مشورتی لويه جرګه او ماشوم لويان

حکيم روان

ډيره هېښوونکی خبره دا ده چې يو شمېر په خوی ماشومان ، ځانونه لويان ، سياسی مشران او رهبران بولی او ځينې غرضی کسان هم د مرض او غرض له مخې هغوی ته مشران وايي ، خو په رښتيا سره دا څوک دي ؟

د هر وطن پالونکی افغان ملی او وطنی دنده ده چې د تاريخ په دې حساسو او ټاکونکو شيبو کې د خپل هيواد ، ولس او نظام ننګه وکړي . جنګ غوښتونکی او ملاتړي يې محکوم کړي او د خارجی او داخلی دښمنانو پر وړاندې د خپل هيواد ، د هيواد د مدافعينو او خپل حکومت مورچل ټينګ کړي . د هغو ورانوونکو لاسونو مخه ونيسی چې زمونږ هېواد ته را غزيدلی دي . تش په نوم مشران خو نه يواځې د را غزيدلو لاسونو مخه نه نيسی ، بلکې هغه ډول ته په نه ستړی کيدونکی توګه ګډا کوي ، چې عمران خان او کابلوف يې ډنګوي . داسې وی لويان ، رهبران او سياسی مشران ؟؟؟  پوښتنه پيدا کيږي چې دوی د چا لويان ، د چا مشران او سياسی رهبران دی ؟ هو رښتيا  ! دوی د چور مشران دی ! د لوټ مشران دی ! معامله ګر مشران دی ! د پردی پالنې مشران دی !  افغانستان عملا د خارجی هيوادونو له مداخلې او نا اعلام شوی تباه کوونکی جګړې  سره مخامخ دی ، دوی په داسی حساسه او ګواښونکی شيبه کې د حکومت له پښو تيږې باسی . داسی کسان بايد د هيواد دښمنان وبلل شی نه لويان او سياسی رهبران ! تاريخ به بې له شکه ددې جنايتکارانو مخونه ور تور کړي . د افغان ميندو ساندې او د هيواد د ځوانو مدافعينو جنازې د دې بی ضميره « مشرانو » ويده وجدانونه نه شی ويښولای .

افغان ولسمشر ګواښونکو حالاتو ته د ځواب له پاره د خپل ولس ارادې ته مراجعه کوي . پردی پالو ځان غوښتونکو انډوخر جوړ کړی دی ، کله په خپل سر د پوتين په درګاه کې سجدې کوی ، کله د طالب – پنجاب او کله د قطر . دا تش په نامه «مشران» د پنجاب د واکمنو په څېر دې ته خوشال دی چې طالبان د آی-اس-آی په امر د افغان حکومت سره مذاکرات نه منی . د افغان حکومت سپکاوئ د افغانستان سپکاوئ دی . خو لنډ فکره او سپک «مشران» د طالبانو په څېر د خپل هېواد ، ولس او ولسمشر د عزت او وقار پروا نه ساتي .

د ولسمشر له خوا را بلل شوی پرتمينه مشورتی لويه جرګه چې په هغې کې د هېواد د هر کونج نه په زرګونو انتخاب شوو استازو ګډون وکړ، «مشرانو» په جرګه کې ګډون تحريم کړ . خو ولسمشر خپل ولس ته درناوی ، خلوص او ارادت ثابت کړ . د حيرانتيا وړ نه ده « مشرانو »  تل افغان ولس تحريم کړی دی او ولس ته په هېڅ ډول حق او اعتبار قايل نه دی . افغان ولس څه، چې خپلو ايله جاريو ته هم درناوی نه لری او هغوی د خپلو شومو موخو له پاره يواځې د وسيلې په توګه کاروی . مونږ د لسيزو په جريان کې د دې «مشرانو» د ايله جاريو ( تنظيمونو ) د يوې انتخابی کنګری شاهدان نه شو . دا مشران خپلو غلو ډلو ته هم په حق او حقوقو قايل نه دی ، ددې ډلو مشر چې مړشی ، زوی يې مشر شی . د جمعيت ډله يې ښه مثال دی . د دوستم ، حکمتيار او محقق ډلې هم په همدې مسير کې روانی دي .  دوی هغسی چې د ولس شتمنی غصب کړی دی ، خپلې ايله جاری ډلې يې هم غصب کړی دی . د سولې په لويه مشورتی جرګه کې د تش په نوم مشرانو « سياسی معامله ګرو » نه ګډون د جرګې اعتبار د خلکو په وړاندې لوړ کړ . څومره ښه شوه چې حد اقل د څلورو پنځو ورځو له پاره افغان ولس د دې ځان غوښتونکو ، منفورې او بدمرغه څيرې ونه ليدې .

