افغانانو او شوروي پوځیانو ترمنځ جګړې

 

لیکونکی اکادېمیسین ګلداد خان

13.3.2019
څلورمه برخه
د افغانستان پرخاورې د شوروي اتحاد له نېغ په نېغه پوځي تېري څخه تر نن پورې، د افغانستان جګړو اته دېرش (۳۸) کاله عمر پوره او په نهه دېرشم کال کې پښه کېښوده. خو لا هم د افغانستان اوږدو جګړو پای او ختم څرګند نه دی.
د شوروي اتحاد دولت د ۱۹۷۹ کال ډسمبر میاشتې په ۲۴ نېټې افغانستان خاورې ته دېرش زره (۳۰۰۰۰) پوځ ننه ایست او د هغې پوځ له ډلې څخه دو کنډکونو (یو د ک. ګ. ب. ضربتي کنډک چې دنده یې د جمهور رئیس پر استوګنځي برید او د هغه له منځه وړل وو او بل د دفاع وزارت کنډک چې دنده یې له باندې څخه د جمهوري ریاست شاخوا ساتنه وه چې کومه افغاني قطع د جمهوري ګارد مرستې ته ځان ونه رسوي) د همغې میاشتې په ۲۷ نېټې، د جمهور رئیس حفیظ الله امین پر استوګنځي برید وکړو. جمهور رئیس او د جمهوري ریاست ګارډ یې له منځه یووړل.

شورويانو خپل پوځونه افغان خاورې ته په نسبې پټې او ناڅاپي توګې، داسې چې افغان جنګیالو د هغوی له هغې عمل څخه هېڅ خبر نه درلود، ننه ایستل. له همدې کبله وه چې شوروي پوځونه یوه لنډه موده بې له کوم ټک او ټوکه وخت تېر کړو. خو کله چې افغان جنګیالو ځانونه جګړو ته تیار کړل او په هرځای کې یې پرشوروي پوځیانو بریدونه پیل کړل او شوروي پوځیان د افغانستان په مختلفو سیمو کې د افغاني جنګیالو له سختو مقاومتونو او جګړو سره مخ شول، نو دوی د خپلو پوځیانو شمېرې په تدریج سره زیاتې او ان له سلو زرو تنو څخه واړولې.

شورویانو هڅې کولې چې د جګړو ترڅنګ، په افغانستان کې خپله ایدیالوژي هم پلي کړي، تر څو له دغې لارې خپل شتون ته دایمي بڼه ورکړي. خو د دوی هغه ټولې جګړه ایزې او ایدیالوژیکې هڅې افغان جنګیالو، د خپلو سرونو په شیندلو او د شوروي دولت ضد بهرنیو دولتونو په مالي او تخنیکي (وسلو) مرستو او ملاتړ سره شنډې کړې.

باید ووایم چې د شوروي اتحاد له پوځي تېري د مخه، د افغان امنیتي ځواکونو او هغو لږکیو مخالفینو ترمنځ، کوم چې د پاکستان او ایران دولتونو استخباراتي شبکو له لوریو په پټه روزل شوي وو، روزل کیدل او تمویل کیدل او بیا په پټه افغان خاورې ته د نا آرامیو جوړولو په موخو باندې رالېږل کیدل، هغوی به کله هلته او کله دلته واړه واړه بریدونه کول. د هغوی زیاتره هغه بریدونه به د سیمه ایزو امنیتي ارګانو له خوا څخه شنډیدل، ځپل کیدل او له منځه به وړل کیدل. خو د شوروي پوځونو له تېري وروسته د افغانستان هغو غلچکیو هلته او دلته جګړو ډېر زر نوی شکل وموند او ښکاره زور واخیست. د شوروي اتحاد له پوځي تېري وروسته، د شوروي اتحاد دولت او افغان دولت ضد جنګیالي په ښکاره او ډګري د پاکستان او ایران دولتونو له خوا څخه روزل کیدل او د جګړو ډګرونو ته استول کیدل. د هغو جنګیالو ټول لګښتونه سعودي عربستان او د شوروي دولت ضد نورو دولتونو، په خاصه توګه د امریکا متحدو ایالتونو دولت او د امریکا ملو دولتونو له لورویو څخه تمویل او تجهیز کیدل.

