د پښـــتون ژغورني د غورځنګ قانوني مبارزه او د پوځـــي مقتدر استبلشمنټ لخوا ” غـــــدارنـــامه ” :

 

لومړي : د پښتون تحفظ موومنټ [ پ ټ ام ]

فعاليتونو ته لنډه کتنه :

پاکستاني پوځي استبلشمنټ او استخباراتو په کلونو کلونو او په تيره بيا په ۲۰۰۳ زيږديز کال په قبايلي سيمو ، سوات او وزيريستان کي د بهرني بادارانو او امريکا د خوښحالولو او رضايت لپاره ، د هغوي په گرين سيګنال ، د ضرب عضب ، راه راست ، ردالفساد ، راه نجات ، زلزله … په نومونو پوځي عمليات وکړل ، په دغو عملياتو کي د پاکستان هوائي ځواکونو هم ګډون درلود او په بي گناه خلکو به ئي بمونه غورځول ، بي پيلوټه ډرون طيارو به هم اهداف په نښه کول ، د پاکستان د پوځي ـ ملکي حاکم اشرافيت موخي په قبايلي پټاره کي خپل سوق الجيش تسلط ټينګول او د ډيورند د تحميلي کرښي په شاوخوا سيمو د کنټرول او لاندي کولو لپاره وو ، همدارنګه پوځي واکمنو هڅي کولي ترڅو د عملياتو او بمباريو په نتيجه کي د سيمي خلک د خپلو کورونو پريښولو ته مجبوره شي او د غيرسکنه کولو پاليسي عملي سي او بيا د پوځ پراکسي او ګـــووډ طالبان ځاي په ځاي شي ، څرګنده ده چي د پوځي او هوائي عملياتو په نتيجه کي بي ګناه خلکو تلفات وليدل ، په وزيريستان او نورو قبايلي سيمو کي د ظلمونو او مرګونو لړۍ پيل شوي ، داسي مرګونه چي د قتل شوو نارينه ، ښځينه او ماشومانو جسدونه به په ورځو ورځو پراته وو ، د ژوند او مرګ فرق ختم شو ، خلکو به په ډله ايزه توګه دعاګاني کولي چي يا خدايه قيامت راولي ، دغي ظالمانه وضعي په لکونو خلک خپلو کورونو پريښولو ته اړ ايستل ، ډير کورونه د بمونو غورځولو له امله وران شول ، په لکونو خلک افغانستان او يا په داخل د پاکستان کي ئي کډي وکړي ، له هغي جملي څخه د [ پ ټ ام ] د مشر منظور پښتين ، علي وزير او په لسګونو زره کورنۍ له وزيريستان څخه ديره اسمعيل خان او يا نورو سيمو ته ووتي ، کورونه ئي هم وران او هرڅه ئي له لاسه ورکړل ، په داسي کړکيچنو شرايطو کي په ۲۰۱۴ع کال کي د محسودو تحفظ موومنټ د منظور پښتين لخوا منځ ته راغي ، دوي به د پاکستان د پوځ او استخباراتو د عملياتو او ظالمانه پاليسيو په ضد مظاهري کولي ، منظوراحمد پښتين چي په ۲۵ اکتوبر ، ۱۹۹۲ع کال په جنوبي وزيريستان د عبدالودود محسود په کور کي پيدا او پلار ئي په کلي کي د ښوونکي وظيفه لرله ، هغه د ابتدائي تعليم وروسته د بنو په ارمي پبليک سکول کي ثانوي تعليم پاي ته ورساوه او په ديره اسمعيل خان ګــومل پوهنتون کي ئي د ويترينري په رشته کي ډاکتري ترلاسه کړه ،  نوموړي په ۲۰۱۰ع کي د قبايلي محصيلينو د اتحادئي مشر وو ، او په ۲۰۱۴ع کي د محسود تحفظ تحريک وروسته خصوصآ هغه وخت چي په کراچۍ کي د پوليسو د افسر راو انور په مشرۍ گستاپو پوليسو نقيب الله مسيد ( محسود ) او نور ملګري ئي په غيرقانوني او بي رحمانه ډول ووژل ، د پنجابي حاکم اشرافيت او استبداد په ضد د نوموړي غورځنګ مبارزي ګړندۍ او نوي بڼه ئي غوره کړه او محسود تحفظ غورځنګ په پښتون تحفظ موومنټ [ پ ټ ام ] يا پښتون ژغورني په غورځنګ ونومول شو ،

