ملګرو ملتونو دجیش محمد دډلې مشر په تور لست کې شامل کړ

منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 5/2/2019

دملګرو ملتونو امنیت شورا په پاکستان کې دجیش محمد دډلې مشر مسعود اظهر نوم دملګرو ملتونو تور لست ته زیات کړی دی.

دجیش محمد ډلې دفبرورۍ په ۱۴مه په کشمیر کې دهند په نیمه پوځیانو باندې په ځانمرګي برید تورن دی. په برید کې شاوخوا ۴۰ کسان ووژل شول. له دغه حملې وروسته دملګرو ملتونو دامنیت شورا پریکړه کړې وه چې ددغې ډلې دمشر نوم تور لیست ته زیات شي خو چین یې مخالفت کړی و.

دچین دبهرنیو چارو دوزارت ویاند ګنګ شوانګ دسه شنبې په ورځ (اپریل ۳۰) وویل چې حکومت یې دملګرو ملتونو له پریکړې څخه ملاتړ کوي او دملګرو ملتونو تور لست ته دمسعود اظهر دنوم زیاتیدلو سره کومه ستونزه نلري.

ویل کیږي، دهند دبهرنیو چارو وزیر، ویجي ګوکالې داپریل په ۲۳مه نیټه چینایي چارواکو سره په لیدنه کې دمسعود اظهر په اړه په تفصیل خبرې کړې وې. هندوستان څلور وارې دملګرو ملتونو تور لست ته دمسعود اظهر دنوم زیاتیدلو غوښتنه کړی وه خو چین یې هر وار مخالفت کړی و.

                     

سفیر افغانستان در لندن جایزه دیپلمات برتر آسیا را دریافت کرد
منبع : العربیه نت   تاریخ: 5/2/2019

سید طیب جواد، یکی از دیپلمات‌ های افغانستان و سفیر این کشور در بریتانیا از سوی مجله دیپلمات (Diplomate Magazine) به عنوان دیپلمات برتر آسیا و اوقیانوسیه در سال 2019، برگزیده شد. بر اساس خبرنامه سفارت افغانستان در بریتانیا، جایزه دیپلمات برتر آسیا و اوقیانوسیه دوشنبه 29 اپریل به سید طیب جواد داده شد، این جایزه همه ساله از سوی مجله مشهور دیپلمات در شهر لندن به دیپلمات ‌ها و سفرای موفق کشور های آسیایی و اوقیانوسیه اهدا می‌گردد.

این جایزه به منظور قدردانی از فعالیت ‌ها و دست‌آورد های دریافت کننده‌ این جایزه و پاسداری از تلاش ‌های آنها در جامعه دیپلوماتیک بریتانیا، طی محفل خاصی با حضور سفرای کشورهای مقیم در لندن، اهدا می ‌گردد. این جایزه در سال قبل (2018) به سفیر جاپان در بریتانیا تعلق گرفته بود.

سید طیب جواد، سفیر افغانستان در بریتانیا پیش از این به حیث سفیر افغانستان در کشور های ایالات متحده امریکا، برازیل، کلمبیا، ارجنتاین، مکسیکو و هم چنان رئیس دفتر حامد کرزی رئیس جمهوری پیشین افغانستان کار کرده است.

 

اتحادیه کارگران: بیش از نیم جمعیت واجد شرایط کار افغانستان بیکارند
منبع : دویچه ویلی   تاریخ: 5/2/2019
مسئولان اتحادیه کارگران افغانستان گفته اند که بیش از نیم جمعیت واجد شرایط کار در این کشور بیکارند و از جانب دیگر قوانین موجوده برای مصونیت کارگران در ادارات دولتی و خصوصی عملی نمی ‌گردد. شمار بیکاران در افغانستان رو به افزایش است. تنها در کابل و خصوصاَ در میان کسانی که از پوهنتون ها فارغ شده اند، بیکاری در سال ‌های اخیر شدت یافته است.مصطفی شهریار یکی از جویندگان کار است. او چهار سال می ‌شود از دانشگاه فارغ شده، اما هنوز نتوانسته است کاری پیدا کند. او می ‌گوید، به تکرار برای یافتن کار به ادارات دولتی و خصوصی مراجعه کرده، اما کار نیافته است. محمد جوان دیگری در کابل که در تلاش یافتن کار است، می ‌گوید، دو سال پیش از پوهنتون فارغ شد، اما هنوز هم نتوانسته به یک کار شروع کند. او می ‌گوید، «فساد» باعث شده است که نتواند کاری پیدا کند.

