پښتونستان ، خوب او که واقعیت؟

19.6.2019Loy Afghanistan 1
دوهمه او وروستۍ برخه
د خپلواکې د مبارزو معاصر مشران چې د انګریز او پنجاپي استعمار په وړاندې په کلکه ودریدل حاجي میرزاعلي خان ( مشهور په ایپي فقیر) ، خان عبدالغفار خان ، خان عبدالصمد خان اڅکزي، مشهور لیکوال او شاعر اجمل خټک او نور چې د خپلو سل ګونو زرو پلویانو سره یو ځای د انګریزي او پنجاپي استعمار په وړاندې د خپلواکۍ له پاره په میړانه سره ودریدل.
په دی مبارزو کې پښتانه یوازې نه و او نه دي بلکې بلوڅان هم د دوی سره اوږه په اوږه د پنجاپی استعمار په وړاندې په کلکه ودریدل چې د هغې ښه مثال یې د نواب اکبرخان بګټي دی چې د پنجابی استعمار په مقابل کې په میړانه ودرید او د استعماري ځواکونو له خوا په ډير مظلومانه توګه په شهادت ورسید . د کابل مزدورې ادارې د خپلواکی په لاره کې ددې اتل هیڅ نوم وانخیست.
په افغانستان کې د خلک دموکراتیک ګوند او بیا د وطن ګوند د واکمنۍ د پای ته رسیدلو سره ددې دورځې نمانځل هم د نویو واکمنو ټولګیو له خوا پر یښودل شول. دا ورځ نه یوازی د خلک دموکراتیک ګوند په واکمنی کې نمانځل کیده بلکه د افغانستان شاهي او جمهوري حکومتونو هم نمانځله.
که څه هم پورتنیو دولتونو د پنجاپي استعمار څخه د پښتنو او بلوڅو د ازادی او خپلواکۍ له پاره په رښتیني مانا سره کوم عملي ګام نه دی اوچت کړي بلکې دوی یوازې دا مسله د اسلام اباد په واکمنانو باندې د فشار د یوې الې په توګه استعمالوله. او په واقعي توګه یې د پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ له پاره کوم د لیدنې وړ ګام نه دی پورته کړی.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د خلک دموکراتیک ګوند د واکمنۍ د پای ته رسیدو څخه وروسته په افغانستان کې هغه ډلې واک ته ورسیدې چې په پاکستان کې جوړې شوي او د هغه دولت د پټو منابعو له خوا یې ملاتړ کیده .
واک ته د رسیدو نه وروسته تر ټولو لومړی ددې ډلو عملي اقدام دا و ، چې په پښتونستان واټ کې یې د پښتونستان بیرغ راښکته کړ. او د پښتونستان واټ نوم یی تبدیل کړ د په کابل رادیو کې یې د پښتنو او بلوڅو د یووالي له پاره خپرونه بنده کړه .
خو د یوه بیرغ په کښته کولو او یا د دی ځای د نوم په اړولو سره د پښتنو او بلوڅو ازادی بښونکی مبارزو ته کوم زیان نه رسیږی . دا ځکه چی دا خلک د پنجاپی استعمار لا ندی ژوند کوي او د خپلو روا حقوقو د تر لاسه کولو د پاره مبارزه کوی او دا مبارزه به تر هغی روانه وي تر څو چی د پنجاپی استعمار څخه یی خپله ازادی تر لاسه کړي نه وي.
مګر د پښتونستان واټ څخه د پښتونستان د بیرغ د کښته کولو او ددی ځای د نوم اړولو څخه موخه پنجاپی استعمار ته د کابل حکومت له خوا ددی اشاری ورکول و او دي ، چی دا حکومت اوس د پښتنو او بلوڅو د داعیی څخه ملاتړ نه کوي . او په ماهیت کی د ډیورینډ منحوسه کرښه په رسمیت پیژني.
باید ووایو چی واک ته د حامد کرزی په رسیدلو سره تر ننه پوری د پښتنو او بلوڅو د حقوقو څخه د دفاع او ډیورینډ د منحوسی کرښی د نه منلو له پاره تر اوسه کومه رسمی غونډه او یا فیصله د کابل دولت له خوا نه ده تر سره شوي.
د پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون غونډه یوازی د مدنی ټولنو ، ادیبانو او سیاسی غیر دولتی شخصیتونو له خوا تر سره کیږی چی دا یوازی د اولسونو پیستون په ډاګه کوي.
اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی د کابل حکومت ولی د پښتنو او بلوڅو د مبارزاتو په هکله یو روښان دریز نه نیسي؟
ایا کیدای چې وویل شي چې د پښتنو او بلوڅو مبارزه پای ته رسیدلی وګڼو او یا دا کیدای شي چې ددې ټکي څخه سترګې پټې شي چې ټول پښتانه دا حق نه لري چې په یوه واحد هیواد کې سره راټول د کراچې څخه نیولي تر بادغیس او تر کشیمره پورې یو اباد او ځواکمن دولت تشکیل کړي؟
خلک په دې ښه پوهیږی چې د پښتنو تر منځ د یووالی تامین او د بلوڅو د حقوقو تر لاسه کولو له پاره مبارزې ته په اوس مهال کې ډیر ضرورت دی . خو تر هغه د وړاندې بایدد پښتو په مغزونو کې دا احساس را پیدا شي چې دوی پښتانه دي او په په نړی کې یو ځانګړی قوم او اولس حیثیت لري . او دوی یو وجود دی چې د استعماري ځواکونو له خوا په وحشیانه توګه ټوټې شوي دی. پښتانه په دې باید پوه شي چې تر هغې چې ټولې ټوټې یې په یوه هیواد کې سره یو ځای شوی نه وي تر هغه به دوی دغسې د خوارۍ او ذلت ژوند تر سره کوي.
د سیمې نور زبرځواکونه لکه ایران هم د دواړو اولسونو سره د دښمنی سیاست مخې ته بیایی د ایران د هیواد له خوا د پښتنو او بلوڅو په وړاندې ډیرې ناوړی توطیې طرح او عملی کیږي په ایران کې د ننه هرکال په زرګونو بلوڅان په مختلفو نومونو سره وژل کیږي په ایران کې بلوڅ د هر ډول سیاسي او ټولنیزو حقوقو څخه بې برخې دی.
په افغانستان کې هم پښتانه په واقعي مانا سره د سیاسي واک څخه بې برخې دي او په اوسنی دولت کې د بې صلاحیته پښتو ژبو سمبولیک موجودیت دا مانا نه لری چې دوی په واک کې ګډون لري. په افغانستان کې ټول واک د یوه شمیر کړیو په لاس کې دی چې ځانونه د لږکیو او په ځانګړی توګه د تاجکو ، هزاره ګانو او ازبکو نماینده ګان بولي.
دا په دې مانا چې د افغانستان ، پښتونخوا، بلوچستان پښتانه او بلوڅ د محکومواولسونو په توګه ژوند کوي او دوی د استعماري ځواکونو له خوا په ډیره بې رحمی سره ځپل کیږي.
لکه چې په تیرو پیړیو کې پښتنو او بلوڅو په ګډه یو له بله دفاع کړي ده په همغه ډول اوس هم همغه شرایط دي چې دواړه اولسونه یو له بله د وروری ټینګ لاسونه سره ورکړي تر څو د دښمنانو دسیسې شنډې کړي. دا هغه مهال کیدای شی چې د دواړو اولسونو ترمنځ اړیکې ټینګې شي.
اوس راځو په خپله د پښتنو د یووالی موضوع ته ، له بده مرغه پښتانه لیکوالان او سیاستوال دې ټکې ته هیڅ پاملرنه نه کوی چې پښتون اولس ولې ټوټې شوي دی دوی ګومان کوي که چیرې دوی د پښتنو د یووالی په هکله کوم نظر ورکړي ښایی یو ه لویه تیروتنه وکړي او بیا به واکمنې کړۍ ترې خفه شي.

دا ځکه چې په افغانستان کې زیاتره پښتو ژبو سیاستوالانوتر اوسه ملي ایدیولوژی نه ده خپله کړي.دوی دا فکر نه دی کړی چې د پښتون اولس وجود څلور ټوټې ا و د بلوڅو وجود درې ټوټې شوي دی. او په سیمه کې د امن او ثبات د ټینګښت له پاره ددې ټوټو یووالی اړین دی.
