خواخوږي او خذمت

 13.5.2019Goldad khan
ما دغه لاندې لیکنه د نورالحق ن. څلي مضمون لوستلو وروسته، سمدستي پیل او په څو ورځو کې مې دغې اوسني برید ته ورسوله. خو نعیمي صاحب د هغې مهربانۍ له مخې چې پرما یې لري، زما د مخکینۍ لیکنې څخه د لغماني او شیطان د تننم سندره جوړه کړه. ده له یوې خوا څخه زما د لیکنو نیم مخ اېله زما په انځور نیولی دی او له بلې خوا یې زما دغه لیکنه په وړو وړو برخو کې خپروله.
دا د ده محبت چې خپل سایټ کې هره ورځ زما دومره ستر انځور لوستونکو ته ورښئي. خو زه په دغسې چارو باندې یوڅه ځورېږم. لکه چې اشاره مې وکړه، په دغې سایټ کې زما هغې مخکینۍ لیکنې یوڅه ډېر وخت ونیولو، نو ځکه ما نعیمي صاحب ته د دغې لاندې لیکنې ورلېږل هم وځنډول. اوس دا تاسې او دا زما لیکنه.

دوې ورځې د مخه مې د درنه لیکوال نورالحق ن. څلي«د سټاکهولم سندرم څه ډول رواني ناروغي ده؟» عنوان لاندې لیکنه د نعیمي سایټ کې په سترګو شوه. د هغه دا لیکنه ماته په زړه پورې وه، خو باید ووایم چې لنډه غوندې وه. زه د څلي صاحب دغې په زړه پورې لنډې لیکنې وتخنولم او اړینه راته وبرېشیده چې د هغه دا «د سټاکهولم سندرم …» غوندې خبرې، کومې چې یرغمل شوي خلک د یرغمل کوونکو په لومو کې لویدلو وروسته، له هغو سره څرنګه خواحوږۍ پیدا کوي او د هغوی خذمت او ملاتړته ملاوې تړي، یو څه غوندې ډېرې راسپڼم او د سټاکهولم سندرم خبرې ته ورته د ځینو نورو خبرو او کړنو مخونه هم یو څه غوندې ورسره بیان کړم. په بل عبارت، د څلي صاحب څلي («د سټاکهولم سندرم …») پرسر باندې هم څو نورې پسخې کېږدم او هم یې لږ نور ورنګوم.

د دغو خبرو پیل کې دا یادونه اړینه ګڼم چې د انسانانو سره د لوږو او غریبیو په وختونو، د ناروغیو او دردونو په وختونو او ورته نورو درنو ستونزو په وختونو کې مرستې کول، همدا ډول د زورونو، زیاتیو او مرګونو لاندې کسانو سره هغه ډول مرستې کول چې هغوی له همغو مرګونو پېښو څخه وژغورل شي او یا هم هغه کوم کسان چې د زیاتو پیسو او شتمنیو وږي وي له هغو سره د شتمنیو پیدا مولو په لارو – چارو برابرولو کې مرستې کول او هغوی چې د واکونو تږي وي د هغو واکونوته رسولو کې مرستې کول او ورته نورو چارو کې مرستې او لاس نیوي کول، زیاتره دا یاد شوي کسان د احسانونو لاندې راوستل کیږي او د مرستو برابر کونکو خذمت کولوته چمتو کیږي. له دغو خبرو څخه، څو یې لاندې رااخلم او لږه غوندې نوره رڼا پرې اچوم.

