افغان دولت او تنظیمونو ترمنځ جګړې

لیکونکی اکادېمیسین ګلداد خان
18.3.2019Goldad khan
پنځمه برخه
د افغان دولت او تنظیمونو ترمنځ جګړه: – باید ووایم چې هره کورنۍ جګړه، که هچېرې او د نړۍ په کوم کونج کې وي، خامخه د باندېنيو دولتونو استخبارانو لاسونه پکښې شته او بهرني ملاتړي لري. خو د افغانستان دغه کورنۍ جګړه چې اوس خبرې پرې کوو، په بشپړ ډول داسې چې د هېچا له سترګو پټه نه وه، د بهرنیانو نېِغ په نېغه د بهرنیو استخباراتو په لاسونو کې جګړه وه.

د افغانستان جګړه هغه رنګه لکه چې د شوروي اتحاد پوځونو په شتون کې د بهرنیانو په لاسونو کې وه، د هغوی پوځونو له وتلو (له ۱۹۸۹ کال) څخه وروسته هم د بهرنیانو (سیمې او لېرې پرتو دولتونو استخباراتو) په لاسونو کې وه، خو ظاهرې یې د کورنۍ جګړې رنګ او بڼه درلوده. له افغانستان څخه د شوروي اتحاد پوځونو بشپړ وتلو وروسته، د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ جګړو شاوخوا دوه کاله دوام وموند.

دلته د دغې خبرې یادول اړین ګڼم چې شوروي پوځونه د افغانستان دولت او پاکستان دولت ترمنځ تړون له مخې، د کوم چې تضمین کوونکي د امریکا متحدو ایالتو دولت او شوروي اتحاد دولت وو، ووتل. دا چې د هغې تړون په ټولې پروسې کې افغاني تنظیمونو ته هېڅ ډول رول نه وه ورکړل شوی، مانا دا چې هغه جګړه د افغاني مجاهدینو په لاسونو باندې، د پاکستان دولت مخته وړله. د افغانستان او پاکستان دولتونو ترمنځ هغې تړون، د افغانستان پر کورنۍ جګړې باندې هېڅ ډول مثب اغېز ونکړو. ځکه د پاکستان استخباراتو (ای اس ای) د تنظیمونو مشرانو غوږونو ته په نېغه دا خبره رسوله چې تاسې د هغې تړون مسؤلیت نلرئ، هغه موږ د افغانستان له دولت سره لاسلیک کړی دی. د پاکستان دولت د شوروي اتحاد پوځونو په شتون کې او د هغو پوځونو له وتلو وروسته، د امریکا متحدو ایالتونو دولت په اشارو او مشورو، له افغان دولت سره د تنظیمونو جنګولو چارو ته په همغې پخواني ډول ادامه ورکړه. د ایران دولت، کوم چې د هغې تړون په لاسلیک کې ګډ نه وه، هم پخپل پخواني روش کې تغیر رانه وست او د افغان دولت ضد جنګیالو، جنګولو او ملاتړ ته یې دوام ورکړو. د پاکستان دولت د امریکایانو په سلا باندې، د تنظیمونو له مشرانو سره داسې جنګي پلان جوړ کړی وه چې د شوروي اتحاد پوځونو له وتلو وروسته به، د پاکستان پوځ له افغاني تنظیمونو سره په ګډه، لومړی د جلال آباد ښار نیسي او بیا به د کابل پر لور مخ پر وړاندې ځي. دوی همداسې وکړل. دوی د شوروي اتحاد پوځونو له وتلو (۱۵ / ۲ / ۱۹۸۹کال) شل ورځې وروسته، د مارچ میاشتې په پنځمې نېټې له تورخم څخه د جلال آباد ښار پر لور جګړه پیل کړه. د شوروي اتحاد پوځونو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د جلال آباد ښار جګړه تر ټولو سخته جګړه وه. په هغې جګړې کې د جګړې دواړو لورو او په خاصه توګه ملکي وګړو ته ډېر زیات ځاني تاوانونه واوښتل. د جلال آباد ښار په جګړې کې، د ښار د ننه او څنډو کې له لسو زرو څخه زیات ملکي وګړي د دولت مخالفینو په راکټونو او توپونو باندې ووژل شول او په زرونو ژوبل شول. د جلال آباد جګړې کې د پاکستان پوځ توپچي غونډ، په پاکستان مېشتو د ټولو تنظیمونو جنګیالو، بهرنیو جنګیالو او په تېره عربو او د مجاهدینو په جامو کې د پاکستان پلو پوځیانو په نېغه برخې اخستي وې. د دولت مخالفینو د جلال آباد ښار محاصره کړو. دوی ننګرهار ولایت د شینوارو لویې ولسوالۍ په ګډون، ټولې ولسوالۍ ونیولې او د ټولو ولسوالیو امنیتي ارګانو منسوبین، د افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند غړي او هغه ملېشاوې چې له دولت څخه یې ملاتړ کولو، ووژل او کوم څوک یې چې ژوندي ونیول، له هغوی څخه ځینو وړو قوماندانانو په عربي ځناورو باندې خرڅ کړل او عربو ځناورو هغه بندیان د نورو سترګو په وړاندې، د مغزي (مریو شاته) لوري حلال کړل. خو د جلال آباد جګړې کې بلاخره تنظیمونو، د تنظیمونو ملاتړو عربو، له نورو هېوادونو ورغلو جنګیالو او پاکستاني پوځیانو له درنو جګړو او ډېرو مرګ ـ ژوبلو وراوښتو وروسته ماته وخوړله. د جلال آباد له جګړې وروسته، ځینو تنظیمونو په ټوله کې او د ځینو تنظیمونو ځانګړو جنګي ډلو او ځانګړو کسانو، له جګړو څخه لاسونه واخیستل او د شوروي پوځونو له وتلو وروسته جګړې یې حرامي، نا روا او غیر منطقي وبللې.

