شپږمه برخه

لیکونکی اکادېمیسین ګلداد خان

29.3.2019
شپږمه برخه
د نجیب الله واکمنۍ له نسکوریده (۱۹۹۲ کال) وروسته د کابل په ښار او د هېواد نورو ښارونو او سیمو کې، د تنظیمونو ترمنځ د هر اړخیزو (هر تنظیم له بل تنظیم سره) جنګړو غوبل پیل او هرې خواته چورونه ګډ شول. په هغې هر اړخیز جنګیز غوبل کې ټول وچ او لمده سوزیدل.
پنځلس تنظیمونه او د هغوی په پیڅو او لمنو کې غلو او راهزنو، ټولو داسې غوبل جوړ کړو چې خپل او پردي نه پکښې معلومیدل. تنظیمي جګړو هغه مهال لا ډېر زور واخیست چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف له خوا څخه جوړ شوی عبوري دولت فرمولې له مخې (د هر تنظیم مشر باید دوې میاشتې د عبوري دولت مشر شي) له مخې، واک له صبغت الله مجددي څخه برهان لدین رباني ته ورنقل شو. د مجددي واکمنۍ لا دوې میاشتې پوره نه وې چې هغه ته احمد شاه مسعود داسې ګوتڅنډنه وکړه؛ محترم مجددي صاحب! که پرخپل وخت له واک څخه لاس پرسر نشولې، له بدو عواقېبو سره به مخ شې او مسؤلیت به دې پرخپلې غاړې وي.

له مجددي وروسته چې رباني د مؤقت جمهور رئیس څوکۍ ونیوله، ده او یارانو یې د دوې میاشتینۍ مودې پوره کولو وروسته، څو تنه سپین پګړي او تور پګړي د ملایانو په نوم سره راټول او کښېنول او هغوی رباني ته هغه څوکۍ «شرعأ د ده د ژوند تر پایه» وبښله. نو ځکه نوموړي هغه څوکۍ پخپلو کونټو پورې کلکه وتړله او له ځانه سره یې د پنجشېر، تخار او بدخشان په درو او کلیو ګرځوله او ان تر قلاب او نورو ځایونو پورې له ځانه سره ورسوله. د رباني او مسعود له لوریه د واکمنۍ هغې مودې اوږدولو له امله، د کابل ښار او د هېواد نورو ښارونو او سیمو جګړو، خاص زور واخیست او لسګونو زرو خلکو ته مرګ ـ ژوبلې پکښې واوښتلې.

برهان الدین رباني هغه څوکۍ، لا هغه مهال هم پخپلو کونټو پورې تړلي او له ځانه سره ګرځوله چې امریکایانو دی له قلاب څخه کابل ته راوست. خو حامد کرزي د ده هغه څوکۍ په لغته ووهله او ورڅخه لېرې یې کړه.

دلته باید یادونه وکړم چې د تنظیمونو په هغې جګړه ایز غوبل کې هم په لسګونو زره افغانان ووژل، ژوبل او کډوالۍ ته اړ شول. ما له کومې سرچینې څخه د هغې مهال وژل شویو، ژوبلو شویو او کډوال شویو کسانو شمېرې پیدا نکړې. خو دومره ویل کیږې چې د هغې مهال تنظیمي جګړو په طرز کې، یوازې د کابل ښار کې پنځوس زره (ځینې دغه رقم شپېته زره او ځینې نور اویا زره یاده وي) وژل شوي وو. د کابل ښار ژوبلو کسانو رقم هم چېرې زما په سترګو نه دی راغلی.

څرنګه چې هغه مهال امریکیانو د افغانستان «کورنۍ» جګړه، د پاکستان دولت ته سپارلي وه او د پاکستان دولت په هغې جګړې ځان د رقیبو دولتونو پر وړاندې ناکام ولید، نو دوی امریکایانو ته د طالبانو په نوم، د نوي تنظیم جوړولو پروژه وړاندې کړه. د پاکستان پر هغې نوي پروژې باندې امریکایان او عربان (په خاص ډول سعوديان) جوړ راغلل. د طالبانو تنظیم جوړول او د هغوی جنګي روزنه د پاکستان دولت (پوځ او ای اس ای) او لګښتونه یې عربانو پرغاړې واخیستل او امریکایانو د اړتیاو پرمهال د سلاګانو او مشورو ورکولو ذمه ووهله.

د طالبانو په نوم ډلې کسان ای اس ای د نورو تنظیمونو له منځ څخه راټول کړل، هغوی ته یې روزنه ورکړه او بیا یې د سپین بولدک له لارې، په داسې حال کې چې د دوی جنګیالي پکښې ګډ وو، د کندهار پر لور ورمارش کړل.

د طالبانو او یو شمېر نورو تنظیمونو (په خاص ډول شمال ټلوالې او اسلامي ګوند) ترمنځ جګړو دوام وموند او دغه مهال هم لسګونه زره افغانان (شمېرې بیا په لاس کې نشته) ووژل او ژوبل شول.

د تنظیمي جکړو پرمهال د افغانستان امنیتي ارګانونه او دولتي جوړښت له منځه یووړل شو. پر نورو تنظیمونو باندې د طالبانو تنظیم ورزیاتیدلو سره، د افغانستان چور او لوټ شوي دولتي سیستم او په خاصه توګه د زده کړو مؤسسو حالات لا نور خراب شول. د حالاتو له هغو ټولو خړپړتیاوو سره، امریکایان په دې طمعې وو چې دوی به د طالبانو په شتون کې له ترکمنستان څخه د غازو لیکه د افغانستان له لارې پاکستان ته او له هغه ځایه هندوستان ته وغځوي. خو د هغوی هغه هیلې په ناهیلۍ بدلې شولې. دغې بیان ته چې هغوی بیا څه وکړل، له څو کرښو لیکلو وروسته دوام ورکوم.

د دغو پورته خبرو پای کې به ووایم چې د طالبانو تنظیم په ګډون (د طالبانو په نوم تنظیم د وژلو لوبو ته له نورو تنظیمونو وروسته ورګډ کړل شو) تنظیمي جګړو پړاونو کې هم د وژل شویو او ژوبلو شویو افغانانو شمېرې لکونو (بیا هم شمېرې نشته) ته ورسیدلې او د هېواد اقتصادي حالت، د نړی د ټولو هېوادونو له اقتصادي حالتونو څخه بدتر، ټیټ او خراب شو