الف – دا خبره ټولوته څرګنده ده چې خلک د هر زور او زیاتي پرمهال، په تېره د مرګ تهدید پرمهال، د ترحم کولو سخت تږي وي. که له دغو زرونو، زیاتیو او مرګونو تهدیدونو لاندې خلکو سره د هغوې د تهدیدولو پرمهال هرڅوک او په تېره خپله تهدید کوونکی کسان د پخواني زیاتي او تهدید پرځای، بېرته خواخوږي وښئي او له سرونو یې لاس اوچت کړي، دوی یې منندویه کیږي. په دغې د زیاتي او تهدیدونو لاندې راوستلو او یرغمل کولو کسانو ډلې کې، د ډول ډول موخو له پاره تهدید شوي او تهیدیدونکي، یرغمل شوي او یرغمل کیدونکي کسان راځي. یرغمل نیول د اقصتادي موخو (له بانکونو، موزیمونو او ورته ځایونو څخه پیسې او قیمتي شیانو غله کولو او په زور لوټلو) او یا سیاسي موخو ( په واکمنو باندې د خپلو بندیانو خلاصولو او یا د کومې سیاسي ډلګۍ له خوا د خپلو ځینو موخو او خبرو منلو او ورته نورو چارو) له پاره سرته کیږي. د یرغمل نیولو په ټولو موخو کې لږې او یا ډېرې د یرغمل نیول شویو کسانو، د سرونو خطرې نغښتي دي. نو که یرغمل کوونکي، د یرغمل نیول شويو کسانو له سرونو څخه، د سرونو بایللو خطرې او نور خطرناک جسمي او روحي تهدیدونه لېرې کوي او لاس ترې اخلي، هغوی د یرغمل نیوونکو منندویه کیږي. دا د انسانانو (حتا ډېریو ژوو) طبېعي خواص دي چې احسان منونکي او تر خپله واسه د احسان ځواب، په احسان ځواب ورکوونکي دي. د سټاکهولم بانک چارواکو یرغمل نیول او په وروسته کې د هغوی له یرغمل نیوونکو سره خواخوږي پیدا کیده خبره، یوه له دغو خبرو څخه ده چې محترم څلي صاحب څه د پاسه پنځوس کاله وروسته رابرسېره کړي ده. خو دغه ډول خواخوږۍ، لکه چې څلي صاحب هم اشاره ورته کړي ده، یو شمېر یې اوږد مهاله خواخوږۍ نه دي.

ب – په مخامخ جګړو کې نیول شویو بندیانو سره له څه دردولو او ځورولو وروسته، په بندیخانو کې مرستې کول هم، هغوی د دښمن (جګړې مقابل) لورته وراړولی شي. ځکه دا هم همغه د انساني عاطفې خبره ده. د جګړو هر لوري استخبارات دغه ډول چارې چې د مقابل لوري بندیان په خپلو استخباراتي کړیو کې راولي، سرته کوي. ځکه دغه چارې د هغوی په ګټې دي او په لازمو وختونو کې له هغوی څخه د مقابل لوري صفونو کې په خپلو ګټو کار اخلي.

په دغو چارو کې داسې خبرې هم شاملې دي چې د یو هېواد د ننه، د هغه دولت استخبارات غواړي چې د کومې ډلې او یا کومې کمپنۍ اړوند ژور پټ معلومات ترلاسه کړي، خو د دغو چارو سرته کولو له پاره خپل کسان د هغوی لیکوته نه شي ورننه ایستلی، نو بیا هڅې کوي چې د هغوی له د ننه څخه کوم څوک په مالي او نورو ډولونو تطمیع کولو، خواخوږیو او ښو رویو ځانوته ورنیږدې (جذب) او کار ترې واخلي. خو که په تطمیع کولو، خواخوږیو او ورته نورو طریقو او وسیلو د نوموړو ډلګیو او کمپنیو له منځه څوک ونه مومي، بیا د هغوی ځینو نظر لاندې کسانوته دسیسې او توطئې جوړوي او هغوی د د سیسو له لارو د څارنوالو او قاضیانو له پوښتنو سره مخ کوي. کله چې دوی د هغوی له منځه کوم څوک په توطئیو کې ګیر کړي، دوی بیا له هغو توطئیو کې ګیرو کسانو (هغوی که په بندیخانو کې اچوال شوي اوسي او یا په خپل کورونو کې اوسیږي)، سره د پوښتنو ـ ګروېږنو او تحقیقونو پرمهال، په محکمو کې مرستې کوي او هغوی د خپلو احسانونو لاندې راولي. استخبارات د دغو ډولو خواخوږیو په لارو او طریقو هم یو شمېر هغه کسان چې په فکري او ذهني لحاظ کمزوري وي، د خپلو پټو اجنټانو احسانونو د جذبو لاندې راولي او خپلو لومو کې اچوي او استخداموي یې. په رښتینو خبرو باندې جوړو شویو فیلمونو کې دغه د یرغمل نیول شویو کسانو له یرغمل نیوونکو سره او یا برعکس د یرغمل نیوونکو له یرغمل شویو سره او یا هم د دواړو خواو د خواخوږیو پیدا کیده خبرې ډېرې دي. همدا ډول، دغه د استخباراتو له خوا د توطئیو او بیا په توطئیو کې د ګیرو کسانو استخباراتي او اجنټوري چاروته جذبولو خبرې هم ډېرې دي.

