پرافغانستان د امریکایي پوځيانو تېری او حالات

27.4.2019Goldad khan
اوومه برخه
د امریکا متحدو ایالتونو دولت چې د شوروي اتحاد امپراتورۍ له ړنګیده وروسته د نړۍ یوازینی او یکتاز قوت شو، دا هڅې پیل کړې چې که خپل دغه دریځ (یکتازیتوب) دایمي کولی نشي، نو لږ تر لږه یوه پېړۍ خو یې اوږد کړي. دوی د دغې موخې عملي کولو لپاره داسې وپتییله
چې د نړۍ بېلو برخو کې پر شتو پوځي اډو برسېره، په افغانستان او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو کې هم پوځي اډې جوړې کړي. دا چې دوی ولې د خپلو نویو پوځي اډو جوړولو لپاره لومړی ځای افغانستان خوښ او غوره وګڼلو؛ زما په غالب ګمان علت یې دا وه چې افغانستان په داسې جیوپولیتیک موقعیت کې پروت هېواد دی چې د فارس خلیج او ایران هېواد (دوی د ایران اخوندي دولت خپل دښمن ګڼلو او ګڼي)، د هند سمندر او د هند لویې وچې هېوادونه، د چین هېواد، د منځینۍ آسیا هېوادونه او د کسپیین بحیره ( د کسپیین بحیرې د غازو سرچینې د دوی یوه غټه موخه وه او ده) او د فدراتیفې روسیې هېواد پروت دی. د دغو خبرو ترڅنګ باید ووایم چې د امریکا دولت، دا د یوویشتمې پېړۍ غټ نړیوال زبرځواک، لومړنی دولت نه دی چې د خپلو پوځونو پرځای کولو لپاره یې تر ټولو لومړی افغانستان غوره کړو، بلکې لکه چې زموږ د پېړیو تاریخ شاهد دی، د افغانستان دغې جغرافیي موقعیت د تاریخ په اوږدو کې همېشه د نړۍ زبرځواکونو پام ځان ته اړولی دی او په وړ وختونو کې یې دغې خواته غوټې وهلي دي. په دغې یوویشتمې پېړۍ کې چې تخنیک (په تېره جنګي تخنیک) ډېره وده کړي او لا په چټکۍ سره وده کوي، افغانستان ته د امریکایانو پام ممکن د دې هېواد پردغې جیوپولیتیک موقعیت برسېره، د افغانستان غرونو لاندې کاني زېرمو او په تېره یورانیمو او نورو ورته قیمتي کاني توکو هم اړولی اوسي. نو ځکه دوی دا غوره ګڼلي اوسي چې د نړۍ له نورو ټولو ارزښتناکو سیمو لاندې کولو څخه د مخه، افغانستان اشغال او د یوویشتمې پېړۍ لومړنۍ نظامي اډې همدلته جوړې کړي.

امریکایانو د افغانستان اشغال لپاره، د اٌسما بن لادن له لوریه، د ۲۰۰۱ کال سپټمبر میاشتې ۱۱ نېټې، د نیویارک سوداګریزو ماڼیو ړنګولو* کار پلمه وګرځوه او په همدې پلمې یې د دوه زره یوویشتم کال اکتوبر میاشتې په اوومې نېټې (۷/۱۰/۲۰۰۱)، د انګلاسکسون (برېټانیه، کاناډا او استرالیا) دولتونو په ملتیا د خاص پوځ قطعې افغانستان ته ننه ایستلې او هوائي بریدونه او د هند له سمندره د راکټونو ویشتل پیل کړل. امریکا استخباراتو مخکې له مخې د افغان شمال ټلوالې سره هم ګوتې پټې کړي وې او د شمال ټلوالې ملېشو ډلګیو سره یوځای طالب جنګیالو په ماتولو پسې تلل.

*یادونه: د امریکا له لوړوپوړو دولتي کسانو پرته، نور ګڼ شمېر امریکایان (نوره نړۍ خو لا پرېږده) دا نه مني چې د هغو ماڼیو ړنګول، د بن لادن القاعدې ډلې غوندې، کمزوري ډلې کار وه. دا چې د هغو ماڼیو ړنګیدل او هغو ته نیږدې بله ماڼۍ چې الوتکې نه وې پرې لګیدلي، څرنګه ړنګې شولې، د بحث وړ خبرې دي.