لنډغر مشران ولسمشر په ديکتاتوری ، د واک په  انحصار ملامتوي .  د خلکو ارادې ته مراجعه ديکتاتوری ده ؟ ديکتاتوران د خلکو دښمنان وي او له خلکو کرکه لري ، ديکتاتوران  داسی کسان وی لکه د ولس د مشورتی لويې جرګې تحريموونکی .  ځکه ديکتاتوران پوهيږی چې د خلکو له زوره په اوسپنيزو کلاګانو کې هم امن نه لري . خو ولسمشر غنی خپل ولس او خلکو ته د خپلو موخو او آرمانو د يوې مرجع په توګه قايل دی او ولس ته مراجعه کوي . لنډغر د دموکراسی او ديکتاتوری متضاد مفاهيم يو له بله نه شی سره بېلولای .

سياسی «مشران» وايي چې ولسمشر د دوی سره د مشورتی لويې جرګې د رابللو په اړه کافی مشورې نه دی کړی . د کافی مشورې مانا دا ده چې ولسمشر د دوی غوښتنه د جرګې د نه رابللو په اړه نه ده منلی . پوښتنه داده ، کله چې د خلکو سره د مشورې امکان وي ، تاسو څوک ياست ؟ د عامه او شخصی شتمنيو د چور او تالان څو د ګوتو په شمېر مليونران ؟  ولسمشر په خلکو باور لری، له دې امله د جګړې د پای او ستونزو د حل له پاره تر ټولو مشروع ځواک ته مراجعه کوي . که تاسو د خلکو له جملې وای ، د خلکو د استازو تر څنګ به مو د ګډون وياړ درلودلای وای . خو داسی نه ده .

يوه منتخب ولسمشر د هيواد د ملی ګټو او ملی امنيت په خاطر ۵۰٪ واک د لنډغرو سره شريک کړ ، دا انحصار دی ؟ ولسمشر د خپل ټاکنيز ټيم د يو شمېر کسانو سره چې په واک کې د لنډغرو د شرکت سره نه پخلا کيدونکی وو ،  د هېواد د عالی ګټو په خاطر خدای پامانی وکړه . هغه ولسواکی ته د درناوی له پاره د خپلې کورنی غړي ولسمشری ماڼی ته نه پريږدي . انحصار دې ته وايي ؟ انحصارګر محقق دی چې په ګوند کې يې له هزاره ګانو پرته يو غير هزاره وطنوال نه شته او له پيله به تر مرګه د خپل «ګوند» رئيس وي . انحصارګر دوستم دی چې په ګوند کې يې له ازبکو پرته يو غير ازبک وطنوال نه شته ، همدارنګه انحصارګر شورای نظار دی چې په سازمان کې يې يواځې د يوې ولسوالی کسان راټول شوی دي . وطن پلورونکو   « مشرانو »، سياسيونو ( مجرمينو ) په خلکو د ړندو ګومان کړی دی .

افغان ولس به ددې « ګوندونو » او طالبانو د مشرانو څخه د خارجی استخباراتی شبکو سره د اړيکو حسابونه خامخا وپلټي . افغان ولسمشر هم دې ټکي ته په وار وار اشارې لرلي دي .