ج – ایدیالوژیکې (سیاسي او مذهبي) ډلې جوړول هم دغو نورو جذباتو پیدا کولو او د ډلو جوړونکو له خوا څخه د خلکو ټولیو، د ځانونو پرلور ورماتولوته یو څه غوندې ورته چارې دي، خو د احساسونو ورپیدا کولو په جامو او جذبو کې. سیاسي ډلې او ګوندونه او همدا ډول مذهبي ډلې، دواړه اوږده  طیفونه لري چې ډول ډول غوښتنې او کړنې په بر کې نیسي. زه دغه د ایدیالوژیکو (سیاسي او مذهبي) ډلو طیفونه نه راسپڼم، ځکه دغه طیفونه د دې ډول لیکنو له پولو پولو او بریدونو وتلي (ستر او پراخ) دي.

دغه د ایدیالوژیکو ډلو سازمانوونکي او مشران هم یو شمېر خلک د خپلو موخو له پاره، د خپلو تبلیغونو د اغېزو لاندې راولي او د تبلیغونو له لارو یې خپل لور(خپلې ډلو او خپلو موخو) ته ورجذبوي. لکه چې لیدل شوي او لیدل کیږي، دغو ایدیالوژیکو ډلوته ورجذبیدونکي کسان، د خپلو ډلو مشرانو ټولې خبرې په پټو سترګو ( له سمو او ژورو شننو او سنجونو پرته) مني او په سر او مال ملاتړ ترې کوي.

هو! لکه چې ټول پوهیږو، انسان د ټولو ژوو منځ کې، هغه ژوی دی چې د هر ډول روزنې لاندې راتللی شي او هرڅه له نورو ژوو څخه زر او ښه زده کولی شي. د انسانانو له دغو خواصو څخه یو شمېر هوښیار او ځیرک خلک، په خپلو ډول ډول تبلیغونو د زرونو، لکونو او حتا په ځینو حالتونو (موخه مذهبونه دي) کې د ملیونونو او په سوونو ملیونو خلکو روح او روان ته تغیر ورکولی شي او هغوی خپل لورته ورجذبولی شي.

د – د چارو (کارځایونو) ورکول هم یو ډول مادي مرستې ګڼلی شو. او همدا د چارځایونو ورپیدا کولو او برابرولو له لارو جذب هم یو ډول رواني جذب بللی شو. دغه طریقه معمولأ استخبارات کاروي. خو یادونه باید وشي چې دغه د مادي مرستو طریقه یو شمېر لوی او واړه پانګوالان هم د خپلو موخو له پاره کاروي. دوی د مادي آسانتیاو په برابرولو او د پیسو په ورکړو سره یو شمېر کسان جذب او استخداموي او له هغوی څخه د خپلو ګټو او شتمنیو ساتلو په موخو، د باڼدونو او نورو ډولونو ټولګیو کارونه اخلي. په دغې ډول ډلو کې د مافیه ډله له ټولو ډلو ستره، غښتلي او وتلي ډله ده، کومه چې د خپلو موخو له پاره، هر چېرې (د نړۍ په هرکونج کې) خپل زور کارولی شي.

