د افغان حکومت مخالفين او دښمنان

حکيم روان

 

د افغان حکومت مخالفين له خپل طبيعی حق اختلاف څخه برخمن دی . دوی نه يواځې د افغان حکومت دښمنان نه دي ، بلکې د افغان حکومت مرستندوی او په ټاکلو شرايطو کې د افغان حکومت ملاتړي او متحدين دي . اختلاف په مستبدو او توتاليتارو رژيمونو کې د دښمنۍ په مانا وي او مخالفين په وحشيانه توګه د مستبدو رژيمونو له خوا د ويروونکی تعقيب ، زندان ، شکنجو او بې رحمانه وژنو سره مخامخ کيږی . خو په دموکراتيکو نظامونو کې اختلاف ته د ټولنې د تشکيلوونکی او جوړوونکي عنصر په سترګه کتل کيږي ، کوم چې د نظام او ټولنې د سالمې ودې سره مرسته کوي .

له نېکه مرغه افغانستان د خپلسرو ، ديکتاتورو او توتالیتارو رژيمونو سره خدای پامانی کړي ده او په زړورتيا سره ويلای شو چې افغانستان په سيمه کې د تر ټولو دموکراتيک اساسی قانون خاوند دی په کوم کې چې د هيواد د اوسيدونکو ټول فردی ، سياسی او ټولنيز حقوق بيله توپیره خوندی او تضمين دي . زمونږ خلک په خپل هيواد کې د بيان د آزادۍ ، مطبوعاتو او سياسی آزاديو له لحاظه پر خپل نظام وياړ کولای شی . افغان زړه ور ملت چې تر ننه د داخلی او خارجی دښمنانو له خوا لکه زمرئ په مختلفو پلمو، فريب او تذوير په بند او قفس کې ساتل شوی وو او له هر ډول حقوقو او آزاديو محروم وو ، تر دې هم د زياتو حقوقو او آزاديو مستحق دی . لاس ته راغلی آزادی او نورې لاس ته راوړنې د افغان ولس د بيسارو قربانيو محصول دی . دا ملت څلوېښت کلنو خونړيو جګړو په ګونډو نه کړ او په جګه غاړه د کښلی تورې سره په لاس د هر مستبد او فرعون مخې ته راوتلی دی . زه د خپل په وينو لړلی آزادي غوښتونکی ولس په پښو کې د احترام او درناوی سجده ږدم .

د نوی اساسی قانون له مخې به راتلونکی ټول حکومتونه د خلکو د آزادو، مستقيمو او سری رايو له لارې غوره کيږی او د حکومت مشروعيت به د ملت د ارادې او خلکو د رضايت له مخې ټاکل کيږي .

مخالفين حکومت ته د ستونزو د حل مختلف بديلونه وړاندې کوي او په دې توګه د حکومت د ليد لورو د پراختيا سره مرسته کوي . د افغان حکومت د مخالفينو تر ټولو ستره برخه هغه څوک دي چې د حکومت د اوسنی ۵۰٪ ويش مخالف وو . دوی باور لري چې د جهادی چورګرو له مشارکت پرته به د سترو ملی دندو د اجراء له پاره د حکومت وړتيا د نن په پرتله څو چنده وای . په دې کې شک نه شته ، خو له بده مرغه دوی د افغان حکومت محدوديتونه او مجبوريتونه هيروي . دوی دا هيروي چې افغان حکومت د خپل وسله وال پوځ د څو مياشتو مالی تأمين توان نه لري . نو ځکه حکومت د جهادی چورګرو فشار او د امريکا ظاهرا پخلاکوونکی نقش ومانه . ظاهرا پخلا کوونکی نقش ددې له پاره چې امريکا له دوهمې کلا څخه د افغان کړکېچ د حل له پاره استفاده و نه کړه . دوی د ۵۰٪ غلو او چورګرو برخه په حکومت کې ومنله او افغان حکومت مجبور شو چې د دوو لاسو پر ځای په يوه لاس کار وکړی . که څه هم له « يوه لاسه ټک نه ځيژي » خو د ولسمشر اشرف غنی وړتياؤ د محدوديتونو او چلنجونو باوجود ناممکن ممکن کړه . افغان حکومت د هغو مخالفينو قدر کوي کوم چې د اساسی قانون د تطبيق ، د مرکزی واکمني د اقتدار ، د پردو د جاسوسانو ، مفسدينو او چورګرو د آنی محاکمې غوښتنه کوي . شک نه شته چې دا غوښتنې په حقه دی ، خو حکومت د خپلو امکاناتو په محدوده کې کار کولای شی. د حکومت مخالفين په دې اړه حکومت په کم کاری او محافظه کاری تورنوي . حکومت د خپلو دلايلو سره سره د مخالفينو د مخالفت حق محفوظ ساتي .

