداده‌اند
منبع : رادیو آزادی   تاریخ: 7/21/2019

سخنگوی ریاست جمهوری افغانستان می‌ گوید، طالبان به طور مکرر مسئولیت کشتار ملکی‌ ها را به عهده می‌ گیرند و متحدان حکومت افغانستان از این اعمال شان، باید به آن ‌ها خاطر نشان کنند.

صدیق صدیقی دیروز جمعه ۲۸ سرطان در اشاره به حمله طالبان در کندهار در حساب تویترش نوشت: ”این حمله نشان دهندۀ ادامۀ قصاوت و تشدد گروه طالبان است. گروهی که تعدادی از اعضای آن در گفتگو های شرکت دارند که به هیچ جای نمی‌ رسد.”

در حملۀ شام روز پنج‌ شنبه بر قوماندانی امنیه کندهار ۱۱ تن کشته و ۸۳ تن دیگر جراحت برداشتند. طالبان مسئولیت حمله را به دوش گرفتند. از سویی هم، کابل دیروز جمعه شاهد انفجاری در نزدیکی پوهنتون کابل بود. هرچند طالبان مسئولیت این انفجار را بدوش نگرفتند، اما عبدالله عبدالله رئیس اجرائیه حکومت وحدت ملی در فیسبوک خود نوشت، این حمله نشان داد که طالبان نظریه تروریستی خود را تغییر نداده‌اند. او دیروز گفت، پس از چند مرحله گفتگوی صلح در دوحه پایتخت قطر میان طالبان و هیئت امریکایی چنین حدس و گمان می ‌رفت که نظریات آن‌ ها تغییر کرده است. به گفته آقای عبدالله دوام خشونت مشخص ساخت که طالبان در افغانستان به آیندۀ عاری ازخشونت، هیچ باور ندارند.

سؤال در اینجاست که آیا از نظر حکومت افغانستان تلاش ‌های جاری صلح بی ‌نتیجه خواهد بود؟

صدیق صدیقی سخنگوی رئیس جمهور اشرف غنی شام دیروز جمعه به رادیو آزادی گفت: ”توقع حکومت و توقع همۀ مردم این است که کوشش ‌های صلح نتیجه بدهد و در چند هفتۀ دیگر نتایج آن را ببینیم. نتیجه آن این است که حمله بر مردم و جنگ در افغانستان پایان یابد.”

آقای صدیقی افزود، حرف و عمل طالبان با هم یکی نیست. او افزود، آن‌ ها از یک‌ سو، مسئولیت حمله بر تأسیسات ملکی را به عهده می ‌گیرند و از جانب دیگر با کشور های منطقه و جهان گفتگوی صلح را به پیش می ‌برند. در این حال، تاشکند تایمز روزنامه انگلیسی زبان ازبکستان روز دوشنبه در گزارشی گفته که شهر سمرقند این کشور میزبان گفتگو های بین‌الافغانی آینده خواهد بود.

بر اساس گزارش رسانه‌ های داخلی ازبکستان، گفتگو های دوم بین‌الافغانی صلح در ماه اگست برگزار می ‌شود. اما کدام موعد معین اعلان نشده است. در این میان، صدیق صدیقی سخنگوی رئیس جمهور اشرف غنی گفت، آن‌ ها در مورد گفتگو های بین‌الافغانی در سمرقند ازبکستان معلومات ندارند. وی افزود: ”شماری از کشور ها در منطقه و هم در خارج از منطقه هستند که می ‌خواهند حکومت افغانستان را در راه اندازی بعضی از نشست ‌ها کمک و همکاری کنند. ما امیدوار هستیم که این تلاش‌ ها نتیجه بدهد که جنگ در افغانستان ختم شود و طالبان از جنگ دست بکشند.”

هم زمان با این، وزارت خارجۀ ازبکستان دیروز تأیید کرد که عبدالعزیز کاملوف وزیرخارجۀ این کشور در دیدار با زلمی خلیلزاد نماینده خاص امریکا برای صلح افغانستان در واشنگتن دربارۀ صلح افغانستان صحبت کردند. بر اساس اعلامیۀ وزارت خارجه ازبکستان، آقای کاملوف برای اشتراک در نشست آزادی‌ های مذهبی اقلیت‌ ها، عازم واشنگتن شده بود. در اعلامیه آمده که خلیلزاد و کاملوف در مورد تلاش‌ های صلح افغانستان و اهمیت دیالوگ ‌های بین‌الافغانی، بحث کردند.