امریکایي استخباراتو د نیویارک سوداګریزو ماڼیو ړنګولو مسؤلین اتلس تنه وښودل او په هغو اتلسو تنو کې یې پنځلس تنه د سعودي عربستان اتباع معرفي کړل. خو د امریکا دولت د هغو پځلسو تنو سعودیانو اړوند، د سعودي عربستان له دولت سره هېڅ کومه خبره پورته نکړه. د امریکا دولت د سعودي عربستان دولت پرځای، د څو نورو دولتونو په ملتیا، پر افغانستان بمبارۍ پیل کړې او خپل لېوانې پوځونه یې د بن لادن او القاعدې په نوم د افغانستان ښارونو، دښتو او غرونو (تورې بوړې) ته ورمارش کړل.

کله چې امریکايي او ملو دولتونو پوځونو د شمال ټلوالې په ملتیا طالبان مات او له واک څخه وشړل، له هغې وروسته یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړې نوم لاندې، د ناتو تړون دولتونو په ګډون د ۴۳دولتونو پوځیان افغان خاورې ته د ځان ملاتړ په موخې راوبلل او ځای پرځای کړل.

افغانان چې د شورویانو سره له اوږدو جګړو او بیا وروسته کورنیو اوږدو جګړو له امله، له ډول ډول سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان او ډېر په تنګ راغلي وو، افغانستان ته د امریکا او ملو دولتونو پوځونو له راتګ څخه ښه استقبال وکړو. د بهرنیو پوځونو راتګ او د طالبانو له واکه شړلو وروسته، زموږ په هېوادوالو کې بیا ساه ژوندۍ شوله او آرامي راغله. خو د امریکا پوځیانو د افغانستان له اشغال وروسته، سمدستي په لاندې ناسمو، غیر انساني، افغاني دودونو ضد او بشري حقونو ضد کړنو پیل وکړو:

امریکایي پوځیانو د ولسي خلکو پر کورونو باندې بمونه غورځول. دوی د ولسي خلکو پرکورونو باندې د شپې څپې وهلې، ځینې کسان یې د ماشومانو او ښځو سترګو پر وړاندې په سپیو داړل، ځینې یې وژل او ځینې یې له ځانونو سره بوول او په خپلو جوړو کړیو بندیخانو کې اچول. د ځینو خبرونو له مخې دوی د ښځو ګڼې او زېورات هم وړل. داسې یوه پېښه په خوست ولایت کې دقیقه ده چې د واده په دویمې شپې امریکايي پوځیان د واده کوونکي سړي په کور ورننوځي، شخصأ واده کوونکی ځوان لومړی په سپیو لږ غوندې ژوبلوي، د هغه د مېرمنې ګڼې راټولوي او دغه ځوان او ګڼې له ځانه سره وړي. دوی د ولسي خلکو د وادونو او خوښیو پرغونډو او باڼدارونو باندې بمونه غورځول. دوی د مړو ښخولو پرمهال، په هدیرو او مړستنو کې راټولو شویو خلکو باندې بمونه غورځول. د امریکایي پوځیانو هغه کړنې او چارې د عام ولس په سترګو لېوانتوب او مستۍ برښیدلې. خو د دوی هغه کړنې او چارې نه لېوانتوب وه او نه مستۍ وې. ځکه د هېڅ دولت پوځیان، په تېره د امریکا غوندې پیاوړي دولت او ورته دولتونو پوځیان، هېڅکله او په هېڅ صورت پرلپسې هغه ډول خپلسري لېوانتوبونه او مستۍ نشي کولی. زما په نظر د امریکا پوځیانو له هغو لېوانو او مستو چارو سرته کولو څخه دوې موخې لرلې. د دوی یوه لنډمهاله موخه دا وه چې د عامو خلکو او ولسونو زړونو کې ډار او وېره واچوي چې څوک د دوی ضد کوم ډول بغاوت او پاڅون ونکړي. ځکه، دوی د افغانانو له هغه تاریخي پېښې خبر درلود چې افغان ولس په اتلسمې پېړۍ کې، د اکبر خان په مشرۍ افغان ولس د انګرېزي پوځ ضد پاڅیدلی او د انګرېزانو پوځ یې دړې وړې کړی وه. امریکايي پوځیانو به په هغو کړنو سره غوښتل چې د افغانانو دا ډول غرور، فکر او خیال مات کړي. زما په نظر، د دوی له هغو ډول وحشي کړنو څخه بله مهمه موخه دا وه چې دوی د پاکستان استخباراتو په مرستو، د طالبانو تنظیم بیا له سره جوړ او د لوبو ډګرته وباسي او دوی د دې موخې لپاره، د پاکستان پولو سره پرتو سیمو خلکو منځ کې د افغان دولت اوبهرنیانو ضد روحیه ژوندۍ او پیاوړي کوله.