د حکومت سره مخالفت د قانون څخه د سرغړاوي ، خپلسرۍ ، موانعو د ايجاد او ټولنيز نظم و نسق د ګډوډ کولو په مانا نه دی . له بده مرغه په افغانستان کې دښمنان د مخالفت په نوم د اساسی قانون له مزاياؤ څخه په سوء استفاده سره د حکومت په وړاندې خپله دښمنی پټوي . دوی د حکومت په وړاندې وسله وال مقاومت ، قانون شکنۍ ، په خلکو چپاوونو ، وسله والو غلاؤ ، اختطاف د حکومت په وړاندې د مختلفو موانعو ايجاد ، د لارو او برقی لينونو قطع کولو ، د حکومت د اوامرو نه منلو ،  خرابکاری او قطاع الطريقی ته د حکومت سره د مخالفت نوم ورکوي . دا مخالفت نه بلکې د حکومت او په مجموع کې د نظام سره دښمنی ده . د وسلو د لرلو او استعمال حق د حکومت انحصاری حق دی . د حکومت له جوازه پرته هره بله ډله په هر نوم او عنوان وسلې ته د لاس تېرولو په لومړی شيبه کې بايد سمدلاسه بې وسلې او د مقاومت په صورت کې سرکوب شی . دا شمېر ډلې او بانډونه د خارجی دښمنو شبکو لاسپوڅي او د جهاد ، قوم او مذهب په نوم زمونږ د ولس د ويشلو او سياسی نظام د نسکورولو هڅه کوي . دښمنان  د مخدره موادو په قاچاقو د وسلو په تجارت، د ګمرکونو د عايداتو په چور، د خلکو په شوکو ، چور او چپاول ، د شخصی او دولتی ملکيتونو په غصب، اختطاف او ټولنيز امن په ويجاړولو بوخت دی او غواړي د خپلو جناياتو د مسؤليت څخه د خلاصون له پاره  د مخالف د قانونی مصؤنيت څخه ناوړه ګټه پورته کړي .

رښتينی سياسی مخالفين د ملی لوړو مصالحو ساتندوی او په دې لور کې د حکومت له پاره د حساب وړ متحدين وي . د هيواد له پاره په برخليک ټاکونکو شيبو کې اختلافات او سليقوی رنګارنګی يوې خواته پريږدی او د حکومت سره يو ځای ستونزو ته اوږه ورکوي .

نن چې په ټوله نړئ کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو خبرې د ژبو په سر دی . هر څوک پوهيږي چې افغان جګړه دوې خواوې لری : افغان دولت او نړيواله ټولنه په سر کې امريکا له يوې خوا ، طالبان ، پاکستان ، ايران ، قطر او روس له بلې خوا .

طالبان ، پاکستان ، روس او ايران غواړي چې د سولې په مذاکراتو کې د مذاکراتو اصلی خوا افغان حکومت په کامله توګه له پامه وغورځوي او د مذاکراتو له پروسې د باندې پاتې شی او دوی په خالی ميدان کې خپل آسونه وځغلوي . که په کامله توګه افغان حکومت ايګنور نه کړای شی ، نو حد اقل نقش يې د چورګرو د يوې جهادي ډلې تر کچې راټيټ کړي . په دې کار کې د طالبانو تر څنګ نور داخلی لاسپوڅي هم د پاکستان ، ايران او روس سره يو ځای د افغان حکومت د رول له پامه غورځول يا د خپلو نوکرو ډلو تر کچې را ټيټول غواړي . ځکه دا ډلې د لسګونو کالونو زور زياتی ، چور او چپاؤل او د بشری ضد جناياتو له محاسبې وېره لري .

دوی وليدل چې حکومت په کابل او يو شمېر سيمو کې د دينی او قومی معامله ګرانو په مفسدو او خونړيو وسله والو ډلو بريدونه وکړل ، د کومو سره چې د دوی ملاتړ ورسره وو او دوی پوهيږي چې نننۍ حکومت د قانون حاکميت ته ژمن دی او د دې  حکومت ادامه به د حکومت بريدونه د دوی تر لمنو هم ورسوي . نو ځکه يې په ډاګه او بی شرمانه توګه د طالب ، پاکستان ، ايران او روس خوا نيولی ده او د خپل حکومت د پرزيدو هلی ځلی کوي . افغان حکومت په دوو جبهو کې جنګيږي . يوه يې خارجی جبهه ده چې تر ټولو خونړۍ کړۍ يې پاکستان+ طالب + آی-اس-آی ده ، بله داخلی جبهه ده چې د چورګرو مجاهدينو څخه جوړه ده او په سر کې يې عطا چور ، کرزی ، اتمر ، محقق….. او نور دی .

افغان حکومت د عمران خان څرګندونی افغانی ضد بولی او پر هغه احتجاج کوي ، خو هماغه د عمران خان افغانی ضد څرګندونی اتمر ، کرزی ، محقق….. او نور د حکومت د ږيرې لاندې کوي .

وطنوالو ! دښمن له بهر او داخل نه لاس په کار دی . د خارجی او داخلی دښمنانو مشترکه هڅه داده چې افغانستان له نړيوال حمايت څخه محروم کړی او د سولی په نوم د خپلو شومو موخو له پاره پر افغان ولس يو کمزوری نوکر دولت تحميل کړي

د افغان وطن پالونکو ملی دنده او وجيبه ده چې په دې برخليک ټاکونکو شيبو کې د پردو او د هغو د نوکرانو په وړاندې د خپل حکومت تر شا ودريږي او د يوې سالمې افغانمحوره رښتيني سولې د تأمين په لاره کې خپل خپل ملی او وطنی فرض اداء کړي .

د افغان نظام د بقاء او رښتينی سولې د ټينګښت په هيله !