رافغانستان د امریکایي پوځيانو تېری او حالات

5.5.2019Goldad khan
اتمه برخه
د امریکایانو له خوا د خاشخاشو ډالۍ: – افغانانوته د امریکایانو بله ستره او «ښکلي» ډالۍ د خاشخاشو کرل او د اپیمو او هېروئینو حاصلاتو زیاتول دي. افغانان د شوروي پوځونو شتون څخه د مخه وختونه او د هغو پوځونو شتون پرمهال، او همدا ډول د هغو پوځونو له شتون وروسته د کورنیو جګړو په وختونو کې، له دغې توکي څخه د اوس وخت غوندې زیات «برخمن» نه وو.
د طالبانو واکمنۍ پرمهال هم د خاشخاشو کرلو دومرې رونق نه وه موندلی او د هغوی واکمنۍ په وروستي کال خو د اپیمو تولید دوه سوه (۲۰۰) ټنو ته راټیټ شو او دوی اعلان کړی وه چې ډېر زر به د خاشخاشو تخمونه له افغانستان څخه ورک کوي. خو له کله څخه چې د امریکا په مشرۍ ټلوالې پوځونه افغانستان ته ننوتل او له دوی څخه د انګرېزانو پوځ راسأ د هلمند ولایت کې ځای پرځای شو، له هغه مهال وروسته افغانستان او په خاصه توګه هلمند سیمې کې، کال په کال د اپیمو حاصلات لوړ ولاړل. باید ووایم چې د هلمند سیمه د ډېرو او با کیفیته اپیمو او هېروئینو تولید سیمه ده. څرنګه چې د امریکایانو پرتلې انګرېزان د دغې سیمې، دغې بوټي له ښه حاصل ورکولو څخه سم خبر وو، نو ځکه دوی خپل پوځونه د امریکا له پوځیانو څخه د مخه دغې سیمې ته ولېږل او ځای پرځای کړل. د هلمند سیمې ډېرو او با کیفیته اپیمو او هېروئینو تولید ته د امریکايي پوځیانو لږ په ځنډ ورپام شو او په څه ځنډ وروزګار شول. نو څکه دوی څو کاله وروسته هورې ولاړل او ځای پرځای شول. د دغو دواړو دولتونو پوځونه ترننه پورې دغې سیمې کې منظم شتون لري. ځینې داسې ادعاګانې او آوازې هم شته چې امریکایانو د هلمند غرونو کې د یورانیمو کان موندلی او حتا له هغې کان څخه یې د یورانیمو ډبرو ایستلو او په الوتکو کې بارولو انځورونه هم اخیستل شوي او خپاره شوي دي. ځینې خلک بیا دا د یورانیمو شتون ادعا د دې سبب ګڼي چې دغه بهرني پوځونه له هلمند سیمې څخه نه په شا کیږي.

د امریکا او ملو دولتونو پوځونو په دغې څه کم دوې لسیزې شتون وخت کې، د افغانستان اپیمو او هېروئینو لوړ تولید په ټولې نړۍ کې لومړی ځای نیولی او د اپیمو د کالني تولید اندازه، له اتو زرو (۸۰۰۰) متریک ټنو څخه هم اوړي. په افغانستان کې د اپیمو دغې زیات تولید، د افغانستان جګړه نوره هم پېچلي کړي او سخته کړي ده. ځکه د مافیه ډلو ګټې په دغو ډولو جګړو کې لوړې وي، نو ځکه دوی د جګړو پر اورونو باندې تېل پاشي.

د افغانستان مخدره توکو کاروبار کې د نړیوالې مافیه ترڅنګ، افغاني مافیه يي ډلې هم غښتلي شولې. خو د افغاني مافیه يي ډلو له غښتلتیا او پیاوړتیا څخه هم ډېره بده او خطرناکه پېښه دا ده چې یو شمېر افغانانو د پرلپسو جګړو ځپلو او ځوریدلو له امله، د نېشه یي توکو استعمالولو خواته مخه کړي ده. همدا د ۲۰۱۸ کال په لومړیو وختونو کې د افغانستان روغتیا وزارت سرچینو وویل چې په افغانستان کې په نېشه یي توکو روږدو کسانو شمېرې له یو ملیون کسانو څخه اوښتي دي او دا شمېرې په چټګۍ سره زیاتیږي. لکه چې زموږ نورې احصائې دقیقې نه دي، ممکن د روغتیا وزارت دغه شمېرې هم پوره سمې او دقیقې نه وي. نو ځکه ویلی شو چې ممکن همدا د دوی د خپرونې پرمهال، په نېشه يي توکو د روږدو او اخته کسانو شمېرې تر دو ملیونو پورې او یا له دې هم زیاتې او اوښتي اوسي.

په هر صورت، په افغانستان کې د ډول ډول ستونزو (د جګړو غمیزو، غربیو،…،) له امله، په نېشه يي توکو د روږدیدونکو کسانو شمېرې هم په چټکۍ سره مخ پر لوړ روانې دي او زیاتیږي.

