پر مدعا «هوښياران» !

حکيم روان

زمونږ په ټولنه کې له اوږدو مودو راهيسې د پرمختګ او ارتجاعيت تر منځ جګړه روانه ده . د پرمختګ پلويانو تل اصلاحی پروګرامونه وړاندې کړی دی او د هغو د تطبيق په لاره کې يې هڅې او هاند کړی دی . آمانی نهضت د دې بهير تر ټولو غوره نمونه او مثال دی . خو آمانی نهضت د ګوډ ملا او د انګريزی استعمار سره د تړلو کړيو د توطئو په پايله کې ماتې وخوړه .

آيا د آمانی نهضت آرمانونه ( سياسی آزادی ، خلکو ته د انسانی او مدنی حقوقو ورکول، د ښځو د نهضت له پاره مبارزه ، د نوي تکنالوژۍ راوړل ، د علومو د ودې سره د متناسب مدرن تعليمی نظام ايجادول ) او په سياسی ، ټولنيزو ، اقتصادی او کلتوری برخو کې د مدنی اصلاحاتو راوستل ناوړه کار وو ؟

بايد ووايو چې د آرمانونو په انتخاب کې آمانی نهضت په حقه او دقيق وو ، خو د عمل په جريان کې اشتباهات او خطاوې د آرمانونو د ناسموالی مانا نه لري . د ګوډ ملا د منځنيو پيړيو د مسلط تفکر پر ځای بايد مجربو او ژمنو روشنفکرانو د آمانی نهضت انسانی تفکر د ټولنې مختلفو پاړکو ته رسولای وای . خو په دې کار ځکه بريالی نه شول چې روشنفکران په الفاظو او کلماتو کې د آمانی نهضت پلويان وو او په عمل کې يې د ګوډ ملا له تفکر څخه واټن نه وو اخيستی .

تر ننه د آمانی نهضت آرمانونه نه دی پوره شوی او د آمانی نهضت آرمانونه زمونږ د وخت آرمانونه هم دي . مانا دا چې ګوډ ملا زمونږ هيواد سل کاله وروسته وغورځاوه .

نن چې په هيواد کې د نظر د بيان او مطبوعاتو آزادی را منځته شوی ده او نن چې افغان انسان د واکمنی د ټاکلو په چارو کې د ګډون حق تر لاسه کړی دی ، د ښځو د آزاديو او حقوقو آوازونه اوريدل کيږي ، د سياسی ګوندونو د فعاليت آزادی ( سياسی پلوراليسم ) را منځته شوی دی او نجونی او هلکان په مرکز او ولاياتو کې ښوونځيو او فاکولتو ته ځی، د افغانستان د اقتصادی بدلون پراخ پروګرامونه تر لاس لاندې دی ، پر زاړه پالو مرتجعينو بر سېره يو شمېر ځان غوښتونکی روشنفکران هم خشميږي او د طالبانو او پنجاب ارتجاعی موضع ته ور رغړي .

په داسی حال کې چې هيواد مو څلويښت کاله د نيابتی جګرو ډګر دی او هر افغان ته ښايي چې د مغرضو ګاونډيانو د ارادې پر خلاف د اصلاحاتو له پاره د خپل حکومت ملا وتړي ، په خواشينۍ سره ځينې لويدلی په اصطلاح روشنفکران د پنجاب له ملاتړه برخوردار طالب ته د خلکو د مقاومت وسله واله برخه وايي !!!!  يانې طالب ته د ملی او آزادي بښونکی نهضت په سترګه ګوري . په مستقيم او غير مستقيم ډول د طالب او آس-اس-آی تبليغات بدرګه کوي . طالب او داعش زمونږ د عصر د وحشت او بربريت تر ټولو غوره نمونې دی . که اسلام د جهالت ضد وي ، پس اسلام او طالب دوې متضادې پديدې دی .

زمونږ پر مدعا « هوښياران » د منځنيو پيړيو طالب او د هغه تروريست ملاتړی آی-اس-آی د خپلو تبليغاتو موخه نه ګرځوی ، بلکې افغان دولت يې د تبليغاتو اصلی موخه ده . دوی د طالب او پنجاب تر مخ تيريږی او پر افغان دولت او د هغه پر نړيوالو ملاتړو او امريکا بريد کوي . دا ښاغلی د قرون وسطايي ارتجاع او پرمختللی سرمايه داری نظام په توپير هم نه پوهيږی ،دوی  د مطلق حقيقت په لټه کې د طالبی ارتجاع په دام کې نښتی دی . دوی د افغان حکومت ستونزې په نظر کې نه نيسی ، څلوېښت کلنې جګړې ټول داخلی امکانات له منځه وړی دی . نن افغانستان د پردو مرستو ته اړ يو هېواد دی . د هيواد ولسمشر په ډاګه وايي چې حکومت له داخلی منابعو د څو مياشتو له پاره د وسله وال ځواک معاشونه نه شی تأمينولای . د حکومت ستونی د طالب د داخلی متحدينو جهادی چورګرو له خونړيو پنجو نه دی خلاص شوی . دې او دې ته د ورته واقعيتونو په نظر کې نيولو سره د عقل خاوندانو او پوهانو ته په کار ده چې د خپلو هيلو او افغانی واقعيت تر منځ انډول ولټوی او دا وار بيا د ګوډ ملا پر ځای د ړانده ملا د ايله جاريو په واسطه نور سل کاله افغانستان شاته ونه غورځول شی . لږ فکر کول په کار دی ، طالبان له جهادی غلو سره خبرو او جوړجاړی ته کينی ، خو د آی-اس-آی د دستور مطابق د افغان حکومت سره نه غواړي سوله وکړي .افغان روشنفکر هم د طالبی او جهادی ارتجاع جوړ، جاړی ته چکچکې کوي . د پاکستان صدراعظم د مؤقت حکومت خبره کوي ، په دی هدف چې افغانان د حکومت د ټاکلوغوره شوی لار پريږدي، مؤقت حکومت پر وتپي . اوپه دې توګه د موجود حکومت له شره ځان خلاص کړی ، څو وکولای شی  د خپل ستراتژیک عمق موخې په اسانی سره تعقيب کړي . او طالب د پاکستان دې موخې ته تر پاکستان هم زيات ژمن دی . افغان دولت په دې اړه د پاکستان مداخله د تل په څېر غندی او پاکستان په ديپلوماتيکو اقداماتو ګواښي ، خو مزدور طالب هيڅ ډول عکس العمل نه څرګندوي . دا ولې ؟ ځکه افغان حکومت د افغانستان د ګټو د ساتلو مسؤليت لری ، خو طالب د پنجاب نوکری کوي .

اړينه ده چې په برخليک ټاکونکو شيبو کې د منځنيو پيړيو د ارتجاع ( طالبی او جهادی اتحاد ) او د هغو د ملاتړو په وړاندې د اصلاح غوښتونکو او پرمختګ پلوه ځواکونو ټينګ سنګر جوړ شی . د داسې يوه پراخ اتحاد او پيوستون په هيله چې هيواد مو د ګوډو او ړاندو ملايانو له لعنت نه خلاص کړي او د افغانانو برحقه آرمانونه له پيړيو وروسته د عمل جامه واغوندي ، په خپلو پښو ودريږي او په خپل ځان د بسياينې پړاؤنه په بری سره ووهي .

د يوې عادلانه او د پرديو له مداخلی پرته د افغانانو د حقوقو او آزاديو په لور کې د پايښت لرونکی سولې په هيله !