لنډغر مشران افغان ولسمشر د سولې مخالف بولی . آيا همدې لنډغرو مشرانو  د ۲۰۱۴ کې له انتخاباتو وروسته نه ويل چې مونږ ارګ په زور نيسو او کابل کې به د وينو ويالې وبهوو ؟ ولسمشر هغه وخت سوله و نه کړه او د هر ډول محتمل ناوړه خونړي امکان د واقع کيدو مخه يې ډب نه کړه ؟

هغه وخت لا د طالبانو سره  د مذاکراتو خبرې نه وې چې ولسمشر غنی د کابل د پروسې په نوم نړيوال کنفرانسونه را وبلل او د سولی د پاره پراخ پلان يې افغانانو او نړيوالو ته وړاندې کړ . آيا دا د سولی سره مخالفت دی او که د سولی په لار کې نوښت ؟

د طالبانو سره د دوو وارو  اوربند پريکړه د کرزی وه او که د ولسمشر اشرف غنی ؟ اوربند د سولی پر خوا ګام دی او که د سولې  پر ضد ؟ «مشران» غواړی د خلکو پر سترګو پردې وغوړوي .

د سولې په خاطر او جګړې د بنديدو په منظور د اندونيزيا – پاکستان او افغان دينی علماؤ ګډ کنفرانس د کابلوف – اتمر- عمران خان کار وو او که د ولسمشر اشرف غنی ؟

د طالبانو د ناروا جګړې پر ضد په جده کې د اسلامی هيوادونو د اسلامی علماؤ فتوا د ولسمشر ابتکار او نوښت وو که د کرزی؟

په ولسمشر تور پورې کوي چې ولسمشر سوله نه غواړی ، ټاکنې غواړي . خو د کانديدانو لست ته تر ولسمشر مخکې دوی منډې وهی . بې شرمه بايد له ځانه  وشرميږي . ټاکنې د افغانستان د اساسی قانون غوښتنه ده . ولسمشر خپل ولس او اساسی قانون ته تابع دی ، ولسمشر خو لنډغر نه دی چې قوانينو ته تمکين نه کوي . سوله يو قانونی او مشروع حکومت کولای شی ، نه د لنډغرو ډلې ټپلې .  او مشروع حکومت يواځې او يواځې د انتخاباتو له لارې رامنځته کيدای شی .

ولسمشر نږدې څلور کاله په يوه لاس کار وکړ . که څه هم له يوه لاسه ټک نه خيږي ، ولسمشر د خپلو پاکو او بی آلايشانه هيلو په مټ ناممکن ممکن نه کړل ؟  ولسمشر په يوه لاس پاکستان د انزوا ديوال ته کيناوه او د تروريسم خړ ليست ته يې ور ټيله کړ ، ولسمشرغنی خو هغه ولسمشر نه دی چې د امريکا پر ضد د افغانستان د خونی دښمن پاکستان ملاتړ وکړي !

دوکتورغنی که د سولی مخالف وای ، نو د عمران خان ، اتمر ، قانونی  ، محقق  ، کرزی او نورو په څېر به يې د مؤقت حکومت سوری نارې وهلای ! که ولسمشر غنی د سولی ضد وای ،  د پاکستان پر ضد به يې د اتمر په شان  خوله له اوبو ډکه وای او د پاکستان پر ضد به يې چا سپڼ نه وای اوريدلای ! خو مونږ وينو چې ولسمشر اشرف غنی په ميړانه سره د هر هغه چا په وړاندې ولاړ دی ، چې افغان او افغانستان ته زيان رسوي . اشرف غنی خپل وس وکړ چې د وطن په خاطر غله اجماع ته را وبولي خو ، لوټماران د چور د پاره پوره واک غواړي . ولسمشر سياسی واک د خلکو مال او ملکيت بولی او د کرزی په څېر يې په چورګرو ويشلای نه شی .

« مشران » په هغه صورت کې اجماع ته حاضريږی چې د دوی فرمايشات د دولتی او مالی امتيازاتو په هکله ومنل شي . په چور جوړ شوو شهرکونو يې وږي سترګی ماړې نه کړې ،  حيرانوونکو لوکسو کورونو او په مليونونو خارج ته وړل شوو غلا شوو ډالرو حريص ، د فی سبيل الله د لارې مجاهدين قانع نه  کړای شول . نور هم غواړی ، نور هم غواړی تر لا يتناهی يې غواړي !