هغه مهال د امریکا ځینو سیاستوالو داسې ادعاوې هم وکړې چې ګنې شورویان په غیر مستقیم ډول امریکایانو داسې وسکونډل چې دوی افغانستان ته پوځونه داخل کړي او په اصطلاح خوټې یې د ونې سټې په چاود کې بندې کړي، تر څو د وېتنام جګړې غچ ترې واخلي. د امریکا سیاستوالو دغه نظر چې شوروي دولت، د افغان جګړې غویمنډ ته دوی ورټېل وهلو، د فدراتیفې روسیې ځینې اوسني سیاستوال هم تائيدوي، خو په دومره تفاوت سره چې دوی افغانستان ته د شوروي دولت پوځونو لېږل، په اروپا کې د امریکا د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو له ځای پر ځای کولو سره تړي. هغه لنډ واټن ویشتونکي توغندي د میخائل ګرباچوف واکمنۍ پرمهال، د امریکا او شوروي اتحاد دولتونو ترمنځ، د یو تړون لاسیک کولو له مخې بېرته ټول کړل شول او اوس بیا د هغو توغندیو جوړولو او ځای پرځای کولو تړون لغو کولو بحث، د امریکا او فدراتیفې روسیې دولتونو ترمنځ تود شوی دی. په هر صورت، هغه چې وايي د یو چا پلار کومو چا مړ کړی وه. د هغه زوی د خپل پلار په ویر کولو کې ډوب وه چې یو بې عقله دوست ورته راغلی او ترې پوښتلي یې وو؛ پلار دې سپارو مړ کړو او که پلو؟ هغه په ځواب کې ورته ویلي وو؛ زما پلار یې وواژه! دا چې هغوی پلي او که سپاره وو، پر ما یې څه. دا چې شورویان امریکایانو وسکونډل او یا یې پخپله تودو اوبو او فارس خلیج ته د وتلو زړونه تخنیدل او خوبونه یې لیدل، پر موږ یې څه. خو دوی زموږ خلک ووژل، زموږ هېواد یې وران او ړنګ کړو، زموږ هېواد ته یې د ټولې نړۍ استخباراتو لاسونو اوږدولو لاره پرانیستله او موږ یې له داسې اوږدو جګړو سره مخ کړو چې پای یې نه په سترګو کیږي.

د شوروي اتحاد دولت نور په افغانستان کې د خپلو پوځونو شتون بیه (مالي او تخنیکي لګښتونه او د پوځیانو مرګ ـ ژوبله) نشوله لنډولی او د افغانستان له اشغال څخه ډېر زیانمن شوي وو. نو ځکه د امریکا متحدو ایالتونو له دولت سره جوړ راغلل او د هغې جوړ جاړي پایلې کې، دوی خپل پوځونه، د۱۹۸۹ کال فبروري میاشتې په ۱۵ نېټې له افغان خاورې څخه وایستل. د افغانانو او شورویانو ترمنځ د هغو جګړو پرمهال، افغانانو او د شوروی اتحاد پوځیانو ته ځینې اوښتي زیانونه په تقریبي ډول داسې وو:

د شوروي اتحاد پوځونه څه د پاسه نهه کاله په افغانستان کې پاتې شول او د افغاني پوځونو په ملتیا یې جګړه پرمخ یوړله. دوی ته د دغو څه د پاسه نهه کلنې جګړې په ترځ کې، د نړۍ د بېلو مډیاګانو، د ملګرو ملتونو جګړو اړوندو څانګو چارواکو او د افغانستان د هغې مهال پېښو نورو تعقیبوونکو کسانو له لیکنو څخه داسې څرګندیږي چې د افغانستان په هغې جګړې کې، کومې چې د شوروي اتحاد پوځونو پرمهال دوام وکړو، کم او زیات پنځه ملیونه افغانان بهرنیو هېوادونو، په خاصه توګه پاکستان (شاوخوا درې ملیونه) او ایران (شاوخوا دوه ملیون) ته او لږ شمېر نورو هېوادونو ته کډوال شول. په همدې مودې کې شاوخوا دوه ملیونه افغانان د هېواد د ننه، له خپلو کورونو څخه بې ځایه او زیاتره نیږدې سترو ښارونو او کابل ښار ته وکوچیدل او کډوال شول. ویل کیږې چې په هغې جګړې کې یو ملیون (ځینې سرچینې دوه ملیونه او ځینې یونیم ملیون یاده وي، خو هېڅوک له یو ملیون کسانو څخه ښکته نه راکوزیږي) افغانان مړه او ژوبل شول. د هرات او کندهار ښارونو له نیمه يي څخه زیاتې برخې په کنډوالو واړول شولې. یو شمېر نور واړه ښارونه او ښارګوټي او په زرونو کلي او کورونه هم، په دې موخې چې د دولت مخالفو جنګیالیو د پټیدلو، شپې تېرولو او ډوډۍ خوړولو ځایونه ورک کړل شي، د شوروي پوځونو له خوا د هوائي بمباریو، توپونو په ویشتلو او سکاډ، اوراګان او لونا توغندیو په ویشتلو، له خاورو سره خاورې کړل شول. دلته دا یادونه باید وکړم چې شوروي پوځیانو خپلې ډول ډول نوي وسلې، د افغانستان په مختلفو سیمو (خاصتأ د هېواد سهېلي، سهېل ختیځو او ختیځو سیمو غرونو، درو او دښتو) کې د خلکو پر استوګنځایونو او ټولو هغو ځایونو باندې، چېرې چې د دولت مخالفین غونډیدل او د درو پرهغو برخو چېرې چې د مخالفینو سمڅې او پټنځایونه وو او هورې اوسیدل او ټرېنېنګ کیدل وآزمویلې. د شوروي پوځیانو د هغو وسلو له جملې څخه د شکاډ توغندي، د اوراګان او لونا توغندي، د کومو چې د مخه یادونه وشوله او همدا ډول له الوتکو څخه خوشه يي بمونه او د ماشومانو د لوبو سامانو ډوله بمونو غورځول یادولی شو.