معروف قادری، رئیس اتحادیه کارگران افغانستان روز چهارشنبه به مناسبت اول می، روز بین المللی کارگر، در کابل گفت که ناامنی و جنگ سبب شده است که سرمایه گذاران دست از سرمایه گذاری در داخل افغانستان بردارند و این خود بیکاری را افزایش داده است. قادری با استناد به احصائیه وزارت اقتصاد گفت که ۵۶ درصد افراد واجد شرایط کار در این کشور بیکاراند که این رقم با توجه به ناامنی در سراسر افغانستان در حال افزایش است. قادری گفت: «به اساس سروی وزارت اقتصاد کشور، ۱۶ میلیون افغان واجد شرایط کارند که ۹ میلیون این افراد بیکارند.»

این در حالی است که وزارت کار و امور اجتماعی افغانستان قبلاَ تعداد بیکاران را حدود دو میلیون عنوان کرده بودند. از آن ‌جایی که همه افراد و بیکاران در ادارات ثبت نیستند، یافتن ارقام واقعی بیکاران در افغانستان ممکن نیست. رئیس اتحادیه گارگران افغانستان با ابراز نگرانی گفت که کاگران افغان هیچگونه مصئویت ندارند و قوانین در ادارات دولتی و خصوصی برای دفاع از حقوق کارگر عملی نمی ‌شود.

بیکاری در افغانستان یکی از دلایل مهاجرت مردمان این کشور شمرده می ‌شود. در سال ‌های اخیر صد ها هزار جوان افغان عازم کشور های اروپایی شده اند.

                   

دکارګرانو نړیواله ورځ: ۳۵ سلنه افغان وکړي بېکاره دي
منبع : د امریکا غږ   تاریخ: 5/2/2019

په داسې حال کې چې نن دمې لومړۍ نېټه دکارګرانو نړیواله ورځ ده دکار او ټولنیزو چارو وزارت دمعلوماتو له ‌مخې دامهال دوه میلیونه افغان وګړي بېکاره او نیم کاره دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي دچهارشنبې په ورځ د«غوايي پر۱۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې دیادو دوو میلیونو افغان وګړو له ډلې شااوخوا ۷ سوه زره یې بېکاره دي.

ښاغلی احمدزی که څه هم دبېکاره افغان وګړو دشمېر په اړه اندېښنه ښيي، خو زیاتوي چې افغان حکومت ځوانانو ته دکار پیدا کولو په اړه بېلابېل پروګرامونه په کار اچولي دي. نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت دبېکارۍ ستونزې دمخنیوي لپاره په تېر ۱۳۹۷ کال کې یوازې په دولتي ادارو کې ۵ سو زره کسانو ته کار پیدا کړی دی. هغه وویل: ”دبېکارۍ دستونزې دهوارۍ لپاره زموږ هلې ځلې روانې دي، ددې یو لوی شمېر یې موږ هوارې کړي دي.”

دکار او ټولنیزو چارو وزارت دمعلوماتو له ‌مخې په افغانستان کې دا مهال ۸ نیم میلیونه پرکاري شرایطو برابره کاري قوه شتون لري. په ورته وخت کې بیا دافغانستان دخواري کښو او مذدورانو سرتاسري ټولنه په دې اړه داندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې په افغانستان کې دبېکاره ځوانانو شمېر له هغه څخه زیات دی چې افغان چارواکي ښيي.

