طالبان او د شمالټلوالې ستونزه

 

په ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس کې اسلامي جمعیت او نظارشورا چې یونس قانوني يي هغه مهال استازولۍ کوله، د دولتي واک شپېته سلنه ځانته بېله کړه. دوی په لومړي سر کې په شپېته سلنه هم قناعت نه کاوه او د لا ډېرې ونډې چنې يی وهلې. په کنفرانس کې دې ډلګۍ په یو پراخ بنسټه دولت کې نه یوازې په افغانستان کې د نورو لوبېدلو او مطرحو ځواکونو د ګډون مخه ډب کړه، بلکې هغه مهال يي په واک کې د طالبانو مخنیوی هم وکړ.

د بن کنفرانس کې اسلامي جمعیت او نظار شورا ته چې کومه ونډه په دولتي واک کې وړیا بخښښ شوه، د واک هومره زیاته ونډه دوی په ۱۹۹۲ کال کې، افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار په سبوتاژ او کودتا کې هم نه وه ترلاسه کړې.

د کابلښار د اوویا زره بېګنا وکړو په وژلو او د ښار په کنډواله کولو بیا هم افغانانو د دغې خونړۍ او تبهکارې ډلې واکمنۍ ته غاړه کېنښوده او په پای کې طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې دوی له جیحونه ورتېر کړل او د رباني د واکمنۍ تخت لکه د حضرت سلیمان د تخت پشان د اسمان په کنارو او د کوه قاف پر غرونو لالهند په الوت وو او د پښې لګېدو ځای يي نه وو!

خو یوازې د بن کنفرانس وو چې دغې سرګردانې او ماتې شوې ډلې ته يي سا ورکړه او یو ځل بیا يي را ژوندۍ کړه او د افغانانو پر برخلیک يي ورسپره کړه.

د جمعیتي ډلې مشهور سیاسي اماتورعبدالله عبدالله ډېر وختونه امریکایانو ته ویل چې واړه واړه بمونه بسیا نه کوي، پر طالبانو دې غټې غټې! بمونه واچول شي. 52 ــ B الوتکو د جمعیتي پوځي نښه ګرو په خوله، طالبان تر پرلپسې بریدونو لاندې نېول.

د ماسکو په تازه غونډه کې هم د اسلامي جمعیت اجراییه رییس عطا محمد نور طالبانو ته وايی«طالبان نباید افغانستان ته د راتګ فکر وکړي، پښتو نیوز»

همدارنګه د ماسکو د غونډې بله ګډون کوونکي فوزیه کوفي چې جمعیت سره خواخوږي لري، په خپله ټويټرپاڼه طالبانو ته د یوه ګواښ په بڼه لیکي«سوله د طالبانو نظام ته د ورتګ په مانا نه ده او طالبان دې په دې خبره پوه شي، ازادي رایو»

طالبانو سره د اسلامي جمعیت او نظارشورا د داسې دښمنۍ په شالید، دا چې طالبان بیا هم د افغان حکومت پرځای په جمعیت او نظارشورا باور کوي، دوی سره خبرو ته حاضریږي، د دوی په غوښتنه ماسکو کې ورسره ګوري، هلته یوځای هوټلونو کې اوسیږي، په یوه دسترخوان ډوډۍ او نور څه څه سره خوري، څښي او تر سره کوي؛ یوخوا افغانانو ته د حیرانتیاوړ اوبلخوا معجزه ګڼل کیږي.

طالبان د شوروي اتحاد د پخواني مشر ولادې میرلنین تر سیوري لاندې د جهاد او مقاومت د ټیکدار اسلامي جمعیت سره ماسکو کې ویني، خو د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت سره مکه مکرمه کې لېدو ته چمتو نه دي.

دلته خامخا دا دوه پوښتنې رامنځته کیږي؛ لومړي دا، طالبان چې د حکومت په وړاندې وسله په لاس جنګیږي او اسلامي جمعیت چې حکومت کې دننه اختلافاتو ته لمن وهي او سبوتاژ کوي، دواړه له یوه ځایه سرچینه اخلي او دواړه د هېواد د ملي ګټو پر وړاندې د نورو هېوادو په تېره بیا د پاکستان او روسيي د ګټو لپاره سره یو شوي دي.

بله دا چې افغان حکومت طالبانو ته وايي، د افغانستان په هر ځای کې چې دفتر غواړۍ؛ ننګرهار وي، کابل وي، کندهار او یا بل هرځای وي؛ ځای غوره کړۍ او دفتر پرانیزۍ.

همدارنګه د مکې مکرمې په ګډون هرځای چې غواړۍ افغان حکومت درسره بې قیدو شرطه خبرو ته چمتو دی. په دولتي واک کې چې څونه ونډه مو رسیږي؛ درکول کیږي، دولت يي ذمه واري پر غاړه اخلي، بیا جګړه د څه لپاره؟

دولت تل خپل چمتووالی ښودلی چې د اوربند او دایمي سولې په موخه، طالب بندیان خوشي کړي. دا او په لسګونو نورې غوښتنې یوازې دولت ترسره کولای شي. اسلامي جمعیت او په دولت کې دننه نور مخالفین د یادو غوښتنو د یوې غوښتنې د ورکړې واک او اختیار نه لري.

طالبان د دې پرځای چې ماسکو، اسلام اباد او یا د افغانستان په نورو بدخوا پلازمېنو کې د بېواکه او د ټولنې منفورو ډلو سره کښیني او له هغوی په واک کې د ګډون خیرات وغواړي، ولې نیغ په نیغه خپل دولت سره نه کښیني.

د هېواد ملي ګټې او د ټولو په سر کې سوله او امنیت دا اړتیا رامنځته کوي چې طالبان دې د اسلامي جمعیت او نظارشورا پرځای، د افغان حکومت په څنګ کې ودریږي.

دا فرصتونه مخ په تېرېدو دي. که طالبان له وخته ګټه پورته نه کړي؛ خپله هم شر، فساد او جګړې ته ادامه ورکړي او بلخوا په کور دننه د شراو فساد د نورو ډلو لکه اسلامي جمعیت سره هم یوځای شي، نه یوازې دا چې سخته ماتې به وخوري، بلکې د تاریخ مختورن به پاتي شي!

د ۲۰۱۹ کال د مۍ ۳۰ مه

سرلوڅ مرادزی