د پښتون مدني خوځښت مشر منظوراحمد پښتين او د رهبرۍ نور غړي ئي ، محسن داوړ ، ډاکتر سيدعلم محسود ، علي وزير ، ثناء اعجاز ، ګلالۍ اسمعيل ، اياز جوګيزي ، مرحوم پروفيسور ابراهيم ارمان لوڼي ، خان زمان کاکړ ، وړانګه لوڼۍ او … دي ، په کراچۍ کي د نقيب الله محسود او ملګرو قتل د [ پ ټ ام ] رهبري او غړي داسي تحريک کړل لکه چي په اور تيل واچوي او بي له ځنډه ئي د لانگ مارچ تصميم ونيو ، د پښتون ژغورني د غورځنګ لانگ مارچ په ۲۰ نفرو په ۲۶ جنوري ، ۲۰۱۸ع له ديره اسمعيل خان څخه پيل شو د لاري په اوږدو کي زيات خلک ورسره يوځاي او په ۲۸ د جنوري ، پيښور ته ورسيدل ، بيا له پيښوره د اسلام اباد په لور روان شول چي په اول د فبروري ۲۰۱۸ع اسلام اباد ته ورسيدل او هلته ئي د خپلو قانوني او روا غوښتنو لپاره ( پرلت ) پلتۍ ووهلي چي لس ورځي ئي دوام وکړ ،

د [ پ ټ ام ] پنځه مطالبات :

۱>> د نقيب الله مسيد قاتل ونيول شي او په عدالت کي دي محاکمه شي .

۲>> په لس ګونو زره هغه خلک چي د پوځ ، استخباراتو او د دوي د مليشو لخوا په غيرقانوني او جبرآ تښتول شوي او لادرکه دي د هغوي سرنوشت دي معلوم شي .

۳>> د ماوراي عدالت وژنو لپاره دي يو عدالتي کميسيون جوړ شي .

۴>> د خلکو په تګ راتګ دي کرفيو يا ګرځبنديز ليري شي .

۵>> د پوځ او د هغوي د پراکسي لخوا په وزيريستان او نورو قبايلي سيمو کي ماينونه نصب کړي ، دا ټول بايد پاک شي .

له پورته پنځو غوښتنو له جملي څخه يواځي په ۵ مي غوښتني ليږ کار سوي ، نوري ټولي غوښتني نه دي عملي سوي ، د يادولو وړ ده چي د اسلام اباد په لس ورځني پرلت کي په زرګونو خلکو ګډون کړي وو او د ځينو سياسي ګوندونو رهبرانو لکه ، محمود خان اڅکزي ، اسفنديار ولي ، مولانا فضل الرحمن ، عمران خان ، د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون مشري ارواښادي عاصمه جهانګير او نورو په دغه پرلت کي د [ پ ټ ام ] د غوشتنو په پلوي ويناوي هم کړي وي ، پرلت وروسته له لسو ورځو ځکه پاي ته ورسيد چي د پښتون ژغورني غورځنګ استازو ته چي د پاکستان مسلم ليګ نواز د ګوند صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره ئي د مطالباتو په اړوند مذاکرات کول او هغوي د عملي کولو ژمنه وکړه .

د پښتون ژغورني غورځنګ د رهبرۍ او غړو لخوا په پيښور ، کوئټه ، لاهور ، کراچۍ ، باجوړ ، سوات ، شمالي وزيريستان کي لاريونونه او ولسي غونډي شوي چي په لس ګونو زرو نارينه وو ، ښځينه وو ، د بيلابيلو ګوندونو ، مدني او ادبي ټولنو غړو پکي ګډون کړي ، خو د افسوس ځاي دي چي د پاکستان ميډيا د پوځ په اشاره د [ پ ټ ام ] د فعاليتونو او لاريونونو په هکله نشرات نه کوي او د بليک اوټ پاليسي ئي اختيار کړي ، له نيکه مرغه د نوموړي غورځنګ فعاليتونو ته د ټولنيزو رسنيو او بهرنۍ ډله ايزي رسنۍ په پراخه اندازه نشر ته سپاري ،

د پاکستان حاکمه بيروکراسي ، پوځ او استخبارات د [ پ ټ ام ] په رهبرۍ اتهام لګوي چي دوي د افغانستان او هند د استخباراتو څخه د جلسو د دايرولو لپاره فنډ ( پيسي ) اخلي ، دا اتهام له پيل څخه تر اوسه په دوي د پوځ د وياند بريدجنرال اصف غفور ، او د ځمکنيو پوځونو د لوي درستيز جنرال قمرباجوه لخوا هم شوي او حتي دوي ته ئي د غدار خطاب کړي چي د منظور پښتين ، او نورو رهبرانو لخوا رد سوي او د سپيناوي غوښتنه ئي کړي ، د پښتون ژغورني د غورځنګ رهبرۍ ورته اعلان کړي چي موږ احتساب ته هروخت تيار يو ، ولي له تاسو هم د احتساب غوښتونکي يو .

د پ ټ ام ، د عدم تشدد مبارزه ، د پوځي وياند بريدجنرال اصف غفور او جنرال باجوه پوچ اتهامات ، د پ ټ ام د رهبرۍ ځوابونه او په نوموړي نهضت پوري اړوند مطالب … دوام لري