راځی لږ سره وخاندو

Goldad khan 17.6.2019
د نعیمي صاحب سایټ همېش له ګیلو، شخړو، جنجالونو او غمونو خبرې او خپرونې کوي. نو ځکه ما وغوښتل چې ستاسو درنو لوستونکو پام د یوې شېبې له پاره بلې خواته واړوم. لومړی مو پر شنډو باندې موسکه راولم او بیا مو همدغو د سایټ روانو او جارې چارو خواته بوځم.
لکه چې ټولوته پته ده، پخوا وختونه (همدا زموږ د ماشومتوب او تنکیو ځوانیو وختونو پرمهال) په ټوله کې غریبۍ ډېرې زیاتې وې. خو که کله به وچکالۍ راغللې، نو د غریبانو په غریبتوب او شمېرو کې به لا زیاتوالی راغی او ډېری خلک به یې د مړستنو څنډوته ورسول. هغه څه چې ماته همدا د غریبیو اړوند یادیږي، زموږ د سیمې ډېری خلکو به نادر وختونه غوښې او غواړې ډوډۍ خوړلی شولې. زیاترو خلکو به هغه وخت چې د دوی خپله او یا د دوی د خپلوانو او یا ګاونډیانو (ډېوال پردېوال) خلکو کوم څاروی (مېږه، وزه، غوا او نور ورته څاروی) د ناروغتیا او یا کومې بلې پېښې له امله، له مړ کیده څخه د مخه حلال کړو، نو دوی به غوښې پکښې وخوړلې. خلکو چرګې هم ساتلې، خو هغه به یې هم کله کله کوم مېلمه ته حلالولې. څرنګه چې هغه مهال کورنۍ معمولأ ډېرې لويې وې، نو د چرګې څه غوښه به یې چې مېلمه ته ورکړه، د کورنۍ غړوته به نیم نیم ادمکی او یا وزر هم نه رسیده. خو د چرګو په غوښو کې به یې چې شوروا جوړوله، نو د شوروا کټوه او یا دېګ به یې له اوبو ډک کړو او په هغې (په نوم شورا) باندې به د کورنۍ غړو ډوډۍ هم لمده شوله او ټول به خوښ وو. د همغو غریبیو له کبله به خلکو په خیراتونو پسې لېرې ځایونوته مزلونه کول او ورپسې تلل به. خو په ځینو سیمو (خاصه توګه وروسته وختونو) کې د خیراتونو ورکړې هم، لکه پور غوندې شولې. د پور خیرات په دې معنې چې هرچا به چې کوم څوک خپل خیرات ته خبرول، خیرات ته خبر شویو خلکو به هم همغه خلک د کومو چې دوی خیرات خوړلی وه، خپل خیرات ته خبرول او نور څوک به له خیرات خوړلو څخه منع وو. دغې د خیراتونو خوړلو اړوند کوم چا یوه داسې ټوکه (ممکن په څه تفاوت خبره رښتیا وي) جوړه کړي وه:

 وايي، دوه تنه چې د غرونو له کومې درې څخه هوارې سیمې ته په مزدورۍ پسې تللي وو او یو ځای یې د خټګرۍ چاره موندلي او په هغې چارې کې سخت لګیا او مصروف وو. دوی کومه ورځ د مزدورۍ پرمهال، له کوم چا څخه اوریدلي وو چې د دوی د کار له ځایه لېرې، وچ څنار (نوم ما کېښود) کلي کې خیرات دی. دوی چې وچڅنار کلي کې له خیرات څخه خبر شوي، نو پرخپلو خېټو باندې یې لاسونه وهلي او یو له بله سره یې ویلي وو؛ که خدای کول، نن ماښام خو به په مړې ګېډې وریژې او غواړي وخورو. دوی دواړو د خیرات پیلیدو وخت ته ځانونه د چڅنار کلي ته رسولي او د کلي د جوس (خوست کې د کلیو شاوخوا پټیوته جواس وايي) په پټیو کې یوې او بلې خواته سره ګرځي او دا خبرې سره کوي چې د وریژو شخوندونه څرنګه په غواړیو کې ښه ډوب کړي او څرنګه په چل چل غواړي د خپلو شخوندونو جوړولو ځایونو ته ورواړوي، ترڅو نور ورپسې شخوندونه په هغو غواړیو کې وځديي او لا زیات یې غواړ کړي. کله چې د وربلل شویو خلکو جوپې د وچڅنار کلي دروازې خواته ورپیل شوي دي، دوی دواړو هم ځانونه د قلعه دروازې ته رسولي دي. خو هغه ځوانان چې په دروازې کې ظاهرأ د خلکو هرکلي لپاره ولاړ وو، د کوم یو تن پر دوی باندې نظر لګیدلی او له دوی څخه یې پوښتلي دي چې تاسې چېرې روان یاست؟ طبعأ دوی د خیرات خوړلو ورته ویلي وو. خو ځوان ورته ویلي وو، تاسې د ننه نشئ تللی. دوی چې هرڅه د مسافرۍ، مزدورۍ او نور عذرونه ځوان ته وړاندې کړي دي، ځوان د دوی عذرونه نه دي منلي. دوی ناهیلي شوي دي او په څټ روان شوي دي. خو د دوی زړونه همداسې هغو وریژو او غواړیو تخنول او دوی یې قرارته نه پرېښودل. دوی چې د قلعه له دروازې لږ غوندې لېرې شوي دي، د قلعه شاوخوا یې په دې موخې له نظره تېره کړي ده چې که د خیرات ځای ته له کومې بلې لارې څخه ځانونه ورورسولی شي. دا مهال د دوی نظر د قلعه څنګ له دېوال سره، د توت پر یوې ونې خخ شوی دی او سره ویلي یې دي چې د توت په دغې ونې باندې به یو یو تن وخېږو او له دېواله به قلعه ته ورواوړو. لومړی یو تن پردېوال ختلی او بل دې ته انتظار باسي چې هغه د قلعه انګړته د ورکوزیده امکان وګوري. که ممکنه وه او د ده ملګری ورکوز شو، نو بیا به دی هم ونې ته وخیږي او قلعه ته به ورکوز شي. په توت ختلي کس چې دېوال ته کتلي دي، دېوال په نظر ډېر جګ ورغلی دی، نو ځکه یې هڅه کړي ده چې د توت په غوړګې (څانګې) باندې ورو ورو مخ ته ولاړ شي او هغه غوړګه ورو ورو ټیټه شي. کله چې غوړګه دومره ټيټه شوله چې دی پوه شي، نور ټوپ ترې اچولی شي، نو بیا به مځکې ته ټوپ ترې واچوي. تصادفأ د خیرات تربلونه هم همدا د ونې له دېوال سره نیږدې ځاي پرځای او اېښودل شوي وو. د خلکو پېنډې د وریژو او غوړیو پرتربلونو باندې ناستې دي او دی چې لږ پرڅانګې باندې مخ ته تللی دی، څانګه یوناڅاپه پرې ماته شوي ده او مسافر د تربل منځ کې لویدلی دی. په تربل کې رالویدلي مسافرته د خیرات والا کسانو او پر تربلونو باندې ناستو خلکو کنځاوې منځوې کړي او څو تنو ځوانانو نوموړی مسافر څو څپلې او سوکونه هم وهلی دی او بیا یې د قلعه له دروازې ایستلی او شړلی دی. د ده هغې بل ملګري چې د ده لویدل او د خلکو غلمغل اوریدلی، منډې کړي او له قلعه څخه لېرې کوم ځای کې پټ شوی دی. خو کله چې د هغه دا ملګری، د کوم چې کونټی په وریژو خیرن او په غواړیو غوړ دی ورورسیدلی دی، نو تښتیدلی ملګری ورته راپورته شوی او د خپل تربل کې لویدلي ملګري څخه یې پوښتلي دي؛ وریژې او غواړې دې وخوړل او که نه؟ ربړیدلي ملګري یې ځواب ورکړی دی؛ نه، ما  ونخوړل. خو دوی ته مې هم هرڅه ورمړداړ کړل.