ددغه ټولنې مشر لیاقت عادل دچهارشنبې په ورځ له امریکا غږ سره مرکه کې وویل، چې دکار دنړیوال سازمان د سروې له‌مخې دا مهال دافغانستان ۳۵سلنه کاري قوه بېکاره ده. نوموړي زیاته کړه چې، هر کال دافغانستان ټولنې ته ۴سوه زره کاري قوه اضافه کېږي چې دکار نشتوالې ته په کتو داندېښنې وړ ده. عادل وویل، چې افغانستان ته دکډوالو راستنېدو دبېکاره وګړو فیصدي نوره هم لوړه کړې ده. هغه وویل: ”دبېکارۍ کچه له دې څخه لوړه ده او هغه حقوق چې دکار په ساحه کې دوی ته ورکول او کوم معاش چې دکار په مقابل کې ورکول موږ ته دمنلو نه دي.” نوموړي زیاته کړه چې اړوندې ادارې باید دکار په ساحه کې دکار ګرانو دحقوقو ساتنه وکړي او ترڅنګ یې په خصوصي ادارو کې هم دتقاعد مسئله مراعت کړي.

خو دافغانستان دکار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې په خصوصي ادارو کې دتقاعد مسله هواره شوې او په دې اړه ولسمشر غني حکم ورکړی چې په نژدې ورځو کې به په رسمي جریده کې په خپرېدو سره رسمي بڼه خپله کړي. دغه وزارت همدارنګه زیاته کړه چې دکار عالي شورا په ټولو ادارو کې دکارګرانو دمتوازن او مناسب معاش او دهغوی دنورو حقوقو دتامین په اړه هڅې پيل کړي دي. په افغانستان کې روانه جګړه، اداري فساد، دامکاناتو او منابعو کموالو دبېکارۍ له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.

                        

امېدواره مېرمن: لویه جرګه کې مې ځکه ګډون کړی چې راتلونکی ماشوم مې سوله وویني
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 5/2/2019

داتو میاشتو امېدوارې مېرمنې دسولې په مشورتي لویه جرګه کې په ‌دې هېله ګډون کړی چې راتلونکی ماشوم‌یې په سوله او امن کې رالوی شي.

مېرمن مینا احمدزۍ له ګڼو ستونزو سره دکندهار ولایت له پنجوايي ولسوالۍ څخه په لویه جرګې کې ګډون کړی. نوموړې وايي، جګړې یې دکورنۍ ټول غړي اخیستي او یتیمان ورپاتې دي: ”ما خپله کورنۍ له لاسه ورکړه، جګړې موږ ته یتیمان پرېښودل، دغه جګړه کې مې درې وروڼه ووژل شول، همدارنګه اوښي‌ګان مې هم له لاسه ورکړل.”

دیوې امېدوارې مېرمنې لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې په‌داسې یو وضعیت کې له کوره بهر ولاړه شي، خو مینا وايي، غواړي راتلونکی ماشوم‌یې په سوله او امن کې ژوند وکړي: ”که سوله نه‌وي راتلونکی ماشوم مې هم په امن کې نه‌شي اوسېدلی، غواړم چې نور طالبان جنګ بس کړي او دافغان میندو او خویندو ژړا او کوکو ته وګوري.”

دسولې په مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰ سلنه‌یې ښځې جوړوي. ددغې جرګې دجوړونکي کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې دجرګې د ۵۲ کاري کمېټو د ۱۳ هغو مشرانې ښځې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني بیا دجرګې په لومړۍ ورځ په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، تمه لري چې ښځې په بېلابېلو کمېټو کې فعال حضور ولري. مینا چې د ۳۳مې کمېټې غړې ده وايي، دښځو نظریاتو ته ددوی په کمېټه کې ځانګړې پاملرنه کېږي.

دسولې دمشورتي لویې جرګې د ۳۲مې کمېټې مشره فرزانه کوچۍ په بېلابېلو کمېټو کې دښځو غړیتوب او دیادو کمېټو مشرتابه ته ددوی راتلل ډېر مهم ګني. مېرمن کوچۍ زیاتوي: ”په ‌‌دغو کمېټو او اداري پلاوي کې دښځو حضور اړین وو، ځکه دا نورو ښځو ته لار پرانیزي څو خپل نظریات شریک کړي.”