دغه مهال په اصطلاح د افغانستان کورنیو جګړو لږ غوندې سوړوالی وموند او شورویان په دې خبرې وپوهیدل چې افغاني دولت، د دوی پوځونو له شتون پرته له ځان څخه دفاع کولی شي، نو د شوروي اتحاد سفارت چارواکو او د هغوی هغو سلاکارانو کومو چې جمهور رئیس، د امنیت، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړو مقاماتو ته سلاوې ورکولې، په نورو فعالیتونو پیل وکړو. هغوی یو ځلې د مخه د ببرک کارمل پر ګوندي او دولتي لوړو مقامونو باندې د نجیب الله په نصبولو د پرچم ډله سره وېشلي وه. هغوی همغه مهال په نجیب الله باندې د کارمل ډلې کسان له وزارتونو او نورو لوړو څوکیو څخه ایسته کړي وو. هغوی په نجیب الله باندې او د کارمل ورور محمود بریالی او د پرچ ډلې څو نور کادرونه بندیان کړي وو. دوی په نجیب الله باندې سلطانعلي کشتمند د صدارت له مقام څخه لېرې کړی وه او د هغه پرځای یې محمد حسن شرق کښېنولی وه. شوروي سلاکارانو په نجیب الله باندې هغه ډول لوبې ځکه سرته کړې وې چې د نجیب الله پرضد، د کارمل ډلې او کشتمند ډلګۍ قهر لا زیات او هغوی لا تېره کړي. خو دوی په نجیب الله باندې کشتمند ډېر زر، بېرته صدراعظم وټاکلو او د کارمل ډلې بندیان یې پرې خلاص کړل. شوروي سلاکارانو په نجیب الله باندې محمود بریالی د صدارت لومړی مرستیال او د هغه نور انډیوالان له سره، د خپلو خوښو وزارتونو او لوړو ګوندي مقامونو باندې وګمارل. څرنګه چې له شورویانو سره د کارمل او کشتمند ډلو اړيکې بېخي نیږدې وې، نو هغوی دوی ته دغه مهال داسې سلا ورکړه چې ځانونه له نجیب الله سره نیږدې وښئي تر څو هغه (نجیب الله) یو بل برید او ډز ته تیار کړي او یو ګام یې نور هم د کندې لویدو غاړې ته ورنیږدې کړي.

شوروي سلاکارانو له پاس یادو شويو چارو سرته کولو وروسته، د افغانستان خلکو دموکراتیک ګوند د ننه، نورو ځنډنو ناخوالو (خلقیتوب او پرچمیتوب) ته لمنې ووهلې او هغه پخوانۍ ناخوالې یې بېرته تازه کړې. دوی نجیب الله ته داسې ډرامې جوړې کړې چې خلقیان نن او یا سبا، تا له واک څخه غورځوي. دوی په نجیب الله باندې دا د خلقیانو وهلو جشن هم ولمانځلو. نجیب الله او لنډ مهاله انډیوالانو (زخمي شويو مارانو) یې یو شمېر تکړه او په جګړو کې آبدیده شوي خلقي افسران ووژل، نور ډېر خلقي افسران او د ګوند لوړپوړې خلقي مشران او تکړه کادرونه یې بندیان کړل. ځینې هغه خلقیان چې موقع په لاس ورغله، د مرګ او بنديخانې خادېستي سختو شکنجو او رنګینو زورولو له ډاره اړ شول چې هېواد پرېږدي او هغې خواته ولاړ شي چې که په خوب یې لیدلي وای چې هغې خواته روان دي، که زړونه یې ودریدلي نه وای، ټکانونه خو یې خامخه خوړل. نجی بالله د هغې کودتايي عمل له سرته کولو وروسته، د ګوند او دولت د ننه لوبو په ډکر کې، سخت کمزوری شو. مزدکخېلو او کاویانيخېلوغوندې کسانو به هم، کوم چې ده د ګوند سیاسي بیروته پورته او ستر واکونه ورکړل، په ده باندې لوبې وهلې او د «ډاکتر صاحب نجیب الله» لفظونو کارولو پرځای باندې به یې د اختر محمد زوی او نجیب الله ای ګاو لفظونه ورته کاروه.

په ۱۹۹۲ کال د روسانو په دستور، د کارمل او کشتمند ډلې له شمالي ټلوالې سره یو ځای شولې او د نجیب الله لمن یې ورټوله کړه.

د شوروي اتحاد پوځونو له وتلو وروسته، د نجیب الله تر واکمنۍ لاندې دولت او تنظیمونو ترمنځ جګړو پرمهال هم افغانستان کې په لسونو زرونو وګړي (دقیقه شمېره په لاس کې نشته) ووژل او ژوبل شول.