یا په بله مانا تر هغه چې دا بیل شوی اولسونه بیرته سره یو شوي نه وي تر هغه په سیمه کې د سولې راتلل ناممکن دي
زیات شمیر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې پښتون اولس هر چیرې چې اوسیږي یو اولس دی . ددې اولس موخه بیا یووالی او په یوه جغرافیا کې د قوي دولت جوړول دی او ددې موخې د تر لاسه کولو د پاره یوازینی لاره د شرایطو سره سم د مبارزې مخې ته بیول دي.
ددې اولسونو دښمنان هم دا هڅې کوي چې د پښتنو او بلوڅو هره ټوټه په جدا جدا ډول سره وځپې تر څو په مغزونو کې یې د یووالی خیال پیدا نه شي.
زیاتره پښتانه سیاستوال وایي چې په افغانستان کې په روانه جګړه کې افغانان وژل کیږی . مګر د دې څخه سترګې پټوي چې دا جګړه د ټولو افغانانو په ضد روانه نه ده. دلته هم نړیواله ټولنه، د کابل اداره او طالبان د تاجکانو، هزاره ګانو او د نوروسیمو څخه لرې ګرځي او یوازی دوی پښتنی سیمې د جګړو میدان ګرځوي او د دولت مخالفین هم د پښتنو په سیمو کې جنګیږي چې لدې امله هره ورځ په سلګونو پښتانه وژل کیږي.
زیات شمیر کتونکی په دې باور دي چې د کابل په اداره کې واکمنې ډلې ، د پنجاب استعمار او د تهران لوړتیا غوښتونکي ټول په ګډه د پښتنو د ځپلو ګډ پروګرام لري دې پښتنو ضد تور مثلث که د یوې خوا د پښتنو سیمه د جګړو په ډګر ګرځولي ده نو له بلې خوا دوی په ډيره منظمه توګه د پښتنو د مشرانو د وژلو پروګرام مخې ته بیایي .
د یادولو وړ ده چې په سیمه کې د پنجاب واکمنانو ، ایراني لوړتیا غوښتونکو او د هغوی مزدورو کړیو ډیره خطرناکه لوبه پیل کړی ده دا لوبه کیدای شي یا په لویه نړیوالې جګړې واوړي او یا به د سیمې په سیاسي جغرافیا کې د بدلون سبب شي.
باید یادونه وشي چې په سیمه کې پښتانه یو وجود دی او د دوی برخلیک تل یو و او وي به . اوس مهال په دې سیمه کې پښتانه او بلوڅ ټوټې ټوټې او د دوی غلیمان یو دی نو لدې امله دا د شرایطو غوښتنه ده چې دوی یو له بله د وروری ټینګ لاسونه سره ورکړي.
دا یو واقعیت دې چې ورځ په ورځ د پښتنو سیاسي پوهه لوړیږي او دا ټکی درک کوی چې تر څو چې ټول پښتانه په یوه سیاسي جغرافیا کې سره راټول شوي نه وي تر هغه به دوی د سولی او ارامی مخ ونه ویني. او که سره یو شول بیا دښمنان دا وس نه لري چې د پښتنو په ضد توطیه او دسیسه وکړي.
ددې له پاره چې پښتانه د اوسنی تراژیدی څخه ځان په سلامت سره وباسي اړینه ده چې یو سیاسي مشرتوب رامنځته کړي . داسې مشرتوب چې د پښتون اولس د یووالي د تامین له پاره کار وکړي . دا مرکزیت پښتون اولس د ټولو هغه توطیو او تیریو د شنډولو د پاره رهبري کړي چې د دوی په وړاندې د پنجاب ، تهران او په افغانستان کې د متعصبو کړیو له خوا طرح او عملي کیږي
پښتانه ملي مشرتوب ته اړتیا لري .
ملي مشرتوبونه په طبعي ډول په ټولنه کې را پیدا کیږي د خلکو باور او ملاتړ تر لاسه کوي اوملي مشرتوب روان حالات ، ستونزې په ژوره توګه تحلیل او د کړاونو څخه د راوتلو سمې لازې په ګوته کړی . دا مشرتوبونه یوازې او یوازې اولس او خلکو ته چوپړ وهل خپل ویاړ ګڼي او په دې لازه کې هر راز ستونزې او سرښندنې مني.دا ډول مشرتوبونه د خلکو په زړونو کې ځای نیسي او ملي اتلان ترې جوړیږي.