په‌ دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پردې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پرکومو شرایطو سوله کېدای شي. وسله‌ والو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون په‌ کې ونه ‌کړي. ۲۶ کلنه مینا چې دژوند لومړی ملګری یې په یوه بمي برید کې وژل شوی وايي، دکلي ښځو ورته دا مسؤلیت سپارلی چې دنورو په استازیتوب دسولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي. مېرمن احمدزۍ زیاتوي: ”دکلي خلکو او په ځانګړې توګه میندو راته دا مسؤلیت سپارلی، څو په جرګه کې دهغوی نظریات شریک کړم چې زموږ اولادونه تعلیم وکړي.”

دجګړو او ناامنیو له امله دافغانستان په ولایتونو کې شااوخوا ۴۰۰ ښوونځي تړلي دي، خو مینا هم لکه دخپل کلي دمیندو په شان دا هیله لري چې راتلونکی ماشوم‌یې لوستی وي او تعلیم وکړي. هغه هیله چې په سوله او امن کې ورته ښه شرایط برابرېدای شي.

                   

مقام امریکا: جنگجویان داعش از خاورمیانه به افغانستان می روند
منبع : دویچه ویلی   تاریخ: 5/2/2019
 

یک مقام امنیتی امریکا در کابل به خبرگزاری فرانسه گفت که جهادگرایان پس از فروپاشی خلافت خودخوانده ”دولت اسلامی” از سوریه و عراق به افغانستان می روند تا حملات ”شدیدی” را انجام داده و جهادشان را علیه امریکا پیش ببرند. این مقام امنیتی امریکا در کابل به خبرگزاری فرانسه گفت: «ما می دانیم که برخی از آنان قبلا راه شان را به این سو باز کرده اند و تلاش می کنند دانش و تجربیات جنگی شان را منتقل کنند.»

                     

داندونیزیا دبهرنیو چارو وزیرې له ملابرادر او خلیلزاد سره دسولې پر پروسې خبرې وکړې
منبع : تاند   تاریخ: 5/2/2019
دافغانستان دسولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او دطالبانو دقطر ددفتر مشر ملاعبدالغني برادر داندونیزیا له بهرنیو چارو وزیرې ریتو لیستاري پریانساري مارسودي سره وکتل. زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، «په دوحه کې نن تر خبرو وړاندې مې داندونیزیا له بهرنیو چارو وزیرې سره ولیدل. دافغانستان دسولې دپروسې په اړه دهغې دملاتړ او مرستې ته چمتووالی دډېرې ستاینې وړ دی.»

طالبانو هم نن په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې ددوی مرستیال مشر او دقطر ددفتر مشر ملا عبدالغني برادر داندونیزیا له باندنیو چارو وزیرې مارسودي سره په کتنه کې په افغانستان کې دموجودو ستونزو دسوله ییز حل پر لارو چارو او دامریکا او طالبانو ترمنځ پر روانو خبرو دنظرتبادله وکړه. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې هغه ټکي په ګوته شول چې په دوحه کې دبین الافغاني خبرواترو دلغوه کېدو سبب شول.

داندونیزیا له بهرنیو چارو وزیرې سره دطالبانو دقطر ددفتر مشر او دافغانستان دسولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي مخکې تردې کتلي چې ټاکل شوې ده نن دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې شپږم پړاو خبرې پیل شي. طالبانو ویلي چې دامریکا پلاوی قطر ته رسېدلی او نن به شپږم پړاو خبرې پیل شي.

دطالبانو ویندویانو ویلي چې دواړه خواوې به له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو دوتلو پرمهالوېش او له افغانستان پرنورو هیوادونو دتروریستي بریدونو دنه کېدو پر ضمانت خبرې وکړي. خو دافغانستان دسولې دعالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي چې په دې پړاو خبرو کې به پر اوربند او بین الافغاني خبرو بحث وشي.

په همدې حال کې دطالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې زلمي خلیلزاد نن په دوحه کې دطالبانو دقطر ددفتر له مسوول او دطالبانو دتحریک له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. دمجاهد په وینا په دې کتنه کې دافغانستان دمسلې دسوله ییز حل پر مهمو اړخونو خبرې وشوې.

                 

دمشورتي لویې جرګې په اړه دیو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 5/2/2019
واشنګټن پوسټواشنګټن پوسټ ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې، «دسولې بحث د۳۲۰۰ استازو ترمنځ په کابل کې ترسیاسي ورېځې لاندې پرانیستل شو.»