دلته له دغو پاس خبرو سره تړلي، د یوې بلې خبرې یادونه هم کوم. سره له دې چې پوهېږم زما دغه خبره به د یو شمېر شنونکو خوښه نشي. خو زه به خپل نظر ولیکم او بیا چې هرچا څه ویل، هغه به د هغوی نظر اوسي. زما دا وروستۍ خبره دا ده؛ یو موټی ترټولو غټو پانګوالانو د دولتونو وږي (واکونه)هم په نېغه او یا غیرمستقیم ډول خپلو لاسونو کې نیولي دي. دغو پانګوالانو دولتي او د ځانګړو مهمو مؤسسو داسې قوانین جوړ کړي دي چې د دوی پانګې او ګټې بشپړې پکښې خوندي دي. همدا غټ پانګولان دي چې د دولت او غټو مؤسسو لوړپوړي چارواکي (ولو که دوی هربل نوم ورکړي) غوره او پرمهمو څوکیو ټاکي او کښېنوي. نو ځکه نوموړي لوړپوړي چارواکي د همغو پانګولانو منندویه او د هغوی له خوښو او غوښتنو سره سم، پر ګڼو ولسونو باندې هغه یوطرفه قوانین پلي کوي. د غټو پانګوالانو دغه چارې هم د یو شمېر کسانو، د احسانونو لاندې راوستل (د پیسو او ګټو ورکړو یرغمل کیدل) او د هغوی له وجود څخه د ګټو پورته کول بللی شو. نوموړي لوړپوړي دولتي چارواکي، نه یوازې د هېواد پرپوړ د غټو پانګوالانو ګټې ساتي، بلکې د نړۍ په کچې د هغوی پرګټو پام ساتي، د هغوی ګټې سمبالوي او خوندي کوي. د بېلګې په توګه، د امریکا متحدو ایالتونو لوړپوړي دولتي چارواکي او واکمن، یا د امریکا د تېلو غټو کمپنیو ګټو، یا هم د وسلو جوړولو غټو کمپنیو ګټو او یا هم د دغو دواړو غټو کمپنیو ګټو لاس ته وروړلو په موخو، د نړۍ په بېلو بېلو سیمو کې ګډوډۍ جوړوي او ځینې وختونه حتا خپله نېغ په نېغه جګړې سرته کوي.

زه به په دې موخې چې دغه پاس بېلګه لږ غوندې نوره هم روښانه کړم، د محترم ډاکتر صاحب احمد ویس وردګ د ۳۰ / ۳ / ۲۰۱۹ نېټې له مقالې (دا مهال چې زه څه ترې رااخلم د مقالې لومړنۍ برخه د نعیمي سایټ کې خپره شوي ده) څخه یو مهم او لنډ مطلب راواخلم. هغه لیکي چې انګرېزانو د نړۍ بېلو هېوادونو لاندې کولو او مستعمره جوړولو چارو د څېړلو په موخو، د « ایسټ انډیا کمپنۍ » په نوم څېړنیز شرکت درلود. د دغې شرکت سیاسي څېړونکو به د بېلو سیمو هېوادونو اړوند څېړنې کولې او هغه څېړنې به یې د دولتي واکمنو په اختیار کې ورکولې. دولتي واکمنو به د هغو څېړنو په رڼا کې د هېوادونو لاندې کولو پرېکړې کولې او د خپلو پرېکړو عملي پلانونه به یې جوړول او هغه به یې عملي کول. دی وایي، د امریکا په متحدو ایالتونو کې همدا اوس د « رانډ » په نوم څېړنیز شرکت شتون لري. د امریکا د دغې شرکت سیاسي څېړونکي، د نړۍ د بېلو بېلو سیمو په هېوادونو کې د امریکا په ګټې د کودتاګانو سرته کولو پرچارو، د هېوادونو د وېشلو او تجزیه کولو پرچارو او یا هم نېغ په نېغه د امریکا پوځي تېريو اړوند چارو باندې څېړنې کوي او دغه څېړنې د خپل هېواد دولتي واکمنو ته وړاندې کوي. دولتي واکمن د راند څېړونکو څېړنو په رڼا کې، د اړوندو دولتونو په باب خپل عملي پلانونه جوړوي او سرته کوي.