د امریکايي پوځیانو دغو پاس یادو شویو کړنو (افغاني دودونو او بشري حقونو ضد کړنو) دومرې زور واخیست چې ان د دوی کښېنولي جمهور رئیس حامد کرزي حوصله (کرزی ډېر زیات حوصله لرونکی سړی دی) یې هم تنګه کړه او اړ شو چې د امریکا سترو قوماندانانو ته څو ځلې مخامخ په ترخې ژبې ووايي؛ خپلو لاندینیو قوماندانانو ته ووایئ چې نور دغه ډول چارې بس کړي. خو چې امریکايي قوماندانانو د هغه پر خبرو غوږونه ونه ګرول، دی اړ شو چې د مډیا او ټولیزو رسنیو له لارو څخه، د ټولو نړیوالو غوږونو ته د دوی افغاني دودونو ضد او بشري حقونو ضد عملونو خبرونه ورسوي. د حامد کرزي هغه نیوکې د امریکا پر نورو جنرالانو برسېره، د امریکا پر سفیر جنرال ګانبېري (کانبېري په افغانستان کې سفیر کیده څخه د مخه، د دوی د همدې پوځ چې افغانستان کې جنګیده او جنګیږي قوماندان وه) باندې هم بدې ولګیدې او کرزی د هغه له سخت غبرګون سره هم مخ شو.

د طالبانو تنظیم بیا جوړونه: – زما له نظره، امریکایانو د دې لپاره چې په افغانستان کې پوځي اډې جوړې کړي، د دې کار اړتیا لیدله چې د دوی پر وړاندې یې یو ډول کمزوری او غړند غوندې مقاومت شتون ولري، ترڅو د ګاونډو او نورو دولتونو دا مخ ورونه اوړي چې نور نو په افغانستان کې آرامه آرامي ده، نو ځکه ستاسو د پوځونو شتون اړتیا نه لیدل کیږي او ښه به دا وي چې پوځونه خپلو هېوادونوته ستانه کړئ.

زه به د لاندې خبرو ښه رڼا کولو په موخې، لومړۍ دا خبره وکړم؛ کله چې انګرېزان د هند له لویې وچې څخه په ۱۹۴۷ کال وتل، هغوی د هندوستان دولت ترڅنګ، د پاکستان په نوم نوی دولت له څو بېلو بېلو ټوټو (غیر متجنسو قومونو او لېرې سره پرتو سیمو خلکو) څخه جوړ کړو. امریکایانو د دویمې نړیوالې جګړې وروسته وخت، د یو شمېر اروپایي استعمارګرو دولتونو او جاپان استعمارګر دولت مستعمرې، کومې چې د هغې نړیوالې جګړې وروسته آزادې شولې، پر لور وردانګل او هغه یې د خپلې سیورې لاندې راوستلې او یا یې د خپلې سیورې لاندې راوستلو هڅې وکړې. دوی په دې ډلې هېوادونو کې د پاکستان دولت پرلور هم ډېر زر (نولس سوه پنځوسمو کلونو پیل وختونو کې) ځکه ورودانګل چې د شوروي اتحاد دولت د هندوستان له نوي آزاد شوي دولت سره ښې اړیکې جوړې شولې. امریکایانو په همدې موخې چې د پاکستان دولت سره د شورویانو اړیکې جوړې نشي، د پاکستان دولت ډېر زر د خپلو پړبانو دولتونو لېست او ډلې کې ونیولو او له نیږدې څخه یې پوځي او استخباراتي اړیکې، راکړې ـ ورکړې او مرستې پیل کړې. امریکایانو پردې برسېره چې د پاکستان له دولت سره خپلې نیږدې سیاسي او اقتصادي اړېکي ساتلې، د پاکسان پوځ یوه برخه لګښتونه یې هم ورکول. پرافغانستان د شوروي اتحاد پوځي تېري پرمهال، د امریکا او پاکستان دولتونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې، ژورې او ډېر اړخیزې شولې او پاکستان ته د امریکا مرستو ورکړو لړۍ لا غښتلي او چټکه شوه. دغه مهال د پاکستان دولت حتا د اتومي بم جوړولو او آزمویلو چانس هم وموند.