تردې سرلیک لاندې راغلي دي چې تر۳۲۰۰ ډېر کسان په‌دې جرګه کې راغونډ شوي دي، څو له طالبانو سره دسولې په برخه کې یوه اجماع رامنځته کړي. خو واشنګتن پوسټ څرګندوي چې ددې جرګې دبریالیتوب چانس وروسته تردې کم شو چې دیو شمېر افغانانو او طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرې لغوه شوې او یو شمېر افغان سیاستوالو دا جرګه تحریم کړه.

واشنګټن پوسټ وړاندې دطالبانو بیان ته هم اشاره کړې چې ددوشنبې په ورځ‌یې رسنیو ته استولی و. په‌ دې بیان کې طالبانو ویلي دي چې د جرګې په نوم ددښمن په توطئه کې ګډون مه‌کوئ. ارګ له طالبانو هم غوښتي و چې په‌دې جرګه کې برخه واخلي. په جرګه کې نږدې ۹۰۰ ښځو برخه اخیستې ده. دورځپاڼې په باور اکثرو د داسې سولې سخت پلویتوب کړی چې په ‌کې ددوی دحقونو او ازادیو تضمین وشي. ورځپاڼې په‌دې برخه کې دکابل دیوې استازې ۲۶ کلنې زهرا جویا خبرې را اخیستې دي چې وایي، ښځې باید مشروطې ازادۍ ونه‌لري او امر باالمعرف‌یې باید ونه‌څاري.

  • وال سټریټ ژورنال

بلې امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال هم د مشورتي لویې جرګې په اړه لیکنه خپره کړې ده. ورځپاڼه لیکي چې امینه حسن‌پور ددې جرګې یوې ګډونوالې دافغانستان دولسمشر اشرف غني وینا چې دجرګې په لومړۍ ورځ‌یې وکړه، ستایلې ده. وال سټریت ژورنال ددې ۴۲ کلنې مېرمنې په وینا لیکي چې تریوه چت لاندې دزرګونه افغانانو یوځای کېدل دټولو افغانانو دحقونو ددفاع لپاره یو فرصت دی. حسن‌ پور دبامیان اوسېدونکې ده، دې دا جرګه ددې لپاره هم یو فرصت بللی دی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې دطالبانو درژیم ترماتې وروسته دافغانستان لاسته راوړنې په‌کې رابرسېره شي.

دمشورتي لویې جرګې اصلي هدف حکومت ته سلا مشوره ورکول دي چې داسې چوکاټ رامنځته کړي چې دهغه له مخې له طالبانو سره خبرې وشي. ورځپاڼه لیکي: ولسمشر غني هیله‌مند دی چې دکابل په مشرۍ دسولې خبرې له سره پیل شي. خو دورځپاڼې په باور، دښاغلي غني دا هیلې وار له مخه دده دانتخاباتي سیاستونو او دې هڅو ترسیوري لاندې راغلې دي چې غواړي دیوې بلې پنځه کلنې دورې په مخه په واک کې پاتې شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: کله چې دولسمشر غني وینا په ژوندۍ بڼه له ملي ټلوېزیون څخه خپرېده، شا ته‌یې داجرائیه رئیس عبدالله عبدالله عکس و چې دملي وحدت په حکومت کې دده شریک دی. دوال سټریټ ژورنال په باور ښکاره ټکر په‌دې کې و چې ښاغلي عبدالله او دپخواني ولسمشر حامد کرزي، دولسمشر دملي امنیت دپخواني سلاکار حنیف اتمر او یو شمېر نورو سیاسي څېرو له لوري دا جرګه تحریم شوې او دوی دې ناستې ته دانتخاباتي کمپاین په سترګه کتلي دي، خو په خپله ښاغلي غني دجرګې دپرانیستلو پر مهال دا تور رد کړ.

                    

احتمال طولانی شدن جرگۀ مشورتی صلح افغانستان
منبع : صدای امریکا   تاریخ: 5/2/2019

عمر داوودزی، رئیس کمیسیون برگزاری جرگه مشورتی صلح می ‌گوید که در حال حاضر کار مطابق بر تقسیم اوقات جریان دارد، اما امکان طولانی شدن جرگه را رد نکرد.