طبعأ، په هر بل هېواد کې د هر ډول نا آرامیو جوړولو له پاره، د نوموړي هېواد له د ننه څخه یو شمېر داسې کسان چې ټاکل شوی وری (بار) وړلی شي، په کار دي. نو د دې له پاره چې ستر او زورور دولتونه په وړو او کمزورو هېوادونو کې د خپلو موخو له پاره ګډوډۍ جوړې کړي، لومړی په همغو نظر لاندې هېوادونو کې د داسې کسانو لټون کوي چې هم د پیسو او مقامونو وږي وي او هم د ګډوډیو جوړولو امکانات پکښې لیدل کیږي. د زورورو دولتونو استخبارات دغه کسان مومي، هغوی په پیسو او مقامونو ورکړو تطمیع او لاسپوڅي کوي او ورپسې د خپلو موخو پرلور نور ګامونه اوچتوي. د همدغو وروستیو خبرو اړوند، زه یوازې په افغانستان کې د دغو ډولو پېښو، هغه هم د شلمې پېړۍ له دېرشمو کلونو څخه بیا تر نن پورې ځغلنده یادونه کوم.

لکه چې د افغانستان تاریخ ښئي، د سقاو زوی حبیب الله کلکاني انګرېزانو واک ته ورسوه او د هغه واکمنۍ پرمهال، د هېواد په هرې سیمې کې د قبیلو او قومونو ترمنځ کورنۍ جګړې ونښتې. د شلمې پېړۍ په اتیایمو کلونو کې شورویانو هم د خپلو پوځونو راننه ایستلو له پاره، لومړی زموږ له د ننه څخه ځان ته لاره جوړه کړه او بیا یې خپل پوځونه راننه ایستل. د شوروي پوځونو له وتلو وروسته زموږ کورنۍ جګړه هم بهرنیانو د خپلو موخو له پاره تمویلوله او تازه ساتله. امریکایانو هم افغانستان ته د خپل پوځ لېږلو وړ فضا جوړه کړه. دوی لومړی له ځانه سره د شمال ټلواله یوځای کړه او بیا یې پوځي یرغل وکړو. دوی او ملاتړي یې هم لکه د شورویانو غوندې، همدا اوس له دواړو خواو افغانان سره جنګوي.

داسې برېښي چې دغه د تېري ـ زیاتي چارې، د انسانانو په طبیعیت کې نغښتي دي. ځکه، له هغه مهاله چې انسانان د مځکې پرمخ پیدا شوي دي، هر زورور کس او هرې زورورې ډلګۍ او ډلې، د نورو کمزورو کسانو حقونه په چلول، زور او زبردستۍ لاندې کړي دي. د زمانې په تېریدو سره چې انسانانو د نورو حقونو لاندې کولو په موخو وسلې جوړې او هغو ته وده ورکړه، د نورو خلکو حقونو لاندې کولو اندازې یې هم زیاتې شوي او تر نننیو بریدونو راورسیدلې. په نیږدې راتلونکي کې چې د ځینو قدرتمندو دولتونو له خوا، د مځکې له کرې څخه بهرنۍ فضاته تباه کوونکي وسلې نقل او هلته ځای پرځای شي، نو هردولت چې دغه کار زر وکړي او هردولت چې په دغې کار کې زورور وخوت، یا به هغه دولت د مځکې د ټولې کرې واکمن او نور خلک غلامان جوړیږي او یا به د زورورو ترمنځ ټکرونو له امله، د مځکې په کرې کې ژوند (په خاص توګه د ژوو ژوند چې موږ انسانان یې برخه یو) پای مومي. که څه هم، همدا اوس چې تباه کوونکي وسلې لا بهرنۍ فضا ته وړل شوي هم نه دي، د مځکې کره د تباهۍ کندې پرغاړې ولاړه ده.

                  د لیکنې پای، خو د نړۍ دې خدای پاک نه پای کوي.