د امریکا او پاکستان دولتونو ترمنځ پخو اړېکو په باب، حامد کرزي د هند «رایزینه» سیاسي بحثونو پروګرام کې، د یو ژورنالېست پوښتنې په ځواب کې وویل؛ ما د امریکا جمهور رئیس مرستیال جوبایډن ته دا توضیحات ورکړل چې د طالبانو ځالې او روزنځایونه د پاکستان خاورې کې دي. که تاسې په رښتیا غواړی چې د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي، نو د هغوی هغه ځالې له منځه یوسئ. ده زیاته کړه؛ ماته جوبایډن وویل، موږ ته پاکستان له افغانستان څخه ډېر (که ما لیکونکي غلط نه وي اوریدلی، پنځوس ځلې ډېر) مهم دی.

هو! د کرزي پر دغو خبرو برسېره، ټول افغانان او نړیوال خبر لري چې د اوباما واکمنۍ پرمهال، په افغانستان کې لومړی د امریکايي پوځونو شمېره سلو زرو تنو ته لوړه کړل شوله او بیا څه مودې وروسته هغه شمېره بېرته لېږل کړل شوه. کله چې اضافي امریکايي پوځیان پېرته خپل هېواد ته لېږل کیدل، د هغوی هغه وسلې چې له ځانو سره بېرته نه وړلې، د افغانستان پوځ پرځای د پاکستان پوځ ته ورکړي. حال دا چې هغه مهال د افغانستان پوځ تقریبأ تش لاسی وه. هغه کومې وسلې چې امریکايي پوځ د پاکستان پوځ ته وسپارلې، دوی هغه ډول وسلې (هم د کیفیت او هم د کمیت له مخې) تراوسه هم افغان پوځ ته نه دي ورکړي.

کله چې امریکایانو خپل پوځونه افغانستان ته داخل کړل، دوی دغه مهال د پاکستان پوځ ته پر پخوانیو پیسو ورکړې برسېره، د کال څو ملیارده ډالر نور هم ورزیات کړل او د هغو ډالرو زیاتولو علت دا وه:

د پاکستان دولت د طالبانو پروژه د ځان په ګټې او بریالۍ ګڼله. د طالبانو لیکو کې په زرونو پاکستاني پوځیانو (په خاصه توګه ای اس ای) او ګڼ شمېر نورو جنګیالو شتون درلود. له هغو خبرو سره سره، بیا هم د پاکستان دولت له امریکایانو سره پرافغانستان باندې د هغوی پوځي حمله ومنله او بشپړ ملاتړ یې ترې وکړو. د پاکستان پوځ د امریکا له پوځ سره پراستخباراتي او ورته نورو مرستو برسېره، خپل یو پوځي هوائي ډګر او د پوځیانو مځکنۍ اکمالاتي لاره په اختیار کې ورکړل.