که څه هم زما دغه لاندې پرتلې کول وړ او مناسبه خبره نه ده، خو زه دا پرتلې کول د سم پوهوي لپاره کوم. که موږ د جګړو ژوبل او معیوبین کسان، د نېشه يي توکو له روږدو کسانو سره پرتلې کړو، نو پوهېږو چې د جګړو معیوبین (ګوډان، ړنده، …،) که په خپله خپلو کورنیو او دوستانو ته د ګټو رسولو څخه لویدلي هم اوسي، خو د هغوی له خوا څخه د دوی خپلو کورنیو، خپلو خپلوانو او نورو چاته زیانونه نه اوړي. خو لکه چې تاسې پوهېږی؛ په نېشه يي توکو روږدو کسانو له خوا څخه، نه یوازې نور خلک، بلکې د دوی خپلې کورنۍ او نیږدې خپلوان ډېر زیات په تنګ او تکلیف وي او تر نورو لومړي د دوی د کورنیو غړي او خپلوان ډېر زیانمن کیږي. په نېشه يي توکو روږدي کسان نه یوازې د خپلو کورنیو، بلکې په ټوله کې د ټولې ټولنې ستر او دروند بار دی.

د چین اپیمو جګړې نوم هرچا اوریدلی دی. د چین اپیمو جګړه، هغه جګړه وه چې انګرېزانو چینایان په اپیمو روږدي کولو له لارې مستعمره کول غوښتل. اګر چې افغانستان اوس نه په اقتصادي او نه په نظامي ـ سیاسي لحاظ داسې دولت دی، کوم به چې افغانستان کې شتو زورورو دولتونو ته د سر درد شي، خو بیا هم دغه په نېشو روږدي او روږدیدونکي کسان، هېڅکله له دوی سره په کوم ډول مقابلو او سیالیو څخه نه لوږي او له دې ډګره وځي.

په افغانستان کې شتو زورورو دولتونو له لوریه دا هڅې او تلاشونه هم روان دي چې د رقیبو دولتونو ولسونو منځ کې د دغو مخدره توکو خرڅولو بازار تود وساتي او دوی له دغې لارې څخه، هم پیسې وګټي او هم رقیب دولتونه له کورنیو جنجالونو سره مخ کړي.

په افغانستان کې د امریکا نویو وسلو آزمویل: – د افغانانو لپاره د امریکایانو بله ډالۍ، په افغاني خاورې کې د دوی د نويو وسلو آزمایل، لکه له سمندر څخه د لېرې مزل راکټونو ویشتل، د سپین غره په بېلو څنډو او په خاصه توګه تورې بوړې باندې د مړو شویو یورانیمي بمونو غورځول او په دې وروستیو وختونو کې د بمونو مور په نوم بم د سپین غره لمنې پر کلیو باندې آزمویل او له هغې وروسته هم د دوی د قطر پوځي اډې څخه د نویو اف ـ ۳۵ ؟ الوتکو په همدغو لنډو ورځو کې بمبارۍ کول یادولی شو. دلته دا یادونه باید وکړم چې امریکایانو، د بمونو مور نومی بم په اوبو کې د مخه ازمویلی وه، خو په وچې کې دا لومړی ځل وه چې دوی د افغانستان ننګرهار ولایت سیمې کې وازمویلو.

په افغانستان کې د امریکایانو په مشرتوب نړیوالې ټلوالې جګړې همدا اوس هم دوام لري. په دغو جګړو کې هم د مړو او ژوبلو افغانانو کره شمېرې نشته. خو د ملګرو ملتونو، د جګړو مړو او ژوبلو کسانو شمېرنې څانګه، د افغانانو مرګ ـ ژوبلو رقمونه هر کال په لسونو زره یادوي. طبعأ دغه رقمونه هم بشپړ دقیق نه دي. د دوی په دغو رقمونو کې پر کمیو برسېره، دوی هغه ژوبل کسان چې د پېښې له لومړۍ ورځې وروسته مري، هم خپلو شمېرو کې نه نیسي. نو ځکه ویلی شو چې په دغو څه د پاسه اولس کاله جګړو کې هم، د مړو او ژوبلو افغانانو شمېرې سلونو زرونو ته رسیږي.

د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټلوالې دولتونو پوځیانو د وژل کیدلو په اړوند، په نېټ کې لیکل شوي دي چې د ۲۰۱۸ کال اګسټ ترمیاشتې پورې درې زره څلور سوه اته پنځوس (۳۴۵۸) تنه په افغانستان کې د ننه او ۱۲۲ تنه له افغانستان څخه بهر وژل شوي دي. ټولټال ژوبل شوي څلور زره اووه سوه دیارلس (۴۷۱۳) تنه او له دې ډلې څخه ۳۳۶۶ تنه امریکایان دي.