پښتون اولس یو واحد ملت دی چې د استعماری توطیو له امله په څو برخو ویشل شوی دی او دا ملت د نړی د نورو ملتونو په شان لکه ویتنام ، جرمني ، چین او هانګ کانګ ، یمن او نور ، دا حق لري چې بیرته سره یوځای شي.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي دی کومه مانا نه لري.
باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
پښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.
پښتانه دا حق لري چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي.
پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري .
بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد خپلواک هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري . دا متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران ، پنجاپ او په کابل کې واکمنې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي او په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي .
نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي
ددې له پاره چې د پښتنو داوسني ناورین څخه د ژغورلو له پاره یو پياوړی غورځنګ رامنځته شي اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې ټول هغه اختلافونه چې د پردیو په واسطه د رامنځته شویو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږي له منځه ولاړ شي او یا د دوی تر منځ د قومي توپیرونو او لوړتیا غوښتنو د له منځه وړلو له پاره د خلکو دې ته پام راواړول شي چې ټول د اوسني ناورین د له منځه وړلو د پاره کار وکړي .
له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.
دیو پراخ ملي پښتني غورځنګ ( دبادغیس څخه تر کراچۍ او کشمیر پورې) په پيل کیدو سره په ډيره لږه موده کې دا شووني ده چې پښتون اولس په یوه هیواد کې( چې د پښتنو ټولی سیمې پکې شاملې وي ) سره راټول او د نړی په جغرافیا کې د یوه ځواکمن اولس په توګه راډګر ته شي.
پښتانه د چا حقوق نه تر پښو لاندې کوي خو دا حق لري چې خپل حقوق تر لاسه کړي .
پښتون یو ژوندی اولس دی د دولت د تشکیل کولو وړتیا لری او په سیمه کی د یو ځواکمن په توګه را برسیره کیدو توان په کی شته نو ځکه د پورتنی کرغیړن مثلث ( پنجاپ ، ایران او په کابل حاکمه ډلی ) په سیمه کی د لرغونی هیواد راژوندی کیدو مخه نیولو اجندا لری . ددی له پاره یی په سیمه کی د پښتنو په ضد پراخه جګړه روانه کړی ده د بلخ د چمتال څخه نیولی، تر کندز ، بغلان ، تخار ، وزیرستان ، مومندو ، اورکزیو ، فاریاب ، سوات ، دیر او نورو سیمو کی یی د پښتنو د ځپلو عملیات روان دی او تر اوسه یی په میلیونونو پښتانه وژلی ، په زرګونو کلی او ښارونه یی تباه کړی او دا بهیر روان دی.
خو د #پښتونستان داعیه ورځ په ورځ ځواکمن کیدونکی ده او د هغی ملاتړ زیاتیږي.
اوس د پښتونستان بیرغ د اروپایی ښارونو په واټونو کی راښکاره کیږی د اروپا پارلمان ورته ځانګړي پاملرنه کوی د ملګرو ملتونو د ودانیو مخته د خلکو له خوا رپول کیږی او د ملګرو ملتونو څخه غوښتل کیږی چی د پښتونستان د جوړیدو له پاره غورځنګ په رسمیت وپیژنی.
د پښتونستان په جوړیدو سره د نړی په سیاسی ، اقتصادی او امنیتی معادلاتو کی بدلون را منځته کیږی هغه پښتونستان چی په وچه کی به راګیر نه وي او د ډیرو طبعی منابعو څخه به برخمن وي هغه پښتونستان چی د سیمی په سیاست کی به لومړی خبره همدا هیواد کوي.
باید ووایو چی ازاد پښتونستان هیواد اود اوسنی افغانستان ( د عبدالرحمن میراث) سره نږدی او په یوه کنفدراسیون کی سره یو ځای شی او د فیدریشن د جوړیدو له پاره لاره اواره کړي. چی هغه مهال به ډیورینډ کرغیړنه کرښه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.
پښتونستان ، خوب نه دی . پښتونستان زرګونو کاله تاریخ لري ، اولس لري ، ځمکه لري، دا یو واقعیت دي !