جرگه مشورتی صلح روز دوشنبه (نهم ثور) با حضور ۳۲۰۰ نماینده از سرتاسر افغانستان آغاز شد و پیش از این کمیسیون برگزاری این جرگۀ گفته بود که اعضای آن در چهار روز حد و مرز‌ های گفتگو با طالبان را مشخص خواهند کرد. عمر داوودزی، رئیس کمیسیون برگزاری این جرگۀ روز چهارشنبه (۱۱ ثور) در یک کنفرانس مطبوعاتی به خبرنگاران گفت: ”اگر کمیته‌ ها تا بعد از ظهر امروز به کار شان پایان دهند، پس از آن گزارش ‌دهی شروع می ‌شود و اگر کمیته‌ ها این کار را امروز نتوانند و فردا گزارش‌ دهی را آغاز کنند در آن صورت امکان دارد که یک روز و یا نیم روز دیگر زمان جرگه تمدید شود.”

آقای داوودزی افزود که معاونین و منشی ‌های این جرگۀ ناوقت روز گذشته در یک انتخابات تعیین شده اند و هم چنان از میان ۵۰ کمیته کاری در این جرگۀ، ۱۳ زن به عنوان رئیس کمیته ‌ها و ۲۸ زن دیگر به عنوان منشی در این کمیته‌ ها انتخاب شده اند. جرگۀ مشورتی صلح در حالی برگزار شده است که ۱۳ نامزد انتخابات ریاست جمهوری به شمول رئیس اجرائیه حکومت و شماری از احزاب و جریان های سیاسی افغانستان آن را تحریم کرده اند.

رئیس برگزاری کمیسیون جرگه مشورتی صلح افزود که تلاش ‌های برای کشاندن چهر‌ه‌ هایی که این جرگۀ را تحریم کرده اند، ادامه دارد تا در ختم این نشست حضور یافته و دیدگاه‌ های شان را مطرح کنند. آقای داوودزی به گونۀ خاص در مورد عدم اشتراک عبدالله عبدالله، رئیس اجرائیۀ افغانستان گفت: ”درباره رئیس اجرائیه ما امیدوار بودیم، خواهش کردیم من همرایش تماس داشتم که قناعت‌اش بدهیم، ولی تصمیم گرفت که اشتراک نکند. اگر در جلسه پایانی جرگۀ اشتراک نکرد، من یقیین دارم که سفارشات نمایندگان ملت را نظرانداز نمی‌ کند و به آن حتمآ احترام می‌ گذارد.”

رئیس جمهور افغانستان در مراسم گشایش جرگه مشورتی صلح به اعضای این جرگه وعده سپرده است که پس از شنیدن مشوره ‌های نمایندگان مردم در این جرگۀ، مسیر حرکت حکومت را در گفتگو با طالبان عیار خواهد کرد.

                  

قطر برای افغانستان سفیر تعیین کرد
منبع : صدای امریکا   تاریخ: 5/2/2019

وزارت خارجۀ قطر از تعیین سفیری برای امور افغانستان خبر داده است.

در فرمان شیخ تمیم بن حمد آل ثانی، امیر قطر از سفیر این کشور برای افغانستان به نام سعید مبارک الخیارین الهاجری یاد شده است. سفیر قطر برای افغانستان در حالی معرفی می ‌شود که این کشور چندین دور مذاکرات میان نمایندگان امریکا و گروه طالبان را میزبانی کرده است.

زلمی خلیلزاد، نمایندۀ خاص ایالات متحده برای مصالحۀ افغانستان هم اکنون ششمین دور مذاکرات خود را با نمایندگان طالبان در قطر آغاز کرده است.

قطر یگانه کشوری است که گروه طالبان در آن دفتر رسمی سیاسی دارند و اکثر تماس‌ های طالبان با نمایندگان کشور های خارجی از طریق این دفتر برقرار می‌ شود. در تازه ترین مورد، طالبان گفته اند که ملا عبدالغنی برادر، رئیس دفتر سیاسی آن گروه در قطر با وزیرخارجۀ اندونیزیا دیدار کرده است.