څرنګه چې افغانستان پر کرنې او مالدارۍ ولاړ هېواد وه او دی، نو شوروي پوځیانو د دې لپاره چې بزګران له خپلو کلیو او مېنو څخه وشړي او د مخالفینو د غونډیده ځایونه ورک کړی، د بزګرانو د اوبو لګولو سیستمونه (کارېزونه، ویالې او بندونه) ورړنګ کړل. شوروي اتحاد پوځیانو د مخالفینو امکاناتو کمولو په موخې، د پوونداو د رمو او ګلو په څړځایونو او لارو کې هم ماینونه خښ کړل او شپانه او غوبانه یې هم اړ کړل چې له خپلو رمو او ګلو سره د افغانستان له پولو څخه واوړي.

د خپرو شویو مدرکونو له مخې په شوروي ـ افغان جګړې کې، د شوروي اتحاد امنیتي ارګانو د مړو شمېرې څورالس زره څلور سوه درې پنځوس (۱۴۴۵۳) تنه، چې په هغو کې ۱۳۸۳۳ تنه د پوځ منسوبین او نور د ک. ګ. ب. او لږ شمېر د کورنیو چارو وزارت منسوبین وو، مړه شوي وو. د شوروي اتحاد د ژوبلو شویو کسانو شمېرې درې پنځوس زه اووه سوه درې پځوس (۵۳۷۵۳) تنه ښودل شوي دي. د هغې څه د پاسه نهه کلنې جګړې په مودې کې، د شوروي اتحاد په لسګونو زره پوځیان او د نورو امنیتي ادارو عسکر او افسران په نېشه يي توکو، روحي ناروغیو او نورو ډول ډول ناروغیو اخته شول او د هغو ډول ډول ناروغانو له ډلې څخه هم زیات شمېر کسان، یا د ورپېښو ناروغیو له امله ومړل او یا یې ځانونه ووژل.

د شوروي پوځونو له خوا کرل شویو او خښو شویو ماینونو باندې هم ګڼ شمېر افغانان، هم د دوی سره جګړو پرمهال او هم د کورنیو جګړو پرمهال چې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، ژوبل او وواژل شول. د شلمې پېړۍ په اتیایمې لسیزې کې تر ټولو زیات ( له لسو ملیونو پورته) ماینونه په افغانستان کې کرل شوي او خښ کړل شوي وو، کوم چې تر ننه پورې افغانان د غمونو پر ټغرو کښېنوي.

په افغانستان کې پخوا وختونه هم روغتیايي چارې چندانې وړ نه وې او ډېری خلکو روغتیايي کلنیکونو او روغتونونوته لاس رسی نه درلود. خو د هغو اوږدو جګړو له امله، له یوې خوا څخه زموږ په هېواد کې ناروغیتاوې زیاتې شولې او له بلې خوا څخه روغتیايي چارو ته د خلکو لاس رسی نور هم مشکل او روغتیايي چارې نورې هم ډېرې کمیابې او ډېرې ستونزمنې او مشکلې شولې. همغه علاج ته د خلکو لاس نه رسي له امله هم زیات شمېر افغانان بې وخته مړه شول. دغه علاج ته د لاس نه رسي له امله مړو شویو کسانو شمېرې هم څرګندې نه دي.

څرنګه چې افغانان په ټوله کې له پخوا وختونو غریبان وو، کوم ښه او مرفع ژوند یې نه درلود او یوازې شپې او ورځې یې ګوډولې. نو ځکه زه دا نشم ویلی چې د شوروي او افغان جګړو پرمهال، د افغانانو غریبۍ له پخوا وختونو څخه زیاتې شولې. لکه چې پوهېږو، دغه مهال هم دولتي چارواکي او هم د دولت واکمنۍ لاندې سیمو زیاتره خلک، په ډول د ډولونو شورویانو تمویلول او هغوی چې پاکستان او ایران ته ګډوال شوي وو، د هغوی پر جنګیالو برسېره، نور کډوال هم د ملګرو ملتونو نوم لاندې، د شوروي اتحاد مخالفو دولتونو تمویلول. خو له کله څخه چې شوروي پوځونه له افغانستان څخه ووتل او افغانستان کې کورنۍ جګړه ونښته، دغه مهال بهرنیانو له افغانانو سره د پخوا وختونو غوندې مرستو (خوراکي توکو او د عادي ژوند نورو اړتیا وړ توکو) ورکړو څخه تر ډېره بریده لاس ونیولو او خلک د غریبیو په ډېر ټيټ پړاو کې یوازې شپې سبا کولې.