دموکراسي او د آزاد بازار سیاست: – د امریکایانو بله ډالی په افغانانو باندې د آزاد بازار سیاست منل یادولی شو. زما په نظر د افغانستان غوندې یو وروسته پاتې او جګړو ځپلي هېواد کې د آزاد بازار سیاست پرمخ وړل، دولتي ځان وژنه (نه پوهېږم دغه د دولتي ځان وژنې اصطلاح کارول څومره سم دي، خو ما سمدستي بل لفظ ورته ونه موند) ده. زما په نظر په دغې اقتصادي سیاست کې موږ افغانان دوې غټې ستونزې لرو. زموږ لومړۍ ستونزه دا ده چې موږ پانګوالان نلرو او که یو څه چورګر او د مافیه بړوڅي لرو او د چور او مافیه يي چارو سرته کولو له امله د څو سوو ملیونو ډالرو څښتنان شوي هم دي، خو هغوی بیا له یوې خوا د پانګې اچونې له کلتور سره بلدیت نلري او له بلې خوا هغوی په تولیدي چارو کې د پانګې اچونې زړونه نلري. زموږ د ټولنې دغه کمښت، د دې سبب کیږي چې په هېواد کې غټې او بنسټیزې پروژې ( د بېلګې په توګه د اوبو برېښنا تولید پروژې) جوړې نشي. بهراني پانګوالان هم زموږ د هېواد په دغو بنسټیزو برخو کې له یوې خوا د جګړو له کبله او له بلې خوا، له له دې کبله خپلو پانګو اچونو ته زړونه نه ښه کوي چې دوی په وړ لنډې مودې کې، له دغې درک څخه خپلې پانګې بېرته لاسونو ته نشي وروړلی. زموږ هېواد کې دغه له ټولو ارزانې او غټې پیمانې اوبو انرژۍ نشتوالي ، زموږ نورو تولیدي پروژو جوړولو چارو ته هم غټ زیانونه اړولي دي او لا نور هم اړولی شي. د بېلګې په توګه، که موږ د برېښنا انرژي د خپلو شمال ګاوندو دولتونو څخه اخلو، نو هغه زموږ د فابریکو او کارخانو تولیداتو بیې لوړوي او موږ نه نشو کولی چې د هغو توکو سوداګرۍ کې، له بهرنیانو سره سیالي وکړو. که موږ ته کورني تولید شوي توکې قیمت تمام شي، نو موږ هغه توکي نه په بهر کې پلورلی شو او نه د کور د ننه له بهرنیو مالونو سره سیالي کولی شو. پس پایله دا کیږي چې زموږ فابریکې او کارخانې به تړل کیږي او د هغو مالکان به لا د هېواد په پوړ منځینیو پانګوالانو ته راټیټيږي او یا به بشپړ غریبان کیږي. له همدې ډاره څخه هم، زموږ دغه د سوونو ملیونو ډالرو څښتنان زړونه نه ښه کوي چې خپلې پیسې په تولیدي برخو کې بندې کړي. دوی یوازې د نورو هېوادونو مالونه راواردوي او په کورني بازار کې په پردیو مالونو، یو له بله سره سیالي کوي او یو او بل د سوداګرۍ له ډګره وباسي. د دوی په دغو سیالیو کې یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي، چې زیاتره یې د مافیه ډلې غړي هم دي، د یو او یا بل سوداګر (یا سوداګرې ډلګۍ) په ګټه لاس وهنې کوي.

اوس مهال زموږ عمدا بهرنی صادرات مېوې او لاسي صنایع دي. لومړی خو دغه هغه څه دي چې د کرهڼیزو او خامو موادو په قطار کې راځي چې د دولتي بودجې لپاره د هغو ټکسونه د پام وړ څه نه جوړوي او بله خبره دا ده چې دغه څه دومرې ډېر څه نه دي چې هېواد د آبادۍ لورته ورټېله کړي.

که امریکایانو او له هغوی سره ټلوالو دولتونو غوښتلی چې افغانستان په اقتصادي ډګر کې، لږ تر لږه له ګاونډیو هېوادونو سره سیال کړي، نو دوی به دغه غټ او د لسونو ملیاردونو ډالرو لګښتونه، کوم چې په افغانانو پسې لیکي او حاسبوي، په بنسټیزو پروژو لګولي وای. دوی به په دغې ډول کار سره نه یوازې په افغانستان کې د جګړو اور وژلی وای، بلکې اوس به افغانستان د سوداګرۍ په ډګر کې هم له ګاونډیو او حتا یو شمېر لېرې پرتو هېوادونو سره سیال شوی وای او هم به د جګړې اور مړ شوی وای.

حامد کرزي هغه مهال چې د واک وخت یې پای ته رسیدلی وه، د بي بي سي له یو ژورنالېست سره په مرکې، د ژورنالېست د دې پوښتنې ځواب کې چې اوس په خپلو کومو کړنو باندې پښېمان دی چې باید نه یې وای کړي، وویل؛ ما باید له امریکایانو سره د آزاد بازار خبره نه وای منلي.