هغه وو چې ولسمشر د سولی مشورتی لويه جرګه را وبلله ، کرزي او د غلو ډلو وار د واره دا اقدام وستايه ، خو کله چې اشرف غنی د جرګې د استازو د ټاکلو له پاره د انتخاباتو خبره وکړه ، بيرته په شا شول او په جرګه کې ګډون يې تحريم کړ . «رهبران» نه پوهيږی چې د ولس اعتبار د دوی په ګډون او نه ګډون  له منځه نه ځی . په مشورتی لويه جرګه کې د ولس استازو د ډوزمارانو د ډوزو سره سره د ولسمشر په واسطه د جرګې کار پیل کړ او په برياليتوب سره يې په جوړونکو پريکړو سره د جرګی کار پای ته ورساوه .

د سولی له پاره لويې مشورتی جرګې دا هم وښوده چې دا جرګه د «سياسی رهبرانو» د ډوزو پر خلاف ، د ولسمشريزو ټاکنو له پاره کمپائن نه بلکې  مختص د سولې په مذاکراتو پورې د تړلو موضوعاتو د څيړلو په موخه راغوښتل شوی وه . ولسمشر غنی خپله رښتينولی ، خلکو ته وفاداری او وطن دوستی ثابته کړيده او د غلو په وړاندې د رقابت له پاره د دوی په شان دسيسو او پټو معاملو ته اړتيا نه لری . ولسمشر پوهيږی او بايد پوه وی چې په ولسمشريزو ټاکنو کې سيال نه لري . د ولسمشر ټاکنيز سيالان هغو چنګښو ته ورته دی چې په اوبو کې غواړي ځانته د آس په څېر نعلونه ووهي .  د ولسمشر له خوا د را بلل شوی مشورتی لويې جرګې په کار کې د مصنوعی رهبرانو نه ګډون د دوی څيرې نورې هم ښې روښانه کړې . څومره ښه ده چې حد اقل د څلورو پنځو ورځو له پاره افغان ولس ددې ځان غوښتونکو ، منفورې او بدمرغه څيرې ونه ليدې .

دا بد مخي د افغان ولس له ارادې ويره لري . ځکه غواړي د ولس دښمنانو ته پناه ور وړي . له دې امله مختلفې پلمې کوي ، تر څو د ولسمشر په وړاندې خنډونه ايجاد کړي . دوی په لوی لاس په سختو ټاکونکو او له کړاوه په ډکو شيبو کې د دښمنانو په ژرنده اوبه ورسموي . داسی کسان لکه عطا محمد نور ، اسماعيل خان ، کرزی ، قانونی ، عبدالله عبدالله ، اتمر ، محقق ، خليلی ، احدی ، زاخيلوال او داسی نور چې په عمل او نظر کې يې د ټولو هڅو او هاند موخه د داخلی نفاق پراختيا ،  د افغان حکومت بی اعتباره کول او کمزوری کول ،  فساد ، انارشۍ او بی قانونۍ  ته لمن وهل دی ، غواړی د طالبانو سره يو ځای د آی-اس-آی ژرنده وچلوي .

طالب ملخي بايد نور د پردو په زور ټوپونه ونه وهي ، پردی اشرف غنی مجبور کړی دی چې نور له طالبانو لاس واخلی . پاکستان د تروريسم خړ ليست ته شامل شوی دی او د پاڼ په ژۍ ولاړ دی . د پاکستان او ايران ملاوې د نړيوالو فشارونو په پايله کې په ماتيدو دي . طالب بايد له ډير بد انجامه وويريږی او نور د خپل ولس پر ضد له جګړې لاس په سر شی .

افغان وطن پالونکو ته ښايي  چې په هيواد کې د ډاډمنې سولې او امن د ټينګيدو او کړکېچ څخه د وتلو په خاطر په ټول توان او ځواک سره د ولمسشر اشرف غنی تر شا ودريږي .

ړانده  به د ولسمشريزو ټاکنو په اوږده ليست کې د نورو په نسبت د دوکتور اشرف غنی بی کچې او روښانه وړتياوې او لوړتياوې نه ويني .

د عادلانه او د افغان ولس وړ سولې د ټينګيدو، د افغان ولس او ولسمشر اشرف غنی د برياؤ په هيله !

پای