کله چې امریکایانو د طالبانو تنظیم بیا جوړونه اړینه وګاڼه، نو امریکايي جنرالانو او د هغوی استخباراتي کړیو د دغې موخې لپاره، د پاکستان له پوځ او استخباراتي کړۍ (ای اس ای) سره ګوتې پتې کړې. دغه مهال د پاکستان دولت غوا بیا لنګه شوله او د بنسپالو سوداګري یې له سره بازار وموند. امریکایانو، د پاکستان پوځ او ای اس ای لوړپوړو چارواکو ته د طالبانو تنظیم بیا جوړولو چارو سرته کولو بدل کې هم پرپخوانیو پیسو برسېره، د کال څو ملیارده ډالر نور هم ورزیات کړل.

د پاکستان پوځ د امریکا پوځیانو دا د طالبانو تنظیم بیا جوړونې معامله په ورین تندي او ډېرې خوښۍ سره ومنله. خو دوی د طالبانو صفونو ډکولو موخې لپاره، له امریکايي پوځیانو وغوښتل چې دوی هم په خپل وار سره، د پاکستان پولو سره پرتو سیمو څخه یو شمېر خلک، په تېره ځوانان په زور او جبر اړ کړي چې خپل کلي او کورونه پرېږدي او د طالبانو صفونو ډکولو موخو لپاره، له پولو هغې خوا وراوښتلو ته اړ کړل شي. د امریکا پوځ او پاکستان پوځ هغو څو کلنو ګډو هڅو پایلې کې، طالبان بیا له سره جوړ او منظم شول. طالبانو د دواړو خواو پوځیانو، هغو هڅو پایلې کې دا توان وموند چې په۲۰۰۵ کال د جګړې ډګرته ووځي. خو تر څو چې طالبانو ټاکلی زور نه وه اخستی او د جګړو د دغو نویو حالتونو (ځانمرګو عملونو) سره سم بلد شوي نه وو، ترهغو پورې د امریکا په مشرۍ نړیوالې پوځي ټولنې له خوا څخه، د افغانستان پوځ او نورو امنیتي ارګانو جوړیدل ځنډیدل. کله چې د طالبانو غورځنک تر ټاکلي بریده زور واخیست، نو بیا د هغوی له خوا څخه ورو ورو، د افغانستان اردو او پولیسو روزنو ښوونځي او د زده کړو لوړې مؤسسې جوړې شولې او د ځوانانو په روزلو یې پیل وکړو.

د پاکستان د ننه اسلامي بنسټپالو جوړول او پالل خو، د دغې دولت خښتې له اېښودلو ورځې څخه پیل شوي دي. خو د هغوی دغو چارو، پرافغانستان د شوروي اتحاد پوځي تېري وروسته، ځکه ښه رونق وموند او زور واخیست چې د اسلامي بنسټپالو ډلو بهرنی بازار ډېر ګرم او تود شو. د پاکستان دولت دا د اسلامي بنسټپالو ډلو سوداګري په وروستیو څلورو لسیزو کې، دغې دولت ته تر نورو ټولو سوداګریو ډېر (څو سوه ملیاردونه ډالر) عاید وروړی دی.