کله چې امریکايي پوځونو په ۲۰۰۱ م کال د افغانستان پرخاورې تېری دوکړو، افغانانو له دې کبله چې د شوروي اتحاد له پوځونو سره اوږدو جګړو او ورپسې کورنیو اوږدو جګړو ډېر سخت ځپلي، ژوبل او سخت ستړي کړي وو، نو د دوی پوځونو له راننوتو ته يې په خوښۍ هرکلی ووایه. افغانانو له امریکایانو څخه دا هیلې درلودې چې د دوی پوځونو له راتګ وروسته به په هېواد کې جګړې پای ته ورسیږي او آرامي به راشي. همدا ډول افغانان په دې هیلې وو چې له دې وروسته به یو څه آبادۍ هم راشي. خو حریصو امریکایانو لا دغه تربل نه وخوړلی چې د عراق تربل ته یې وربیړه شوله. د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند جمهور رئیس بوش د افغانستان او عراق پر تربلونو باندې خېټه واچوله. خو کله چې د دموکرات جمهور رئیس اوباما وخت راورسید، نو هغه له ځانه سره وویل چې زه که تورپوټکی هم یم، د دموکرات ګوند مشر او د امریکا جمهور رئیس یم، نو زه له بوش څخه څه کم یم. هغه د خپلې واکمنۍ پرمهال په خپل وار سره بیا د تونس، مصر، لېبیا او سوریا دولتونو پرضد، د نوموړو هېوادونو خلکو منځ کې ګډوډۍ پرلارې واچولې. د لېبیا دولت یې نېغ په نېغه وټکوه او له پښو یې وغورځوه. د سوریې دولت یې د نسکوریدو پولو او څنډوته ورنیږدې کړو. خو د تونس او مصر دولتونو ځانونه له زیاتو او پرلپسې ګډوډیو او بشپړو ماتو بچ کړل. د افغانستان تربل په ګډون، په دغو ټولو نورو تربلونو (لوبو او چارو) کې امریکایانو څه ونخوړل، خو د خپلو پتلونو ګونټي یې خیرن او غوړ او یادو شویو دولتونوته یې هرڅه ورمړداړ کړل.

اوس وختونه ترامپ لګیا دی ایران ته اوبه ورخړوي. څرګنده به شي چې ترامپ به د دغې خیرات له تربل څخه څه وخوړل شي او که د ده به هم د مخکنیو یادو شویو مشرانو غوندې کونټي لمده او خیشته شي، خو څه به ترې ونخوري.

یادونه : – موږ خوستیان د وریژو ډک کنډول او یا ښنک (د لرګي جوړ کنډول) ته چې منځ کې یې خوزۍ وي او هغه د نګه غواړیو او یا شوروا ډکه وي، تربل وایو. پخوا وختونه به د خیرات کنډولونه او ښنک ډېر ستر وو او ګړد چاپېر به یې اووه – اته تنه ځاییدل. پرهغو سترو کنډولونو او ښنکونو باندې به یې د خیرات پرمهال دومرې ډېرې وریژې کېښودلې چې د هغو وریژو سر او خوزیو ته به څلور او پنځه کلن ماشومان نه وررسیدل. سره د دې چې هغه وریژې به د پنځو او شپږو پېنډو (هغه ډله کسان چې د کنډول ګړد چاپېر کېني، موږ پېنډه ورته وایو) بس کیدې، خو کله به چې یوه پېنډه جګیدله، د بلې پېنډې له ناستي د مخه به د خیرات والا کسانو نورې وریژې پر کنډولونو او ښنکونو باندې اېښودلې او غواړي خو به یې هرې پېنډې ته زر زر او څو ځلې ورتازه کول.