د پاکستاني او افغاني طالبانو پروړاندې، د امریکا پوځیانو کړنې:ـ دلته به د پاکستان دولت ضد طالبانو (پاکستاني طالبانو) ځواک جوړیدو او له هغو سره به د امریکا پوځ له کړنو څخه لنډه غوندې یادونه وکړم. دغه د پاکستاني طالبانو اړوند یادونه، د افغاني طالبانو سره د امریکا پوځیانو کړنې خود بخوده په بر کې نیسي. د پاکستان دولت ضد طالبانو ډلګیو په ۲۰۰۲ م کال سرونه راپورته کړل. د هغوی ۱۳ډلګیو په ۲۰۰۷ م کال اتحاد سره وکړو او خپله ډله یې د پاکستاني طالبانو تحریک په نوم ونوموله. دوی خپل لومړنی مشر بیت الله مسید وټاکه. مسید د څو تنو ملګرو سره د ۲۰۰۹ کال اګسټ میاشتې کې امریکايي استخباراتو د ډرون الوتکي څخه د عامو خلکو منځ کې په نښه او په توغندي ویشت. د توغندي په هغې برید کې پرمسید او د هغه پرملو برسېره، ډېر عام وګړي هم وواژل شو. د بیت الله مسید له وژلو وروسته، دغې ډلې مولوي فضل الله چې د سوات درې اوسیدونکی وه، خپل مشر وټاکلو. د فضل الله او د دې ډلې څو نورو مشرانو ځای ځایکي پتې ورکولو پرسر باندې، امریکایانو پنځه ملیونه ډالره ډالۍ کېښوده. له هغې ډالۍ اېښودلو لږې مودې وروسته، دوی د وزیرستان سیمې کې د ډرون توغندي په برید سره، د دې سیمې پاکستاني طالبانو مشر خالد له څو تنو ملو او عامو وګړو سره وواژه. د هغه له وژلو لږې مودې وروسته، امریکايي ډرون توغندو ویشتونکو د مولوي فضل الله زوی او ورسره شل کسیزه ډلګۍ په کنړونو کې له منځه یووړله. د ۲۰۱۴ مال مۍ میاشتې کې، د پاکستاني طالبانو تحریک په دو ډلو باندې ووېشل شو. له مولوي فضل الله څخه دغې بېلې شوي ډلې خپل مشر د بیت الله مسید ورور حکیم الله مسید خپل مشر وټاکلو. د دغې تحریک له بېلوالي ډېر وخت تېر نه وه چې امریکايي ډرون توغندو ویشتونکو مولوي قضل الله په نښه او له څو تنو ملو او عامو وګړو سره وواژه. د فضل الله له وژلو لږې مودې وروسته، حکیم الله د افغانستان امنیت ریاست له چارواکو سره ګوتې پټې کړې او د کابل چارواکو حکیم الله مسید په پټې کابل ته راوبللو. خو څرنګه چې د افغانستان امنیتي ارګانو خبرې له سي ای اې څخه پټې نه وې او نه دي، نو مسید ته د لوګر سیمې کې امریکايي پوځیان کښېناستل او هغه یې هلته د لوګر سیمې کې ونیولو. امریکايي پوځیانو مسید و خپلې بندیخانې ته واچوه. دا چې له هغه سره یې په بندېخانې کې څه ډول چلند وکړو، پته نشته. امریکایانو یو څه مودې وروسته، مسید د افغانستان واکمنو له سلا پرته د پاکستان پوځي استخباراتو (ای اس ای) ته وسپارلو او تر ننه یې د مړه او ژوندي پته نشته. دلته د دغې ټکي یادونه اړینه بولم چې د امریکايي ډرون توغندیو په بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک په لسګونو کسان وواژل شول او د هغوی ترڅنګ په زرونو عام ملکي وکړي هم د ډرون توغندیو ښکار شول. د ډرون توغندیو ویشتلو د اوباما واکمنۍ پرمهال ډېر زور واخیست او هغه مهال د ډرون په توغندیو د ملکي خلکو په زیاتیدوکو وژنو، د ملګرو ملتونو بشري حقونو چارواکو هم اندېښنې وښودلې.

یادونه باید وکړم چې امریکایانو په دغې ټولې مودې کې، حتا یو ځلي هم د افغانستان دولت ضد جنګیدونکي طالبان د ډرون توغندیو بریدونو لاندې نه راوستل. امریکايي استخباراتو او پوځ حتا حقاني، د حقاني زوی او د هغه ډلې کوم بل کس (د حقاني ډله امریکايي پوځیانو او د افغانستان دولت د کابل او نورو سیمو، سختو بریدونو مسؤلین معرفي کول) په نښې نه کړل.

د ای اس ای له لوریه د ملا عمر مرګ په ځنډ افشا کولو وروسته، د طالبانو شورا په بیړني ناستې کې اختر محمد منصور خپل مشر وټاکه، امریکایانو د افغاني طالبانو مشرانو له ډلې څخه یوازې منصور ډېر زر د ډرون توغندي په ویشتلو له منځه یووړ. د ډرون په توغندي سره د مولوي اختر منصور په بېړې له منځه وړلو علت هم دا برېښي چې هغه به د ای اس ای او سي ای اې له سلاو پرته ټاکل شوی اوسي او د دوی د منلو وړ کس به نه وي.